۱۳۹۸/۹/۱
د ننګرهار والي د سپین غر ولسوالۍ د خلکو ستونزې د حل په موخه واوریدې.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د لیندۍ په لومړۍ د جلال اباد ښاروالۍ په میلمستون کې د یوې لیدنې پر مهال د سپین غر ولسوالۍ د خلکو ستونزې د حل په موخه په داسې حال کې واوریدې چې د ولایتي شورا مرستیال عبیدالله شینواري هم شتون درلود.
د سپین غر ولسوالۍ قومي مشرانو حاجي ملک عثمان او ملک زړه ور خان د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال ننګرهار والي ته د ولسمشر له لوري د امین لقب او په ننګرهار کې د داعش د ماتي مبارکۍ ورکړ .
دوی سپین غر ولسوالۍ ته د نورو ولسوالیو په څیر د زراعت،پوهنې،روغتیا،سړکونو او نورو پرمختیايي برخو کې د پاملرنې غوښتنه وکړه .
قومی مشرانو ننګرهار والي ته ډاډ ورکړل چې پخپلو سیمو کې داعش او وسلوال مخالفینو ته ځای نه ورکوي او د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ د انکشافی او زراعتی پروژو د امنیت په ټینګښت کې مرسته کوي .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل دې ولایت ته د نوموړي د ماموریت پر مهال د ولسمشر د څلورم سفر په اړه مالومات شریک کړل او زیاته یې کړه،ډیر ژر به په دې ولایت کې څلور لویې پروژو پلې کېدو ته په ملي بودیجه ځآی ورکړل شي .
نوموړي د مشرانو څخه مننه وکړه ،چې د ولسمشر له لوري هغه ته یې د آمین د لقب مبارکي تر څنګ د امنیتی ارګانونو سره د ملاتړ ډاډ ورکړل ،
هغه د سپین غر ولسوالۍ قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ ، چې د نورو ولسوالیو په څیر به ورته په بېلابېلو برخو کې پاملرنه وکړي او په دې اړه به اړونده ریاستونو ته رسمي سپارښتنې وکړي .
په ننګرهار کې بېړنیو پېښو ته په همغږۍ سره د چمتوالي غونډه وشوه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ په دې ولایت کې بېړنیو پېښو ته د چمتوالي په موخه غونډه وشوه چې په کې افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي سکرتر جنرال نیلاب مبارز، د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئيس قاري نجیب الله قیومي او د مرستندویه ادارو مسؤلینو برخه درلوده .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د ټولو مرستندویه ادارو څخه مننه وکړه چې تر دا مهاله یې په همغږۍ سره د پېښو پر وړاندې چمتوالی نیولی او لارښوونه یې وکړه چې لا هم همغږي او چمتوالی زیات شي
هغه مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د چمتوالي په اړه هر ورځ د کمیټې د اجراتو راپور ولایت مقام سره شریک کړي ترڅو د اړونده ارګانونو مرستې او همغږي روښانه شي.
د دې ناستې پر مهال مسؤلینو تر دا مهاله د ترسره شویو مرستو او راتلوونکو پلانونو په اړه هم لنډ مالومات شریک کړل .
۳۰/۸/۱۳۹۸
د ننګرهار له والي سره په لیدنه کې دافغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي سکرتر جنرالې ژمنه وکړه چې، دتسلیم شویو داعش وسله والو له ماشومانو او مېرمنو سره به مرسته ترسره کړي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل افغاني سرې میاشتې ټولنې له سکرتر جنرال نیلاب مبارز سره د لړم په ۳۰ مه ولایت مقام کې د تسلیم شویو داعش وسله والو د میرمنو اوماشومانو سره دمرستې ترسره کولو په موخه ناسته ترسره کړه .
دافغاني سرې میاشتې ټولنې سکرتر جنرال نیلاب مبارز وویل چې، دوی به د تسلیم شویو داعش وسله والو مېرمنو اوماشونوسره مرستې ترسره کړي، اوهم یې له دولت څخه غوښتنه وکړه چې، له دوی سره مرسته وکړي.
نیلاب مبارز زیاته کړه ،چې په ټول هیواد کې تر دې دمه ۴ میلیونه خلکو ته د واکسین ، جسدونو رسولو او نورو بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره کړي او په نوي کال کې به دغه شمیره ۵ میلیونو ته ورسوي .
په دې ناسته کې دننګرهار ولایت د سرې میاشتې رئيس وویل ، چې دې ولایت کې ۶۴۳ د داعش وسله د کورنۍ غړي چې مېرمنې اوماشومان دي د دولت په لاس کې دي.
نوموړی وایي په دې کې ۲۳۰ یې میرمنې او ۴۱۳ یې ماشومان دي .
هغه زیاته کړه چې تر دې دمه ورسره د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې ۸۷۰ کمپلې ، ۶۰ ترپالونه ، ژمني کیټونه ، خوراکی او غیر خوراکي توکي اود ماشومانو د لوبو وسایل شامل دي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په دې لیدنه کې وویل ، چې د داعش په ډیری غړوکې میرمنې او ماشومان دي او دولت ورسره اړینې مرستې کړي دي.
نوموړي زیاته کړه ، چې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ په مشرۍ یې یو هیئت ټاکلی څو دتسلیم شویوداعشیانو د کورنیو ستونزې له نږدې واوري اومرستې ورسره ترسره کړي.
دننګرهار والي د سرې میاشتې رئيس ته سپارښتنه وکړه چې، له هغو ادارو سره هم ناستې ترسره او څارنه یې وکړي کوم چې، دمرستو ژمنه یې کړې ده.
۳۰/۸/۱۳۹۸
د ننګرهار والي ،قومي مشرانو او دیني علماوو د ننګرهار ولایت په کرزي تالار کې د کرنې مخکيني رئیس فاتحه ترسره کړه.
د ننګرهار ولایت دکرني اومالدارۍ مخکيني رئیس سمیع الله نصرت فاتحه د لړم دمیاشتې په ۳۰ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه .
په دې فاتحه کې دننګرهار والي شاه محمودمیاخیل ، دولایت مرستیال تمیم عارف مومند، قومي مخورو، دیني علماوو اویوشمیر ولسي خلکو ګډون کړی وو.
د ننګرهار والي شاه محمودمیاخېل دکرنۍ درئيس د کورنۍ غړو ته فاتحه ترسره او د تسلیت مراتب یې ورته وړاندې کړ.
نوموړي زیاته کړه چې، د کرنې رئېس ریښتینی شخص و او دې هېواد ته د کار کولو پياوړی هوډ يې درلود.
د کرنې دپخواني رئیس سمیع الله نصرت د کورنۍ غړي دننګرهار والي شاه محمود میاخېل، ولسوالۍ مسولینو، قومي مشرانو او ولسي خلکو څخه مننه وکړه چې، د دوی په غم کې ځان شریک کړ او د فاتحې مراسم یې ترسره کړل.
د فاتحې په مراسمو کې د ننګرهار د حج او اوقافو رئيس قاري محمد داود مجاهد د کرنې درئیس فعالیتونه او کړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې،نوموړی په خپل وطن مئین او په خپله دنده کې صادقه انسان وو.
د کرنې رئیس د تېرې یکشنبې په ورځ د کابل جلال اباد پر لویه لار په سرخکانوسیمه کې د ترافیکې پېښې له امله وفات شو ، چې بټي کوټ ولسوالۍ کې خپلې پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
۱۳۹۸/۹/۱
چارواکي وایي،د ننګرهار ګمرک تېره میاشت نږدې ۲ میلیارده افغانۍ عواید را ټول کړي چې په تاریخ کې دا بې ساری ارقام دي .
د دې ولایت د ګمرک رئیس احمد نوید بشریار وایي، د تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره د ننګرهار ګمرک ریاست له لورې په یوه میاشت کې تر ټولو لوړ عواید نږدې ۲ میلیارده افغانۍ را ټول شوي دي .
هغه زیاتوي، د لړم په میاشت کې یو میلیار اته سوه یودیرش میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي او د دولت خزاني ته یې تحویل کړي دي .
نوموړي د عوایدو د لوړیدو لامل د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په مشرۍ د ولايتي ادارې ملاتړ، چارو ښه مدیریت، د فساد کچې ټیټوالی، په ګمرکي چارو کې د زورواکو د لاسوهنې مخنیوی، د شعباتو تر منځ ښه همغږي او سوداګرو ته قانوني سهولتونه برابرول په ګوته کړل .
۱۳۹۸/۸/۳۰
د ننګرهار والي، ولسوالانو ته د نورو ترڅنګ په ولسوالیو کې د افغانیو رواجولو په موخه د لومړنیو اقداماتو د پیل کولو لارښوونه وکړه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو ولسوالانو،ښاروالانو او نورو مسؤلینو سره ولایت مقام کې په غونډه کې د نورو سپارښتنو ترڅنګ د دوی د مسؤلیت په سیمو کې د افغانیو د رواجولو په موخه د لومړنیو او تدریجي اقداماتو د پیل کولو لارښوونه وکړه.
هغه زیاته کړه،د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې باید په تدریجي خو اساسي ډول د افغانیو کارول دود شي،همدا راز د ولسوالیو په کچه یې د امنیتي ارزونې،جنايي قضیو د څېړنو،کوکنارو کښت د مخنیوي،د ولسوال په ګډون د ټولو مسؤلینو د حاضرۍ د ورکړې،فساد پر ضد د مبارزې، پروژو په اړه د مالوماتو شریکولو،ګاونډي ولسوالیو سره د همغږۍ فضا رامنځته کولو او یو شمیر نورې سپارښتنې وکړې .
ښاغلي میاخېل ولسوالانو ته لارښوونه وکړه چې د میاشتې په پای کې په لنډ ډول د ولسوالۍ په کچه ارزونه په لنډ ډول ورسره شریکه کړي،خلکو سره سلیقوي چلند څخه ډډه وکړي او د خپلو اړونده څانګو د ترسره شویو فعالیتونو په اړه رسنیو دفتر کې مطبوعاتي کنفرانسونه ورکړي.
ولایت اداري او مالي مرستیال تمیم عارف مومند او په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ د خبرو پر مهال په ولسوالیو کې د عایداتي سرچینو پر زیاتوالي،د ولسوالیو د ښاروالیو د انکشافي پلانونو جوړولو،د ربعې په کچه د خپلو ضرورتونو شریکولو او یو شمیر نورو برخو کې ولسوالانو او ښاروالانو ته لارښوونې وکړې .
دوی ډاډ ورکړ چې یو شمیر ولسوالیو ودانۍ یې ترمیم کړي او ځینې چې اساسي جوړیدو ته اړتیا لري، په اړه به یې هم لازم اقدامات ترسره شي .
د دې غونډې پر مهال ولسوالانو او ښاروالانو پخپلو ولسوالیو کې یو شمیر ستونزې او د حل په موخه لازم وړاندیزونه هم شریک کړل
۱۳۹۸/۸/۳۰
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، دغه ولايت کې ملي پولیسو د بېلابېلو جرمونو په تړوا ۶۵ تنه نیولي دي .
دوی وايي، نیول شوي کسان چې د غلا،غصب، انسان تښتوونې او نورو جنایي قضیو کې ښکیل دي،د امنیه قوماندانۍ پولیسو له لورې د تېرې یوې اونۍ په موده کې نیول شوي دي.
مسؤلینو د پولیسو د نورو لاسته راوړنو سره یو ځای د لړم په دېرشمه امنیه قوماندانۍ کې نیول شوي کسان خبریالانو ته وښودل شول .
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په همدې موخه جوړ شوي کنفرانس ته وویل، د امنیتي ځواکونو د ښې همغږۍ او وروستیو تحرکاتو په ترڅ کې د دې ولایت امنیه قوماندانۍ اړوند پولیسو له لورې ۶۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړوا نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، یاد کسان د ځمکو د غصب،قتلونو،انسان تښتوونې او یو شمیر نورو جنایي قضیو په تړوا د تېرې یوې اونۍ په موده کې د پولیسو د ځآنګړو ۲۲ عملیاتو پر مهال نیول شوي چې ۱۷ میله وسلې ،دوه عرادې وسایط ،۳۴۸ کیلو ګرامه نشه یې توکې،۱۶۴ فیره د درنو وسلو مرمۍ او یو شمیر نور توکې هم ورسره تر لاسه شوي دي .
میاخېل وویل، د امنیه قوماندانۍ پولیسو ته ګڼ شمیر داعشیان هم تسلیم شوي خو د طرزالعمل له مخې ټول تسلیم شوي داعشیان ملي امنیت ادارې ته سپارل کیږي .
د ننګرهار امنیه قوماندان ایمل نیازي وویل، هغه کسان هم په نیول شویو کې شامل دي چې په ښار کې هدفې وژنې ترسره کولې او ډاډ یې ورکړ چې د ملي امنیت ادارې سره یې ګډ پلان جوړ کړی چې له مخې به یې ټول هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري چې په ښار او ولسوالیو کې بې نظمي،تروریستي او جنایي فعالیت ترسره کوي .
هغه زیاته کړه، په وروستیو دوه اونیو کې پنځوس سلنه په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د جرمونو کچه ښکته شوې خو د دې کچې په لا لمنځه وړلو کې یې د خلکو په همکارۍ ټینګار وکړ .
د یادونې وړده چې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو لاسته راوړونو له امله په ښار او ولسوالیو کې د ګڼ شمیر تروریستي او جنایي پېښو مخنیوی شوی او عاملین یې مخکې تر مخکې نیول شوي دي .
۱۳۹۸/۸/۳۰
ننګرهار کې قومي مشرانو له حکومت څخه وغوښتل چې له تضمین اخیستو وروسته دې د قبایلي سیمو اړوند د تسلیم شویو داعشیانو میرمنې او ماشومان خپلو کورنیو ته وسباري.
وروسته له هغې چې د تېرې سې شنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته د سفر پر مهال د داعش ډلې د نيول شويو مېرمنو او ماشومانو د برخليک په اړه پرېکړه د دې ولايت ولس ته وسپارله، لسګونه قومي مخور او ديني عالمان د دې ولایت په قبایلو ریاست کې د یوې جرګې په ترڅ کې خپله پرېکړه په ډاګه کړه .
دوی د یوې پرېکړې په ترڅ کې له حکومت وغوښتل چې د قبایلي سیمو اړوند د تسلیم شویو داعش میرمنې او ماشومان د افغاني او پښتني دود له مخې خپلو خپلوانو ته وسپاري خو د داعش ډلې د نيول شويو جګړه مارو په اړه یې د قانوني چلند غوښتنه وکړه .
دوی په دې څلور مادیزه پرېکړه لیک کې له حکومت څخه همدا راز غوښتي چې یادې میرمنې او ماشومان تر هغې چې خپلوانو ته سپارل کیږي، ورته د بشر دوستۍ له مخې د خوراک،څښاک،لباس او روغتیا په برخه کې سهولتونه برابر کړي .
مخورو او علماؤ همدا راز د ولایتي ادارې او د قبایلو وزارت څخه هم وغوښتل چې د قبایلي او ننګرهاري مشرانو ګډه جرګه ژر تر ژره جوړه او له مخې د یادو میرمنو او ماشومانو د سپارلو په اړه خبرې اتري وشي .
د یادونې وړده چې په وروستیو کې شاوخوا اووه سوه تنه د داعش له لیکو امنیتي ځّواکونو ته تسلیم شول چې په کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي .
۳۰/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مخنيوي شپاړلس ورځنی کمپاين پيل شو
ننګرهار ولايت ښځو چارور ياست له لوري د جلال اباد ښار ښځينه و بڼ کې نجونو محصلينو ته ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي په موخه د عامه پوهاي شپاړلس ورځنی کمپاين پيل شو.
د دې کمپاين د پيل په مراسمو کې د دې ولايت د بېلابېلو ادارو ښځينه مسئولينو، د پوهنتونونو ښځينه محصلانو او نورو ګډون کړی و.
د ښځو چارو رئيسې فتانې عزيز وويل، چې محصلينو ته يې ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي شپاړلس ورځنی کمپاين پيل کړی، چې په ياده موده کې به دوی ته د تاوتريخوالي مخنيوي په بلابېلو موضوعاتو کې معلومات ورکړل شي.
نوموړې وويل، چې له دې کمپاين څخه موخه داده ترڅو محصلانې زده کړي موارد په پوهنتون کې نورو محصلينو، کورنيو غړو او نورو سره شريک کړي او په دې توګه د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مخنيوی وشي.
په دې ناسته کې يو شمېر ښځينه مسئولينو، محصلانو او نورو ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مخنيوي په اړه نظرونه او وړانديزونه هم شريک کړل.
۱۳۹۸/۹/۱
د ننګرهار کانال کې د ژمني موسم په موخه مالدارۍ لپاره په بوسو کې د ۱۲ ټنه یوریا د زیاتولو پروسه پیل شوه .
د ننګرهار ولایت وادي کرنیز شرکت یا کانال ادارې اړوند د مالدارۍ امریت له لورې د مالدارۍ لپاره د ژمني موسم خوراکې برابرولو په موخه په بوسو کې د ۱۲ ټنه یوریا د زیاتولو پروسه پیل شوه .
د مالوماتو له مخې د یوریا په زیاتیدو سره د بوسو پروټین له اوو څخه څوارلس سلنه ته لوړیږي چې د خوراک له امله یې د حیواناتو د روغتیا ترڅنګ په حاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راځي .
د یادونې وړده چې له کالونو خنډ وروسته د ننګرهار کانال اداره کې د مالدارۍ برخې حاصلاتو لوړیدو په موخه په خوراکه کې د بوسو سره یوریا هم زیاتیږي .
۳۰/۸/۱۳۹۸
د ننګرهار عامې روغتيا رياست کتلوي معافيت امريت په کوربتوب د ختیځ زون مسئولینو بېړنۍ ناسته وکړه.
ننګرهار ولايت عامې روغتيا کتلوي معافيت امريت په کوربتوب په ختيځ حوزه کې د بېړنۍ عملياتي مرکز د همغږۍ ګډه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د روټين واکسيناسيون پروګرام د پوښښ او خدماتو ښه والي په موخه خبرې اترې، بحثونه او پرېکړې تر سره شوې.
د يادې ناستې پر مهال د BPHS او EPHS تطبيق کوونکو ادارو مسئولينو د کارونو ښه والي او همغږۍ برخه کې يو شمېر ژمنې وکړې او د همکارۍ ډاډ يې څرګند کړ.
د بيړني عملياتي مرکز مشر ډاکتر نجيب الله کاموال او د کتلوي معافيت امر ډاکتر جان محمد صاحبزاده د کورنيو او بهرنيو ادارو پر همکارانو او نورو مسئولينو غږ وکړ، چې د واکسيناسيون خدماتو په رسونې او کيفيت ته د پآملرنې په برخه کې خپلو همکاريو ته لا ښه دوام ورکړي، چې مسئولينو له لوري ورته ډاډ ورکړل شو.
۱۳۹۸/۹/۱
جلال اباد ښاروالۍ د باراني موسم په را رسیدو سره په ټولو ناحیو کې په نویو عصري ماشین الاتو سره د ویالو پاکولو لړۍ پیل کړه .
د جلال اباد ښاروالۍ له لورې، د باراني موسم په را رسیدو سره د ښار په نهه ناحیو کې د نوي عصري ماشینونو په وسیله د ویالو پاکولو لړۍ پیل کړه چې له امله به یې د اوبو د ډپ کېدو مخه ونیول شي .
جلال اباد ښاروالۍ د تنظیفاتو مسولین وایي، سږ کال مو تر ډېره هغه بندې ویالې د نوې ماشینرۍ په واسطه چې په بارانو کې یې ښاریانو او سړکونو ته زیانونه اړول،په اساسي ډول پاک کړل .
په ورته وخت کې جلال اباد ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم امریت له لورې د جلال اباد ښار په لغمان زړه هډه، تالاشۍ چوک، پوهنتون شفاخانه، پاکستان قونسلګري اونور برخو کې د پلو لارو او ترافيکي ګڼې ګوڼې د کمښت په موخه ګډ کمپاین ترسره کړ چې په ترڅ کې د پلو لارو په سر خپل سري کراچۍ او تختونه راټول او شاوخوا شل دوکانونه چې عامه لارو ته يې ټايرونه، تختونه او نور اړوند وسایل راويستلي و مهرلاک کړل.
۱۳۹۸/۹/۱
د امنیه قوماندانۍ پولیسو یو تن د غلا په تور نیولی او د اخلاقي فساد د دمخنیوي کمیسون د کمپاین په ترڅ کې ګڼ شمیر غیري اخلاقي فلمونه نیولي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ پولیسو د ګوشتې ولسوالۍ په خویزو چورخیلو کلي کې د رحمان الله په نوم یو تن د یوې عراده موټر سایکل د غلا په تور نیولی،همدا راز د اخلاقي فساد د مخنیوي کمیسون په جلال اباد ښار کې کمپاین ترسره کړی دی .
د اخلاقي فساد د مخنیوي کمیسون چې په کې د پولیسو عقیداتي او فرهنګي مدیریت،ملي امنیت، کار او ټولنیزو چارو،اطلاعاتو او فرهنګ،حج اواوقافو،اطلاعاتو او عامه اړیکو مدیریت،اصناف او یو شمیر نورې ادارې ګډون لري، د جلال اباد ښار صرافۍ مارکیټ، کوز کونړ هډې،مالوچو کوڅې او یو شمیر نورو سیمو کې د کمپیوټرونو د چک کولو کمپاین ترسره کړل .
د دې کمپاین په ترڅ کې یو شمیر هارډسکونو، فلشونو او کمپیوترونو کې ځای پر ځای شوي غیري اخلاقي فلمونه کشف او د لمنځه وړلو په موخه تر لاسه شول .
۱۳۹۸/۹/۱
شیرزادو کې د امنیتي پوستو جوړیدو چارې دیرش سلنه بشپړې شوې او په مومندره کې پټ شوي دوه پاکستاني داعشیان ژوندي ونیول شول .
ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ کې د جګړه ییزو او چاڼیزو عملیاتو د ترسره کېدو سره سم د پوستو جوړولو چارې پیل شوي چې دیرش سلنه بشپړي شوي او نورې به هم ژر جوړې او په کې به د سیمې د ساتنې په موخه امنیتي ځواکونه ځآی پر ځای شي .
په همدې حال کې د داعش دوه پاکستاني غړي چې په مومندرې ولسوالۍ کې پټ شوي وو، د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول او د لا زیاتو څېړنو په موخه پولیسو ته وسپارل شول .