۹/۸/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت په کوربتوب د ۱۴ ولايتونو لوړ پوړو مسؤلینو په ګډون درې ورځنی علمي سمینار د نهه غوره طرحو په ټاکلو سره پای ته ورسید.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکۍ ادارې له لورې د ننګرهار ولایت په کوربتوب د سيمه ييزې حکومتولۍ پاليسي، خونديتوب، حرکت او پراختيا تر عنوان لاندې درې ورځنی علمي سمینار د امنیت په فضا کې د نهه غوره طرحو په ټاکلو سره په بریالیتوب پای ته ورسید .
په دې علمي سمینار کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکۍ ادارې مالي او اداري معین، ننګرهار،کابل، پکتيا، لوګر، غزني، لغمان، کونړ، نورستان، کاپیسا، ميدان وردګ او پروان ولایتونو والیانو، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پلان او پالیسۍ رئیس، د ننګرهار خوست او پنجشير ولايتونو مرستيالان، د ادارو مسئولين، پوهنتون استادان، مېرمنې، مدني ټولنو استازي او ګڼ شمېر نور په کې ګډون کړی و.
د پای په مراسمو کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پلان او پالیسۍ رئیس حامد کریمي وویل،په دې درې ورځني علمي سمینار کې د هېواد د درې زونونو څخه په بېلابېلو برخو کې لیکل شوې ۴۲ غورې طرحې وړاندې شوې چې د هر زون په کچه درې،درې غوره طرحه لیکوونکو ته ایوارډونه او د هر زون په کچه د څلورم، پنځم او شپږم مقام ګټوونکو طرحه لیکوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول .
هغه زیاته کړه، د یادو طرحو څخه به د هېواد په کچه په سیمه ییزې حکومتولۍ پالیسۍ جوړولو،خوندیتوب،حرکت او پراختیا برخه کې ګټه واخیستل شي.
ده وويل، چې د يو ملي سمينار په ترڅ کې به يوه طرحه غوره شي، چې په کې به کورني او بهرني مسئولين او نور ګډون ولري او همدغه طرحه به چاپ اوپه ولايتونو کې مسئولینو ته وويشل شي.
هغه د طرحو په برخه کې د ټولو مسئولينو د کړيو هڅو ستاينه او قدرداني وکړه او همدا راز له ننګرهار والي او ټيم څخه يې مننه وکړه، چې د دې علمي سمينار په جوړولو کې يې زيار وويسته.
د یاد سمینار د ګډونوالو والیانو په استازۍ ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له یاد نوښت څخه ستاینه وکړه او د درې واړو زونونو له ګډونوالو، طرحه لیکوونکو او د پروګرام چمتو کوونکو څخه یې قدرداني وکړه .
نوموړي همدا راز د دې ولايت مسئولينو، امنيتي منسوبينو او خدماتي پرسونل د هڅو ستاينه او قدرداني وکړه، چې د علمي سمينار په دريو ورځو کې يې په ټولو برخو کې امکانات برابر کړل.
هغه زياته کړه، چې په هېواد کې بېلابېلو برخو کې پرمختګ رامنځته شوي؛ خو لا هم ډېر کار ته اړتيا ده، چې بايد ورته لازمه پاملرنه وشي.
ننګرهار والي وايي که له سرچينو څخه په درست ډول ګټه واخيستل شي؛ نو اقتصادي پرمختګ او متوازن انکشاف ته به هم زمينه برابره شي.
د سيمه يیزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري معين روح الله نيازي جوړې شوې طرحې ګټورې وبللې او زياته يې کړه؛ که يادې طرحې تطبيق شي؛ نو په بېلابېلو برخو کې به مثبت بدلونونه رامنځته شي.
نوموړي وويل، چې افغانان هيله من او بدلون راوستونکي ولسونه لري او ډاډه يم، چې د ولسونو په همکارۍ به لا زيات پرمختګ وکړو.
هغه همدا راز د درې ورځنی سمينار د کيفيت او کميت له مخې ښه وباله او له ټولو مسئولينو او علمي کدرونو يې مننه وکړه، چې په دغه برخه کې يې هڅې کړې وې.
د یادو مراسمو پر مهال د ننګرهار والي له لورې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې تخنیکي ډلې، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري معینت له لورې د دې ولایت بېلابېلو کمیټو مسؤلینو او یو شمیر نورو ته ستاینلیکونه ورکړل شول .
۹/۸/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت په کوربتوب د ۱۴ ولايتونو واليانو او نورو مسئولينو ترمنځ د علمي سمیناردرېيمه ورځ پيل شوه.
د ننګرهار ولايت په کوربتوب د سيمه ييزې حکومتولۍ پاليسي، خونديتوب، حرکت او پراختيا تر عنوان لاندې د درې ورځني علمي سيمينار درېيمه ورځ پيل شوه.
دغه سمينار، چې جلال اباد شاهي ماڼۍ په کرزي تالار کې پیل شوی په درېيمه ورځ په کې د ننګرهار والي، سيمه ييزو ارګانونو خپلواکۍ ادارې مالي او اداري معين روح الله نيازی، د پلان او پالیسۍ رئيس حامد کريمي، د نورستان، ميدان وردګو او نور ولايتونو واليان، د ننګرهار ولايت مرستيالان د ادارو مسئولين، پوهنتون استادان، مېرمنې، مدني ټولنو استازي او ګڼ شمېر نور په کې ګډون لري.
د دې سيمينار په درېيمه ورځ به د جنوب ختيځ او ختيځو ولايتونو مسئولين د سيمه ييزې حکومتولۍ پياوړتيا په موخه خپلې طرحې وړاندې کړي، چې په پای کې به لومړي مقام والا طرحې اعلان او جوړونکي يې وستايل شي.
همدا راز د درېيمي ورځې په ترڅ کې به د يو شمېر نورو فعاليتونو ترڅنګ د دې سيمينار جوړوونکي هم په ستاينليکونو سره وستايل شي.
په ورته وخت کې ياد سمينار ته څېرمه د لاسي صنايعو او وطني توليداتو نندارتونه هم جوړ شوی، چې په درېيمه ورځ هم ترې مسئولينو ليدنه وکړه او د خپلې خوښې وړ توکي يې وپيرودل.
۱۳۹۸/۸/۸
د ننګرهار په کوربتوب د ۱۴ ولايتونو والیانو په ګډون د سيمه ييزې حکومتولۍ پياوړتيا د علمي سمینار ګډونوالو د شاه غازي امان الله خان مزار څخه لیدنه وکړه .
د ننګرهار ولایت په کوربتوب د ۱۴ ولایتونو والیانو په ګډون د سیمه ییزې حکومتولۍ پیاوړتیا د علمي سمینار ګډونوالو د لړم په اتمه د دې ولایت د مقام له لورې په برابرې شوې میملستیا کې تر ګډون وروسته د شاه غازي امان الله خان مزار،پښتون څلور لارې او یو شمیر نورو سیمو څخه لیدنه وکړه .
د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې برابرې شوې میملستیا پر مهال ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل،خوښ دی چې د څوارلس ولایتونو د لوړ پوړو مسؤلینو کوربتوب کوي او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې څخه یې مننه وکړه چې د یاد علمي سمینار جوړیدو په موخه یې زمینه برابره کړه .
د میلمستیا په یادو مراسمو کې د علمي سمینار اړوند د ټولو ولایتونو ګډونوالو والیانو،مرستیال والیانو،رئیسانو او نورو مسؤلینو ته برابرې شوې ډالۍ ورکړل شوې .
دوی وروسته په پلې مزل د سراج العمارت بڼ ترڅنګ د شاه غازي امان الله خان مزار ته ولاړل، د اتل غازي روح ته یې د دعا کولو ترڅنګ د مزار د ترمیم شویو چارو او د پښتونستان د څلور لارې څخه لیدنې وکړې .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د پښتونستان څلور لارې او د شاه غازي امان الله خان مزار د ترمیم چارو په اړه ګډونوالو ته مالومات ورکړل .
۹/۸/۱۳۹۸
دننګرهار استيناف محکمې مرکز او ولسواليو ابتدائيه يو شمېر محکمو ته رئيسان او قضايي غړي دسترې محکمې له لوري ور وپيژندل شول.
دغه ۱۴ تنه قضات، چې دننګرهار استيناف محکمې په مرکز او ولسواليو کې په دندو ګمارل شوي تر دې وړاندې يې په بېلابېلو ولايتونو کې قضايي دندې پرمخ وړي دي.
د نويو تبديل شويو قضاتو د پېژندنې په موخه د ننګرهار استيناف محکمې رئیس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده په کاري د فتر کې ناسته برابره شوې وه، چې د محکمې دبېلابېلو دېوانونو رئیسانو او يو شمېر قضايي غړو پکې ګډون کړی و.
د سې شنبې په ورځ دننګرهار استيناف محکمې د مخزن امر ، د تجارت استيناف دېوان او کورني او بهرني امنيت دېوان قضايي غړي دننګرهار استيناف محکمې رئیس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده له لوري قضاتو او کارکوونکو ته وروپېژندل شول او رسماً يې دندې پيل کړې .
د قضاتو د پېژندنې په مراسمو کې دننګرهار استيناف محکمې رئیس وويل د نويو تبديل شويو قضاتو په راتګ سره په دې محکمه کې د قضاتو تشه په بشپړه توګه نه شي حل کيدای؛ خو په خبره يې دقضاتو د کمښت ستونزه به تر يو بريده ورسره حل شي.
قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده قضاتو سره په ناسته کې دقضايي لباس په رعايت ، قضايي سلوک ، حاضرۍ په پابندۍ او دفساد سره په کلکې مبارزې ټينګار وکړ.
نوموړي زياته کړه په قضايه قوه کې دپام وړ ښه والی راغلی او دمحاکمو دروازې د ولسونو پرمخ خلاصې دي .
ديادونې ده ، چې دننګرهار استيناف محکمې اړوند يو شمېر دېوانونو او د ولسواليو ابتدائيه محکمو ته نوي رئيسان او قضايي غړي ګمارل شوي ، چې نږدې ۷ تنو يې رسمآ خپلې چارې پیل کړې او پاتې ۷ تنه نور به هم په نږدې ورځو کې خپلې چارې پيل کړي .

۹/۸/۱۳۹۸
د سپين غر ولسوالۍ ابتدايه محکمې رئیس دنده پيل کړه
ننګرهار ولايت سپين غر ولسوالۍ د ابتدايه محکمې رئیس جمال ناصر رسماً د يادې ولسوالۍ مسئولینو او ولسونو ته ور وپيژندل شو او خپله دنده يې پيل کړه.
جمال ناصر، چې تر دې وړاندې نورستان ولايت کې د قاضي په توګه دنده ترسره کوله اوس مهال د سترې محکمې له لوري د سپين غر ولسوالۍ ابتدائيه محکمې رئيس په توګه تر ټاکل کېدو د ننګرهار استيناف محکمې دتحريراتو او يو شمېر ولسواليو ابتدائيه محکمو رئيسانو له لوري د ولسواليو مسئولينو ته ور وپيژندل شو.
د سپين غر ولسوالۍ ابتدايه محکمې رئیس جمال ناصر ژمنه وکړه ، چې ورسپارل شوې چارې به په پوره صداقت پرمخ يوسي.
د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په ځانګړو هڅو سپين غر ولسوالۍ رسمي شوه، چې ډېر ژره به په کې ټولې ملکي او نظامي ادارې کار پيل کړي او همدا راز له ټولو حقونو به برخمنه شي.
۹/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې د دولتي ادارو مامورينو ته د جندر په برخه کې د عامه پوهاوي درې ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.
ننګرهار ولايت مقام بشري سرچينو رياست په هڅو د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې جندر رياست له لوري د اسلا ادارې په تخنيکي همکارۍ د دولتي ادارو نارينه او ښځينه کار کوونکو ته د جندر په برخه کې د عامه پوهاوي درې ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.
د ولايت بشري سرچينو رئيس احمد ضياء عبدالزي وويل، چې په دې ورکشاپ کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکۍ ادارې د جندر برخې مسئولينو سر بېره د دې ولايت د بېلابېلو ادارو کار کوونکي برخه اخيستې وه.
نوموړي وويل، چې په دې درې ورځني ورکشاپ کې د جندر پيژندنې، د جندر پلان جوړونه، جندر برخه کې نړيوالو پر وړاند د دولت تعهد او اړونده نورو برخو کې معلومات شريک شول.
د ولايت بشري سرچينو رئیس د ورکشاپ ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو له زده کړيو معلوماتو څخه په عملي ډګر کې ګټه پورته کړي او خپلو همکارانو سره يې هم معلومات شريک کړي.
د يادونې ده، چې د ولايت بشري سرچينو رياست له لوري په دې وروستيو کې بېلابېلو برخو کې دولتي مسئولينو ته روزنيز پروګرامونه او ورکشاپونه په لاره اچول شوي، چې موخه يې د دولتي مامورينو د وړتيا لوړول دي.

۱۱/۸/۱۳۹۸
د ننګرهار ولایت په کوز کونړ او کامې ولسوالیو کې ۲۲ کروندګرو لپاره د ستروسو باغونو جوړلو چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بڼوالۍ د زنځیروي ارزښت د ودې د سکتور (HVCDSP) پروژه په کامې او کوز کونړ ولسوالیو کې ۲۲ کروندګرو لپاره چې له یو جریب څخه تر پنځو جریبو پورې ځمکه ولري د ستروسو باغونه جوړوي، چې د باغونو د جوړولو ډیزاین چارې یې هم د تخینکي ټیم له لوري پیل شوې.

د یادونې وړ ده چې د بڼوالۍ د زنځیري ارزښت د ودې د سکتور (HVCDSP) پروژه چې نوی یې فعالیت پیل کړی په لومړي پړاو کې د ستروسو (لېمو او مالټې) او په دویمه برخه کې د زردالو، شفتالو او الوچو باغونه جوړوي، چې د کرنې ریاست په غوښتنه به په نورو ولسوالیو کې هم فعالیت پيل کړي.
۹/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې د کرنې څېړونکو لپاره برېښنايي کتابتون جوړ شو
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګرین (Grain) پروژې له لوري د کرنې په برخه کې د څیړونکو لپاره د چارو د اسانتیا په موخه ډیجیټل کتابتون جوړ او عملاً یې چارې پیل کړې.
د ګراین (Grain) پروژې مسئول استاد نور علي نور وایې د دغې پروژې موخه د غنمو د کیفیت لوړوالی دی ، چې په ترڅ که به یې څیړونکو ته د ښه کار زمینه برابره کړي چې د دغه ډیجیټل کتابتون پرانستل یې یوه برخه ده.
نوموړی وایې اداره یې د څیړنکو لپاره زمینه برابروي ترڅو د دوی ترسره شوې څیړنې په نړیوالو ژورنالونو کې چاپ شي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریس انجینر سمیع الله نصرت د دغه کتابتون پرانیسته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کارکوونکو، پوهنتون او انستیتوت استادانو او محصلینو لپاره د څیړنې په برخه کې ګټور ګام وباله .
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس الحاج سمیع الله نصرت د ګرین پروژې په مثبتو چارو خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د چارو د ښه والي او بهبود په موخه هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
همدا راز د ( Grain) پروژې مسولینو له لوري د ډیجیټل کتابتون په تړاو دوه ورځینی ټرټرايننګ د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د تحقیقاتو د برخې کارکوونکو، ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي او کرنې انستیتوت استادانو لپاره پیل شو چې په ترڅ کې به یې په دې تړاو بشپړ معلومات شریک شي.

۹/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې مېرمنو ته د روب، مربا او سرکې جوړولو برخه کې روزنه ورکړل شوه
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنې د ودې او کلیو پراختیا (CBARD) پروژې له لوري د دې ولايت د کوټ، اچین، چپرهار، رودات، خوږياڼو او شیرزادو ولسوالیو ۱۳ تنو ښځینه ساحوي کارمندانو ته د اچارو، رومیانو روب (کیچ اپ)، مربا او سرکې جوړولو برخه کې د څلورو ورځو په ترڅ کې روزنه ورکړل شوه.
د (CBARD) پروژې سرپرست بسم الله ځدران وایې: خپلو ساحوي کارمندانو ته یې د څلورو ورځو په جریان (اچار، کیچ اپ، مربا او سرکې) د جوړولو ټریننګ ورکړ چې دوی د ټرینرانو په توګه وروزي چې په خپلو ولسوالیو کې ولسي ښځینه وګړو ته په دغه برخه کې روزنه وکړي.
نوموړی وایې په دویم پړاو کې به خپلو ښځینه کارکوونکو سره د یادو موادو د پروسس د وسایلو مرسته هم وکړي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس انجینر سمیع الله نصرت د ټریننګ د پای په مراسمو کې د دا ډول ټریننګونو په ترسره کولو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې په دې چارو سره به کورنۍ خودکفا شي.
انجینر سمیع الله نصرت زیاتوي په دې چارې سره به ښځینه په کور دننه کارو بار ( تجارت) جوړ کړي چې له یوې خوا به غذا تامین او له بلې خوا به کورنی اقتصاد پیاوړی شي.
۱۱/۸/۱۳۹۸
د شيرزادو ولسوالۍ په پاکو شويو سمو کې ۷ لوی بيزونه او ۱۸ نوې پوستې جوړيږي
ننګرهار ولايت شیرزادو ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو پيل شويو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي لسګونه ماينونه لمنځه وړل شوي او په پاکو شويو سيمو کې د لويو بیزونو او پوستو جوړولو چارې روانې دي.
مسئولين وايي، چې اوسمهال يې د څلورو بيزونو او يولس پوستو جوړولو چارې پيل کړي، چې د پاتې نورو سيمو په پاکيدو سره به درې بيزونه او اووه نورې پوستې جوړې کړي.
په سیمه کې عمليات په برياليتوب سره دوام لري او تمه ده، چې ډېر ژر به شېرزاد ولسوالۍ بشپړ امن شي.
د يادې ولسوالۍ امن کېدو سره به دا د ننګرهار ۲۱ ولسوالۍ شي، چې ولسونو ته به په کې د ژوند کولو او تګ راتګ ټول سهولتونه رامنځته شي.

۹/۸/۱۳۹۸
د سترې محکمې له لوري دختيځ زون شل تنو اداري کارکوونکو ته د مديريت او نظارت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسيد.
دننګرهار استيناف محکمې دتحريراتو رئيس عبادالرحمن ملکزي وويل دغه درې ورځنی سيمنار د سترې محکمې د ظرفيت لوړونې رياست له لوري د JSSP موسسې په همکارۍ تر سره شو، چې پکې دختيځ زون شل تنو اداري کارکوونکو ګډون کړی و.
نوموړي وويل په ياد سيمنار کې ګډون والو ته دمديريت او نظارت تر عنوان لاندې په اړوند موضوعاتو معلومات ورکړل شول.
ملکزي دسترې محکمې له مقام څخه مننه وکړه او ترسره شوی ورکشاپ يې ګټور وباله او دورته نورو ورکشاپونو جوړولو غوښتنه يې وکړه.
۹/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې ۲۳۰ يتيمو زده کوونکو ته د قرطاسيې ورکړې ترڅنګ د دوی خوښۍ په موخه تفريحي پروګرام تر سره شو.
ننګرهار ولايت کار ټولنيزو چارو رياست له لوري د بنياد فرهنګي او هدف خيره ټولنې په مرسته د امام بخاري روزنتون ۳۲۰ يتيمو زده کوونکو سره د قرطاسې مرسته وشوه او د دوی خوښۍ په موخه تفريحي پروګرامونه تر سره شول.
د يادې ادارې ټولنيزو چارو امر فضل هادي فضلزي د مرستندویه ادارو له مسئولینو مننه وکړه، چې يتيمو زده کوونکو ته يې د خوښۍ شيبې ورکړې.
نوموړي پر نورو مرستندويه ادارو هم غږ وکړ، چې يتيمو زده کوونکو په روزنه او پالنه کې برخه واخلي، ترڅو د نورو ماشومانو په څېر له ټولو حقونو برخمن شي.

جلال اباد ښار کې دوه تنه د مبايلونو تښتوونکي ونيول شول
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اړوند ګلايي عربانو سيمه کې دوه تنه، چې له هندي ريکشا څخه په ګټه اخيستنه يې د خلکو له لاسونو څخه مبایلونه تښتول پولیسو له لوري ونيول شول.

نيول شوي کسان رحيم الله او نويد نوميږي، چې په ښار کې به يې د خلکو له لاسونو څخه مبايلونه اخيستل او بيا به د هندي ريکشا څخه په ګټې اخيستنې تښتيدل.

د جلال اباد ښار پولیسو مسئولين له ښاریانو هيله کوي، چې د دغه ډول کسانو په پيژندلو او نيولو کې ور سره همکاري وکړي.
۹/۸/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت مسئولينو د چاپېريال ساتنې او شنو ونو ته د پآملرنې په موخه له يو شمېر ادارو او بېلابېلو سيمو څخه څارنه وکړه.
ننګرهار ولايت مقام د چاپېريال ساتنې کار پوه په مشرۍ د چاپېريال ساتنې ادارې او نورو مسئولينو يو شمېر کورنيو او بهرنيو ادارو کې چاپېرياليزې ستونزې له نږدې وکتلې او مسئولين يې چاپېریال ساتنې او د شنو ونو ښه ساتلو ته ځير کړل.
څلويښت ونې، چې د بېلابېلو چاپېرياليزو ستونزو له امله وچې شوې وې پريکړه وشوه، چې پرې شي او پر ځای يې نوي نيالګي کينول شي.
مسئولين د کورنيو او بهرنيو ادارو پر کار کوونکو او ټولو ولسونو غږ کوي، چې د شنو بوټو او چاپېريال په ساتلو کې ور سره همکاري وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *