۱۳۹۸/۸/۲۸
ولسمشر محمد اشرف غني په ننګرهار کې د داعش د تل پاتې ماتې اعلان وکړ.
ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې ولایت مقام کې د یوې غونډې پر مهال د داعش د تل پاتې ماتې اعلان وکړ او د دوی د ماتې له امله یې د مسؤلینو او خلکو د سرښندنو څخه ستاینه وکړه .
جمهور رئیس محمد اشرف غني چې د لړم په ۲۸مه یې ننګرهار ته سفر کړی وو، د مشرانو جرګئ رئیس فضل هادي مسلمیار،د ولسي جرګې لومړي مرستیال امیرخان یار،د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر عبدالمتین بیک،په ملي شورا کې د ننګرهار د خلکو استازو،د جمهوري ریاست یو شمیر سلاکارانو،د امنیتي سکتور مسؤلینو او یو شمیر نورو یې ملتیا کوله .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ولسمشر او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د جمهور رئیس څخه مننه وکړه چې په تېرو نهو میاشتو کې څلور ځله ننګرهار ته سفر کړی دی .
هغه ولسمشر ته په خطاب کې وویل، ستاسې په امر او ملاتړ او د ولس په ځآنګړي حمایت نن په ننګرهار کې داعش ختم شو، د دوی د خلافت مرکز چې د اچین په باندر او باغدرې سیمو کې وو،د دوی د راډیو دستګاوو،روزنیز او نورو مرکزونو په لمنځه وړلو سره له دې ولایت څخه د داعش جګړه ییزه لمن ټوله شوه .
ښاغلي میاخېل د دولت د مشر او وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان په توګه جمهور رئیس،امنیتي ځواکونو،د ننګرهار او ټول هېواد خلکو ته د داعش د ماتې او سترې بریا له امله مبارکي ورکړه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، هغه هدف چې د درنو بمونو په غورځولو سره تر لاسه نشو،د دې ولایت د ملي،دفاعي او امنیتي ځواکونو په سرښندنو او د ولسي خلکو په ځآنګړي ډول د پاڅوون کوونکو په ملاتړ سیمې امن او د داعش ناوړه پدیده پای ته ورسیده.
نوموړي زیاته کړه،اوس مهال د ننګرهار ۲۱ ولسوالیو ته خلک په عادي ډول تګ راتګ کولای شي،شیرزادو ولسوالۍ کې عملیات جریان لري او ژر به حصارک ولسوالۍ کې هم تروریستان لمنځه یوسي .
ده ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې د امنیتي او اقتصادي پراخوالي لپاره د پلان له مخې کار کوي او په دې برخه کې د مرکزي ادارې د ترسره شوي ملاتړ څخه قدرداني وکړه او په راتلوونکې کې یې په لا زیات حمایت ټینګار وکړ.
د ولايتي شورا رئيس احمد علي حضرت، قومي مشر ملک عثمان او ديني عالم قاري محمد مطهر د خپلو خبرو پر مهال په دې ولايت کې د درې سوه ميګاواټه وارداتي برېښنا انتقال، سل ميګاواټه لمريزې برېښنا چارو پيليدو ،د وزبين سيمه کې د برېښنا ستونزې دايمي حل، د جلال اباد – کابل او جلال اباد – تورخم دويم لين سړکونو پاتې چارو تر سره کېدو،دې ولایت کې د ملکي هوایي ډګر جوړیدو،پوهنې او روغتیا برخې ته د پاملرنې،په ملکي او نظامي برخو کې د تشکیل زیاتوالي او پاکستانۍ ويزو ستونزو د حل غوښتنې وکړې.
دوی همدا راز د صنعتي ښارګوټي چارو پيليدو، کانال ته د انکشاف، لوړو زده کړو او پوهنې برخې ته د ښې پاملرنې، د کونړ او سره رود سيند مهارولو، نومول شويو ښارګوټو منظوريدو، ريل پټلۍ او اداري کمپلکس جوړيدو او یو شمیر نور وړاندیزونه وکړل .
يادو مشرانو همدا راز د داعش تسليمۍ په نوم په دې ولايت کې د سولي څلي جوړيدو، په صفري نقطه کې پاکستان له لوري د اغزن تار لګولو مخنيوي، په دې ولايت کې د ديوبند په څېر د يوې لويې مدرسې او مساجدو جوړيدو او علماء کرامو ته د لا ښې پاملرنې په برخه کې هم وړانديزونه شريک کړل.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینا پر مهال په دې ولایت کې د داعش د ماتې له امله د ننګرهار ولایت مسؤلینو،د هېواد ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو، ولسي پاڅون کوونکو او ټولو ولسونو ته مبارکي ورکړه او د دې تاریخي ماتې له امله یې د مسؤلینو،ځواکونو او ولسي خلکو د سرښندونو څخه قدرداني وکړه .
نوموړي زياته کړه،د تسليم شويو داعش وسله والو ښځو او ماشومانو سره د اسلامي او افغاني دود له مخې چلند کيږي، هغه چې افغانان دي بېلابېلو برخو کې يې روزنه کيږي، بهرنيو مېرمنو او ماشومانو انقتال کې به د طرزالعمل له مخې چلند کيږي او پښتونخوا مېرمنې او ماشومان به د پاکستان حکومت ته نه؛ بلکې خپلوانو ته يې سپارل کيږي.
جمهور رئیس وویل، چې د داعش تسليم شويو جنګياليو په اړه به ولس پرېکړه کوي، د دوی د پرېکړې سره سم به ور سره چلند تر سره شي،همدا راز یې ټينګار وکړ چې د داعش کورنيو او بهرنيو جنګياليو سره به د تفکيک له مخې چلند کيږي او په دې برخه کې د ولسونو هر ډول پرېکړه ورته د منلو ده .
د هېواد جمهور رئيس ننګرهار والي ته په خطاب کې وويل: (( ته يو امين شخص يې د تسليم شويو داعش وسله والو ښځو او ماشومانو د روزنې او نقفې لپاره تر شل ميليونه افغانيو پورې در کوم ته يې د لګښت لپاره طرحه جوړه کړه، ترڅو سبا څوک ونه وايي چې د تسليم شويو کسانو اولادونه وږي پاتې شول…))
ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي پاڅون کوونکو کړنو څخه ستاينه وکړه او ملي امنيت مسئولينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې ولسي پاڅوون کوونکي لا تجهزي او اکمال کړي،همدا راز یې د ملي دفاع وزارت مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې ولسي پاڅون کوونکي سيمه ييزې اردو کې جذب کړي او ډاډ يې ورکړ چې د ولسي پاڅونوالو شهيدانو کورنيو غړو ته به د نورو امنیتي ځواکونو په څېر حقوق ورکړل شي .
ښاغلي غني وویل، ننګرهار کې به صفري نقطې خوندي وي او همدا راز د نورو ولسواليو په څېر به د دې ولايت شېرزاد او حصارک ولسوالۍ هم امن شي،همدا راز پر امنيتي ځواکونو یې غږ وکړ، چې د ننګرهار امنيت په خپله خوندي کړي، قاچاقبر او فاسد ته د مداخلې اجازه ور نه کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار والي ته سپارښتنه وکړه، چې د ننګرهار انکشاف لپاره ولس سره په همغږۍ يوه جامع طرحه جوړه کړي، لومړيتبونه وټاکي او د تطبيق لپاره يې ورته وسپاري او په وینا یې که ننګرهار اباد او امن وي؛ ټول هېواد ته يې ګټه رسيږي.
ولسمشر همدا راز وويل، چې سږکال د نورو ژبو په څېر د پښتونو ژبې بډاينې او توسيع لپآره له ننګرهاره کار پیلوي،ترڅو د لوړ تاریخ لرونکې خاوره او ژبه په ګډه ژوندۍ او غني وساتل شي
۲۸/۸/۱۳۹۸
ولسمشر نن سې شنبه ننګرهار ته را ورسيد .
هغه به د ننګرهار والي سره د دې ولايت په عمومي وضعيت د ځانګړې ناستې وروسته نظامي ارګانونو مسولينو،پاڅوون کوونکو او يو شمير مخورو سره جلا جلا ناستې وکړي .
د دې ناستو پر مهال به د داعش د ماتې له امله د امنيتي ځواکونو،پاڅوون کوونکو او په ټوله کې د دې ولايت د خلکو د ميړانې قدرداني وشي .
مسؤلين،د ولس استازي او ځينې مخور به د دې ولايت يو شمير مهمی ستونزې هم جمهور رئیس سره د حل په موخه شريکې کړي .
د ولسمشر سره په دې سفر کې د مشرانو جرګې د رئيس په ګډون په ملي شورا کې د دې ولايت د خلکو استازي،د ملي امنيت سلاکار په ګډون يو شمير سلاکاران،د کابينې يو شمير غړي او نور مهم چارواکي ملتيا کوي .
.۲۹/۸/۱۳۹۸
جمهوررئیس غني د خپلواکۍ ګټونکي اتل اعلیحضرت غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني ننګرهار ته د خپل سفر په جریان کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار او يو شمېر نورو مسئولينو په ملتيا په جلال اباد ښار کې د ځانګړو تشریفاتي مراسمو په لړ کې د خپلواکۍ ګټونکي اتل اعلیحضرت غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي د غازي امان الله خان اروا ته د دعا پرمهال یو ځل بیا ټولو ته د خپلواکۍ د سلمې کالیزې مبارکي وویله او د ارګ عملیاتي واحد او د ننګرهار ولایت مقام څخه یې د غازي امان الله خان د مزار د رغاونې په خاطر مننه وکړه.
د هېواد جمهوررئیس د ننګرهار له ولسونو څخه د دغه ستر او ملي شخصیت د عزت او درناوي او له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د هېواد د دفاع او خپلواکۍ د ساتنې په خاطر مننه وکړه.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان د نیمګړي څپرکي بشپړول یې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. هغه زیاته کړه، په ننګرهار کې عمومي، انکشافي او د حکومتولۍ وضعیت ښه بدلون موندلی او د ولسونو په همکارۍ د لا ډېرو پرمختګونو هیله شته
.۲۹/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې د ماشومانوې حقونو خونديتوب نړيواله ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه
ننګرهار کې د ماشومانو حقونو خونديتوب نړيواله ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په داسې حال کې ونماځل شوه، چې لا هم ډېری ماشومان شاقه کارونه کوي او حقونو ته يې په اساسي ډول پاملرنه نده شوې.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، لا هم دغه ولايت کې د ماشومانو پر وړاندې د درندو کارونو ترسره کول لوی ګواښ دی چې ګڼ ماشومان د دغې برخې قرباني دي.
دوی وايي، د سره رود ولسوالۍ د خښتو بټۍ، د جلال اباد ښار او د تورخم ښارګوټی د ماشومانو د شاقه کارۍ لوی ځايونه دي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د ماشومانو د خونديتوب لپاره د هغوی په ښې روزنې، له فقر څخه د هغوی د کورنيو خلاصون او په هېواد کې د جګړو پای ته رسولو باندې ټينګار وکړ.
نوموړی وايي د اولادونو راتلونکی د هغوی د کورنيو په پرېکړې پورې اړه لري چې راتلونکی يې ښې لورې ته بيايي او که بدې ته او په دغه برخه کې يې اچين ولسوالۍ کې د تسليم شويو داعش وسله والو اولادونو ته اشاره وکړه چې په خبره يې اوس د پلرونو د غلطې پرېکړې له امله له ستونزو سره مخ دي.
د دغه ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالحکيم شېرزاد وويل، ننګرهار کې لا هم ماشومانو پر وړاندې د يتيمېدو، د کورنيو بې وزلي، درانده کارونه، د جګړو دوام او د قانون څخه نا خبری لوی ګواښونه دي.
دی وايي، د همدغو ستونزو له امله ګڼ شمېر ماشومان له خپلو حقونو بې برخې دي او په شاقه کارونو بوخت دي.
نوموړی که څه هم په دغه برخه کې دقيق ارقام نه لري خو وايي، زرګونه ماشومان په جلال اباد ښار، د سره رود ولسوالۍ خښتو بټيو او د تورخم ښارګوټي کې په درنو کارونو بوخت دي.
د شيرزاد په خبره دوی تر يو څه حده د يادې ستونزې د حل لپاره هلې ځلې کړي خو بيا هم ډير کار ته اړتیا ده چې کورنۍ خپلو اولادونو ته د هغوی حقونه ورکړي.
دی زياتوي: (( موږ روان کال ۳۵۰۰ يتيمانو ته د زده کړو او مرستو زمينه برابره کړې، دغه راز مو له کډوالۍ راستنيو شويو ۳۷۰۰ ماشومانو ته د ابتدايي زده کړو او تغذيې امکانات برابر کړي، ۱۲۵ ماشومانو چې جرم ترې شوی د هغوی د ساتنې او روزنې امکانات مو برابر کړي، د ۴۸۰ ماشومانو ته کار زده شوی او کار زمينه ورته برابره شوې ده چې له شاقه کارونو وژغورل شي او ۹۶۰ نور هغه ماشومان چې په شاقه کارونو بوخت و له شاقه کارۍ ژغور شوي.))
په غونډه کې يو شمېر تيمو ماشومانو هم برخه اخېستې وه، د دوی له ډلې مناحل وويل، له ماشومانو سره تر يتيم کېدو وروسته له مرستې غوره ده چې هغوی يتيم نه شي او جګړې پای ته ورسېږي.
دغه راز د جلال اباد ښار د امام بخاري د روزنتون زده کوونکی حنيف له نړيوالو موسساتو غواړي چې په شاقه کارونو بوخت ماشومانو ته دې د زده کړو او د هغوی کورنيو ته دې د کار زمينه برابه کړي چې له شاقه کارۍ خلاص شي.
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند د غونډې ارزونه وکړه او خوښي وښوده، چې د غونډې ډېره برخه د ماشومانو له لوري په ښه ډول پرمخ يوړل شوه.
نوموړي افغان ماشومان زيرک او هوښيار ياد کړل او زياته يې کړه؛ که د دوی روزنې ته سالمه پاملرنه وشي؛ نو په راتلونکې کې بېلابېلو برخو کې ښه کدرونه ولرو .
۲۹/۸/۱۳۹۸
ننګرهار والي په دې ولايت کې د اقراء برنامې په چوکاټ کې د ښوونځيو د جوړېدو چارو پر بشپړ شفافيت او ښه کيفیت ټينګار وکړ.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، چې د لړم په ۲۹مه يې د پوهنې وزارت پلاوي، چې په کې د اقراء پروګرام، پوهنې رئيس حسيب الله شينواري او نورو مسئولينو ګډون درلود په لېدنه کې غوښتنه وکړه، چې ټول ښوونځي په معياري او شفاف ډول جوړ شي او ولسونو ته حساب ورکړل شي.
د پوهنې وزارت تعميراتو رئيس بازون، چې د پلاوي مشري يې کوله وويل، چې د پوهنې وزير په لارښوونه يې ننګرهار ته په دې موخه سفر کړی، ترڅو په دې ولايت کې د اقراء برنامې په چوکاټ کې د جوړيدونکو ښوونځيو اړوند بېلابېلې ستونزې وڅيړي، چې په دې برخه کې ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د پوهنې وزارت پلاوي څخه مننه وکړه، چې د ښوونځيو جوړيدو پر مهال يې رامنځته شويو ستونزو حل په موخه دې ولايت ته سفر کړی.
هغه زياته کړه، چې ولايتي ادارې د دې پروګرام لومړنۍ څېړنې کړي او مرکز سره يې معلومات شريک کړي او ټينګار يې وکړ، چې په دې ولايت کې دغه برنامه په شفاف ډول تطبیق شي.
۲۸/۸/۱۳۹۸
د ننګرهار پوهنتون د چارو څېړنه او ارزونه کيږي
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل سره د ولسي جرګې د ديني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو کميسون پلاوي د ننګرهار پوهنتون د چارو څارنې او ارزونې په موخه ناسته وکړه.
پلاوي مشر امیر ګل شاهين وويل، چې دې ولايت ته يې د بېلابېلو ادارو مسئولينو په ملتيا سفر کړی، ترڅو د ننګرهار پوهنتون وضعيت څخه ليدنه وکړه او ارزونه وکړي او په ياده برخه کې يې له ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل له پلاوي مشر مننه وکړه، چې دې ولايت ته يې د پوهنتون د چارو څارنې په موخه سفر کړی دی.
نوموړي پلاوي مشر ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او د پوهنتون د کيفيت لوړيدو او په اړونده برخه کې يو شمېر نور وړانديزونه وکړل، چې پلاوي له لوري ورته د اجراتو ډاډ ورکړل شو.
۲۸/۸/۱۳۹۸
ننګرهار والي: د پوهنتون استادان دې د ځوانانو په فکري ودې او مثبت بدلون کې مسئولانه هڅي وکړي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د لړم په ۲۸مه ولايت مقام کې، چې د ولايت مرستيال تميم عارف مومند او جلال اباد ښاروال روح الامين حسن هم شتون درلود د ننګرهار پوهنتون رئيس او استادانو سره په ناسته کې د ځوانانو فکري ودې او مثبت بدلون کې د مسئولانه هڅو تر سره کولو سپارښتنې وکړې.
په دې ناسته کې د ننګرهار پوهنتون رئيس دوکتور خليل احمد بهسودوال او يو شمېر استادانو د پوهنتون اړوند پر چارو ننګرهار والي ته معلومات ورکړل او همدا راز د استادانو ښارګوټي کې يې د غصب مخنيوي او يو شمېر نورو برخو کې د ستونزو حل وړانديزونه وکړل.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په دې ناسته کې د جلال اباد ښاروال او امنې قوماندان ته د تېليفون پر کرښه سپارښتنه وکړه، چې د د ننګرهار پوهنتون اړوند استادانو (مولانا قيام الدين) خادم ښارګوټي کې د غصب مخنيوی وکړي.
نوموړي همدا راز استادانو سره د دې پوهنتون په انشکاف، د پوهنتون ښکلا او ساحې په اصلاحاتو او يو شمېر نورو برخو کې د اجراتو سپارښتنې او د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ننګرهار والي همدا راز د دولتي او خصوصي پوهنتونو پر استادانو غږ وکړ، چې د ځوانانو په سالمې روزنې، فکري ودې او مثبت بدلون کې مسئولانه هڅې تر سره کړي.
۲۹/۸/۱۳۹۸
ننګرهار والي د کامې له روغتون څخه ليدنه او څارنه وکړه
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د ولايت مرستیال تميم عارف مومند په ملتيا تېره شپه کامې ولسوالۍ ته په ورتګ سره د يادې ولسوالۍ روغتون څخه ليدنه او څارنه وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د ياد روغتون ټولې څانګې وکتلې او د ناروغانو د وضعيت پوښتنې ترڅنګ يې د روغتون چارې و ارزولې.
نوموړي ته روغتيا پالو له لوري معلومات ورکړل شول او همدا راز يو شمېر ستونزې او وړانديزونه يې ور سره د حل په موخه شريک کړل.
هغه روغتيا پالو ته سپارښتنه وکړه، چې د شته امکاناتو څخه د ناروغانو په درملنه کې په درست ډول کار واخلي او ډاډ يې ورکړ، چې ستونزو حل کې به يې عامې روغتيا مسئولينو ته سپارښتنې وکړي.
ننګرهار والي همدا راز د ياد روغتون په نظم، پاکوالي، ناروغانو ته د ښې پاملرنې او يو شمېر نورو برخو کې مسئولینو ته سپارښتنې وکړې.
۲۹/۸/۱۳۹۸
د ولايت مرستيال مسئولینو ته له وسله والو مخالفينو څخه پاکو شويو سيمو کې د پروژو پلې کېدو سپارښتنې وکړې.
ننګرهار ولايت مرستیال تميم عارف مومند د لړم په ۲۹ مه ولايت مقام کې د ولايتي پرمختيايي غونډې کې د کورنيو او بهرنيو ادارو مسئولينو ته له وسله والو مخالفينو څخه پاکو شويو سيمو کې د پروژو پلي کولو سپارښتنې وکړې.
د ولايت مرستيال تميم عارف مومند د دې ولايت په امنيتي، اقتصادي او سیاسي وضعيت خبرې وکړې او زیاته يې کړه، چې په دې ولايت کې داعش وسله وال مات شول او وسله والو طالبانو ځپلو په موخه عمليات په جديت سره روان دي.
نوموړي د کورنيو او بهرنيو ادارو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د هسکې مېنې ولسوالۍ په شمول له وسله والو مخالفينو څخه په پاکو شويو سيمو کې ولسونو سره په همغږۍ اړتياوې معلومې او په کې پروژې تطبیق کړي.
د ولایت مرستيال مسئولينو ته د پاتې بودیجې په لګښت رسولو، د ملکي هوايي ډګر لومړنيو څېړنو تر سره کولو، د افغانيو ترويج او په ولسوالیو کې د روغتيا، پوهنې او پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې د سهولتونو رامنځته کېدو لارښوونې وکړې.
په دې غونډه کې د عامې روغتيا رئيس بنايي تصدۍ له لوري په حوزوي روغتون کې د مشتريانو انتظار خونې جوړيدو او ګټې اخيستنې ته د سپارل کېدو، سينديزې حوزې مسئولینو له لوري پنځه کلن جوړ شوی ستراتيژيک پلان، د پايداره پراختيايي موخو په اړه د عامه پوهاوي دايرولو او يو شمېر نورو برخو کې معلومات شريک شول.
۲۹/۸/۱۳۹۸
د ولايت مرستيالې په مشرۍ د خبريالانو خونديتوب کمېټې ناسته وکړه
ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ په مشرۍ د خبريالانو خونديتوب کمېټې غونډه وشوه، چې پر مهال يې د ملکي او نظامي ادارو وياندويانو، په ختيځ کې د خبريالانو خونديتوب مشر او يوشمېر خبريالانو شتون درلود.
د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ وويل، چې ولايتي اداره د بيان ازادۍ او د خبريالانو خونديتوب ته ژمنه ده او له همدې امله يې هر مهال اړونده مسئولينو ته خبريالانو سره د خپلو کړنو د معلوماتو شريکولو او د دوی د خونديتوب په موخه سپارښتنې کړي دي.
نوموړې وويل، چې خبريالانو خونديتوب کمېټې سره له ناستې څخه موخه د دوی د ستونزو اوريدل او په حل کې يې د اقداماتو تر سره کول دي.
د ولايت مرستيالې همدا راز د ننګرهار ملکي او نظامي وياندانو ته د خبريالانو اساسي حقونو، بيان ازادۍ ، اطلاعاتو ته لاسرسي، د خبري منابعو پټ نه ساتلو، د خبريالانو او رسنيو خصوصي حريم ته درناوي حقونو او د خبريالانو سره د پوليسو عدلي او قضايي ارګانونو چلند په اړه سپارښتنې وکړې.
په دې ناسته کې د خبريالانو په استازۍ شېرشاه همدرد او نورو څو تنو د ولايت مقام له رهبرۍ او رسنيو دفتر مننه وکړه، چې خبريالانو ته يې د معلوماتو ورکړې په برخه کې ګڼ شمېر اسانتياوې برابرې کړې دي.
دوی د خبریالانو خونديتوب، د معلوماتو ورکړې او په اړونده برخه کې يو شمېر نور وړانديزونه وکړل، چې د ولايت مرستيالې له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
۲۹/۸/۱۳۹۸
د جلال آباد ښار د درېیمې ناحيې اړوند د شپږم ګذر د چاپېریال ساتنې رضا کاره شورا مشر سره د همغږۍ په موخه ځانګړې ناسته ترسره شوه
ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست کارمندانو د FGEO د افغانستان راتلوونکو نسلونو موسسې له لوري د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند د شپږم ګذر د چاپېریال ساتنې په برخه کې جوړه شوې رضا کاره شورا مشر ذبیح الله بابړی سره د همغږي رامنځته کولو په موخه ناسته وکړه.
ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست کارمندانو د شپږم ګذر له مشر څخه د مننې تر څنګ خوښي څرګنده کړه چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې تر دې مهاله نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کړي او یو شمېر چاپېریالي ستونزو ته په رضا کارنه ډول د حل غوره لارې چارو موندلي او په دې برخه کې ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست سره په هر اړخیزه توګه همکار دی.
بابړی له لوري په یاده ساحه کې د ستونزو په اړه معلومات وړاندې او غوښتنې یې د چاپېریال ساتنې ریاست د کارمندانو سره شریکې کړې، چې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
۲۹/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې د ۴۹۱ ميګاواټه برېښنا توليد په موخه پروژې پلې کيږي
ننګرهار ولايت برېښنا ادارې مسئولين وايي، چې په دې ولايت کې د اوبو، سولر او کثافاتو څخه د ۴۹۱ ميګاواټه برېښنا توليد په موخه پرژوې پلې کيږي.
د معلوماتو له مخې د څلويښت ميګاواټه په ظرفيت په حصارشاهي کې د لمريزې برېښنا توليد چارې پرمخ روانې دي او همدا راز د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې به د څلور سوه ميګاواټه لمريزې برېښنا توليد چارې هم ډېر ژر پیل شي.
په کامې ولسوالۍ کې د ۴۵ميګاواټه په ظرفيت د برېښنا بند او له کثافاتو څخه د شپږ ميګاواټه په ظرفيت د برېښنا پروژې به په نږدې راتلونکې کې تطبيق شي.
د مسئولينو په وينا په پلان کې ده، چې په نږدې وخت کې د درونټې برېښنا بند، چې د ۱۱،۵ ميګاواټه برېښنا توليد ظرفيت لري ورغول شي.
ننګرهار کې د الوتونکو مرغانو او کبانو ښکار مخنيوي په موخه عامه پوهاوی وشو
ننګرهار ولايت چاپېريال ساتنې ادارې مسئولينو د کابل سيند په څنډو او نورو سيمو کې خلکو ته د الوتونکو مرغانو او کبانو د ښکار مخنيوي او په چاپېريال کې د مرغانو د شتون پر اهميت عامه پوهاوی ورکړ.
دوی ځوانان د مرغانو او ماهيانو د برېښنا شارټۍ، بم او زهري موادو په واسطه له نيولو څخه منع او د دې کارونو په زيانونو يې ورته معلومات وړاندې کړل.
د ځایي خلکو له لوري د چاپېریال ساتنې ریاست کارمندانو ته ډاډ ورکړل شو او زیاته یې کړه، هچاته به اجازه ور نه کړي، چې د دوی اړوندو ساحو کې د الوتونکو ښکار او یا د کبانو ښکار د برقي شارت، بم او زهري مودو په واسطه ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې یاده موضوع په رسمې بڼه د ننګرهار ولایت د امنې قوماندانۍ سره شریکه شوه، څو په راتلوونکې کې د الوتونکو او کبانو د ښکار کوونکو او سرغړونکو سره د قانون له مخې کړنه ترسره کړي.
۱۳۹۸/۸/۲۹
د ننګرهار استيناف محکمې رئيس وايي د پخوا په پرتله د محاکمو په چارو کې پراخه اصلاحات راغلي او هر څوک کولای شي، چې د محاکمو له قضايي غونډو ليدنه وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې د(ښځولپاره دسولې مطالعات ) ادارې په همکارۍ په جلال اباد ښار کې د قانون حاکميت، د پوليسو او عدلي بنسټونو ونډه ، لاس ته راوړنو او ننګونو تر عنوان لاندې په جوړ شوي سيمنار کې وکړې.
په ياد سيمنار کې د ننکرهار امنيه قوماندان ، استيناف محکمې رئيس ، استناف څارنوالۍ استازي ، عدلي رياست استازو، ديني علماو ، قومي مخورو ، ګذروکيلانو، مدافع وکيلانو ، مېرمنو ، مدني فعالانو او يو شمېر نورو ګډون کړی و.
په جوړ شوي سيمنار کې د ننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده وويل د پخوا په پرتله په قضايه قوه کې دپآم وړ مثبت بدلون راغلی او د محاکمو دروازې دولسونو پرمخ خلاصې دي .
نوموړي دننګرهار استناف محکمې په روانو چارو، لاس ته راوړنو ، دقضايه قوې پر تشکيل او واکونو ، شته ستونزو او ننګونو هر اړخيز او بشپړ معلومات وړاندې کړل.
عبدالولي قاضي زاده دقانون دحاکميت په برخه کې هم دځېنو ستونزو يادونه وکړه او دسيمنار له ګډون والو سره يې ژمنه وکړه، چې په هر ډول شرايطو کې به ولسونو ته دخپلو اجراتو په اړه معلومات ورکوي.
۲۹/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې د شاتو مچيو روزونکو مېرمنو ته سوداګريزو اړيکو په موخه معلومات ورکړل شول
ننګرهار ولايت کرنې او مالدارۍ رياست مسئولینو له لوري د شاتو مچيو روزنکو ته د سوداګريزو اړيکو په موخه يو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.
دغه ورکشاپ، چې د افغانستان مالدارۍ ځنځيروي ارزښت پروژې له لوري جوړ شوی و په کې د کوز کونړ، بهسودو او کوټ ولسواليو پنځوس مېرمنو ګډون کړی و.
په دغه ورکشاپ کې مېرمنو ته د شاتو مچيو ساتلو، غذا ورکولو، ناروغيو کنترول، د شاتو حاصل، د شاتو بسته بندي او پروسس په اړه معلومات ورکړل شول او همدا راز د شاتو اخیستونکو سره قرادادونو لاسليکول شامل و.
۲۹/۸/۱۳۹۸
شېرزادو ولسوالۍ کې ۲۳ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ کې د پيل شويو عملياتو په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۲۳وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د معلوماتو له مخې په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې پنځلس وسله وال طالبان وژل شوي او اته ټپيان شوي دي.
همدا راز د وسله والو طالبانو اړوند دوه موټرونه، دوه موټر سايکلونه، دوه مخابرې او درې صوبه پرتلې هم امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.
همدا راز د عمليآتو پر مهال تر شک لاندې يو تن نيول شوی، چې ترې پوښتنې روانې دي.
۲۹/۸/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت يو شمېر ولسوالانو په بېلابېلو موضوعاتو مسئولينو او ولسونو سره ناستې وکړې
د دره نور ولسوال ډاکتر هجرت ګرديوال له مرکز څخه راغلو مسئولينو په ملتيا د دې ولسوالۍ اوسيدونکو سره د فساد مخنيوي په موخه ناسته وکړه او د شفافيت په موخه په يو شمېر موضوعاتو يې بحث وکړ.
شينوارو ولسوالۍ مسئولينو د احصايې ملي ادارې پلاوي په ملتيا په يو شمېر سيمو کې د کورنيو د عايد او لګښتونو په اړه سروې وکړه.
کوټ ولسوال نجيب الله رحماني د يو شمېر نورو مسئولينو په ملتيا په دې ولسوالۍ کې د جګړو له امله د ورانو شويو کورونو سروې وکړه، چې ډېر ژر به د يادو کورونو مالکانو ته شلټرې ورکړل شي.
په ورته وخت کې د ګوشتې ولسوال عبدالبصير ګلاب مسئولینو او قومي مخورو سره د امنيت ټینګښت په موخه ناسته وکړه.
بل لور ته د کامې ولسوال شريف الله فضلي مسئولینو سره د دارالمعلمين ستونزو حل په موخه ناسته وکړه، چې مسئولينو له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
دغه راز د لعلپورې ولسوال نعمت الله نورزي د کاسا زر پروژې مسئولينو او مخورو سره ناسته وکړه او په دې ولسوالۍ کې يې د ياد پروژې کارونو په اړه معلومات ورکړل.
روداتو ولسوال سيد علي اکبر سادات او ګوشتي ولسوال د جلا غونډو په ترڅ کې قومي مخورو، علماء کرامو او بزګرانو سره د کوکنارو مخنيوي په موخه ناسته وکړه، چې د غونډې ګډونوالو له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
په ورته وخت کې کامې ولسوال او د دې ولسوالۍ نورو مسئولينو ولسونو ته د خپلو کړنو په اړه معلومات ورکړل، چې ولسونو له لورې يې د کړنو ستاينه وشوه.
۲۹/۸/۱۳۹۸
کوز کونړ ولسوالۍ کې له چاوديدونکو توکو ډک يو واسکټ لمنځه يوړل شو
ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ سلامپور سيمه کې د ښوونځي يو زده کونکي په بکسه کې ځاي پر ځای شوی له چاوديدونکو توکو ډک واسکټ کشف او لمنځه يوړل شو.
د معلوماتو له مخې وسله والو مخالفينو غوښتل، چې دغه واسکټ ته د ملکي وګړو په ګڼه ګوڼې کې چاودنه ورکړي؛ خو موخې ته له رسيدو وړاندې ونيول شو.
دغه له چاوديدونکو توکو ډک واسکټ چې ملي پولیسو له لوري ترلاسه شوی و د ملي اردو انجينرۍ ټيم له لوري په يو خوندي ځای کې چاودنه ورکړل شوه او په دې سره د خونړۍ پېښې مخه ونيول شوه.