۱۳۹۸/۱۱/۷
د ننګرهار ولایت مرستیال په مالي لګښت د افغانیو ترویج په موخه د شپاړلس ولسوالیو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل کیږي.
د ننګرهار ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند په مالي مرسته د افغانیو د ترویج په موخه د دې ولایت د شپاړس ولسوالیو د کرکټ لوبډلو ترمنځ شل اوریزې سیالۍ د شینوارو ولسوالۍ په کوربتوب پیل کیږي چې شل رځې به دوام کړي .
هغه د وسایلو د مرستې پر مهال پر مهال د لوبو تنظیموونکو ته لارښوونه وکړه چې د لوبو پر مهال ملي یوالي روحيې د ورکړې ترڅنګ ځوانان د ملي هویت ترویج او بشپړ کارونې ته وهڅوي .
شینوارو ولسوالۍ کې د کرکټ اکاډمۍ مسؤل محمد اصف او د یادې ولسوالۍ د ځوانانو استازي نیک عمل شینواري د ولایت مرستیال د ترسره شوي مرستې څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې ځوانان به یوالي او ملي هویت کارولو ته وهڅوي .
یادې لوبې په هاټ بال ترسره کیږي چې د ځوانانو په انتخاب او روزنه کې به هم رول ولوبوي .
۱۳۹۸/۱۱/۷
د ننګرهار ولایت مرستیال د پچیراګام ولسوالۍ د یو شمیر مخورو ستونزې د حل په موخه واوریدې .
د ننګرهار ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند د سلواغې په اوومه ولایت مقام کې د پچیراګام ولسوالۍ یو شمیر مخورو سره د لیدنې پر مهال د دوی ستونزې د حل په موخه واوریدې .
نوموړي د مخورو ستونزو د اوریدو وروسته ډاډ ورکړ چې د یادې ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ کې د تغیراتو او احصایې مدیریت کې د اصلاحاتو موضوع به د اړونده مسؤلینو سره د وروستیو اجراتو په موخه شریکه کړي .
هغه د پچیراګام ولسوالۍ د خلکو څخه مننه وکړه چې د امنیت په تامین او نورو برخو کې له مسؤلینو سره همکارې کړې او ژمنه یې وکړه چې د شته امکاناتو له مخې به یادې ولسوالۍ ته په پوهنې،روغتیا او نورو برخو کې پاملرنه وکړي .
د یادونې وړده چې پچیراګام د ننګرهار یوه له امن ولسوالیو څخه ده چې خلک ورته د پخوا په توپیر په عادي ډول تګ راتګ کوي .

۷/۱۱/۱۳۹۸
د ولايت مرستيالې په مشرۍ د ځمکو اړوند يو شمېر قضيې وڅېړل شوې
ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ په مشرۍ د املاکي کمیسون غړو له لوري د ځمکو اړوند يو شمېر قضيې وڅېړل شوې او مسئولينو ته په کې د لازم اجراتو سپارښتنې وشوې.
د دې ناستې پر مهال د يو شمېر نورو کسانو ترڅنګ د عطاء الحق په نوم يو تن د ځمکې اړوند قضيه وڅېړل شوه او په حل کې يې د قانوني اجراتو سپارښتنې وشوې.
همدا راز مسئولينو د املاکو اړوند په يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبر اترې وکړې او په ياده برخه کې يې د شته ستونزو په حل کې د قانون له مخې د اقداماتو په تر سره کېدو پرېکړې وشوې.

۱۳۹۸/۱۱/۷
د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو د عملیاتو په ترڅ کې لس وسله وال طالبان وژل شوي،۱۷ کلي د دوی له شتون څخه پاک شوي او یو زیات شمیر وسلې او مهمات ترې امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
همدا راز د ګل وزیر په نوم یو شکمن کس د ۴۹ زره عربي ریالو او ۷۳۲ زره پاکستانۍ کلدارو سره یو ځای نیول شوی چې ترې څېړنې جریان لري .
د یو شمیر وژل شویو وسله والو طالبانو جسدونه په سیمه کې د مخورو په منځګړیتوب کورنیو ته سپارل شوي دي .

۱۳۹۸/۱۱/۷
د ننګرهار ولایت مرستیال، مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې په ولسوالیو کې شویو ژمنو د عملي کېدو په موخه جدي اقدامات وکړي.
د ننګرهار ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند د دې ولایت په اداري مجلس غونډه کې مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې ولسوالیو کې له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې شوي ژمنې د عملي کېدو په موخه تعقیب کړي او د ستونزو پر مهال ولایت مقام څخه همکاري وغواړي.
هغه زیاته کړه،مسؤلین دې د نوي مالي کال تخصیص را انتقال کړي،نوې پروژو په پیل کېدو کې دې پاملرنه وکړي او که په هره برخه کې ستونزه ولري،ولایت مقام سره دې د حل په موخه شریکه کړي .
نوموړی وایي، په وروستیو کې تورخم ښارګوټې کې د ترافیکي نظم رامنځته کېدو په موخه د ترافیکو پولیس ګمارل شوي او مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې په جلال اباد ښار کې د ښاري نظم رامنځته کېدو او نرخونو کنټرول په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي .
د ولایت مرستیال د جمهوري ریاست عملیاتي واحد څخه مننه وکړه چې د دې ولایت په هره ولسوالۍ کې یې د یو،یو جومات په موخه د درې سیمو اسناد تر لاسه کړي او عملاٌ یې په ولسوالیو کې د جوماتونو د جوړولو لړۍ پیل کړه .
د ننګرهار ولایت فرهنګي او ټولنیزو چارو مرستیالې حبیبې کاکړ د کلیو پراختیا ادارې ته لارښوونه وکړه چې د میرمنو باغ کې د غرفو جوړولو په موخه د ښځو چارو وزارت سره همغږي وکړي او په دې برخه کې ستونزه د همغږۍ له مخې حل کړي.
د ولایت مرستیالانو د عامې روغتیا رئيس او ټیم څخه یې مننه وکړه چې په ټولو ولسوالیو کې یې د روغتیایي ارزونې لړۍ پیل کړې او نورو مسؤلینو ته یې هم د ورته چارو د ترسره کېدو لارښوونه وکړه.
د اداري مجلس په دې غونډه کې په دې ولایت کې د بېلابېلو ښارګوټو،تدارکاتو کې د ۱۵ چیک ډیمونو،هستوي انرژۍ ادارې،عملیاتو،افغانیو رواجولو،امنیتي او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه هم بحث او نظریات شریک شول .
۱۳۹۸/۱۱/۷
په دره نور ولسوالۍ کې د ۸ نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت یو استنادي دیوال تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې له لورې د دره نور ولسوالۍ په کشمنډ قلعه سیمه کې د اته نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۴۸۰ متره استنادي دیوال تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دیوال چې په سیمه کې د خوړ دواړو خواو ته جوړ شوی، له امله یې شاوخوا سل جریبه کرنیزه ځمکه او تر پنځوسو زیات د استوګنې کورونه د سیلابونو له ګواښ څخه ژغورل شوي دي .
د دره نور ولسوال ډاکټر هجرت ګردیوال د یادې پروژې د کیفیت څخه ستاینه وکړه او د سیمې خلکو څخه یې د ساتنې لارښوونه وکړه .

۱۳۹۸/۱۱/۷
د شینوارو ولسوالۍ مسؤلین وایي، ډېر ژر به د شینوارو په مرکز او کلیو کې په بشپړ ډول افغانۍ دود او نرخونه کنټرول شي .
د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ مسؤلین وروسته له هغې یادې څرګندونې کوي چې د خپاره شویو تبلیغاتو وروسته د ولایت سکتوري خدمتونو رئيس په مشرۍ یو پلاوي په یاده ولسوالۍ کې د افغانیو د کارولو او نرخونو څخه څارنه وکړه .
د دې ولایت د شینوارو ولسوال معلم معشوق وایي،د یادې ولسوالۍ په مرکز او ولسوالیو کې څلورم پړاو کمپاین ترسره کړی او د پنځم او وروستي پړاو کمپاین په ترسره کولو سره به د یاد زون په مرکز او ولسوالیو کې په بشپړ ډول افغانۍ رواج او نرخونه کنټرول شي.
هغه زیاته کړه، یو شمیر کسان په قصدي ډول غواړي چې یاده پروسه ناکامه کړي او له همدې امله یې په اړه منفي تبلیغات کوي، خو ډاډ یې ورکړ چې خلک او اداره د افغانیو رواجولو او نرخونو کنټرول په برخه کې جدي او قاطع دي .
د ننګرهار د سکتوري خدمتونو رئیس فضل الربي همیم وایي،په شینوارو ولسوالۍ کې د بهرنۍ کرنسۍ د کارونې په اړه د شکایتونو اوریدو وروسته یې د مقام په حکم یادې ولسوالۍ ته سفر کړی خو اطمنان یې تر لاسه کړ، چې خلک په افغانیو را کړه ورکړه کوي .
هغه ډاډ ورکړ چې د وړو بانک نوټونو ستونزه به ژر تر ژره د افغانستان بانک له لارې حل کړي او خلکو ته به واړه بانک نوټونه د تبادلې په موخه ور ولیږي،همدا راز یې د دې پروسې د بریالیتوب په موخه تر وروستیو د تعقیب ژمنه وکړه .
په همدې حال کې د شینوارو او بټي کوټ ولسوالیو د ښاروالیو مسؤلین وایي، خلکو ته یې د افغانیو د رواجولو په موخه نرخنامې جوړې کړي او د کمیسیون د غړو په ملتیا یې د تطبیق په موخه وخت په وخت څآرنه کوي .
د مارکوه بازار یو تن هټیوال د ولایتي ادارې څخه مننه وکړه چې واړه بانک نوټونه یې ورته د تبادلې په موخه ورلېږلي او د دې چارې پر لا دوام یې ټینګار وکړ.
یادو مسؤلینو د دې څآرنې پر مهال د مارکو او بټي کوټ په بازارونو کې هټۍ پر هټۍ هم وګرځیدل چې د هټیوالو په دخلونو کې یواځې افغانۍ ولیدل شوې او همدا راز یې د نرخونو د کنټرول څخه ستاینه وکړه.

په ننګرهار کې د وطني تولیداتو له امله د پاکستاني او ایراني مساله جاتو د را لیږد مخه نیول شوې
په ننګرهار ولایت کې د خوراکي توکو لپاره د مساله جاتو د وطنۍ فابریکې د جوړیدو له امله دې ولایت ته د پاکستان او ایران هېواد د مساله جاتو د را لیږد مخه نیولې او په ټول بازار کې یوآخې وطنۍ مساله پلورل کیږي .
د دې ولایت صنایعو او معدنونوخونی عامل رئیس اجمل شمس وایي، د دوی له ادارې سره په دې ولایت کې د حبیب زي په نوم د مساله جاتو یواځېنۍ فابریکه ثبت ده چې له تېرو څلورو کالونو راهیسې یې په فعالیت پیل کړی دی .
نوموړی زیاتوي،تر دې وړاندې له هېواد څخه د مساله جاتو د جوړولو خام مواد پاکستان او ایران هېواد ته لیږدول کېدل چې د هغوی له لورې ترې د بېلابېلو مسالو جوړولو وروسته بېرته افغانستان ته را لیږدول کېدل چې په لوړ قیمت هم پلورکېدل،خو د یادې فابریکې په جوړیدو سره د خپلو توکو څخه پخپل هېواد کې د خوراکي توکو مساله جات جوړیږي او په همدې هېواد کې کارول کیږي .
د یادې فابریکې مشر ذاکرالله حبیب زی وایي،په فابریکه یې په لومړیو کې شپږ میلیونه او اوس مهال نږدې لس میلیونه افغانۍ پانګونه کړې چې پنخه دیرش ډوله مساله تر جوړیدو وروسته بازار ته وړاندې کوي .
هغه وایي،په فابریکه کې ورسره ۱۲ تنه مسلکي کارکوونکي په کار بوخت دي خو په غیري مستقیم ډول ورسره سلګونه تنه کار کوي او هره ورځ د زیرې،سره مرچو،وچې دڼیا،وچې اوږې او نورو خام موادو څخه تر شل کارټنو پورې د خوراکي توکو مساله بازار جوړوي چې د هېواد ټولو ولایتونو کې ترې خلک استفاده کوي .
د خوراکي توکو د مساله جاتو پلورونکی محمد ضمیر وایي، پخوا به پاکستانۍ او ایرانۍ مساله ډیره پلور کېده او له همدې امله دوی زیاته را لیږدوله ،خو د وطنۍ مسالې په جوړیدو سره د بهرنیو هېوادونو د مسالې بازار خراب او یواځې وطنۍ مساله پلورل کیږي.
د شبیراحمد په نوم د یوخصوصي هوټل پخوونکی وایي،دوی وطنۍ مسالې څخه د ماهیانو،وریجو،قورمې،کابلي، سبزیجاتو او نورو خوراکي توکو په پخولو کې ګټه اخلي چې تر نورو یې ذایقه ښه او خوړونکي زیات دي .
د اقتصادي چارو کارپوه شیرعلم امله وال وایي،که حکومت دغه ډول فابریکو ته پاملرنه وکړي،په ډیری برخو کې به د بهرنیو هېوادونو له اړتیاوو څخه وژغورل شو
۱۳۹۸/۱۱/۷
پولیسو اووه تنه د انسان تښتوونې،قتل،غصب او غلا په تور نیولي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د غلا،یو د انسان تښتوونې،دوه تنه د ځمکو د غصب او یو تن د قتل په تور نیولي دي .
نیول شوي کسان په دره نور،مومندرې او د جلال اباد ښار په درېیمې،څلورمې او پنځمې ناحیې مربوطاتو کې نیول شوي چې یو شمیرو یې پخپلو کړنو هم اعتراف کړی.

۱۳۹۸/۱۱/۷
په جلال اباد ښار کې د پنځوس لوبغاړو ترمنځ د ځغاستي سیالۍ ترسره شوې .
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ووشو فدراسیون له لورې افغانۍ زموږ ملي هویت دی تر عنوان لاندې د شپږو کلبونو د پنځوس لوبغاړو په ګډون د یو نیم کیلو متر په اوږدوالي د ځغاستي سیالۍ ترسره شوې .
د یاد فدراسیون مشر عتیق الله ملکزی وایي، د دې سیالیو جوړولو څخه یې موخه په دې ولایت کې د ملي هویت افغانیو د رواجولو څخه د لوبغاړو ملاتړ او د مرکز په ګډون د ولسوالیو لوبغاړو ته هم د لوبو زمینه برابرول دي .
د څغاستي لوبغاړې له هټیوالو، خدماتي ادارو د مسؤلينو او موټر چلوونکو غواړي چې د نرخونو په لوړوالي دې د افغانيو د ترویج پر وړاندې خنډ نه جوړوي.
د دې سیالیو لومړي،دویم او درېیم مقام ګټوونکو ته چمتو شوي ډالۍ هم ورکړل شوې .
۱۳۹۸/۱۱/۸
د ننګرهار ګمرک رئیس په تورخم ښارګوټې کې سوداګرو ته د لازمو سهولتونو برابریدو او په شفاف ډول د عوایدو لوړیدو په موخه مسؤلینو سره ناستې وکړې.
د ننګرهار ګمرک رئيس احمد نوید بشریار تورخم ښارګوټې ته د سفر پر مهال د عوایدو لوړیدو او سوداګرو ته د سهولتونو برابریدو په موخه له اړونده مسؤلینو سره بېلابېلې ناستې ترسره کړې .
نوموړي زیاتوي، د دې سفر پر مهال یې د تورخم ګمرک،ښاروالۍ،ترانسپورټ، ترافیکو،کمیسارۍ او تورخم سرحدي ګمرک مسؤلینو سره بېلابېلې ناستې ترسره کړې،ترڅو چارې په ښه توګه ترسره،عواید لوړ،سوداګرو ته سهولتونه برابر او د ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي .
هغه مسؤلینو څخه وغوښتل چې د ۱۳۹۹ مالي کال د عوایدو لوړیدو په موخه خپل منځي همغږي رامڼخته او چارې په شفاف ډول ترسره کړي .

۱۳۹۸/۱۱/۸
په شینوارو ولسوالۍ کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یو استنادي دیوال د جوړیدو چارې پیل شوې .
د ننګرهار ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست له لورې د شینوارو ولسوالۍ په شیرګړ سیمه کې د یو میلیون او اته سوه پنځوس زره افغانیو په مالي لګښت د ۱۲۰ متره په اوږدوالي،یو نیم متر سور او پنځه نیم متره لوړ والي د یو استنادي دیوال د جوړیدو چارې پیل شوې چې د دوو میاشتو په موده کې به بشپړي شي .
د شینوارو ولسوال معلم معشوق وایي، د یاد استنادي دیوال په جوړیدو سره به د مشنګي کاریز چې سلګونه جریبه ځمکې ته اوبه ورکوي او سلګونه جریبه نوره کرنیزه ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه وژغورل شي .
په همدې حال کې د بهسودو ولسوال حاجي غالب “مجاهد” د دې ولسوالۍ د سراچې پله سره نږدې د ګبین دېوال د پروژې څخه لیدنه وکړه، یاده پروژه چې د ۱۴ میلیونه افغانیو پۀ لګښت جوړیږي، ټاکل شوې وه چې تر ۳۲۰ شلو پورې د مزدورانو د کار زمینه پۀ کې برابره شوې وه خو اوسمهال ۵۶ کسان په کې کار کوي چې د ولسوال له لورې د ستونزې په حل کې قانوني اجرات ترسره شول .
د یو بل خبر له مخې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د جمهوري ریاست عملیاتي واحد له لورې د یو مرکزي جومات جوړولو په موخه د ځآی برابرولو لړۍ پیل شوه چې ژر به یې د بنسټ ډبره کېښودل شي .
۱۳۹۸/۱۱/۷
په ننګرهار ولایت کې د سلو په شاوخوا کې تاریخي سیمې او ابدې شتون لري .
د ننګرهار ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحیم الله خوږیاڼی وایي،د دې ولایت په مرکز او ولسواليو کې د سلو په شا و خوا کې تاريخي ابدې او ځايونه شتون لري، چې د يادې جملې څخه ۲۲ تاريخي ابدې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري رسماً ثبت او راجستر شوي.
نوموړي زیاتوي، پاتې تاريخي ابدې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري تر جدي مراقبت لاندې دي، چې د پلان سره سم به يې د ثبت او راجستر چارې په راتلونکې کې تر سره شي.
ده وويل موږ په دې تواندېدلې يو، چې دوه کاله وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د انکشافي بودیجي څخه د جلال آباد د سراج العمارت تاريخي ودانۍ باندې عملاً د ترميم چارې پيل کړو چې په راتلونکې کال کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
نوموړی زیاتوي، په دې سربېره د هډې تاريخي موزیم څخه هم چاردېوالي تاوه شوې او له غصب څخه خوندي شوی دی، همدا راز د سبز آباد تاريخي غونډۍ باندې هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تخنيکي ټيم له لوري د مسلکي کيندلو چارې پیل شوي، چې تر دې دمه د سلو څخه زيات تاریخي اثار ورڅخه تر لاسه شوي.
د خوږیاڼي په وینا د جمهور رئيس په خاصې پاملرنې او د جمهوري رياست د خاصې بوديجې څخه سږکال د غازي امان الله خان مزار هم په اساسي ډول رغول شوی، د شاهي ماڼۍ چارې جریان لري او ټاکل شوې ژر د مملې تاریخي باغ د بیارغونې چارې هم پیل شې.

۱۳۹۸/۱۱/۷
د ننګرهار په ۶ ولسوالیو کې په ۱۲ سوه جریبه ځمکه د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو باغونه کرل کیږي .
په ننګرهار ولایت کې د کرنې او مالدارۍ ریاست اړوند CBARD پروګرام له لورې د دې ولایت په روداتو،کوټ،چپرهار،اچین،خوږیاڼو او شیرزادو ولسوالیو کې په ۱۲ سوه جریبه ځمکه د ستروسو، انارو املوکو، شفتالو، مڼې چارمغزو او الوچې باغونه کرل کیږي .
ټاکل شوې د یاد باغونو د کر لړۍ د نوي هجري کال د را رسیدو وړاندې پیل شي او ژر بشپړه شي .

۱۳۹۸/۱۱/۷
ننګرهار کې په پسرلني موسم کې د ونو کینولو او چاپیریال ساتنې په موخه د دیني علماؤ سره غونډه وشوه .
د ننګرهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو په ریاست کې د چاپېریال ساتنې ریاست د کارمندانو له لورې له علماء کرامو، خطیبانو او ملا امامانو سره د چاپېریال ساتنې او په پسرلني موسم کې د ونو بوټو کېنولو په برخه کې د عامه پوهاوي غونډه جوړه شوه.
په یاده غونډه کې چې د ننګرهار ولایت په کچه نږدې ۱۲۵ تنه علماء کرامو، خطیبانو او ملا امامانو برخه درلوده، د چاپېریال ساتنې، ککړتیا مخنیوي، په پسرلني موسم کې د نیالګیو کېنولو او د اهمیت په هکله یې عامه پوهاوی ترسره شو.
همدا راز دیني عالمان، خطیبان او ملا امامان خپلو مسؤلیتونو ته ځیر کړای شول، تر څو د جوماتونو له لارې د نیالګیو کېنولو په موخه خلک وهڅوي او هم د چاپېریال ساتنې په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او خپل دیني رسالت په ښه شکل سره اداء کړي.

۱۳۹۸/۱۱/۷
د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د افغانیو د رواجولو وروسته د نرخونو کنټرول له امله د سرغړونکو لسګونه هټۍ وتړل شوې
د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په بېلابېلو ناحیو او ولسوالیو کې د افغانیو د رواجولو وروسته د نرخونو د کنټرول لړۍ په جدي ډول جریان لري او د سرغړونې له امله د ګڼ شمیر هټیوالو هټۍ وتړل شوې .
د دې ولایت په اچین،بټي کوټ، شینواري او روداتو ولسوالیو کې ښاروالانو او د جلال اباد ښار په لومړۍ،دویمه ، درېیمه،څلورمه، اتمه او یو شمیر نورو ناحیو کې د ښاروالیو امرینو په مشرۍ د کمیسیون غړو د نرخونو د کنټرول څخه څارنه وکړه .
دوی د څارنې پر مهال د بېلابېلو خوراکي توکو نرخونه وڅېړل او د یو شمیر هټۍ یې د هټیوالو د سرغړونې له امله وتړلې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *