۱۳۹۸/۱۱/۷
د ننګرهار ولایت مرستیال، مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې په ولسوالیو کې شویو ژمنو د عملي کېدو په موخه جدي اقدامات وکړي.
د ننګرهار ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند د دې ولایت په اداري مجلس غونډه کې مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې ولسوالیو کې له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې شوي ژمنې د عملي کېدو په موخه تعقیب کړي او د ستونزو پر مهال ولایت مقام څخه همکاري وغواړي.
هغه زیاته کړه،مسؤلین دې د نوي مالي کال تخصیص را انتقال کړي،نوې پروژو په پیل کېدو کې دې پاملرنه وکړي او که په هره برخه کې ستونزه ولري،ولایت مقام سره دې د حل په موخه شریکه کړي .
نوموړی وایي، په وروستیو کې تورخم ښارګوټې کې د ترافیکي نظم رامنځته کېدو په موخه د ترافیکو پولیس ګمارل شوي او مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې په جلال اباد ښار کې د ښاري نظم رامنځته کېدو او نرخونو کنټرول په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي .
د ولایت مرستیال د جمهوري ریاست عملیاتي واحد څخه مننه وکړه چې د دې ولایت په هره ولسوالۍ کې یې د یو،یو جومات په موخه د درې سیمو اسناد تر لاسه کړي او عملاٌ یې په ولسوالیو کې د جوماتونو د جوړولو لړۍ پیل کړه .
د ننګرهار ولایت فرهنګي او ټولنیزو چارو مرستیالې حبیبې کاکړ د کلیو پراختیا ادارې ته لارښوونه وکړه چې د میرمنو باغ کې د غرفو جوړولو په موخه د ښځو چارو وزارت سره همغږي وکړي او په دې برخه کې ستونزه د همغږۍ له مخې حل کړي.
د ولایت مرستیالانو د عامې روغتیا رئيس او ټیم څخه یې مننه وکړه چې په ټولو ولسوالیو کې یې د روغتیایي ارزونې لړۍ پیل کړې او نورو مسؤلینو ته یې هم د ورته چارو د ترسره کېدو لارښوونه وکړه.
د اداري مجلس په دې غونډه کې په دې ولایت کې د بېلابېلو ښارګوټو،تدارکاتو کې د ۱۵ چیک ډیمونو،هستوي انرژۍ ادارې،عملیاتو،افغانیو رواجولو،امنیتي او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه هم بحث او نظریات شریک شول .
۱۳۹۸/۱۱/۶
د ننګرهار ولایت مرستیال وایي، ولایتي اداره د پچیراګام په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پرمختیایي پروژې پلي کوي .
د ننګرهار ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند د پچیراګام ولسوال حضرت خان خاکسار په مشرۍ د یاد ولسوالۍ مخورو سره په لیدنه کې ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره په ټولو ولسوالیو کې پرمختیایي چارې ترسره کوي .
یاده لیدنه چې ولایت مقام کې ترسره شوه او پر مهال یې د حج
اواوقافو رئيس مولوي داود مجاهد هم شتون درلود،ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند د مخورو ستونزو اوریدو وروسته ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره د نورو پرمختیایي چارو ترڅنګ د پچیراګام په ګډون په ولسوالیو کې جوماتونه جوړوي .
هغه په ټولو برخو کې د ولس په همکارۍ او خپل منځي اختلافاتو په لمنځه وړلو ټینګار وکړ .
۱۳۹۸/۱۱/۶
د ننګرهار ولایت مرستیاله وایي،په دې ولایت کې سلګونه میرمنې پخپلو کورونو کې د ټولو اسلامي اصولو په مراعتولو سره کاروبار کوي.
د ننګرهار ولایت ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیالې حبیبې کاکړ،
د کرنې او مالدارۍ ریاست کې د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د میرمنو د هڅونې د تروریجي سیستم د څلور ورځني
ورکشاپ د پیل په مراسمو کې وویل، په دې ولایت کې سلګونه میرمنې پخپلو کورونو کې د ټولو اسلامي اصولو په مراعتولو سره د کورنیو باغچو،غالیو اوبدلو،لاسي صنایعو او ګڼ شمیر نورو کاروبارونو په ترڅ کې د کورنۍ ستونزې حل کوي .
یاد ورکشاپ چې د NHLP له لوري د ختیځ پنځوسو ښځینه ترویجي
کارمندانو ته جوړ شوی وو،د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي په اقتصادي پیاوړتیا کې
د ښځو پر ونډې او د کرنې ریاست له لوري دوی ته په اړونده برخه کې د کړیو فعالیتونو او کاري زمینې د برابرولو پر لارو چارو خبرې اترې وکړې او په ياده برخه کې يې مهم معلومات شريک کړل.
د یادونې ده، چې یاد ورکشاپ به د څلور ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به یې د ټرینرانو له لوري اړین معلومات له ګډنوالو سره شریک کړي.
۱۳۹۸/۱۱/۶
په ننګرهار کې د نرخونو کنټرول کمپاین د نورو سیمو ترڅنګ د سبزیجاتو او مېوه جاتو په منډویو کې په زیاته کچه ترسره شو.
د ننګرهار ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د افغانیو د رواجولو وروسته د نرخونو کنترول په جدی ډول جریان لري او د نن ورځې په اوږدو کې د بېلابېلو خوراکي توکو ترڅنګ د سبزیجاتو اومېوه جاتو په منډویو کې نرخونه وڅارل شول.
د کوز کونړ،شینوارو،مومندرې،بټي کوټ، کوټ،سره رود او یو شمیر نورو ولسوالیو مسؤلینو له لورې په را لیږل شویو مالوماتو کې دوی پخپلو سیمو کې په هټیوالو ګرځیدلي د نورو خوراکي توکو ترڅنګ یې د سبزیجاتو،مېوه جاتو،قصابیو او نورو نرخونو څارنه او کنټرول ترسره کړی دی .
د مرکز جلال اباد ښار په بېلابېلو ناحیو کې هم مسؤلینو خپل کمپاین په جدي ډول جاري ساتلی او د یو زیات شمیر ننګرهار میشتو له لورې یوسلو شپیته شمیرې سره شریک شویو مالوماتو له مخې هم په دې برخه کې اجرات ترسره شوي .
۱۳۹۸/۱۱/۶
په ننګرهار ولایت کې د سرو زرو څخه د بېلابېلو توکو جوړولو ۷۲ فابریکې فعاله دي.
په ننګرهار ولایت کې د زرګرانو اتحادیې مسؤلین وایي، په دې ولایت کې د سرو زرو څخه د بېلابېلو توکو د جوړولو ۷۲ فابریکې فعاله دي چې په کې ۲۸۸ تنه مسلکي کسان پر دندو بوخت دي .
په دې ولایت کې د زرګرانو اتحاديې مشر حاجي ممتاز وایي،ننګرهار ولایت کې زرګران ۴۲۱ هټۍ او ۷۲ فابریکې لري چې په کې ۱۱۳۰ تنه د سرو زرو د بېلابېلو توکو په جوړولو او پلورلو بوخت دي .
نوموړی زیاتوي، پخوا به یې د نورو هېوادونو څخه بېلابېل توکې را لیږدول،خو وروستیو کې د سرو زرو په برخه کې نوي سلنه خپل تولیدات بازار ته وړاندي کوي،همدا راز یې د بهرنیانو پر ځای ټول مسلکي کارکوونکي افغانان ګمارلي دي .
هغه وایي،په دې ولایت کې هره ورخ تر لس کیلو پورې سره زر پلورل کیږي،همدا راز پخوانۍ طلا اخلي او ترې نوي توکې جوړوي،په لابراتوار کې یې پاکوي او له هغې وروسته یې د بیا ځل لپاره بازار ته د پلور په موخه وړاندې کوي .
د زرګرانو اتحادیې د مشر په وینا د سره زرو د معیار معلومېدو په موخه ځآنګړې کمیټه لري،ترڅو غیري معیاري توکې بازار ته را نشي،همدا راز یې وروستیو کې د برېښنا ستونزې له حل کېدو څخه هم خبر ورکړ، خو په وینا یې که یو شمیر نورې ماشیندریانې را ولیږدوي،سل سلنه به خپل تولیدات او بازار ولري .
د سره زرو د کیفیت د معلومیدو د لابراتوار مسؤل اجمل وایي،دوی ته له زرګرانو او نورو څخه سره زر ور لیږدول کیږي چې په لېزري لابراتوار د سره زرو کیفیت معلوموي،له هغې وروسته یې په اړه اتحادیې او اصلي خاوند ته مالومات ورکوي .
د عتیق الله په نوم زرګر وایي، اوس مهال د سره زور په بنګړیو،غوږوالیو،لاکټونو،غاړکیو او نورو کې نوې ډیزاینونه راغلي او په دې ولایت کې یې خلک هم ترې غوښتنه کوي چې پخپلو فابریکو کې ورته د خلکو د خوښې ډیزاین جوړوي .
۱۳۹۸/۱۱/۶
ننګرهار کې د پنځوس میرمنو په ګډون ۱۴۰ تنو ته تر مسلکي زده کړو وروسته د بېلابېلو کسبونو وسایل ورکړل شول .
د ننګرهار ولایت کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو د شپول
ادارې په مرسته د سره رود او مرکز جلال اباد ښار اړوند د پنځوس
میرمنو په ګډون ۱۴۰ تنو بې روزګارو ته د خیاطۍ، برښنا،مبایل
ترمیم،نجارۍسنګارتون او خامک دوزۍ برخه کې اووه میاشتنۍ زده کړې ورکړل شوې .
فارغ شویو کسانو ته تر یادو حرفوي زده کړو وروسته نن د زده شویو حرفو اړوند د کار وسایلی هم ورکړل شول،ترڅو عملاٌ د خپلې کورنۍ د نفقې ګټلو وسیله شي .
۱۳۹۸/۱۱/۶
ننګرهار کې د خالص غوړیو فابریکې روان کال د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت غوړي تولید کړي .
په ننګرهار ولایت کې د خالص غوړیو فابریکې روان کال کې د درې سوه پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت درې نیم زره ټنه غوړي تولید کړي چې د تېر کال په پرتله یې په تولیداتو او عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی .
د مالوماتو له مخې په دې ولایت کې د خالص خوراکي غوړيو فابریکه کې یو سلو شپږ ویشت تنو ته کاري زمینه برابره شوې او هره ورځ د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت شل ټنه د خوراک غوړي تولید ظرفیت لري،چې د هېواد ټولو ولایتونو ته هم مهاله لیږدول کیږي .
د ننګرهار په شیخ مصري ښارګوټې کې د غوړیو یادې فابریکې ته د ټول هېواد په کچه پمبه،د پمبې دانې او خام تیل را ټولیږي خو که د کرنې اداره د تیلي نباتو کر ته پاملرنه وکړي، د غوړیو په تولیداتو کې به د پام وړ زیاتوالی رامنځته او سلګونه زره کسانو ته به کاري فرصتونه هم برابر شي .
د خالص خوراکي غوړي د افغانستان ټولو سیمو ته لیږدول کیږي چې په کابل،مزار،هرات او نورو مرکزي ولایتونو کې فعاله دفترې لري او وروستیو کې وطني تولیداتو ته د هېوادوالو د پاملرنې له امله یې په تولیداتو کې زیاتوالی هم راغلی دی .
په ننګرهار ولایت کې د غوړیو یاده فابریکه د تېرو ۵ کلونو راهیسې فعالیت لري،خو که په وارداتي غوړیو ګمرکي تعرفې لوړي شي،نو په ټول هېواد کې به یواځې افغاني با کیفیته غوړیو کارولو ته زمینه برابره شي .
د ننګرهار سیمه ييز روغتون په نسايي ولادي څانګه کې تېره شپه ۱۶۶ ولادتونه شوي.
د یادې څانګې مسوولين وایي، په ۱۶۶ ناروغانو کې یې ۱۸ د عملیات په واسطه او پاتې نور يې نارمل ولادتونه تر سره شوي .
د دې روغتون سرطبیب ډاکټرضیاءالحق حقمل وایې له دې مخکې به په نسایي ولادي څانګه کې په اوسط ډول تر ۱۰۰ پورې ولادتونه کیدل خو په دې وروستیو کې دا شمېر له پخوا ډیره شوې ده.
دی وایي، په تیرو پنځه ورځو کې ۷۷۶ ناروغانو یادې څانګې ته مراجعه کړې چې له جملې یې ۶۳۹ ولادتونه ترسره شوي او پاتې نور بستر دي.
۱۳۹۸/۱۱/۷
په دره نور ولسوالۍ کې د ۸ نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت یو استنادي دیوال تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې له لورې د دره نور ولسوالۍ په کشمنډ سیمه کې د اته نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۴۸۰ متره استنادي دیوال تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دیوال چې په سیمه کې د خوړ دواړو خواو ته جوړ شوی، له امله یې شاوخوا سل جریبه کرنیزه ځمکه او تر پنځوسو زیات د استوګنې کورونه د سیلابونو له ګواښ څخه ژغورل شوي دي .
د دره نور ولسوال ډاکټر هجرت ګردیوال د یادې پروژې د کیفیت څخه ستاینه وکړه او د سیمې خلکو څخه یې د ساتنې لارښوونه وکړه
۱۳۹۸/۱۱/۶
د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د خوراکي او غیرې خوراکي توکو د نرخونو کنټرول لړۍ په جدي ډول جریان لري .
د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د افغانیو د ترویج وروسته په جدي ډول د نرخونو څخه د کنټرول لړۍ جریان لري چې په لړ کې ګڼ شمیر بازارونو کې څآرنه او اقدامات ترسره شي .
د یاد کمیسیون غړو د ښار په بېلابېلو سیمو کې د خوراکي توکو په ځآنګړي ډول د سبزیجاتو،قصابیو او نورو پلورنځیو څخه لیدني او څارني کړي چې په ترڅ کې ګڼ شمیر هټۍ د هټیوالو د سرغړونې له امله تړل شوي او یو شمیر نورو چې نرخونه یې سالم ساتلي،ترې قدرداني شوې ده .
همدا راز د یاد کمیسیون غړو د یو شمیر عمده پلورنځیو څخه هم لیدنې کړې او له دوی مننه کړې چې خپلې ټولې چارې په افغانیو ترسره کوي .
بلخوا په کوز کونړ،بټي کوټ،مومندرې،شینوارو،کوټ او یو شمیر نورو ولسوالیو کې هم د مسؤلینو له لورې د افغانیو د رواجولو وروسته د نرخونو د کنټرول کمپاین په جدي ډول ترسره کیږي .