۱۳۹۸/۹/۱۳
په ننګرهار کې د معلولینو نړیواله ورځ ونمانځل شوه .
د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو امریت له لورې په دې ولایت کې د معلولینو نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې نن د لیندۍ په ۱۳مه ونمانځل شوه.
غونډې ته د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د معلولینو د ورځې له امله دوی ته مبارکي ورکړه او د هېواد په ابادۍ،سوکاله او خپلواکۍ برخه کې د دوی د قربانیو قدرداني وکړه .
نوموړي زیاته کړه،اوس هم په جګړه اخته یو،د هېواد هرې کورنۍ څخه شهیدان او معلولین لرو،خو ژمنه یې وکړه چې ټول هغه امکانات چې د حکومت په واک کې شته،د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته به یې په دې ولایت کې برابر کړي.
د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو چارو امر محمد طیب معصوم وویل، په دې ولایت کې د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته په شفاف ډول د دوی د حقوقو د ورکړې په موخه یې د بیومیټریک سیستم ۹۵ سلنه فعال کړی چې ژر به بشپړ شي .
هغه زیاته کړه، د دې سیستم له مخې به دوی ته د دوی حقوق په ټاکلې وخت ورسیږي او په کې به د فساد مخنیوی وشي .
په افغانستان کې د معلولینو د سرتاسري شورا مشر مسعود ساپي دوی ته په ټاکلې وخت د کلنیو امتیازاتو د نه ورکړې،د سرپناه نشتوالی،درې سلنه دوی ته په ادارو کې د کاري فرصتونو د برابریدو ځنډیدو او یو شمیر نورې ستونزې په ګوته کړې .
همدا راز یې د دوی ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابریدو،روغتیایي برخه کې د پاملرنې او یو شمیر نورې غوښتنې وکړې
ننګرهار والي د خواشينۍ پیغام
په ډېرې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ، چې په هېواد کې د ابادۍ اتل،مبارز او د بیارغونې بنسټګر ډاکتر ناکامورا د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
ډاکتر ناکامورا نږدې دوه لسيزې په ننګرهار کې د کانالونو، چیک ډيمونو، کرنې او نورو برخو کې خلکو ته له کوم سياسي فعاليت پرته خدمت وکړ.
ناکامورا شاړې دښتې ابادې، للمې يې خړوبې او د کرنيزې ودې لپاره يې زرګونه هکتاره ځمکې کرکېلې ته جوګه کړې.
هغه د افغانانو فرهنګ او کلتور ته پوره درناوی درلود، پښتو ژبه يې زده کړه، د افغانانو په جامو ملبس شو، د افغانيت تابعيت يې په افتخار ترلاسه کړ، شپه او ورځ يې د دې هېواد ابادۍ او سوکالۍ لپاره خپلې هڅې لا زياتې کړې.
هغه تېره ورځ هم د اووه سوه زره ډالرو په لګښت د مرواريد کانال رغونه پيل کړه؛ خو نن د دې هېواد ازلي او جاهله دښمن له لوري په ترورييستي بريد کې لومړی ټپي او وروسته يې ژوند له لاسه ورکړ.
د اسلام مبارک دين هم د مستامن، ذمي او معاهدو کسانو وژل حرام ګرځولي او ډاکتر ناکامورا داسې يو شخصيت و، چې يواځې د دې هېواد د ابادولو او د خلکو د پرمختګ فکر ور سره و؛ خو متاسفانه د هېواد دښمنانو ونشو زغملی او دغه د بيا رغونې اتل يې له مونږ څخه جلا کړ.
زه د ډاکتر ناکامورا مړینه د هېواد په ځآنګړي ډول د ننګرهار لپاره لویه ضایعه بولم او ترسره شوې بزدلانه برید په کلکو ټکو غندم،د ده د کورنۍ غړو، د افغانستان ملت او په ځانګړي ډول د ننګرهار خلکو ته یې تسلیت وايم.
شاه محمود مياخېل
ننګرهار والي
۱۳/۹/۱۳۹۸
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچی یماماتو ننګرهار والي سره په جلال اباد کې وليدل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاداميچي يماماتو د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل سره د دې ولایت په یونما دفتر کې ولیدل او په ټاکنو،سولې،د دې ولایت اړوند په امنیتي،ټولنیز، اقتصادي،پرمختیایي او یو شمیر نورو پرمختګونو یې خبرې اترې وکړې او همدا راز په دې ولایت کې په بېلابېلو برخو کې د ستونزو په حل کې په همکارۍ ژمنې ترسره شوې .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځآنګړي استازي تادامیچي یماماتو څخه مننه وکړه چې دې ولایت ته یې د پاملرنې په موخه سفر وکړ او هیله یې وښوده چې د نوموړي په همکارۍ به دې ولایت ته په بېلابېلو برخو کې پاملرنه وشي .
د یادونې وړده چې تر دې وړاندې هم د ننګرهار والي لیدو په موخه دې ولایت ته د ګڼ شمېر هېوادونو سفیرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو سفرونه ترسره کړي دي.
۱۳/۹/۱۳۹۸
د ننګرهار والي په هڅو ډاکتر ناکامورا د ښې درملنې په موخه باګرام ته ولېږدول شو
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په هڅو بهرنيو ځواکونو په مرسته د PMS جاپانۍ موسسې مشر ډاکتر ناکامورا د ښې درملنې په موخه د الوتکې په وسيله باګرام ته ولېږل شو.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، چې د ډاکټر ناکامورا د روغتيايي وضعيت لېدو په موخه حوزوي روغتون ته ورغلی و، رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې نن سهار د جلال اباد ښار لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې نا څرګنده وسله والو د ډاکټر ناکامورا پر موټر وسله وال بريد وکړ، چې له امله يې ډاکتر ناکامورا ټپي او د هغه څلور ساتونکي او يو موټر چلوونکی شهيدان شول.
نوموړي وويل، چې د ډاکتر ناکامورا لومړنۍ درملنه يې جلال اباد حوزوي روغتون کې تر سره کړه او د ښې درملنې په موخه يې د بهرنيو ځواکونو په مرسته د الوتکې په وسيله د باګرام روغتون ته انتقال کړ.
هغه وايي، چې ډاکتر ناکامورا له کالونو راهيسې په دې ولايت کې د کانالونو، چيک ډيمونو او کرنې په برخه کې په خدمت بوخت و، چې د سيمې زرګونه کسانو ته يې کاري فرصتونه برابر کړي او ګڼ شمېر پروژې يې پلې کړې.
ده زیاته کړه، چې په هېواد کې د نا اعلان شوې جګړې په ترڅ کې دښمنان هغه کسانو باندې تروريستي بريدونه کوي، چې ابادۍ او سوکالۍ لپاره کار کوي.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د بيا رغونې په دغه اتل، چې هيڅ ډول سياسي فعاليت يې نه درلود، د بريد غندنه وکړه، د هغه شهيد شويو ساتونکو او موټر چلوونکي ته يې د فردوس جنت او نوموړي ته يې د بېړنۍ روغتيا هيله وکړه.
د هغه په وينا امنيتي ځواکونو ته يې سپارښتنه کړې، چې د پېښې عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
۱۳۹۸/۹/۱۲
په ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندانۍ کې د ننګرهار امنیتي وضعیت په اړه د نظامي شورا غونډه وشوه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د دې ولایت د نظامي شورا غړو په ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندانۍ کې د امنیتي وضعیت په اړه غونډه وکړه چې په کې د یادې قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترین او بهرنیو ځواکونو قوماندانانو هم ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې په اچین ولسوالۍ کې د ترسره شویو عملیاتو د ارزونې ترڅنګ په شیرزادو ولسوالۍ کې د عملیاتو په پراختیا او یو شمیر نورو سیمو کې په پلان شویو عملیاتو بحثونه او تدابیر ونیول شول .
د ننګرهار والي د داعش په لمنځه وړلو،یو شمیر انسان تښتوونکو،جنایي او نورو پېښو کې د تورن کسانو د نیولو له امله د امنیتي ځواکونو څخه ستاینه او قدرداني وکړه .
همدا راز یې په یو شمیر برخو کې د دوی د ستونزو په حل کې د اقداماتو او یو شمیر نورو برخو کې لازمې لارښوونې وکړې .
۱۳۹۸/۹/۱۲
د ننګرهار والي په مشرۍ د ښاري نظم کمیسون له لورې په بېلابېلو سیمو کې د سیمټي دیوالونو لرې کولو لړۍ له ښاروالۍ پیل شوه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د ښاري نظم کمیسون د پرېکړې وروسته د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د سیمټي دیوالونو د لرې کولو لړۍ د جلال اباد ښاروالۍ مخې ته د نصب شویو دیوالونو په لرې کولو سره پیل شوه .
د یادو دیوالونو د لرې کولو پر مهال د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د ادارو پر ټولو مسؤلینو او سیاسي مخورو غږ وکړ چې د ښار د ښکلا او نظم د رامنځته کېدو په موخه سیمټي دیوالونه د بهر پر ځای د ودانیو په احاطو کې د ننه ځآی پر ځآی کړي .
نوموړي ډاډ وښوده چې په تدریجي ډول به په دې ولایت کې په ټولو سیمو کې اېښودل شوي سیمټي دیوالونه د پرېکړې له مخې لرې او یا هم د احاطو د ننه ولیږدوي .
په همدې حال کې نوموړي د امنیه قوماندان په ملتیا د جلال اباد ښاروالۍ د بېلابېلو سیمو څخه لیدنه هم وکړه چې د سرپرست ښاروال روح الامین حسن له لورې ورته مالومات ورکړل شول .
۱۳۹۸/۹/۱۲
د ایټالیا هېواد د یوې کمپنۍ له لورې په ننګرهار کې د ملکي هوایي میدان د جوړیدو وروستۍ تخنیکي ارزونه پیل کیږي .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په هڅو په دې ولایت کې د ملکي هوایي میدان د جوړیدو په موخه وروستۍ تخنیکي ارزونه د ایټالیا هېواد د یوې کمپنۍ ټیکنیټال له لورې پیل کیږي .
د یادې کمپنۍ مسؤلینو د دې ولایت د ملکي هوایي میدان د امر په ملتیا د یادو چارو د پیل کېدو په موخه د لیندۍ په ۱۲مه ننګرهار والي ته مالومات ورکړل.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د مالیې وزارت، د ملکي هوایي چلند او تدارکاتو ملي کمیټې څخه مننه وکړه چې په دې ولایت کې د ملکي هوایي میدان د جوړیدو په موخه هڅې او د وروستۍ ارزونې لپاره څه باندې ۶۸ میلیونه افغانۍ بودیجه منظور کړه.
هغه ټیکنیټا کمپنۍ مسؤلینو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د قرارداد له مخې دې په شپږو میاشتو کې خپله ارزونه په ټاکل شویو سیمو کې ترسره کړي .
د یادې ارزونې وروسته به په رسمي ډول د ملکي هوایي میدان لپاره سیمه په نښه او د جوړیدو چارې به یې پیل شي .
۱۳/۹/۱۳۹۸
په کامې ولسوالۍ کې د شپږ ميليونه افغانيو په لګښت د څلور کیلومتره سړک جغل اندازۍ چارې بشپړې شوې.
ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ ميرزا خېلو سیمه کې د سړک ساتنې او څارنې ادارې له لوري د شپږ ميليونه افغانيو په مالي لګښت شاوخوا څلور کيلومتره سړک د جغل اچولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ننګرهار ولايت مرستیال تميم عارف مومند د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وويل، چې د سړک ساتنې او څآرنې ادارې په شپږ ميليونه افغانيو مالي لګښت ۳،۷ کيلومتره سړک باندې د جغل اچولو چارې بشپړې شوې.
نوموړي وويل، چې له دغه سړک څخه په سيمه کې زرګونه کورنۍ ګټه اخلي او هيله وښوده، چې په راتلونکې کې په پاخه او اساسي ډول ورغول شي.
د سړک ساتلو ادارې رئیس حامد ضياء وويل، چې دغه سړک د ننګرهار والي شاه محمود ميآخېل په لارښوونه او د کامې ولسونو په غوښتنه د دوی ادارې اړوند په شپږ ميليونه افغانيو مالي لګښت د دوی ماشينرۍ په وسیله جوړ شو، چې د تګ راتګ لپاره د سيمې خلکو ته سهولت رامنځته شو.
۱۳/۹/۱۳۹۸
د ننګرهار والي په لارښوونه د کامې او بهسودو ولسوالانو خپلې کړنې د رسنیو له لارې ولس سره شریکې کړې .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه د کامې ولسوال شریف الله فضلي او د بهسودو ولسوال غالب مجاهد، چې د کامې ښاروال هم ورسره شتون درلود، رسنیو دفتر کې د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال خپلې کړنې ولس سره شریکې کړې .
د کامې ولسوال شريف الله فضلي وويل، چې په يادې ولسوالۍ کې د نهه څلويښت ميليونه او څلور سوه زره افغانيو په مالي لګښت د استنادي ديوالونو، ويالو، سړکونو، ژورو څاه ګانو، روغتيا، پوهنې او نورو برخو کې پروژې پلې شوي او په ګڼ شمېر نورو برخو کې کار روان دی.
نوموړي همدا راز په ياده ولسوالۍ کې د بيا رغونې په برخه کې راتلونکې پلانونو په اړه هم معلومات شريک کړل او زياته يې کړه، چې د ميليونونو افغانيو په لګښت به نوې پروژې تطبیق شي.
ده همدا راز وويل، چې د کامې ښاروالۍ په تېر يو کال کې شاوخوا درې ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي، چې د ولسوالۍ په بازار کې يې په انکشافي برخه کې په لګښت رسولي دي.
د بهسودو ولسوال غالب مجاهد وويل؛ که څه هم د دې ولسوالۍ يو شمېر برخې اتمې او نهمې ناحيې پروې نښلول شوي؛ خو بيا هم د دې ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې په ۱۳۹۸ کال کې د سلګونه ميليونه افغانيو په مالي لګښت ګڼ شمېر پروژې تطبيق شوي او د يو شمېر نورو چارې روانې دي.
هغه د بهسودو اوسيدونکو ته ډاډ ورکړ، چې په بېلابېلو اړينو برخو کې به ورته نورې ګڼ شمېر پروژې هم تطبیق شي.
۱۳/۹/۱۳۹۸
ننګرهار کې یوې نوښتګرې سرښوونکې ته د ملالۍ لوړ دولتي مډال ورکړل شو او همدا راز د هغې په زيار شپاړلس درسي خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د پاکو اوبو يوې څاه جوړولو چارې پیل شوې.
ننګرهار ولايت پوهنې رياست په وړانديز پوهنې وزارت له لوري د بهسودو ولسوالۍ اړوند فارم هډې کمپ سر ښوونکې پروين ديدار ته د ښو خدمتونو له امله د يوې غونډې په ترڅ کې د ملالۍ لوړ دولتي مډال ورکړل شو.
په همدې موخه په یاده لېسه کې په جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې رئيس حسیب الله شینواري په خپلو خبروکې وویل ژوندي ملتونه تل دخپلو ژوندیو قدر کوي .
هغه وویل د سرښوونکې پروین هڅې د دې امله د ستایلو وړ دي چې د ښوونځي بڼه یې په فزیکي او علمي ډول بدله کړې ده.
ده زياته کړه، چې د سرښوونکې پروین بېلګه په ډیرو نارینه سرښوونکو کې نه شو موندلاې او دا د پوهنې ریاست لپاره د ویاړ او افتخار ځای دی.
حسیب الله شینواري وویل دا مډال د دې دهلو ځلو د قدرونې لپاره یوه کوچنۍ ډالۍ ده؛ خو دا تر دې پر لوړو معنوي مکافاتو ارزي.
دپوهنې رئیس وویل، چې دهډې فارم کمپ لېسې ستونزو ته ځانګړې پاملرنه کوي او هڅه کوي چې څومره ژر کیداې شي حل لار ورته ومومي.
د یادې لېسې مدیر مولوي عبدالبصیر حقاني په خپلو خبرو کې د پوهنې له رئیس او مشرتابه مننه وکړه، چې د دې لېسې د سرښوونکې کړنې او هلې ځلې یې بې پایلې پرې نه ښودې.
نوموړي يادې لېسې لپاره د لابراتوار، کتابونو او ښوونکو د ورکړې غوښتنه وکړه.
په ختيځ کې د بشرحقونو خپلواک کمیسون سیمه ییز دفتر مشرې میرمن صبرینا حمیدې خبرې وکړې ویې ویل شخصیت جوړونه پر تعلیم کیږي او دا ښه زیری دی چې نجونې پخپله د زده کړو غوښتنه کوي.
په دې مراسمو کې د سیمې یو قومي مخور او دښوونځي د شورا غړي، دلېسې یو ښوونکي او یو زده کوونکي هم د پروین دیدار په اړه خپل تاثرات وړاندې کړل.
د فارم هډې کمپ لېسې سر ښوونکې د پوهنې ریاست له مشرتابه او دپوهنې له وزیر څخه یې د هغې د تشویق او هڅونې له امله مننه وکړه او د نور خدمت ډاډ يې څرګند کړ.
دمراسمو په پاې کې هغه شپاړلس درسي خونې، چې د اغلې پروین په هڅو او پوهنې ریاست په خپلو امکاناتو جوړې شوې دي پرانيسته وشوه او همدا راز د تمیم عزیزي د خیریه بنسټ له لورې د زده کوونکولپاره د څښاک د پاکو اوبو برابرولو په موخه د یوې ژورې څاه د کیندلو چارې هم پېل شوې.
۱۳/۹/۱۳۹۸
د ډاکتر نصير احمد دراني په بلخ ولايت کې خدمتي موده پوره او يو ځل بيا يې د ننګرهار عامې روغتيا رئيس په توګه دنده پيل کړه.
د ننګرهار ولايت عامې روغتيا رئیس ډاکتر نصير احمد درانی، چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت لزومديد له مخې له دې ولايت څخه د بلخ ولايت عامې روغتيا رئيس په توګه په خدمتي توګه لېږل شوی و د خدمت موده يې پای ته ورسيده او نن يې يو ځل بيا د ننګرهار عامې روغتيا رئیس په توګه دنده پيل کړه.
نوموړی دې ولايت ته په راتګ سره ننګرهار مېشتو ته ډاډ ورکوي، چې په صادقانه ډول به دوی ته خدمت وکړي او د روغتيا په برخه کې به ورته لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.
۱۳/۹/۱۳۹۸
ننګرهار کې د مورني تخم تولید په موخه غنم وکرل شول.
د ننګرهار کرنې ریاست د تحقیقاتو مدیریت له لوري د مورني تخم د تولید په موخه د غنمو پنځه ډوله ( کابل ۰۱۳ ، چونټ ، للمي ۴، مقاوم او للمي ۲ ) وکرل شول چې ترې د مورنیو غنمو تخم به ترلاسه شي.
په ورته وخت کې د ننګرهار کرنې ریاست اړوند د قرنطین مدیریت له لوري د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د ۲۰ تنو محصلینو ته چې د پنځوسو ورځو په جریان کې د نباتي امراض، افات، د حشراتو کلیکسون، د حشراتو نیول، د امراضو کلچر، کیمیاوي سرو، او د I.P.M میتودونو په تړاو عملي او نظریې زده کړې ورکړل شوې وې له ارزونې وروسته د بریالیتوب سندونه ورکړل شول.
بل لور ته د يادې ادارې اړوند د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP) له لوري د ختیځو ولایتونو د کرنې او ښځو چارو پر ریاستونو پر استازو سربیره د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP) د خیتځ زون استازو ته د جندر مدیریت یو ورځینی ورکشاپ ورکړل شو.
په ياد ورکشاپ کې د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې له زده کړو موضوعاتو په عمل کې ګټه پورته کړي او نورو سره يې شریک کړي.
۱۲/۹/۱۳۹۸
ننګرهار پوهنتون کې د سولې او کړکېچ حلولو څلور ورځنى ورکشاپ پيل شو
په ياد ورکشاپ کې، چې د دې پوهنتون د سولې مرکز په نوښت جوړ شوى، د ننګرهار پوهنتون سربېره د خراسان، الفلاح، روښان او التقوا خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ٢٥ تنه محصلين برخه لري.
په ورته وخت کې بهرنيو چارو او ننګرهار پوهنتون رئيسانو د يوې ناستې په ترڅ کې د اړيکو په پياوړتيا، د حقوقو پوهنځي د ادارې او ديپلوماسۍ څانګې محصلينو ته د عملي زده کړو، خصوصي پوهنتونو کې د لرې پښتونخوا محصلينو ته د ويزې ورکړې او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې او بحث وکړ.
۱۳۹۸/۹/۱۳
ننګرهار کې ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .
د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ په کوديخیلو سیمه کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو تېره شپه هوايي او ځمکني عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور سخت ټپي شوي دي.
همدا راز د دې عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو مرکزونه،د وسلو او مهماتو زیرمې،مهمات، ماینونه او چاودیدونکې توکې هم لمنځه وړل شوي .