۳/۴/۱۳۹۸
ننګرهار کې دولس داعش او طالب وسله ژوندي نيول شوي
د ننګرهار د ملي امنيت رياست د دغه ولايت مرکز او يو شمېر ولسواليو کې ۱۲ داعش او طالب وسله وال ژوندي نيولي دي.
نيول شوي کسان د چنګاښ په ۳مه د ملي امنيت رياست په انګړ کې خبريالانو ته وښودل شول او وروسته يې مسئولينو په اړه معلومات هم ورکړل.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په يو خبري کنفرانس کې وويل، چې ملي امنيت منسوبينو د جلال اباد ښار، چپرهار، غني خېلو او روداتو ولسوليو مربوطاتو کې ۸ داعش او درې طالب وسله وال او يو بل تن له يو ميل وسلې سره ژوندي نيولي دي.
دی وايي، دغو کسانو په جلال اباد ښار او يو شمېر ولسواليو کې دولت ضد کړنې تر سره کولې چې تېره يوه اوونۍ کې د ملي امنيت منسوبينو په بېلابېلو عملياتو کې نيولي دي.
د والي د معلوماتو له مخې په نيول شويو کسانو کې د داعش ډلې د تبليغاتو او جلب او جذب يو مهم غړی هم شامل دی، چې تر اوسه يې لسګونه کسان د داعش ليکو ته جلب کړي او عملاً يې د جګړې سيمو ته انتقال کړې دي.
دی زياتوي، ګډو افغان ځواکونو په دې وروستيو کې په ښار او ولسواليو کې خپل فعاليتونه زيات کړي چې ورسره غبرګ د امنيت ساحه هم پراخه شوې او وسله وال ډير ځپل شوي دي.
د والي په وينا وسله وال اوس د لويو بريدونو او امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او اوس يوازې د پټو وژنو او غلچکي بريدونو له لارې خپل فعاليتونه ترسره کوي.
هغه ډاډ ورکړ چې امنيتي ځواکونه به تر خپلې وروستۍ سلګۍ له خپلو هيوادوالو دفاع کوي او هېڅ وسله وال ته به اجازه ورنکړي چې د دولت ضد فعاليتونه ترسره کړي.
نيول شويو وسله والو مخالفينو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی او په ملي امنيت رياست کې ترې نورې پوښتنې روانې دي.

۱۳۹۸/۴/۳
ننګرهار والي د دې ولایت حجاجو ته په هېواد کې د تلپاتې سولې د رامنځته کېدو لپاره د دعاوو ترسره کولو سپارښتنه وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د چنګاښ په درېیمه د دې ولایت حجاجو ته د پنځلس ورځنیو عملي زده کړو د پیل په مراسمو کې دوی ته سپارښتنه وکړه،چې د حج مراسمو ادا کولو پر مهال په هېواد کې د جګړې له امله د وینو تویدو د مخنیوي په موخه د تلپاتې سولې د رامنځته کېدو لپاره دعاوې وکړي.
یاد مراسم چې د جلال اباد ښار د حاجیانو په پنډغالي کې برابر شوي وو، پر مهال یې د دې ولایت د حج او اوقافو رئیس مولوي داود مجاهد وویل، هغه حجاج چې جلال اباد ښار ته نږدي دي،د حاجیانو په پنډغالي کې او هغه چې په لرو پرتو سیمو کې دي،ورته په ولسوالیو کې د مؤظف شوو دیرش تنو استادانو له لورې د حج مراسمو د ادا کولو په موخه پنځلس ورځنۍ زده کړې ورکول کیږي .
نوموړي زياته کړه،د حج فريضې اداء کولو په موخه يې حجاجو ته ويډيو ګانې، انځورونه او نور درسي توکې چمتو کړي، چې له مخې به ښه روزنه ترلاسه او د حج مراسم به په درست ډول تر سره کړي.
هغه وویل، سږ کال به ننګرهار څخه د ۶ سوه میرمنو په ګډون ۱۳۵۰ تنه د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته لاړ شي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د وینا پر مهال حجاجو څخه وغوښتل،چې په هېواد کې د تلپاتې سولې او د جګړې له امله د وینو تویدو د مخنیوي په موخه د حج مراسمو د ادا کولو پر مهال ځانګړې دعاوې وکړي او همدا راز یې ورته سپارښتنه وکړه،چې د مراسمو ادا کولو پر مهال په ټول قوانین په ځآنونو مراعت کړي .
ښاغلي میاخیل د یاد پنخلس ورځني پروګرام استادانو ته هم لارښوونه وکړه،چې په ښه توګه حجاجو ته د حج فریضې ادا کولو په موخه عملي او نظري زده کړې ورکړي .
د یادونې ده،چې هر کال حجاجو ته له حج مراسمو ادا کولو وړاندې د مراسمو اړوند پنځلس ورځنۍ عملي زده کړې ورکول کیږي .

۱۳۹۸/۴/۳
ننګرهار والي په بټي کوټ او مومندرې ولسوالیو کې د میشتو کوچي مشرانو ستونزې د حل په موخه واوریدې .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د چنګاښ په درېیمه ولایت مقام کې د یوې لیدنې پر مهال په بټي کوټ او مومندرې ولسوالیو کې د میشتو کوچي مشرانو ستونزې د حل په موخه واوریدې .
د دې لیدنې پر مهال کوچي مشرانو په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کانال اړوند فارمونه دوی ته په اجارې ورکړې،مالدارۍ برخې ته یې په روغتیایي برخه کې د پاملرنې،په ولسي تړون پروګرام کې د کوچیانو شورا د جوړیدو، په ملي مسایلو کې دوی ته د ونډې ورکولو او یو شمیر نورې غوښتنې وکړې.ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل،په دې ولایت کې کوچي مشرانو ته ځآنګړې پاملرنه کړې او هغه کسان چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې میشت دي،کولای شي،د کانال اړوند فارمونو د اجارې ورکړې په دوطلبۍ او نورو قانوني مراحلو کې ګډون وکړي.هغه کوچي مشرانو ته ډاډ ورکړ،چې د کرنې او مالدارۍ رئیس ته به لارښوونه وکړي،ترڅو په یاده ولسوالۍ کې حیواني کلینک فعاله او د دوی مالدارۍ برخې ته ځآنګړې پاملرنه وکړي .ننګرهار والي د یادو مشرانو څخه وغوښتل،چې پخپلو سیمو کې غیري مسؤله وسله والو کسانو ته ځآی ورنکړي او د امنیتي ځواکونو سره د مرستې له مخې د خپلو سیمو په امنیت کې همکاري وکړي .
۱۳۹۸/۴/۳
د ننګرهار والي په لارښوونه په دې ولایت کې د خپلواکۍ سلمې کاليزې د ښې نمانځنې په موخه د کمېټو مسئولينو ناسته وکړه
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند په مشرۍ د خپلواکۍ بېرته ګټلو سلمې کاليزې ښې نمانځنې په موخه د اړوندو کمېټو مسئولينو او غړو سره ناسته وشوه.
د ولايت مرستيال تميم عارف مومند وويل، د خپلواکۍ سلمې کاليزې نمانځنې ته ۵۴ ورځې پاتي دي او سږکال به دغه ورځ د هېواد په کچه په ننګرهار کې په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شي.
نوموړي د خدماتي، فرهنګي تشریفاتو او نورو کمېټو غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلواکۍ سلمې کاليزې په مناسبت له همدا نن څخه په ښار او ولسواليو کې خپل فعاليتونه عملاً پيل کړي.
ده جلال اباد ښاروال ته سپارښتنه وکړه، چې په ښار کې د چوکونو په ښکلي کولو، په هټيو باندې د بيرغونو لګولو او يو شمېر نورو برخو کې اجرات تر سره کړي.
د کمېټې غړو د خپلواکۍ سلمې کاليزې ښې نمانځنې په موخه يو شمېر نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړل، چې د ولايت مرستيال له لوري ورته په پلان کې د شاملولو ډاډ ورکړل شو.
په دغه ناسته کې د ولايت مستوفي، د بشري سرچينو، سکتوري خدمتونو،د ولايت مالي او اداري، اداري اصلاحاتو، ګمرک، اطلاعاتو فرهنګ، عامې روغتيا، جلال اباد ښاروالۍ، سوداګرۍ او صنایعو رئيسانو او استازو ګډون کړی و.
۱۳۹۸/۴/۳
د ننګرهار په ۲ ولسوالیو کې د زعفرانو تخم وویشل شو
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ ریاست د پرمختیایی بودجه له لوري د کوکنارو د کښت د مخنیوي او د زعفرانو کښت د رواجولو په موخه د پچیراګام او نازیانو ولسوالیو کې د ۵ نمایشي قطعو د جوړولو په موخه ۵ تنه مخکښ زعفران کارانو کروندګرو ته ۲۵۰۰ کیلو ګرامه د زعفرانو تخم , سره, درمل او د حاصل را ټولولو اړین توکې وویشل شول.
په یاده مرسته کې ۱۵۰۰ کیلو ګرامه د پچیراګام ولسوالۍ او ۱۰۰۰ کیلو ګرامه د نازیانو ولسوالۍ بزګرانو باندې وویشل شول .

۱۳۹۸/۴/۳
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په دوهم فارم کې د نارنجانو په ۱۲ هکتاره ځمکه دوا شیندنه ترسره شوه
د ننګرهار کانال یا وادي کرنیز شرکت اړوند دوهم فارم په ۱۲ هکتاره د نارنجانو باغ کې د مضره حشراتو، غوړکي ضد او د ښو حاصلاتو د ترلاسه کولو په موخه د حفاظې او نباتاتو د ساتنې امریت مسلکي مامورینو له خوا دوا شیندنه ترسره شوه.
د یو بل خبر له مخې په هډې فارم کې د مالدارۍ آمر سر بیره د هډې فارم، دوهم فارم او د حفاظې امریت او د دوي د کارمندانو په همکارۍ د پاک کارۍ اشر پیل شو
په هډې فارم کې د یادو امریتونو امرینو او کارمندانو په فارم کې د مربوطه امریتونو د پاک کارۍ اشر ترسره کړ او مسؤلینو ژمنه وکړه،چې له دې وروسته به د فارم د پاک کارۍ او صفايی لپاره خاصه پاملرنه کوي او د یوه تقسیم اوقات له مخې به یاده پروسه پر مخ وړل کیږي.

۱۳۹۸/۴/۳
دننګرهار استيناف محکمې رئیس په مشرۍ د دېوانونو رئيسانو ناسته ترسره شوه.
د دېوانونو رئيسانو د ناستې پرمهال دننګرهار استيناف محکمې رئیس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده له مسئولینو مننه وکړه ، چې په دندو کې پابند او قضاياو ته په خپل وخت رسيده ګي کوي.
د دېوانونو رئيسانو د دې اوونۍ په غونډه کې يو شمېر موضوعات بحث شول ، چې دځېنو په برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول او دځېنو په برخه کې دسترې محکمې له عالي مقام څخه داستهدا (هدايت اخستلو ) غوښتنه وشوه.
د دېوانونو رئيسان دغه ناسته په اونۍ کې يو ځل دهغه موضوعاتو دحل په موخه ترسره کوي ، چې حل يې ستونزمن او روښانه نه وي.
په دې ناسته کې قضات په همدغه ډول موضوعاتو بحث کوي او دنظرونو له تبادلې وروسته ګډ تصميم نيول کېږي .

۱۳۹۸/۴/۳
جلال اباد سرپرست ښاروال تېره شپه ناوخته په جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ د بېلابېلو برخو مسؤلینو له کړنو څخه څآرنه وکړه .
د جلال آباد سرپرست ښاروال روح الامین حسن تېره شپه ناوخته د ښاروالۍ د تنظیف کارګرو د کارونو ، تنظیفافي وسایطو او د شپې له لوري د ښار پاکونې له چارو څخه څآرنه او لیدنه وکړه.
نوموړي سره د دې لیدنې پر مهال یو شمیر نورو مسؤلینو هم ملتیا کوله،همدا راز د ښاري نظم په موخه د جوړې شوې طرحې د عملي کولو له روانې پروسې څخه هم لیدنه وکړه او مسؤلینو او کارګرو ته یې په بېلابېلو برخو کې لارښوونې وکړې .

۱۳۹۸/۴/۳
چپرهار کې د وسله والو مخالفینو د تګ راتګ لارو د تړلو په موخه امنیتي ځواکونه ځآی پر ځای کیږي .
ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ په هغو سیمو کې چې وسله وال مخالفینو ترې وړاندې د تګ راتګ په موخه استفاده کوله،پر دوی د لارو د تړلو په موخه په کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کیږي .
په همدې موخه د عامه نظم اومې لوا قوماندان برید جنرال نصیر احمد ساپي، د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي، د امنیې قوماندانۍ امنیت امر، د ملي امنیت ریاست استازو او چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزي له یو شمیر سیمو لیدنه وکړه.
پدې لیدنه کې یو شمېر هغه سیمې په ګوته شوې چې د وسله والو مخالفینو د تګ راتګ لارې دي او ډیر ژر به یې د مخنیوي لپاره په سیمه کې نوي قطعات ځای پر ځای شي.
ټاکل شوې نوې ځواکونه په پوستو کې د ځای پر ځای کېدو پر ځای ګزمې،چیک پاینټونه او د مخالفینو پر وړاندې عملیات او کمینونه ترسره کړي .

۱۳۹۸/۴/۳
جلال اباد ښار کې د ۱۲ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د سړکونو، ویالو او استنادي دېوالونو رغولو پروژې چارې پیل شوې
ننګرهار ولایت کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د ۱۲ نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند درېیم ګذر کې د ګل اباد دریمې او صدیق آباد پرمختیايي شوراګانو د پروژو چارې پیل شوې .
په دې پروژو کې د ۲۴۷۰ متره په اوږدوالي دریمه درجه سړکونو، ۲۴۵۰ متره په اوږدوالي خامو ویالو کانکرېټول او د ۲۵۰ متره په اوږدوالي استنادي دېوالونه رغول شامل دي،چې چارې به یې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړي شي .
د یادو دوه پروژو ټول لګښت ۱۲،۵میلیونه افغانۍ دی،چې ۹،۴ میلیونه افغانۍ د دولت له لوري د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې او پاتې لګښت د پرمختیايي شوراګانو له لوري د ولسي ونډې په توګه ورکول کیږي.
په دې پروژو کې به د شپږو میاشتو لپاره ۷۵ ماهرو او غیر ماهرو کاریګرو ته د کار کولو زمینه برابره شي چې په دې سره به د پروژو په بشپړېدلو سره د یادو دوه شوراګانو۴۷۲ کورنۍ په مستقیمه او په سلګونو تنه نور اوسېدونکي به په غیر مستقیمه مستفید شي.

۱۳۹۸/۴/۳
ننګرهار والي د سکتوري ادارو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د ولسوالیو کاري سفرونو ته دوام ورکړي.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د چنګاښ په درېیمه د دې ولایت په اداري مجلس غونډه کې د سکتوري ادارو مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې بټي کوټ،خوږیاڼو او سره رود ولسوالیو ته یې په وروستیو کې کاري سفرونه ترسره کړل،همدا راز یې ورته لارښوونه وکړه،چې نورو ولسوالیو ته هم ورته سفرونه ترسره کړي .
د ولایت اداري مجلس غونډه کې د ننګرهار والي سربېره د ولایت اداري او مالي مرستیال،ولایتي شورا مرستیال،د کوټ او کوز کونړ ولسوالانو،د بېلابېلو ادارو مسؤلینو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د کانکور ازموینې بهیر د ښه ترسره کېدو له امله د دې ولایت د پوهنتون ادارې،کانکور کمیټې او امنیتي مؤظفینو څخه مننه وکړه،همدا راز یې تر دا مهاله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د چمتو والي له چارو څخه ستاینه وکړه،خو په دې برخه کې د کارونو د لا زیاتو ګړندیتوبونو لارښوونه وکړه .نوموړي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت د ملکي خدمتونو د طرزالعمل له مخې د میډالونو او بهرنیو لنډ مهالو بورسونو لپاره په شرایطو برابر کارکوونکي کاندیدان کړي .ښاغلي میاخیل مسؤلینو ته په دولتي مطبوعه کې د کارونو ترسره کولو،بشري سرچینو ریاست سره په همغږۍ د خالي بستونو ډکولو،مسؤلین په کاري وختونو کې په دفترونو کې د مشتریانو د کارونو د خلاصولو او یو شمیر نورو برخو کې لازمې لارښوونې وکړې .هغه د ټولو ادارو مسؤلینو ته ډآډ ورکړ،چې په خپلواکۍ سره د دې ولایت خلکو ته له هر ډول فشارونو پرته خدمت ترسره کړي .د اداري مجلس په غونډه کې د کوز کونړ او کوټ ولسوالانو د خپلو ترسره شوو فعالیتونو، په ولسوالیو کې د دوی ستونزو او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه مالومات شریک کړل،چې د مسؤلینو له لورې په یو شمیر برخو کې ورسره د همکاریو ژمنې وشوې .همدا راز د کانال رئیس د ریاست اړوند د اوسني وضعیت،ستونزو او پلانونو په اړه هم د اداري مجلس ګډونوالو ته مالومات ورکړل .

د ننګرهار د ښوونې او روزنې پوهنځۍ مشرې ذاکرې بابکرخیل ته د ملګرو ملتونو لخوا د ښځو دپیاوړتیا او د هغوی د حقونو د خوندیتوب په برخه کې د هغې د ترسره کړو کارونو له کبله جایزه ورکړل شوه.
۵۶ کلنه میرمن بابکرخیل چې په زرګونو زده کونکي یې روزلي، د ښځو د حقونو یوه نه ستړې کیدونکې مدافع او د خپل اضافي وخت ډیره برخه یې په ننګرهار کې د میرمنو د حقونو د دفاع له ډلو سره کار ته بیله کړې.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د یادې جایزې د ګټلو له امله اغلې بابکر خیل ته مبارکي او په راتلوونکې ورته د نورو بریاوو هیله کوي.

۲/۴/۱۳۹۸
په دره نور ولسوالۍ کې د حکومتولۍ او اړتياو معلومولو په موخه څارنه او ارزونه وشوه
ننګرهار والي شاه محمود مياخیل په لارښوونه د ولايت مقام مالي او اداري رئيس قريب الله هجرت د يو شمېر مسئولينو په ملتيا دره نور ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د سيمه ييزې حکومتولۍ د وضعيت او په ادارو کې د اړتياو معلومولو په موخه ليدنه او څارنه وکړه.
د ولايت مقام مالي او اداري رئیس قريب الله هجرت لومړی د دره نور ولسوالۍ مقام، محکمې، څارنوالۍ، کرنې، ثبت احوال نفوس او يو شمېر نورو ادارو ودانۍ وليدلې او د يادو ودانيو په رغولو او ورته د اړينو توکو په وېش کې مسئولینو ته ډاډ ورکړ.
نوموړي همدا راز د يادې ولسوالۍ مسئولينو او قومي مخورو سره د ناستې په ترڅ کې د دوی د همغږۍ او همکارۍ څخه مننه وکړه او ورته يې سپارښتنه وکړه، چې د دې سيمې په لا پرمختګ کې حکومت سره همکاري وکړي.
مسئولينو په دره نور ولسوالۍ کې په تذکرو د سټيکر وهولو پروسې او ثبت احوال نفسو ادارې څخه هم ليدنه وکړه او د يادو ادارو کار کوونکو ته يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ولايت مقام مالي او اداري رئيس قریب الله هجرت همدا راز د يادې ولسوالۍ مسئولينو سره په ځانګړې ناسته کې د چارو ښه والي او سيمه ييزې حکومتولۍ تقويې په موخه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د دره نور ولسوال ډاکتر هجرت ګرديوال د ولايت مقام له مسئولينو مننه وکړه، چې دې ولسوالۍ ته يې د ستونزو حل په موخه سفر وکړ.
نوموړي له مسئولينو غوښتنه وکړه، ترڅو دره نور ولسوالۍ ته په ټولو برخو کې پاملرنه وکړي او د شته ستونزو په حل کې ور سره همکاري وکړي.
هغه وويل، چې دوی به د دې ولايت نورو ولسوالیو ته هم سفر وکړي، چې په بېلابېلو برخو کې به ستونزې او اړتياوې معلومې او په حل کې به يې لازم اجرات تر سره کړي.

۱۳۹۸/۴/۲
ننګرهار والي د خوږیاڼو ولسوالۍ د بېلابېلو ملکي ادارو مسؤلینو سره د غونډې پر مهال دوی ته د چارو د شفافیت او فساد د مخنیوي لارښوونه وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د چنګاښ په دوېیمه خوږیاڼو ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د یادې ولسوالۍ د عدلي،قضایي او بېلابېلو ملکي ادارو مسؤلینو سره د غونډې پر مهال د ښې حکومتدارۍ د رامنځته کېدو په موخه د چارو د شفافیت په موخه ولس ته د حساب ورکولو او فساد د مخنیوي لارښوونه وکړه.د دې غونډې پر مهال چې د ولسوالۍ په مقام کې جوړه شوې وه،د خوږیاڼو ولسوال شمس الحق ساپي،د ابتدایه محکمې رئیس،پوهنې مدیر او یو شمیر نورو د خبرو پر مهال د ستونزو شریکولو ترڅنګ ننګرهار والي ته د خپل منځي همغږۍ،پنځلس ورځنیو ناستو او د ملکی ادارو د یو شمیر نورو فعالیتونو په اړه مالومات ورکړل .ننګرهار والي شاه محمود میاخیل خوښي وښوده،چې ملکي ادارې د ښه خدمت ترسره کولو په موخه خپل منځي همغږي او پنځلس ورځنۍ ناستې ترسره کوي،خو ټینګار یې وکړ،چې د ښې حکومتدارۍ او شفافیت په موخه ولس ته حساب ورکړي او د هر ډول فساد مخنیوی وکړي .هغه زیاته کړه،هغه مهال چې په ملکي ادارو د خلکو باور زیات شي،د مرستې او همکارۍ فضا هم رامنځته کیږي،چې له امله یې امنیتي،پرمختیایي او ګڼ شمېر نورو پرمختګونو ته هم زمینه برابریږي .د دې غونډې پر مهال چې د سکتوري خدمتونو رئیس فضل ربي همیم هم شتون درلود،په یو شمیر نورو موضوعاتو هم خبرې اترې او بحثونه وشول .
۱۳۹۸/۴/۲
ننګرهار والي د سره رود ولسوالۍ د نظامي شورا غړو سره د یادې ولسوالۍ په مقام کې غونډه وکړه .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل چې د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي،ملي امنیت مرستیال او یو شمیر نورو یې ملتیا کوله، د غبرګولې په دوېیمه یې سره رود ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د یادې ولسوالۍ د نظامي شورا غړو سره غونډه وکړه .
د دې غونډې پر مهال د سره رود ولسوال،امنیه قوماندان،ملي امنیت مدیر،ملي اردو قوماندان یو شمیر نورو مسؤلینو د ولسوالۍ د امنیتي،اپراتیفي او نورو برخو وضعیت په اړه هر اړخیز مالومات شریک او په یو شمیر برخو کې یې لازم وړاندیزونه وکړل .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په وروستیو کې د سره رود ولسوال په مشرۍ د نظامي شورا غړو له لورې د قاچاقو او غصب پر ضد د پیل شوې مبارزې څخه ستاینه وکړه،خو په دې برخه کې پر لا زیات کار کولو ټینګار وکړ.
نوموړي همدا راز په یاده ولسوالۍ کې د لا زیاتو تحرکاتو ترسره کولو لارښوونه وکړه او ډاډ یې ورکړ،چې د خدمتي پولیسو او نورو امنیتي برخو ستونزو لپاره به یې حل لارې ومومي .

۱۳۹۸/۴/۲
ننګرهار والي په مشرۍ سکتوري رئيسانو د سره رود ولسوالۍ د بېلابېلو ملکي ادارو مسؤلینو سره غونډه وکړه .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د چنګاښ په دوېیمه سره رود ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د سکتوري ادارو رئیسانو په شتون سره د یادې ولسوالۍ د عدلي،قضایي او بېلابېلو ملکي ادارو مسؤلینو سره غونډه وکړه .د دې غونډې پر مهال چې د ولسوالۍ په مقام کې جوړه شوې وه،د سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني او د ابتدایه محکمې رئیس د خبرو پر مهال وویل،وروستیو کې خلکو ته په رسمي او غیري رسمي وختونو کې د ښه خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره کړې .دوی ډاډ ورکړ،چې په همغږۍ سره یې د فساد،غصب،قاچاق او یو شمیر نورو غیري قانوني کړنو مخه نیولې او په اداره کې د ولایت مقام په مرسته اصلاحات رامنځته کړي .همدا راز یې ملکي کارکوونکو ته د استوګنې په موخه د نمرو،روغتون ته د امبولانسونو او یو شمیر نورو برخو کې د مرستې غوښتنه وکړه .ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د سره رود ولسوالۍ د ملکي ادارو د همغږۍ او کړنو ستاینه وکړه،همدا راز یې دوی ته لارښوونه وکړه،چې د شته امکاناتو څخه په ښه توګه د خلکو د خدمت په موخه استفاده وکړي .هغه زیاته کړه،د بېلابېلو ادارو په چوکاټ کې د یو هدف لپاره ټول مسؤلین کار کوي،نو لازمه ده،چې خپل منځي همغږي،همکاري او د کارونو د ښه والي په موخه کار ترسره کړي .ښاغلي میاخیل مسئولينو ته د اصلاحاتو لپاره په عدالت پلې کولو،د ولسوالۍ په کچه په متوازن انکشاف پلي کولو، خلکو سره د ښه چلند ترسره کولو،فساد مخنیوي او نورو کړنو ترسره کولو سره ښې حکومتداري رامنځته کولو په موخه لارښوونې وکړې .
۱۳۹۸/۴/۲
په خوږیاڼو او سره رود ولسوالیو کې د ۲۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۵ ښوونځیو ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په هڅو او د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت په خوږیاڼو او سره رود ولسوالیو کې د ۲۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۵ ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د چنګاښ په دوېیمه سره رود او خوږیاڼو ولسوالیو ته د امنیتي مسؤلینو سربېره د سکتوري خدمتونو، ټولګټو چارو،عامې روغتیا،پوهنې، کلیو پراختیا،ښار جوړونې،کرنې او مالدارۍ،سینديزې حوزې،کار او ټولنیزو چارو،کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو او یو شمیر نورو ادارو مسؤلینو په ملتیا د سفر پير مهال د ښوونځیو جوړولو یادې پروژې په رسمي ډول پيل کړې .ښاغلي میاخیل وویل،د ۱۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د ۲۸ ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې په خوږیاڼو او د ۹۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د ۱۷ ښوونځیو ودانیو جوړولو چارې په سره رود ولسوالۍ کې پیل کړې .
هغه وایي،په یادو دواړو ولسوالیو کې د بېلابېلو سکتوري ادارو له لورې د یو میلیار څلور سوه دیارلس میلیونه افغانیو په لګښت سلګونه پروژې په پلان او عملاً تر کار لاندې دي .
۱۳۹۸/۴/۲
ننګرهار والي وایي،د بېلابېلو سکتوري ادارو له لورې د سره رود ولسوالۍ لپاره د ۵۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلان او پیل کړي .
نګرهار والي شاه محمود میاخیل چې د سکتوري ادارو رئیسانو په ملتیا یې د چنګاښ په دوېیمه سره رود ولسوالۍ ته سفر کړی وو، د مخورو سره یې د غونډې پر مهال د ولسمشر د سلامونو او پیغام شریکولو ترڅنګ یې وویل،د یادې ولسوالۍ لپاره یې د ۵۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلان او پیل کړي دي .
د دې غونډې پر مهال چې د سره رود ولسوالۍ په مقام کې جوړه شوې وه،د یادې ولسوالۍ ولسوال، د قومونو او انکشافي شورا مشرانو او یو شمیر نورو د خبرو پر مهال د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک په اوږدو کې زیانمنو شوو کورنیو سره د بدیل پروګرامونو د تطبیق،سره رود سیند دواړو خواو ته د استنادي دیوالونو جوړیدو،لمریزې او نغلو برېښنا سهولتونو برابریدو،سره رود څلور لارې د پراخیدو،جلال اباد ښار کې سره رود ولسوالۍ لپاره د هډې ځای ورکړې او د روغتیا،پوهنې،ټولګټو چارو او کلیو پراختیا ادارو اړوند یو شمیر نورو پروژو د تطبیق او یادې ولسوالۍ ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل،د بټي کوټ او خوږیاڼو ولسوالیو وروسته یې د سکتوري ادارو په ملتیا یادې ولسوالۍ ته د ښې حکومتدارۍ د رامنځته کېدو په موخه سفر کړی،چې د خپلو پیل شوو چارو او پلانونو په اړه ولس ته مالومات ورکړي او همدا راز د خلکو ستونزې واوري .
هغه زیاته کړه،په یاده ولسوالۍ کې د سکتوري ادارو له لورې د ۱۸ پروګرامونو له لارې ۲ سوه لویې او وړې پروژې د ۵۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت پلان او عملاً پیل کړي دي.
د نوموړي په وینا په یادو پروژو کې د ۲۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ولسي تړون پروګرام اړوند ۱۴۲ پروژې،د ۹۵ میلیونه افغانیو په لګښټ د ۱۷ ښوونځیو ودانیو جوړول او د ۲۹۹ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنې،کډوالو،سیندزې حوزې، کلیو پراختیا،پوهنې، عامې روغتیا او یو شمیر نورو ادارو اړوند پروژې شاملي دي .
هغه د مخورو څخه غوښتنه وکړه،چې د خپلو سیمو په ساتنه او امنیت تامین کې د امنیتي ځواکونو سره او د ښې حکومتدارۍ د رامنځته کېدو په موخه د ملکی مسؤلینو سره مرسته او همکاري وکړي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل،د سره رود په ګډون یې په ټولو سیمو کې د امنیت پراختیا،ښارګوټو ستونزو حل،فساد مخنیوي او خلکو سره د رامنځته شوو فاصلو د لمنځه وړلو په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
هغه خواشیني وښوده،چې دې ولایت ته د یو نیم میلیون وګړو لپاره په روغتیایي،پوهنې او نورو برخو کې بودیجه ورکول کیږي،په داسې حال کې چې یواځې د خوږیاڼو ،پچیراګام او سره رود ولسوالۍ د خلکو شمیر يو نیم میلیون وګړو ته رسیږي .
د یادونې وړده،چې ننګرهار والي سره د دې سفر پر مهال د امنیتي مسؤلینو سربېره د سکتوري خدمتونو، ټولګټو چارو،عامې روغتیا،پوهنې، کلیو پراختیا،ښار جوړونې،کرنې او مالدارۍ،سینديزې حوزې،کار او ټولنیزو چارو،کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو او یو شمیر نورو ادارو مسؤلینو ملتیا کوله .

۱۳۹۸/۴/۲
ننګرهار والي د خوږیاڼو په ملي اردو کنډک کې د یادې ولسوالۍ د نظامي شورا غړو سره ناسته او ځواکونو ته وینا وکړه .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د چنګاښ په دوېیمه خوږیاڼو ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د خوږیاڼو په ملي اردو کنډک کې د یادې ولسوالۍ د نظامي شورا غړو سره ناسته او د ملي اردو ځواکونو ته وینا وکړه .
هغه د ملي اردو ځواکونو ته د وینا پر مهال د جمهور رئیس سلامونه وړاندې او د دوی د سرښندنو قدرداني او ستاینه وکړه.
نوموړي زیاته کړه، دښمن ښوونځي،سړکونه،پلونه او نورې ابادۍ تخریبوي،د ولس په منځ کې ویره او ترهګري خپروي،خو اتل سرتېري ابادۍ،امنیت، سوکالۍ او ثبات ته د قربانیو په ورکولو سره زمینه برابروي،له همدې امله چارواکي او ولس ستاسو د مېړانې قدرداني کوي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل، موږ د جګړې پر ځای سوله غواړو،خو هغه سوله چې د افغانانو عزت،ملي ګټې او منافع په کې خوندي ساتل شوي وي .
د ملي اردو ځواکونو په استازیتوب د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي او د یاد کنډک قوماندان ډګرمن رسول محمد ننګرهار والي او د دې ولایت اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ،چې دښمن ځپل شوی او د بیا ځل لپاره به د سر پورته کولو اجازه ورنکړي،ترڅو د بیا ځل لپاره ویره او وحشت خپور کړي .
په همدې حال کې ننګرهار والي شاه محمود میاخیل،چې د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي،د ملي امنیت ریاست مرستیال او یو شمیر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله،په یاد کنډک کې د خوږیاڼو نظامي شورا غړو سره ناسته وکړه .
د نظامي شورا په غونډه کې د خوږیاڼو ولسوال شمس الحق ساپي،امنیه قوماندانۍ سرپرست،امنیت مدیر،ملي اردو څلورمې لوا لومړي کنډک قوماندان،سیمه ییزو پولیسو ټیم لیډر او نورو مسؤلینو د ولسوالۍ د امنیتي،اپراتیفي،د امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ او یو شمیر نورو برخو په اړه مالومات شریک او یو شمیر وړاندیزونه یې هم وکړل .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د خوږیاڼو د نظامي شورا څخه مننه وکړه،چې پخپل منځې کې همغږي لري او د دښمن د ځپلو په موخه یې د دوی ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.
هغه د خوږیاڼو نظامي شورا غړو ته لارښوونه وکړه،چې د منظم پلان له مخې په یاده ولسوالۍ کې د امنیتي تشکیل او امکاناتو څخه په ښه توګه د امنیتي ساحې د پراخوالې په موخه کار واخلي.

۱۳۹۸/۴/۲
ننګرهار والي وایي،د بېلابېلو سکتوري ادارو له لورې د خوږیاڼو ولسوالۍ لپاره د ۸۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلان او پیل شوي.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل چې د سکتوري ادارو رئیسانو په ملتیا یې د چنګاښ په دوېیمه خوږیاڼو ولسوالۍ ته سفر کړی وو، د مخورو سره یې د غونډې پر مهال وویل،چې د یادې ولسوالۍ لپاره یې د ۸۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلان او پیل کړي دي .
د دې غونډې پر مهال چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په مقام کې جوړه شوې وه،د یادې ولسوالۍ ولسوال، د انکشافي شورا مشر او یو شمیر نورو د خبرو پر مهال د امنیتي پوستو د زیاتوالي،د ښوونې او روزنې پوهنځي د څآنګې پرانیستو،۱۶۰ بستریز روغتون د جوړیدو،د یو شمیر سړکونو،سربندونو، برېښنا بندونه، لمریزې برېښنا او ګڼ شمیر نورو پروژو د پلې کېدو غوښتنې وکړې .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل، د ښې حکومتدارۍ د رامنځته کېدو په موخه یې د سکتوري ادارو مسؤلینو سره یو ځای دې ولسوالۍ ته په دې موخه سفر کړی،چې د خپلو پیل شوو چارو او پلانونو په اړه ولس ته مالومات ورکړي او همدا راز د خلکو ستونزې واوري .
هغه زیاته کړه،په یاده ولسوالۍ کې د سکتوري ادارو له لورې د ۲۲ پروګرامونو له لارې په سلګونه لویې او وړې پروژې د ۸۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت په پلان او یا هم عملاً تر کار لاندې دي .
د نوموړي په وینا په یادو پروژو کې د ۵ سوه میلیونه افغانیو په لګښت د ولسي تړون پروګرام دی،چې د خلکو په خوښه د شوراګانو له لورې ورته پروژې ټاکل کیږي،همدا راز یې زیاته کړه،چې د ۱۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې عملاً د ۲۸ ښوونځیو ودانیو جوړولو او د پنځو د ترمیم چارې یې پیل کړې .
د ننګرهار والي په وینا په یادو پروژو کې چې د عامې روغتیا،کلیو پراختیا،ښار جوړونې،سینديزې حوزې،ټولګټو چارو،پوهنې او یو شمیر نورو ادارو له لورې پلي کیږي،په کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ابکو صیب استحکامي پل هم شامل دی .
ښاغلي میاخیل د خلکو څخه وغوښتل،چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د سولې،ثبات،پرمختګ او پرمختیایي چارو ته د زمینې برابرولو په موخه د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو سره مرسته وکړي .
د یادونې وړده،چې ننګرهار والي سره د دې سفر پر مهال د امنیتي مسؤلینو سربېره د سکتوري خدمتونو، ټولګټو چارو،عامې روغتیا،پوهنې، کلیو پراختیا،ښار جوړونې،کرنې او مالدارۍ،سینديزې حوزې،کار او ټولنیزو چارو،کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو او یو شمیر نورو ادارو مسؤلینو ملتیا کوله .

۱۳۹۸/۴/۲
ننګرهار والي خوږیاڼو ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د یادې ولسوالۍ بازار کې په پلي ګرځیدو سره د خلکو ستونزې واوریدې.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل چې د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي یې ملیتا کوله،خوږیاڼو ولسوالۍ ته یې د سفر پر مهال د یادې ولسوالۍ په بازار کې په پلي ګرځیدو سره د خلکو ستونزې واوریدې .
هغه په یاد بازار کې هټۍ په هټۍ وګرځیدو او د ستونزو اوریدو ترڅنګ یې له خلکو وغوښتل،چې د خپل نظام په ځآنګړي ډول د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي،ترڅو په ډاډمن ډول په ټولنه کې ژوند وکړي .
د کږې ولسوالۍ د بازار هټیوالو ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې د دوی خوا ته پلی راغی،ستونزې یې واوریدې او په پلې ګرځیدو سره یې په یاده ولسوالۍ کې د ډاډمن امنیت پيغام خپور کړ.

۲/۴/۱۳۹۸
شينوارو ولسوال او ديني عالمانو په بېلابېلو موضوعاتو ناسته وکړه
ننګرهار ولايت شينوارو ولسوال معلم معشوق د دې ولسوالۍ ديني عالمانو سره د سولې، پخلاينې، امنيت او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه ناسته وکړه.
نوموړي له ديني عالمانو مننه وکړه، چې د خلکو اصلاح او بېلابېلو برخو کې عامه پوهاوي په موخه له ممبرونو څخه معلومات رسوي.
هغه له ديني عالمانو څخه غوښتنه وکړه، چې د جوماتونو ممبرونو له لارې د سولې، پخلاينې او ثبات لپاره د اسلام مبارک دين په رڼا کې خلکو ته پوهاوی ورکړي.
ديني عالمانو ژمنه وکړه، چې په يادو موضوعاتو کې به د الهي او نبوي ارشاداتو له مخې خلکو ته معلومات ورکړي او غوښتنه يې وکړه، چې د علماء کرامو ستونزو په حل کې لازمه پاملرنه وشي.

۲/۴/۱۳۹۸
په کامې ولسوالۍ د دوو قومونو ترمنځ د لارې پر سر لس کلنه شخړه حل شوه
ننګرهار ولايت کامې ولسوال شريف الله فضلي په هڅو او د ديني عالمانو او قومي مخورو په منځګړيتوب په دې ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د لارې پر سر را ولاړه شوې لس کلنه شخړه حل شوه.د کامې ولسوال شريف الله فضلي په وينا د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يوې فرعي لارې د دوو قومونو ترمنځ له تيرو لسو کالونو راهیسې شخړه را ولاړه شوې وه، چې وخت نا وخت به د تاوتريخوالي لامل کيده.نوموړي وويل، چې ياد دوه قومونو له کالونو راهیسې ډيرو ستونزو سره مخ شوي و او نن يې د علماء کرامو او قومي مخورو په منځګړيتوب دغه شخړه حل کړه.هغه زياته کړه، چې د يادو دوو قومونو مخورو يو بل ته د دوستۍ غيږې ورکړې او ژمنه يې وکړه، چې له لارې څخه به په ګډه ګټه پورته کوي او له دې وروسته به هيڅ ډول شخړه نه کوي.دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د ننګرهار ولايت د ۲۲ ولسواليو ولسوالانو، علماء کرامو او قومي مخورو په ګډو هڅو د لسګونو کورنيو او قومونو ترمنځ خپلمنځي شخړې حل شوي او دا لړۍ دوام لري.
۲/۴/۱۳۹۸
ننګرهار کې ۴۵۰ کورنيو ته د هګيو چرګان او د روزنې توکي وويشل شول.
ننګرهار ولایت سره رود، دوربابا او مومندرې ولسواليو کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې رياست په هڅو د UNODC ادارې له لوري څلور سوه او پنځوس مېرمنو ته د هګيو چرګان او د روزنې توکو د وېش لړۍ پيل شوه.د ننګرهار ولايت نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې رئيس ادريس ساپي وويل، چې دغه مرسته د علمي پلټنو او ټولنې پراختيا موسسې او د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو مخنيوي ادارې په مالي همکارۍ تر سره شوه.نوموړي وويل، چې دغه مرسته يې د دې ولايت په سرود، دوربابا او مومندرې ولسوالۍ کې پيل کړې، چې نن يې په سره رود ولسوالۍ کې ۲۲۰ بېوزله مېرمنو ته د هګيو چرګان، د چرګانو ساتنې او روزنې خوراکي او غير خوراکي توکي وويشل.هغه زياته کړه د دې مرستې موخه په ننګرهار کې د چرګانو روزنې صنعت ته پراختیا او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.مرسته اخیستونکو مېرمنو د مننې او خوښۍ ترڅنګ وویل چې، د چرګانو روزنه د دوی د کورنیو په اقتصادي وده کې مرسته کوي او د نورو مرستو غوښتنه يې وکړه.د دغو مرستو د وېش پر مهال د ولایت کارپوه مختار ساپي، د سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني او نورو مسئولينو هم شتون درلود.

۲/۴/۱۳۹۸
بهسودو ولسوالۍ کې يو تن سره ۶۹ کيلو ګرامه نشه يي توکي ونيول شول
ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې مديريت پولیسو يو تن سره په سراچه ډوله موټر کې ۶۹ کيلو ګرامه نشه يي توکي ونيول.
د معلوماتو له مخې دغه نشه يي توکي د پلور په موخه د دې ولايت يوې بلې سيمې ته ليږدول کېدل، چې پولیسو له لوري د موټر تر پلټلو وروسته ترلاسه شول.
د دغه نشه يي توکو ليږدونکي په خپل جرم اعتراف کړی او په امنې قوماندانۍ کې د نورو پوښتنو لاندې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې پولیسو د دې ولايت په يو شمېر سيمو کې ګڼ شمېر کسانو سره زرګونه کیلو ګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي نيولي او مجرميني يې د قانون منګولو ته سپارلي دي.

۲/۴/۱۳۹۸
يو تن د نږدې درې ميليونه پاکستانۍ کلدارو غلا په تور ونيول شو
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار نهمه ناحيه کې د ابراهيم په نوم يو تن، چې تېره شپه يې د يادې ناحيې په سرخ ديوال سيمه کې له يو صراف څخه درې ميليونه څلور سوه نهه زره او سل کلدارې په زور اخیستې وې ونيول شو.
د معلوماتو له مخې ياد تن نن سهار دغه پيسې د جلال اباد ښار دویمې ناحيې اړوند صرافۍ ته د بدلولو په موخه راوړې وې، چې پولیسو له لوري ونيول شو.
نيول شوی تن په خپل جرم اعتراف کړی او په امنې قوماندانۍ کې د نورو څېړنو لاندې دی.
د ننګرهار امنې قوماندانۍ مسئولين وايي، چې ترلاسه شوې پيسې به ډېر ژر د ګډ هيئت په شتون کې خپل مالک ته ور وسپارل شي.

۲/۴/۱۳۹۸
د ننګرهار وادې کرنيز شرکت اړوند ديرش جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو وژغورل شوه
ننګرهار وادې کرنيز شرکت مسئولینو له لوري په څلورم فارم کې ديرش جريبه غصب شوې ځمکه د غاصبينو له منګولو وژغورل شوه او کرل شوی کښت په کې واړول شو.
دغه ځمکه، چې د پنځو تنو له لوري غصب شوې وه دوسيه يې امنې قوماندانۍ ته سپارل شوې، چې ډېر ژر به ونيول شي او د قانون له مخې به ور سره چلند تر سره شي.

۲/۴/۱۳۹۸
پاکستان ته دوله لارۍ قاچاق کيدونکي چاتراش او شوکاڼی ونيول شول
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار مربوطاتو کې پولیسو په دوو لاريو موټرونو کې بار چاتراش او شوکاڼی، چې پاکستان هېواد ته په قاچاقي ډول ليږدول کېدل ونيول شول.
د معلوماتو له مخې د يادو لاريو چلوونکي نيول شوي او په خپلو جرمونو يې اعتراف کړی دی.
پولیسو د چاتراشو او شوکاڼي د نوروعاملينو د نيولو پلټنې هم پيل کړي، چې تر نېول کېدو وروسته به ور سره د قانون له مخې چلند تر سره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *