۲۱/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې د ځوانانو همغږۍ او مثبت فکر رامنځته کېدو په موخه بېلابېل پروګرامونه تر سره کيږي
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل سره د اطلاعاتو کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستيال محمد اجمل شاه پور د ناستې پر مهال وویل، چې په دې ولايت کې به د ځوانانو همغږي کولو او مثبت فکر رامنځته کېدو په موخه بېلابېل پروګرامونه تر سره کړي.
نوموړي وويل، چې ځوانانو ته به دنده ورکړي؛ ترڅو ولسواليو ته د بېلابېلو موضوعاتو او فرهنګ شريکولو په موخه سفرونه وکړي او په ياده برخه کې يې له ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دوی همدا راز وویل، چې په دې ولايت کې به له مهمو تاريخي او فرهنګي ځايونو څخه ليدنه هم وکړي.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ووویل، چې امنيت، انکشاف، ښه حکومتولي او په ځوانانو کې د مثبت فکري بدلون رامنځته کول يې د ماموريت له مهمو اهدافو څخه دي.
نوموړي د ځوانانو ترمنځ د فرهنګي غونډو او د مثبتو فکرونو رامنځته کېدو په موخه د بېلابېلو پروګرامونو تر سره کول مهم ياد کړل او په ياده برخه کې يې د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستیال ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په دې ناسته کې د پلازمېنې کابل د بېلابېلو ناحيو رضا کاره ځوانانو، د دې ولايت اطلاعاتو او کلتور رئيس رحيم الله خوږياڼي او يو شمېر نورو شتون درلود.
۲۱/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې مروارید کانال د ۷۰۰ سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت رغول کیږي
د ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ کې د مرواريد کانال چې ۱۶ کاله وړاندې رغول شوی و، د ۷۰۰زره امریکايي ډالرو په لګښت يې د بيارغوونې چارې پيلېږي.
د دغه کانال د رغوونې تړون د لړم په ۲۱مه د ننګرهار ولايتي چارواکو او د جاپان د PMS موسسې مسئولينو ترمنځ لاسليک شو.
په همدې موخه جوړ شوي خبري کنفرانس ته د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د مرواريد کانال چې شپاړلس کاله وړاندې د ډاکټر ناکامورا په مشرۍ د PMS جاپانۍ موسسې له لورې رغول شوی و، اوس يې بيارغونې ته اړتيا پيدا کړې ده.
دی وايي، دغه کانال د کونړ له سينده سرچينه اخلي چې شاوخوا دولس نيم کيلومتره په اوږدو کې درې زره هکټاره ځمکه خړوبوي؛ خو اوس د سيند څپو ياد کانال سخت ځپلی دی.
د هغه د معلوماتو له مخې د جاپان د PMS موسسې يو ځل بيا د دغه کانال د رغولو لپاره ۷۰۰زره ډالر ځانګړي کړي چې په څلورو کلونو کې به دا کانال بياورغوي او د وخت له غوښتنو سره سم به يې جوړ کړي.
د PMS موسسې مشر ډاکټر ناکامورا وويل، چې د دغه کانال د بيارغوونې په چارو کې به په مستقيم ډول ۹زره او ۲۸۵ کسانو ته د کار زمينه هم برابره کړي او پر دې سربېره به د اوبو حجم هم ورسره زيات شي.
دی وايي، اوس هڅه کېږي چې کانال ته نوی رنګ او د وخت د اړتياو مطابق نوی ډيزاين هم برابر کړي.
د مرواريد کانال په ۲۰۰۲ کال کې رغول شوی چې د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند ۳۰۰۰ جريبه للمي ځمکه يې خړوبه کړې او خلکو ته يې د ګټې وټې او کروندګرۍ ښې زمينې برابرې کړې دي.
۲۱/۸/۱۳۹۸
ننګرهار والي: د ختيځ زون په کچه د افغانيو دودولو په موخه وروستي او جدي اقدامات تر سره کيږي
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د لړم په ۲۱مه ولايت مقام کې د ولايت مرستيالانو، د ادارو مسئولينو، پوهنتون استادانو، مدني ټولنو استازو، اصنافو مسئولينو او نورو سره د افغانيو بشپړ چلند په موخه ناسته وکړه او زياته يې کړه، چې د ختيځ زون په کچه مسئولینو سره په همغږۍ د افغانيو بشپړ چلند په موخه وروستي او جدي اجرات تر سره کيږي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د افغانيو بشپړ رواجولو په موخه مسئولینو سره په ناسته کې وويل، چې کرنسي د يو هېواد پر سياست، پاليسيو او اقتصاد کې موثر رول لري او هغه وخت را رسيدلی، چې په دې ولايت کې افغانۍ په بشپړ ډول دُود کړو.
نوموړي زياته کړه، چې له نننۍ ناستې څخه يې موخه د افغانیو بشپړ چلند په موخه د نظرونو ټولول، د پلان جوړول او تطبيقول دي.
هغه زیاته کړه، چې په لومړي سر کې به د افغانیو دودولو په موخه عامه پوهاوی، په يو شمېر سکتورونو کې د افغانيو بشپړ چلند، د اسعارو بدلولو ځايونو محدودولو او ښاري نظم رامنځته کولو باندې اجرات وشي او ورپسې به پاتې پلان تطبيق شي.
ننګرهار والي همدا راز وويل، چې ډېر ژر به د ختيځ زون په کچه د افغانيو بشپړ دودلو په موخه د لغمان، کونړ او نورستان واليانو سره ګډه ناسته وکړي، ترڅو د افغانيو چلند ته د زون په کچه بشپړه زمينه برابره شي او په یاده برخه کې به وروستي او جدي اقدامات تر سره شي.
د ولايت مرستیال تميم عارف مومند وويل، چې د افغانيو بشپړ چلند په موخه به لومړی ولسونه په فکري لحاظ اماده کړو او همدا راز د ځانګړي پلان له مخې به ټولو اسعارو ته لاسرسي محدود شي.
د ولايت مستوفي، پوهنې رئيس، افغانستان بانک امر، اقتصاد رئيس، ملي امنيت رياست اقتصاد برخې مسئول، ترانسپورت رئيس او نورو د خپلو خبرو پر مهال په ښوونځيو کې د عامه پوهاوي، په ښار کې يواځې جواز لرونکو صرافانو ته د فعاليت اجازې ورکولو، بېلابېلو برخو کې د افغانیو مروجولو، په تورخم کې هېواد ته داخليدونکو کسانو کرنسي افغانیو ته د اړولو، دولتي مامورنيو له لوري د افغانيو کارولو او نور وړانديزونه او نظرونه شريک کړل.
همدا راز د پوهنتون استادانو او مدني ټولنو استازو محمد بشير دوديال، محمد زبير نعمان، عبدالله نظامي، ډاکتر خالز او د صرافانو اتحاديې رئيس د خپلو خبرو پر مهال محصلينو ته د افغانيو دودلو په موخه د ورکشاپونو پر جوړولو، د کلدارو په افغانيو اړولو، د وړو افغانیو ډيرولو، د افغانیو تبادله بانکولو ته د سپارلو، ټکس کمولو، سيمه ييزو رسنيو له لارې د عامه پوهاوي، بانکونو بازار سره په رقابت پيلولو او يو شمېر نورو برخو کې د اجراتو تر سره کولو په موخه نظرونه وړاندې کړل.
د دې ناستې پر مهال پريکړه وشوه، چې د افغانيو دودلو په موخه به ټولو مسئولينو او اقشارو سره په مشوره يو جامع پلان جوړيږي، چې د ختيځ زون په کچه به د يادو ولايتونو مسئولینو سره په همغږۍ تطبيق شي.
۲۱/۸/۱۳۹۸
سږکال ننګرهار کې د نږدې ۳۰ ميليارده افغانيو پروژې تر کار لاندې دي
د ننګرهار والي وايي، په دغه ولايت کې د امنيتي ساحو له پراخوالي سره د بيارغونې لړۍ هم چټکه شوې چې همدا اوس د نږدې ۳۰ ميليارده افغانيو په لګښت ګڼې پروژې تر کار لاندې دي.
شاه محمود مياخېل دا څرګندونې د لړم په ۲۱مه دغه ولايت کې د چارواکو له لورې خلکو ته د خپلو کارونو د حساب ورکوونې په يوه غونډه کې وکړې.
ياده غونډه په ننګرهار کې د ولسي ملاتړ دفتر له لورې جوړه شوې وه، چې د يو شمېر دولتي ادارو رئيسانو په کې د خپلو يو کلونو فعاليتونو په تړاو خلکو ته معلومات ورکړل او د راتلونکي کال لپاره يې ورسره خپل پلانونه شريک کړل.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل هم په ياده غونډه کې خلکو ته ويناوکړه او ټينګار يې وکړ چې په خپل شاوخوا لس مياشتنۍ کاري دوره کې يې ډيره توجه د ولسواليو امنيتي وضعيت ښه والي ته کړې ده.
دی وايي، په شلو ولسواليو کې د امنيت له راتګ سره د رغنيزو چارو لړۍ هم چټکه شوې چې د نږدې ۳۰ ميليارده افغانيو په لګښت پروژې تر کار لاندې دي.
والي زياته کړه: ((دا د کانال له پروژې نه په ننګرهار کې دا لويه ابادي او د رغونې کارونه دي چې روان دي، په دې کې ۲۰۸ بابه مکتوبونو ودانۍ دي، د زر بستريز روغتون کارونه دي، د ولسواليو کلينکونو کې انتظار خونې او نورې ډيرې مهمې پروژې په کې شامل دي.))
ننګرهار کې د ولسي ملاتړ پروګرام مشر سيدالرحمن مومند وويل، له دغه پروګرام موخه د ولس او چارواکو تر منځ د اړيکو پراختيا او د هغوی له کارونو څخه د ولس خبرول دي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئيس سميع الله نصرت وويل، سږکال دغې ادارې ۳۷ پروژې پلې کړي چې د کرنې، مالدارۍ، باغدارۍ او نورو برخو اړوند دي او راتلونکي کال کې هم ۳۳۳ ميليونو افغانيو په لګښت ګڼې پروژې پلان شوې دي.
د دغه ولايت د ټولګټو چارو رئيس انجينر حامد ضياء بيا وويل، پلان کې لري چې راتلونکی کال د دغه ولايت د ټولو ولسواليو لارې چې پخوا جوړې او قير شوي، ترميم او بيارغونې چارې يې ترسره کړي.
ده زياته کړه: ((د تورخم جلال اباد دويم لين سړک چې د پاکستان هېواد له لورې جوړېږي او له تېرو څو کلونو راهېسې يې کارونه نيمګړي دي، اوس موږ له پاکستانيو چارواکو سره خبرې شروع کړي که هغوی يې نه جوړوي؛ نو وزارت ورته خپله بوديجه پيدا کوي او خپله يې رغوي.))
د کانال رئيس پرويز علي هم وويل، چې سږکال دغه اداره توانېدلې چې د امنيت په پراختيا سره يو شمېر پروژې پلې او عوايد له سل فيصدۍ هم لوړ کړي او راتلونکي کال ته هڅه کېږي چې دغه اداره انکشافي بوديجه په حکومت منظور کړي.
غونډې ته راغليو يو شمېر قومي مشرانو د دا ډول غونډو جوړېدل ګټور وبلل او ټينګار يې وکړ چې دا ډول غونډې بايد دوامداره او د ټولو ادارو رييسان په کې برخه واخلي.
د کوټ ولسوالۍ قومي مشر ملک حمد الله وويل، د دغې ولسوالۍ خلک چې پخوا داعش وسله والو سخت ځپلي و اوس ورته د ولايتي ادارې پاملرنه زياته شوې او ګڼې رغنيزې پروژې په کې پيل شوې دي.
د کامې ولسوالۍ قومي مشر رحمان الله دل اغا بيا د دا ډول غونډو جوړېدل د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن لمنځه وړلو لپاره ګټور ياد کړل او غوښتنه يې وکړه چې راتلونکي کې هم دا ډول غونډې دوام پيدا کړي.
۱۳۹۸/۸/۲۱
ننګرهار والي د مومندرې ولسوالۍ د مخورو امنیتي او یو شمیر نورې ستونزې واوریدې.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د لړم په ۲۱مه ولایت مقام کې د مومندرې ولسوالۍ د مخورو سره په لیدنه کې د دوی ټولنیزې او امنیتي ستونزې د حل په موخه واوریدې .
نوموړي د مومندرې ولسوالۍ د خلکو څخه مننه وکړه چې د امنیت په تامین او نورو برخو کې د حکومت سره همکار دي او په یاده ولسوالۍ کې د سیمه ییزې اردو د جوړیدو،پوستو تغیراتو او یو شمیر نورو امنیتي موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې او بحث وکړ .
د یادې لیدنې پر مهال د مومندرې ولسوالۍ مخورو یو شمیر نورې ستونزې هم شریکې کړې چې د ننګرهار والي له لورې د قانون په چوکاټ کې د حل ډاډ ورکړل شو.
۲۱/۸/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت مرستيالې د بېلابېلو قشرونو ستونزې او غوښتنې د حل په موخه واوريدې
ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د لړم په ۲۱مه ولايت مقام کې د بېلابېلو قشرونو ستونزې او غوښتنې د حل په موخه واوريدې او ډآډ يې ورکړ، چې د ستونزو په حل کې به يې د قانون له مخې اجرات تر سره کړي.
د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ له يادو ټولو مشتريانو څخه عرايض د قانوني مراحلو طی کولو په موخه ترلاسه کړل او ډاډ يې ورکړ، چې ستونزو حل ته به يې جدي پاملرنه وکړي.
د ولايت مرستيالې همدا راز د بېلابېلو ادارو مسئولينو ته د يادو مشتريانو د ستونزو په حل کې د جدي اقدماتو سپارښتنه وکړه، چې مسئولينو له لوري ورته د اجراتو ډاډ ورکړل شو.
د ننګرهار پوهنتون د خزاني سمستر منځنۍ ازموينې پيل شوې
د ننګرهار پوهنتون اړوندو پوهنځيو کې د روان خزاني سمستر منځنۍ ٢٠ فيصده ازموينې د لړم په شلمه پيل شوې.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي د ازموينو کمېټې د غړو په ملتيا د يادو ازموينو نه د ليدنې پر مهال د پوهنځيو استادانو او مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه، چې منځنۍ ازموينې هم بايد د سمستر د نهايي ازموينو په څېر په پوره روڼتيا او شفافيت واخيستل شي.
نوموړي لارښوونه وکړه چې د ازموینې پايلې په خپل وخت له محصلينو سره شريکې کړي چې د هغوى له خوا ورته په اړونده برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
۲۲/۸/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې زرګرۍ صنف لپاره ټاکنې وشوې
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په لارښوونه جلال اباد ښار زرګرانو صنف لپاره د مشر ټاکلو په موخه ټاکنې وشوې، چې حاجي ممتاز د ۱۹۱ رايو په ترلاسه کولو سره د یاد صنف د مشر په توګه وټاکل شو.
جلال اباد ښاروال روح الامين حسن وايي، چې د رايو پروسه يې د ټاکنو ګډ پلاوي سره په همغږۍ په شفاف ډول پرمخ يوړه، چې په ترڅ کې يې ۲۲۴ جواز لرونکو هټيوالو دوو کانديدانو حاجي ممتاز او معشوق خان په ګټه رايې وکارولې، چې د دوو باطلو او دوو سپينو رايو په لرې کولو سره حاجي ممتاز د ۱۹۱ رايو په اخیستو د ياد صنف مشر وټاکل شو.
نوموړي د ګډ کمیسون ولایت مقام ، عدلې، ملي امنیت، امنیه قومندانۍ او ټاکنو خپلواک کمیسون مسئولینو څخه مننه وکړه، چې په شفاف او منظم ډول یې ټاکنې تر سره کړې.
هغه نوي ټاکل شوي مشر ته د مبارکۍ تر څنګ سپارښتنه وکړه، چې د یاد صنف د ټولو هټیوالو سره دې د هغوی د ستونزو په حل کې د عدالت له مخې چلند وکړي او د هر رازقانوني همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
د زرګرانو په مشرۍ حاجي ضمیر جلال اباد ښاروال او ګډ کمیسون له ټولو استازو مننه وکړه، چې تر پایه یې د ټاکنو پروسه په ښه ډول سرته ورسوله او د ټولو زرګرانو په استازيتوب يې له ټاکنو بشپړ رضایت وښود.
۲۲/۸/۱۳۹۸
د ترویج ساحوي کارکووونکو، مخکښو او عامو بزګرانو ته کرنیزو چارو ورکشاپ پیل شو.
د ننګرهار کرنې رياست په چوکاټ کې د اقليم د تغير له کبله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو پروژې (CDRRP) له لوري د ترویج ساحوي کارمندانو، مخکښو او عامو کروندګر د شنو خونو مديريت، قطريي اوبخورسيستم، د سبزيوچيله سيستم، د نرسرۍ مديريت، کمپوست او د خوراکي توکو پروسس برخو کې په درې مرحلو کې روزل کيږي.
لومړۍ مرحله د علمي او مسلکي کادرونو او استادانو لخوا به د پروژې اړوند کارمندان او د کرنې رياست د ترويج د بهسودو، کوز کونړ او کامې ولسواليو کارمندان و روزل شي.
په دویمه مرحله کې به دغه روزل شوي کارمندان مخکښو بزګرانو ته د ولسواليو په کچه روزنه ورکوي او په درېيمه مرحله کې به مخکښ بزګران په کليو کې عامو بزګرانو ته روزنه ورکوي.
دغه روزنيز پروګرام به شاوخوا دوه مياشتې دوام وکړي او د ذکرشویو لسواليو په پنځلس کليو کې به پر مخ ولاړ شي.
۲۲/۸/۱۳۹۸
د ننګرهار پوهنتون د استادانو اتحاديې ټاکنې ترسره شوې
د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل سيد احمد هاشمي د دې پوهنتون د استادانو له خوا د راتلونکو درېوو کلونو لپاره د استادانو اتحاديې د رئيس په توګه وټاکل شو او د مخکېني رئيس پوهاند احمد ګل واثق د کړنو تقدير او ستاينه وشوه.
په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د امام ابوحنيفه (رح) په تالار کې ټاکنيزه غونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون د مشرتابه سربېره پکې د بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو او سلګونو تنو استادانو برخه لرله.
د اتحاديې رياست ته د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل سيد احمد هاشمي او د طب پوهنځي استاد پوهنوال ډاکتر محمد آصف کانديد وو، چې پوهنوال ډاکتر محمد آصف له خپلې کانديداتورۍ تېر او ښاغلى پوهنمل سيد احمد هاشمي د استادانو له خوا د رايو په يووالي د راتلونکو درېوو کلونو لپاره د نوموړې اتحاديې د رئيس په توګه وټاکل شو.
غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د اتحاديې د مخکېني رئيس پوهاند احمد ګل واثق کړنې وستايلې او زياته يې کړه، چې نوموړي د استادانو د انسجام، يووالي او د هغوى د حقوقو نه د دفاع په برخه ډېرې هلې ځلې وکړې.
پوهاند بهسودوال د پوهنتون له استادانو مننه وکړه، چې په پوره اتفاق او يووالي سره يې خپل مشر وټاکه او دغه راز يې د اتحاديې نوي منتخب رئيس پوهنمل سيد احمد هاشمي ته مبارکي وويله او نوموړى يې د مشرتابه او زعامت لپاره وړ شخص وباله.
د غونډې په پاى کې د ننګرهار پوهنتون د استادانو اتحاديې نوي منتخب رئيس پوهنمل سيد احمد هاشمي وينا وکړه او له استادانو يې مننه وکړه، چې په ده يې ددې ستر مسؤليت باور وکړ.
ښاغلي هاشمي ژمنه وکړه، چې د پوهنتون د ادارې سره په ګډه به د استادانو د حقوقو نه دفاع او د پوهنتون د پرمختګ او انکشاف لپاره هلې ځلې وکړي.
۲۱/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې د کاسا زر پروژې په مسير کې د ماينونو موندلو او لمنځه وړلو چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولايت اړوند د کاسا ۱۰۰۰ پروژې ټاورونو د DE MINING (ماينپاکۍ) پروسه د جلال اباد ښار اتمې ناحيې څخه پيل شوه.
د برېښنا شرکت مسئولينو د معلوماتو له مخې د دې پروسې په ترڅ کې به د ټولو ټاورونو ځمکه وپلټل شي، تر څو د ماينونو د موجوديت په صورت کې ماينونه له منځه يوړل شي او په آينده کې د کار په جريان کې کومه بده پېښه رامنځته نشي.
د يادونې وړ ده، چې د ځينو پلټل شوو ټاورونو په ځمکه کې ماينونه هم پېدا شوي دي او په مصؤن ډول لمنځه وړل شوي دي.
د ماينونو پيدا کولو او لمنځه وړلو چاره به په کامې، ګوشتې، لعلپورې او مومندرې ولسواليو کې هم تر سره شي.
۲۱/۸/۱۳۹۸
ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري يو شمېر فرهنګيان وستایل شول
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري یو شمېر مخکښو رسامانو او خطاطانو ته له دې ریاست سره دښې همکارۍ په پار ستاینلیکونه ورکړل شول
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس رحیم الله خوږياڼي له ټولو هغو فرهنګیانو، خطاطانو او رسامانو مننه وکړه، چې د درېو زونونو د والیانو په ګډون د غوره طرحو وړاندې کولو په کنفرانس کې یې خپل فرهنګي مسوولیت په ښه توګه تر سره کړې و.
دغه شمېر ستاینلیکونه د رسامانو د اتحادیې مشر استاد شېررحمان، استاد ایوبي، استاد پرواز، استاد ثاقب او د اطلاعاتو امر شېرشاه همدرد، د فرهنګ امر سیدامرالله امېد او د افغان فلم مدير ښاغلي محمد شاه مجروح ته ورکړل شول، چې په مننې او کور ودانۍ سره ومنل شول.
۲۱/۸/۱۳۹۸
سپين غر ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پيل شوې
ننګرهار ولايت سپين غر ولسوالۍ اړوند چهل ګزي بابا سيمه کې د شل لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د معلوماتو له مخې نن د کوټ او روداتو ولسواليو ځوانانو ترمنځ لوبه تر سره شوه، چې د کوټ لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.
له دې لوبو څخه موخه ځوانانو ترمنځ د خپلمنځي همغږۍ او همکاريو روحيې پياوړي کول دي.
۲۱/۸/۱۳۹۸
اچين ولسوالۍ کې شپږ داعش وسله وال ووژل شول
ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ مامندرې سيمه کې د داعش وسله والو پر پټنځايونو د توغندیو بریدونه شوي، چې په ترڅ کې يې شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي.
په اچين ولسوالۍ کې د داعش وسله والو ځپلو په موخه د ګډو ځواکونو عمليات جريان لري، چې له امله يې زياتې سيمې د دوی له شتون څخه پاکې شوي دي.
همدا راز په ورته وخت کې ډله – ډله داعش وسله وال، چې ښځې او ماشومان هم ور سره دي حکومت ته تسليميږي او دا لړۍ دوام لري.
ننګرهارولايت رسنيو_دفتر