۱۳۹۸/۹/۷
د ننګرهار والي په افغانستان کې د نړیوال بانک عمومي رئيس سره ولیدل .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د لیندۍ به ۶مه په پلازمینه کابل کې په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس هنري کرالي او د یاد بانک عمومي سلاکار سره ولیدل .

د دې ناستې پر مهال په بېلابېلو برخو کې ننګرهار سره د نړیوال بانک په مرستو، د داعش او وسله والو طالبانو څخه پاکویو شویو سیمو کې د ماین پاکۍ چارو په ترسره کولو،د اقرا او ولسي تړون پروګرام پر تمویل او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشوې .

تر دې وړاندې هم ننګرهار والي د بېلابېلو ملي او نړیوالو مرستندویه ادارو سره دې ولایت ته د مرستو را جلبولو په موخه ناستې کړي .
۱۳۹۸/۹/۶
د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو،ملي امنیت عمومي رئیس او د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان ننګرهار کې د لوړ پوړو مسؤلینو سره امنیتي غونډه وکړه.
د ننګرهار ولایت په هوایي ډګر کې نن د لیندۍ په شپږمه د ختیځ په کچه امنیتي غونډه وشوه چې په کې د ملي دفاع سرپرست اسدالله خالد، کورنیو چارو سرپرست مسعود انداربي،ملي امنیت عمومي رئیس احمدضیا سراج،د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال میلر او د ختیځ زون لوړ پوړو ملکي او نظامي مسؤلینو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د ختیځ په کچه امنیتي ارزونه وشوه، په راتلوونکو پلانونو د بحث ترڅنګ د تدابیرو نیولو پر مهال په همغږۍ او همکارۍ ټینګار وشو.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان،ختیځو ولایتونو والیانو،امنیتي مسؤلینو او یو شمیر نورو ترڅنګ د ننګرهار ولایت مرستیال والي تمیم عارف مومند د خبرو پر مهال په دې ولایت کې د داعش د ځپلو پر مهال د مرکزي ادارې د ملاتړ او د امنیتي ځواکونو د سرښندنو څخه قدرداني وکړه.
هغه همدا راز د مخالفینو څخه پاکو شویو سیمو کې د ماین پاکۍ د چارو د ترسره کولو، شیرزادو او حصارک ولسوالیو امنیتي تهدیداتو لمنځه وړلو او ژمنیو عملیاتي تدابیرو نیولو او یو شمیر نورې غوښتنې وکړې چې د لوړ پوړو مسؤلینو له لورې د همکارۍ ډآډ ورکړل شو.
د یادې لیدنې وروسته یاد لوړ پوړي پلاوي د ننګرهار اچین ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ د امنیتي ارزونې ترڅنګ یې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د ترسره شویو عملیاتو او مېړانې څخه ستاینه او تقدیر وکړ.
دوی په ننګرهار کې د داعش ځپلو له امله د دې ولایت خلکو،ولسي پاڅوون کوونکو،امنیتي ځواکونو او ولایتي ادارې رهبرۍ ته د مبارکۍ ترڅنګ په راتلوونکې کې د امنیتي ستونزو د لمنځه وړلو په موخه د خپلو تدابیرو په اړه هم مالومات ورکړل.
د یادونې وړده چې په وروستیو کې د هوایي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال داعشیان وځپل شول چې له امله یې دوی جګړیزه توانمندۍ له لاسه ورکړه او د زرو په شاوخوا کې د میرمنو او ماشومانو سره یو ځای تسلیم شول .
۶/۹/۱۳۹۸
د قاسم اباد او غاليو اوبدونکو ښارګوټو چارې و ارزول شوې
ننګرهار ولايت مقام سکتوري خدمتونو او ښار جوړونې رئيسانو د يو شمېر مسئولینو په ملتيا د جلال اباد ښار اتمه ناحيه کې د قاسم اباد او غاليو اوبدونکو ښارګوټو د چارو څارنه او ارزونه وکړه.
مسئولينو د غالۍ اوبدونکو ښارګوټي داخلي دوه شپيته کيلومتره او همدا راز د عبدالخېلو د څلويښت متره سړک د جوړونې له چارو څارنه وکړه.
يادو مسئولينو د روانو چارو نېمګړتياوې په ګوته کړې او مسئولينو ته يې د جدي حل په موخه سپارښتنې وکړې.
د دې څارنې پرمهال د ښار جوړنې انجينرانو د تر سره شوي کار کيفيت معلومولو په موخه د موادو او نورو توکو معاينه وکړه او د کوالټۍ په لا ښه کېدو ټينګار وشو.
۱۳۹۸/۹/۷
د ننګرهار والي په هڅو چین هېواد تورخم ښارګوټې کې د مسافرینو د خدمتونو مرکز جوړیدو په موخه څه باندې ۲۱ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په هڅو، چین هېواد د دې ولایت تورخم ښارګوټې کې د مسافرینو د خدمتونو مرکز جوړیدو په موخه څه باندې ۲۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وکړه چې د تدارکاتي چارو د بشپړیدو وروسته به یې راتلوونکې اونۍ کې عملي چارې پیل شي .
یاد مرکز چې په شپږو میاشتو موده کې به په شاوخوا ۴۵۰ متره مربع سیمه کې په دوه پوړونو کې د تورخم ښاروالۍ د ډیزاین له مخې جوړ شي په کې به د نارینه او ښځینه مسافرینو لپاره د پاسپورټ څانګې،دمه ځآی،د مالوماتو مرکز،جومات،مسافر خونې،تشنابونه او نور ضروري محلقات ولري .
تورخم ښاروال انجنیر راحت ګل زیارمل افغان وایي،د یاد مرکز د جوړیدو بودیجه یې د چین هېواد د سفارت او بهرنیو چارو وزارت استازو سره د هوکړه لیک د لاسلیک کولو وروسته تر لاسه کړه .
هغه د یادې بودیجې د ترلاسه کولو له امله د ننګرهاروالي،بهرنیو چارو وزارت او چین هېواد سفارت څخه مننه وکړه او تورخم ته یې په نورو برخو کې د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړه .

۶/۹/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت مرستياله وايي د ښځو پروړاندې تاو تریخوالی په ټولنه کې د ناوړه دود زیږنده ده.
ننګرهار ولايت مرستيالې د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي مخنیوي کمیسون په میاشتنۍ غونډه کې وویل د ښځو پروړاندې تاو تریخوالی په ټولنه کې د ناوړه دود زیږنده ده، چې په خبره يې د ټولنې هر وګړی د اسلامي او بشري مسئوليت له مخې بايد د دغې ناوړې پديدې پر وړاندې مبارزه وکړي.
د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي کميسون غونډه د ليندۍ په شپږمه ولايت مقام کې جوړه شوې وه، چې پر مهال يې د ښځو چارو، بشر حقونو، اطلاعاتو کلتور، څارنوالۍ، ننګرهار پوهنتون، امنې قومندانۍ، حج اوقافو، کار ټولنيزو چارو او يو شمېر نورو ادارو استازو ګډون کړی و.
ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ وويل، چې تر دې مهاله د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مخنيوي برخه کې تر سره شوي اجرات د ستاينې وړ دي.
نوموړې زياته کړه، چې ښځه د ټولنې نيمه برخه تشکيلوي بايد د ټولنې هر وګړی د اسلامي، ټولنيزو او اخلاقي مسئوليت له مخې د ښځو حقونو ته درناوی ولري او د تاوتريخوالي مخنيوی وکړي.
د ښځو چارو رئيسې فتانې عزيز د ولايت مقام له رهبرۍ مننه وکړه، چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مخنيوي په برخه کې يې ډېره همکاري کړې.
د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مخنيوي مياشتنۍ غونډه کې د يو شمېر مېرمنو په قضاياو بحث تر سره او لازمې پرېکړې تر سره شوې.
۶/۹/۱۳۹۸
بهرنيو چارو رئيس په دې ولايت کې د پاکستاني محصلينو ستونزو حل په موخه د ياد هېواد قونسل سره وکتل.
ننګرهار ولايت بهرنيو چارو رئيس اصيل خان نیازي سره د پاکستان هېواد قونسل عابد الله د دې ولايت په خصوصي پوهنتونونو کې د پاکستانيو محصلينو د ويزو او يو شمېر نورو ستونزو حل په موخه ناسته وکړه.

په ورته وخت کې بهرنيو چارو رئيس په دې ولايت کې د UNHCR دفتر مشر سره وکتل او په دوه طرفه همکاريو هوکړې ترڅنګ يې دې ولايت کې د تر سره شويو او پلان شويو مرستو په اړه بحثونه تر سره کړل.

۷/۹/۱۳۹۸
ډاکتر ضمير بهسودي د ننګرهار کرنې سرپرست رئيس په توګه دنده پيل کړه
د کرنې وزارت په لزومديد ولايت مقام سره په همغږۍ ډاکتر ضمیر بهسودی د کرنې سرپرست رئیس په توګه تر ټاکل کېدو وروسته دنده پيل کړه.
د ولايت مرستيال تميم عارف مومند سره ولايت مقام کې د کرنې نوي سرپرست رئيس د پېژندنې په موخه ناسته وکړه، چې نوموړي له لوري ورته د همکارۍ او د چارو په ښه ډول پرمخ وړلو کې سپارښتنې وشوې.
له ناستې وروسته د ولايت بشري سرچينو رئیس احمدضياء عبدالزي د کرنې رياست سرپرست ډاکتر ضمير بهسودی د يادې ادارې کار کوونکو ته ور وپېژنده او رسماً يې دنده پيل کړه.
د کرنې سرپرست رئيس، چې پخوا يې په ياد رياست کې د مالدارۍ امر په توګه دنده تر سره کوله ژمنه وکړه، چې خپلې چارې به په پوره صداقت او ايماندارۍ پرمخ يوسي.
د يادونې ده، چې د ياد رياست رئیس انجينر سميع الله نصرت اوونۍ وړاندې په يوې ترافيکې پېښه کې په شهادت ورسيد.
۶/۹/۱۳۹۸
ننګرهار کې د طبي انسټیټونو د ۳ زره او اووه سوه فارغانو څخه د دولتي سند ورکړې په موخه ازموينه واخيستل شوه.
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار شيرزي لوبغالي کې د طبي انسټيټونو د درې زره او اووه سوه فارغانو څخه د دولتي سند ورکړې په موخه ازموينه واخيستل شوه.
دغه ازموينه، چې د دې ولايت او عامې روغتيا وزارت مسئولينو له لوري د دريو ورځو په ترڅ کې واخيستل شوه په ترڅ کې به يې برياليو کسانو ته دولتي اسناد ورکړل شي، چې ورته به په روغتيايي برخه کې د کار کولو زمينه برابره شي.
په ياده ازموينه کې د ننګرهار نورستان، کونړ او لغمان ولايتونو محصلينو ګډون کړی و او هيله يې وښوده، چې په دې ازموينه کې بريالي شي، ترڅو په خپلو سيمو کې ولسونو ته خدمت وکړي.

۶/۹/۱۳۹۸
د ننګرهار ولايت ۱۱ ولسواليو د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو د همغږۍ غونډه وکړه
ننګرهار ولايت شينوارو ولسوالۍ د ملي اردو دويم کنډک قرارګاه کې د يولس ولسواليو ولسوالانو، امنيه قوماندانانو، امنيت مديرانو، د ملي اردو او سرحدي ځواکونو مسئولينو د همغږۍ ګډه غونډه وکړه.

په دې غونډه کې ښې حکومتولۍ ته د زمينې په برابريدو، قانون حاکميت، امنيت ټينګښت، کوکنارو مخنيوي او د هر ډول فساد په لمنځه وړولو کې خبرې اترې، بحثونه او پريکړې تر سره شوې.
۶/۹/‍۱۳۹۸
په شېرزادو ولسوالۍ کې سيمه ييزه اردو په دنده وګمارل شوه
ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ کې سيمه ييزه اردو تر روزنې وروسته په ياده ولسوالۍ کې په درنو او سپکو وسلو سمبال ځای پر ځای شول.
دوی، چې د ننګرهار والي په هڅو په ۲۰۱ سيلاب قول اردو کې و روزل شول دوه ورځې وړاندې فارغ او نن په شېرزادو ولسوالۍ کې د سیمې دايمي امنيت په موخه پر دنده وګمارل شول.
د ننګرهار ټولې هغه سيمې، چې له وسله والو مخالفينو پاکيږي په کې امنيتي ځواکونه مجهز ځای پر ځای کيږي، ترڅو د سيمې دايمي امنيت په موخه قانون تطبيق او د پرديو د تخريبي کړنو مخنيوی وکړي.
۶/۹/۱۳۹۸
ننګرهار پوهنتون کې د څېړنې کړندود او پروټوکول جوړونې پنځلس ورځنی ورکشاپ پاى ته ورسېد
دغه ١٥ ورځني ورکشاپ کې، چې د نړيوال روغتيايي سازمان (WHO) په تخنيکي مرسته د ننګرهار پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختګ مرکز (PDC) کې جوړ شوى ؤ، د دې پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو او عامې روغتيا رياست (٤٦) تنو استادانو او روغتيا پالو برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال وويل، چې د پوهنتونونو دنده تدريس او تحقيق دى، چې له دې لارې د ټولنې ستونزو ته د حل لارې چارې لټوي او د تحقيق او څېړنې پرته پوهنتونونه نيمګړي او خپل رسالت په سمه توګه نه شي ترسره کولى.
د ننګرهار پوهنتون د علمي تحقيقاتو کمېټې مسؤل پوهنوال ډاکتر سيد ضياءالحق بنوري او د ورکشاپ د ګډونوالو په استازيتوب د عامې روغتيا متخصص ډاکتر محمد ايمل حسنزي د ورکشاپ په اغېزمنتيا خبرې وکړې او په راتلونکې کې يې ددغه ډول نورو پروګرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *