۱۹/۸/۱۳۹۸
د ننګرهار نوی امنيه قوماندان وايي، قاچاقبرو، اختطافچيانو، قاتلينو او وسله والو پر خلاف يو شان اقدام کوي او په اړه به يې له هېڅ رحم څخه کار وانخلي.
سمونوال ايمل نيازي دا څرګندونې د لړم په ۱۹مه جلال اباد ښار کې د نوموړي د پېژندنې په غونډه کې خلکو ته د وينا پرمهال وکړې.
په دغه غونډه کې چې د ننګرهار ولايت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د کورنيو چارو وزير هم برخه اخېستې وه.
په غونډه کې د ننګرهار نوي امنيه قوماندن وويل، د ټولو امنيتي ځواکونو د همغږۍ زياتوالي، د فساد مخنيوي، له خلکو سره د اړيکو پراختيا، د قانون يو شان تطبيق او د امنيت د ټينګښت لپاره به کار وکړي.
سمونوال ايمل نيازي زياته کړه: ((د قاچاقبرو، اختطافچيانو او قاتلينو پر وړاندې له هېڅ رحم کار نه اخلم او ټولو پوليسو باندې چې ننګرهار کې فعاليت کوي، همدا غږ کوم چې د دوی پر وړاندې له هېڅ رحم کار وانخلي.))
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د دغه ولايت د پخواني امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرقيب مبارز کړنې وستايلې او هيله يې څرګنده کړه چې نوی امنيه قوماندان هم د تېر په څېر د امنيت د پراختيا او غښتلتيا لپاره کار وکړي.
نوموړي زياته کړه، د امنيتي ځواکونو ترمنځ په دغه ولايت کې ښه همغږي د دې لامل شوې چې شل ولسوالۍ امن شي او د پاتې دوو لپاره هم عمليات پيل شوي دي.
دی وړاندې وايي، ننګرهار کې داعش ډله له منځه تللې چې په دغه برخه کې يې د اامنيتي او دفاعي ځواکونو سربېره د خلکو قرباني هم د يادولو وړ وبلله.
هغه د کورنيو چارو وزير ته په خطاب کې وويل: ((لکه څرنګه مو چې څو مياشتې وړاندې له تاسو سره غونډه وکړه او تاسو ډاډ راکړ چې د امنيت د پراختيا لپاره خپله پلان جوړ کړئ موږ مو ملاتړ کوو، د همدغه پلان په مطابق اوس موږ د امنيت ساحه ډيره پراخه کړه.))
د کورنيو چارو وزير جنرال مسعود اندرابي چې د ننګرهار د نوي امنيه قوماندان د پېژندنې لپاره دغه ولايت ته راغلی و، ډاډ ورکړ چې د ايمل نيازي ټاکنه يې په پکتيکا کې د هغه د ښو لاسته راوړنو له امله کړې ده.
ده هيله څرګنده کړه چې نوموړی به د پکتيکا په څېر په ننګرهار کې هم د وسله والو د ځپلو او امنيت د ټينګښت په برخه کې بريالۍ دنده ترسره کړي.
د کورنيو چارو وزير دغه راز ننګرهار د هدفي وژنو د کنټرول په اړه وويل، چې نوی امنيه قوماندان به يې د حل لپاره د کورنيو چارو وزارت د جنايي جرمونو د مبارزې له ادارې سره په ګډه يو پلان جوړ کړي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ناصر کاموال د پوليسو د تشکيلاتو د کمښت ستونزه د کورنيو چارو له وزير سره شريکه کړه او ټينګار يې وکړ که اضافي تشکيلات نه شي ورکول کېدلی؛ نو لږ تر لږه د هرات او مزار په څېر دې د لومړۍ درجه ولايتونو تشکيلات ورته برابر شي.
ده زياته کړه: ((پخوا د حکومت يو طرفدار هم ولسوالۍ ته نه شو تللی خو اوس د دولت مامورين په اسانۍ تللی شي، خو تر ټولو مهمه د ښار امنيت دی، دلته بايد امنيت تامين شي.))
د يادولو وړ ده چې پاسوال ايمل نيازی تر دې وړاندې د پکتيکا امنيه قوماندان و او دغه راز يې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم مهمې دندې تر سره کړي دي.
۱۹/۸/۱۳۹۸
کورنيو چارو وزير: ننګرهار کې داعش ماتې خوړلې او رهبري يې لمنځه وړل شوې
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل او کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي د خبري کنفرانس پر مهال وويل، چې په دې ولايت کې داعش ماتې خوړلې او رهبري يې لمنځه وړل شوې ده.
جنرال مسعود اندرابي چې ننګرهار ته يې سفر کړی و، د لړم په ۱۹مه يې رسنيو دفتر کې د يو رسنيز کنفرانس پرمهال دا څرګندونې وکړې.
په دغه خبري کنفرانس کې د ننګرهار والي، نوی امنيه قوماندان ايمل نيازي، د ملي امنيت رئيس ډګر جنرال نظر علي واحدي او د کورنيو چارو وزارت يو شمېر نورو مسئولينو برخه اخېستې وه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په پيل کې د کورنيو چارو له وزير څخه مننه وکړه چې دغه ولايت ته يې سفر کړی او د امنيتي وضعيت څېړنه کوي.
هغه زياته کړه، ننګرهار کې وسله والې ډلې ځپل شوي، شلو ولسواليو کې امنيت تامين دی چې شپه او ورځ ورته تګ راتګ کېدلی شي، شيرزادو ولسوالۍ کې عمليات روان دي او دغه راز د پاتې ساحو لپاره هم پلان جوړ شوی دی.
هغه زياته کړه، داعش ډلې پنځه کاله وړاندې په عراق او سوريه کې تر فعالیت وروسته دلته افغانستان کې هم د خراسان په نوم فعاليتونه پيل کړل؛ خو د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو او خلکو قربانيو دغه ډله په افغانستان کې له ماتې سره مخ کړې ده.
دی وايي، د دغې ډلې ډيره تکيه پر ننګرهار وه، چې دلته يې هم ماتې وخوړه، رهبري يې له منځه لاړه او اوس يو شمېر نورو ولايتونو ته تللي چې د ګډو ځواکونو له لورې به هلته هم وځپل شي.
نوموړی وايي، راتلونکو دريو مياشتو کې به د داعش سربېره په ټول هېواد کې د دفاع وزارت په مشرۍ، د کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت رياست ځواکونه د ګډو عملياتو پرمهال طالبان هم وځپي.
هغه د طالبانو د الفتح په نوم پيل شويو عملياتو ته په اشارې سره وويل، چې په يادې ډلې کې د خپلمنځي اختلافاتو او د افغان ځواکونو د قربانيو په پايله کې دغه عمليات له ناکامۍ سره مخ شوي دي.
دی وايي: ((تېرو اتو مياشتو کې وسله وال طالبان سخت وځپل شول، الفتح عمليات يې له ناکامۍ سره مخ شول، د دوی سوق او اداره خرابه شوې، اړيکو سيسټم يې له منځه تللی.))
د کورنيو چارو وزير دا هم وويل، د پوليسو د چارو د ښه والي او د دوی د منظم کولو لپاره يې پنځه کلن پلان باندې کار پيل کړی چې په کې به د پوليسو د تشکيلاتو، د دوی د ظرفيت لوړونې، تقدير، تبديل، ارتقاء، امکاناتو او مجازاتو ټولو برخو ته به په کې کار وکړي.
دی وايي، تر دې وروسته لکه د ننګرهار په څېر په نورو ولايتونو کې هم د امنيتي ساحو د پراختيا لپاره د ولس له همکارۍ څخه کار اخلي او سيمې به تر نيولو وروسته د ولسي پاڅونوالو پر مټ ساتل کېږي.
۱۹/۸/۱۳۹۸
ننګرهار نوي امنيه قوماندان منسوبينو او مسئولینو ته تر پيژندلو وروسته رسماً دنده پيل کړه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل او کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي له لوري د دې ولايت نوی امنيه قوماندان ايمل نيازی په امنې قوماندانۍ کې منسوبينو او مسئولينو ته ور وپيژندل شو او رسماً يې دنده پيل کړه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل نوي امنيه قوماندان ته په دنده کې د بريا هيله وکړه او نوموړي ته يې د دې ولایت امنيت په ټینګښت کې د جدي هڅو سپارښتنې وکړې.
نوموړي همدا راز د امنې قوماندانۍ منسوبینو ته لارښوونه وکړه، چې نوي امنیه قوماندان سره په ټولو قانوني کړنو کې همکاری وکړي.
امنيه قوماندان ايميل نيازي ژمنه وکړه، چې د دې ولایت امنيت په ټینګښت کې به صادقانه او جدی هڅې تر سره کړی.
د پيژندنې په مراسمو کې د نظامي شورا غړو، کورنيو چارو وزارت د تامیناتو معين رياض الله درمل او نورو مسئولينو شتون درلود.
۱۹/۸/۱۳۹۸
کورنيو چارو وزير په شتون سره د ننګرهار والي په مشرۍ د دې ولايت نظامي شورا غونډه تر سره شوه.
کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي په شتون سره د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په مشرۍ د لړم په ۱۹مه ولايت مقام کې د نظامي شورا غونډه تر سره شوه.

ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په دې ولايت کې له وسله والو مخالفينو څخه پاکو شويو سيمو او په يو شمېر ولسواليو کې د روانو عملياتو په لاسته راړونو او وسله والو مخالفينو ځپلو په اړه معلومات شريک کړل.

همدا راز په دې ناسته کې د دې ولايت په امنيتي وضعيت، لاسته راوړنو، راتلونکو پلانونو، امنيتي ارګانونو په لا پياوړتيا او نورو اړونده موضوعاتو خبرې اترې، پريکړې او بحثونه وشول.

په دې ناسته کې د ولايت مرستیالانو تميم عارف مومند او حبيبي کاکړ، د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترين، ملي امنيت رئیس ډګر جنرال نظر علي واحدي او نورو مسئولينو د دې ولايت امنيت په تامين کې د لا جدي اجراتو تر سره کولو ډاډ څرګند کړ.

۱۳۹۸/۸/۱۸
ننګرهار کې د ملي امنيت رياست په هلو ځلو ۳۶ تنه داعش او طالب وسله وال تسليم او خپلې وسلې يې پر ځمکه کېښودې.
ياد وسله وال د لړم په ۱۸مه د ننګرهار ملي امنيت رياست ته راغلي و او په تېرو کړنو يې پښېماني څرګنده کړه.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، په ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو له پراختيا سره دغه ولايت کې د وسله والو د تسليمېدو پروسه چټکه شوې ده، هغه زیاته کړه، تازه ۳۲ تنه داعش او ۴ تنه طالب وسله وال د ملي امنيت رياست په هلو ځلو تسليم شول.
د نوموړي په وینا تسلیم شویو کسانو په اچین،هسکه مینه، شیرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو کې له وړاندې تروریستي فعالیت کاوه چې اوس مهال یې په پخپلو تېرو کړنو پښېماني هم ښودلې.
د ننګرهار د ملي امنيت رييس ‌‌‌‌‌‌ډګر جنرال نظر علئ واحدي وويل چې په يوځای شويو وسله والو کې يو پاکستانی او پاتې نور د ننګرهار، کونړ، فارياب، کندوز او يو شمېر نورو شمالي ولايتونو استوګن دي.
دی وايي، يادو وسله والو خپلې وسلې هم دولت ته تسليم کړې او دغه راز امنيتي ځواکونو تېره اوونۍ جلال اباد ښار کې د ځانمرګو بريدګرو دوه واسکټونه هم کشف او شن‌‌‌‌‌‌ډ کړي دي.
تسليم شويو وسله والو ويل غلطو تبلغاتو وسله والو سره يو ځای کېدو ته هڅولي و خو کله چې يې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې کړنې وليدې نو د سولې پروسې سره يو ځای شول.
۱۳۹۸/۸/۱۸
په ننګرهار کې د سرورکاينات خوږ نبي اکرم صلی الله عليه وسلم د زوکړې ورځ په ځآنګړې مراسمو سره ونمانځل شوه .
د ننګرهار ولایت په مقام کې د سرور کاینات خوږ نبي اکرم صلی الله علیه وسلم د زوکړې ورځ د لړم په ۱۸مه په ځآنګړو مراسمو سره ونمانځل شوه چې په کې ننګرهار والي،ولایت مرستیال،علمآؤ کرامو،مخورو،ځوانانو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل،د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد ص د ميلاد په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه، حضرت محمد ص د راتګ سره په نړۍ کې د جهالت،ګمراهۍ،ناپوهۍ، ظلم او وحشت ټغر ټول شو او بشريت ته یې په پیغامونو ورکولو او لارښوونو سره د سولې،پوهې ،وروولۍ، امن او پرمختګ فضا رامنځته او نړۍ ته یې ښکلاګانې او رڼاګاڼې ور وبخښلې .
هغه زیاته کړه،د اسلام په مبارک دین کې علماؤ،قومي مشران،ښوونکي او د نورو وژنه او عام المنفعه پروژو تخریب نشته،د ګاونډیانو او نورو ټولو حقوق مالوم دي او هیله یې وښوده چې د دې مبارک مېلاد په برکت په هېواد کې د ثبات لرونکې سوله رامنځته شي.
د ننګرهار حج اواوقافو رئیس مولوي محمد داود مجاهد،مولوي عبدالعزیز خیرخواه، مولوي برکت الله او یو شمیر نورو د خبرو پر مهال د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل څخه مننه وکړه چې د لومړي ځل لپاره یې په ولایت مقام کې د خوږ نبي اکرم ص د زوکړې ورځ په ځآنګړو مراسمو سره ونمانځله .
دوی د نبي عليه السلام په صورت او سيرت خبرې وکړې او هغه مبارک يې د ټول بشريت لپاره د امن، رحمت، سمې لارې او بشپړو اخلاقو يواځينی او عظيم شخصيت یاد کړ.
دوی وويل، چې نبي علیه السلام د پيغمبرۍ مبعث کېدو وخت کې لومړی شخص و؛ خو د ښو اخلاقو، رښتينو صفاتو او امينتوب له امله يې ډېر ژر شهرت پيدا کړ او ډلې – ډلې خلک د اسلام په مبارک دين مشرف شول.
د دغه غونډې پرمهال يو شمېر نعت ويونکو په خپلو خوږو اوازونو سره د نبي عليه السلام پر ژوند جوړ شوي کلامونه هم ولوستل.
۱۹/۸/۱۳۹۸
ننګرهار ګاڼيو کې د ګوړې جوړولو سيزن پيل شو
ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ ګاڼيو کې د ګوړې جوړولو سيزن پیل شو، چې هره ورځ په هرې ګاڼۍ کې شاوخوا شپيته منه ګوړه توليديږي.
د يوې ګاڼۍ مسئول صابر وايي، چې په خپله يې په دري څلويښت جريبه ځمکه کې ګني کرلي او له نورو بزګرانو هم ګني اخلي او په ګاڼۍ کې ترې ګوړه توليدوي.
نوموړی وايي، چې د کامې په ګاڼيو کې توليدونکي ګوړه اصلي ده او په کې نور مواد نه يوځای کيږي.
هغه پر حکومت غږ وکړ، چې ګاڼيو مالکانو او بزګرانو سره مرسته وکړي، ترڅو په دې ولايت کې د ګوړې توليد ته لا ښه زمينه برابره شي.
په ورته وخت کې يو شمېر بزګرانو د کرنې له رياست څخه دوی ته د جنراتور، تراکتور او نورو وسايلو مرستې غوښتنه وکړه، چې د ګنيو په کرکيلې او ګوړې توليد کې ور سره مرسته کوي.
ننګرهار ولايت کرنې رئيس سميع الله نصرت وايي، چې په دې ولايت کې اولس سوه هکتاره ځمکه کې ګني کرل کيږي، چې هر کال پنځه نوي ټنه حاصلات لري.
نوموړي ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د ګنيو کروندګرو او د ګاڼيو مسئولينو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

۱۹/۸/۱۳۹۸
د ننګرهار پوهنتون ممتاز محصلين د يوې سترې غونډې په ترڅ کې وستايل شول
د ننګرهار پوهنتون د اړوندو پوهنځيو د تېر سمستر ازموينو ٣٥ تنه غوره او ممتاز محصلين د يوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي او د پوهنتون د ازموينو کمېټې مشر پوهاند احمد ګل واثق د غوره محصلينو ټاکلو پر پروسيجر د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل.
د پوهنتون د ازموینې کمېټې مشر او غړي، د يو شمېر پوهنځيو د ازموينو کمېټو مسؤلين، ١١ تنه ښځينه استادان او اداري کارکوونکي او د ممتازو محصلينو تر څنګ ٨ تنه هغه محصلين، چې د هېواد په کچه يې د ملګرو ملتونو د تمثيل سياليو او د پوهنتون د فعالو وګړو پروګرام په برخه کې لومړي مقامونه خپل کړي وو، په ستاینلیکونو او مډالونو ووياړل شول.
۱۹/۸/۱۳۹۸
ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د امراضو او افاتو د تشخیص په برخه کې نظري او عملي زده کړې ورکړل شوې.
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بوټو د ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي د حفاظه نباتاتو څانګې او د ساینس پوهنځي د بیولوژي څانګې د څلورم ټولګي محصلینو ته د امراضو په اړه عمومي معلوماتو ترڅنګ په آمراضو اخته سمپل برخې څخه د نمونې اخستلو طریقه، سلایډ جوړول ، کلچر، تشخیص ،مختلف النوعه حشراتو نیول، د حشراتو همواره کوونکی بورډ کې تنظیمول او بیا په کلکسیون کی ځای پرځای کولو په اړه معلومات ورکړل شول.

بل لور ته د یاد رياست انجینرۍ ټیم له لوري د بهسودو ولسوالۍ اړوند د اقلیم له کبله د رامنځته کیدونکو خطرونو د کمونې پروژې CDRRP د شنو خونو د پروژو څخه لیدنه تر سره کړه.
په ورته وخت کې کرنې ریاست له لوري د ۱۱ ولسوالیو د کرنیزو خدمتونو مدیرانو سره ۲۱ قلمه د شولو د پروسیس توکو مرسته د زده کړې په موخه وشوه.

۱۹/۸/۱۳۹۸
ننګرهار يو شمېر ولسواليو کې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د زوکړې ورځ په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه.
ننګرهار ولايت سره رود، بهسودو او يو شمېر نورو ولسوالیو کې د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د زوکړې ورځ په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه او په کې د قرانکریم ختم تر سره شو.
په دغه مراسمو کې د ولسوالیو ملکي او نظامي مسئولينو، علماء کرامو، قومي مخورو او د سيمې نورو اوسيدونکو ګډون کړی و.
د مراسمو پر مهال د قران عظيم الشان ختم وشو او نعت ويونکو له لوري په خوږو غږونو سره نعتونه وويل شول.
د غونډې پر مهال ويناوالو د اسلام سپيڅلی پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ټول بشریت لپاره رحمت ياد کړ او زياته يې کړه، چې د هغه په راتګ سره په نړۍ کې د ظلم، بربريت او وحشت تيارې لمنځه يوړل شوې او په ټوله نړۍ کې د سولې، امن او سکون پيغام خپور شو.
۱۳۹۸/۸/۱۸
د هسکې مینې ولسوالۍ ۶۸ شهیدانو کورنیو او ۱۶۹ یتیمانو سره د خوراکي او ژمنيو توکو مرسته وشوه .
د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ جودرې سیمې وروستۍ پېښې ۶۸ شهیدانو کورنیو او ۱۶۹ یتیمانو سره د غوړيو،وړو،وریجو او بېلابېلو ژمنیو توکو برابره شوې مرسته د لړم په ۱۸مه ختیځ کې د ګوزڼ ضد واکسین د دفتر د مشر ډاکټر نجیب الله کاموال په مشرۍ د ګمارل شوي پلاوي له لورې مستحقو کسانو ته ورکړل شوه .
د عامې روغتیا وزارت سلاکار او ختیځ کې د ګوزڼ ضد واکسین د دفتر مشر ډاکټر نجیب الله کاموال وایي، یاده مرسته کې یې ۶۰ زره افغانۍ خپلې او د دفتر همکارانو او ۵۰ زره افغانۍ د کورنیو چارو وزارت تامیناتي معین ریاض الله درمل له لورې مرسته شوې وې،چې پرې یې د جودرې سیمې ۱۶۹ یتیمو ماشومانو ته بوټان،ژمنۍ جامپرې او کالي برابر او وویشل .
هغه زیاته کړه، همدا راز د ملي سوداګر حاجي عزیزالرحمن هډه وال له لورې ورسره د وړو او یو بل سوداګر حاجي حفیظ له لورې ورسره د وریجو او غوړیو مرسته شوې وه چې نن یې د ۶۸ شهیدانو کورنیو ته وویشله او هرې کورنۍ ته یې پنځوس کیلو وړه،لس لیتره غوړي او پنخلس کیلو وریجې ورکړې .
د کاموال په وینا ګڼ شمیر ملګرو سره یې همغږي کړې چې د یادو قربانیانو کورنیو پالنه به د څو کالونو لپاره ترسره کړي .
په همدې حال کې اسحاق چې یو تره او دوه د تره زامن یې په یاده پېښه کې شهیدان شوي وو،د ترسره شویو مرستو څخه مننه وکړه،خو په لا زیاتو مرستو یې د ټینګار ترڅنګ دوی ته د ښوونځي او روغتیایي مرکزونو د جوړیدو او فعالیدو غوښتنه وکړه .
قومي مشر ملک ستارخان او یو شمیر نورو هم په ترسره شویو مرستو خوښي وښوده او هیله یې وښوده چې نور سوداګر او شتمن هم د یادو قربانیانو کورنیو سره مرستې ترسره کړي .
د یادونې وړده چې په جودره کې د پېښې د رامنځته کېدو وروسته د حکومت سربېره ګڼ شمیر خیریه بنسټونو له لورې زیانمنو کورنیو سره مرستې ترسره شوې،خو لا هم ډیری مرستو ته اړتیا لیدل کیږي .
۱۹/۸/۱۳۹۸
شيرزادو ولسوالۍ کې دوه وسله وال طالبان ژوندي ونيول شول
ننګرهار ولايت شیرزادو ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال دوه وسله وال طالبان، چې په ياده ولسوالۍ کې يې تخريبي کړنې تر سره کولې ژوندي نيول شوي دي.
د معلوماتو له مخې ياد وسله وال طالبان د ملکي وګړو موټر څخه په ګټې اخيستنې له سیمې څخه وتل، چې د عمليات کوونکو ځواکونو له لوري د پلټنې پر مهال ونيول شول.
نيول شويو کسانو څخه پوښتنې روانې دي، چې د قانوني اجراتو په موخه به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپيژندل شي.
۱۳۹۸/۸/۱۸
د کوز کونړ ولسوالۍ کوټې تاران سيمې د غر ښويدنې په پېښه کې تېږو لاندې شوي کریم الله جسد د څلورو ورځو هڅو وروسته وموندل شو .
ننګرهار ولایت کوز کونړ ولسوالۍ اړوند کامې پول ته څېرمه د کوټې تاران سیمې د غر ښویدنې په پېښه کې تیږو لاندې شوی جسد د څلورو ورځو سختو هڅو وروسته وموندل شو او د مسؤلینو له لورې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو .
د یاد جسد د ویستلو پر مهال د غر د ښویدو لړۍ په دوامداره ډول جریان درلود او څومره چې تیږې لرې کېدې،هومره نور غر را ښویدو،خو د ننګرهار والي په مشرۍ د ادارې د هڅو په پایله کې نن مازیګر جسد وموندل شو او کورنۍ ته وسپارل شو.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په رامنځته شوې پېښې د خواشینۍ څرګندولو سربېره د سیلاب قول اردو قوماندانۍ، د ولایت مرستیال،کوز کونړ ولسوال،جلال اباد ښاروال،پېښو پر وړاندې د چمتوالي او ټولګټو چارو ادارو او پولیسو څخه مننه وکړه چې په ګډه او په همغږۍ سره یې څو ورځې شپه او ورځ کار وکړ او نن د تیږو لاندې جسد پیدا او خپلې کورنۍ ته وسپاره .
دیرش کلن کریم الله چې اصلاً د کونړ ولایت اوسیدونکی دی او اوس مهال د کوز کونړ په کچړې سیمه کې میشت وو،د مور او پلار یواځینی اولاد وو،خو د یادې پېښې د رامنخته کېدو وروسته ترې یوه میرمن او د یو او نهه کالونو ترمنځ ترمنځ ترې دوه زامن او دوه لوڼې یتیمانې پاتې شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *