۱۰/۱۰/۱۳۹۸
ننګرهار والي د افغانستان بانک کې د افغانيو تبادلې له جريان څارنه وکړه
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د مرغومي په لسمه د افغانستان بانک کې مشتريانو له لوري د غټو افغانيو وړو ته د تبادلې له جريآن څخه څارنه وکړه.
ننګرهار والي لومړی د افغانستان بانک کې د مرکزي او ولايتي مسئولینو سره د وړو افغانيو په وېش، د افغانيو ترويج او بانکي چارو کې د لا ښو سهولتونو په رامنځته کېدو ناسته وکړه، چې مسئولينو له لوري ورته په ټولو برخو کې د چمتووالي او اجراتو ډاډ ورکړل شو.

په ورته وخت کې ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په بانک کې د مسئولينو او مشتريانو له لوري د غټو افغانيو وړو ته د تبادلې له چارو څارنه وکړه او مشتريانو ته يې ډاډ ورکړ، چې هر مهال له بانک څخه د اړتيا سره سم واړه بانک نوټونه ترلاسه کولی شي.
نوموړي وويل، چې د افغانستان بانک کې تر دې وړاندې درې غرفې وې، چې د مشتريآنو په غوښتنه يې لس نوې غرفې زياتې کړې، ترڅو ټولو سوداګرو، هټيوالو او د دې ولايت مېشتو وګړو ته وړې افغانۍ وويشل شي.

هغه ننګرهار مېشتو ته ډاډ ورکړ، چې په بانک کې کافي اندازه وړې افغانۍ شتون لري او بايد مشتريان د نظم په مراعت سره هره ورځ د اړتيا وړ غټې افغانۍ وړو ته تبادله کړي.
ننګرهار والي همدا راز د افغانستان بانک له مسئولینو مننه وکړه، چې په ښار او ولسواليو کې د غټو او وړو افغانيو په تبادله کې ولسونو ته له ځنډ او خنډ پرته په ښه ډول خدمات عرضه کوي.

په بانک کې ګڼ شمېر مشتريانو له ننګرهار والي شاه محمود مياخېل مننه وکړه، چې په قوي عزم او هوډ سره يې د لومړي ځل لپاره په دې ولايت کې افغانۍ مروجې کړې او غوښتنه يې وکړه، چې د سرغړونکو پر وړاندې د قانون له مخې جدي چلند تر سره شي.

۱۰/۱۰/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت مرستیال مسئولينو ته د نرخونو کنترول سپارښتنه وکړه
ننګرهار ولايت مرستیال تميم عارف مومند د مرغومي په لسمه جلال اباد ښاروالۍ کې د افغانيو ترويج ځانګړي کميسون ته په ښار او ولسوالیو کې د نرخونو کنترول سپارښتنه وکړه.
د ولايت مرستيال تميم عارف مومند د افغانيو ترويج کمیسون غړو د فعاليت ستاينه وکړه، چې په ښار کې يې د يو شمېر سرغړونکو هټۍ وتړلې؛ خو ورته يې سپارښتنه وکړه، چې د سرغړونو پر وړاندې اجرات دوامداره وساتي.
نوموړي جلال اباد ښاروال روح الامين حسن او د کميسون ټولو غړو ته سپارښتنه وکړه، چې په ښار او ولسواليو کې د نرخونو کنترول وکړي او هيچا ته اجازه ور نه کړي، چې نرخنامې څخه سرغړونه وکړي.
هغه همدا راز د کمیسون غړو ته لارښوونه وکړه، چې په ښار کې د راکړې ورکړې پر مهال د افغانيو ترويج جريان وڅاري او هغه څوک چې له نورو کرنسیو څخه کار اخلي ونيسي او کاروبار يې ودروي.
په دې ناسته کې د افغانيو ترويج، نرخونو کنترول او سرغړونکو پر وړاندې د لا جدي چلند تر سره کېدو په موخه خبرې، بحثونه او لازمې پرېکړې تر سره شوې.
په ورته وخت کې د ولايت مرستیال تميم عارف مومند د افغانستان بانک کې له مرکز څخه راغلي پلاوي سره ناسته وکړه او د افغانيو ترويج په موخه يې د وړو افغانيو په کافي اندازه شتون او وېش خبرې اترې وکړې.
۱۰/۱۰/۱۳۹۸
د ننګرهار ولایت مرستیالې د مشتریانو په نوم د ځآنګړې ورځې په ترڅ کې د خلکو ستونزې واوریدې .
د ننګرهار ولايت مرستیالې حبيبې کاکړ ولايت مقام کې د مشتریانو په نوم د ځآنګړي ورځې په ترڅ کې په بېلابېلو لیدنو کې د جلال اباد ښار او شمېر ولسواليو اوسيدونکو ستونزې واوریدې .

د ولايت مرستيالې د خلکو ستونزې د اړونده مسؤلینو سره حل او یو شمیر نورو د تعقیب په موخه یې مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې.

د دې ناستې پر مهال د مشتريانو بېلابېلو ستونزو په حل کې د يو شمېر قضيو په څيړنې او اړونده ارګانونو سره د تعقيب په موخه هم مسئولينو ته لارښوونې وشوې.

۱۰/۱۰/۱۳۹۸
تورخم ښارګوټي کې د نږدې ۲۱ ميليونه افغانيو په لګښت د مسافرينو خدماتي مرکز د جوړونې چارې پيل شوې.
ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د چين هېواد په شل ميليونه او څه باندې اووه سوه يو اتيا زره افغانيو په مالي لګښت د مسافرينو خدماتي مرکز (ترمينل) د جوړولو چارې پيل شوې.

د ولايت سکتوري خدمتونو رئیس فضل ربي حميم وویل، چې دغه ترمينل ۴۵۰ متره مربع ځمکه کې په دوو پوړونو کې جوړيږي، چې شپاړلس مامورينو ته به د دخولي او خروجي غرفو سربيره په يو وخت کې ۲۵۰ مسافرينو ته په کې لازم سهولتونه برابر شي.
نوموړی وايي چې د دې ودانۍ په دويم پوړو کې به د ۱۲۰ تنو په ظرفيت د اړتيا پر مهال د شپې پاتې کېدو او نورو برخو کې لازم سهولتونه رامنځته شي.
۱۰/۱۰/۱۳۹۸
تورخم کې د څه باندې يولس ميليونه افغانيو په لګښت نږدې څلور کيلومتره سړک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي کې د سړکونو څارنې او ساتنې ادارې په يولس ميليونه او يو سل پنځوس زره افغانيو مالي لګښت نږدې څلور کيلومتره سړک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

ننګرهار ولايت سکتوري خدمتونو رئیس فضل ربي حميم وويل، چې دغه سړک درې عشاريه څلور کيلومتره اوږدوالی او نهه متره پراخوالی لری، چې د لویو موټرونو تګ راتګ په موخه جوړ شو.
د سړکونو څارنې او ساتنې ادارې رئیس حامد ضياء وايي، چې ياد سړک د يولس ميليونه او يو سل پنځوس زره افغانيو په مالي لګښت د تورخم صفري نقطعې څخه تر بندروالۍ پورې جوړ شو، چې په دې سره به د لویو موټر لرونکو د تګ راتګ ستونزې حل شوې.
په ورته وخت کې د سکتوري خدمتونو رئيس د يو شمېر نورو مسئولينو په ملتيا په شينوارو ولسوالۍ کې له شېرګړ سيمې څخه مارکوه بازار پورې د غځيدلي سړک د جوړونې له چارو څارنه وکړه او مسئولينو ته يې د چارو په ښه تر سره کېدو کې سپارښتنې وکړې.

۱۳۹۸/۱۰/۱۱
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال قوماندان شیرزادو ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د پیل شویو عملیاتو ارزونه وکړه .
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال قوماندان برید جنرال میرعبدالله اسدي چې د څلورمې پلې قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي،د عامه نظم لوا قوماندان برید جنرال نصیر احمد ساپي،د شیرازدو ولسوال مبارز خادم او یو شمیر نورو یې ملتیا کوله،شیرزادو ولسوالۍ ته د سفر پر مهال یې د پیل شویو عملیاتو ارزونه وکړه .
دوی د جوړ شویو بیزونو،پوستو څخه د لیدنې ترڅنګ د ولسوال په مشرۍ د امنیتي مسؤلینو سره ناسته وکړه او همدا راز امنیتي ارګانونو سره یې په بېلابېلو لیدنو کې د دوی ترسره شوي فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې .
په همدې حال کې د عامه نظم اومې لوا قوماندان برید جنرال نصیر احمد ساپي او د دغې لوا حمایوي کنډک قوماندان ډګرمن احمد جاوید غیرت په ګډه په خوږیاڼو او شیرزادو ولسوالۍ کې د میشتو عامه نظم ځواکونو څخه لیدنه وکړه.
۱۳۹۸/۱۰/۱۱
په جلال اباد ښار کې د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل شوې.
د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښاروالۍ اړوند د اوومې ناحیې امر میرویس ملنګ وایي، په یاده ناحیه کې یې د ولسي تړون پروګرام له لورې د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د درې شوراګانو په چوکاټ کې پروژې پیل کړې .
نوموړي زیاته کړه، یادې پروژې چې د لمر،بدلون او لعل قاسم اغا شوراګانو په چوکاټ کې د درې میاشتو په موده کې پلي کیږي،په کې د ۳۶۷۲ متره په اوږدوالي سړک،۳۳۹۰متره په اوږدوالي ویالې،پلچکونه،جالۍ او سلبونه شامل دي .
هغه وایي، یاد سړکونه او ویالي به په اساسي ډول جوړې شي .
۱۰۱/۱۰/۱۳۹۸
چپرهار ولسوال په بېلابېلو سيمو کې د افغانيو ترويج څخه څارنه وکړه
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوال محمد صديق دولتزي د افغانيو دودولو کمیسون غړو په ملتيا په بازار او نورو سیمو کې د افغانيو ترويج په موخه څآرنه وکړه.
نوموړي سوداګرو، هټيوالو او د سيمې خلکو ته سپارښتنه وکړه، چې راکړه ورکړه کې يواځې افغانۍ وکاروي او د نورو اسعارو له کارولو ډډه وکړي.
ولسوال زیاته کړه؛ که وړو افغانيو ته يې اړتيا شي کولی شي چې ورته سهولت برابر کړي؛ خو د نورو کرنسيو کارولو او نرخنامو څخه د سرغړونې په صورت کې يې ورته د قانوني اجراتو تر سره کولو خبر ورکړ.
د سيمې خلکو د افغانيو په ترويج خوښي وښوده او ډاډ يې څرګند کړ چې راکړه ورکړه يواځې په افغانيو کوي.
۱۰/۱۰/۱۳۹۸
لعلپورې ولسوالۍ کې د افغانيو ترويج په موخه څارنه وشوه
ننګرهار ولایت لعلپورې ولسوال نعمت الله نورزي د افغانيو ترویج کمیسون غړو په ملتيا د دې ولسوالۍ بېلابېلو سيمو کې د افغانيو دودولو له جريان څخه څارنه وکړه.
نوموړي سوداګرو، هټيوالو، موټر چلوونکو او نورو ته سپارښتنه وکړه، چې راکړه ورکړه يواځې په افغانيو ترسره کړي.
هغه همدا راز يآدو قشرونو ته د نرخنامې د تطبیق سپارښتنې وکړې او د تخلف په صورت کې يې د قانوني اجراتو تر سره کېدو خبر ورکړ.
۱۰/۱۰/۱۳۹۸
چپرهار ولسوالۍ لپاره د ترانسپورت لايحه وټاکل شوه
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوال وايي، چې د افغانيو ترويج ځانګړي کمیسون سره يې په همغږۍ د دې ولسوالۍ بېلابېلو سيمو ته د تګ راتګ په موخه د موټرونو کرايې نرخونه وټآکل.
نوموړي د يادې ولسوالۍ پر موټر چلوونکو غږ وکړ، چې د کرايې لايحه پر ځان تطبيق کړي او له هر ډول سرغړونې څخه ډډه وکړي.
چپرهار ولسوالۍ کې افغاني په بشپړ دود شوي دي او د سیمې خلکو د افغانيو دودولو څخه په کلکه ملاتړ کړی.
۱۳۹۸/۱۰/۱۰
د اچین ولسوالۍ په ښوونځیو کې د افغانیو رواجولو کمپاین په بریالیتوب جریان لري.
د ننګرهار والي په لارښوونه او د پوهنې ادارې په ځآنګړي تعقیب سره د اچین ولسوالۍ په بېلابېلو ښوونځیو کې د افغانیو د رواجولو په موخه کمپاین په بریالیتوب جریان لري .

د دې ولایت د پوهنې رئیس حسیب الله شینواری وایي، د اچین ولسوالۍ په کهي لیسې ته چې نن ورځ ښوونکي او زده کوونکي راتلل،په جیبونو کې له ځان سره یواځې افغانۍ درلودې .
هغه زیاته کړه،په سپارښتنه یې د ولایت په کچه په ټولو ښوونځیو کې ښوونکو د افغانیو د رواجولو په موخه عامه پوهاوی هم پیل کړی چې پایلې به یې تر ډیره کچه مثبتي وي .

۱۰/۱۰/۱۳۹۸
په تورخم، اچين او شينوارو کې وړې افغانۍ وويشل شوې
ننګرهار ولايت سکتوري خدمتونو رئیس فضل ربي حميم د يو شمېر نورو مسئولينو په ملتيا په تورخم ښارګوټي، اچین او شينوارو ولسواليو کې سوداګرو، هټيوالو او نورو ته وړې افغانۍ وويشلې.

د افغانيو ترويج کميسون غړو همدا راز په يادو سيمو کې د افغانيو ترويج له بهير څارنه وکړه او د يو شمېر هټیوالو د سرغړونې له امله يې د دوی هټۍ د يوې ورځې لپاره وتړلې.
مسئولينو په سيمه کې سوداګرو او هټيوالو ته خبرداری ورکړ، چې د افغانيو ترويج پر وړاندې له سرغړونې ډډه وکړي او راکړه ورکړه کې يواځې له افغانيو کار واخلي.
۱۰/۱۰/۱۳۹۸
کوټ ولسوال قومي مخورو سره د افغانيو ترويج په موخه ناسته وکړه
ننګرهار ولايت کوټ ولسوال نجيب الله رحماني قومي مخورو سره د افغانيو ترويج په موخه ناسته وکړه.
نوموړي وويل، چې په دې ولسوالۍ کې افغانۍ په بشپړ ډول دود شوي دي او بايد د سيمې اوسيدونکي د سرغړونو په مخنيوي کې ور سره همکاري وکړي.
د کوټ ولسوالۍ مخورو د افغانيو مروجولو د اقدام ستاينه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د افغانيو دودولو پر وړاندې سرغړونو مخنيوي کې به حکومت سره همکاري وکړي.
د يو بل خبر له مخې کوټ ولسوالۍ کې د ولسي پولیسو مسئولينو د ښوونځيو زده کوونکو ته د ماينونو، زلزلو او نورو خطرونو په اړه معلومات ورکړل او همدا راز پر درې سوه زده کوونکو يې قرطاسيه وويشله.
۱۰/۱۰/۱۳۹۸
چپرهار ولسوالۍ لپاره د ترانسپورت لايحه وټاکل شوه
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوال وايي، چې د افغانيو ترويج ځانګړي کمیسون سره يې په همغږۍ د دې ولسوالۍ بېلابېلو سيمو ته د تګ راتګ په موخه د موټرونو کرايې نرخونه وټآکل.

نوموړي د يادې ولسوالۍ پر موټر چلوونکو غږ وکړ، چې د کرايې لايحه پر ځان تطبيق کړي او له هر ډول سرغړونې څخه ډډه وکړي.

چپرهار ولسوالۍ کې افغاني په بشپړ دود شوي دي او د سیمې خلکو د افغانيو دودولو څخه په کلکه ملاتړ کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *