۱۳۹۸/۱۰/۱۷
د ننګرهار والی ته د افغانیو د رواجولو له امله د سرو زرو مډال ورکړل شو او له جمهور رئیس څخه هم د نوموړي د ستاینې غوښتنه وشوه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ته د افغانیو د رواجولو،ښې حکومتدارۍ او انکشافي پرمختګ له امله په دې ولایت کې د زرګرانو له لورې د سرو زرو مډال ورکړل شو او د دوی په ګډون بېلابېلو قشرونو له جمهور رئيس څخه هم وغوښتل چې د نوموړي د کړنو ستاینه وکړي .
په دې غونډه کې د اصنافو د بېلابېلو صنفونو اتحادیو ټولنې مشر شکرالله جلندري،د درمل پلورونکو اتحادیې مشر نجیب الله صاحبزاده،د وچې مېوې سوداګریزې ټولنې مشر اجمل رحماني، د زرګرانو د شورا مشر او یو شمیر نورو د خبرو پر مهال په دې ولایت کې د افغانیو رواجول یو تاریخي ګام وباله .
دوی زیاته کړه، د لسګونو کالونو راهیسې په دې ولایت کې د ولایتي ادارې له لورې د افغانیو درواجولو په موخه کمپاینونه پیل شوي،د هټیو د مهرلاک،کسانو بندي کېدو او نورو کړنو سره،سره بیا هم دا پروسه نه وه بریالۍ شوې،خو د ولایت مقام د منظم پلان او سیستماتیک کار له امله د ټول ولایت په کچه افغانۍ رواج او د بهرنیو اسعارو د کارولو مخنیوی وشو.
دوی وویل، له همدې امله یې د زرګرانو اتحادیې له لورې ننګرهار والي ته د ښې حکومتدارۍ،انکشافي او امنیتي پرمختګونو او افغانیو رواجولو له امله د سرو زرو مډال او هم د اصنافو د بېلابېلو صنفونو اتحادیې ټولنې له لورې برابر شوی ستاینلیک ورکړل شو.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د زرګرانو د میډال او اصنافو اړوند ټولنې څخه مننه وکړه چې د دوی فعالیتونه او کړنې یې وستایلې،خو زیاته یې کړه چې په امنیتي،انکشافي،حکومتدارۍ او افغانیو رواجولو پرمختګونو کې د دې ولایت خلک ورسره همکار دي او له همدې امله یې قدرداني او ستاینه کوي .
نوموړي د دې ولایت له هټیوالو او کاروباریانو څخه وغوښتل چې د نرخونو په کنټرول کې همکاري وکړي او همدا راز هغه کسان چې اوس یې هم کاروبار په بهرنیو اسعارو وي،افغانیو ته ولیږدوي .
په دې غونډه کې چې ولایت مقام کې ترسره شوه،د افغانستان بانک رئیس ته هم لیکل شوی ستاینلیک ورکړل شو او همدا راز د کسبګرو او هټیوالو د خونې په طرزالعمل،د بېلابېلو صنفونو ترمنځ یوالی رامنځته کولو او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې اترې وشوې .

۱۳۹۸/۱۰/۱۶
د ننګرهار والي وایي، د ګمارل شوي کمیسیون ترڅنګ دې ولسي خلک د نرخونو په کنټرول کې همکاري وکړي .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د مرغومي په ۱۶مه په ختیځ کې د همغږۍ جرګې غړو سره د لیدنې پر مهال وویل،په دې ولایت کې د افغانیو د رواجولو سره سم یې مسؤلینو ته د نرخونو د کنټرول او په دې برخه کې د جدي څآرنې لارښوونه کړې،خو ټینګار یې وکړ چې ولسي خلک دې هم د نرخونو په کنټرول کې همکاري وکړي .

د دې لیدنې پر مهال په ختیخ کې د همغږۍ جرګې مشر حبیب الرحمن شینواري وویل، په دې ولایت کې د افغانیو د رواجولو،بریالي مدیریت او پياوړې حکومتدارۍ له امله یې د جرګې د پرېکړې له مخې برابر شوی ستاینلیک ننګرهار والي ته ورکړ.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د دوی د ستاینې څخه د مننې ترڅنګ وویل، افغانۍ د افغانو غرور او ملي هویت دی چې ترویج یې د ټولو ملي مسؤلیت دی،همدا راز یې ډاډ وښود چې د وړو بانک نوټونو د تبادلې او نرخونو کنټرول په برخه کې لازم اقدامات پیل کړي دي.
هغه زیاته کړه، د جوړ شوي کمیسیون له لورې هره ورځ ګڼ شمیر هټۍ د نرخونو د سرغړونې له امله تړل کیږي او لا هم په جدیت سره کار کوي،خو خلک دې هم د نرخونو په کنټرول کې مرسته وکړي .
د نوموړي په وینا ولسي خلک دې له هغې هټۍ توکې نه اخلي چې په لوړ قیمت یې پرې پلوري او همدا راز دې په ښودلو کې له مسؤلینو سره مرسته وکړي .
۱۳۹۸/۱۰/۱۶
د ننګرهار شکایتونو اوریدو او غصب مخنیوي کمیسون په چمتلې سیمه کې د کډوالو د ښارګوټې اړوند موضوعاتو په اړه بحث وکړ.
په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ په مشرۍ د شکایتونو اوریدو او غصب مخنیوي کمیسون له لورې د مشتریانو په نوم د ځآنګړې ورځې په ترڅ کې د ولس ستونزې اوریدو ترڅنګ د کډوالو اړوند چمتلې ښارګوټې د غصب شویو او استوګنې نمرو په اړه بحثونه وشول .
په دې غونډه کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ، جلال اباد ښاروال، کانال،اراضۍ،ښار جوړونې، کډوالو،څارنوالۍ،عدلې ،امنیت ملي،قوماندانۍ،قضا الدولت،تجارت او صنایع او پوهنې ادارو مسؤلینو او استازو،د سره رود او خوږیاڼو ښاروالانو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.
د یادې ځآنګړې ورځې په ترڅ کې چې د خلکو ستونزې اوریدل کېدې،د بېلابېلو ادارو مسؤلینو هم شتون درلود.
د ولايت مرستيالې له لوري د خلکو بېلابېلې ستونزې د اړونده مسؤلینو سره حل او یو شمیر نورو د تعقیب په موخه یې مسؤلینو ته سپارښتنې وشوې.
ګڼ شمیر مشتریانو د ولايتي ادارې له اجراتو خوښي وښوده او خپلې ستونزو د شریکولو ترڅنګ یې د تعقیب په برخه کې د همکارۍ غوښتنې وکړې .
۱۳۹۸/۱۰/۱۶
په ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې غونډه ترسره شوه .
په ننګرهار ولایت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې غونډه په ټولنیزو چارو کې د دې ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ په مشرۍ د مرغومې په ۱۶مه ترسره شوه چې په کې د دې ولایت د بېلابېلو ادارو مطبوعاتي مسؤلینو ګډون کړی وو.
د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ وویل، د تېرې غونډې په تعقیب یې د ژورنالیستانو ټولنیزو رسنیو د خوندیتوب ورکشاپ ترسره کړی او هغه ادارو چې په مالوماتو ورکړه کې یې ستونزې درلودې،لازمې لارښووني کړي دي .
نوموړي د امنیه قوماندانۍ،ملي امنیت او څارنوالۍ مطبوعاتي مسؤلینو ته د یو تن خبریال د ټپي کېدو قضیې په اړه د مالوماتو د را ټولیدو،رسنیو دفتر ته د خبریالانو او ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کولو او یو شمیر نورې سپارښتنې وکړې .
په دې غونډه کې ګډونوالو د یو شمیر مالوماتو د شریکولو ترڅنګ د راتلوونکې لپاره یو شمیر وړاندیزونه هم وکړل .
۱۳۹۸/۱۰/۱۷
ختیځ کې د پولیو ضد واکسین د ترسره کېدونکي کمپاین سروې او څارنه د تفاهم لیک له مخې له دې وروسته د زده کړیالانو له لورې ترسره کیږي .
مسؤلین په ختیځه سیمه کې د یاد هوکړه لیک د لاسلیک موخه په ښه توګه د پولیو ضد واکسین تطبیق او د سروې او څآرنې له امله زده کړیالانو ته حق الزحمه ورکول په ګوته کوي .

د پولیو ضد واکسین د سروې او څآرنې یاد تفاهم لیک د مرغومې په ۱۶مه ننګرهار پوهنتون کې د ختیځو ولایتونو د پوهنتونونو او عامې روغتیا رئیسانو او د پولیو بېړنیو فعالیتونو د همغږۍ مرکز د مشر ترمنځ لاسلیک شو.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال وویل، د دې پوهنتون محصلين د ٢٠١٣ کال راهيسې د پوليو ضد واکسينو د کمپاينونو نظارت او څارنه کوي او خوښ دی چې اوس دا لړۍ د کونړ سيد جمال الدين افغاني او لغمان پوهنتونونو ته هم وغځېده او وروسته له دې به د يادو پوهنتونونو محصلين د ننګرهار پوهنتون سره په همغږۍ د دې ملي پروسې نظارت او څارنه کوي.

په ختیزه سیمه کې د پولیو د بیړنیو فعالیتونو د همغږۍ مرکز مشر ډاکتر نجيب الله کامه وال د ختیځ په کچه د پوهنتونونو او عامې روغتیا مسؤلینو څخه مننه وکړه چې دوی سره یې د پولیو ضد واکسین په کمپاین کې همکاري کړې .
هغه زیاته کړه، د یاد تفاهم لیک له مخې به په ښه توګه د ترسره کېدونکي کمپاین سروې او څآرنه وشي،همدا راز د دې لارې به یو شمیر زده کړیالانو ته حق الزحمه هم ورکړل شي چې له امله به یې د دوی ورځنۍ ستونزې هم حل شي .
په دې مراسمو کې د کونړ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رئيس پوهنوال دوکتور محمد ګلاب عمري، د لغمان پوهنتون علمي مرستيال، د نړيوال روغتيايي سازمان (WHO) استازى او د ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو د عامې روغتيا مسؤلينو او یو شمیر نورو د ویناوو پر مهال د ياد تفاهمليک په اړتيا او ارزښت خبرې وکړې او هغه يې د پوليو پر ضد د واکسينو د ملي پروسې د تطبيق او موثريت په برخه کې اغېزمن وباله.
۱۳۹۸/۱۰/۱۶
د جلال اباد ښار اتمې ناحیې په مربوطاتو کې د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پیل شوې ډ
د جلال اباد ښاروالۍ اړوند اتمې ناحیې د اووم ګذر او د دولسم ګذر قاسم اباد لومړۍ شورا له لورې د ولسي تړون ملي پروګرام په ۱۹۱۷۸۶۶۷ افغانیو مالي لګښت د سړکونو او ویالو جوړولو پروژې چارې پیل شوې چې د درې میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .
د اتمې ناحیې امر بختیار احمد ساحل وایي،د اووم ګذر پروژه د ۱۳۳۹۲۰۰۰ افغانیو په مالي لګښت دی چې ۱۲۱۹ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي،همدا راز د دولسم ګذر د قاسم اباد لومړۍ شورا پروژه د ۵۷۸۶۶۶۷ افغانیو په مالي لګښت ده چې له دوه سوو زیاتې کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي .
د نوموړي په وینا په دواړو پروژو کې به سړکونه او ویالې په پاخه او اساسي ډول جوړې شي .

۱۳۹۸/۱۰/۱۷
د جلال اباد ښاروال د ناحیو او ښاروالۍ د بېلابېلو برخو امرینو سره د نرخونو د کنټرول په موخه غونډه وکړه .
د جلال اباد ښاروال روح الامین حسن په مشرۍ د دې ښاروالۍ د ۹ ناحیو او بېلابېلو برخو امرینو ترمنځ د افغانیو د رواجولو،نرخونو د کنټرول او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه غونډه وشوه .
په دې غونډه کې همدا راز د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره د بودیجې په تصویب،په غیري پلاني سیمو کې د خپلسرو ودانیو او کورونو مخنیوي او یو شمیر نورو موضوعاتو هم خبرې اترې او پرېکړې وشوې .

جلال اباد ښاروال د ټولو امرینو څخه مننه وکړه چې د افغانیو د رواجولو په برخه کې هڅې وکړې او سپارښتنه یې وکړه چې د نرخونو کنټرول په برخه کې جدي اقدامات ترسره او سرغړونکي سره سخت چلند ترسره کړي .
۱۳۹۸/۱۰/۱۷
د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې ۲ وسله وال مخالفین ووژل شول .
د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ غوړکي سیمه کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د عملیاتو په ترڅ کې ۲ وسله وال مخالفین ووژل شول او سیمه په بشپړ ډول د دوی له شتون څخه پاکه شوه .

ټاکل شوې په دوربابا او مومندرې ولسوالیو کې د پيل شویو عملیاتو د بشپړیدو وروسته څلور نوې پوستې هم جوړې شي چې په کې به سرحدي ځواکونه ځای پر ځای شي .
یو بل خبر له مخې د شینوارو په مارکو بازار سیمه کې د محمد حضرت په نوم یو تن په هټۍ کې د تخریبکارو لخوا ځای پر ځای شوی ماین کشف او له زیان پرته لمنځه یوړل شو .
۱۳۹۸/۱۰/۱۶
په بټي کوټ، کوټ او ګوشتې ولسوالیو کې د وړو بانک نوټونو د تبادلې لړۍ جریان لري او په یو شمیر ولسوالیو کې د بېلابېلو توکو لپاره مناسب نرخنامې ټاکل شوي .
د ننګرهار ولایت په بټي کوټ،کوټ او ګوشتې ولسوالیو کې د وړو بانک
نوټونو د تبادلې لړۍ په مستقیم ډول د هټیوالو او د سیمې د اوسیدونکو
سره جریان لري چې د ولسوالانو لخوا د دې ولایت د والي په لارښوونه
ترسره کیږي .
په همدې حال کې چپرهار،بتي کوټ،ګوشتې او یو شمیر نورو ولسوالیو
کې د موټرو لپاره د کرایه او د بېلابېلو توکو لپاره مناسبې نرخنامې جوړي شوي او پرېکړه شوې چې د سرغړونو سره به قانوني چلند ترسره شي .
۱۳۹۸/۱۰/۱۶
بټي کوټ ولسوالۍ مربوطاتو کې له دوو تنو سره لسګونه کیلو ګرامه تاریاک ونیول شول .
د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ ۲۳مې ویالې په مربوطاتو کې د ملي اردو ځواکونو له لورې د پلټنو پر مهال له دوو تنو سره په یو عراده کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي ۴۰ کلچې تاریاک ونیول شول .
نیول شوي کسان سمیع الله او حرکت خان نومیږي چې اوس مهال ترې پلټنې جریان لري .
#ننګرهارولايت رسنيو_دفتر #NMIC8*
۱۳۹۸/۱۰/۱۶
د ننګرهار ترافیکو مدیریت له لورې لسګونه مسافر وړونکي موټر چې خپلسرو هډو څخه یې خلک لیږدول د پنخلس ورځو لپاره ودرول شول .
د ننګرهار ترافیکو مدیر عتیق الله ایماق وایي،په جلال اباد ښار کې د ترافیکي نظم د مراعت کولو په موخه جدي کمپاین پیل کړی چې په همدې لړ کې د بېلابېلو خپلسرو هډو څخه لسګونه مارسیډیز او نور مسافر لیږدونکي موټر نیولي دي .
هغه زیاتوي،د ښاري کمیسیون له لورې ټولو موټر چلوونکو او د هډو مسؤلینو ته لارښوونه شوې چې خپلو اصلي هډو څخه مسافرین ولیږدوي خو یادو موټر چلوونکو په تکراري ډول سرغړونه وکړه .
د نوموړي په وینا یادې موټرې به د جریمې په شکل پنخلس ورځې له دوی سره درول شوي وي ترڅو بیا د خپلسرو هډو څخه مسافرین ونه لیږدوي،همدا راز یې ګواښ وکړ چې خپل کمپاین به لا هم جدي کړي او سرغړونکو سره به قانوني چلند ترسره کړي .
۱۳۹۸/۱۰/۱۶
په جلال اباد ښار او یو شمیر ولسوالیو کې د افغانیو د رواجولو او څارنې کمیسیون له لورې د سرغړونکو بېلابېلې هټۍ او د تیلو پمپونه مهرلاک کړل.
د نننګرهار والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه په جلال اباد ښار کې د افغانیو ترویج او څآر کمیسیون له لورې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د نرخنامو څخه د سرغړونې او افغانیو پر ځای د بهرنیو کرنسۍ د استعمال له امله یو شمیر د تیلو پمپونه،درملتونونه،خوراکي توکو پلورنځي او قصابانو هټۍ مهرلاک او مسؤلین یې جریمه شول .
په همدې حال کې په شینوارو او یو شمیر نورو ولسوالیو کې هم د سرغړونو له امله یو شمیر د تیلو پمپونو مسؤلین او هټیوال جریمه او پمپونه او هټۍ یې مهرلاک شوي دي.
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ولسوالانو ته لارښوونه وکړه چې په ولسوالیو کې د نرخونو کنترول ترڅنګ د تبادلې په موخه د افغانستان بانک څخه پنځه،پنځه سوه زره افغانۍ ولیږدوي .
د یادونې وړده چې د ننګرهار والي په هڅو په افغانستان بانک کې د وړو افغانیو د تبادلې ۱۳ او په خصوصي بانکونو کې یوه،یوه غرفه پرانیستل شوې ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *