۱۳۹۸/۳/۱۰
په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د څه باندې ۸ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې د دوو پروژو چارې بشپړې شوې .
د ننګرهار ولایت کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لورې د ۸ میلیونه او شپږ سوه زره افغانیو په لګښت د خوږیاڼو ولسوالۍ په پیره خیلو سیمه کې د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو رسونې یوه شبکه او دیرش حلقې څاګانو د کیندلو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
د خوږیاڼو ولسوالۍ پیره خیلو سیمه کې د حاجیانو شورا له لورې د څلور میلیونه او نهه اویا زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو رسونې یوه شبکه د ۵ میاشتو په موده کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه،چې دوه نیم سوه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې .
همدا راز د خوږیاڼو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ۴۶۸۴۶۹۰ افغانیو په لګښت د ۳۰ حلقو څاګانو په کیندلو سره ۴۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
۱۳۹۸/۳/۱۰
خوږیاڼو کې د یو قوماندان په ګډون ۷ وسله والو مخالفین ووژل شول .
ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د قیلغو په سیمه کې تېره ورځ د وسله والو طالبانو او د داعش تروریستي ډلو ترمنځ خپل منځي نښتې شوي،چې په ترڅ کې یو داعش او د قوماندان عبدالرحمن په ګډون ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي .
تېره ورځ هم د شیرزادو په مرکیخیلو سیمه کې د خپل منځي نښتې په ترڅ کې ۱۲ داعشیان وژل شوي وو.
۹/۳/۱۳۹۸
جلال اباد کې ۱۸۰ يتيمو زده کوونکو سره د اختر جامو او نورو توکو مرسته وشوه
ننګرهار ولايت کار او ټولنيزو چارو رئيس عبدالحکيم شیرزاد په هڅو د فرهنګ هدف خيريه موسسې له لوري د امام بخاري روزنتون ۱۸۰ يتيمو زده کوونکو سره د اختر جامو او د پوښاک اړوند نوره مرسته وشوه.
د کار ټولنيزو چارو رئيس د يادې موسسې له مسئولينو مننه وکړه او په نورو بډايه او مرستندويه ادارو يې هم غږ وکړ، چې د کوچني اختر په مناسبت يتيمو زده کوونکو او نورو بېوزله کورنيو سره د جامو او نورو برخو کې مرستې وکړې.
۹/۳/۱۳۹۸
کوز کونړ ولسوال يو شمېر ديني عالمان وستايل
ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري د سعيد اباد جامع جومات کې د تفسير درس په غونډه کې هغه ديني عالمان وستايل، چې د خلکو اصلاح په موخه يې په بېلابېلو برخو کې د ممبر له لارې عامه پوهاوی کړی و.
ولسوال يادو ديني عالمانو ته د اعزاز لونګۍ په تړلو سره د دوی قدرداني وکړه او ورڅخه يې غوښتنه وکړه، چې د خلکو په عامه پوهاوي کې لا ښې هڅې وکړې.
ديني عالمانو ژمنه وکړه، چې د اسلام مبارک دين په رڼا کې به خلک هېوادنۍ مينې، سولې، ثبات، يووالي او ورورولۍ ته وبلي او هغه عرف او عادات، چې له امله يې ټولنه ستونزو سره مخ کړې د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې به يې حل کړي.
د يو بل خبر له مخې ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوال د پوهنې ادارې مسئولینو په ملتيا د دې ولسوالۍ لرې پرتې سیمې ياغي بند ته ولاړ او هلته يې په ښوونځيو کې د کلنيو ازموينو د ليدنې او څارنې پر مهال ښوونکي او زده کوونکي خپلو مسئوليتونو ته ځير او د شته ستونزو په حل کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
۹/۳/۱۳۹۸
کوز کونړ ولسوالۍ کې د فساد مخنيوي په موخه ځوانانو او میرمنو ته د عامه پوهاوي ورکشاپ ورکړل شو.
ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ کې د يوسايډ ادارې له لوري د مدني ټولنو غړو، رضاکاره ځوانانو او ميرمنو ته د فساد مخنيوي په موخه يو ورځنی د عامه پوهاوي ورکشاپ ورکړل شو.
په دغه ورکشاپ کې د فساد پر پيژندلو، د فساد ډولونو، د فساد په مخنيوي کې د ځوانانو او ميرمنو مسئوليت او يو شمېر نورو برخو کې د ورکشاپ ګډونوالو ته ټراينرانو له لوري معلومات ورکړل شول.
د کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري وويل، چې ځوانان او ميرمنې بايد د فساد په مخنيوي کې تر بل هر چا ډير کار وکړي.
هغه د ورکشاپ ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې په دغه ورکشاپ کې زده کړي مطالب د ټولنې نورو وګړو سره هم شريک کړي او د فساد په مخنيوي کې حکومت سره لازمه همکاري وکړي.
۱۳۹۸/۳/۹
ننګرهار وادي کرنيز شرکت (کانال) د مؤثرو خدماتو وړاندې کولو لپاره د هډې فارم ۲۲،۵ جریبه تفريحي پارک داوطلبۍ ته ورکوي.
ياد پارک به د لاندې ځانګړتياوو په لرلو سره داوطلب ته ورکوي.
* پارک کې به د ښځو لپاره مناسب چاپيريال په نظر کې نيول کيږي.
* په پارک کې به د ماشومانو لپاره د تفريح مناسبه ساحه، چاپيريال او د تفريح لوازم په نظر کي نيول کيږي.
* په پارک کې به د سیاحینو لپاره مجهز کانتين، هوټل او د موټرو لپاره پارکينګ په نظر کې نيول کيږي
ټول هغه اشخاص، شرکتونه او موسسات چه د داوطلبۍ علاقه ولري د اعلان د خپريدو څخه تر 21 ورځو پورې دې د شرکت د اجارو مديريت ته خپل غوښتنليک، يو قطعه انځور او تذکره راوړي، شرط پاڼه کتلاى شي تضمين نغدآ اخستل کيږي.
شرکت ژمن دى چه د مؤثرو خدماتو وړاندې کولو او د عوايدو د لوړوالي لپاره د کانال تجارتي ساحاتو څخه سالمه ګټه پورته کړي.
۹/۱۲/۱۳۹۸
ننګرهار والي مسئولينو ته په ولسواليو کې روغتيايي خدماتو ته د لا ښې پاملرنې سپارښتنه وکړه
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د غبرګولي په نهمه ولايت مقام کې د عامې روغتيا رئيس ډاکتر خليل حکمتي، د اداء موسسې د مرکزي ادارې مشر ډاکتر نجيب الله بليغ، د دې ادارې ولايتي مسئول محمد قاسم نوري او نورو مسئولینو سره د ناستې پر مهال په ولسواليو کې د روغتيايي خدماتو په لا ښه والي د همکارۍ غوښتنه وکړه.نوموړي وويل، چې په يو شمېر ولسواليو کې درمل شتون نلري او د درملو په شتون کې خلک معلومات نلري، چې بايد دغه ستونزه حل شي. هغه همدا راز مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې په کوم ولسواليو کې درمل شتون ونلري ورته درمل وليږي او د ولسوال په ګډون، روغتيايي مسئولين او مخور ترې خبر کړي ترڅو د ناروغانو په ښه ډول درملنه وشي.د دغې ناستې پر مهال په ښار او ولسواليو کې د روغتيايي خدماتو پر ښه کېدو بحثونه او پريکړې وشوې او مسئولینو ډاډ څرګند کړ، چې په ولسواليو کې به د درملو ستونزو حل ترڅنګ په خپلو روغتيايي خدماتو کې لا ښه والی، همغږي او عامه پوهاوی رامنځته کړي.
۹/۳/۱۳۹۸
ننګرهار کې سلګونه ځوانان په حرفوي زده کړو بوخت دي
ننګرهار ولايت کار ټولنيزو چارو رئیس عبدالحکيم شیرزاد وايي، چې په دې ولايت کې شاوخوا ۱۶ سوه ځوانان په حرفوي زده کړو بوخت دي او تېر کال يې دوه زره ځوانان په بېلابېلو کسبونو کې تر روزنې وروسته ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.نوموړی وايي، چې اوسمهال لسګونه ځوانان او ميرمنې د مبايل او خامک دوزۍ په برخه کې تر رزونې لاندې دي، چې ډېر ژر به وکولی شي، چې په خپل کسب سره حلاله روزي وګټي.هغه زياته کړه، چې د IRC نړيوالې مرستندويه ادارې له لوري اوسمهال يو شمېر ځوانانو ته د مبايل ترميمولو عملي زده کړې ورکول کيږي.لطف الله او ضياء الرحمن، چې د مبايل ترميم په برخه کې زده کړې کوي وايي، چې ښوونځی يې د اقتصادي ستونزو له امله پريښی؛ خو اوس خوښ دي، چې د مبايل ترميم په برخه کې عملي زده کړې کوي.دوی وايي، چې اوس د مبايل ترميم په برخه کې يې ډير معلومات ترلاسه کړي دي او هره ورځ له خپلو شاوخوا سيمو څخه د زده کړې مرکز ته مبايلونه راوړي چې تر جوړولو وروسته حق الزحمه هم ترلاسه کوي.د مبايل ترميم استاد احمد ظاهر وايي، چې يادو ځوانانو تر دې وړاندې حرفوي زده کړې نه وې کړې او اوس يې ډير څه زده کړي، چې پرې کولی شي خلکو ته خدمت وکړي او حلال رزق وګټي.د IRC لخوا په جوړ شوي مرکز کې ځوانانو ته د شپږ مياشتو زده کړو ترڅنګ هره مياشت دوه نيم زره افغانۍ هم ورکول کيږي، چې ګډونوال يې له زده کړو او امتيازاتو خوښ دي.
۱۳۹۸/۳/۹
ننګرهار کې لس تنه داعش ته د ۸ سوه زره ریالو د لیږد،انسان تښتوونې او مبایلونو د قاچاق په تور نیول شوي .
چارواکي وایي،د ننګرهار امنیه قوماندانۍ پولیسو د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۵ تنه داعش ته د ۸ سوه زره ریالو د لیږد،یو تن د انسان تښتوونې ګروپ غړی او د دوو پولیسو په ګډون څلور تنه د مبایلونو د قاچاق په تور نیولي .د دې ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز وایي،پولیسو یې د غني خیلو ولسوالۍ په مارکوه بازار سیمه کې د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې مالي ملاتړ په موخه لیږدیدونکې ۸ سوه زره ریال چې شاوخوا ۲۱۱ زره امریکایي ډالر کیږي،د ۵ تنو سره یو ځای نیولي . هغه زیاتوي،یاد ریال د چرګانو د لیږد په یو موټر کې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو،چې د پلټنو پر مهال ورسره یو میل تفنګچه هم تر لاسه شوې.ښاغلی مبارز وایي،پولیسو همدا راز په جلال اباد ښار کې د انسان تښتوونکو د ګروپ یو مهم غړی نظرخان نیولی،چې د نورو ګروپونو د نیولو په موخه ترې تحقیقات جریان لري .امنیه قوماندان په وینا پولیسو یې همدا راز ۳۸۱۷ سیټه مبایلونه چې په قاچاقي ډول په یوې مازده موټر کې لیږدول کیدل،د دوو لیږدونکو سره یو ځای نیولي،همدا راز یې یو ساتنمن او د پولیسو افسر چې د یادو قاچاقو په لیږد کې مرسته کوله،هم نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي .
۹/۳/۱۳۹۸
د دوو شهيدانو او اوو ټپيانو يوې کورنۍ سره د پنځه سوه پنځوس زره افغانيو نغدي مرسته وشوه
ننګرهار ولایت مقام کې د ملي وحدت حکومت اجرائيه رياست له لوري د غبرګولي په نهمه د سره رود ولسوالۍ هغې کورنۍ ته، چې يو کال وړاندې يې د يوې مرمۍ د چاودنې له امله د کورنۍ دوه غړي شهيدان او اووه نور ټپيان شوي و د پنځه سوه او پنځوس زره افغانيو نغدي مرسته وشوه.د مرستې ورکړې پر مهال د ولايت مرستيال تميم عارف مومند، د اجرائيه رياست پلاوي مشر عبدالرشيد مخلص، سره رود ولسوال او نورو مسئولينو ګډون کړی و. د ولايت مرستيال تميم عارف مومند د حکومت اجرائيه رياست پلاوي څخه مننه وکړه، چې د سره رود ولسوالۍ د شهيدانو او ټپيانو کورنۍ سره يې نغدي مرسته وکړه.د اجرائيه رياست پلاوي مشر عبدالرشيد مخلص د ولايت مرستيال تميم عارف مومند ستاينه او مننه وکړه، چې د يادې کورنۍ په اړه يې له دوی سره معلومات شريک کړل او نن يې ورته مرسته ورسوله.نوموړي وويل، چې يادې کورنۍ ته د دوی د دوو غړو شهادت له امله دوه سوه زره افغانۍ او د اوو ټپيانو درملنې لپاره درې نيم سوه زره افغانۍ، چې ټولې پنځه سوه پنځوس زره افغانۍ کيږي ورکړل شوې.حاجي هميشه ګل، چې د کورنۍ دوه غړي يې شهيدان او اووه ټپیان شوی و د ولایت مرستیال او اجرائيه رياست له پلاوي مننه وکړه، چې د دوی غږ يې واوريده او ورسره يې مرسته وکړه.نوموړي وويل، چې کابو يو کال وړاندې يې د کورنۍ پر غړو نا چاوده مرمۍ چاودنه وکړه، چې له امله يې يوه انګور او لمسۍ شهيدانې او د کورنۍ اووه غړي يې نور ټپيان شول، چې ډيرو اقتصادي ستونزو سره مخ و او په دغې مرستې سره به يې ستونزې يو څه حل شي.