تاند – د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د امینې قوماندان مل پاسوال زړور زاهد نن په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.
پژواک خبري اژانس د ننګرهار د والي د ویاند عطاءالله خوګیاڼي له قوله لیکي چې، دغه چاودنه نن مازدیګر په حصارک ولسوالۍ کې پېښه شوه.
اژانس لیکي چې، په په چاودنه کې د ښاغلي زاهد د وژنې تر څنګ د نوموړي یو ساتونکی ټپي شوی دی.
ویل کیږي چې په دې چاودنه کې ۳ تنه پولیس ټپیان شوي دي. مل پاسوال زړور زاهد تر دې مخکې د غزني د امنیې قوماندان په توګه وظیفه ترسره کړې ده.