۱۳۹۸/۱۱/۹
چارواکي وایي، په ننګرهار کې د ملي امنیت منسوبینو تېره اونۍ د عملیاتو پر مهال ۱۷ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي .
په نیول شویو کسانو کې لس د وسله والو طالبانو،پنځه د داعش او دوه نور چې ډاکترانو او نورو ته یې د ټلیفون له لارې ګواښونه کول،د سلواغې په ۹مه د ننګرهار ملي امنیت ریاست کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال رسنیو ته وښودل شول .
د ننګرهار ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند وویل، د ملي امنيت موظفينو د دې ولايت په مرکز جلال اباد ښار، بټي کوټ، خوږياڼو، سره رود او بهسودو ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال لس وسله وال طالبان، پنځه داعشیان او دوه تنه نور چې ډاکټرانو او نورو ته یې ګواښونه کول نيولي دي.
نوموړي وويل، چې يادو مجرمينو سره پنځه ميله تومانچې، دوه ميله کلاشینکوفونه، يو ايکم مخابره، يو پنځوس شاژورونه، دوه زره د کلاشنکوف مرمۍ، يو چسپکي ماين او يو عراد ويکسار ډوله موټر هم نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې يادو وسله والو مخالفينو د دې ولايت په مرکز او بېلابېلو سيمو کې تخريبې کړنې تر سره کولې او همدا راز دوه تنو نورو عام ښاریان،هټیوال،درمل پلورونکي او ډاکټران د تلیفون له لارې ګواښل او بيا به يې ترې پيسې اخيستې،چې د پیسو اخیستو پر مهال لاس په لاس ونیول شول .
نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په ملي امنيت رياست کې د نورو څېړنو او پوښتنو لاندې دي.
د یادونې وړده چې ملي امنیت ریاست په وروستیو کې ګڼ شمیر نور مجرمین هم نیولي او د رسنیو له لارې ولس سره په اړه مالومات شریک کړي دي .
۸/۱۱/۱۳۹۸
په ننګرهار کې د څه باندې ۳۲ ميليونه افغانيو په لګښت ۲۲ پروژې بشپړې او دوه نورې پيل شوې
د ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د کليو پراختيا او بيا رغونې او سويډن کمېټې له لوري د ۳۲ ميليونه او درې سوه زره افغانيو په مالي لګښت د اوبو رسولو، کانالونو، سړکونو، ويالو او استنادي ديوالونو جوړولو ۲۲ پروژې بشپړې او دوه نورې پيل شوې.
د دې ولايت مالي او اداري مرستيال تميم عارف مومند وويل، چې د کليو پراختيا او بيا رغونې ادارې په چوکاټ کې د سويډن کمېټې له لوري ۲۸ ميليونه او ۴ سوه زره افغانيو په مالي لګښت د دې ولايت په ګوشتې ولسوالۍ کې دوه ويشت پروژې، چې په کې سربندونه، ويالې، کانالونه، سړکونه او پلچکونه شامل دي د اتو مياشتو په موده کې تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
هغه زياته کړه، دغه پروژې د دې ولسوالۍ په يعقوب خېلو، کوز يعقوب خېل، بر ورسک، کوز چورخېل، منځ چورخېل، سور ډاګ، اکا خېلو او يو شمېر نورو سيمو کې تطبیق شوې، چې زرګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
د ښاغلي مومند په وينا د کليو پراختيا ادارې په نږدې څلور ميليونه افغانيو په مالي لګښت يې په ياده ولسوالۍ کې د اوبو يوې شبکې د جوړولو چارې پيل کړې، چې په شپږو مياشتو کې به يې چارې بشپړې او دوه سوه پنځه اويا کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
د ننګرهار ولايت مرستیال تميم عارف مومند وايي، چې سويډن کمېټې له لوري به په ۱۳۹۹ کال کې د ۳۳ ميليونه افغانيو په ارزښت يو شمېر نورې پروژې هم تر سره شي، چې په بېلابېلو برخو کې به ولسي خلکو ته سهولتونه رامنځته شي.
د سويډن کمېټې د ختيځ زون مسئول عبدالاحد سمون وويل، چې دغه پروژې يې د ۳۲ شوراګانو له لارې تطبيق کړې او د سيمې له مخورو يې مننه وکړه، چې د پروژو پلې کېدو پر مهال يې ور سره همکاري وکړه.
د ګوشتې ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رئيس رحمت ربي د ولايتي ادارې د پاملرنې او سويډن کمېټې له مسئولينو مننه وکړه، چې دوی ته يې په بېلابېلو برخو کې پروژې تطبيق کړې او همدا راز يې په خپله سيمه کې د سيند په غاړه د يو استنادي ديوال جوړيدو او يو شمېر نورو پروژو پلې کېدو غوښتنه وکړه، ترڅو ورته سهولتونه رامنځته او ځوانانو ته کاري زمينې برابرې شي.
۸/۱۱/۱۳۹۸
په ګوشتې ولسوالۍ کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یو مرکزي جومات د جوړولو چارې پيل شوې .
د جمهور رئيس د ژمنې له مخې د جمهوري ریاست عملیاتي واحد له لورې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د پنځلس میلیونه افغانیو په مالي لګښت د مرکزي جومات د جوړولو چارې پيل شوې چې د یو کال په موده کې به بشپړي شي .
د ننګرهار ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند وویل،د ولسمشر د ژمنې له مخې د جمهوري ریاست عملیاتي واحد له لورې د ۱۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ګوشتې ولسوالۍ کې په یو جریب ځمکه کې د مرکزي جومات د جوړولو چارې پيل شوې چې د یو کال په موده کې به بشپړي شي .
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فریدون مومند د جمهور رئیس د ژمنې د عملي کېدو او ولایتي ادارې د هڅو څخه مننه وکړه چې په هر ولسوالۍ کې د مرکزي جوماتونو د جوړولو لړۍ پيل کړه او هیله یې وښوده چې جمهور رئيس د خلکو سره نورې ژمنې هم عملي او دې ولایت ته ځآنګړې پاملرنه وکړي .
په ګوشتې ولسوالۍ کې د مرکزي جومات لپاره د ځمکې وقف کوونکي ډاکټر خوشحال وویل، وروڼو سره په ګډه یې خپله یو جریب ځمکه په دې ولسوالۍ کې د مرکزي جومات د جوړیدو په موخه په وړیا ډول ورکړې ده .
د یادونې وړده،تر دې وړاندې د دې ولایت په یو شمیر نورو ولسوالیو کې هم د مرکزي جوماتونو د جوړولو چارې پيل شوي دي .
۸/۱۱/۱۳۹۸
د ننګرهار ولایت مرستیالې د مشتریانو په نوم د ځآنګړې ورځې په ترڅ کې د خلکو ستونزې واوریدې .
د ننګرهار ولايت مرستیالې حبيبې کاکړ ولايت مقام کې د مشتریانو په نوم د ځآنګړي ورځې په ترڅ کې په بېلابېلو لیدنو کې د جلال اباد ښار او یو شمېر ولسواليو اوسيدونکو ستونزې واوریدې .
د ولايت مرستيالې د خلکو ستونزې د اړونده مسؤلینو سره حل او یو شمیر نورو د تعقیب په موخه یې مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې.
د دې ناستې پر مهال د مشتريانو بېلابېلو ستونزو په حل کې د يو شمېر قضيو په څيړنې او اړونده ارګانونو سره د تعقيب په موخه هم مسئولينو ته لارښوونې وشوې
۱۳۹۸/۱۱/۹
د ننګرهار لوړ پوړو امنیتي مسؤلینو شیرزادو ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د نویو امنیتي پوستو د جوړولو په برخه کې اقدامات پیل کړل .
په ننګرهار ولایت کې د ملي اردو او عامه نظم قوماندانانو او امنیه قوماندانۍ امنیت امر شیرزادو ولسوالۍ ته د سفر پر مهال په یاده ولسوالۍ کې د پیل شویو عملیاتو څخه د لیدنې پر مهال سرتېرو ته لوړ مرال ورکړ او همدا راز یې د پاکو شویو سیمو د بېرته ساتلو په موخه د پوستو جوړولو په برخه کې لومړني اقدامات پیل کړل .
په همدې حال کې د پيل شویو عملیاتو پر مهال تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو میل کلاشینکوف او دوه عرادې موټرې سایکلې وسله والو مخالفینو امنیتي ځواکونو ته پرېښودلي او خپله له سیمې په تېښته بریالي شوي .
د یو بل خبر له مخې په په مومندرې ولسوالۍ کې د پيل شویو عملیاتو پر مهال تېره شپه درې وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې امنیتي ځواکونو په شیرازدو،پچیراګام او سره رود ولسوالیو کې هغه ماینونه خنثی او شنډ کړل چې د وسله والو مخالفینو له لورې د تروریستي عمل په موخه ځآی پر ځای شوي وو.
۱۳۹۸/۱۱/۹
د حصارک، شیرازدو او خوږیاڼو ولسوالیو ۷۴ پولیس تر روزنې وروسته خپلو دندو ته ولیږل شول .
په ننګرهار ولایت کې د شهید زړور زاهد د پولیسو روزنیز اکاډمۍ څخه د درې اونیو مسلکي زده کړو وروسته د حصارک،شیرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو ۷۴ پولیس اړونده ولسوالیو ته د دندې ترسره کولو په موخه ولیږل شول .
د یاد روزنیز مرکز قوماندان ګل رحیم ساپی وایي،یادو پولیس پخوا له زده کړو فارغ شوي وو، خو دوی ورته د درې اونیو په موده کې یو ځل بیا نوې مسلکي روزنه ورکړه،ترڅو د دندې پر مهال د خپلې خاورې د ساتنې په موخه ترې ګټه واخلي.
د شیرزادو ولسوالۍ د فارغ شوي ټولي مرستیال صمیم الله وایي، په دې روزنه کې ورته د دښمن پر وړاندې د عملیاتو ترسره کولو پر مهال نوي تکتیکونه په عملي او نظري ډول وښودل شول او تر هغې به یې پخپله دنده کې وکاروي چې وجود کې یې ساه وي.
د یادونې وړده چې اوس مهال په یاد روزنیز مرکز کې ۲۸۰ تنه په زده کړو بوخت دي او د اکاډمۍ له جویدو تر دې دمه شاوخوا ۷۹ زره یې په بېلابېلو برخو کې تر روزنې وروسته ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي .
۱۳۹۸/۱۱/۹
جلال اباد ښار کې د نږدې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمیر پروژې پیل شوې .
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د جلال اباد ښاروالۍ په همغږۍ د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د ۱۳ میلیونه درې سوه دوه نوي زره افغانیو په مالي لګښت د سړکونو،ویالو،پلچکونو او میرمنو لپاره بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې .
د جلال اباد ښاروال روح الامین حسن وایي، یادې پروژې د اوومې ناحیې اړوند دویم ګذر پرمختیایي شورا لپاره پیل کړي چې په کې٢٠٤٧ مترو په اوږد والي سړک،٣٧٧٣ مترو په اوږد والي د سړک دغاړې ویالې او د ٢٠ پلچکونو جوړول شامل دي او د درې میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړي شي .
نوموړي زیاته کړه،همدا راز په یاده پروژه کې به د یو نیم میلیون افغانیو په لکښت د میرمنو لپاره د لاسي صنایع یا سلمه دوزي زده کړو پروګرام هم پر لاره واچول شي چې د پیل شویو پروژو څخه به سلګونه کورنۍ په مستقیم او غیري مستقیم ډول ګټه واخلي.
د پروژې د پیل په مراسمو کې د ولایتي شورا غړي ډاکتر ناصر کاموال، اوومې ناحیې امر میرویس ملنګ، ولسي تړون ملي برنامې مسولینو، ګذر وکیلانو، سیمې مخورو مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
تېره ورځ هم په یاده ناحیه کې د شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمیر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
۱۳۹۸/۱۱/۸
په جلال اباد ښار کې د پنځوس لوبغاړو ترمنځ د ځغاستي سیالۍ ترسره شوې .
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ووشو فدراسیون له لورې افغانۍ زموږ ملي هویت دی تر عنوان لاندې د شپږو کلبونو د پنځوس لوبغاړو په ګډون د یو نیم کیلو متر په اوږدوالي د ځغاستي سیالۍ ترسره شوې .
د یاد فدراسیون مشر عتیق الله ملکزی وایي، د دې سیالیو جوړولو څخه یې موخه په دې ولایت کې د ملي هویت افغانیو د رواجولو څخه د لوبغاړو ملاتړ او د مرکز په ګډون د ولسوالیو لوبغاړو ته هم د لوبو زمینه برابرول دي .
د څغاستي لوبغاړې له هټیوالو، خدماتي ادارو د مسؤلينو او موټر چلوونکو غواړي چې د نرخونو په لوړوالي دې د افغانيو د ترویج پر وړاندې خنډ نه جوړوي.
د دې سیالیو لومړي،دویم او درېیم مقام ګټوونکو ته چمتو شوي ډالۍ هم ورکړل شوې .
۱۳۹۸/۱۱/۸
په ننګرهار کې د وطني تولیداتو له امله د پاکستاني او ایراني مساله جاتو د را لیږد مخه نیول شوې
په ننګرهار ولایت کې د خوراکي توکو لپاره د مساله جاتو د وطنۍ فابریکې د جوړیدو له امله دې ولایت ته د پاکستان او ایران هېواد د مساله جاتو د را لیږد مخه نیولې او په ټول بازار کې یوآخې وطنۍ مساله پلورل کیږي .
د دې ولایت صنایعو او معدنونوخونی عامل رئیس اجمل شمس وایي، د دوی له ادارې سره په دې ولایت کې د حبیب زي په نوم د مساله جاتو یواځېنۍ فابریکه ثبت ده چې له تېرو څلورو کالونو راهیسې یې په فعالیت پیل کړی دی .
نوموړی زیاتوي،تر دې وړاندې له هېواد څخه د مساله جاتو د جوړولو خام مواد پاکستان او ایران هېواد ته لیږدول کېدل چې د هغوی له لورې ترې د بېلابېلو مسالو جوړولو وروسته بېرته افغانستان ته را لیږدول کېدل چې په لوړ قیمت هم پلورکېدل،خو د یادې فابریکې په جوړیدو سره د خپلو توکو څخه پخپل هېواد کې د خوراکي توکو مساله جات جوړیږي او په همدې هېواد کې کارول کیږي .
د یادې فابریکې مشر ذاکرالله حبیب زی وایي،په فابریکه یې په لومړیو کې شپږ میلیونه او اوس مهال نږدې لس میلیونه افغانۍ پانګونه کړې چې پنخه دیرش ډوله مساله تر جوړیدو وروسته بازار ته وړاندې کوي .
هغه وایي،په فابریکه کې ورسره ۱۲ تنه مسلکي کارکوونکي په کار بوخت دي خو په غیري مستقیم ډول ورسره سلګونه تنه کار کوي او هره ورځ د زیرې،سره مرچو،وچې دڼیا،وچې اوږې او نورو خام موادو څخه تر شل کارټنو پورې د خوراکي توکو مساله بازار جوړوي چې د هېواد ټولو ولایتونو کې ترې خلک استفاده کوي .
د خوراکي توکو د مساله جاتو پلورونکی محمد ضمیر وایي، پخوا به پاکستانۍ او ایرانۍ مساله ډیره پلور کېده او له همدې امله دوی زیاته را لیږدوله ،خو د وطنۍ مسالې په جوړیدو سره د بهرنیو هېوادونو د مسالې بازار خراب او یواځې وطنۍ مساله پلورل کیږي.
د شبیراحمد په نوم د یوخصوصي هوټل پخوونکی وایي،دوی وطنۍ مسالې څخه د ماهیانو،وریجو،قورمې،کابلي، سبزیجاتو او نورو خوراکي توکو په پخولو کې ګټه اخلي چې تر نورو یې ذایقه ښه او خوړونکي زیات دي .
د اقتصادي چارو کارپوه شیرعلم امله وال وایي،که حکومت دغه ډول فابریکو ته پاملرنه وکړي،په ډیری برخو کې به د بهرنیو هېوادونو له اړتیاوو څخه وژغورل شو
۱۳۹۸/۱۱/۸
جلال اباد ښار کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند دویم ګذر په درې پراختیایي شوراګانو کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د ۱۸ میلیونه او شپږ اویا زره افغانیو په مالي لګښت د فرعي سړکونو،ویالو او پلچکونو جوړولو پروژې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
جلال اباد ښاروال روح الامین حسن وایي، په یادو پروژو کې ٢٦١٥ مترو په اوږد والي فرعي سرکونه، ٣٠٢٤ مترو په اوږد والې ویالې او د څلورو پلچکونو کانګریټ کول شامل دي چې د شپږو میاشتو په موده کې یې چارې ترسره شوي دي .
د نوموړي په وینا یادې پروژې جلال اباد ښاروالۍ تر چتر لاندې د ولسي تړون ملي برنامې له لورې په ٢٥ فیصده ولسي ونډه بشپړې شوې، چې نږدې ٤٨٤ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
۱۳۹۸/۱۱/۸
د ننګرهار ګمرک رئیس په تورخم ښارګوټې کې سوداګرو ته د لازمو سهولتونو برابریدو او په شفاف ډول د عوایدو لوړیدو په موخه مسؤلینو سره ناستې وکړې.
د ننګرهار ګمرک رئيس احمد نوید بشریار تورخم ښارګوټې ته د سفر پر مهال د عوایدو لوړیدو او سوداګرو ته د سهولتونو برابریدو په موخه له اړونده مسؤلینو سره بېلابېلې ناستې ترسره کړې .
نوموړي زیاتوي، د دې سفر پر مهال یې د تورخم ګمرک،ښاروالۍ،ترانسپورټ، ترافیکو،کمیسارۍ او تورخم سرحدي ګمرک مسؤلینو سره بېلابېلې ناستې ترسره کړې،ترڅو چارې په ښه توګه ترسره،عواید لوړ،سوداګرو ته سهولتونه برابر او د ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي .
هغه مسؤلینو څخه وغوښتل چې د ۱۳۹۹ مالي کال د عوایدو لوړیدو په موخه خپل منځي همغږي رامڼخته او چارې په شفاف ډول ترسره کړي .
۱۳۹۸/۱۱/۸
“د بشر حقونو نړيوال سازمانونه دې د پاکستان له ترهګرې ادارې د منظور پښتين د خلاصون غږ بدرګه کړي”
د ننګرهار ولايت مدني فعالان او ځوانان وايي، د بشر حقونو نړيوال سازمانونه دې د پاکستاني حکومت په اداره باندې فشار راوړي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتني بې له کوم قيد او شرطه ژر تر ژره ازاد کړي.
دوی دغه راز د پاکستان حکومت يوه ترهګريزه اداره ياده کړه او د منظور پښتني د نيولو علت يې د پښتنو له حقونو د هغه دفاع په ګوته کړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون څو ورځې وړاندې د پېښور اړوند پاکستاني پوليسو نيولی او لا هم له هغوی سره په بند کې دی.
په همدې تړاو نن د سلواغې په ۸مه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د منظور پښتين د خلاصون په تړاو مظارې شوي چې د ننګرهار مدني فعالانو او ځوانانو هم دا غږ د يو سوله ييز لاريون پرمهال بدرګه کړ.
د لاريون يو تنظيموونکی او مدني فعال اسدالله ښاليز وايي، د منظور پښتين د خلاصون په پار يې مظاهره کړې او د پاکستان له حکومت غواړي جې نوموړی ژر تر ژره خوشې کړي.
هغه وويل، پښتين د پښتنو د حق غوښتنې داعي دی او نيول يې د پښتنو پر حقونو پښې کېښودل دي.
دغه راز د سرحدي ځواک په نوم بل مدني فعال پر نړيوالو بشري حقونو ادارو غږ وکړ چې د منظور پښتين نيونه په کلکه وغندي او د خلاصون لپاره يې د پښتنو او پښتون ژغورنې غورځنګ د غږ بدرګه وکړي.
خو د شريف الله ناصري په نوم يو مدني فعال بيا د پاکستان حکومت يوه ترهګريزه اداره ياده کړه او پر نړيوالو سازمانونو يې غږ وکړ چې هم دې د پښتنو دا غږ بدرګه کړي او هم دې د پاکستان په حکومت فشار راوړي جې منظور پښتني خوشې کړي.
بل مدني فعال نقيب احمد اتل وويل: ((لکه څنګه چې د بشري حقونو سازمان بې له قيد او شرط څخه د منظور پښتين د خلاصون غوښتنه کړې موږ هم د پاکستان له حکومت غواړو چې دا ځوان رهبر ژر تر ژره خوشې کړي.
د يادولو وړ ده چې د پاکستاني حکومت له لورې څه موده وړاندې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه نور مخکښ غړي محسن داوړ او علي وزيء هم نول شوي وو او تر هغې څه موده وړاندې يې بل مهم غړی ارمان لوڼۍ وژل شوی هم دی.