۱۶/۱۱/۱۳۹۸

د کابل – جلال اباد په اوسني سړک د ترافيکي او نورو پېښو د مخنيوي په موخه د يادې لويې لارې د دويم لين سړک چارې ګړندۍ کيږي.

په زيربنايي چارو کې د جمهور رئیس سلاکار شاد محمد څرګند وايي، چې د کابل – جلال اباد په اوسني سړک باندې د زیاتو ترافيکي او نورو پېښو رامنځته کېدو د مخنيوي په موخه د يادې لويې لارې د دويم لين سړک د پاتې چارو ګړندي کېدو په برخه کې اقدامات کوي.

نوموړي زیاته کړه،دې ولایت ته یې د سفر موخه د جلال اباد ـ کابل دویم لین سړک د پاتې چارو څخه لیدنه وه ترڅو ژر تر ژره یې کارونه پیل شي او د کابل ـ جلال اباد اوسنۍ لویه لاره باندې د ترافیکي او نورو پېښو مخنیوی وشي،همدا راز یې زیاته کړه، د درونټې تونل څخه یې هم لیدنه وکړه،ترڅو د ترافیکي حجم د کمولو په موخه دویم تونل او یا یې هم بدیل لاره باندې کار پیل کړي.

هغه زياته کړه، چې د کابل – جلال اباد دويم لين سړک د پاتې چارو ډيزاين يې د پنځه ميليونه ډالرو په سپما سره تر سره کړی دی، چې له جوړيدو وروسته به تر څلويښت کالونو پورې دوام وکړي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل، د جمهور رئیس سلاکار شاد محمد څرګند څخه مننه وکړه چې دې ولایت ته یې د سړکونو،پلونو او یو شمیر نورو پروژو د پیل کېدو په موخه د لومړنۍ ارزونې په پار سفر وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د پلان جوړیدو سره سم به یو شمیر پروژې عملي پیل شي.

هغه د جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه هم مننه وکړه چې ننګرهار ته یې په زیربنايي او نورو برخو کې ځآنګړې پاملرنه کړې ده.

د درونټې تونل او یو شمیر نورو پروژو څخه د لیدنې پر مهال د ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند،ولایتي شورا رئيس احمد علي حضرت،د سړکونو د ملي ادارې مرستیال او یو شمیر نورو مسؤلینو هم شتون درلود .

۱۳۹۸/۱۱/۱۶

د ننګرهار والي وایي،د یو شمیر توکو پلورونکي په لوړو نرخونو سره شوکه کوي او د داسې کسانو سره به سخت چلند ترسره کړي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي،هغه کسان چې په لوړو نرخونو خپل عمده او پرچوون توکې پلوري،اصلاٌ شوکه کوي چې د داسې کسانو سره به د قانون له مخې سخت چلند ترسره شي .

نوموړي چې د سلواغې په ۱۶مه یې ولایت مقام کې د بېلابېلو صنفونو عمده او پرچوون پلورونکو سره غونډه درلوده، له ټولو یې وغوښتل چې د افغانیو د رواجولو وروسته خلک زیانمن نه کړي او د انصاف له مخې خپل نرخونه کنټرول کړي .

هغه زیاته کړه،د اسلام د مبارک دین په رڼا کې تر هغې چې خپل معاملات درست نکړو،عبادات مو نه قبلیږي،نو لازمه ده چې د اسلامي ارزښتونو د پاللو ترڅنګ د ملي هویت افغانیو د رواجولو پروسې بریالیتوب په موخه خپل نرخونه په عمده او پرچوون ډول کنټرول کړو .

د ننګرهار والي د ټولو هغه پلورونکو څخه مننه وکړه چې خپل نرخونه یې کنټرول ساتلي او زیاته یې کړه، د افغانیو د رواجولو له امله نظام ته میلیونونه افغانۍ ګټه رسیدلې ده،له همدې امله یې د ټولو قشرونو څخه چې د افغانیو په دودولو کې یې ونډه اخیستې قدرداني وکړه .

په دې غونډه کې چې ولایت اداري او مالي مرستیال تمیم عارف مومند هم شتون درلود، د بېلابېلو توکو عمده او پرچوون پلورونکو د نظریاتو او د نرخونو د کنټرول ژمنو تر اوریدو وروسته یو شمیر پرېکړې وشوې .

د دې پرېکړو له مخې، د څارویو د کموالي ستونزې د حل په موخه به تر دې وروسته د هرې یکشنبې په ورځ په دې ولایت کې قصابي نه کیږي،خو که هر قصاب د ښاروالۍ د ټاکل شوي نرخ څخه سرغړونه وکړي،قصابخانې به یې وتړل شي .

همدا راز به د چرګانو، د چرګانو دانې او سبزیجاتو عمده پلورونکو په نرخونو کې تر روانې پورې د پام وړ بدلون رامنځته شي او د ښاروالۍ له لورې به پرچوون پلورونکي د نرخونو کنټرول په موخه تعقیب شي .

د دې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وشوه چې د بېلابېلو صنفونو عمده او پرچوون پلورونکي په خپل منځي ناستې وکړې او د یو میکانیزم له مخې به ژر تر ژره نرخونه کنټرول کړي .

۱۶/۱۱/۱۳۹۸

د ولايت مرستيالې مسئولينو ته د بې کيفيته خوړو مخنيوي سپارښتنې وکړې

ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د سلواغې په ۱۶مه ولايت مقام کې د خوړو خونديتوب کمېټې غړو سره په ناسته کې ته سپارښتنه وکړه، ترڅو ننګرهار ته د بې کيفيته خوړو رالېږد مخنيوی وکړي.

نوموړې د صنعت او سوداګرۍ او ګمرک رياست مسئولينو ته لارښوونه وکړه، ترڅو هغه غذايي مواد په ځانګړي ډول د ماشومانو اړوند خوراکي توکي، چې بې کيفيته وي او روغتيا ته زيان رسوي مخنيوی وکړي.

هغې همدا راز د پوهنې ادارې مسئولينو ته هم لارښوونه وکړه، چې په ښوونځيو کې هغه هټۍ چې بې کيفيته توکي پر زده کوونکو پلوري مخه يې ونيسي.

د ولايت مرستيالې وويل، چې د خوړو کنترول د ټولو روغتيا لپاره اړین دی او مسئولين يې ځير کړل، ترڅو په ياده برخه کې د مسئوليت له مخې لازم اجرات تر سره کړي.

په دې ناسته کې د خوړو خونديتوب اړوند په يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې او بحثونه تر سره شول.

۱۳۹۸/۱۱/۱۶

د امنیه قوماندانۍ منسوبینو ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې یوه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه .

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د تعلیم او تربیې مدیریت له لورې د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند یو شمیر منسوبینو ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې یوه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه .

د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونیار محمد سلیم طوطاخیل او د جلب او جذب مرستیال څارمن حفیظ الله پهلوان او یو شمیر نورو د خبرو پر مهال د قانون پلې کېدو او عامه نظم ټینګښت کې جوړ شوي روزنیز پروګرامونه ګټور وبلله او پر زیاتیدو یې ټینګار وکړ.

د ننګرهار د پولیسو د تعلیم او تربیې مدیر سمونوال روشن خان ژمنه وکړه چې ورته نور پروګرامونه به هم ترسره کړي.

۱۶/۱۱/۱۳۹۸

ننګرهار کې مسئولینو د هوا ککړتيا مخنيوي په موخه د يو شمېر تولیدي کارخانو چارې وڅارلې

ننګرهار ولايت چاپېريال ساتنې ادارې مسئولينو په دې ولايت کې د يو شمېر توليدي کار خانو چارې له نږدې وکتلې او ورته یې سپارښتنه وکړه، چې د هوا ککړتيا مخنيوي په موخه چاپېريال ساتنې ته پاملرنه وکړي.

دوی د يادو کار خانو له مالکانو څخه ژمنه واخیسته، چې د چاپريال پاکوالي او هوا ککړتيا مخنيوي په برخه کې به لازم اجرات تر سره کوي.

په ورته وخت کې د چاپريال ساتنې ادارې مسئولينو د جلال اباد ښار په يو شمېر پارکونو کې ځوانانو سره وليدل او هغوی يې د چاپريال پاک ساتولو ته وهڅول.

۱۳۹۸/۱۱/۱۶

ننګرهار کې پولیسو تېرو دوو اونیو کې ۱۷ تنو سره ۷۲۹ کیلو ګرامه نشه یې توکې نیولي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په تېرو دوو اونیو کې د ۱۴ عملیاتو په ترڅ کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۷ تنه د ۷۲۹ کیلو ګرامه نشه یې توکو د قاچاق او لیږد په تور نیولي دي .

په یادو نشه یې توکو کې هیروین،خام چرس او بنګ داني شاملي دي چې ورسره نهه عرادې بېلابېل وسایط هم نیول شوي دي .

۱۶/۱۱/۱۳۹۸

په چپرهار او بټي کوټ ولسواليو کې د ۲۳۰ ټُنو خوراکي غنمو وېش پيل شو

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په لارښوونه په چپرهار او بټي کوټ ولسواليو کې پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې له لوري د ۲۳۰ ټُنو خوراکي غنمو وېش پيل شو.

د معلوماتو له مخې په چپرهار کې ۱۱۰ او په بټي کوټ ولسوالۍ کې ۱۲۰ ټُنه خوراکي غنم پر بېوزله او اړمنو کورنيو وېشل کيږي، چې دغه لړۍ په چپرهار ولسوالۍ کې څو ورځې وړاندې او په بټي کوټ کې نن پيل شوه.

د يادې مرستې ورکړې پر مهال د چپرهار ولسوال له ننګرهار والي مننه وکړه، چې د دې سيمې بېوزله وګړو ته يې پاملرنه وکړه او ډاډ يې څرګند کړ، چې په شفاف ډول به وويشل شي.

۱۶/۱۱/۱۳۹۸

تورخم ښارګوټي کې د پنځلس زره نيالګيو کينولو کمپاين پيل شو

ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي کې د ښاروالۍ ادارې له لوري د پنځلس زره زينتي بوټيو کينولو کمپاين پيل شو، چې د دې مياشتې ترپايه به دوام وکړي.

د تورخم ښاروال راحت ګل زيارمل د تورخم ښارګوټي اوسيدونکو او مراجعينو څخه غوښتنه وکړه، چې د نيالګيو په پالنه او ساتنه کې ور سره همکاري وکړي او ډاډ يې څرګند کړ، چې د ياد ښارګوټي سرسبزۍ او رغونې ته به لازمه پاملرنه وکړي.

د يو بل خبر له مخې په ننګرهار پوهنتون کې د درې زره مېوه لرونکو، بې مېوې او زينتي بوټو کینولو کمپاين پيل شو، چې د پوهنتون په داخل او اړونده سيمو کې به کينول شي

۱۳۹۸/۱۱/۱۵

ننګرهار کې ۲۱۷ بېلابېلو کورنیو سره د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د بېلابېلو توکو مرسته وشوه .

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو د اسلامیک ریلیف دفتر په مالي مرسته ٢١٧ تنه بې وزله کورنیو، معلولینو، کونډو او یتیمانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه چې په کې هرې یو ته پنځوس کیلو وړه،۱۰ کیلو وریجې، ۷ کیلو لوبیا، ۲ کیلو مالګه او دری کمپلې ورکړل شوې .

په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ٩١٣٠ افغانیو او ټولو ته ١٩٨١٢١٩ افغانیو په ارزښت برابر شوي توکې ورکړل شول .

د یو بل خبر له مخې د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو د یونیسیار موسسې په همکارۍ ٣٥٠ تنه یتیمو زده کوونکو ته یو یوه کیلو خرما او بیسکټ ورکړل شول .

۱۳۹۸/۱۱/۱۵

په ننګرهار کې د کرونا وایروس د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا ادارې بېلابېل اقدامات ترسره کړي .

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکتر نصیر احمد درانی وایي،د وزارت د لارښوونې له مخې یې د کرونا وايرس ناروغى د مخنيوي په موخه په تورخم بندر کې سکريننګ پوینټ فعال شوى،ترڅو ټول هغه مسافرين چې چين هيواد ته يي سفر کړى وی او د تورخم ښارګوټې له لارې ننګرهار ته راستنيږي چک او سکرين شي .

نوموړی زیاتوي،همدا راز یې د تورخم ښارګوټي په اساسي روغتيايي کلينک کى ۱۰ بستره ايزوليشن يونټ فعال شوی او د ۲۴ ساعته روغتیایي خدماتو د ترسره کولو لپاره ورته روغتیایې پرسونل مؤظف شوي دي .

د عامې روغتیا رئیس په وینا د کرونا وايرس تنفسي ناروغى په ارتباط د سکريننګ پوینټ. تورخم اساسى روغتايي کلينک روغتیایې پرسونل ټرین شوي او د سیمه ایز روغتون او نورو کلينکونو روغتیایي کارکوونکو ته به ژر روزنه ورکړي .

درانی وایي، په جلال اباد ښار کې د نشتر د پښتورګو د درملنې ملي روغتون کى د ۲۰ بسترو په ظرفيت د ايزوليشن وارډ لپاره ځاى تعين شوى چې سبا به یې رسما فعال کړي .

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس وایي، د کرونا وايرس د تنفسي ناروغى د تريننګ په ارتباط دBPHS او EPHS د همکارانو همغږي شوي او د تريننګ مواد ور سره شريک شوي تر څو په لږ وخت کې تول روغتیایې پرسونل ټرين شي .

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د مسلکي ټیم په ملتیا د پچیراګام ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د روغتیایي خدمتونو ارزونه وکړه .

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټر نصیر احمد دراني د یو شمیر نورو مسلکي همکارانو په ملتیا پچیراګام ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د یادې ولسوالۍ د روغتیایي خدمتونو ارزونه وکړه .

نوموړي د پچیراګام ولسوال حضرت خان خاکسار سره تر ناستې وروسته د تنګي خوله له CHC، سلیمانخیلو BHC ،اګام DH او د پننګزیو د BHC څخه لیدنې وکړې او د یادو مرکزونو د روغتیایې شوراګانو سره یې هم د روغتیایې خدماتو د لا ښه کولو په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې .

نوموړي په یادو روغتیایي مرکزونو کې د درملو او نورو توکو د کمښت پوره کولو لپاره د ادا موسسې استازو ته سپارښتنې وکړې او د روغتیایې مراکزو طبي او اداري پروسونل ته یې د لا ښه خدماتو د ترسراوي لپاره لازمې لارښونې وکړې.

One thought on “د ننګرهار خبرونه”
  1. مییاخیل صاحب سلامو علیکم
    مخترما باید د پاکستان څخه د چرګانو او ماهیانو په غوشو کلک بندیز وضع شی۰
    یو دا چه بد کیفیته دی۰او بل دا چه وطنی مخصولاتو لپاره زمینه مساعده کیږی۰
    مهمه موضوع چه باید فکر کی یی وساتی د کنړ سیند بندونه او د برق پرړژه ده۰
    باید ددی مهم کار کول ستاسی مسولیت دی۰ مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *