تاند- د ننګرهار د امنیتي وضعیت په اړه نن /چهارشنبه/ په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ بیړنۍ غونډه جوړه شوه.

ارګ وايي، په دې غونډه کې په ننګرهار ولایت کې د امنیتي تدابیرو پر ډېرولو خبرې وشوې او یو لړ پرېکړې وشوې.

په ننګرهار کې له څو میاشتو راهیسې پر له پسې تروریستي حملې کېږي چې په لړ کې یې په سلګونو ننګرهاریان شهیدان یا ټپیان شوي دي.

پرون /سې شنبه/ د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو پر ریاست په برید کې ۱۵ تنه شهیدان او ۱۵ نور ژوبل شول. له دې بریده وروسته د ننګرهار امنیتي چارې ملي اردو ته وسپارل شوې.

ولسمشر غني وویل چې ملي اردو دې د ملي پولیسو په همکارۍ د ننګرهار د امنیت لپاره کار وکړي.

ده ټینګار وکړ چې باید په ننګرهار ولایت کې امن رامنځته شي او ملي اردو دې تر هغو پورې چې خاصې قطعې په جلال اباد کې ځای پر ځای کېږي، خپلو دندو ته دوام ورکړي.

د ارګ په غونډه کې د ننګرهار والي حیات الله حیات، د سیلاب د ۲۰۱ قول اردو قوماندان او د ننګرهار امنیه قوماندان د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

دوی وویل، په ننګرهار کې داعش ته کلک ګوزارونه ورکړل شوي او له همدې کبله یې په جلال اباد کې ورانکارو اقداماتو ته زور ورکړی دی.

ولسمشر غني د ننګرهار ملکي او پوځي چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د ملکي ادارو د امنیت لپاره هراړخیز تدابیر غوره کړي.

One thought on “د ننګرهار د امنیتي وضعیت په اړه په ارګ کې بېړنۍ غونډه جوړه شوه”
  1. ملي اردو ته دومره صلاحیت ورکړل شوی چې د حاجي صاحبانو موټر ودروي او تالاشي یې کړي؟
    جلال اباد یو وړوکی ښار دی او امنیت راوستل یې ډير اسانه دي خو که څوک په رښتیا وغواړي.
    ۱. د ښار د دروازو پولیس باید هره میاشت تبدیل شي.
    ۲. کشفي ارګانونه لکه ملي امنیت او نور باید د شراب خورۍ او عیاشۍ په ځای لږ خپلو وظایفو ته متوجه او د ښار د امنیت لپاره خاصې منابع او اجینټان جذب کړي.
    ۳. ملکان او قومي سپين ږيري چې هر یو ته یې په خپلو کلیو او ولسوالیو کې د طالب او داعس په هکله معلومات دی او پوهیږي چې د چا بچیان دي وظيفه ورکړل شي چې کورنۍ یې راوغواړي چې خپل اولادونه کینوي که نه باید کورونه یې وسوځول شي. او که کوم ملک همکاري نکوي بندي شي.
    ۴. وکیلانو او دولتي چارواکو ته اخطار ورکړل شي چې د دولت لخوا د درمعلومو کسانوڅخه علاوه چې هغه یو یا دوه باډيګاردان دي نور د یو اضافه مسلح کس اجازه نلرئ.
    ۵. پولیسو، اردو او نورو امنیتي ارګانونو ته د تالاشۍ، نیولو او بې وسلې کولو عام وتام صلاحیت ورکړل شي.
    دغه پورته شیان دې عملي شي بیا به میاشی هم پر نشي وهلی. خو دومره زړه به چا کې وي چې پيشو ته غاړه کې ګينګړی واچوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *