ننګرهار پوهنتون کې د ۲۲ ميليونه افغانۍ په لګښت يو جامع جومات ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د لوړو زده کړو وزارت له لوري ننګرهار پوهنتون کې د ۲۲ ميليونه افغانۍ په مالي لګښت جوړ شوی جامع جومات د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د ياد جومات د ګټې اخيستنې په مراسمو کې وويل، د دغه جومات چارې شاو خوا شپږکاله وړاندې پېل شوې وې، چې د ځينو ستونزو له امله يې کارونه ځنډيدلي و، چې اوس يې چارې بشپړې شوې.
نوموړي وويل، چې دغه جومات د لوړو زده کړو وزارت په دوه ويشت میليونه افغانيو لګښت جوړ شو، چې په ټولو اړينو ملحاقاتو سمبال دی او په يو وخت د زر تنو لمونځ کوونکو ظرفيت لري.
هغه زياته کړه پدې ولايت کې ټولې هغه پروژې چې چارې يې نيمګړې پاتې دي ډېر ژر به بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
په همدې حال کې د ننګرهار پوهنتون رئيس يحيی فهيم وويل دغه جومات په زر متره مربع ځمکه کې په عصري ډول جوړ شوی، چې لګښت يې د لوړو زده کړو وزارت له انکشافي بوديجې څخه ورکړل شوی دی.
د هغه په وينا ننګرهار پوهنتون کې دوه نورې پروژې هم تر کار لاندې دي، چې تر بشپړيدو وروسته به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
۱۰/۴/۱۳۹۸
ننګرهار والي د نړيوال اسلامي پوهنتون په تړاو مسئولينو او مخورو سره مشورتي ناسته وکړه
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، د پوهنتون مشرتابه او استادانو د روداتو ولسوالۍ قومي مخورو او ديني عالمانو سره د نړيوال اسلامي پوهنتون په تړاو مشروتي ناسته وکړه.
نوموړي وويل پدې ولايت کې د نړيوال اسلامي پوهنتون جوړيدل ټولو ختيځوالو لپاره ډېر ښه ارزښت لري.
هغه د يادې ولسوالۍ له مخورو او ديني عالمانو غوښتنه وکړه، چې د نړيوال اسلامي پوهنتون پر وړاندې چې هر ډول ستونزه ويني پر وخت دې ور سره شريکه کړي، ترڅو په حل کې يې اقدامات تر سره شي.
مسئولينو او قومي مخورو ننګرهار والي ته د اسلامي پوهنتون پر جوړيدو د ملاتړ ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د ياد پوهنتون په جوړولو کې به په خپله برخه کې لازمه همکاري او د پوهنتون ساتنه وکړي.
۱۰/۴/۱۳۹۸
ننګرهار پوهنتون به ډېر ژر د دوو سترو علمي کنفرانسونو کوربه وي
د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، د سولې سيمه ييز کنفرانس او د چابهار بندر د ارزښت ارزونې علمي سيمينار کې به د هېواد د پوهنتونونو او علمي مراکزو د غړو سربېره د سيمې هېوادونو ديپلوماتان او د پوهنتونونو استادان برخه واخلي.
په همدې اړه د ننګرهار پوهنتون رياست مقام کې مشورتي غونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون رئيس، د اداري او مالي چارو مرستيال، د محصلانو چارو مرستيال، د پوهنتون د اړيکو کمېټې او سولې مرکز مشرانو او د حقوقو او شرعياتو پوهنځيو مسؤلينو او استادانو پکې برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د مجلس غړو ته هدايت وکړ، چې د نوموړو کنفرانسونو د تدوير په موخه يوه کاري کمېټه جوړه کړي، چې د يادو کنفرانسونو لپاره پر يوه معقول طرزالعمل او پروتوکول کار وکړي.
د يادې موضوع په تعقيب د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال د اقتصاد د پوهنځي رئيس پوهنوال محمد زبير نورمل او د ياد پوهنځي له استادانو سره غونډه وکړه.
د غونډې پر مهال د چابهار بندر د ارزښت په اړه د جوړېدونکي يو ورځني علمي سيمينار د جوړېدو پر څرنګوالي غور او بحث وشو.
۱۰/۴/۱۳۹۸
ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، دغه ولايت کې ځانګړو ځواکونو ته سپارښتنه شوې چې د پنځه کلن اسناد لرونکو موټرو د نيولو لړۍ پيل کړي.
يادو ځواکونو ته دغه راز امر شوی چې د بې اسناده موټرو، غير قانوني وسلو، تورو ښېښو او نورو غير قانونيو مخه هم ونيسي.
د معلوماتو له مخې د پنځه کلن اسناد لرونکو موټرو د نيولو لړۍ له تېرې جمعې ورځې پيل شوې او تر اوسه يې لسګونه موټرې نيولې دي.
د افغانستان د وزیرانو شورا په ۱۳۹۰ کال کې د دغه موټرو لپاره پنځه کلن اسناد ورکړل چې شاوخوا څلور کاله مخکې یې وخت پای ته رسېدلی او امنیتي ځواکونو په مرکز او ولایاتو کې زیات شمېر یاد موټر ټول کړي دي.
بلخوا دا ډول موټرو لرونکي وايي، چې حکومت دې د دغو موټرو د نيولو پرځای دوی ته قانوني اسناد ورکړي.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرقيب مبارز وايي جلال اباد ښار کې د ځانګړو پوليسو قطعې ته امر شوی چې د نورو غير قانونيو سربېره د پنځه کلن اسناد لرونکو موټرو د نيولو لړۍ هم پيل کړي.
دی وايي، پوليسو ته لارښوونه شوې چې پنځه کلن اسناد لرونکي موټرونه ونيسي، موټرو تورې ښېښې پاکې او د غير قانوني وسلو او موټرو د انتقال مخه هم ونيسي.
دی وايي، جلال اباد ښار کې د وروستي امنيتي وضعيت د کنټرول په خاطر يې دغه ګام اخېستی او له خلکو هم غواړي چې په دغه برخه کې له پوليسو سره همکاري وکړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې اوسمهال د جلال اباد ښار په بېلابېلو ځايونو کې د پوليسو د ځانګړو ځواکونو ګرځنده چيک پاينټونه جوړېږي او ياده دنده ترسره کوي.
دی وايي، تر اوسه په لسګونو دا ډول موټرونه چې پنځه کلن او يا هم هېڅ اسناد يې نه درلودل نيول شوي چې د کابينې د پرېکړې سره سم به د ګمرک ادارې ته وسپارل شي.
د پنځه کلن اسناد لرونکي موټرونو مالکان وايي، حکومت دې د دغو موټرو د نيولو پرېکړه بدله او يو نوی طرز العمل دې ورته جوړ کړي.
عام خلک وايي چې د نا امنۍ پېښې ډيرې د همدا ډول موټرو په واسطه کېږي او بايد چې مخنيوي يې وشي. دوی د امنيتي ځواکونو چيک پاينټونو ستاينه کوي او د لا پراختيا او جديت غوښتونکي يې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د افغانستان د ترافیکو د قانون خلاف زیات شمېر ښي لاس اشترېنګ لرونکي موټر هېواد ته وارد شول. د افغانستان د (لارې ترافيک) د قانون د څلورم څپرکي په ۱۹مه ماده کې راغلي چې په افغانستان کې نقلیه وسایل د لارې په ښي اړخ حرکت کوي.
۱۳۹۸/۴/۱۰
په ختيځ کې ديوناما دبشرحقونو څانګې مسئولې دننګرهار استيناف محکمې له رئيس سره په خپل کاري دفتر کې ناسته وکړه.
ديآدې ناستې پرمهال دننګرهار استيناف محکمې رئیس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده په ختيځ کې ديوناما دبشر حقونو د برخې له مسئولې د مننې ترڅنګ د توقيف په موده کې د تورن دشکنجې او حقوقو په اړه بحث وکړ.
قاضي زاده وويل ، چې وخت پروخت دعدلي او قضايي ارګانونو ترمنځ ناستې ترسره کوي څو په دې برخه کې رامنځ ته شوو ستونزو ته رسيدګي وشي.
نوموړي زياته کړه محاکم دقوانينو دپلي کولو په موخه دملي او بين المللي ادارو سره ناستې او په ګډه کار کوي څو عدالت په ښه توګه تامين او هر وګړي ته خپل حقوق ورکړل شي.
دننګرهار استيناف محکمې رئيس وويل دهېواد ځېنې قوانين تغير اوځېنې يې تقنين ته اړتيا لري ، چې په خبره يې په دې برخه کې يې خپل نظرونه له لوړو مقاماتو سره شريک کړي دي.
قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده ډاډ څرګند کړ ، چې په خپل ټول توان سره دعدالت يو شان تامين ته کار کوي.
دغه راز په ناسته کې ديوناما دختيځ زون دبشرحقوقو مسئولې کترين د ننګرهار استيناف محکمې له رئيس څخه د مننې ترڅنګ دنوموړي هڅې او کړنې وستايلې .
نوموړې په ځېنو برخو کې دننګرهار استيناف محکمې رئیس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده له لوري شوي وړانديزونه پرځای وبلل او ډاډ يې ورکړ ، چې په نږدې راتلوونکي کې به دعدلي او قضايي ارګانونو په اړه ناسته ترسره کړي.
۱۰/۴/۱۳۹۸
جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د امن عامې ځواکونو بشپړ نظم رامنځته کړی او ويزه اخيستونکي يې له کړنو خوښ دي.
وروسته له هغې، چې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته ويزه اخیستونکو له بې نظمۍ څخه شکايت وکړ د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په لارښوونه د قونسلګرۍ مخې ته د امن عامې ځواکونه د نظم رامنځته کولو په موخه پر دنده وګمارل شول، چې خلک يې له کړنو خوښ دي او وايي چې هره ورځ شاوخوا يو پنځلس سوه کسانو ته ويزه لګول کيږي.
د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته راټول شويو ويزه اخیستونکو له ننګرهار والي مننه وکړه، چې د نظم راوستو په موخه يې د امن عامې ځواکونه پر دنده وګمارل.
دوی وويل، چې پخوا به يې د ګوتو په شمېر ورځې د قونسلګرۍ مخې ته تيرولې؛ خو د ويزې پر اخیستو نه بريالي کيدل؛ خو نن يې پرته له کومې ستونزې او خنډ څخه ويزه ولګوله.
هغوی له ننګرهار والي څخه غوښتنه وکړه، چې د امن عامې ځواکونه په دوامداره توګه په دې ځای کې پر دنده وګماري؛ ترڅو خلک له سهولت څخه او نظم څخه برخمن و اوسي.
د امن عامې ځواکونو قوماندان ظاهر افغان وويل، چې د دندې پيل سره سم يې ګڼ شمېر کميشن کاران ونيول او د قانون منګولو ته يې وسپارل.
نوموړي وويل، چې نن يې هم يو کميشنکار په داسې حال کې نيولی، چې له يوې مېرمنې څخه يې د ويزې لګولو په بدل کې پيسې اخيستې وې.
هغه وويل، چې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته يې بشپړ نظم رامنځته کړی، د کميشنکارانو او نورو خنډ اچونکو لاسونه يې لنډ کړي؛ خو له مشتريانو يې غوښتنه وکړه، چې په خپل نوبت قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار والي په لارښوونه د امن عامې ځواکونه به په نوبتي ډول هر اوونۍ بدليږي او پر ځای به يې نوي مسئولین راځي؛ ترڅو شفافيت او نظم په دوامداره توګه وساتل شي.
۱۰/۴/۱۳۹۸
له ننګرهار محبس څخه ۹ بنديان ازاد او د ۱۱ نورو د بند په موده کې کموالی راغی
د ولسمشر محمد اشرف غني د پنځمه ګڼه فرمان له مخې د کوچني اختر په مناسبت له ننګرهار محبس څخه نهه تنه بنديان ازاد او د يولس نورو د بند په موده کې کموالی راغی.
د ننګرهار محبس مدير سمونوال عبدالوي حصارک وويل، چې د جمهور رئيس حکم له مخې يې نن رسماً نهه تنه له محبس څخه ازاد کړل او د يولس نورو د بند موده يې را کمه کړه.
هغه ازاد شويو بنديانو ته سپارښتنه وکړه، چې په راتلونکې کې له قانون څخه د سرغړونې او جرم کولو څخه ډډه وکړي؛ ترڅو په ټولنه کې ازاد او خوښ ژوند ولري.
ازاد شويو بنديانو په خپل خلاصون خوښي وښوده او ژمنه يې وکړه، چې له دې وروسته به له هر ډول جرم او غير قانوني کړنو څخه ډډه کوي.
۱۰/۴/۱۳۹۸
کوز کونړ ولسوال يو شمېر قومي مخور حکومت سره د همکارۍ له امله وستایل
ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواری صديق اباد سيمې ته ولاړ او هلته يې يو شمېر قومي مخور حکومت سره د همکارۍ اود ولس او حکومت ترمنځ د همغږۍ رامنځته کيدو له امله وستايل.
نوموړي له يادو قومي مخورو مننه وکړه، چې تل بې طرفه پاتې شوي او د ولس ستونزې يې حکومت سره او د حکومت لارښوونې او سپارښتنې يې ولسونو سره شريکې کړي دي.
ده وويل، چې که ولسونه حکومت سره همکاري وکړي؛ نو په سيمو کې به يې د ډاډمن امنيت رامنځته کېدو ترڅنګ پرمختيايي او رغنيزې چارې هم تر سره شي.
هغه د يادو قومي مخورو له همکاريو مننه وکړه او د ستاينې په موخه ورته يې د اعزاز لونګۍ ور په سر کړې.
قومي مخورو ژمنه وکړه، چې د تېر په څېر به د حکومت او ولس ترمنځ همغږي کوي او په ټولو قانوني برخو کې به حکومت سره همکاري تر سره کړي.
۱۰/۴/۱۳۹۸
جلال اباد کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه شهيدان او درې ټپيان شول
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار نهمې ناحيې اړوند سرخ ديوال سيمه کې نن سهار د يوې ترافيکي پېښې له امله د يوې ماشومې په ګډون درې تنه شهيدان او د يوې مېرمنې په ګډون درې تنه ټپيان شول.
د معلوماتو له مخې د پېښې ټپيان حوزوي روغتون ته ليږدول شوي، چې د ټپیانو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوی دی.
په ورته وخت کې پچير اګام ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پولیسو پر رينجر موټر هم د سړک غاړې ماين چاودنه شوې، چې له امله يې اووه تنه سيمه ييز پولیس برسيرن ټپيان شوي دي.