ننګرهار کې د استقلال عالې ليسي زده کوونکو خپل لاسي توکې نندارې ته وړاندې کړل.
د ننګرهار پوهنې ریاست په نوښت د استقلال عالي لېسې د تشبث مضمون زده کوونکو له لورې جوړ شوي لاسې توکې د مرغومې په ۸مه د یادې لیسې په انګړ کې نندارې ته وړاندې شول.
په دې نندارتون کې د استقلال ليسي زده کوونکو په خپلو لاسو جوړ کړي د برېښنا توليد کوچني ماشېنونه ، بریښنایي وسایل، خوراکي او نور توکې،رسامې او انځورونه په یاد نندارتون کې نندارې ته وړاندي کړل.
د ننګرهار پوهني رئیس حسیب الله شينواري وویل، له دې نندارتون نه یې موخه لاسي صنعت ته د زده کوونکو هڅول او د دوی لاسي کار ته وده ورکول دي.
هغه زیاتوي، د تشبث په نوم مضمون د پوهنې وزارت له لوري په ننګرهار ولايت کې کولی شي، چې د زده کوونکو پټ استعدادونه رابرسېره او پر مټ يې زده کوونکي کولای شي، چې د لاسي صنايعو په برخه کې نوي نوښتونو او لاسته راوړنو ته زمينه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړه،د دې ولایت په ټولو ښوونځیو کې د هغه زده کوونکو لیست ترتیب کړی چې په بېلابېلو برخو کې نوښتونه کوي او ژر به د دوی سره د ناستې په ترڅ کې د دوی د نوښتونو اړوند توکو کې ورته سهولتونه برابر کړي .
د نندارتون ګډونوال زده کوونکي وایي که اسانتیاوي ورته برابرې شي نو لوی برېښنایي ماشينونه ،الوتکې او نور وسایل هم جوړولی شي.
دوي پدې برخه کې د پوهني ریاست مسؤلينو څخه د اسانتیاو دبرابريدو غوښتنه کوي.
د پوهنې وزارت د پرېکړې له مخې له کابل ولايت وروسته ننګرهار دويم ولايت دی، چې د تشبث په نوم مضمون د زده کوونکو د استعدادونو د معلومولو او لاسي صنايعو برخې ته د لا زيات کار کولو په موخه د ننګرهار عالي ، نازو انا او اسقلال لېسو تدريسي مضامينو کې په ازمايښتي ډول د دريو کلونو لپاره ځای په ځای کېږي .

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د هسکې مینې ولسوالۍ روغتیایي خدمتونو ارزونې پر مهال د پاپین کلینک د نوي تعمیر د جوړیدو ژمنه وکړه.
د ننګرهار عامې روغتیا رئيس ډاکټر نصیر احمد دراني د خپلو نورو همکارانو سره یو ځای هسکې مینې لسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ د ولسوال رضوان الله بشرمل په ملتیا د پاپین BHC،پاپین کلینک،د اغزBHC ،DH،د DH نوې ودانۍ کارونو او د شپولې BHC څخه یې د لیدنې پر مهال په یاده ولسوالۍ کې د روغتیایي خدمتونو ارزونه وکړه .
هغه زیاته کړه، د پاپین کلینک چې د جګړو له امله تخریب شوی،د جمهور رئيس د ژمنې له مخې به یې دیر ژر د ودانۍ جوړولو چارې پیل شي،همدا راز یې د اړونده ادارې تخنیکي ډلې او ادا مؤسسې مسؤلینو ته د بېلابېلو ستونزو د حل لارښوونې وکړې.
د دراني په وینا له یاد سفر څخه یې موخه د غوره او باکیفیته روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ستونزو ته حل لارې موندل او په ولسوالۍ کې د روغتیایي ډلي د خدمتونو څخه قدرداني کول دي .

۸/۱۰/۱۳۹۸
ننګرهار کې د ژمنيو مرستو تر سره کېدو په موخه بېړنۍ ناسته وشوه
ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ په مشرۍ د ژمنيو مرستو تر سره کېدو په موخه بېړنۍ ناسته وشوه، ترڅو په سږني ژمي کې د اړتيا پر مهال اړمنو کورنيو سره مرستې وشي.
په دې ناسته کې، چې د کډوالو، سرې مياشتې، پېښو پر وړاندې چمتووالي، امنې قوماندانۍ، OCHA، WFP او نورو ادارو مسئولينو شتون درلود په ژمي کې د طبعي پېښو او نورو بېړنيو حالاتو کې د ژمنيو او خوراکي توکو پر چمتووالي خبري اترې وشوې.
همدا راز د دې ناستې پر مهال پريکړه وشوه، ترڅو دوه زره او درې سوه پيژندل شويو اړمنو کورنيو سره ډېر ژر د پنځلس – پنځلس زره نغدو افغانيو مرسته هم تر سره شي.

۱۳۹۸/۱۰/۸
په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو رسولو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
د ننګرهار ولایت کوز کونړ ولسوالۍ په کوټې تاران سیمه کې د ډاکار خیریه مؤسسې په درې میلیونه افغانیو مالي لګښت د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو رسولو یوه شبکه چې ۱۶۰ کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي،تر جوړیدو وروسته نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
د کوز کونړ ولسوال اسمعیل شینواري د یادې شبکې په جوړیدو خوښي وښوده او په یاده ولسوالۍ کې د ورته نورو پروژو د پلې کېدو غوښتنه وکړه .

جلال اباد ښار کې د تېلو پمپونو مالکانو باندې نږدې دوه ميليونه وړې افغانۍ وويشل شوې
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د افغانيو ترويج کمیسون غړو له لوري د تېلو پمپونو پر مالکانو يو ميليون او اووه سوه زره وړې افغانۍ وويشل شوې.
د کمیسون په غړو کې د ولايت کارپوه سيد روح الله پاچا، د افغانستان بانک رئيس توحيديار احمدزي، جلال اباد ښاروال روح الامين حسن او نورو شتون درلود، چې د ښار له نهمې ناحيې اړوند باريکاب ساحې څخه يې تر مرکزه پورې پر لسګونو د تېلو پمپونو وړې افغانۍ وويشلې.
مسئولينو د هر پمپ مالک ته د اړتيا له مخې لسګون، شل ګون، پنځوسي او سلګون ورکړل او ورته يې سپارښتنه وکړه؛ که نورو افغانيو ته يې اړتيا شي؛ کولی شي، چې له افغانستان بانک څخه يې ترلاسه کړي.
د ولايت کارپوه سيد روح الله پاچا وويل، چې د وړو افغانيو وېش څخه يې موخه د افغانيو بشپړ ترويج ته زمينه برابرول او په دغه برخه کې د تېلو پمپ لرونکو د ستونزو حلول دي.
د افغانستان بانک رئیس توحيديار احمدزي وايي، چې د وړو افغانيو وېش څخه يې موخه د پمپونو مالکانو د اړتياو پوره کول او ورته پيغام رسول دي، چې له بانک څخه هر مهال وړې افغانۍ ترلاسه کولی شي.
جلال اباد ښاروال روح الامين حسن په پمپونو کې د تېلو او ګازو د نرخونو کنټرول وکړ او همدا راز د پمپونو مالکانو ته يې لارښوونه وکړه، چې وړې افغانۍ له ځآن سره ونه ساتي او د پير او پلور پر مهال ترې ګټه واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ښآر او ولسواليو کې د اړتیا سره سم وړې افغانۍ وويشل شوې او خلکو ته سپارښتنه وشوه، چې هر مهال د افغانستان بانک څخه وړې افغانۍ ترلاسه کولی شي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د خپل کار په دفتر کې د ایران جنرال قونسل سره وليدل
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رئيس رحيم الله خوږياڼي په دې ولایت کې د ايران جنرال قونسل امير حسيني سره د مرغومې په ۸مه د خپل کار په دفتر کې د بېلابېلو موضوعاتو د بحث کولو په موخه ولیدل .
د دې لیدنې پر مهال دواړو لورو په فرهنګي همکاریو هر اړخیزې خبرې اترې وکړې او په دوه طرفه همکاریو یې ټینګار وکړ.

ننګرهار کې ۸۲ تنه له حرفوي زده کړو فارغ او پرې د کار کولو وسايل وويشل شول
ننګرهار ولايت کار ټولنيزو چارو رياست په هڅو د DRC موسسې په مالي مرسته ۳۹ مېرمنو او ۴۳ ځوانانو ته د خياطۍ، خامکدوزۍ، ارايشګرۍ او بوټ جوړولو برخه کې رزونه ورکړل شوه.
د ولايت مرستيالې حبيبي کاکړ، چې د حرفوي زده کړو پر فارغانو يې د دوی د حرفو اړوند وسايل وېشل سپارښتنه وکړه، چې له دې لارې حلاله نفقه وګټي او خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.
بل لور ته د کار ټولنيزو چارو ریاست له لوري د امام بخاري روزنتون دوه سوه زده کوونکو باندې ديارلس قلمه د البسې توکي وويشل شول.

د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ کې د ۱۲ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره د څآدر جوړونې پنځه فابریکې شتون لري،چې په وروستیو کې د ورځې سل څادرونه جوړي او تولیدات یې ولایت سربېره د هېواد بېلابېلو سیمو ته لیږدول کیږي،چې د څآدرونو په منځ کې ښه بازار لري .
يادې فابريکې له تيرې شاوخوا يوې لسيزې را پدېخوا په دې ولسوالۍ کې فعاليت کوي او شاوخوا پنځه څلویښت کسان په کې په کار بوخت دي.
د فابریکو مسؤلين وايي،په هرې فابریکې یې د دولس زره امريکايي ډالرو په شاوخوا کې پانګونه کړې،چې د ورځې په شاوخوا کې نږدې سل د نارينه او ښځينه څادرونه په ښه کیفیت سره توليدوی او بازار ته يې وړاندې کوي .
دوی وايي، چې په یادو فابریکو کې داسې څادرونه جوړیږي،چې له درې سوه افغانیو څخه تر درې زره افغانیو پورې د یو څادر قیمت دی،چې د ننګرهار سربېره د هېواد بېلابېلو سیمو ته لیږدول کیږي .
د يادو کارخانو مسئولينو وايي، چې خام مواد هم په خپل هېواد کې پيري او کوم توليد، چې جوړوي د بهرنيو هېوادونو له توليداتو يې کيفيت خو را لوړ او ارزانه دی.

په روداتو ولسوالۍ کې د څآدر جوړونې د پنځو فابریکو تولیدات زیات شوي دي.
د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ کې د ۱۲ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره د څآدر جوړونې پنځه فابریکې شتون لري،چې په وروستیو کې د ورځې سل څادرونه جوړي او تولیدات یې ولایت سربېره د هېواد بېلابېلو سیمو ته لیږدول کیږي،چې د څآدرونو په منځ کې ښه بازار لري .
يادې فابريکې له تيرې شاوخوا يوې لسيزې را پدېخوا په دې ولسوالۍ کې فعاليت کوي او شاوخوا پنځه څلویښت کسان په کې په کار بوخت دي.
د فابریکو مسؤلين وايي،په هرې فابریکې یې د دولس زره امريکايي ډالرو په شاوخوا کې پانګونه کړې،چې د ورځې په شاوخوا کې نږدې سل د نارينه او ښځينه څادرونه په ښه کیفیت سره توليدوی او بازار ته يې وړاندې کوي .
دوی وايي، چې په یادو فابریکو کې داسې څادرونه جوړیږي،چې له درې سوه افغانیو څخه تر درې زره افغانیو پورې د یو څادر قیمت دی،چې د ننګرهار سربېره د هېواد بېلابېلو سیمو ته لیږدول کیږي .
د يادو کارخانو مسئولينو وايي، چې خام مواد هم په خپل هېواد کې پيري او کوم توليد، چې جوړوي د بهرنيو هېوادونو له توليداتو يې کيفيت خو را لوړ او ارزانه دی.
جلال اباد ښار کې نږدې سل سلنه خلک په افغانيو راکړه ورکړه کوي
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښآر کې نږدې سل سلنه خلک په افغانيو راکړه ورکړه کوي او په ولسواليو کې هم پنځه نوي سلنه افغانۍ کارول کيږي، چې تر راتلونکې اوونۍ پورې به يواځې افغانۍ اخيستل کيږي او نورې کرنسۍ به يواځې په بانکونو او لويو صرافيو کې چې جواز ولري وموندل شي.
د جلال اباد ښاريان د افغانيو په ترويج خوښ دي او وايي، چې د افغانيو په دودلو سره اوس کولی شي، چې توکي په نيمايي بيه واخلي؛ خو په بازار کې يې د وړو افغانيو ستونزې د بشپړ حل غوښتنه وکړه.
دوی همدا راز وويل، چې د افغانيو پر وړاندې سرغړونه د بښنې وړ نده او بايد حکومت سرغړونکو سره جدي چلند تر سره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په جلال اباد ښار کې شاوخوا دوه سوه ميليونه وړې افغانۍ بېلابېلو قشرونو باندې وويشل شوې او د نرخونو کنټرول او سرغړونو مخنيوي په موخه په ښآر او ولسواليو کې دوامداره کمپاينونه جريان لري.

خوږياڼو ولسوالۍ کې په افغانيو د کرايې راکړې ورکړې څارنه وشوه
ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوال شمس الحق ساپي د يو شمېر نورو مسئولينو په ملتيا په ياده ولسوالۍ کې په افغانيو د کرايې ورکړې له جريان څخه څارنه وکړه.
دوی همدا راز د کرايې کنټرول هم وکړ او موټر چلوونکو ته يې سپارښتنه وکړه، چې د لايحې مطابق کرايي واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دې ولايت په مرکز جلال اباد ښآر او ۲۲ ولسواليو کې د افغانيو دودولو ځانګړي کميسون له لوري څارنې په موخه کمپاينونه پیل شوي دي، چې ور سره په ياده برخه کې اصلاحات رامنځته شوي او يو شمېر هټیوال د سرغړونې له امله مجازات شوي دي.

جلال اباد ښاروالۍ د ټاکل شویو نرخنامو او په بشپړ ډول د افغانیو د نه اخیستلو له امله یو شمیر هټۍ او تختونه وتړل .
د جلال اباد ښاروال روح الامین حسن وایي، مسؤلینو یې د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د افغانیو د رواجولو په موخه کمپاینونه پیل کړي،ترڅو نرخونو ترڅنګ هټیوال کنټرول کړي چې توکې یواځې په افغانیو وپلوري.
هغه زیاتوي د همدې کمپاین په ترڅ کې یو شمیر هټۍ او تختونه د مسؤلینو د سرغړونې له امله مهرلاک شول او لا هم کمپاین جریان لري .
په همدې حال کې د افغانستان بانک له لورې واړه بانک نوټونه د کسبګرو او هټیوالو خونې اړوند په بېلابېلو صنفونو وویشل شوې .

ننګرهار کې د سرې مياشتې رضاکارانو ته د خطرونو کمولو په موخه پنځه ورځنی ورکشاپ پيل شو.
ننګرهار ولايت سرې مياشتې رياست له لوري ۲۵ مېرمنو او نارينه رضاکارانو ته د خطرونو کمولو او بېړنيو حالاتو کې د چمتووالي په موخه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د سرې مياشتې رئیس محمد نادر جبارخېل وويل، چې په دې ورکشاپ کې به رضاکارانو ته د خطرونو کمولو او بېړنيو حالاتو کې د چمتووالي په موخه معلومات ورکړل شي.

د تورخم له لارې افغانستان ته د کلدارو د راتګ مخه نيول شوې ده
د ننګرهار ولايت اړوند تورخم ښارګوټي مسولين وايي، له دغې لارې يې افغانستان ته د کلدارو د راتګ مخه نيولې او دغه راز چاته دا اجازه هم نه ورکول کېږي چې له اړتيا زياتې افغانۍ له ځان سره انتقال کړي.
د ننګرهار والي هم ګواښ کړی که له اړتيا زياتې افغانۍ څوک پاکستان ته انتقالوي دا چاره قاچاق دی، که څوک يې ترسره کړي سخته سزا به ورکړل شي.
ننګرهار چې له کلونو راهېسې په کې د افغانيو پرځای کلدارې په راکړه ورکړه کې استعمالېدې، له تېرو شاوخوا دوو اوونيو راهېسې په کې د ولايتي ادارې له لورې په کلدارو بنديز لګېدلی چې دا چاره د ولس له ملاتړ څخه برخمن شوې ده.
ولايتي چارواکي وايي، دا ځل به په مرکز او ولسوالیو کې يو شان د کلدارو مخنيوی کوي او په پيل شوي کمپاين کې به له جديت کار اخلي.
تر ټولو ډيره اندېښنه د تورخم لارې ته وه چې خلکو شکايت کاوه کلدارې په همدې لارې راځي او په دې خاطر چې د افغانيو د ترويج پر وړاندې خنډ جوړ شي افغانۍ انتقالېږي.
د تورخم کميسارۍ مسولين وايي، پوليسو ته يې جدي لارښوونه کړې چې هېچاته له دې غاړې د افغانيو او له هغې غاړې د کلدارو د انتقال اجازه ورنکړي.
د تورخم کميسار سمونوال نجيب الله ساپی وايي، هره ورځ د تګ راتګ پرمهال د خلکو تالاشي اخېستل کېږي او هر څوک چې له هغې غاړې راځي او کلدارې ورسره وي، په سيمه کې د موجوده صرافانو لخوا ورته تبادله کېږي.
دی زياتوي: ((که څوک په خپل زړه کلدارې افغانۍ کوي ښه خبره ده که نه دوی یې تالاشۍ کوي او بيا يې ټولې کلدارې افغانۍ کوي. دغه راز که څوک له ځان سره له دې غاړې افغانۍ ولري او له حد زياتې وي؛ نو هم اجازه نه ورکول کېږي.))
د تورخم ښاروال انجينر راحت ګل زيارمل هم وايي، په تورخم ښارګوټي کې يې ټول نرخونه افغانۍ کړي او دغه راز صرافان هڅول شوي چې د خلکو کلدارې په وړ بيه افغانۍ کړي.
د تورخم ښارګوټي يو صراف اصحاب الدين وايي، له کله راهېسې چې د افغانيو د ترويج کمپاين پيل شوی، سرحدي پوليس هېچاته د کلدارو د لېږد اجازه نه ورکوي او دوی ته يې ولېږي چې کلدارې افغانۍ کړي.
نصير احمد د کابل ولايت اوسېدونکی دی. نوموړی چې پاکستان ته د درملنې لپاره تللی و او تازه د تورخم په دروازه را اوښتی و، په خپله خوښه يې کلدارې له صراف سره په افغانيو بدلې کړې.
هغه له ټولو هيوادوالو غواړي چې د نورو کرنسيو پر ضد دې د خپل هويت د تثبيت لپاره په افغانيو راکړه ورکړه وکړي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې د وړو افغاني بانک نوټونو د ستونزې د حل لپاره له افغانستان بانک څخه دوه سوه ميليونه افغانۍ انتقال کړې دي.

د کوز کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۱۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د کاشکوټ سړک د جوړولو چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې .
د ننګرهار ولایت د سړکونو ریاست له لورې د ۱۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند د شاوخوا ۱۲ نیم کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوي چې اوس مهال ۷۵ سلنه بشپړي شوي دي .
د دې ولایت د سړکونو د ساتنې رئیس انجینرحامد ضیا وایي،یاد سړک چې شپږ متره یې د استلفټو عرض او اته متره یې د شولډر اوږدوالی دی،چارې یې په ګړندیتوب سره جریان لري او وخت په وخت ترې څآرنه کوي .

د قومي پرېکړې له مخې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې مخالفینو ته د ځای ورکوونکو کورونه سوزول کیږي .
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ مخورو پرېکړه کړې چې د مخالفینو څخه پاکو شویو سیمو د امن ساتلو په موخه به د هغه کسانو کورونه وسوزوي چې بیا ځل مخالفو وسله والو ته پخپلو سیمو کې ځای ورکړي .
یادو مخورو چې تازه یې د خوږیاڼو ولسوالۍ د یووالي او همغږۍ ۵۴ کسیزه شورا جوړه کړې، د مرغومې په ۸ مه یې ننګرهار ولایت مقام کې د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل سره پخپلې لومړنۍ غونډه کې یادې څرګندونې وکړې.
دوی وویل، د څلورو میاشتو خبرو اترو وروسته په دې بریالي شول چې یاده شورا جوړه کړي او د چارو د ښه والي په موخه یې یو شمیر کمیټې هم جوړي کړي او موخه یې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې شته ستونزې لمنځه وړل دي .
د دوی په وینا د شورا د پرېکړې له مخې که په خوږیاڼو ولسوالۍ کې څوک وتښتول شي او تښتوونکی د یادې سیمې اړوند وي،نو نیم میلیون افغانۍ به نغدي جریمه کیږي،انسان تښتوونکی به د قوم له لورې حکومت ته سپارل کیږي او کور به یې هم ورته سوزول کیږي.
د دوی د مالوماتو له مخې شورا پرېکړه کړې چې د حکومت له لورې د پاکو شویو سیمو ساتنه کې به مرسته کوي او د هغه کسانو کورونه به وسوزوي چې بیا ځل پخپلو سیمو کې وسله والو مخالفینو ته ځآی ورکړي .
په بدو کې د میرمنو مخنیوی او یو شمیر نور موضوعات هم دوی د شورا له پرېکړو څخه یاد کړل چې په وینا خوږیاڼو ولسوالۍ ته په پوهنې،روغتیا،امنیت،زراعت او نورو برخو کې د حکومت د پاملرنې را ګرځولو په موخه د ولایتي ادارې بشپړ ملاتړي دي .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د خوږیاڼو د یوالي او همغږۍ شورا په جوړیدو خوښي وښوده او د امنیت په تامین،کلتوري او فرهنګي تغیر په رامنځته کولو، پوهنې، ابادۍ او نورو برخو کې د پرمختګونو لپاره یو مناسب اقدام یاد کړ .
هغه ډاډ ورکړ چې د شورا سره به د مرکز او ولسوالۍ په کچه اداره په ټولو قانوني کړنو کې همکاره وي او هیله یې وښوده چې فعالیتونه هم په همغږۍ او همکارۍ ترسره شي .

۸/۱۰/۱۳۹۸
ګوشتې ولسوال د پوهنې او ارزو خصوصي ښوونځي مسئولينو سره په دې ولسوالۍ کې د زده کړو کيفيت ښه کېدو په موخه ناسته وکړه.
ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوال عبدالبصير ګلاب د دې ولسوالۍ پوهنې او ارزو خصوصي ښوونځي مسئولینو سره د زده کړو د کميت او کيفيت ښه کېدو په موخه ناسته وکړه.
نوموړي د پوهنې امر ته سپارښتنه وکړه، چې په ښوونځيو کې د درسي بهير څارنه وکړي او د زده کړو کيفيت او کميت په ښه کېدو کې هلې ځلې وکړې.
ده همدا راز د ارزو خصوصي ښوونځي مسئولينو ته هم د درسي بهير په ښه کېدا او په اړونده برخه کې نورې سپارښتنې وکړې.

۸/۱۰/۱۳۹۸
روداتو ولسوالۍ کې د افغانيو ترویج په موخه غونډه وشوه
ننګرهار ولايت روداتو ولسوال سید علي اکبر سادات د دې ولسوالۍ سوداګرو، هټيوالو، علماء کرامو، مخورو او ځوانانو سره د افغانيو ترويج په موخه غونډه وکړه.
نوموړي وويل، چې دا ځل د افغانيو دودولو پرېکړه قاطع ده او هیڅوک ترې سرغړونه نشي کولی.
هغه سوداګرو، هټيوالو او د سيمې خلکو ته د افغانيو په ترويج کې د همکارۍ او د شته کلدارو افغانيو ته اړولو سپارښتنه وکړه.
د غونډې ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د افغانيو دودولو او کارولو کې همکار دي او د حکومت د پرېکړې ستاينه او ملاتړ کوي.

۸/۱۰/۱۳۹۸
روداتو ولسوال د کوکنارو مخنيوي په موخه په کښتونو وګرځيد
ننګرهار ولايت روداتو ولسوال سيد علي اکبر سادات د يو شمېر مسئولینو په ملتيا بېلابېلو سیمو کې وګرځيد او د کوکنارو مخنيوي په موخه يې د کښتونو څارنه وکړه.
نوموړي وويل، چې کوکنار شرعاً او قانونا منع دي او د تېر په څېر هيڅوک نشي کولی، چې په خپلو ځمکو کې ناروا بوټۍ وکري.
د سیمې خلکو ولسوال ته ډاډ ورکړ، چې د حکومت حکم يې منلی او په خپلو ځمکو کې يې حلال فصلونه کرلي دي.

چپرهار ولسوال مسئولينو ته د افغانيو دودولو په موخه د جدي اجراتو سپارښتنه وکړه
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزي د دې ولسوالۍ د افغانيو ترويج کمیسون غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د افغانيو دودولو په برخه کې د قانون له مخې جدي اجرات تر سره کړي.
په ياده ولسوالۍ کې هم افغانۍ دود شوي دي؛ خو په يو شمېر برخو کې به شته ستونزې د کميسون له لوري حل شي.

شينوارو ولسوال د خلکو په همکارۍ په بازارونو کې د افغانيو ترويج او نرخونو کنترول څارنه وکړه.
ننګرهار ولايت شينوارو ولسوال معلم معشوق د يادې سيمې خلکو په همکارۍ د ولسوالۍ په بازارونو کې د افغانيو ترويج او نرخونو کنترول په موخه کمپاين تر سره کړ.
د سيمې خلکو پر هټیوالو او سوداګرو غږ وکړ، چې راکړه ورکړه يواځې په افغانيو وکړي او دوی د حکومت د دې اقدام ملاتړي دي.
دوی يو شمېر سټيکرې هم پر هټيو ولګولې، چې پرې ليکل شوي (جار دې شم يواځې افغانۍ راکړه)

ننګرهار کې دوه تنه د چاوديدونکو توکو لېږدولو په تور ونيول شول
ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې ملي امنیت رياست له لوري دوه تنه، چې اصلي د ميدان وردګو ولايت اوسيدونکي دي د چاودیدونکو توکو لېږدولو په تور ونيول شول.
نيول شوي کسان په ملي امنيت رياست کې تر څېړنو لاندي دي.

ننګرهار کې پنځوس تنو ته په دوو مهمو اقتصادي موضوعاتو کې روزنه ورکړل شوه
ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د ځوان ټولنیز بنسټ له لورې ۵۰ تنو ته د Quick Book او Accounting Cycle برخو کې زده کړې ورکړل شوې او د يوې غونډې په ترڅ کې پرې فراغت ليکونه وويشل شول.
د ياد بنسټ مشر غازي عابد وويل، چې دا پروګرام وړيا و او شاوخوا يوه نيم مياشت کې پای ته ورسيد، نوموړي په راتلونکي کې په نورو برخو کې د لنډمهاله نویو کلاسونو خبر هم ورکړ.
د یادولو ده چې دې پروګرام کې د ګډون په موخه تر پنځه سوو تنو نوملیکنه کړې وه چې یوازې پنځوس تنو ته زده کړې ورکړل شوې او نورو پاتې کسانو ته هم وخت په وخت ځانګړي کلاسونه په پام کې نیول کېږي.
باید وویل شي چې ځوان ټولنيز بنسټ له شا او خوا څلورو کلونو راهیسې په ننګرهار ولايت کې د علمي لکچرونو ترڅنګ په بیلابیلو برخو کې فعاليت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *