۱۳۹۸/۱۰/۵
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي،د دې ولایت خلکو ورسره د داعش په ماتې او د افغانیو رواجولو کمپاین په بریالیتوب ترسره کړ.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل چې یو شمیر ځوانانو ورته د افغانیو رواجولو له امله د قدردانۍ په پار د پښتني دود تر ټولو ستر اعزاز لونګۍ په سر کوله وویل، چې د دې ولایت خلکو ورسره د داعش په ماتې او افغانیو رواجولو پروسه په بریالیتوب ترسره کړه .

ځوانانو د خبرو پر مهال وویل، مخکینیو چارواکو په ځلونو هڅې کړي،خو په دې ولایت کې افغانۍ ندي رواج شوې چې په دې برخه کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د بریالي مدیریت څخه ستاینه وکړه او همدا راز یې په دې ولایت کې د ابادۍ،پرمختګونو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د نوموړي چارې بریالۍ یادې کړې .
دوی زیاته کړه، له همدې امله ځوانانو پرېکړه وکړه چې په ټولو برخو په ځانګړي ډول د افغانیو رواجولو په برخه کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل قدرداني د پښتني دود په تر ټولو ستر اعزاز لونګۍ په سر کولو سره وکړي .

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د یادو ځوانانو د احساس او قدردانۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د نوموړي په همغږۍ پروسه د خلکو په ملي فکر بریالۍ روانه ده .
هغه زیاته کړه،د وړو بانک نوټونو ستونزې د حل په موخه یې په بېلابېلو قشرونو د وړو بانک نوټونو د ویش ترڅنګ په مستقیم ډول له ښاریانو،هټیوالو او نورو سره تبادلې پیل کړي.
ښاغلي میاخېل وویل،په افغانیو کې هیچا ته د تبادلې پر مهال د احتکار اجازه نه ورکوي او هم یې د نرخنامو کنټرول لپاره ځآنګړې ډلګۍ ګمارلي چې په دې برخه کې ګڼ شمیر سرغړونکي هم جریمه او هټۍ یې تړل شوي دي .
د دې ناستې پر مهال همدا راز د ککړې هوا په مخنیوی،امنیتي کمرو نصبولو،نشه یې توکو پلور د مخنیوي،روږدو کسانو د درملنې او په یو شمیر نورو موضوعاتو هم بحث وشو.

۱۳۹۸/۱۰/۱۱
په ننګرهار کې د خصوصي سکتور مسؤلینو د خپل ټول کاروبار يواځې په افغانیو ترسره کولو ژمنه وکړه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل سره د لیدنې پر مهال په دې ولایت کې د سوداګرۍ،صنعت او پانګونې،زراعت،هټیوالو او کسبګرو خونو مسؤلینو او غړو ژمنه وکړه چې خپل ټول کاروبار به له دې وروسته یواځې په افغانیو ترسره کړي.

یاده لیدنه چې ولایت مقام کې د مرغومې په ۱۱مه ترسره شوه،پر مهال یې د یادو خونو د غړو په استازیتوب حاجي زلمي،حاجي تورملنګ،حاجي عزیزالرحمن عرب او ډاکټر مخلص د خبرو پر مهال د افغانیو رواجولو،رغنیزو چارو ترسره کولو،داعش ته په ماتې ورکولو،خلکو سره په مستقیم ډول د اړیکو ساتلو او یو شمیر نورو کړنو له امله د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ستاینه او قدرداني وکړه .

دوی زیاته کړه،د افغانیو په رواجولو کې خصوصي سکتور بشپړ ملاتړی دی،تر دا مهاله یې اکثریت چارې په افغانیو کړي او ډیر ژر به په بشپړ ډول د بهرنیو کرنیسو پر ځآی خپل ټول کاروبار یواځې په افغانیو ترسره کړي .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د خصوصي سکتور د یادو خونو له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې د افغانیو په رواجولو کې ملي مسؤلیت ادا کوي او هیله یې وښوده چې د دې پروسې د بریالیتوب په موخه په ټولو برخو کې همکاري او اقدامات وکړي .

نوموړي ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به د یادو خونو مسؤلینو سره په ګډه د خصوصي سکتور د مصؤنیت کمیټې غونډې ترسره کړي،د دوی اړوند د انسان تښتوونې او نورو قضیو ته به په جدي ډول رسیدګي وشي او صنعتي پارک امنیت په برخه کې به امکاناتو ته په کتو اقدامات ترسره شي .
د یادونې وړده چې تر دې وړاندې ګڼ شمیر پانګوالو او سوداګرو خپلې ټولې چارې له بهرنیو کرنیسو څخه افغانیو ته اړولي دي .

۱۲/۱۰/۱۳۹۸
د ولايت مرستيالي په مشرۍ د جندر مياشتنۍ غونډه وشوه
ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ په مشرۍ ولايت مقام کې د جندر کمېټې مياشتنۍ غونډه وکړه ، چې په کې د ښځو اړوند يو شمېر قضيو حل په موخه بحثونه وشول.

د ولايت مرستيالې حبيبي کاکړ په تېره غونډه کې د سپارل شويو دندو راپور واوريد او له مسئولينو يې مننه وکړه، چې په خپله برخه کې يې اجرات تر سره کړي دي.
نوموړې وويل، چې په دې ولايت کې د مېرمنو په اقتصادي او ټولنيز ژوند کې پراخ بدلون رامنځته شوی؛ خو لا هم فرهنګي او کلتوري ستونزې شتون لري، چې بايد په حل کې يې لازمې هڅې تر سره شي.

د ولايت مرستيالې مسئولينو ته د ښځو اړند قضاياو په تعقيب او حل کې د اجراتو سپارښتنه وکړه.
د دې ناستې په ترڅ کې د ولايت بشري سرچينو رئیس احمد ضياء عبدالزي، استيناف څارنوالۍ، ولايتي شورا غړې، ښځو چارو، ننګرهار پوهنتون، بشر حقونو، حج اوقافو، کار ټولنيزو چارو او يو شمېر نورو ادارو مسئولينو او استازو د ښځو اړوند بېلابېلو برخو کې د خپلو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
۱۳۹۸/۱۰/۱۱
په اچین ولسوالۍ کې د شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴ سربندونو د جوړیدو چارې پیل شوې .
د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست له لورې د شاوخوا اتلس میلیونه افغانیو په مالي لګښت د اچین ولسوالۍ د پیروخیل، اشخېل، پاخیل او لالي چنیې د سربندونو د رغونې چارې نن پیل شوې چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړي شي.
د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي وویل، د یادو پروژو په بشپړیدو سره به اچین ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۷۵۰ جریبه ځمکه خړوبه شي،هغه د ولسي خلکو وغوښتل چې د پروژو د ښه تطبیق او رونټیا په موخه یې څارنه او نظارت ترسره کړي.
د اچین ولسوال سید عاشق الله سادات او قومي مشر ډاکټر عبیدالله شینواري په خپلو خبرو کې د کرنې ریاست له مشرتابه مننه وکړه چې د اچین ولس لپاره یې حیاتي پروژې پیل کړي.
دوی په خپلو خبرو کې د چارو د ترسراوي په موخه د هر راز همکارۍ ترڅنګ د ښې څارنې او نظارت د ترسره کولو ډاډ څرګند کړ.

۱۳۹۸/۱۰/۱۱
د ننګرهار عامې روغتیا رئیس وایي،په سیمه ییز روغتون کې د تشخیص او لابراتوار څانګه کې هره ورځ د ۱۵ سوه ناروغانو کتنه کیږي .
د ننګرهار عامې روغتیا رئيس نصیر احمد دراني چې د سیمه ییزو روغتون د بېلابېلو برخو څخه یې لیدنه کړې وایي،د تشخیص او لابراتوار څانګه کې د ځای د کموالي ستونزه لري،خو یاده څآنګه په پرمختللو او فعال وسایلو باندې تجهیز دی او چارې یې د مسلکي کارکوونکي له لورې پرمخ وړل کیږي چې هره ورځ ۱۵ سوه ناروغانو کتنه کوي .
په ورته وخت کې د عامې روغتیا رئیس د دې ولایت د ټولو ولسوالیو د DPHO) ) روغتیایي مسولینو سره د ناستې پر مهال د روغتیايي مرکزونو څخه د څارنې د تطبیق کوونکو مؤسساتو سره د همغږۍ رامنځته کولو او خلکو ته د ښه روغتیايي خدمتونو د برابرولو لارښوونه کړې .
د یو بل خبر له مخې د دې ولایت د عامې روغتیا رئيس ډاکټر نصیر احمد دراني د یاد ریاست د قوانینو او بر رسۍ کارکوونکو سره د ناستې پر مهال د منظم پلان له مخې د منظم او سیستماتیک نظارت، د کتنځایونو د جواز اخیستلو په سهولتونو، د بې جوازه درمل پلورنځیو او کتنځایونو او نور روغتیایي برخو د څارنې او کنټرول سپارښتني کړي.
۱۳۹۸/۱۰/۱۱
د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې واړه بانک نوټونه تبدیل او د افغانیو رواجولو په موخه په بېلابېلو برخو کې د نرخنامو تطبیق وڅآرل شو.
د ننګرهار ولایت په شینوارو،روداتو،کوټ،کوز کونړ،کامې او یو شمیر نورو ولسوالیو او همدا راز د جلال اباد ښاروالۍ اړوند په دویمې،درېیمې،څلورمې،پنخمې،شپږمې اوومې،اتمې او نهمې ناحیو کې د ناحیو امرینو له لورې واړه بانک نوټونه په مستقیم ډول هټیوالو او ولسي خلکو سره په غټو بانک نوټونو تبدیل شول .

یادو مسؤلینو د وړو بانک نوټونو د ویش ترڅنګ جوړې شوې نرخنامې هم خپرې کړې،همدا راز یې د افغانیو رواجولو په موخه له نرخونو څخه څارنه او عامه پوهاوی هم ترسره کړ .

۱۳۹۸/۱۰/۱۱
په نازیانو ولسوالۍ کې څه باندې یو میلیون نافغانیو په لګښت د یو جومات د جوړولو چارې پیل شوې .
د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې له لورې د یو میلیون او سل زره افغانیو په مالي لګښت د یو جومات د جوړولو چارې پیل شوې چې د درې میاشتو په موده کې به بشپړي شي .

د نازیانو ولسوال صاحبزاده طارق وایي، د یاد جومات چارې له څو کالونو راهیسې د بودیجې د نشتوالې له امله نیمګړې پاتې وې چې د دې ولایت د والي شاه محمود میاخېل په پاملرنه یې نن عملاٌ چارې پیل شوې .
۱۱/۱۰/۱۳۹۸
خوږياڼو کې ماين چاودنې پنځو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله
ننګرهار ولايت مقام ته د ملي امنيت رياست د ورکړل شويو معلوماتو له مخې تېره ورځ د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند درګې سيمه کې پر وسله والو طالبانو ماين چاودنه کړې، چې له امله يې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او درې ټپيان شوي دي.
په وژل شويو وسله والو طالبانو کې اصيل الدين او اسدالله او په ټپيانو کې منصور، شکور او ملاتور شامل دي.
په ورته وخت کې پولیسو د جلال اباد ښار اوومې ناحيې کې د زين الله په نوم يو وسله وال طالب، چې اصلي د ميدان وردګو ولايت اوسيدونکی دی د يو ميل پيکا او ۲۹۰ فیره مرميو سره يو ځای نيول دی.
بل لور ته پولیسو د يادې ناحيې په مروبوطاتو کې د ايمل په نوم يو تن د يو ميل تومانچې سره، چې په غير قانوني ډول يې ګرځول نيولی دی.
نيول شوي کسان په امنې قوماندانۍ کې تر څېړنو لاندې دي.
په جلال اباد ښار کې د ټاکل شویو نرخناموڅخه د سرغړونې له امله یو شمیر هټۍ او د لوړ فیس اخیستوونکو ډاکټرانو کتنځآیونه وتړل شول .
په ننګرهار ولایت کې د افغانیو د رواجولو کمیسیون له لورې په جلال اباد ښار کې یو شمیر هټۍ چې له ټاکلې نرخنامو څخه یې په لوړ قیمت توکې په افغانیو پلورل وتړل شوې،همدا راز د یو شمیر ډاکټرانو کتنځایونه له دې امله وتړل شول چې د کلدارو او افغانیو ترمنځ یې په لوړ تفاوت سره خپل لوړ فیس اخیسته .

د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه د افغانیو د رواجولو کمیسیون خلکو ته ډاډ ورکوي چې د وړو بانک نوټونو د تبادلې ترڅنګ به په جدي ډول د نرخونو کنټرول کې هلي ځلې وکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *