جمهوررئیس غني د هیواد د شپږو ولایتونو انکشافي برنامې اړوندو والیانو ته توضیح کړې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په ګډون شپږو ولایتونو والیانو سره چې د اتو اقتصادي زونونو له جملې په یو اقتصادي زون کې شامل دي، وکتل او د دغو ولایتونو لپاره یې اقتصادي او انکشافی لیدلوري توضیح کړل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، لغمان، کونړ، نورستان، پنجشېر او بدخشان والیانو حضور درلود، جمهوررئیس غني د هیواد په ټولو ولایتونو کې د متوازن انکشاف او موجوده ظرفیتونو د انکشاف په اړه خبرې وکړې.
د هیواد جمهوررئیس د انکشافي برنامو د مدیریت په خاطر له یادو والیانو مننه وکړه او وې ویل، باید د هیواد د هر ولایت دقیقه مطالعه موجوده وي چې طبیعي شتمنۍ، انکشافي ظرفیت، د صادرېدو وړ کرنیز پیداوار، عایداتي سرچینې او بشري ظرفیتونه یې واضح شي. هغه له والیانو وغوښتل د راتلونکي کال لپاره د خپلو ولایتونو لومړیتوبونه واضح کړي چې د مثبتو پایلو او موثریت په موخه په بودجه کې شامل شي.
جمهوررئیس غني همدارنګه د یادو ولایتونو له والیانو وغوښتل چې د اوبو پر مدیریت، د ځنګلونو پر ساتنې، د کانونو پر انکشاف او عایداتي پروژو تمرکز او زیاته پانګونه وکړي، همدارنګه دې د یوه ملي لومړیتوب په توګه د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي او ساتنې د ظرفیت د ایجاد په برخه کې پلانونه جوړ کړي.
د هیواد جمهوررئیس په دغو ولایتونو کې پر کرنیز انکشاف ټینګار وکړ او وې ویل، د کرنیزو ظرفیتونو لوړول، په هر ولایت کې د صادراتو وړ پیداوار تشخیص، د باغدارۍ مدیریت او د ځنځیري ارزښت لمخې پانګونه د خلکو د اقتصادي سطحې د لوړولو لامل ګرځي. هغه همداراز له والیانو وغوښتل، په یادو ولایتونو کې دې د ملي پارکونو سیمې تثبیت او پر عایداتي منابعو د هغې د بدلولو او انکشاف کار وشي.
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اداري واحدونو ترمنځ دې اداري اړیکې پیاوړې، په حکومتولۍ کې دې د ضعف نقطې تشخیص او پاملرنه دې ورته وشي.

۱۳۹۸/۹/۱۰
د ننګرهار والي د عامې روغتیا د رئيس د شهید شوي ورور د فاتحې او حج اواوقافو رئیس د ارواښادې مور بي بي د جنازې مراسمو کې ګډون وکړ.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل چې د ولایت مرستیال په ګډون نورو مسؤلینو یې هم ملتیا کوله، د عامې روغتیا رئيس ډاکټر خلیل الله حکمتي د ورور شهید سردار سلیمان احمد یما د فاتحې او د حج اواوقافو رئيس مولوي محمد داود مجاهد د ارواښادې مور بي بي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.
هغه د عامې روغتیا رئيس ته د ورور د شهادت او د حج اواوقافو رئیس ته د هغه د مور د مړینې له امله د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې وکړل .
۱۰/۹/۱۳۹۸
ننګرهار کې د ۱۵۰ ميليونه افغانيو په مالي لګښت چيک ډيمونه جوړيږي
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند سره د سينديزې حوزې عموي رئيس جلال ناصر فقير يار وويل، چې ډېر ژر به په دې ولايت کې د ۱۵۰ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د چيک ډيمونو او نورو بېلابېلو پروژو پلې کولو چارې پيل کړي.

نوموړي وويل، چې ننګرهار ته يې د سفر موخه په دې ولايت کې د پلان شويو پرمختيايي پروژو په اړه د معلوماتو شريکول، د سينديزې حوزې اړوند ستونزو حل، اوبو مهارول او د چارو ارزونه ده.
هغه زياته کړه، چې ډېر ژر به په دې ولايت کې د ۱۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت چيک ډيمونه، باغونه او يو شمېر نورې پروژې پلې کړي.

ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند په دې ولايت کې د چيک ډيمونو او په اړونده برخه کې د نورو پروژو پلې کول او د اوبو مهارول اړين ياد کړل او په ټولو چارو کې يې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي وويل، چې په دې ولايت کې د ستروسو، کېلې، زيتونو او خرما ونو ښه حاصل ورکړی او غوښتنه يې وکړه، چې د يادو ميوو بڼونه جوړ شي.

۱۰/۹/۱۳۹۸
د اچين ولسوالۍ ۱۹ کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ نولس کورنيو سره، چې د داعش وسله والې ډلې له لوري يې کورونه زيانمن شوي و نغدي مرسته وشوه.
دغه مرسته، چې پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې له لوري شوې وه د اجرائيه رياست پلاوي او ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ له لوري په هرې کورنۍ لس – لس زره افغانۍ وويشل شوې.

۱۰/۹/۱۳۹۸
ننګرهار پوهنتون کې (د ژوند کولو مديريت او مهارتونه) تر سرليک لاندې علمي سيمينار ترسره شو
یاد يو ورځنى پروګرام، چې د افغانستان د همزولو ځوانانو ښوونيزې شبکې په نوښت جوړ شوى ؤ، د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو ٢٢٠ تنو محصلينو په کې برخه لرله.
د دغه سيمينار پر مهال د انتقادي تفکر، پر ځان باور، له نورو سره مرسته، د منازعاتو او کړکېچ حلولو، تصميم نيولو، خلاق تفکر، خپلمنځي روابطو او نورو مهارتونو په اړه معلومات ورکړل شول.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالتونو د سولې انستيتيوت (USIP) پلاوي د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال سره د دواړو خواوو په اکاډميکه برخه کې د ټولنيزې سولې په اړه د ترسره شويو فعاليتونو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې اترې وکړې.
بل لور ته د پوهنتون رئيس په مشرۍ د علمي شورا نوبتي غونډه وشوه، چې په علمي برخه کې د پوهنتون په لاسته راوړنو، ستونزو او يو شمېر نورو داخلي مسايلو بحث او خبرې اترې وشوې.

۱۳۹۸/۹/۱۰
ننګرهار کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .
د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ په شنډي توت سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او د دوی یو شمیر وسلې او مهمات لمنځه تللي،همدا راز د یادې ولسوالۍ په ډنډو میله سیمه کې ۲ سیمه ییز قوماندانان ذاکرالله چې مشهور په مطمئن او موسی چې مشهور په قدرت الله دی، سخت ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د اچین ولسوالۍ په باندر درې سیمه کې ۷ تنه هغه داعشیان چې لا هم نه وو، تسلیم شوي،د هوایي برید په ترڅ کې ووژل شول .
د یو بل خبر له مخې د ملي اردو کمانډو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ په اغزو سیمه کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یو شکمن کس،۲ میله سپکې وسلې،۱۱ کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې او ۳ سوه کیلو ګرامه نشه یې توکې تر لاسه کړي دي .
همدا راز د اچین ولسوالۍ باندر او تختو سیمه په بشپړ ډول د داعشیانو څخه د پاکولو وروسته په یادو سیمو کې عملیات پای ته ورسیدل چې د عملیاتو پر مهال ۶ داعشیان وژل شوي وو،اته ژوندي نیول شوي،۱۱ میله سپکې وسلې،درې عرادې سوزکۍ موټرې،درې عرادې موټر سایکلونه او یوه اندازه مهمات تر لاسه شوي دي.
په یاده سیمه کې د داعشیانو له لورې تخریب شوی پنځه کیلو متره سړک هم د ملي اردو ځواکونو له لورې جوړ شوی دی .
په همدې حال کې د امنیه قوماندانۍ پولیسو له نورو منسوبینو سره په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې پلې او سیارۍ ګزمې او په شکمنو سیمو کې بدني تالاشۍ ګړندۍ کړي چې دا چاره تر ډیره د شپې لخوا ترسره کیږي .
۱۳۹۸/۹/۱۰
د ننګرهار کانال څخه سږ کال د مالټو پنځه زره دوه سوه ټنه حاصلات تر لاسه کیږي .
د ننګرهار ولایت د کانال شرکت اړوند درېیم فارم به سږ کال پنځه زره دوه سوه ټنه د مالټو حاصلات ورکړي چې د تېر کال په پرتله پنځه چنده زیاتوالی په کې راغلی دی .
د دې ولایت د کانال ریاست اړوند د ستروسو باغونو باندې سږ کال یو میلیون افغانۍ پانګونه شوې چې سږ کال به پنځه زره دوه سوه ټنه حاصلات ورکړي چې ترې به ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید هم تر لاسه شي .
تیر کال د ستروسو یادو باغونو ۱۵ سوه ټنه حاصلات ورکړي وو چې پنځه میلیونه او څلور سوه زره افغانۍ پرې پانګونه شوې وه خو د اووه سوه زره افغانیو عواید ترې تر لاسه شوی وو.
د ننګرهار کانال شرکت عمومي رئیس پرویزعلي وایي، چې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په همکارۍ د کانال شرکت لخوا د عوایدو د ډیر والي او د ستروس باغونو د ښو اګروتخنیکي فعالیتونو د اجرا په اړه اقتصادي طرح جوړه کړې .
هغه زیاتوي اوس مهال په ۶ سوه هکتاره ځمکه د ستروسو باغونه شتون لري چې په کې ۲ زره کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي .

۱۰/۹/۱۳۹۸
چپرهار کې يو ښوونکي خپله ځمکه ښوونځي ته ورکړه
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ کې د عتيق الله په نوم يو ښوونکي خپله يوه اندازه ځمکه ښوونځي ته ورکړه، چې ولسوال محمد صديق دولتزي او د سیمې خلکو يې د دې نيک اقدام ستاينه او قدرداني وکړه.
په ورته وخت کې چپرهار ولسوال د نجونو ښوونځيو ته په ورتګ سره زده کوونکو ته د بشپړ امنيت ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې په دې ولسوالۍ کې د پوهنې په برخه کې په پراخه کچه پرمختګونه پرمخ روان دي.
بل لور ته د اراضۍ او کادستر ادارو مسئولينو کامې ولسوال سره په همغږۍ په ياده ولسوالۍ کې د څړ ځايونو او ورشوګانو معلوملو په موخه څېړنې پيل کړې.
په ورته وخت کې په سره رود، لعلپورې، چپرهار، کوټ، بټي کوټ او شينوارو ولسواليو کې د کوکنارو مخنيوي، امنيت لا ښه والي، شخړو هوارۍ او يو شمېر نورو موضوعاتو په موخه غونډې او اجرات تر سره شول.
دغه راز په کوټ ولسوالۍ کې اتو شوراګانو ته د CBARD برنامې له لوري تخمونه او کرنيز وسايل وويشل شول.
د يو بله خبر له مخې د شینوارو ولسوالۍ مسئولینو مارکوه بازار کې په غصب شوې ځمکه جوړ شوی مارکيټ ړنګ کړ.
۱۰/۹/۱۳۹۸
ننګرهار کې ښځينه بنديانو ته د ناروغيو مخنيوي په موخه معلومات ورکړل شول
ننګرهار محبس او د ښځو ملاتړ مرکز کې پنځوس ښځينه بنديانو ته د ساري ناروغيو مخنيوي او پاکوالي ته د پاملرنې په موخه يو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.

د دې ورکشاپ پر مهال د ښځو چارو رئیسې فتانې عزيز ښځينه بنديانې پاکوالي ته ځير کړې او روغتيايي کيټونه يې پرې وويشل.

۱۰/۹/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې د ۱۵ زره متره مربع سړکونو رغونه پيل شوې
ننګرهار ولايت جلال اباد ښاروالۍ مسئولين وايي، چې د ښار په نهو ناحيو کې يې د پنځلس زره متره مربع سړکونو د بيا رغونې چارې پيل کړي، چې تر دې دمه يې پنځه زره متره مربع سړکونه ترميم کړي دي.
په ورته وخت کې د نويو ماشینو په واسطه د ښار په بېلابېلو سيمو کې د ويالو پاکولو کمپاين هم جريان لري، چې تر دې دمه لسګونه ويالې پاکې شوي دي.

۱۳۹۸/۹/۱۰
د ننګرهار د کانال د زيتونو له فارمونو څخه سږ کال ۱۵۰ ټنه حاصلات راټول شوي چې د تېر کال په پرتله څه باندې ۷ برابره زيات شوي دي.
د ننګرهار ولایت د کانال شرکت اړوند زیتونو فابریکې څخه سږ کال ۱۵۰ ټنه د زیتونو حاصلات را ټول شوي چې د تېر کال په پرتله په کې اووه چنده زیاتوالی راغلی دی .
تېر کال د ننګرهار کانال ۱۷ نیم ټنه د زیتونو حاصلات ورکړي چې ترې ۱۴۹۰ لیتره تیل او اته ټنه اچار تر لاسه شوی وو، خو سږ کال ترې یوسلو پنځوس ټنه د زیتونو حاصلات را ټول شوي چې ترې به ۱۲ زره لیتره تیل او څلور ټنه اچار تولید شي .
په زیتونو فابریکه کې د نوې ایټالیا هېواد د ماشیندریو د فعالیدو له امله سږ کال د تیلو د ضایعاتو مخه هم نیول شوې چې هر اته بوتله تیلو پر ځای به دولس بوتله تیل تولید شي .
۱۳۹۸/۹/۱۰
شیرزادو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ غونډه ترسره شوه .
د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ کې یو شمیر مخورو د یوې غونډې په ترڅ کې چې ولسوالۍ مقام کې ترسره کړه، په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لورې د پیل شویو عملیاتو او سرښندونو څخه قدرداني وکړه او د دوی څخه یې ملاتړ اعلان کړ.
د شیرزادو ولسوال مبارز خادم د یادو مخورو څخه مننه وکړه چې د خپلو اتلو سرتېرو ستاینه او د دوی څخه یې ملاتړ وکړ.

۱۳۹۸/۹/۱۰
د ننګرهار برېښنا ادارې کارکوونکي په اشري ډول د هغه پوروړو لینو قطعه کوي چې د دوو دورو څخه زیات د بېلونو باقي وي .
د ننګرهار ولایت د برېښنا رئیس انجینر اکرام الله عابد په مشرۍ د یادې ادارې مسؤلینو د یوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه کړې چې د عمومي اشر په ډول به د هغه پوروړو لینو قطعه کړي چې د دوو دورو څخه زیات د بېلونو باقي وي .

دوی پرېکړه کړې چې هغه کسان به د ولایت مقام په همکارۍ عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژني چې خپل پورونه د لینونو د پرې کولو وروسته هم تحویل نکړي .
۱۰/۹/۱۳۹۸
پچير اګام کې د امن، کوکنارو کر او ځنګلونو وهلو مخنيوي په موخه غونډه وشوه
ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ اړوند اتم سرحدي کنډک کې د ولسوال حضرت خان خاکسار په مشرۍ د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو، قومي مخورو او علماء کرامو په ياده ولسوالۍ کې د امن، کوکنارو کر او ځنګلونو وهلو مخنيوي په موخه غونډه وشوه.

په ياده ولسوالۍ کې د امنيت لاټینګښت او وسله والو مخالفينو ته په ځای نه ورکولو کې له ولسي خلکو څخه همکاري وغوښتل شوه.
همدا راز د پچير اګام ولس ته سپارښتنه وشوه، چې د کوکنار ونه کري او د ځنګلونو له قطع کولو څخه ډډه وکړي.
قومي مخورو، علماء کرامو او نورو په ټولو قانوني برخو کې مسئولينو ته د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
۱۳۹۸/۹/۱۰
ننګرهار کې د اتلس میلیونه افغانیو په مالي لګښت د اوبولګولو ۱۱ کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپار شول .
د ننګرهار ولایت کانال ریاست له لورې د اسیایي پراختیایي بانک په اتلس میلیونه افغانیو مالي لګښت په سره رود،بهسودو،بټي کوټ،غني خیلو او مومندرې ولسوالیو کې د اوبو لګولو ۱۱ فرعي کانالونه تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول .
د دې ولایت د کانال رئیس پرویز علي وایي، یاد کانالونه په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي چې په ټولیزه توګه اته زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه خړوبوی او همدارنګه له دغو کانالونو څخه ۳۵ زره کسان په مستقیم او زرګونه نور کسان په غیري مستقیم ډول ډول ګټه اخلي .
نوموړی زیاتوي ، یاد کانالونو په جوړیدو سره د اوبو د تنظیم او ویش او د اوبو د ضایعاتو مخه ونیول شوه چې د کانالونو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي لامل هم کیږي.
یا کانالونه د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول .
۱۳۹۸/۹/۱۰
شینوارو ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې .
د ننګرهار ولایت شینوارو ولسوالۍ کې د ښاروالۍ په مالي لګښت د سولې تر عنوان لاندې د ۴۲ کرکټ لوبډلو ترمنځ پیل شوې لس اوریزې سیالۍ چې دوه اونۍ وړاندې پیل شوې وې، نن پای ته ورسیدې .
د ولایت سکتوري خدمتونو ریاست کارپوه حمدالله خطاب وایي، د یادو سیالیو پای لوبې په مراسمو کې د یاد ریاست بل کارپوه انجینر ولید،د شینوارو ولسوال معشوق معلم او ښاروال ترڅنګ سلګونه نندارچیانو ګډون کړی وو.
د یادو سیالیو څخه موخه د ځوانانو ترمنځ یوالی او سولې په اړه پیغام خپرول په ګوته شوي دي .
جلال اباد ښار کې د څه باندې ۳۱ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .
د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اړوند اتمې ناحيې په مربوطاتو کې د څه باندې ۳۱ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د ويالو،پلچکونو او کوڅو جوړونې پروژې نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .
د جلال اباد ښاروال روح الامین حسن وايي،د اتمې ناحيې درېیم او څلورم ګذرونو، په پنځه شوراګانو کې د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې ”٥٦٧٠“ متره کوڅې، ”٣٥٢٠“ متره ویالې او ٩ پلچکونه په اساسي ډول کانکریټ کړل .
هغه زياته کړه،په يادو پروژو د پنځه ويشت سلنه ولسي ونډې په اخيستو سره څه باندې ۳۱ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې د ۶ مياشتو په موده کې يې چارې ترسره شوي دي .
د یادولو وړ ده چې له یادو پروژو څخه به ”١١٧٠ “ کورنۍ د ګټې اخیستنې جوګه شي.

په ټول هیواد کې په لومړي ځل د ننګرهار ولایت ښوونکو ته د قرضیي اخېستلو اسانتیا برابره شوه!
دننګرهار پوهنې ریاست په هلو ځلو او غوښتنه ښوونکو سره د همکارۍ په موخه د پوهنې وزارت ښوونکو ته د پورونو ورکولو په موخه په څلورو څپرکو او لسو مادو کې چمتو شوې لایحې له مخې اوس ښوونکي کولای شي دخپلې اړتیا وړ پور د ښوونکو د پور له صندوقه تر لاسه او په میاشتني ډول یې بېرته صندوق ته وسپاري.
ددې لایحې دڅلورمې مادې له مخې لاندې ښوونکي کولای شي دپور له صندوقه پور تر لاسه کړي:
– رسمي او برحاله ښوونکي وي.
– اړتیا اواقتصادي ستونزې ولري.
– دښوونکو د پور له صندوق څخه پخوانی پوروړی نه وي.
ددې لایحې د پنځمې مادې له مخې ښوونکو ته د هغوی د خدمت مودې په نظر کې نیولو سره په لاندې ډول پور ورکول کیږي:
– له یو څخه تر پنځه کالو خدمت کونکو ښوونکو ته (۱۲۰۰۰) افغانۍ
– له پنځو څخه تر لسو کالو خدمت کوونکو ښوونکو ته (۱۸۰۰۰)افغانۍ
– له لسو کالو څخه پورته خدمت کوونکو ښوونکو ته(۲۴۰۰۰) افغانۍ
ښوونکو ته دورکول شوي پور د پرې کولو موده یو کال ده او د (م۱۶) فورمې دصادریدو له نېټې څخه پېل کیږي.
– ښوونکو ته د پور له صندوق څخه ورکول شوی پور دیو کال په موده کې دهغه له میاشتني معاش څخه په لاندې ډول ګرځول کیږي.
– د(۱۲۰۰۰) افغانۍ پور اخېستونکي ښوونکي له معاش څخه به هره میاشت زر افغانۍ ګرځول کیږي.
– د(۱۸۰۰۰)افغانۍ پور اخېستونکي ښوونکي له معاش څخه به هره میاشت یو نیم زر افغانۍ ګرځول کیږي.
– د(۲۴۰۰۰) افغانۍ پور اخېستونکي ښوونکي له معاش څخه به هره میاشت دوه زره افغانۍ ګرځول کیږي.
دپوهنې ریاست اړوند دمالي او حسابدارۍ مدیریت مکلف دی چې دپور اخیستونکي ښوونکي څخه پور د هغه د معاش په استحقاق کې وضع او هر میاشت یې راپور د ښوونکو د پور صندوق مدیریت ته ورکړي.
– دپوروړي ښوونکي د وفات په صورت کې به یې پر ذمه پاتې پور د تقاعد له حقوقو ګرځول کیږي.
– دپوروړي ښوونکي د تبدیلیدو په صورت کې به یې دپور اندازه اړونده ادارې ته په علم خبر کې لیکل کیږي.
– که پوروړی ښوونکی په خپل سر دنده پریږدي او یا له دندې غایب کیږي اړونده اداره یې باید د بشري سرچینو ادارې ته رسما خبر ورکړي.
نوټ: ټول هغه ښوونکي چې د ښوونکو د پور صندوق څخه د پور اخیستو اړتیا لري، د ننګرهار پوهنې ریاست مالي او حسابدارۍ مدیریت ته مراجعه وکړي او د پور ترلاسه کولو فورمې دې تر لاسه کړي.

۹/۹/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت ګوشتې، شينوارو او کامې ولسوالانو قومي مخورو سره د همغږۍ او همکارۍ په موخه ناستې وکړې
ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوال عبدالبصیر ګلاب، د شينوارو ولسوال معلم معشوق و د کامې ولسوال شريف الله فضلي قومي مشرانو، علماء کرامو، ځوانانو او نورو سره د همغږۍ او همکارۍ په موخه ناستې وکړې.

په یادو ناستو کې په یو شمېر موضوعاتو او ستونزو د قومي مشرانو لخوا بحث وشو او ستونزې یې د ولسوالۍ مقام سره د حل په موخه شریکې کړې.
ولسوالانو د قومي مشرانو په یووالي ټینګار وکړ او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.
دوی همدا راز له قومي مشرانو څخه د خپلو سيمو امنيت په تامين کې په لاښې همکارۍ او همغږۍ غوښتنې وکړې، چې مخورو له لوري د همکارۍ ژمنې وشوې.
۱۳۹۸/۹/۱۰
ننګرهار ګمرک ادارې یو شمیر کارکوونکي تغیر او تبدیل شول .
د ننګرهار ولایت ګمرک رئیس احمد نوید بشریار وایي،د چارو د ښه ترسره کېدو،عوایدو لوړیدو او اصلاحاتو په موخه یې د یو شمیر بستونو کارکوونکي تغیر او تبدیل کړل .

هغه تغیر او تبدیل شویو مسؤلینو ته د دولتي عوایدو د لوړیدو په برخه کې د هلو ځلو او شفافیت لارښوونه وکړه .

One thought on “د ننګرهار خبرونه”
  1. ATTENTION;
    DE NANGARHAAR WALI SAHIB SALAMOALIKUM;
    YOU HAVE TO PAY ATTENTION;
    HOW MANY CHILDREN ARE NOT REGISTERED IN JALAL ABAD.
    MUST NO CHILD BE UNATTEND FROM SCHOOLS?
    EDUCATION CAN HELP TO GET OUT FROM POVERTY,

    NANGARHAR NEED TO VACATIONAL&TECHNICAL INSTITUTES.
    THIS WILL HELP WITH YOUNGS IN CHOICE OFJABS.
    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *