۱۳۹۸/۱۱/۲۶
په ننګرهار کې د یوې غونډې په ترڅ کې د مجاهدینو د بریا او د روسي یرغلګرو پوځونو د ماتې ۳۱مه کالیزه ونمانځل شوه .
په ننګرهار کې د سلواغې ۲۶مه د روسي یرغلګرو پوځونو د ماتې او د مجاهدینو د بریا ۳۱مه کالیزه ولایت مقام کې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه .
د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل د مجاهدینو د بریا او روسي پوځونو د ماتې ۳۱مې کالیزې له امله ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړه،د شهیدانو روح ته یې دعا، د هغو کورنیو او معلولینو ته یې د عظیم اجر غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړه،د جهاد پر مهال د نړۍ قدرتمن ځواک ته د ماتې ورکولو له امله د افغانانو بریا د ټولو افتخارات دي چې هر مهال ترې باید یادونه وشي،خو د بریا وروسته د ښه نظام د نه جوړیدو له امله مو ستر اشتباهات کړي چې په اوسنیو حالاتو کې باید ترې د عبرت په توګه استفاده وکړو .
ښاغلي میاخېل وویل، ټول افغانان غواړي چې پخپل ځواک،اقتصاد،فرهنګ او نورو برخو کې بشپړ خپلواک اوسي،پیاوړی نظام ولري او په همدې موخه جمهور رئیس په ډیر احتیاط د سولې په برخه کې اقدامات ترسره کوي،ترڅو د سولې سره ثبات ولرو او بیا ځل خپل منځي جګړو خواته لاړ نشو.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل : (( یو مهال مو د وطن د ازادۍ په موخه ټوپک کارولی وو چې نن پرې افتخار کوو خو اوس اړتیا ده چې د خپلواک افغانستان د ابادۍ په موخه قلم وکارو او په همدې موخه زه نن د جهاد اتلانو معلولینو ته په غاړه کې د ګلونو پر ځای په لاس کې قلم ورکوم،ترڅو د قلم په ژبه د وطن د ابادۍ جهاد جاري وساتل شي. ))
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار وویل،د افغانستان ملت
د اسلام او د هېواد د ازادۍ په موخه قربانۍ ورکړي او په دې لار
کې د ټولو شهیدانو کورنیو،غازیانو او نورو قربانیانو ته باید ځآنګړی درناوی وشي.
هغه زیاته کړه،موږ پخپل سپیڅلي جهاد او مجاهدینو افتخار کو، خو د جهاد وروسته خپلو رهبرانو ته د دوی اشتباهات د اصلاحاتو په موخه ور په ګوته کو،هغوی چې د منصب تر لاسه کولو او ساتلو په موخه یې زموږ ټولې قربانۍ تر پښو لاندې کړي،هیڅکله د بخښلو وړ ندي.
نوموړی وایي،په ۲۶ د سلواغې افغانانو د نړۍ ستره امپراتوري ړنګه کړه،شوروي اتحاد یې جلا او یواخې روسیه پاتې شوه چې د هماغې ماتې له امله تر نن ورځې روسیه د ځآن په دفاع بوخته ده او که تر دې وروسته هم افغانانو ته څوک سپک وګوري،له روسیې هېواد به زیات شرمیدلې او پښیمانه شي .
د ولسي جرګې غړي عبدالرؤف شپون او د ولایتي شورا منشي حمیرا رفیع د خبرو پر مهال وویل،په هغو کسانو افسوس کوي چې د جهاد له نوم څخه په ګتې اخیستنې یې نن اولادونه په بهر کې ژوند کوي ، خو ویاړي د هغه شهیدانو په قربانیو چې نن یې اولادونه په ویجاړ کنډر کې د غریبۍ ژوند لري .
د دوی په وینا که د جهاد له بریا وروسته مو د ټوپک پر ځآی قلم کارولی وو نن به د یو پياوړي نظم او با ثباته افغانستان لرونکي وو،همدا راز یې په ډاګه کړه چې د هغه سولې ملاتړ به وکړي چې په کې د یو شمیر افرادو پر ځای هېواد ته خیر وي .
د جهادي مشرانو په استازۍ معلم عبدالعلي هدایت،د علماؤ په استازۍ مولوي حمدالله او د معلولینو په استازۍ حاجي امیرجان کوټوال د جهاد په کارنامو،فضیلتونو،معلولینو او د شهیدانو کورنیو په اوسني وضعیت خبرې وکړې او دوی ته یې د پاملرنې غوښتنې وکړې .
د دې غونډې په پای کې د ننګرهار والي د مشرانو جرګې رئيس،ولایت مرستیال،ولسي جرګې او ولایتي شورا غړو او یو شمیر مخورو په ملتیا معلولینو ته په لاسونو کې د هېواد د ابادۍ په نوم د تل پاتې جهاد لپاره د ټوپک پر ځآی قلمونه په لاس کې ورکړل .
۱۳۹۸/۱۱/۲۶
د ننگرهار او نورستان ولایتونو والیانو د اقتصادي زون د پیاوړتیا په موخه ناسته وکړه.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سره د دې ولایت په مقام کې د لیدنې پر مهال د اقتصادي زون اړوند فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې او خپل منځي همغږۍ په موخه ناسته وکړه.
دواړو لوړ پوړو چارواکو د ځنګلاتو د ژوندي کولو،د اوبو د مهارولو او او نورو اقتصادي فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه اړونده ولایتونو ته د سفرونو ترسره کولو او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې .
تر دې وړاندې هم د ننګرهار والي په نوښت د ختیخ په کچه د مسؤلینو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همغږۍ غونډي شوي .
۱۳۹۸/۱۱/۲۴
د ننګر هار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه امنیتي ناسته ترسره شوه .
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په قرارګاه کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د دې ولایت د نظامي شورا غونډه ترسره شوه
چې په کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي
ترین او بهرنیو ځواکونو منسوبینو هم ګډون کړی وو.
د دې غونډې پر مهال مسؤلینو د تېرې یوې اونۍ په موده کې ترسره
شوي فعالیتونه،لاسته راوړنې،ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل چې د ننګرهار والي او ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان له لورې ترسره شوي فعالیتونو ستاینه او قدرداني وشوه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د امنیتي ځواکونو د سرښندنو څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه،د همدې قربانیو په برکت ورځ تر بلې امنیتي وضعیت ډاډمن او ولسي همکاري زیاتیږي .
نوموړي د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان سره یو ځای مسؤلینو ته د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او په یو شمیر برخو کې ورته لازمې سپارښتنې هم وکړې .
۱۳۹۸/۱۱/۲۴
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان په مشرۍ لوړ پوړو امنیتي مسؤلینو شیرزادو ولسوالیو کې د پیل شویو عملیاتو ارزونه وکړه
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترین، د
عامه نظم ځواکونو اومې لوا قوماندان برید جنرال نصیر احمد
ساپي او ملي اردو څلورمې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم
نیازي د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې د پيل شویو عملیاتو او
په پاکو شویو سیمو کې د منسوبنیو د ځای پر ځای کولو له سیمې څخه لیدنه وکړه .
ښاغلي ترین د امنیتي ځواکونو سرښندنې وستایلې او خوښي یې وښوده چې سرتېرې بشپړ تجهیز او اکمال دي،همدا راز یې د هوایي ځواک د مرستې ډاډ هم وکر.
د قول اردو او لوا قوماندانانو له لورې یو شمېر افسران او بریدملان چې په دندو کې یې له ځآنه وړتیا ښودلې وه په ستاینلیکونو او نقدي مکافاتو هم ونازول شول .
۲۴/۱۱/۱۳۹۸
روداتو ولسوالۍ کې ۵۰ جریبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه شوه
د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ اړوند کان قطرغې سيمه کې
پنځوس جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه او هغه کسان
چې دغه ځمکه يې غصب کړې وه او په غير قانوني ډول يې په
کې کار کوه ونيول شول.
همدا راز پولیسو د سيمې خلکو ته سپارښتنه ورکړ، چې د دولتي او
نورو ځمکو له غصب څخه ډډه وکړي او د غصب په مخنيوي کې
له حکومت سره همکاري وکړي.
نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د نورو څېړنو په موخه اړونده ادارو ته سپارل شوي دي.

۱۳۹۸/۱۱/۲۴
د بدخشان ولایت د روغتیا ساتنې ډله د تجربو شریکولو او تر لاسه کولو په موخه ننګرهار ته را ورسیده .
د ننګرهار ولایت کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې په همغږۍ د
بدخشان ولایت د روغتیا ساتنې ډله د تجربو شریکولو او تر لاسه
کولو په موخه ننګرهار ته را رسیدلې او د درې ورځني سفر په موده کې د دې ولایت اړونده ډلو سره غونډي کړي .
یادې ډلې په ننګرهار کې د کلیو پراختیا ، عامې روغتیا او ژغورنې نړیوالې کمیټی د CLTS ټیمونو له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه او هغه مثبت او منفي ټکي چې د پروګرام د فعالیتونو څخه د لیدنې پرمهال یې ترلاسه کړي وو، ګډونوالو سره شریک کړل .
د ننګرهارکلیو پراختیا رییس انجینر امان الله میاخیل د ټولنې پرمت ولاړ حفظ الصحې پروګرام د ټولنې د ښې روغتیا لپاره اړین وباله او د پروګرام له تطبیق کوونکو څخه یی وغوښتل چی د ننګرهار لرې پرتې سیمې هم ددې پروګرام تر پوښښ لاندې راولي.
۱۳۹۸/۱۱/۲۴
د ننګرهار والي په لارښوونه د چرګانو د نرخونو د کنټرول په موخه د ګډ کمیسیون غونډه ترسره شوه.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست ریس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي په مشرۍ ، د ښاروالۍ د تفتیش مدیر شاکر الله سباوون، د سپین غر د چرګانو د اتحادیې مسولینو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا سرپرست امر ډاکټر رحمت الله رحمت په ګډون د نرخونو د کنټرول او په غیر قانوني توګه د پاکستان څخه چرګانو راوړلو د مخنیوي په موخه ګډه ناسته ترسره شوه.
د ناستې پرمهال د اتحادیې مسولینو له د کرنې ریاست او اړونده ادارو وغوښتل د چرګانو لپاره د یو ځانګړي میکانیزم په شکل نرخونه وټاکل شي تر څو په اسانه توګه ترې څارنه او کنټرول وشي.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست ریس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي وایې: د شاروالۍ، چرګانو اتحادیې او اړونده ارګانونو سره په ګډه ددې ستونزې د حل په موخه ځانګړی میکانیزم رامنځته کړي.
نوموړی وایې په بازار کې په غیر قانوني توګه د پاکستاني چرګانو د مخنیوي په موخه یې حیواني روغتیا امریت څارنه ترسره کړې او له چرګانو پلرونکو څخه یې تعهد اخیستی که یې دا چاره ترسره کړه قانوني چلند به ورسره وکړي.

۲۵/۱۱/۱۳۹۸
په کامې ولسوالۍ کې په غير قانوني ډول د کانونو کيندنې مخه ونيول شوه
د ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ مربوطاتو کې امنيتي مسئولينو په
غېر قانوني ډول د کانونو کيندنې مخنيوی وکړی او هغه وسايل او
ماشينونه يې ترلاسه کړل، چې پرې غير قانوني کيندنې کېدې.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د امنيتي مسئولينو اقدام ستايلی
او زياتوي، چې د امنيت ښه کېدو ترڅنګ ژمن دی چې د هر ډول
فساد، غصب او نورو غير قانوني کړنو پر وړاندې د قانون له
مخې په جدي ډول اقدمات تر سره کړي.
۱۳۹۸/۱۱/۲۴
د ننګرهار والي په لارښوونه په جلال اباد ښار او څېرمه سیمو کې د تیلو د یو شمیر پمپونو څخه د افغانیو د ترویج او نرخونو د کنټرول په موخه څارنه وشوه .
د ننګرهار ولایت د نفتي موادو او ګازو ادارې مدیرسید احمد شاه پاچا وایي،د دې څارنې پر مهال یې د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لاره د ګازو او تیلو ګڼ شمیر پمپونو څخه د افغانیو د چلند او نرخونو د کنټرول په موخه څآرنه وکړه،همدا راز یې د ګڼ شمیر موټر چلوونکو څخه هم د نرخونو د کنټرول او افغانیو د ورکړې په موخه پوښتنې وکړې.
یاده څارنه د باریکاب پول څخه تر تورخم ښارګوټې پورې وروسته له هغې ترسره شوه چې یو شمیر کسانو په یاده لویه لاره د پمپونو مسؤلینو له لورې د بهرنۍ کرنسۍ د کارونې را پورونه ورکړل .
۱۳۹۸/۱۱/۲۴
په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ نیم میلیونه افغانيو په لګښت استنادي دیوال جوړیږي.
د ننګرهار ولایت کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې له لورې د بټي
کوټ ولسوالۍ په چهاردهي منځ کلي کې د نږدې ۱۶ نیم میلیونه
افغانیو په لګښت ۱۲۶۰ مترو په اوږدوالي د یو استنادي دیوال د
جوړیدو چارې پیل کیږي چې ۶ سوه جریبه کرنیزه ځمکه او
لسګونه کورونه به د سیلاب له ګواښ څخه وژغورل شي .
د دې ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس انجینر امان الله
میاخېل وایي، د یاد استنادي دیوال د جوړیدو هوکړه لیک یې د بټي
کوټ ولسوالۍ د چهاردهي منځ کلي پرمختیایي شورا سره لاسلیک کړ چې ژر به یې عملي چارې پیل او یو کال موده کې به بشپړي شي
۲۴/۱۱/۱۳۹۸
کوز کونړ ولسوالۍ کې تاريخ تېره او بې کيفيته توکي راټول شول
د ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ ښاروالۍ او روغتيا رياست
مسئولينو له لوري تاريخ تېره او بې کيفيته توکي له هټيو راټول شول.
يادو مسئولينو هټیوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د بې کيفيته او تاريخ تېره توکو له پلور څخه په راتلونکې کې ډډه وکړي او که څوک د دويم ځل لپاره په دې برخه کې مجرم ثابت شي؛ نو قانوني چلند سره به مخ شي.
دوی همدا راز پر خلکو غږ وکړ، چې د توکو پيرولو پر مهال د توکو کيفيت او اعتبار نېټې ته پاملرنه وکړي او په دې برخه کې حکومت سره همکاري وکړي.
۲۴/۱۱/۱۳۹۸
شينوارو ولسوالۍ کې د افغانيو ترويج پر وړاندې سرغړونې له امله ۱۵ هټۍ او یو د تېلو پمپ وتړل شول
د ننګرهار ولايت شينوارو ولسوالۍ کې د افغانيو ترويج کميسون غړو د دې ولسوالۍ په مارکوه بازار او بېلابېلو سيمو کې ۱۵ هټۍ او د يو تېلو پمپ له دې امله وتړل، چې مالکانو يې د راکړې ورکړې پر مهال کلدارې اخيستې وې.
مسئولينو هټيوالو او سوداګرو ته خبرداری ورکړ، چې د نورو کرنسيو له کارولو ډډه وکړي او يواځې افغانۍ وکاروي؛ خو که څوک سرغړونه وکړي د قانون له مخې به جريمه شي.
په ورته وخت کې بهسودو ولسوال غالب مجاهد په خپله سيمه کې د افغانيو ترويج او غېر اخلاقي فلمونو مخنيوي په موخه کمپاين تر سره کړ او هټيوالو ته يې سپارښتنه وکړه، چې د قانون له مخې فعاليت تر سره کړي.

۲۴/۱۱/۱۳۹۸
کوز کونړ ولسوالۍ کې د افغانیو ترويج کمیسون غړو د کرايې کنترول په موخه څارنه وکړه
د ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ ښاروال سمسور ملکزي د
افغانيو ترويج کمیسون غړو په ملتيا په دې ولسوالۍ کې د موټرونو
کرايې څارنه وکړه.
نوموړي د کوز کونړ ولسوالي او جلال اباد ښار په لين يو شمېر
ريکشاوې او موټرونه ودرول او له موټر چلوونکو او سوارليو
څخه يې د کرايې په اړه پوښتنې وکړې، چې د کرايې کنترول ډاډ يې ترلاسه کړ.
۲۴/۱۱/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې د افغانيو ترويج او نرخونو کنترول په موخه اجرات دوام لري
ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار او ۲۲ ولسواليو کې د افغانیو
ترويج او د توکو نرخونو کنترول په موخه کمپاين دوام لري، چې
په پر مهال يې د ګڼ شمېر سرغړونکو هټيوالړ او نورو کاروباريانو کارونه درول شوي دي.
تېره شپه هم د جلال اباد ښار مارکيټونو تنظيم امريت له لوري په ښار کې د افغانيو ترويج او توکو کنترول په موخه څارنه وشوه، چې پر مهال يې حوزوي روغتون ترڅنګ لغمان طبي لابر اتوار له دې امله وتړل شو، چې مسئولين يې لاس په لاس د کلدارو په اخیستو ونيول شول.
۲۴/۱۱/۱۳۹۸
ننګرهار کې د عملياتو پر مهال ۴۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ننګرهار ولایت په دوربابا او مومندرې ولسواليو کې د روانو
عملياتو په ترڅ کې تر دې دمه ۴۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه تنه ژوندي نيول شوی دي.
د معلوماتو له مخې د دې عملیاتو له پيل څخه تر دې دمه ۲۳ وسله
وال طالبان وژل شوي او د سيمه ييز قوماندان نظر محمد مشهور
په قاري محمد په ګډون ۲۱ تنه ټپيان شوي، چې دوه يې په ټپي
حالت کې ژوندي نيول شوی دی.
په ورته وخت کې په يادو ولسواليو کې د دايمي امنيت رامنځته کېدو په موخه د يو شمېر پوستو جوړولو چارې هم روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *