۱۳۹۸/۱۱/۱
د پوهنې ریاست په نوښت ننګرهارکې د ۳۰ خصوصي ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د کرکټ لس ورځنی ټورنمنټ پيل شو
د ياد ټورنمنټ د پيل مراسم د دلوې په لومړۍ نېټه د جلال اباد ښار د سراج العمارت بڼ د کرکټ په لوبغالي کې پيل شول چې موخه يې د ژمي له لس ورځنيو رخصتيو سالمه ګټه اخېستل او زده کوونکو ته د تفريح زمينه برابرول دي.
په ختيځ کې د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې مشر رييس الحق ناصري وويل، دا ټورنمټ به لس ورځې دوام وکړي چې يوه موخه يې د ژمي له لس ورځنيو رخصتيو څخه سمه ګټه اخېستل، زده کوونکو ته د تفريح زمينه برابرول او د ننګرهار په کچه د خصوصي ښوونځيو د يوې منتخبې لوبډلې لپاره د لوبغاړو پيدا کول دي.
هغه زياته کړه: ((دا لوبې به لس اوريزې وي، د سولې پيغام به ولري، د ښوونځيو ترمنځ به د يووالي رامنځته کېدو سبب وګرځي.))
په همدې حال کې د ننګرهار د والي مرستيال تميم عارف مومند وويل، کرکټ د يووالي لوبه ده او هيله يې څرګنده کړه چې دا لوبه هم لکه ملي ټيم چې د افغانانو د يووالي سبب شوی، دا لوبې د لېسو د زده کوونکو ترمنځ يووالی رامنځته کړي.
هغه دغه راز د خصوصي ښوونځيو له ادارو غوښتنه وکړه چې د فوځ د شهيدو سرتيرو اولادونو ته په خپلو ښوونځيو کې د وړيا زده کړو زمينه برابره کړي دپوهنې ریاست د انسجام او همغږۍ امر هجرت الله بهیر په خپلو خبرو کې وویل پوهنې ریاست د زده کوونکو دذهنې او فزیکې وړتیا لوړونې په موخه ځينې نوښتونه تر لاس لامدې نیولي چې دکرکټ دا سیالي یې ښه بېلګه ده نوموړي وویل دا سیالي به ددولتي او خصوصي ښوونځيو زده کوونکو تر منځ مثبتې سیالۍ ته لار هواره کړي
د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی کريم خان صادق چې د دغه ټورنمنټ پيليزو مراسمو ته ورغلی و، دا ډول سيالۍ يې د ځوانو لوبغاړو د مخته راتګ لپاره يې ګټورې يادې کړې او له حکومت يې هيله څرګنده کړه چې ځوانانو ته د ورزش لپاره لوبغالي جوړ او نورې زمينې برابرې کړي.
د شفيع الله عزيزي په نوم د يوې خصوصي لېسې زده کوونکي او د کرکټ د دغه ټورنمنټ يو ګډونوال وايي، دا لوبه به وکولی شي چې دوی ته په راتلونکي کې د لا ښو پرمختګونو زمينه برابره کړي.
په پرانېسته کې د پوهنې ریاست د تعلیمي نظارت د انسجام او همغږۍ امر هجرت الله بهیر وویل، چې سپورټ د ماشومانو په ذهني او جسماني پیاوړتیا مستقیما اغیزې لري او پوهنې ریاست تل کوښښ کوې چې په ښوونځیو کې زده کوونکو ته د سپورت اسانتیاوې برابرې کړي.
د دغو سياليو سمبالونکی او د پوهنې ریاست دسپورت امر ډاکتر منیرالدین خالد وايي، په تعليمي نصاب کې د وزارت له لورې د سپورټ لپاره ځانګړی مضمون ځای پر ځای شوی او د پوهنې ریاست په هلوځلو بېلابېلو ښوونځیو کې د سپورت او بدني روزنې وسایل او چاپیریال برابر شوی، ترڅو زده کوونکي عملي کارونه ترسره کړي.۲/۱۱/۱۳۹۸
ننګرهار مرستيال والي د بانکونو مسئولينو ته سپارښتنه وکړه ترڅو مامورينو ته وړې افغانۍ وويشي
ننګرهار ولایت مرستيال تميم عارف مومند د افغانستان بانک مسئولينو په ملتيا نوي کابل بانک ته ولاړ او مسئولينو ته يې سپارښتنه وکړه، ترڅو مامورينو ته وړې افغانۍ وويشي.
نوموړي د افغانستان بانک مسئولينو ته هم سپارښتنه وکړه، ترڅو د دولتي او خصوصي بانکونو مسئولينو ته لارښوونه وکړي، چې مامورينو ته په تنخوا کې وړې افغانۍ ورکړي او دغه پروسه جدي تعقيب کړي.
هغه زياته کړه، چې مامورينو ته د وړو افغانيو په وېش سره به په بازار کې د وړو افغانيو د کمښت ستونزه حل شي.
د نوي کابل بانک مسئولينو وويل، چې په خپلو ټولو څانګو کې يې مامورينو ته د وړو افغانيو وېش پيل کړی او په ياده برخه کې به د ولايت مقام ټول حکمونه تعقيب کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان بانک له لوري د نوي کابل بانک مسئولينو ته د پنځه ميليونه وړو افغانيو ورکړې چيک هم لاسليک شو.
۱۳۹۸/۱۱/۱
د جلال اباد ښار په درونټې سیمه کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د ښځو پارک د جوړولو چارې پیل شوې .
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اړوند اوومې ناحیې په درونټې سیمه کې په شاوخوا اته جریبه ځمکه کې د یو این هبیتات ادارې له لورې د جلال اباد ښاروالۍ سره په همغږۍ د لس میلیونه افغانیو په لګښت د یو پارک د جوړیدو چارې پیل شوې چې اته میاشتو کې به بشپړي شي .
په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ،جلال اباد ښاروال روح الامین حسن، ښځو چارو رئیسې او یو شمیر نورو مسؤلینو د یاد پارک چارې د تیږې په اېښودلو سره پیل کړې .
د یو بل خبر له مخې د جلال اباد ښاروالۍ اوومې ناحیې په سیمه کې د یو این هبیتات ادارې په شپږ میلیونه افغانیو مالي لګښت د امرخیلو شورا اړوند ۱۰۱۳ متره په اوږدوالی د سړک او ۲۳۴ متره استنادي دیوال د جوړیدو چارې بشپړې شوې .
د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ او جلال اباد ښاروال روح الامین حسن د ښځو پارک د چارو په پیل کېدو او اوومه ناحیه کې د سړک او استنادي دیوال چارو په بشپړیدو خوښي وښوده او هیله یې وښوده چې یو این هبیتات به ګڼ شمیر نورې پروژې هم په سیمه کې پلي کړي.
۱۳۹۸/۱۱/۱
ننګرهار کې د خوراکي توکو پلور پر مهال د نرخونو څخه د سرغړونې له امله لسګونه هټۍ وتړل شوې، د ترافیکي نظم او موټرو له کرایو څخه څارنه وشوه.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه د رواجولو او نرخونو څخه د کنټرول کمېسیون له لورې د جلال اباد ښار په څلورمې او دویمې ناحیو سیمو کې د کمپاین پر مهال یو شمیر قصاب خانې،د چرګوړو پلورنځي او د خوراکي توکو نورې لسګونه هټۍ د هټیوالو د سرغړونې له امله مهرلاک شوې .
همدا راز په مومندرې،شینوارو،کوټ،بتي کوټ، روداتو،لعلپورې،ګوشتې او کامې ولسوالیو مسؤلینو هم پخپلو سیمو کې د وړو بانک نوټونو د تبادلې،نرخونو کنټرول او یواځې د افغانیو کارولو په موخه کمپاینونه جاري ساتلي .
په ورته وخت کې د ننګرهار والي په لارښوونه د دې ولایت د ترانسپورټ رئيس سید جواد جلالي او د ترافیکو مدیر عتیق الله ایماق د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي نظم او بېلابېلو سیمو ته د ترانسپورټي کرایو د کنټرول په موخه څارنه ترسره کړه.
۱۳۹۸/۱۱/۱
په ننګرهار کې د مامورینو د اضافه کارۍ کمیسیون په فعالیت پیل وکړ .
په ننګرهار ولایت کې د ۱۳۹۹ یم مالي کال د مامورینو د اضافه کارۍ کمیسیون د دې د بشري سرچینو رئیس احمد ضیا عبدالزي په مشرۍ پیل وکړ چې درې نورې ادارې غړیتوب لري .
د ولایت بشري سرچینو رئيس او د کمیسیون مشر احمد ضیا عبدالزی وایي، د اضافه کارۍ
مقررې د حکم او ولایت مقام اداري مجلس تصویب له مخې رامنځته شوی کمېسیون به لدې وروسته هره اوونۍ منظمې ناستې کوي،چې د اضافه کارۍ مقررې له مخې به ټول فورمونه بررسي او له اصلاحاتو وروسته تائید کړي .
نوموړی وايي، ادارې مکلفې دي، چې له دې وروسته د مقررې له مخې معیاري فورمو کې د اضافه کارۍ فهرست ترتیب او ټول هغه موادات په نظر کې ونیسي، چې داضافه کارۍ مقررې کې یې ذکر شوی دی .
د کمېسیون پرېکړې له مخې ټولې ادارې مکلفې دي، چې دشنبې ، یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې داضافه کارۍ فورمونه له ترتیبولو وروسته دکمېسون تاید لپاره بشري سرچینو ریاست ته وسپاري.
۱۳۹۸/۱۱/۱
د سیمه یبزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لورې د عامه اړیکو ستراتيژي په اړه د پوهاوي لړۍ پيل شوه .
د ننګرهار ولایت بشري سرچینو ریاست له لورې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لورې د عامه اړیکو ستراتېژۍ په اړه په ولایتي کچه د پوهاوي لړۍ د ولایت مقام د بېلابېلو برخو مامورینو څخه پیل شوه .
د دې ولایت د بشري سرچینو رئیس احمد ضیا عبدالزی وایي، له یادې چارې څخه یې موخه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې جوړې شوې ستراتیژۍ په اړه د مامورینو پوهاوی دی چې په راتلوونکې کې به د نورو ادارو،ولسوالیو او ښاروالیو مامورینو ته هم ورکړل شي.
هغه زیاتوي، د دې ستراتېژۍ څخه به مامورین د خدمتونو په وړاندې کولو او اړیکو ساتلو کې ګټه واخلي .
۱۳۹۸/۱۱/۱
په خوږیاڼو او ګوشتې ولسوالیو او جلال اباد ښار نهمې ناحیې سیمو کې د ښې حکومتدارۍ او ولسي ملاتړ را جلبولو په موخه غونډي شوي .
د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار نهمې ناحیې،د ګوشتې او خوږیاڼو ولسوالیو مسؤلینو پخپلو سیمو کې ښې حکومتدارۍ د رامنځته کېدو او ولسي ملاتړ را جلبولو په موخه ولسي غونډي کړي .
د جلال اباد ښاروالۍ د نهمې ناحیې امر د ثمرخیلو سیمې ګڼ شمیر قومي مشرانو،مخورو،علمآؤ کرامو او نورو سره د غونډې پر مهال د دوی ستونزو اوریدو ترڅنګ د ناحیې د راتلوونکو پلانونو په اړه مالومات شریک کړي او د چارو پر مهال یې د خلکو ملاتړ مهم بللی .
په همدې حال کې د ګوشتې ولسوال عبدالبصیر ګلاب د نورو مسؤلینو سره یو ځای په یاده ولسوالۍ کې یوې پراخه ولسي غونډه کې ګډون کړی چې په کې د ولسي جرګې غړي فریدون خان مومند او ګڼ شمیر مخورو شتون درلود.
په دې غونډه کې د ځمکو غصب،کوکنارو کښت او قاچاقو د مخنیوي،افغانیو رواجولو او په ټولو برخو کې د ولسي خلکو په ملاتړ او همکارۍ خبرې او پرېکړې شوي دي .
په ورته وخت کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ پروګرام عمومي رئيس رشید زوی چې په ختیځ کې د دې پروګرام مشر حاجي سیدالرحمن مومند یې ملتیا کوله،خوږیاڼو ولسوالۍ مقام کې د ولسوال شمس الحق ساپي په شتون کې خلکو سره غونډه کړې.
په دې غونډّه کې خلکو خپلې ستونزې د یادو مسؤلینو سره د حل په موخه شریکي کړي کړې چې د حل او همکارۍ ډاډ هم ورکړل شوی دی .
۱۳۹۸/۱۱/۱
په ننګرهار کې د دیګ بخار جوړونې فابریکه د نړۍ ۱۴ هېوادونو ته صادرات لري .
په ننګرهار ولایت کې د راشکو بابا په نوم د دیګ بخار جوړونې فابریکه د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو سربېره جوړ شوي دیګ بخارونه د نړۍ ۱۴ هېوادونو ته چې په کې اوکراین،روسیه،تاجکستان،ازبکستان،قرغزستان،قزاقستان،پاکستان،ایران،عربستان،کویټ، قطر،عمان،لاتویا،لیتوانیا او دوبۍ شامله ده،صادرات لري .
د دې فابریکې مسؤلین وایي، په کابل او ننګرهار کې فعالیت لري چې ورسره په فابریکه کې دوه سوه کسان په مستقیم او تر پنځه سوو زیات په غیري مستقیم ډول په دندو بوخت دي. .
د دوی په وینا له دې امله چې جوړ شوي دیګ بخارونه یې تر نورو هېوادونو ښه او په ضمانت ورکول کیږي،له امله یې تولید او صادرات زیات شوي دي .
۱۳۹۸/۱۱/۱
د ولایت مرستیالې په مشرۍ د املاکي کمیسیون پرېکړه په بټي کوټ ولسوالۍ کې تطبیق شوه .
د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ کې د دوو تنو ترمنځ، کرنیزې ځمکې ته د غځیدلې ویالې پر سر شخړه وه چې تېره اونۍ د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ په مشرۍ املاکي کمیسیون له لورې ولسوالۍ مسؤلینو ته د شوې پرېکړې د تطبیق لارښوونه وشوه.
د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند او ورسره مسؤلینو نن د کمیسیون پرېکړه تطبیق کړه او د ویالې پر سر جوړ شوی دیوال یې ونړو او اېښودل شوي پلچکونو په لرې کولو سره یې د اوبو مخه خلاصه او د دواړو کسانو ترمنځ ستونزه حل شوه .
د املاکي کمېسیون د پرېکړو له مخې ګڼ شمیر نورو سیمو کې هم ورته قضیې حل شوي .
۱۳۹۸/۱۱/۱
د ننګرهار په ولسوالیو کې د عدلي او قضایي ارګانونو د همغږۍ پیل شوي .
د ننګرهار په استیناف محکمه کې د مرکزي غونډو سربېره د ولسوالیو په ګچه هم د عدلي او قضایي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ غونډې پیل شوي چې په کې ولسوالان، د ولسوالیو ابتدایه محکمې رئيسان،څارنوالان،امنیه قوماندانان،املاکو او امنیت مدیران،ښاروالان او نور مسؤلین ګډون کوي .
په تېرو څو ورځو کې د دې ولایت په چپرهار،روداتو،شینوارو او سره رود ولسوالیو کې د عدلي او قضایي ارګانونو د همغږۍ غونډي ترسره شوي چې په قضیو د بحثونو ترڅنګ یې بېلابېلې پرېکړې کړي .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د ولسوالانو،قاضیانو،څارنوالانو،امنیتي مسؤلینو او ټولو اړونده ارګانونو څخه مننه کړې چې د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو او له امله یې ښه خدمات وړاندې کولو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو د همغږۍ غونډې پیل کړي.
هغه لارښوونه وکړه چې د دې غونډو ترڅنګ ورته نورې غونډې هم ترسره کړي،ترڅو ستونزو ته رسیدګي وشي او خلکو ته ښه خدمات وړاندي شي .
۱/۱۱/۱۳۹۸
قراردادي خبرتياوې
1. ننګرهار وادې کرنيز شرکت پلان لري؛ تر څو د درېيم فارم په سل هکتاره ځمکه د باغونو جوړولو په موخه د مالټو ۳۳۳۰۰ نيالګي کينوي؛ که څوک د قرارداد کولو وړتيا او لېوالتيا لري د اعلان خپريدو له نېټې څخه دې تر ۲۱ ورځو پورې يادې ادارې ته خپل غوښتنليک وسپاري.
2. ننګرهار وادې کرنيز شرکت د هډې فارم سيمه کې ۱۹۰۰ جريبه ځمکه د کرنيزو فعاليتونو په موخه په قرارداد ورکوي؛ هغه شرکتونه او اشخاص چې د قرارداد کولو وړتيا او لېوالتيا لري دې ادارې ته دې خپل غوښتنلیک تر ۲۱ ورځو پورې وسپاري.
3. ننګرهار وادې کرنيز شرکت د کابل ولايت اړوند حضوري چمن ته څېرمه خپله څلور جريبه ځمکه په قرارداد ورکوي؛ که څوک قرارداد کوي دې ادارې ته خپل غوښتنليک وسپاري.
4. ننګرهار وادې کرنيز شرکت د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيې کې د ډيپوګانو اړوند پنځلس جريبه ځمکه کرنيزو فعاليتونو په موخه په قرارداد ورکوي؛ که څوک قرارداد کوي يادې ادارې ته دې خپل غوښتنليک وسپاري.
5. ننګرهار وادې کرنيز شرکت په څلورو ګونو فارمونو کې خپلې پلاني او غير پلاني ۲۵۲۴ جريبه ځمکې په قرارداد ورکوي؛ که څوک قرارداد کوي يادې ادارې ته دې خپل غوښتنليک وسپاري، شرطپاڼه کتلی شي او تضمين نغداً اخيستل کيږي.
6. ننګرهار وادې کرنيز شرکت د خپلو عوايدو لوړيدو په موخه ننګرهار هوټل او ورسره دوکانونه په قرارداد ورکوي؛ که څوک د قرارداد کولو لېوالتيا لري يادې ادارې ته دې خپل غوښتنلیک وسپاري.