د ننګرهار چارواکي وايي، دغه ولايت کې د عملياتي واحد ادارې له لورې د ۱ ميليارد او ۶۰۴ ميليونه افغانيو په لګښت ۱۸ پروژې پيل شوي چې ۹ يې بشپړې او همدومره نورې تر کار لاندې دي.

له يادو ټولو پروژو څخه د سلواغې په ۳مه د ننګرهار ولايت چارواکو او د ملي پراختيا عملياتي او ملاتړې ادارې (عملياتي واحد) مسولينو ليدنه وکړه او په اړه يې له خبريالانو سره معلومات شريک کړل.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، دې ولايت کې د عملياتي واحد ادارې له لورې د ۱ ميليارد او ۶۰۴ ميليونه افغانيو په لګښت ۱۸ ودانيزو پروژو کارونه پيل شوي و چې له ډلې يې ۹ پروژې بشپړې شوې دي.
دی وايي، په دغو پروژو کې ۲۲ ميليونه او ۳۰۰زره افغانيو په لګښت د غازي امان الله خان د مقبرې بيارغونې او د ۵۵ ميليونه او ۹۱۳زره افغانيو په لګښت د اتو روغتونو د پيوازانو د انتظار خونو جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.
د والي وياند زياتوي، د ختيځ زون روغتيايي کمپلېکس، د ننګرهار پوهنتون د انجونو ليليې، د باچا خان د مقبرې، د ځمکو او قبالو ادارې ودانۍ، د ولايت په کچه د لوی ورزشي جمنازيوم، جلال اباد ښار کې د دوو لويو جامع جوماتونو او صالونونو او د غونډو، جرګو، فاتحو لپاره د ټولنيز مرکز د ودانۍ جوړېدو چارې تر کار لاندې دي.

هغه وايي، دا رغنيزې پروژې د بنايي تصدۍ ملي ادارې د تخنيکي ډلې له لورې مخته وړل کېږي چې په بشپړ شفافيت سره يې کارونه روان دي چې تر کار لاندې کارونه لږ تر لږه شپېته سلنه بشپړ شوي او ډير ژر به يې پاتې هم بشپړ شي.
په ختيځ زون کې د عملياتي واحد رييس سيد عمران سادات وويل، يادو ټولو پروژو لپاره ۳۶۰ کاري ورځې وخت ټاکل شوی چې د ټولو د بشپړېدو وروستۍ نېټه د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي مياشت ټاکل شوې چې کارونه یې بشپړ شي.

دی وایي، تر دغو پروژو وروسته به په راتلونکي کې به د ۱۳ ولسواليو لپاره جامع جوماتونه او عيدګاه ګانې ورغوي چې د ولسمشر له لورې منظور شوي، بوديجه يې انتقال شوې او ډير ژر به يې کارونه پيل شي.

هغه زياته کړه: ((د شفافيت لپاره يې زه دومره وايم، د کومو پروژو کارونه چې روان دي موږ يې د ساختماني کارونو څارنه کوو، وخت په وخت يې مواد ټيسټ کوو، د ښار جوړونې رياست او ولايت مقام يې هم نظارت کوي او له مدني ټولنو هم غواړو چې څارنه وکړي.))

د يادولو وړ ده چې د واحد عملياتي اداره د ولسمشرۍ ماڼۍ تر چتر لاندې د رغنيزو پروژو د تطبق او په کې د فساد مخنيوي په موخه رامنځته شوې ده.

۱۳۹۸/۱۱/۳
ننګرهار ولایت مرستيال د عزيزي بانک مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې مامورينو او نورو مشتريانو ته وړې افغانۍ وويشي.
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند د سلواغې په درېيمه د يو شمېر مسئولينو په ملتيا د خصوصي بانکونو څخه د څارنې په لړ کې عزيز بانک ته ولاړ او هلته يې د ياد بانک مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې مشتريانو او مامورينو ته په تنخوا او نورو حوالو کې وړې افغانۍ وويشي.
ښاغلی مومند وايي په يادې چارې سره به تر ډيره بريده د راکړې ورکړې پر مهال د وړو افغانو د کمښت ستونزه حل او بازار کې به د وړو بانک نوټونو راکړه ورکړه زیاته شي.
هغه همدا راز د عزیزي بانک مسئولینو او مرکزي بانک څخه ځانګړی مننه وکړه، چې له مرکز څخه یې ننګرهار ته لس میلیونه وړې افغانۍ راليږلي دي.
د ولايت مرستيال په ختيځ کې د افغانستان بانک مسئولينو ته هم سپارښتنه وکړه، چې ټولو بانکونو ته د اړتيا سره سم واړه بانک نوټونه وويشي.
په ختيځ کې د عزيزي بانک مسئول سميع الله افغان وويل، چې د ولایت مقام لارښوونې سره سم به خپلو ټولو مشتریانو په ځانګړي ډول دولتي مامورینو او ساتونکو ته د پيسو د ویش پرمهال واړه بانک نوټونه وویشي، چې په دې سره به د مشتريانو په لاس ميليونونه افغانۍ بازار ته وړاندې شي.
افغان وايي، چې د عزیزي بانک مرکزي نماینده ګۍ څخه یې لس میلیونه واړه بانک نوټونه ترلاسه کړي چې د ویش لړۍ یې جریان لري.
۳/۱۱/۱۳۹۸
ننګرهار کې محصلینو او استادانو ته د چاپېريال ساتنې په موخه عامه پوهاوی وشو
ننګرهار ولایت چاپېريال ساتنې ادارې مسئولينو جلال اباد ښار کې د مومن طبي علومو انيستيتوت سلګونه محصلينو او استادانو ته د چاپېريال پاک ساتلو او همکارۍ په موخه عامه پوهاوی وکړ.
همدا راز په ياد انيستیتیوت کې د چاپېریال ساتنې لس کسیزه رضا کاره شورا ایجاد شوه، چې د طرزالعمل مطابق به د چاپېریال ساتنې په برخه کې فعاله ونډه ولري.
د غونډې په پای کې د محصلینو پوښتنو ته د مسؤلینو لخوا ځوابونه وویل شول او هم د نوموړې ادارې مسؤلینو او ګډونوالو د هر راز همکاریو ژمنه وکړه.
بل لور ته د ننګرهار ولايت د چاپېريال ساتنې رياست د څار او پلټنې مديريت کارمندانو د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند د قصبې په ساحه کې د مختلفو فعليتونو څخه د نظارت په موخه ليدنه ترسره کړه .
په ياده سيمه کې د هغو سقاوو او نانوايانو مسئولينو، چې د لرګيو او غوړينو موادو څخه يې د سون په توګه کار اخيسته او د هوا د ککړتيا او يو شمېر نورو چاپېريالي ستونزو لامل ګرځيده فعاليت کوونکوڅخه ليکلي ژمنې واخيستل شوې او شل ورځې وخت ورکړل شو تر څو د لرګيو او غوړينو موادو د سوځولو پرځای له ګازو څخه استفاده وکړي.
۳/۱۱/۱۳۹۸
د ولايت مرستيالې مستوفيت ادارې څخه ليدنه او څارنه وکړه
ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د يو شمېر کارپوهانو په ملتيا د دې ولايت مستوفيت ادارې څخه ليدنه او څارنه وکړه.
نوموړې د مامورينو د حاضرۍ کتاب، شعبې او د مامورینو کارونه وکتل.
همدا راز په مستوفيت اداره کې يې مشتريانو سره خبرې وکړې او د دوی يو شمېر ستونزې يې د حل په موخه مسئولينو سره شريکې کړې.
د ولایت مستوفي ګل افضل نادري د خپلې ادارې په اړه د ولايت مرستیالې ته معلومات ورکړل او ډاډ يې څرګند کړ، چې د ولايت رهبرۍ له لوري سپارل شوې هدايتونه به تعقيب کړي.
۳/۱۱/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت مقام کې د بشري سرچينو شبکې غونډه وکړه
ننګرهار ولايت مقام بشري سرچينو رياست له لوري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست په همکارۍ د بشری سرچينو شبکې غړو مياشتنۍ غونډه وکړه.
د دې غونډې پر مهال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خوا د بريښنایی آزموېنی د طرزالعمل په اړه د ننګرهار ولایت اړونده ادارو د بشری سرچینو مسؤلینو ته پوهاوی او د اقتصاد ریاست له خو د افغانستان د پایدارې موخې په اړه معلومات ورکړل شول.
همدا راز د ولايت بشري سرچينو رئیس احمد ضياء عبدالزي د بشري سرچينو په برخه کې مسئولينو ته د يو لړ موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل او دوی ته يې په بېلابېلو برخو کې سپارښتنې وکړې.

۱۳۹۸/۱۱/۳
د ننګرهار محبس کې سلګونه بنديانو ته د لاسي صنايعو له لارې خپلو کورنيو ته د نفقې ګټلو زمينه برابره شوې ده .
دې محبس کې له دوه نيم زره ډير بنديان ساتل کېږي چې څلوېښت تنه يې ښځينه دي او د حرفوي زده کړو سربېره ورته د نورو ديني او عصري زده کړو زمينه هم برابره شوې ده.
د بنديانو له لورې په لاس جوړ توکي د هرې اوونۍ د شنبې او پنځشنبې په ورځو کې د محبس په انګړ کې خرڅلاو ته کېښودل کېږي چې بنديانو ته ورتلونکي پيوازان يې ترې د کورونو او بازار کې د پلور په موخه اخلي.
بنديان هم خوښ دي چې د خپلو بې سرپرسته شويو کورنيو لپاره ورته د نفقې پيدا کولو زمينه برابره شوې ده.
د ننګرهار محبس مدير سمونیار نصرت الله عظیمي وایي، دوی سره په محبس کې د ۴۰ مېرمنو په ګډون ۲زره او ۵۵۱ بنديان موجود دي چې ټولو ته يې د لاسي صنايعو د زده کړې، ديني زده کړو او نورو عصري زده کړو زمينې برابرې کړې دي.
دی وايي، د دغو بنديانو له ډلې هغو بنديانو ته چې محکمې پرې وروستی حکم کړی د صنعت په برخه کې ورته د کار زمينه هم برابره شوې چې د خياطۍ، نجارۍ، فلزکارۍ، لاسي صنايعو او نورو برخو کې د کار کولو پرمهال خپلو کورنيو ته پيسې ګټي.
دی وايي، بنديانو ته خام مواد د بازار د نرخ مطابق د يو قرارداد له مخې ورکول کېږي او بېرته يې توليد کړي توکي هم د چهار شنبې او پنجشنبې په ورځو کې داخل د محبس کې خرڅېږي او هم له محبس بهر د خرڅ لپاره لېږدول کېږي.
بنديان هم خوښ دي چې ورته په محبس کې دننه داسې زمينه برابره شوې چې هم د خپل جېب خرڅ پيدا کوي او هم خپلو کورنيو ته پيسې ګټي.
لعل محمد چې له تېر يو کال راهېسې ننګرهار محبس کې بندي دی وايي، هره پنجشنبه او چهار شنبه پیوزان راځي، بازار جوړ وي، د بندیانو جوړ شوي توکې بازار ته وړاندې کیږي، څوک یې د کورونو لپاره اخلي او څوک یې بهر د پلورلو لپاره اخلي .
هغه زياته کړه: ((دلته کلچه پزي، خیاطي، نجاري موجود دي چې بندیان پرې کار کوي، هم زده کړه کوي، دیني مدرسې او مکتبونه هم شته، زه خپله کلچه پزۍ کې کار کوم ، بندیان هڅه کوي کسبونو زده کړې کوي بهر هم ګټه کوي )).
د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسېدونکی ابراهيم جان چې له پنځو کالو راهېسې د خپل اووه کلن بند شپې ورځې تېروي، وايي، په کار کولو هېڅ بنديز نشته او هر څوک د خپلې خوښې کسب زده کوي.
شرین اغا د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی دی نوموړی له تېرو شپږو کلونو راهېسې محبس کې بندي دی، وايي، د کورنۍ سرپرست نه لري همدلته د مريو لاسي صنايعې کوي خپلې کورنۍ ته نفقه برابروي.
د يادولو وړ ده چې محبس کې د بنديانو د ساتلو يوه موخه دا هم ده چې وروزل شي او کورنۍ ته سالم ستانه شي.
۳/۱۱/۱۳۹۸
روان کال کې به د پچیر اګام ولسوالۍ مقام ودانۍ جوړه شي
ننګرهار ولايت مالي او اداري رئيس قريب الله هجرت د يو شمېر مسئولينو په ملتيا پچير اګام ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې وویل چې روان کال به د پچير اګام ولسوالۍ مقام ودانۍ له سره ورغوي.
نوموړي وويل، چې د دې ولسوالۍ د ودانۍ جوړولو په موخه يې ارزونه او براورد وکړ او د ودانۍ جوړلو ترڅنګ به ګڼ نور سهولتونه رامنځته کړي.
دوی همدا راز د ولسوالۍ مسئولينو او مخورو سره هم ناسته وکړه، چې په ښې همغږۍ همکارۍ او په دې ولسوالۍ کې د انکشافي چارو په تر سره کېدو خبرې اترې وشوې.
په ورته وخت کې مسئولینو د لنډه خېلو عالي لېسې څخه هم ليدنه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د دې لېسې په رغولو کې به هم جدي اجرات تر سره شي.
۱۳۹۸/۱۱/۳
جلال اباد ښار کې د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو،سړکونو او پلچکونو د جوړولو چارې پیل شوې .
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحیې په
مربوطاتو کې د ۱۷ میلیونه او شپږ سوه زره افغانیو په مالي
لګښت د فرعي سړکونو،ویالو او پلچکونو د جوړولو چارې
پیل شوې چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشبړي شي .
د یادې ناحیې امر میرویس ملنګ وایي، یادې پروژې د ولسي
تړون ملي پروګرام له لورې د جلال اباد ښاروالۍ سره په
همغږۍ د اوومې ناحیې شپږم ګذر درې شوراګانو له لورې
تطبیق کیږي چې د سیمې ۷۱۱ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي .

۱۳۹۸/۱۱/۳
شیرزادو ولسوالۍ کې د ګډو امنیتي ځواکونو له لورې جګړه ییز او چاڼیز عملیات پیل شول .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د نظامي شورا د پرېکړې له مخې د دې ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د سیلاب ۴ نمبر ۱۴ جګړه ییزو او چاڼیزو عملیاتو دویمه مرحله د ګډو ځواکونو له لورې نن سهار پیل شوه او د مخالفینو څخه د سیمې په پاکېدو به پای ته ورسیږي .
د دې ولایت د ملي اردو درستیزوال او د عملیاتو قوماندان ډګروال قنداغا ساپی وایي،په دې عملیاتو کې ورسره په دې ولایت کې میشت ټول ځواکونه شتون او هوایي ځواک مرسته کوي چې د نن ورځې په اوږدو کې یې د مخالفینو له لورې اېښودل شوي پنځه کړۍ ماینونه کشف او لمنځه یوړل .
د شیرزادو ولسوال مبارز خادم هیله وښوده چې د دې عملیاتو په بشپړیدو سره به په دې ولسوالۍ کې امنیت تامین او خلکو ته د هوسا ژوند زمینه برابره شي .
۱۳۹۸/۱۱/۳
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ پروګرام عمومي مشر کوټ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه .
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ پروګرام
عمومي مشر زین الله شهیدزوی چې په ختیځ کې د ولسي ملاتړ
پروګرام مسؤل حاجي سیدالرحمن مومند په ګډون یې د امنیتي
سکتور مسؤلینو ملتیا کوله،د ننګرهار کوټ ولسوالۍ ته د سفر
پر مهال د امنیتي ځواکونو د قربانیو او لاسته راوړنو قدرداني
وکړه .
دوی د لاغر جوی او یو شمیر سیمو کې په پوستو کې میشت سرتېرو وضعیت هم ولید،همدا راز یې د سولې شهید حاجي حیات خان مزار ته په ورتګ سره د هغه روح ته د معفرت دعا هم وکړه.

۱۳۹۸/۱۱/۳
ننګرهار کې ۵۲ بزګرانو سره د نږدې يو ميليون او درې سوه زره افغانيو په ارزښت د کرنې اړوند وسايلو مرسته وشوه.
ننګرهار ولايت کرنې رياست په چوکاټ کې د NHLP برنامې له لوري ۵۲ ممتازو بزګرانو سره د یو میلیون او درې سوه زره(۱۳۰۰۰۰۰) افغانيو په ارزښت د کرنيزو او بڼوالۍ وسایلو مرسته وشوه.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي کروندګرو ته د يادو وسایلو وېشلو پر مهال وويل :دغه بزګرانو په خپلو کرنيزو فعاليتونو کې د کرنې رياست سپارښتنې عملي کړي او نورو بزګرانو سره يې هم شريکې کړي دي؛ ځکه یې ور سره دا مرستې وکړې.
نوموړي وويل، چې بزګرانو ته يې( د شاخونو د پریکولو لویه قیچي، کوچنۍ قیچي، اره، زینه، بیک، د دوا پمپونه، د بڼوالۍ وسايل، محافظتي جامې) او نور لازم وسايل وويشل.
نوموړي بزګرانو ته د يادو وسايلو په درست ډولو کارولو او نورو بزګرانو سره د همکارۍ په برخه کې سپارښتنې وکړې.
۱۳۹۸/۱۱/۵
په شینوارو و لسوالۍ او تورخم ښارګوټې کې په جدي ډول د افغانیو د رواجولو کمپاین جریان لري .
د ننګرهار ولایت شینوارو ولسوالۍ د مسؤلینو له لورې په غني خیلو بازار او میله ځآیونو کې د پاکستانۍ کلدارو د مخنیوي او افغانیو د رواجولو په موخه کمپاین ترسره شو.
د دې کمپاین پر مهال د نرخونو کنټرول ترڅنګ واړه بانک نوټونه هم کاروباریانو سره تبدیل شول .
په همدې حال کې په تورخم ښارګوټې کې لس هغه هټۍ وتړل شوې چې پاکستانۍ کلدارۍ یې کارولې وې او یا یې هم توکې په افغانیو په لوړ نرخ پلورل .
د تورخم ښاروالۍ له لورې په یاد ښارګوټې کې د افغانیو د رواجولو په موخه د ښاروالۍ مامورینو ته پنځوس سلنه واړه بانک نوټونه په میاشتنۍ تنخوا کې ورکړل،همدا راز یې په ټول بازار کې د وړو بانک نوټونو تبادلې،نرخونو کنټرول او بهرنۍ کرنسۍ د کارونې د مخنیوي کمپاین جاري ساتلی.

۱۳۹۸/۱۱/۳
کامې ولسوالۍ کې د ۵ نیم میلیونه افغانیو په لګښت استنادي دیوال جوړیږي.
د ننګرهار ولایت کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لورې د دې ولایت کامې ولسوالۍ په ده طاهر کلي سیمه کې د پنځه نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت د درې سوه پنځوس متره په اوږدوالي یو استنادي دیوال جوړیږي چې د یو کال په موده کې به یې چارې بشپړي شي .
د کلیو پرمختیا او بیارغونې رییس انجینر امان الله میاخیل وویل دغه استنادي دیوال د کلیو پرمختیا وزارت د سیمه ییزې همغږۍ (RP) پروګرام له لوری د مالې وزارت له بودیجې څخه د کامې ولسوالۍ ده طاهر کلی پرمختیایی شورا سره د شوي هوکړې له مخې جوړیږي .
نوموړي زیاتوي،نن یې د جوړیدو هوکړه لاسلیک کړه او ژر به یې عملي چارې پیل شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *