۱۳۹۸/۸/۲۶
نګرهار کې د نږدې ۴ سوه میرمنو او ماشومانو په ملتیا ۲۲۵ داعش وسله وال تسلیم شول .
چارواکي وایي په ننګرهار ولایت کې د وروستیو عملیاتو له امله د ملي امنیت په هڅو په تېرو دوو اونیو کې ۲۲۵ داعش وسله وال تسلیم شوي چې له دوی سره ۱۹۰ میرمنې او ۲۰۸ تنه ماشومانو هم شتون درلود .
دوی وايي په تسليم شويو کسانو کې ګڼ شمیر یې د پاکستان او نورو بهرنيو هيوادونو اوسېدونکي دي چې اوسمهال د ملي امنيت تر تحقيقاتو لاندې دي.
د دغو وسله والو له ډلې ۱۹۰ تنه يې د لړم په ۲۶مه د ننګرهار ولايت ملي امنيت رياست په انګړ کې خبريالانو ته وروښودل شول.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل چې په همدې موخه جوړ شوي کنفرانس ته يې خبرې کولې وويل، تر اوسه ټول ۲۲۵ تنه داعش وسله وال ملي امنيت او نورو ارګانونو ته تسليم شوي چې له دوی سره ۱۹۰ تنه مېرمنې او ۲۰۸ ماشومان هم شامل دي.
د هغه د معلوماتو له مخې د تسليم شويو کسانو له ډلې ۸۷ تنه نارينه يې د بهرنیو هيوادونو دي چې زياتره د پاکستان هيواد پورې اړوند دي.
ښاغلي میاخېل وویل،د داعش ډلې تسلیم شوي افغانان به خپلو سیمو ته د ژوند کولو په موخه ولیږل شي،هغه چې د داعش په لیکو کې بهرني اتباع دي،مرکزي اداره به د هغوی په اړه تصمیم نیسي،خو د اورکزۍ ایجنسۍ اړوند تسلیم شویو کسانو په اړه مرکز کې بحث کیږي او که د یادې سیمې مشران مراجعه وکړي،نو دوی به ورته تسلیم شوي کسان،د هغوی میرمنې او او اولادونه وسپاري.
کنفرانس ته د خبرو پرمهال په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالهادي ترين وويل، د دغو وسله والو د تسليمېدو لوی لامل په شينوارو او شيرزادو ولسواليو کې د ګډو افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو عمليات او په دغو عملياتو کې د وسله والو ځپل او پرې د اکمالاتي لارو تړل دي.
د ننګرهار د ملي امنيت رييس ډګرجنرال نظر علي واحدي بيا په تسليم شويو وسله والو کې د ډيرو پاکستانيانو موجوديت ته اشارې سره وويل، چې که پاکستان او په ځانګړي توګه د دغه هيواد استخباراتي اداره نه غواړي چې د جګړې اور يې کور ته داخل شي؛ نو بايد په افغانستان کې له دا ډول کارونو لاس واخلي.
هغه زياته کړه: (( زه د پنجاب ادارې ته وايم، تر څو پورې افغانان وژنئ، افغانان به مړه شي خو ستاسې غلامي به ونه مني، دا د زمرو وطن دی، دلته يو ډير مېړنی غښتلی اردو او پوځ موږ لرو، او دا اور به د دوی لمنې ته هم انشاء الله رسېږې.))
ننګرهار امنیه قوماندان ایمل نیازي وویل، د دې ولایت د خلکو له همکارۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، امنیتي ارګانونه یې د ولس سره د شوې ژمنې له مخې د پلان مطابق اقدامات کوي .
د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد،قومي مشر ملک شاه زمان او مدني فعال رئیس خان غرني، د مرکزي ادارې د ملاتړ او ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي ارګانونو د همغږۍ او لاسته راوړونو څخه ستاینه وکړه او پر ټولو مخالفینو یې غږ وکړ چې د پردیو لپاره کار ونکړي او د ټوپک په کېښودلو سره د خپل وطن د ابادۍ او سوکالۍ په موخه ګامونه واخلي .
دوی زیاته کړه، په امنیتي ځواکونو ویاړو او له مرکزي ادارې څخه یې وغوښتل چې د زیاتو لاسته راونو له امله دې په امنیتي برخه کې د ننګرهار ولایتي اداره تقدیر کړي
تسليم شويو وسله والو که څه هم په خپلو تېرو فعاليتونو پښېماني څرګندوله؛ خو ټينګار يې درلود چې امنيتي ځواکونو پرې ساحه راتنګه کړې وه؛ ځکه دولت ته تسليم شول.
د پاکستان د قبايلي سيمې تيرا اوسېدونکی عبدالمالک وايي، په خپله سيمه کې به ورته پنځه وخته د پاکستاني ملايانو له لورې په دافغانستان کې د جهاد دعوت کېده او ورته به ويل کېده چې دلته بهرنيان دي او جهاد رواه دی.
يو بل تسليم شوی رحمت الله چې د پاکستان د اورکزو سيمې اوسېدونکی دی، وايي، په دې وروستيو کې پرې امنيتي ځواکونو ساحه ډيره تنګه کړې وه او حتی د خوراکي توکو مخه يې هم ورډپ کړې وه نو ځکه حکومت ته تسليم شول.
د یادونې وړده چې په وروستیو کې د پراخو عملیاتو له امله په داعشیانو ساحې را تنګې او هره ورځ په لسګونو تنه له خپلو وسلو،میرمنو او ماشومانو سره امنیتي ځواکونو ته تسلمیږي .
۲۶/۸/۱۳۹۸
د ننګرهار کرنې رئيس انجينر سميع الله نصرت د جنازې لمونځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې اداء او په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
ننګرهار ولايت کرنې رئیس انجينر سميع الله نصرت د جنازې لمونځ د جلال اباد ښار شیرزي لوبغالي کې د ننګرهار والي، د ولايت مرستيال د دې ولايت ادارو مسئولينو، علماء کرامو، مخورو او ګڼ شمېر نورو په برخې اخيستنې سره اداء او په بټي کوټ ولسوالۍ کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د اروښاد انجينر سميع الله نصرت مړينه د دې ولايت په اداره کې لويه ضايعه وبلله، مرحوم ته يې د مغفرت، کورنۍ غړو او ټولو همکارانو ته يې د جميل صبر هيله وکړه.
نوموړي وویل: ((شهيد نصرت څو مياشتې وړاندې له زابل څخه ننګرهار ته د کرنې رئیس په توګه بدل شو په پيژند غونډه کې يې را سره ژمنه وکړه، چې ننګرهار ته به صادقانه خدمت کوي؛ خو نن يې لاره بېله کړه او شهيد شو…))
هغه زياته کړه، چې اروښاد پخوا د ننګرهار اقتصاد رئيس او نورو برخو کې هم دندې تر سره کړې وې، چې له کړنو او چلند څخه يې ولسونه خوښ و.
ننګرهار والي ولسونو سره د شهيد نصرت د نيک چلند، کار ته ژمنتيا، صداقت، ایماندارۍ او خلوص ستاينه وکړه او د الله ج څخه يې ورته د اخروي سفر اسانتيا غوښتنه وکړه.
د کانال رئيس پرويز علي د کرنې وزير نصير احمد دراني پيغام ولوست، چې په کې د مرحوم د کړنو ستاینه، اروښاد ته د مغفرت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله شوې وه.
د مرحوم سميع الله نصرت د کورنۍ غړو له ننګرهار والي، کرنې وزير او د جنازې له ټولو ګډونوالو مننه وکړه، چې په جنازه کې يې ګډون وکړ او دوی ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړل.
مرحوم انجينر سميع الله نصرت چې علمي کدر و، کالونه – کالونه يې په ننګرهار او د هېواد نورو ولايتونو کې بېلابېلو دولتي بستونو کې دندې تر سره کړې وې او هېوادوالو ته يې تر نن ورځې د خدمت وياړ درلود.
له اروښاد څخه دوه زامن او شپږ لوريانې پاتې شوې او هغه نن په داسې حال کې، چې له جلال اباد څخه کابل پر لور يو رسمي سفر په موخه په خپل موټر کې روان و د لغمان په سرخکانو سيمه کې په يوې ترافيکي پېښه کې شهيد شو، د جنازې لمونځ يې د جلال اباد شيرزي لوبغالي کې تر اداء کېدو وروسته د بټي کوټ ولسوالۍ سی پای سيمې خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
روح يې ښاد او ياد يې تلپاتې
۲۶/۸/۱۳۹۸
ننګرهار پوهنتون کې د اسعارو چلښت او ستونزو په اړه علمي کنفرانس تر سره شو
ننګرهار پوهنتون کې د لړم په ۲۶مه په کورنيو بازارونو کې د اسعارو چلښت، ستونزې او حل لارې تر سرليک لاندې يو ورځنی علمي کنفرانس تر سره شو.
د ياد کنفرانس پر مهال ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې په هېواد کې د کلدارو بنديدل، د جګړې بنديدل او د انکشاف رامنځته کېدو په معنی دي او ختيځوال بايد د افغانيو بشپړ چلښت په موخه ايماني او اسلامي مسئوليت تر سره کړي.
نوموړي وويل، چې ډېر ژر به د ختيځ زون مسئولينو سره په همغږۍ په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو کې د افغانيو بشپړ چلند په موخه په يو ځل سره اقدامات پيل شي.
هغه زياته کړه، چې په بهرنيو هېوادونو کې د اسعارو تبادله يواځې په بانکونو کې کيږي؛ خو زمونږ په هېواد کې لا هم په غير قانوني ډول په هر ځای کې د اسعارو تبادلې کيږي، چې دې کړنې د افغانيو بشپړ چلښت پر وړاندې ستونزې پيدا کړي دي.
ننګرهار والي وايي، چې د افغانيو ارزښت هله زياتيږي، چې په روزمره راکړه ورکړه کې يې کارول زيات شي او ډېر ژر به يې د بشپړ کارولو په برخه کې ټول قشرونه په جدي ډول عملاً کار پيل کړي.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال وويل، چې نننی کنفرانس د اقتصاد پوهنځي په زيار جوړ شوی، چې موخه يې په کورني بازار کې د افغانيو چلښت، ستونزې او حل لارو باندې خبرې کول دي.
نوموړي وويل، چې افغانۍ ملي هويت دی او د بشپړ چلند په موخه يې دوی طرحې جوړې کړي، چې د کنفرانس پرمهال به ګډونوالو سره شريکې شي.
په ننګرهار کې د افغانستان بانک رئيس احمدزي توحيديار وويل، چې د افغانيو بشپړ چلند په هغه صورت کې ممکن دی، چې د کلدارو مخنيوی وشي، پلور او پيرودنه په افغانيو تر سره شي.
نوموړي د افغانيو کارول او ګرځول د پاسپورت او تذکرې په څېر اړين وبلل او له هېوادوالو يې غوښتنه وکړه، چې د دغه ملي هويت او سند معتبر کولو کې خپل رسالت اداء کړي.
هغه د ننګرهار پوهنتون له مسئولینو او استادانو غوښتنه وکړه، چې يوه جامع طرحه ور سره شريکه کړي، ترڅو په پلې کولو سره يې د کلدارو مخنيوی وشي او د افغانيو بشپړ چلند ته زمينه برابره شي.
په دې کنفرانس کې د اقتصاد پوهنځي استادانو او نورو له لوري د کلدارو مخنيوي او افغانيو بشپړ چلند په موخه جوړې شوې طرحې هم ګډونوالو سره شريکې شوې، چې له مخې به يې يوه غوره طرحه د پلې کېدو په موخه وټاکل شي.
په ياد کنفرانس کې د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو استادانو، محصلينو او نورو ګډون کړی و.
۲۶/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې د ۱۸۰ ميليونه افغانيو په لګښت د ۶.۷ کيلومتره سړکونو جوړولو چارې پيل شوې.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د يو شمېر مسئولينو په ملتيا د لړم په ۲۶مه سره رود ولسوالۍ کې د ۱۸۰ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د ۶.۷ کيلومتره په اوږدوالي د دوو سړکونو د جوړولو چارو پرانيسته وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د پرانیستې په مراسمو کې وويل، چې د سره رود ولسوالۍ اړوند له ډرونټې څخه تر هجرت کلي پورې د ۴.۵۸ او له ډرونټې څخه تر سرخاب پُل پورې ۲.۶۸ کيلومتره په اوږدوالي دوه سړکونه د ترانسپورت وزارت په ۱۸۰ ميليونه افغانیو لګښت جوړيږي.
نوموړي وويل، چې د دغه سړکونو جوړيدو چارې په اتلس مياشتو کې تر سره کيږي، چې په اوږدو کې به يې پنځه ويشت پلچکونه او شپږ واشتونه هم جوړ شي.
ننګرهار والي وويل، چې د سړکونو په جوړيدو سره اوږدمهاله سهولتونه ، امنيت او انکشاف رامنځته کيږي او بايد ولسونه د ټولګټو پروژو په پلې کېدو او ساتنه کې همکاري وکړي.
د سړکونو ساتنې او څارنې رئیس انجينر حامد ضیاء وويل، چې له ډرونټې څخه تر هجرت کلي پورې سړک د جوړولو چارې پخوا پلان شوې وې، خو اوس يې د سرخاب سړک سره چارې يو ځای عملاً پيل شوې.
د سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې د سړکونو د جوړيدو له چارو څخه به په دوامداره ډول څارنه وکړي.
د بارک دراني شرکت مسئول احمد الله هلالي، چې د ياد سړک د جوړولو چارې ورسپارل شوي ډاډ يې څرګند کړ، چې د سړکونو جوړولو چارې به د انجينرۍ معيارونو له مخې پرمخ يوسي.
د سره رود ولسوالۍ قومي مشر عبدالرحمن شمس له ننګرهار والي مننه وکړه، چې د يادو سړکونو په جوړولو کې يې جدي هڅې تر سره کړې، نوموړي د يادو سړکونو په جوړولو کې مسئولينو سره د همکارۍ تر سره کولو ډاډ ورکړ.
۲۶/۸/۱۳۹۸
ننګرهار والي د نجونو ليلې د ودانۍ له چارو څارنه وکړه
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د لړم په ۲۶مه ننګرهار پوهنتون کې د نجونو ليلې د جوړيدو له چارو ليدنه او څارنه وکړه.
نوموړي د پوهنتون مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د ليلې د جوړيدو له چارو دوامداره څارنه وکړي، ترڅو په ټاکل وخت او ښه کيفيت سره جوړه شي.
هغه همدا راز د تر سره شويو کارونو ښه ارزونه وکړه او د شرکت مسئولينو ته يې هم د کارونو په ښه ډول تر سره کېدو کې سپارښتنې وکړې.
ننګرهار والي همدا راز په ورته وخت کې د پوهنتون رئيس او استادانو سره د دوی د يو شمېر ستونزو او غوښتنو اوريدو او حل په موخه ناسته وکړه، چې مسئولينو ته يې په ټولو چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د خواشينۍ پيغام
په سختې خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې زموږ يو پياوړی او په کار پوه همکار، د ننکرهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس انجينر نصرت نن سهار وخته د کابل _ جلال اباد پر لويه لاره د سرخکانو په سيمه کې په يوې ترافيکي پېښه کې په شهادت ورسيد .
انا لله وانا اليه راجعون
په حقيقت کې د شهيد نصرت پر مړينه سخت خواشينی يم ،دالفاظو کارول راته سخت دي، مړينه يې د ادارې او وطن لپاره ستره ضايعه ده.
ارواښاد ته فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کوم .
روح دې ښاد وي
شاه محمود مياخېل
د ننګرهار والي
افغان ځواکونه: د داعش اسير شويو مېرمنو او بچيو سره د ترحم له مخې چلند کوو
ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو مسئولين وايي، چې د داعش ډلې تسليم شويو او اسيرو مېرمنو او ماشومانو سره د اسلامي او افغاني اُصولو له مخې چلند کوي.
دوی وايي، چې د عملياتو پر مهال د تېرو دريو اوونيو راهیسې ورته سلګونه داعش وسله وال د سلګونه ښځو او ماشومانو سره يو ځای تسليم شوي دي، چې د يو شمېر مېرمنو او ماشومانو ميړونه او پلرونه په جګړه کې وژل شوي دي.
امنيتي مسئولين وايي، چې په اچين ولسوالۍ کې د سختې جګړې، محاصرې او يخنۍ له امله داعش وسله وال د دفاع او تېښتې لار نلري؛ نو ځکه تسليميږي.
دوی وايي، چې د تسليم او اسير شويو داعش وسله والو ښځو او ماشومانو سره د اسلامي اُصولو له مخې چلند او بشري ښېګڼې کوي.
بل لور ته د د اعش وسله والو مېرمنې خپل ميړونه ظالمان او ناپوه ګڼي او وايي، چې په غلطه او ناروا جګړه کې يې نه يواځې د دوی او اولادونو ژوند خراب کړ؛ بلکې نورو بې ګناه مسلمانانو سره يې هم زياتی وکړ.
دوی د تسليمۍ پر مهال له افغان امنيتي ځواکونو څخه د ترحم هيله کړې او وايي چې په ظلم او جبر د جګړې ميدان ته راوستل شوي و.
د داعش وسله والو د تسليميدو لړۍ او عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
۲۶/۸/۱۳۹۸
د ننګرهار حوزې برېښنا شرکت رئيس انجينر اکرام الله عابد د شيخ مصري صنعتي پارک له صنعتکارانو سره د هغوي د ستونزو د حل په موخه وليدل.
په دې ليدنه کې صنعتکارانو يو لړ ستونزې شريکې کړې چې د حوزې رئيس ورته د ژر حل کېدو ډاډ ورکړ.
همدا راز د ننګرهار برېښنا حوزې رئيس، عملياتي مرستيال او د همېشه بهار سب سټېشن مدير ته سپارښتنه وکړه چې د صنعتکارانو مشکلات حل کړي.
ياده دې وي چې په دې وروستيو کې د ننګرهار برېښنا مسئولينو په هلو ځلو د شيخ مصري په صنعتي پارک کې د صنعتکارانو د ستونزو د ژر حل کېدو په موخه نوی برج هم فعال شوی.
دغه راز يو تن ارتباطي کارمند هم پيژندل شوی چې د شيخ مصري صنعتي پارک د صنعتکارانو ستونزې په وخت د حوزې له رهبرۍ سره شريکې کړي.
۲۶/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې ۷۲ داعش وسله وال د ۱۷۲ ښځو او ماشومانو سره تسلیم شول.
ننګرهار ولايت اچين او هسکې مېنې ولسواليو کې تېره شپه د داعش ۷۲ غړي د ۷۶ مېرمنو، ۹۶ ماشومانو او يو شمېر وسلو سره امنيتي ځواکونو ته تسليم شول.
د اچين ولسوال عاشق الله سادات وويل، چې په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې امنيتي ځواکونو ته په دې ولسوالۍ کې ۶۹ داعش وسله وال د شپږ اويا مېرمنو او شپږ نوي ماشومانو سره تسليم شوي دي.
د هسکې مېنې ولسوال وايي، چې دوی ته هم په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې درې داعش وسله وال تسليم شوي دي.
يادو داعش وسله والو امنيتي ځواکونو ته خپلې يو شمېر وسلې هم سپارلي دي او اټکل کيږي چې ګڼ شمېر نور داعش وسله وال به هم حکومت ته تسليم شي.
د تېرې يوې اوونۍ راهيسې سلګونه داعش وسله وال د ګڼ شمېر مېرمنو، ماشومانو او وسلو سره امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.
۲۶/۸/۱۳۹۸
کامې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو دښمني په دوستۍ بدله شوه
ننګرهار ولايت کامې ولسوال شريف الله فضلي له لوري د قومي مخورو په هڅو کامې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ خپلمنځي دښمني په دوستۍ بدله شوه.
د ادعا له مخې د قتل په تور د يوې کورنۍ دوه غړي بنديان شوي و، چې د مقتول او په قتل تورنې کورنۍ غړو له شپږو مياشتو راهيسې يو بل سره شخړې درلودې.
په ياده موده کې دواړه کورنۍ زيانمنې شوې وې او د دښمنۍ اوږديدو ويرې شتون درلود، چې په پای کې د ولسوال او قومي مخورو له لوري شخړه د اسلامي شريعت له مخې حل شوه.
د دواړو کورنيو غړو يو بل ته بښنه وکړه او ژمنه يې کړې، چې له دې وروسته به يو پر بل هيڅ ډول تيری نه کوي.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د ننګرهار په ګڼ شمېر سيمو کې ولسوالانو له لوري خپلمنځي شخړې په دوستۍ بدلې شوي دي.
خراسان پوهنتون واليبال ټيم د سپورت اوونۍ د واليبال اتلولي خپله کړه
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې خراسان پوهنتون له لورې (لوبه د سولي لپاره) تر نامه لاندې د پیل شويو لوبو په لړ کې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ پیل شوي د خراسان پوهنتون والیبال لوبډلې غلام حيدر جېلاني لوبډلي ته د ماتې په ورکولو سره د والیبال لوبو پايلوبه وګټله.
په دې لوبو کې چې د هېواد په کچه د والیبال شپږو لوبډلو برخه اخیستې وه د خراسان پوهنتون لوبډلې د کابل ښاروالۍ او نورالرحمان تره خېل لوبډلو ته د ماتې په ورکولو سره او د غلام حيدر جېلاني لوبډلې د کابل ښاروالۍ او جهان سپورت لوبډلو ته د ماتې په ورکولو سره د دې لوبو پايلوبې ته لار پيدا کړه.
پایلوبه چې د خراسان پوهنتون او غلام حيدر جېلاني لوبډلو ترمنځ وشوه، خراسان پوهنتون لوبډلې له پنځو ميدانونو څخه د دریو ميدانونو په ګټلو د غلام حيدر جېلاني لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سپورت اوونۍ د واليبال لوبو پايلوبه وګټله.
په دې لوبه کې د خراسان پوهنتون لوبډلې لوبغاړي شعيب عمرزي د ښه ميدان نيوني، بلاک او ښه شوټ په وهلو سره تر نورو لوبغاړو ښه لوبه وکړه.
د يادولو ده، چې له ۲۰۰۷ کال وروسته دا لومړی ځل دی، چې د هېواد په کچ ختيځ زون د واليبال لوبو قهرماني خپلوي، چې دا وياړ خراسان پوهنتون خپل کړ.
۲۵/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې يو شمېر مېرمنو له لوري د لاسي توکو درې ورځنی نندارتون پرانيستل شو.
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې کډوالو چارو رياست په هڅو را ستنو شويو او بې ځايه شويو کورنيو اړوند يو شمېر مېرمنو له لوري د لاسي توکو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
دغه مېرمنې تر دې وړاندې کډوالو چارو رياست له لوري په بېلابېلو حرفو کې روزل شوې وې.
يادې مېرمنې وايي، چې د لاسي توکو عايد يې کم دی او بايد حکومت ور سره په بازار موندنه کې مرسته وکړي.
د کډوالو چارو رئيس نجيب الله قيومي وويل، چې دغه مېرمنو ته يې د کورني اقتصاد پياوړتيا په موخه د لاسي صنايعو توليد برخه کې روزنه ورکړې، چې نن يې وکولی شول، د خپلو لاسي توکو نندارتون جوړ کړي.
ننګرهار ولايت ښځو چارو رئيسې فتانې عزيز د مېرمنو د دې کړنې ستاينه وکړه او پر ښاريآنو يې غږ وکړ، چې ياد نندارتون کې برخه واخلي او د وطني توليداتو په پيرودلو سره مېرمنو ته د کار کولو روحيه ورکړي.
۲۵/۸/۱۳۹۸
ننګرهار برېښنا شرکت مسئولينو په هند هېواد کې د کاسا زر پروژې د پايو ټيسټ له جريان څخه څارنه وکړه.
د ننګرهار برېښنا حوزې عملياتي مرستيال انجينر حامد قريشي له مل پلاوي سره يو ځای د هندوستان په ګاندي نګر ښار کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د B – A او C ډوله پايو د بېلابېلو برخو د ټېسټ له پروسې څخه ليدنه او څارنه وکړه.
د دې پايو د مختلفو برخو ټېسټ د قراردادي شرکت KPTL په توليدي فابريکو کې د ګاندي نګر په ښار کې تر سره شو.
کاسا ۱۰۰۰ پروژه د هېواد يو له حياتي پروژو څخه ده، چې د قرغزستان او تاجکستان هېوادونو څخه برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي.
ددې پروژې لېنونه د هېواد په داخل کې د ۵۶۲ کيلومترو په اوږدوالي له اوو ولايتونو، نهه ويشت ولسواليو، او پنځه سوه اتيا کليو څخه تيريږيږي.