۱۳۹۸/۶/۱۰
په کوز کونړ کې د سولې په نوم د دیرش لوبډلو ترمنځ د کرکټ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسیدې.
ننګرهار ولایت کوز کونړ ولسوالۍ کې د سولې په نوم د ځوانانو له لورې د دیرش لوبډلو ترمڼخ د کرکټ پیل شوې سیالۍ د اتاوړ لوبډلې په بریالیتوب سره پای ته ورسیدې .
د یادې سیالیو د پای لوبې نندارې ته د کرکټ ملي اتل افتاب عالم،د کوز کونړ ولسوال اسماعیل شینواری او ګڼ شمیر نور د نندارې په موخه ورغلي وو چې تر لوبې وروسته لوبغاړو ته کپونه او مډالونه هم ورکړل شول
۱۳۹۸/۶/۱۰
جلال اباد ښار کې د غونډۍ او بېز اکمالاتي سیمو د تړلو په موخه د پول جوړونې چارې په ګړندي ډول جریان لري .
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اړوند څلورمې ناحیې لسم ګذر سیمه کې د غونډي کلي او بیز اکمالاتي سیمو د تړلو په موخه د پول جوړونې چارې په چټکۍ سره پرمخ رواني دي .
په همدې حال کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ په مشرۍ د سکتوري خدمتونو رئیس فضل ربي همیم،د ښار جوړونې رئیس انجینر عبدالباسط عظیمي او یو شمیر نورو تخنیکي مسؤلینو د جلال اباد ښار په اتمې ناحیې سیمه کې د پوهنې ادارې اړوند د لیلیې ودانۍ د جوړیدو له چارو څخه لیدنه وکړه چې د یو شمیر ستونزو په اړه لازمې او مسلکي لارښوونې وشوې .
بلخوا د جلال اباد ښار پنخمې ناحیې د رئیس اباد په سیمه کې د ولسي تړون د ملي پروګرام له لورې د پارک جوړولو سروې د یادې ناحیې امر هلال کږوال او نورو مسؤلینو له لورې ترسره شوه چې ژر به یې عملی چارې پیل شي .
۱۳۹۸/۶/۱۰
په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۱۴ کیلو متره حلقوي سړک لومړنۍ سروې ترسره شوه .
د ننګرهار ولایت کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې د لارو او سړکونو جوړولو پروګرام له لورې د دې ولایت بټي کوټ ولسوالۍ کې ۱۴ کیلو متره حلقوي سړک جوړیږي چې نن د وږې په لسمه یې د مسلکي مسؤلینو له لورې لومړنۍ سروې ترسره شوه .
د یو بل خبر له مخې د شینوارو ولسوال او ښاروال د شیرګړ په بازار کې په هټیوالو ګرځیدلي،ترڅو نرخونه کنترول او دوی ته د پاک بازار د ساتنې په موخه لازمې لارښوونې وکړي .-
۱۳۹۸/۶/۱۰
مومندرې ولسوالۍ کې ۳۹ بې ځایه شوو کورنیو سره د نږدې ۵ سوه زره افغانیو په ارزښت مرسته وشوه .
ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ کې د PIN مؤسسې له لورې ۳۹ بې خایه شوو کورنیو سره د ۴۶۸ زره افغانیو په ارزښت مرسته شوه چې هرې کورنۍ ته ۱۲ ، ۱۲ زره نغدي افغانۍ،دوه کمپلې،مکمل د خوړنځای سامان او نور توکې ورکړل شول .
د یادې مرستې د ورکړې پر مهال د مومندرې ولسوال او یو شمیر نورو هم شتون درلود .
۱۳۹۸/۶/۱۰
په بټي کوټ کې ۱۲۰ تنو میرمنو د ښوونکو په توګه د دندې ترسره کولو په موخه ازموینه ورکړه .
ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ کې ۱۲۰ تنو لیسانس،څوارلسم پاس او د دولسم ټولګیو فارغینو میرمنو په یاده ولسوالۍ کې د ښوونکو په توګه د دندې ترسره کولو په موخه نن د وږې په لسمه یاده ولسوالۍ کې ازموینه ورکړه .
له یادې ازموینې څخه به ۳۵ تنه بریالۍ میرمنې په یاده ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه وګمارل شي .
۱۰/۶/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت عدليې رياست کې د پاکۍ اشر تر سره شو
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په لارښوونه د دې ولايت په ټولو ادارو کې د پاکۍ اشر پيل شوی، چې موخه يې د ادارو او چاپريال پاک ساتل او د پاکوالي فرهنګ ته لازمه پاملرنه کول دي.
په همدې موخه نن د وږي په ۱۰مه عدليې رياست کې هم د يادې ادارې مشرتابه او کار کوونکو له لوري د پاکۍ اشر تر سره شو.
د عدليې رئیس مستو خان هلال پاکي د ايمان برخه ياده کړه او خپلو کار کوونکو ته يې سپارښتنه وکړه، چې د ځان، ادارې او چاپريال پاکوالي ته لازمه پاملرنه وکړي.
نوموړي د پاکۍ د پيل شوي اشر ستاينه وکړه، چې په وينا يې دې سره به چاپريال پاک او په خلکو کې به د پاکوالي فرهنګ غني شي.
۱۰/۶/۱۳۹۸
سره رود ولسوالۍ کې ۳ سوه مالدارانو سره د ۶۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د بېلابېلو توکو مرسته وشوه .
ننګرهار ولایت نشه توکو سره د مبارزې ، کرنې او مالدارۍ او ښځو چارو رياستونو سره رود ولسوالۍ مقام سره په همغږي د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو پر ضد د (UNODC) ادارې په مالي مرسته او د علمي پلټنو او ټولنې پراختیا موسسې (ORCD) په تخنیکي همکارۍ د کوکنارو کښت د مخنیوي په موخه درې سوه بزګرانو سره د ۶۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د بېلابېلو وسایلو مرسته وشوه .
په یاده مرسته کې د شیدو راټولو او پروسس مرکز (MCC) په برخه کې د شیدو انتقالولو ۳۰ لیتره لوښي، شیدو ګرمولو ديګ، ګاز سلندر، شیدو څرنګوالي (کیفیت) معلومولو اله، شیدو ساتنې المارۍ، سولر یخچال، زرنج موټرسایکلونه، میز،چوکۍ، هواکش، د اوبو لوښي، سل کیلو ګرامه حیواني متراکمه غذا, منرالي خښتې، سل سي سي بیولوژیکي درمل، د چنجيو ضد درمل، ۳۰۰ سي سي ویټامینونه، د شیدو د انتقالولو لس لیتره لوښی، د شیدو ټولولو ۵ لیتره ستل، حفظ الصحي کیټ، د شیدو اندازه کولو اله او د کوچو جوړولو ماشین شامل وو.
د سره رود ولسوال قاری هجرت الله رحمانی د ORCD موسسې څخه د مننې تر څنګ غوښتنه وکړه، چي ياده پروژه د سره رود ولسوالۍ نورو کليو ته هم وغځوي.
۱۰/۶/۱۳۹۸
ننګرهار والي د سوداګرۍ او پانګونې خونې نوي ټاکل شوي مديره هيئت سره د همغږۍ او همکارۍ لومړنۍ ناسته وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د وږي په لسمه ولايت مقام کې د هېواد سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال خان جان الکوزي په مشرۍ د دې ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د نوي ټاکل شوي مديره هيئت سره د همکارۍ او همغږۍ په موخه لومړنۍ ناسته وکړه.
د هېواد سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال خان جان الکوزي د ننګرهار والي په مشرۍ د دې ولايت امنيتي منسوبينو، ټولټاکنو خپلواک کميسون، د سوداګرۍ او صنعت رياست څخه مننه وکړه، چې په همکارۍ يې له کومې ستونزې پرته په شفاف ډول د مديره هيئت ټاکنې تر سره کړې.
نوموړي زياته کړه، چې نوی ټاکل شوی مديره هيئت به د دريو کالونو لپاره په ننګرهار کې د خصوصي سکتور د ودې او نورو پرمختګونو لپاره خلکو ته د کار موندنې زمينې او نورو برخو کې د ولايتي ادارې په مشرۍ اړونده ادارو سره ګډ کار وکړي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل نويو برياليو شوو مديره هيئت غړو ته د مبارکۍ ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې له هر ډول تمې پرته به د قانون په چوکاټ کې د پانګونې د ملاتړ په موخه مرسته او همکاري تر سره کړي.
نوموړي هم د ټولو هغو مسئولينو څخه مننه وکړه، چې د دې ټاکنو د ښه تر سره کېدو په موخه يې هلې ځلې تر سره کړې.
ننګرهار والي د دې ولايت امنيتي وضعيت ښه والي په اړه هم ډاډ ورکړ، چې په وينا يې د امنيت لا ښه تامينولو سره به سوداګرو ته فرصتونه برابر کړي.
د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې مديره هيئت ته بازمحمد افسرزی، صفت الله، حضرت ولي هډوال، عبدالرحمن هډوال، مصطفی، ګلمراد عرب، عتيق، عزيز الرحمن عرب،زلمی، شعيب، بشير فقيرزاده، ډاکتر مخلص، محمد عثمان، رئيس اقبال، عبدالولي بابکرخيل، اغا محمد رودوال، نظام الدين، اعجاز الحق او ګل هادي بريالي شوي دي.
۱۳۹۸/۶/۱۰
ننګرهار کې پولیسو یو تن د ۴۷ کیلو ګرامه نشه یې توکو سره یو ځای نیولی .
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جلال اباد ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند ثمرخیلو سیمه کې یو تن سره ۴۷ کیلو ګرامه هیروین نیولي،چې نیول شوی کس په رسمي ډول څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی دی .
۱۰/۶/۱۳۹۸
ننګرهار کې د عملياتو پر مهال لس وسله وال مخالفين وژل شوي او د ماين جوړولو ځای په کشف سره ګڼ شمېر مهمات او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ باغوانۍ سيمه کې د روانو عملياتو په لړ کې تېره ورځ د هوايي بريدونو په ترڅ کې لس وسله وال مخالفين وژل شوي او همدا راز د وسله والو طالبانو د ماينونو جوړولو ځای او ډيپو څخه مهمات او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي.
د يادو عملياتو پر مهال د وسله والو مخالفينو د ماين جوړولو او مهماتو له يوې ډيپو څخه يولس کړۍ د وسايطو ضد ماينونه، دري اويا د ماينونو پټاقۍ، اووه د ماينونو ريموټونه، سل متره د سانيه سوز پلته او نور توکي ترلاسه شوي دي.
د معلوماتو له مخې وسله والو مخالفينو د بړيني په سيمه کې له يوه جومات څخه د مهماتو ډيپو په توګه کار اخیسته، چې په همدې ځای کې يې ماينونه جوړول او د بې ګناه وګړو شهيدولو په موخه يې نورو سيمو ته لېږدول.
د سره رود ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې همدا مهال د امنيت ټينګښت په موخه د نويو پوستو ايجادولو او امنيتي مسئولينو ځای پر ځای کېدنه پيل شوې، چې له امله به يې په سيمه کې دايمي ثبات رامنځته شي.
د يادونې وړ ده، چې په سره رود ولسوالۍ کې له تېرې يوې اوونۍ راهیسې عمليات پيل شوي، چې ښې لاسته راوړنې لري او ترې دې دمه امنيتي ځواکونو ته کوم زيان ندی اوښتی.
د يوبل خبر له مخې ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار پنځمه ناحيه کې د ملي امنيت رياست له لوري د هوان يوه عيار شوې مرمۍ کشف او لمنځه يوړل شوه.
په ورته وخت کې د امنې قومندانۍ پولیسو د درېيمې ناحيې په مربوطاتو کې يو تن د يو ميل تومانچې او پنځه فیره مرميو سره یو ځای نيولی دی.
۱۰/۶/۱۳۹۸
چپرهار کې د څه باندې اووه ميليونه افغانيو په لګښت د يو ښوونځي د جوړيدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ په تره کي سيمه کې د اقراء برنامې له لوري د څه باندې اووه ميليونه او سل زره افغانيو په مالي لګښت د هلکانو يو ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې د دريو مياشتو په موده کې به يې چارې بشپړې شي.
د چپرهار ولسوال محمد صديق دولتزي وويل، چې دغه ښوونځی به لس اداري او درسي خونې، پنځه تشنابونه، د پاکو اوبو څاه او نور اړين محلقات ولري.
هغه د جوړونکي شرکت مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې ښوونځی په معياري ډول د انجيرۍ اُصولو له مخې جوړ کړي، چې د شرکت مسئولينو له لوري ورته ډآډ ورکړل شو.
۱۳۹۸/۶/۱۰
ننګرهار کې د ۳۸ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د نموني ښوونځي او لیلیې ودانۍ تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ بحراباد سیمه کې د ښار جوړونې وزارت له لورې د ۲۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یوه نموني ښوونځي او د ۱۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د نموني لیلیې ودانۍ تر جوړیدو وروسته نن د وږي په لسمه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
د دې ولایت د ټولنیزو چارو مرستیالې حبیبې کاکړ وویل، د ښارجوړونې وزارت له لورې د جلال اباد ښار اتمې ناحیې په بحراباد سیمه کې په څوارلس زره درې سوه متره مربع سیمه کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت په دوو پوړونو کې د نموني ښوونځي ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
هغې زیاته کړه، یاده ودانۍ چې د شپاړس میاشتو په موده کې جوړه شوې،په کې ۲۸ خونې،لس تشنابونه،د اوبو ژوره څآه او نور ضروري ملحقات په کې شتون لري.
د اغلې کاکړ په وینا د یاد ښوونځي لپاره په دوو پوړونو کې په دوه زره نهه سوه شل متره مربع سیمه کې نموني لیلیې ودانۍ هم د یو کال په موده کې جوړه شوې چې ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، شل خونې، شل تشنابونه،د پاکو اوبو څآه ګانې او نور ضروري ملحقات په کې شتون لري .
ولایت مرستیالي په خبره په یاد ښوونځي کې به د جنګونو له امله بې ځایه شویو کورنیو زده کوونکي زده کړه وکړي .
د یاد ښوونځي او لیلیې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د سکتوري خدمتونو رئيس فضل الربي همیم،د ښار جوړونې سرپرست رئیس انجینر عبدالباسط ساحل،قومي مشرانو او یو شمیر نورو برخه اخیستې وه .
۱۳۹۸/۶/۱۰
ننګرهار والي د پیاوړې حکومتدارۍ د رامنځته کېدو په موخه په چارو کې د خلکو د ونډې په زیاتوالي ټینګار وکړ.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ولایت مقام کې د پرانیستې حکومتولۍ د دویم ملي عمل جوړونې پروګرام یو ورځنی مشورتي ورکشاپ کې د وینا پر مهال وویل،څومره چې په چارو کې د خلکو ونډه زیاتیږي،په هماغه کچه حکومتداري پیاوړي کیږي .
هغه زیاته کړه،د حکومتدارۍ د پیاوړتیا په موخه د هرې سې شنبې په ورخ د خلکو ستونزې په مستقیم ډول اوري،په دې موخه چې ښه خدمتونه وړاندي شي،د مراجعینو کلیمې پر ځای یې د مشتریانو کلیمه کارول پیل کړي او د ولایت مقام په ګډون یې په ګن شمیر ادارو کې مشتریانو ته ځآنګړې څانګې پرانیستي دي .
نوموړی وایي،د ولایت مقام په ګډون ټولو ادارو خلکو ته د حساب ورکولو لړۍ پیل کړې او دا چاره د شفافیت رامنځته کېدو ترڅنګ په حکومت د خلکو باور پیاوړی کوي چې دا چاره تر ټولو ښې حکومتدارۍ ته زمینه برابروي .
ښاغلي میاخېل په وینا د ښې حکومتدارۍ پر مهال انکشاف او پرمختګ ته زمینه برابریږي او په دې چارې سره خلکو ته کاري فرصتونه برابریږي چې له امله یې د جرایمو کچه ښکته او امنیتي ستونزې حل کیږي .
د افغانستان د روڼټیا څار بنسټ مشر سید اکرام فضلي وویل،افغانستان په دوه زره شپاړسم میلادي کال کې د پرانیستي حکومتولۍ ګډون غړیتوب منلی،چې په ۲۰۱۷ م کال کې د پوهنې، روغتیا، لوړو زده کړو،تدارکات او یو شمیر نورو برخو کې ۱۳ ژمنې ترسره کړې،چې اوس مهال لومړی ملي عملي پلان د پای ته رسیدو په درشل کې دی .
هغه زیاته کړه، د دې پلان له مخې د مدني ټولنو په مرسته ستونزې را ټولیږي،ستونزو ته حل لارې موندل کیږي او د حل په موخه یې د حکومتي مسؤلینو له لورې اقدامات ترسره کیږي چې وروسته بېرته ولس ته یې په اړه حساب ور کول کیږي .
د افغان ښځو لپاره د بشري حقونو د زده کړې مرکز مشرې روشن څېړن،د بشري سرچینو رئیس احمد ضیا عبدالزي او یو شمیر نورو هم د خبرو پر مهال د پرانیستي حکومتولۍ او مدني ټولنې رول په اړه خپل نظریات او مالومات شریک کړل .
په یاد ورکشاپ کې چې د بېلابېلو ادارو رئیسانو،د ختیځو ولایتونو یو شمیر مدني فعالانو، میرمنو او یو شمیر نورو په کې ګډون کړی وو،ګډونوالو ګډ ګروپي کارونه وکړل او خپل نظریات یې د عملي کېدو په موخه شریک کړل .
۱۳۹۸/۶/۱۰
د ننګرهار والي په ګډون ولایت مقام کې د مسؤلینو او کارکوونکو له لورې د پاکۍ اشر ترسره شو.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه ولایت مقام کې د وږې په لسمه د ښاروالۍ په تخنیکي همکارۍ د پاکۍ اشر ترسره شو،چې په کې ولایت مرستیالانو،د ولایت دفتر،سکتوري خدمتونو او بشري سرچینو رئیسانو او د ولایت مقام ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وویل،مسؤلینو او خلکو ته یې د پيغام ورکولو په موخه پخپله په اشر کې ګډون وکړ او زیاته یې کړه، ټول دنده لري، چې خپل کور، چاپیريال، جومات، ښوونځي،دفتر،ښار او نورو ځایونو په پاکۍ کې ونډه واخلي .
هغه زیاته کړه، په لارښوونه یې په ټولو ادارو کې د پاکۍ د اشر لړۍ پیل شوي او هیله یې وښوده چې د اسلامي،انسانی او افغاني مسؤلیت له مخې د ښار او چاپیریال په پاک ساتلو کې ونډه واخلو .
په ولایت مقام کې سربېره د دې ولایت یو شمیر نورو ادارو کې هم د پاکۍ اشر پیل شوی او دا لړۍ جریان لري .
۱۰/۶/۱۳۹۸
کامې ولسوالۍ کې د تروريستي او نورو ناوړ کړنو مخنيوي په موخه ولسي غونډه وشوه
ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ کې د ترويستي او نورو ناوړه کړنو مخنيوي په موخه ولسي غونډه وشوه، چې په کې د ولسي جرګې لومړي مرستيال امير خان يار،د کامې ولسوال شريف الله فضلي، د ولايتي شورا غړي ډاکټر ناصر کاموال، علماء کرامو، مخورو، ځوانانو او ګڼ شمېر نورو برخه اخیستې وه.
د دې غونډې په ترڅ کې مسئولينو، علماء کرامو او مخورو په کامه کې د تېرې ورځې پر پېښې خواشيني وښوده او په راتلونکې کې يې د دا ډول پېښو په مخنيوي کې په ګډو هڅو ټينګار وکړ.
همدا راز په دې ولسوالۍ کې د تروريستي او هر ډول ناوړه کړنو مخنيوي په موخه پريکړې وشوې، چې له مخې به يې کامه نوره هم امن شي.
په غونډه کې د ولس يووالي، مجرمينو نيولو او نورو مثبتو کړنو باندې هم خبرې اترې، بحثونه او پريکړې تر سره شوې.