۱۳۹۸/۱۰/۱۴
د خوږیاڼو ولسوالۍ یو شمیر ځوانانو د افغانیو رواجولو او د دوی په سیمه کې د نجونو ښوونځی لپاره د ودانۍ جوړیدو له امله د ننګرهار والي ستاینه وکړه .
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د لوخۍ سیمې د ځوانانو ټولنې غړو د دوی په سیمه کې په وروستیو کې نجونو ته د ښوونځي ودانۍ جوړیدو او د افغانیو رواجولو له امله د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل قدرداني نوموړي ته د اعزاز لونګۍ په سر کولو سره وکړه .
د ځوانانو په استازیتوب شیربهادر او احمد سیار په وروستیو کې په امنیتي،اقتصادي او انکشافي برخه کې پرمختګونه وستایل او پخپله سیمه کې یې هلکانو لیسې د ترمیم،نجونو لیسې لپاره د احاطې جوړولو،کلینک ته د درملو لیږدولو او یو شمیر نورو برخو کې غوښتنې وکړې .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د یادو ځوانانو له ملاتړ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د ولس په همکارۍ به امنیتي ساحې لا پراخه،افغانۍ به بشپړ دود کیږي او د ولایت په کچه به نور پرمختګ ته هم زمینه برابریږي .
هغه ډاډ ورکړ چې د پوهنې او روغتیا په برخه کې به د دوی ستونزې اړونده مسؤلینو سره د حل په موخه شریکي کړي .
۱۳۹۸/۱۰/۱۴
د ننګرهار والي کړنې د چپرهار محصلینو له لورې وستایل شوې .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل کړنې په دې ولایت کې د چپرهار د محصلینو ټولنې له لورې د ستاینلیک په ورکړې او د اعزاز لونګۍ په سر کولو سره وستایل شوې .
د چپرهار ولسوالۍ د محصلینو ټولنې غړو عبدالرحمن الفت محمودي او قاضي محمد انعام فایق د خبرو پر مهال وویل، د دې ولایت د خلکو دوه سترې غوښتنې چې د افغانیو رواجول او امنیت تامینول وو، په اوسني حالاتو کې د پوره کېدو په حال کې دي.
دوی زیاته کړه، د ټولنې غړو د دې دوه سترو بریاوو ترڅنګ د فرهنګي تغیر،پرمختيایي او اقتصادي پرمختګونو،اصلاحاتو او په دنده کې د سپیڅلتیا، فساد مخنیوي او نورو کړنو له امله د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د کړنو ستاینه د ستاینلیک په ورکړې او د اعزاز لونګۍ په سرکولو سره وستایلې .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د یادې ټولنې له غړو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه ټولې چارې د مسؤلیت له مخې ترسره کوي او په دې برخه کې د دې ولایت ټولو خلکو سره په پوره اخلاص همکاري کړې .
نوموړي زیاته کړه، ژمن دی چې لا هم امنیت تامین،اصلاحاتو رامنځته کېدو،د شته امکاناتو او فرصتونو څخه په دې ولایت کې د پرمختګونو په موخه ګټه اخیستنه او متوازن انکشاف لپاره کار وکړي .
هغه په یاده ولسوالۍ کې د پوهنې او امنیت په برخه کې د شته ستونزو د حل په برخه کې هم ډاډ ورکړ.
چارواکي وایي،په ننګرهار کې خصوصي بانکونو کې هم د وړو بانک نوټونو د تبادلې غرفې پرانیستي .
د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، د افغانستان بانک کې د لسو غرفو د پرانیستو وروسته د وړو بانک نوټونو د تبادلې په موخه په خصوصي بانکونو کې هم یوه،یوه غرفه پرانیستې ده .
د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل وایي، په دې موخه چې ډیری خلک نوي واړه بانک نوټونه د کارولو پر ځای په کورونو کې ساتي،په همدې موخه یې دې ولایت ته میلیونه افغانۍ واړه بانک نوټونه چې ډیر نوي ندي را لیږدولي،ترڅو خلک یې په عادي ډول وکاروي .
هغه زیاته کړه،همدا راز یې د وړو بانک نوټونو د تبادلې په موخه په افغانستان کې د لس غرفو د پرانیستلو وروسته په خصوصي بانکونو کې هم یوه،یوه غرفه پرانیستې،ترڅو خلکو ته واړه بانک نوټونه وویشي .
ښاغلی میاخېل وایي، نن سهار یې د افغانیو د رواجولو کمیسیون غړو ته دنده ورکړې،ترڅو په ښار او ولسوالیو کې د نرخونو کنټرول ته جدي پاملرنه وکړي.
۱۳۹۸/۱۰/۱۴
په سپین غر ولسوالۍ کې د څه باندې ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د استنادي دیوال د جوړیدو چارې پيل شوې .
د ننګرهار ولایت کلیو او پراختیا او بیارغوني ریاست له لورې د دې ولایت سپین غر ولسوالۍ په چهل ګزي بابا سیمه کې د څه باندي
۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۸ سوه مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال د جوړیدو چارې نن د مرغومې په ۱۴مه پیل شوې چې د ۶ میاشتو په موده
کې به بشپړې شي.
د یاد دیوال د چارو د پیل کېدو په مراسمو کې ګڼ شمیر مسؤلینو او مخورو شتون درلود .
۱۳۹۸/۱۰/۱۴
ننګرهار کې ۲ سوه یتیمو زده کوونکو سره د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د بېلابېلو توکو مرسته وشوه .
د ننګرهار ولایت کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند مرکز الندوي روزنتون کې د ۲ سوه یتیمو زده کوونکو سره د وامې دفتر له لورې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د غذایي او ژمنیو توکو او قرطاسیې مرسته وشوه چې هر زده کوونکي ته د ۹۷۵۰ افغانیو په ارزښت توکې ورکړل شول .
د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس عبدالحکیم شیرزاد د وامي دفتر له مرستې څخه مننه ومکړه او په نورو سوداګرو،خیریه بنسټونو او شتمنو یې غږ وکړ چې یتیمو زده کوونکو او شهیدانو کورنیو سره مرستي وکړي.
۱۳۹۸/۱۰/۱۴
په جلال اباد ښار کې په لوړو نرخونو د درملو د پلور له امله پنځه درملتونونه مهرلاک شول .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه د افغانیو د رواجولو او څآر کمیسیون غړو له لورې د شکایتونو د ارزونې وروسته په لوړو نرخونو د درملو د پلورنې له امله پنځه درملتونونه مهرلاک کړل .
په همدې حال کې په تورخم ښارګوټې کې د افغانیو د رواجولو ګډ کمیسیون غړو په بېلابېلو صنفونو،تورخم ښاروالۍ اړوند پارکینګونو او ترانسپورټ څانګو ته د وړو بانک نوټونو د تبادلې چارې پیل کړې .
د یادونې وړده چې په وروستیو کې په جدي او بریالي ډول د افغانیو د رواجولو کمپاین جریان لري.
۱۳۹۸/۱۰/۱۴
ننګرهار کې پولیسو۱۱ تنه د انسان تښتوونې،غلا او قتل په تور نیولي دي .
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو له لورې درې تنه د انسان تښتوونې،۶ تنه د غلا او دوه نور د قتل په تور نیولي دي .
د یادې قوماندانۍ د مطبوعاتو امر فرید خان وایي،پولیسو د چپرهار ولسوالۍ
په مربوطاتو کې د یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د تښتوونې په تور درې تنه انسان
تښتوونکي نیولي،همدا راز د جلال اباد ښار په نهمې حوزې سیمه کې د حاجي خان په نوم د یو تن د قتل په تور دوه تنه نیولي دي .
د نوموړي په وینا پولیسو د جلال اباد ښار په پنځمه حوزې سیمه کې درې تنه چې د یو کور څخه یې درې جوړې واسکټې،دوه د تلویزیون سکرینونه،نغدې پیسې او نور توکې غلا کړي وو،نیولي دي .
د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر په وینا پولیسو یې د بهسودو ولسوالۍ اړوند
ګمرک په سیمه کې درې تنه غله چې د موټرو څخه یې بطرۍ غلا کولې،هم نیولي او پخپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی .
د نیول شویو کسانو دوسیې رسماٌ د لا زیاتو څېړنو په موخه استیناف څارنوالۍ ته لیږل شوي دي .
۱۳۹۸/۱۰/۱۴
چارواکي وايي،په کوز کونړ ولسوالۍ کې سلنه سلنه افغانۍ کارول کیږي .
د ننګرهار ولایت کوز کونړ ولسوالۍ چارواکي وایي، په یاده ولسوالۍ کې ټول خلک او کاروباریان پیر او پلور سل سلنه په افغانیو کوي او په دې برخه کې د عامه پوهاوي ترڅنګ ټول سهولتونه هم برابر شوي دي .
د کوز کونړ محمد اسمعیل شینواری وایي، په یاده ولسوالۍ کې ټول سوداګر،هټیوال، د تیلو پمپونو مسؤلین،موټر چلوونکي او نور یواځې په افغانیو پیر او پلور ترسره کوي او د وړو بانک نوټونو د ستونزې حل په موخه یې د هټیوالو سره د تبادلې چاره هم ترسره کړه .
د یادونې وړده چې د ننګرهار والي په ځآنګړې پاملرنې سره په ټولو ولسوالیو کې د افغانیو د رواجولو جدي کمپاین جریان لري .
۱۳۹۸/۱۰/۱۴
په خوږیاڼو او پچیراګام ولسوالیو کې د رواج شویو افغانیو د خوښۍ په پار د دواړو ولسوالیو ترمنځ د کرکټ لوبه ترسره شوه .
د ننګرهار ولایت خوږیاڼو او پچیراګام ولسوالیو کې د خلکو له لورې د رواج شویو افغانیو د خوښۍ په پار د دواړو ولسوالیو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې افغانۍ زموږ ملي هویت دی،تر عنوان لاندې د کرکټ لوبه ترسره شوه .
یاده لوبه چې د پچیراګام لوبډلې په بریا پای ته ورسیده،د نندارې په موخه یې ګڼ شمیر مسؤلین او مخور هم ورغلي وو چې یواځې د افغانیو د کارونې پیغام په کې ورکړل شو.
۱۳۹۸/۱۰/۱۴
د روداتو ولسوال په یاده ولسوالۍ کې د څار جوړونې فابریکې څخه لیدنه وکړه.
د ننګرهار ولایت د روداتوولسوال سیدعلي اکبر سادات د یادې ولسوالۍ په حصارشاهي سیمه کې د وړیو څخه د څآدرونو او کتان اوبدلو فابریکې څخه لیدنه وکړه .
نوموړي د فابریکې مسؤل په چارو کې یواځې د افغانیو چلند لارښوونې ترڅنګ د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په روداتو ولسوالۍ کې د ۱۲ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره د څآدر جوړونې پنځه فابریکې شتون لري،چې په وروستیو کې د ورځې سل څادرونه جوړي او تولیدات یې ولایت سربېره د هېواد بېلابېلو سیمو ته لیږدول کیږي،چې د څآدرونو په منځ کې ښه بازار لري .
يادې فابريکې له تيرې شاوخوا يوې لسيزې را پدېخوا په دې ولسوالۍ کې فعاليت کوي او شاوخوا پنځه څلویښت کسان په کې په کار بوخت دي.
۱۳۹۸/۱۰/۱۴
په جلال اباد ښار کې د نرخونو څخه د سرغړونې له امله بېلابېلې هټۍ وتړل شوې او سره رود کې واړه بانک نوټونه وویشل شول .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه په سره رود ولسوالۍ کې د افغانیو د رواجولو په موخه د ولسوال هجرت الله رحماني او ملګرو له لورې د پلې کمپاین په ترسره کولو سره هټیوالو او نورو سره واړه بانک نوټونه تبدیل کړل .
په همدې حال کې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې بېز اکمالاتي سیمه کې یو شمیر قصابان چې له ټاکلې نرخنامې څخه یې سرغړونه کوله،د جلال اباد ښاروالۍ له لورې یې هټۍ وتړل شوې .
همدا راز د ولایت مقام ۱۶۰ شمیرو ته د پرلپسې شکایتونو را رسیدو وروسته په جلال اباد ښار کې د بابا ولي هوټل،مرحبا هوټل او قصابخان،افغان صداقت جوس پلورنځای او یو شمیر نور د ټاکلې نرخنامې څخه د سرغړونې له امله د ښاروالۍ له لورې د ۲۴ ساعتونو لپاره مهرلاک شول .
د یادونې وړده چې تر دې وړاندې هم ګڼ شمیر هټۍ،هوټلونه او نور د نرخنامو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي دي .
۱۳۹۸/۱۰/۱۴
په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې د یو سرګروپ په ګډون د وسله والو طالبانو درې مهم غړي ووژل شول .
د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په احمدخیلو سیمه کې نن سهار بې پیلوټه الوتکې دوه پرلپسې بریدونه کړي چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د میوند ګروپ درې مهم غړي سرګروپ شوکت مشهور په ساحل، نصیر احمد مشهور په ابوبکر او شاهین وژل شوي دي .
د مالوماتو له مخې په یاد برید کې بل چاته کوم زیان ندی اوښتی .