ننګرهار مرستيال والي په مشرۍ د اداري مجلس غونډه وشوه
ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند په مشرۍ ولايت مقام کې د غويي په نهمه د دې ولايت د اداري مجلس غونډه تر سره شوه، چې پرمهال يې په ټولنيزو چارو کې د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ سربيره د سکتوري ادارو رئیسانو او استازو شتون درلود.
د ولايت مرستيال تميم عارف مومند لومړی د دې ولايت په امنيتي، سياسي او اقتصادي حالت د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
نوموړي د تېر اداري مجلس پر مهال د سپارل شويو دندو د اجراتو په اړه راپور واوريد او مسئولینو ته يې سپارښتنه وکړه، چې سپارل شويو دندو په تر سره کولو کې پر وخت قانوني اجرات تر سره کړي.
د دې غونډې پرمهال په ملي او مناسبتي غونډو کې د مسئولينو پر ګډون کولو، د بې کيفيته او تاريخ تيره توکو مخنيوي کميسون پر فعاليدو، ولايت مقام له لوري د ښوونکو شپږمو بستونو منظورۍ، د ننګرهار پوهنتون ترانسپورتي وسايطو په منظورۍ او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
د حج اوقافو رئيس محمد داود مجاهد په وړانديز او د اداري مجلس پريکړې له مخې په روژې مبارکې مياشت کې به ټولې انځوريزې او غږيزې رسنۍ خپلو خپرونو ته پاملرنه کوي او همدا راز د منکراتو کميسون به د قانون له مخې په يو شمېر برخو کې اجرات تر سره کوي.
ننګرهار کې شپيتو تنو ته د شاتو مچيو ساتلو په برخه کې روزنه ورکړل شوه
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د GAZ موسسې په مالي همکارۍ د شاتو مچيو ۶۰ تنو ساتونکو ته روزنه ورکړل شوه، چې و به کولی شي د شاتو مچيو په روزنې او په ځانګړي ډول د ملکې په انتخاب او ساتلو کې ترې ګټه پورته کړي.
د GAZ UFROM PROJECT مسئول سيد محمد وقار وویل، چې شپيتو تنو ته يې د شاتلو مچيو ساتلو، د ملکې په انتخاب او روزلو او فارم ته د ارتقاء ورکولو په برخه کې د درې ورځو په ترڅ کې روزنه ورکړه.
نوموړي وويل، چې ترې دې وړاندې يې د شاتو مچيو پنځوس روزونکو ته د امراضو مخنيوي او په عصري ډول د فارم جوړولو په برخه کې روزنه ورکړې.
د ننګرهار شاتو مچيو اتحادې مسئول رياض احمد رودوال وويل، چې ننګرهار په څلورو فصلونو کې د ښه اقليم او ګلانو درلودلو له امله د شاتو مچيو روزنې لپاره مناسب ولايت دی.
نوموړي وويل، چې اوسمهال په دې ولايت کې د شاتو مچيو شاوخوا ۳۵۰ لوی او واړه فارمونه شتون لري او مسئولين يې هڅه کوي، چې په عصري ډول د شاتو ميچو روزنې ته ادامه ورکړي.
ده له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د شاتو مچيو روزنکو ته د ټرايننګ، مصنوعي ځنګلونو او ګاونډيو هېوادونو ته د مچيو د لېږلو او واردولو په برخه کې سهولتونه برابر کړي.
هغه زياته کړه په يو شمېر چيک پواينټونو کې يې موټرې درول کيږي، چې ځينې وخت له ډيرو دريدلو له امله د شاتو مچۍ مړې کيږي، چې ورته مالي زيانونه اوړي.
د شاتو مچيو يو روزونکي عنايت الله وويل، چې تېر کال يې اتيا پيټۍ شاتو مچۍ درلودې، خو د سهولتونو نه شتون له امله يې سږکال يواځې ۴۲ پيټۍ مچۍ ژوندۍ پاتي او نورې مړې شوي دي.
نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې ورته د شاتو مچيو روزنې په برخه کې سهولتونه برابر کړي ترڅو هغه افغانان، چې په پاکستان کې ياد کاروبار مخته وړي هغوی هم افغانستان ته راشي.
د يادونې وړ ده، چې تیر کال په ننګرهار ولایت کې شاوخوا ۳۵۰ ټنه شات تولید شوي وو او د خیتځو ولایتونو سربیره د هېواد ګڼو ولایتونو ته د پلور لپاره استول شوی وو.
ننګرهار امنیه قوماندان د مرکز جلال اباد ښار،څېرمه ولسوالیو او لویو لارو د امنیتي پوستو او کمربندونو څخه لیدنه وکړه.
ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز د جلال اباد ښار بېلابېلو حوزو اړوند، بهسودو او سره رود ولسوالیو او د جلال اباد ـ تورخم لوی�� لارې امنیتي پوستو او کمربندونو څخه لیدنه او څآرنه وکړه .
هغه د لیدنې پر مهال مسولینو او منسوبینو ته سپارښتنه وکړه،چې د مسؤلیت په ساحو کې په دوامدار ډول پلې او موټر لرونکې ګزمې وکړي،چک پاینټونه اضافه کړي او په کلکه د څآرنې په ترڅ کې د دښمنانو د هر ډول غیرې انسان او غیري اسلامي ناوړه کړنو مخه ونیسي .
د یو بل خبر له مخې سمونمل وسیع الله د کورنیو چارو وزارت له لورې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د اداري مرستیال په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز له لورې منسوبینو ته ور وپېژندل شو.
په دره نور کې ۱۸ تنه د قرانکريم حافظانو ته د فضيلت پګړۍ وتړل شوې
ننګرهار ولايت دره نور ولسوالۍ املې سيمه کې د مرحوم مولوي عبدالحی (رحمه الله) له مدرسې څخه اتلس تنه د قرانکريم حافظانو او اتيا تنه نور، چې په ناظره يې قرانکريم زده کړی و د يوې غونډې په ترڅ کې ورته د فضيلت پګړۍ وتړل شوې.
په دغه مراسمو کې د دره نور ولسوال عنايت ګرديوال خوښي وښوده، چې په دې سيمه کې مدرسه شتون لري او ځوانانو نورو ځايونو ته له تګ پرته په خپل کلي کې ديني زده کړې تر سره کوي.
نوموړي د قرانکريم حافظانو مبارکي ورکړه او ورته يې سپارښتنه وکړه، چې نورې ديني زده کړې هم وکړي.
ديني عالمانو وويل، چې قرانکريم د الله پاک هغه ستر کتاب دی، چې د ټول عالم لارښوونې لپاره را لېږل شوی او مسلمانانو لپاره ، هدايت، رحمت او شفاء ده.
دوی د قران عظيم الشان د حفظ پر اهميت خبرې وکړې او له والدينو يې غوښتنه وکړه، چې خپل بچي د عصري زده کړو ترڅنګ په ديني زده کړو سمبال کړي، ترڅو په راتلونکې کې ټولنې ته وړ شخص د خدمت لپاره وړاندې کړو.
په پای کې د قرانکريم حافظانو د دستار بندۍ مراسم تر سره شول او د غونډې ګډونوالو په ټول هېواد کې د تلپاتې سولې راتګ په موخه دعاوې وکړې.
همدا راز د دره نور ولسوال له لوري د يادې مدرسې رغولو په موخه نغدي مرسته هم تر سره شوه.
د سکتوري خدمتونو رئیس په مشرۍ پلاوي د دره نور ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه.
ننګرهارولایت د سکتوري خدمتونو رئیس فضل ربي همیم په مشرۍ یو پلاوي د دره نور ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه،چې د ولسوال له لورې د ولسوالۍ د اداري تشکیل،اجراتو په اړه مالومات او د نورو مسؤلینو له لورې اړونده ستونزې شریکې شوې.
د سکتوري خدمتونو رئیس د ولسوالۍ مسؤلینو ته د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ،همدا راز یې په یاده ولسوالۍ کې د پروژو د ښه تطبیق په موخه لازمې سپارښتنې وکړې .
خوږیاڼو ولسوالۍ کې د قوماندانانو په ګډون ۲۲ داعش وسله وال ووژل شول او څلور مرکزونه یې تخریب شول .
ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند زاوې سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ۲۲ داعشیان وژل شوي او د دوی څلور هغه مرکزونه لمنځه تللي،چې په کې وسلې،مهمات،چاودیدونکو او نورو توکو شتون درلود.
د دې عملیاتو پر مهال،چې په کې امنیتي ځواکونو او ولس ته کوم زیان ندی اوښتی، د داعشیانو سره د اړیکو په تور دوه تنه ژوندي نیول شوي او د ځای پر ځای شوي اته حلقې ماینونه یې هم لمنځه وړل شوي .
تېره ورځ هم د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د چپرهار په سورګو سیمه کې د عملیاتو پر مهال دوه تنه د وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور له دوه میله کلاشینکوفونو سره یو ځای نیولي وو
د ننګرهار ديني عالمان وايي څوک چې شریعت مني بايد د سولې ملاتړ وکړي
ننګرهار کې يو شمېر ديني عالمانو د سولې غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ هر څوک چې شريعت او ملت مني هغوی به د سولې راتګ او د جګړې پای ته غاړه ږدي.
دوی دا څرګندونې د جمعيت اصلاح افغانستان له لورې د سولې په تړاو د ديني عالمانو جوړ شوي کنفرانس ته د وينا پرمهال وکړې.
سوله د شريعت او ملت غوښتنه علمي کنفرانس د غويي په ۹مه تر غرمې وروسته د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې جوړی شوی و.
دغه کنفرانس ته د هېواد د بېلابېلو ولايتونو ديني عالمان راغوښتل شوي و چې په کابل کې پيل شوې د سولې مشورتي لويې جرګې پايلو ته يې هم هيله مندي وښوده.ه ننګرهار کې د جمعيت اصلاح د فرهنګي کمېټې مشر او د کنفرانس يوه تنظيموونکي محمد ګلاب توحيديار وويل، اوسمهال افغانان تر هر څه وړاندې سولې ته اړتيا لري؛ نو ځکه خو دوی د سولې راتګ لپاره د ديني عالمانو د نظرونو ټولولو لړۍ پيل کړې ده.
دی وايي، په اوس وخت کې اسلامي شريعت او ملت دواړه د سولې غوښتونکي دي.دغه راز د غونډې يو بل وينا وال او ديني عالم مولوي نعيم جليلي غوښتنه وکړه چې د سولې په اجنډا او خبرو اترو کې هېڅ اړ بايد خپلې شخصي ګټې په پام کې ونه نيسي او يوازې د ملت د ګټو لپاره د سولې مذاکرات وکړي.
د غونډې يو بل ګډونوال او د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا غړي نصير احمد نويدي وويل اسلام تر هر څه وړاندې په سوله ټينګار کوي او اوس چې هر څوک اسلامي شريعت او ملت مني؛ نو بايد سوله هم ومني.
د يادولو وړ ده چې نن کابل کې د هيواد د ټولو ولایتونو د نږدې درې زره استازو په ګډون د سولې مشورتي لويه جرګه پيل شوه.
پولیسو ۱۲۵ کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي نيولي
ننګرهار امنې قوماندانۍ پولیسو په شينوارو او روداتو ولسوالۍ کې ۱۲۵ ګیلو ګرامه چاوديدونکي توکي او پنځه نيم کيلو ګرامه تاريآک ترلاسه کړي دي.
د امنې قوماندانۍ وياند دويم څارن فريد خان د يو خبري کنفرانس پر مهال وويل، چې پولیسو د شينوارو ولسوالۍ ۲۶ مې ويالې سيمه کې پر يوه کور عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۲۵ کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي، ۴۶۰۰ متره ثانيه سوز، او پنځه نيم کيلو ګرامه تارياک نيولي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې پوليسو همدا راز د روداتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يو زرنج موټر سايکل کې ۱۱۴۰۰ عدده پټاقۍ نيولي دي.
هغه وايي، وسله والو مخالفينو پلان درلود ترڅو د يادو چاوديدونکو توکو څخه په ګټې اخیستنې په عامه ځايونو کې چاودنې رامنځته کړي، چې په نيول کيدو سره يې پلانونه شنډ کړای شول.
په کامه کې د دوو کورنیو ترمنځ شل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه
ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ په دې – طاهر سیمه کې د ولسوال، قومي مخورو او علماء کرامو په هڅو د غلام حضرت او عبدالقيوم په نومونو د دوو کورنيو ترمنځ شل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
د کامې ولسوال شريف الله فضلي وويل، چې يادو کورنيو ترمنځ له تيرو شاوخوا شلو کالونو راهيسې دښمني وه، چې په ياده موده کې په مادي او معنوي لحاظ سخت زيانمن شوي و.
نوموړي وويل، چې يادې کورنۍ د ازاد ژوند او نورو ټولنيزو پروګرامونو کې له ګډون څخه محروم پاتې و.
هغه زياته کړه، چې دغه کورنۍ يې د قومي مخورو او علماء کرامو په منځګړيتوب خبرو ته کينولې، چې پرته له کومې معاملې يې ترمنځ سوله وکړه او يو بل ته يې د ورورلۍ، مينې او خلوص غيږې وکړې.
د يادو کورنيو مشرانو او کشرانو ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به په سوله او پخلاينه کې ژوند کوي او له ولسوال او ټولو هغو کسانو يې مننه وکړه، چې د دوی ترمنځ يې رامنځته شوې شخړه په تلپاتې دوستۍ بدله کړه.