۲/۶/۱۳۹۸
د سره رود ولسوالۍ قومي مخورو د ننګرهار والي د کړنو ستاينه وکړه
د جلال اباد ښار اوومې ناحيې او سره رود ولسوالۍ قومي مخورو د وږي په دويمه ولايت مقام کې، چې د برېښنا رئیس انجينر اکرام الله عابد هم شتون درلود د ننګرهار والي د کړنو ستاينه وکړه او همدا راز د برېښنا او يو شمېر نورو برخو کې يې خپلې ستونزې د حل په موخه شريکې کړې.
د يادو قومي مخورو په استازۍ انجينر خان محمد دوست د ننګرهار والي د تر سره کړيو کړنو ستاينه وکړه، چې پر وينا يې په دې ولايت کې يې د امنيت، پرمختيايي او فرهنګي چارو کې د پام وړ خدمتونه تر سره کړل.
نوموړي له لوري ننګرهار والي ته د ښو خدمتونو له امله قلم او مخورو له لوري ورته لونګۍ ورکړل شوه او د تر سره کړيو خدمتونو قدرداني يې وکړه.
همدا راز د يادې ولسوالۍ يو اوسيدونکي د ننګرهار والي خدمتونو ستاينې په موخه جوړ کړی شعر هم وړاندې کړ، او د خدمت په برخه کې يې د لا بريا هيله وکړه.
دوی همدا راز ننګرهار والي سره په خپله سيمه کې د برېښنا او يو شمېر نورې ستونزې د حل په موخه شريکې کړې.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل له قومي مخورو مننه وکړه، چې د ده د کړنو ستاينه يې وکړه او همدا راز هر مهال يې ور سره ستونزې د حل په موخه شريکې کړي دي.
نوموړي د برېښنا رئيس انجينر اکرام الدين عابد ته لارښوونه وکړه، ترڅو د يادو قومي مخورو ستونزې له نږدې وګوري او په حل کې يې د قانون له مخې اجرات تر سره کړي.
۱۳۹۸/۶/۳
په چپرهار ولسوالۍ کې د سیمه ییزې اردو د جلب او جذب لړۍ پیل شوه .
ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ لپاره د سیمه ییزې اردو د منظورۍ وروسته د یادې ولسوالۍ په مقام کې د یوې غونډې په ترڅ کې په شرایطو برابر ځوانانو د جلب او جذب لړۍ پیل شوه .
په یاده غونډه کې دچپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزي، د جلب لو جذب مسؤل ډګروال سید محمد او ګڼ شمیر مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزي د خبرو پرمهال وویل،د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا څخه مننه وکړه،چې یادې ولسوالۍ لپاره یې په امنیتي برخه کې ځآنګړې پاملرنه پیل کړې ده .
د جلب او جذب مسؤل ډګروال سید محمد ځوانانو ته په سیمه ییزه اردو کې د جلب او جذب په اړه مالومات ورکړل،چې ګڼ شمیر په شرایطو برابرو یې دندې ترسره کولو ته ژمنتیا وښوده .
۳/۶/۱۳۹۸
په ګوشتې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ اوږدمهاله شخړه حل شوه
ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې د حضرت مير او سهار ګل په نومونو د دوو کورنيو ترمنځ اوږدمهاله شخړه د جرګې په ترڅ کې حل شوه او د دواړو کورنيو غړو ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به په خوښۍ او مينه ګډ ژوند کوي.
په دغه جرګه کې د ګوشتې ولسوال غالب مجاهد، په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکو استازي فريدون خان مومند، قومي مخورو، علماء کرامو او نورو ګډون کړی و.
د ګوشتې ولسوال غالب مجاهد وويل، چې د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په لارښوونه يې د قومي مخورو په منځګړيتوب د حضرت مير او سهار ګل کورنيو ترمنځ رامنځته شوې شخړه حل کړه.
نوموړي وویل، چې يادو کورنيو ترمنځ په عادي حقوقي موضوع شخړه رامنځته شوې وه، چې دواړه کورنۍ په مالي او معنوي ډول زيانمنې شوې وې؛ خو د نورو زيانونو مخه يې ونيوله او نن يې سره پخلا کړل.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکو استازي فريدون خان مومند د دواړو کورنيو له مشرانو مننه وکړه، چې د مخورو غوښتنه يې ومنله او روغه يې وکړه، نوموړي د يادې ولسوالۍ له خلکو وغوښتل، چې خپلمنځي يووالی وساتي او له تفرق څخه ډډه وکړي.
په پای کې پرته له کومې دوديزې معاملې د اسلام مبارک دين په رڼا کې د دواړو کورنيو ترمنځ روغه وشوه او د يادو کورنيو غړو يو بل ته د بښنې، مينې او ورورلۍ په موخه غيږې ورکړې.
۳/۶/۲۳۹۸
په چپرهار ولسوالۍ کې د نږدې اووه ميليونه افغانيو په لګښت د نجونو د يو ښوونځي د جوړولو چارې پيل شوې
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ للمې کلي کې د اقراء برنامې په چوکاټ کې د شپږ ميليونه اته سوه يو اتيا زره او پنځه سوه اتيا افغانيو په مالي لګښت د نجونو يو ښوونځي د جوړوې چارې پيل شوې.
د چپرهار ولسوال محمد صديق دولتزي وويل، چې دغه ښوونځی د دريو مياشتو په موده کې جوړيږي، چې شپږ تدريسي خونې، درې تشنابونه، يوه د پاکو اوبو څاه، څلور سوه متره د احاطې ديوال او نور اړين ملحقات به ولري.
نوموړي د جوړونکي شرکت مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د ياد ښوونځي د جوړولو چارې د قرارداد او انجينرۍ اصولو مطابق تر سره کړي، چې د شرکت مسئولينو له لوري ورته ډاډ ورکړل شو.
۳/۶/۱۳۹۸
کوټ سرپرست ولسوال د رغنيزو چارو څارنه وکړه
ننګرهار ولايت کوټ ولسوالۍ سرپرست بختيار اګامي د يو شمېر مسئولينو او قومي مخورو په ملتیا په دې ولسوالۍ کې د رغنيزو چارو څخه ليدنه او څارنه وکړه.
نوموړي د شرکتونو مسئولينو ته د کارونو نيمګړتیاوې ور په ګوته کړې او ورته يې سپارښتنه وکړه، چې د جوړونې چارې د انجينرۍ معيارونو سره برابر تر سره کړي.
د يادونې وړ ده، چې په کوټ ولسوالۍ کې همدا مهال د نږدې ۸۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پيل شوي او يو شمېر نورې په پلان کې دي، چې ډېر ژر به يې چارې پيل شي.
۳/۶/۲۳۹۸
ننګرهار کې ټاکنو کې د ښځو اغيزمن ګډون په موخه د جنډر همغږۍ غونډه وشوه
ننګرهار ولايت کې د ټاکنو خپلواک کميسون له لوري په ټاکنو کې د ښځو اغيزمن ګډون په موخه د جنډر همغږۍ غونډه وشوه، چې په کې د ولايتي شورا منشي، بشر حقونو او ښځو چارو رئيسانو، د ټاکنو څار بنسټونو غړو، د مدني ټولنو ښځينه استازو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.
د ننګرهار ټاکنو خپلواک کميسون رئيس ذبيح الله وګړي وويل، چې ولسمشريزې ټاکنې په خپل وخت تر سره کيږي او ورته يې بشپړ چمتووالی نيولی.
نوموړي په ټاکنو کې د ښځو ګډون پر اهميت هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او له مېرمنو څخه يې غوښتنه وکړه، چې په ولمسشريزو ټاکنو کې ګډون وکړي.
په دغه ناسته کې مېرمنو په ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون په موخه چمتووالی وښوده او ژمنه يې وکړه، چې مېرمنو ته به په ټاکنو کې د ګډون په موخه عامه پوهاوی وکړي.
۱۳۹۸/۶/۳
سپین غر ولسوالۍ کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت استنادي دیوال جوړیږي .
د ننګرهار ولایت کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لورې د دې ولایت سپین غر ولسوالۍ په چهل ګزي بابا سیمه کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۵۸ مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال د جوړیدو چارې پیل کیږي،چې د ۱۲ میاشتو په موده کې به بشپړي شي .
د یاد استنادي دیوال د جوړیدو هوکړه لیک د کلیو پراختیا او بیارغونې رئيس او د سپين غر ولسوالۍ د چهل ګزي بابا د پرمختیایي شورا ترمنځ لاسلیک شو،چې لس سلنه په ولسي ونډې سره به یې چارې ترسره شي .
د یاد دیوال په جوړیدو سره به سلګونه جریبه ځمکه،کورونه او نور عامه المنفعه ځآیونه د سیلابونو له ګواښ څخه وژغورل شي .
۱۳۹۸/۶/۳
جلال اباد ښار ۹ مې ناحیې مربوطاتو کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک،ویالو او پلچکونو جوړولو چارې پیل شوې .
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په نهمې ناحیې سیمه کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د پنځه میلیونه دوه سوه یولس زره افغانیو په مالي لګښت د څلورم ګذر جلالزي شورا اړوند د سړک،ویالو او پلچکونو جوړولو پروژې چارې پیل شوې .
یاده پروژه چې د درې میاشتو په موده کې به بشپړه شي،په کې د شپږ متره سور په لرلو سره یو زرو شل متره په اوږدوالي سړک،څلور پلچکونه او پنځه سوه پنځوس متره ویالې جوړول شاملي دي .
د یادې پروژې د چارو د پیل کېدو پر مهال د نهمې ناحیې امر ضیاالله ناصري،د ولسي تړون ملي پروګرام مسؤلینو،مخورو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.
۱۳۹۸/۶/۳
د بهسود پول د دواړو غاړو د خامه سړک د پخولو چارې پيل شوې
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند بهسودو پول دواړو غاړو ته د خامه سړک د پخولو چارې پیل شوې،چې ډیر ژر به تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .
د ننګرهار ټولګټو چارو رئیس انجینر حامد ضیا وايی، یادې چارې د دې ولایت د والي شاه محمود میاخیل د ځآنګړي تعقیب وروسته د بهسودو او عبدالخیلو د سړک د قراردادي لخوا پیل شوې،چې په جوړیدو سره به د ښکلا ترڅنګ د هېوادوالو ستونزې هم تر ډیره کچه حل شي .
تر دې وړاندې د بهسودو پخوانی پول د بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوی وو.
۱۳۹۸/۶/۲
چپرهار ولسوالۍ کې ۱۲۵ بې وزله کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه .
ننګرهار سرې میاشتې ادارې له لورې د دې ولایت چپرهار ولسوالۍ کې ۱۲۵ بې وزله کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه،چې هرې کورنۍ ته یوه پایه د هستوګنې خیمه، اووه تختې کمپلې، یو د اشپز خانې سیټ، دوه تختې ترپالونه او د اوبو راوړلو ۲ ستلونه ورکړل شول .
د چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزي له یادو مرستو څخه مننه وکړه،خو یادې ولسوالۍ کې د بې وزله کورنیو سره پر لا زیاتې مرستې ټینګار وکړ،بلخوا د ننګرهار سرې میاشتې رئیس محمد نادر جبارخیل بیا ژمنه وکړه،چې بې وزله کورنیو ته به لا هم زیاته پاملرنه وکړي.
د چپرهار بې وزله کورنیو سره په داسې حال کې مرستې ترسره کیږي،چې په یاده ولسوالۍ کې تازه عملیات ترسره شوي او خلک د مخالفینو له وحشتونو څخه ژغورل شوي دي .
۱۳۹۸/۶/۳
د بهسودو او بټي کوټ ولسوالیو مسؤلینو د رغنیزو پروژو له چارو څخه لیدنه وکړه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په لارښوونه د بهسودو ولسوال بصیر ګلاب او د بټي کوټ ولسوالۍ مسؤلینو په اړونده ولسوالیو کې د یو شمیر رغنیزو پروژو له چارو څخه لیدنه وکړه .
د بهسودو ولسوال د شاهي نهر د بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه او د شرکت مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د خلکو ستونزو د حل کولو په موخه دې د لږ وخت لپاره فرعي ویالې جوړي کړي،ترڅو بزګران فصلونو ته اوبه ورکړي.
په همدې حال کې د بټي کوټ ولسوالۍ مسؤلینو په یاده ولسوالۍ کې د شهید سکندر خان ابتدایه او د غازي اباد ښوونځیو ودانۍ جوړولو چارو څخه لیدنه وکړه او په یو شمیر برخو کې جوړونکي شورا غړو ته لازمې لارښوونې وکړې.
۱۳۹۸/۶/۲
ننګرهار کې د تروریستانو له لورې ځآی پر ځای شوي څلور کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړای شول .
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند او خوږیاڼو ولسوالۍ مربوطاتو کې د تروریستانو له لورې ځآی پر ځای شوي څلور کړۍ ماینونه د امنیتي ځواکونو له لورې کشف او له زیان پرته خنثی کړای شول .
د یادو ماینونو په خنثی کولو سره د ګڼ شمیر بې ګناه وګړو ژوند وژغورل شو.