۱۳۹۸/۹/۴
د ننګرهار والي په بدخشان کې د سیمه ییزې حکومتولۍ د پیاوړتیا کنفرانس په لومړۍ ورخ کې ګډون وکړ.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ، د هېواد په کچه د سیمه ییزې حکومتولۍ د پیاوړتیا په موخه په بدخشان ولایت کې جوړ شوي درې ورځني کنفرانس په لومړۍ ورځ د ګڼ شمیر نورو لوړ پوړو چارواکو سره یو ځای ګډون وکړ .
د یاد کنفرانس په لومړۍ ورځ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس عبدالمتین بیک،د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل،د بدخشان،هلمند،تخار،دایکندي او غور ولایتونو والیانو،رئیسانو،د پوهنتونو استادانو،ولایتي شورا،مدني ټولنو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.
ټاکل شوې یاد کنفرانس سې شنبه او چهارشنبه هم دوام وکړي چې په کې به ننګرهار والي هم د ښې حکومتولۍ په اړه خپل نظریات او په دې ولایت کې ترسره شوې تجربې شریکي کړي .
۱۳۹۸/۹/۴
د ننګرهار ولایت د املاکي کمیسون غونډه د ولایت مرستیالې په مشرۍ ترسره شوه .
د ننګرهار ولایت د املاکي کمیسون غونډه د لیندۍ په ۴مه ولایت مقام کې د دې ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ په مشرۍ ترسره شوه چې په کې د ښار جوړونې،کانال،ښاروالۍ،ځمکو پېښو پر وړاندې د چمتوالي،امنیه قوماندانۍ او عدلي ادارو مسؤلینو،د سره رود ښاروال او خوږیاڼو اجرایه مدیر ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د مسلیم په نوم یو تن په قضیه چې په وینا خوږیاڼو ولسوالۍ کې ترې په زور ځمکه نیول شوې،همدا راز د سلیم په نوم یو بل تن چې په وینا یې د ښاروالۍ له لورې ورته ویشل شوې هټۍ یو بل تن په زور نیولې او یو شمیر نورو قضیې بحث شوې .
د غوندې په ترڅ کې ثبت شوې قضیې اړونده ارګانونو ته حکم شوې او ورته د جدي اجراتو لارښوونې وشوې .
۴/۹/۱۳۹۸
ننګرهار کې د طبي انسټیټونو د ۳ زره او اووه سوه فارغانو څخه د دولتي سند د ورکړې په موخه د ازموينو اخيستو لړۍ پيل شوه .
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار شيرزي لوبغالي کې د طبي انسټيټونو د درې زره او اووه سوه فارغانو څخه د دولتي سند ورکړې په موخه د ازموينو لړۍ پيل شوه.
د يادې ازموينې اخيستو پر مهال د ولايت مرستيالې، د عامې روغتيا وزارت پلاوي، د انسټيټونو مسئولينو او محصلينو ګډون کړی و.
د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ وويل، چې په دې ولايت کې د روغتيايي علومو انسټيټونو درې زره او اووه سوه فارغانو څخه د ازموينې لړۍ پيل شوه، چې نن له يولس سوه او پنځوس فارغانو څخه ازموينه واخیستل شوه.
نوموړې وويل، چې په دغه ازموينه کې برياليو فارغانو ته دولتي سند ورکول کيږي ، چې د ياد سند په درلودلو سره به د روغتيا په برخه کې د خدمت کولو اجازه ولري.
د ولايت مرستيالې زياته کړه، چې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې به هم د انسټیټونو د نرسنګ،قابلګۍ،تکنالوژۍ، فارمیسي او د غاښونو برخه کې له فارغانو څخه ازموينه واخيستل شي.
د عامې روغتيا وزارت پلاوي د ازموينې له شفافيت څخه ډاډ وښوده او زياته يې کړه، چې د ځوابونو مطابق اجرات به تر سره شي.
د دې ازموينې پر مهال د نورستان، کونړ او لغمان ولايتونو محصلينو هم ګډون کړی و او هيله يې وښوده، چې په دې ازموينه کې بريالي شي، ترڅو په خپلو سيمو کې ولسونو ته خدمت وکړي.
۱۳۹۸/۹/۴
ننګرهار کې د مخالفینو څخه پاکو شویو سیمو کې د ماین پاکۍ چارې ترسره کیږي .
چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې ګڼ شمیر سیمې د مخالفینو څخه پاکي شوي او په دې موخه چې خلکو ته په ډاډمن ډول د بېرته ستنیدو زمینه برابره شي، په ټولو سیمو کې د ماین پاکۍ چارې ترسره کوي .
د دې ولایت مرستیال والي تمیم عارف مومند د لیندۍ په ۴مه د خپل کار په دفتر کې د ماین پاکوونې د چارو د همغږۍ دفتر مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال وویل: په ګڼ شمیر ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال سیمې د مخالفینو څخه پاکي شوي، د بېرته ساتنې په موخه په کې پوستې هم ځای پر ځآی شوي دي .
هغه زیاته کړه، په دې موخه چې ولسي خلک خپلو سیمو ته په ډاډمن ډول ستانه شي،نو لازمه ده چې په ټولو سیمو کې د ماین پاکۍ چارې ترسره شي او په دې برخه کې د هر ډول قانوني د همکارۍ ډاډ ورکړ .
ننګرهار لپاره د ماین پاکۍ د چارو د همغږۍ دفتر مشر عبدالولي ساپي وویل: اوس مهال د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوی دوه ډلې د ماینونو څخه د سیمې د پاکوونې په موخه ګمارل شوي دي .
دوی ژمنه وکړه چې په نږدې راتلوونکي کې به د ماین پاکوونې په ډلګیو کې زیاتوالی رامنځته کړي،ترڅو د ولایت مقام په ځآنګړي ډول د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې سره په همغږۍ ټولې سیمې د ماینونو څخه پاکي کړي .
د یادونې وړده چې په اچین ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د مخالفینو له لورې ځای پر ځای شوي شاوخوا ۴ سوه ماینونه کشف او لمنځه یوړل شول .
چپرهار ولسوالۍ کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کلینک د ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې .
چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د عامې روغتیا وزارت له لورې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کلینک د جوړولو چارې پیل شوې چې د ۶ میاشتو په موده کې به تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .
د دې ولایت د چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزی وایي، یاد کلینک د عامې روغتیا وزارت د اووه میلیونه افغانیو پرمختیایي بودیجې څخه د ولسوالۍ په ګلدرې سیمه کې په یو جریب ځمکه کې جوړیږي چې لس خونې او نور ضروري محلقات به ولري.
د یاد کلینک د چارو د پیل کېدو مراسم د یوې لویې غوندې په ترڅ کې پیل شول چې په کې مخورو،خوانانو او نورو ګډون کړی وو
د دوو ترکانو په ګډون ۶۲ داعش وسله وال ملي امنيت موظفينو ته تسلیم شول
ننګرهار ولايت ملي امنيت رياست کې د ليندۍ په څلورمه د دوو ترکانو او ديرش پاکستانيانو په ګډون ۶۲ داعش وسله وال د خپلو وسلو سره ملي امنيت ته تسليم شول.
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند وويل، چې په اچين ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو وروستيو عملياتو په ترڅ کې داعش ډلې ماتې وخوړه او اړ شول، چې ډلې – ډلې تسليم شي.
نوموړي وويل، چې نن هم د داعش وسله والو دوه شپيته غړي، چې دوه يې ترکان، ديرش پاکستاني او ديرش افغاني دي د خپلو يو شمېر درنو او سپکو وسلو سره تسليم شول.
هغه زياته کړه، چې داعش وسله وال نور د جګړې توان نلري او د تېښتې ټولې لارې پرې تړل شوي؛ ځکه تسلميږي او د تېرو څو اوونيو په موده کې سلګونه داعش وسله وال تسليم شوي دي.
د داعش يو تسليم شوي غړي سليمان وويل، چې له تېرو پنځو کالونو راهيسې يې داعش وسله والو په ليکه کې فعاليت کوه، چې يو شمېر جګړو کې يې هم برخه اخیستې.
يادو داعش وسله والو ملي امنيت رياست ته کلاشنکوفونه، پيکا، تومانچې، شاژورونه تسليم کړل او په خپلو ترسره کړيو کړنو يې پښيماني وښوده.
د دې کنفرانس پر مهال د ملي امنيت مرستيال، رسنيو استازو او نورو ګډون کړی و.
۱۳۹۸/۹/۴
سره رود ولسوالۍ کې ۱۷۶ بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ ته را بې ځایه شویو ۱۷۶ کورنیو سره د WFP ادارې له لورې د خوراکي توکو مرسته وشوه چې په کې هرې کورنۍ ته څلور بوجۍ وړه،څوارلس کیلو دال،مالګه او نور توکې ورکړل شول .
یاده مرسته د دې ولایت د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو ادارې په همغږۍ د WFP مؤسسې له لورې د IFM ادارې په مرسته مستحقو کورنیو ته ورکړل شوه .
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ له لورې د ښاري نظم کمیسون پرېکړو تطبیق د ځآنګړې ګمارل شوي قطعې له لورې د اقداماتو په ترسره کولو سره په جدي ډول پیل شو .
چارواکي وایي،د ننګرهار والي په لارښوونه یې د جلال اباد ښاري نظم کمیسون له لورې چارې په جدي ډول پيل کړې او د پرېکړو د تطبیق په موخه یې د پولیسو ځآنګړې قطعه په دنده ګمارلې ترڅو سرغړونکو سره سخت چلند ترسره کړي .
د دې ولایت امنیه قوماندانۍ او ښاروالۍ مسؤلینو د لیندۍ په ۴مه په جلال اباد ښار کې د یاد کمپاین پرانیسته وکړه چې په وینا یې دا ځل به د پخوا په توپیر تر هغې دوام وکړي،ترڅو ښاري نظم رامنځته او د بې نظمۍ مخنیوی وشي .
جلال اباد ښاروال روح الامین حسن وایي،د ننګرهار امنیه قوماندانۍ له لورې د ځآنګړې قطعې په ګمارلو سره یې د ښاري نظم د رامنځته کېدو په موخه وروستي او جدي اقدامات پیل کړل چې په وینا یې تر هغې به دوام وکړي ترڅو ټولې پلې لارې او سړکونه د ترافیکو او خلکو پرمخ پرانیزي.
نوموړي زیاته کړه، د لاسي پلورونکو،د سبزیو پلورونکو او نورو ته یې ځآنګړي ځآیونه په نښه کړي او تر دې وروسته به هیچا ته اجازه ورنکړي چې په ښار کې د قانوني هټیوالو مخې ته پلې لارو او سړکونو باندې خپلې چارې ترسره کړي .
د ننګرهار امنیه قوماندان سمنوال ایمل نیازی چې د ښاروالۍ مسؤلینو سره یو ځای یې په یاد کمپاین کې برخه درلوده وویل، د ښار وضعیت ښه ندی،سړکونه د ترافیکو او پلې لارې د خلکو پرمخ د لاسي پلورونکو له لورې تړل شوي چې له امله یې بې نظمي او امنیتی ستونزې هم رامنځته کیږي .
هغه ټولو ښاریانو او هټیوالو څخه وغوښتل چې د ښار په نظم کې د پولیسو او ښاروالۍ مسؤلینو سره همکاري وکړي،خو په وینا هغه کسان چې سرغړونه وکړي،له سخت چلند سره به یې مخ کړي .
په همدې حال کې ګڼ شمیر ښاریانو د ولایتي ادارې د یاد اقدام ستاینه وکړه او پر دوام یې ټینګار وکړ.
۱۳۹۸/۹/۴
چارواکي وایي، د ننګرهار کانال اړوند ستونزې د منظم پلان له مخې حل کوي .
د ننګرهار ولایت د کانال شرکت عمومي رئیس پرویز علي وایي، د دې کانال په بېلابېلو برخو کې د پرمختګونو په موخه د راتلوونکې لپاره د منظم پلان له مخې د ستونزو د حل او پر وړاندې د ننګونو د لمنځه وړلو په موخه اقدامات کوي .
نوموړی چې د یو شمیر نورو مسؤلینو په ملتیا یې د لیندۍ په ۴مه د دویم،دریېم او څلورم فارم څخه لیدنه ترسره کوله،د اړونده مسؤلینو سره یې د راتلوونکې کال په پلانونو،ستونزو حل او فرصتونو باندې هر اړخیزې خبرې وکړې .
هغه په فارمونو کې د اوسنیو اصلاحاتو،پرمختګونو او حاصلاتو زیاتوالي له امله د مسؤلینو څخه مننه وکړه،خو د کارونو د لا همغږۍ،چټکتیا او پر شفافیت یې ټینګار وکړ.
۱۳۹۸/۹/۴
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس په مشرۍ د سيمه ايزو رسنيو د مسوولينو او استازو سره د همغږۍ او همکارۍ ناسته وشوه .
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رئيس رحيم الله خوږياڼي په مشرۍ په دې ولايت کې د سيمه ايزو رسنيو د مسوولينو او استازو غونډه جوړه شوه. چې په کې د سيمه ايزو رسنيو د فعاليت، په چارو کې د لا پرمختګ او په يادو رسنيو کې د ستونزو خبرې اترې وشوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس له رسنيو وغوښتل چې خپل نشراتي پروګرامونه دې له دوی سره شريک کړي،ټولې خپرونې د مطبوعاتو له قانون سره برابرې کړي او د مبتزلو خپرونو مخه ونيسي،همدا راز یې د ژورنالېستانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د مسلکي کورسونو د جوړیدو ډاډ هم ورکړ.
په دې ناسته کې د رسنيو استازو خپلې ستونزې شریکې کړې او ژمنه یې وکړه چې ارزښتونه به پالي او خپرونې به يې د قانون سره سمې برابرې کړې .
۱۳۹۸/۹/۴
په ګوشتې ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د مومند په نوم ښوونیز مرکز په فعالیت پیل وکړ.
چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د مومند په نوم ښوونیز مرکز په فعالیت پیل وکړ چې په کې به د ۱۲ ټولګیو فارغینو ته د کانکور د چمتوالي ترڅنګ زده کوونکو ته په انګلیسي،ریاضي،فزیک او کیمیا برخه کې زده کړې ورکړل شي .
د دې ولایت د ګوشتې ولسوال عبدالبصیر ګلاب د یاد ښوونیز مرکز د پرانیستې په غونډه کې د مرکز له مسؤلینو وغوښتل چې په وړیا ډول د بې وزله،یتیمو په ځآنګړي ډول د شهیدو سرتېرو اولادونو ته په وړیا ډول د زده کړو زمینه برابره کړي .
۱۳۹۸/۹/۴
ننګرهار کې د ۶ ولسوالیو اړوند ۳۶۰ میرمنو ته د شاوخوا شل میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو د پروسس وسایل ورکړل شول .
چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت د کوټ، اچین،چپرهار،رودات،خوږیاڼي او شیرزادو ولسوالیو اړوند ۳۶۰ میرمنو ته یې د کرنې د ودې او پراختیا پروګرام په چوکاټ کې د شاوخوا شل میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو د پروسس وسایل ورکړل چې د اچار،رومیانو روب،مربع او سرکې جوړولو په برخه کې به ترې ګټه واخیستل شي.
د مرسته شویو وسایلو د یوې بستې لګښت ۵۴ زره افغانۍ دی چې په کې ۴۷ قلمه بېلابېل توکې شتون لري .
یادو میرمنو ته په لومړي پړوا کې د اچار،کیچ اپ، مربع او سرکې جوړولو په برخه کې څلور ورځنی روزنه هم ورکړل شوې ده .
د ننګرهار ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست ډاکټر ضمیر بهسودي،د کرنې د ودې او پراختیا پروګرام مشر بسم الله ځدران او یو شمیر نورو مسؤلینو د یادې مرستې د ویش پر مهال شتون درلود.
د ننګرهار ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: په دې چارې سره به ښځینه په کور دننه کارو بار جوړ کړي چې له یوې خوا به غذا تامین او له بلې خوا به کورنی اقتصاد پیاوړی شي.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست ریس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي او د کرنې د ودې او پراختیا پروګرام مشر بسم الله ځدران د یادې مرستې په شفاف ویش ډاډ وښوده او په راتلوونکې کې هم د ورته نورو چارو د ترسره کولو ژمنې وکړې.
۱۳۹۸/۹/۴
د ننګرهار والي په لارښوونه د چپرهار او پچیراګام ولسوالانو خپلې کړنې د رسنیو له لارې ولس سره شریکې کړې .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه د چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزي او د پچیراګام ولسوال حضرت خان خاکسار رسنیو دفتر کې د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال خپلې کړنې ولس سره شریکې کړې .
د یاد کنفرانس پر مهال د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل،د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل ټولو مسؤلینو ته لارښوونه کړې چې د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه ولس ته مالومات ورکړل چې د چپرهار او پچیراګام ولسوالیو څخه د همدې لړۍ پیل وشو .
د چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزي وویل، پنځلس میاشتي کیږي چې په چپرهار ولسوالۍ کې پر دنده ګمارل شوی او د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د نظامي شورا څخه مننه وکړه چې له ۱۲ کلن ځنډ وروسته یې په یاده ولسوالۍ کې عملیاتو ترسره کېدو سره سم پوستې جوړې او د امنیت تامین په موخه یې په کې عامه نظم او نور منسوبین وګمارل .
هغه زیاته کړه، په یاده ولسوالۍ کې د اقرا پروګرام له لارې د ۳۲ ښونځیو د جوړولو،په بېلابېلو سیمو کې د پلچکونو، ویالو،استنادي دیوالونو او نورو په ګډون د ۷۱ رغنیزو پروژو چارې جریان لري .
نوموړي وویل، ګڼ شمیر سړکونه په یاده ولسوالۍ کې تخریب دي چې د ولایتي ادارې په همکارۍ یې سروې ترسره شوي او په ۹۹ یم کال کې به یې د رغونې چارې پیل شي،همدا راز یې په یاده ولسوالۍ کې د کوکنارو کښت د مخنیوي،پروژو پلې کېدو او امنیت تامین کې د ولسي همکارۍ ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې د پچیراګام ولسوال حضرت خان خاکسار وویل، په یاده ولسوالۍ کې روان کال کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلي شوي چې په کې لس بستریز روغتون،پچیر کې استنادي دیوال،لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو رسونې شبکې او نورې شاملي دي .
هغه زیاته کړه، په نوي کال کې د ۲۰ ښوونځیو ودانیو جوړیدو په ګډون د ۲۷۴ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې د یادې ولسوالۍ لپاره پلان شوي چې په عملي کېدو سره به یې په یاده ولسوالۍ کې ګڼ شمیر ستونزې حل شي .
د پچیراګام ولسوال د تورې بوړې تاریخي سیمې ته د غځیدلي سړک جوړیدو،د امنیت په تامین او په کې پانګونې ته د زمینې په برابریدو ټینګار وکړ او هیله یې وښوده،که هلته زمینه برابره شي نو ډیری بې روزګاره ځوانانو ته به کاري فرصتونه برابر شي چې له امله به یې وسله والو مخالفو لیکو کې د جذبیدو څخه هم مخنیوی وشي.
نوموړي پچیراګام ولسوالۍ ته د تګ راتګ د ټولو لارو د امن ډاډ ورکړ او هیله یې وښوده چې په یاده ولسوالۍ کې د کرنې او مالدارۍ،باغدارۍ او نورو پرمختیایي برخو کې پروژې پلي شي .
په همدې حال کې د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، تورې بوړې ته غځیدلي سړک او په یاده تاریخي سیمه کې د پانګونې په موخه مرکز ته وړاندیزونه کړي او د منظورۍ په ترڅ کې به پرې عملي اقدامات ترسره شي .
د دې کنفرانس پر مهال ولسوالانو د رسنیو بېلابېلو پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړل .
۱۳۹۸/۹/۳
د ننګرهار امنیه قوماندان د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې په پلي ګرځیدو سره خلکو ته د امنیت د تامین په موخه ډاډ ورکړ.
د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان سمنوال ایمل نیازی د جلال اباد ښار د بېلابېلو حوزو اړوند سیمو کې پلی وګرځیدو او خلکو ته یې د پولیسو له لورې د جدي امنیتي تدابیرو د نیولو ډاډ ورکړ خو د دوی په همکارۍ او د پولیسو په ملاتړ یې ټینګار وکړ.
هغه همدا راز ښاریانو څخه وغوښتل چې د ښاري نظم کمیسیون سره مرسته وکړي ترڅو پلې او عمومي لارې پاکې او په دې ښار کې د خپلسرۍ د مخنیوي په ترڅ کې ښاري ښکلا رامنځته کړي .