۱۳۹۸/۶/۱۹
ننګرهار والي په سره رود ولسوالۍ کې د کالونو ځنډ وروسته د مخالفینو څخه په پاکوو شوو سیمو کې د امنیتي پوستو او سرتېرو څخه لیدنه وکړه .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل چې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترین، امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز،څلورمې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي او د سره رود ولسوال هجرت الله رحماني یې ملتیا کوله،د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کالونو ځنډ وروسته د مخالفینو څخه پاکو شویو سیمو څخه لیدنه وکړه .
نوموړي د خبرو پر مهال وویل، د دې سفر پر مهال یې په خوسا چینې،شنې ونې، باغبانیو،بړینې څلور لارې، سرخیلي چوک او یو شمیر نورو سیمو څخه په دې موخه لیدنه وکړه چې له کالونو ځنډ وروسته د مخالفینو څخه پاکې شوي دي .
هغه د امنیتي ځواکونو د مېړانې څخه قدرداني وکړه او زیاته یې کړه،شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په یادو سیمو کې عملیات پیل کړي چې له امله یې ۲۱ کلي د مخالفینو څخه پاک شوي،شاوخوا پنځوس وسله وال مخالفینو ته یې مرګ ژوبله اړولې، د مهماتو دوه مرکزونه کشف او لمنځه وړي او د پاکو شویو سیمو د ساتنې په موخه یې پوستې جوړې او امنیتي ځواکونه به په کې ځآی پر ځای کړي .
د ښاغلي میاخیل په وینا د سره رود ولسوالۍ په یو شمیر نورو سیمو کې هم عملیات لري چې په بریالیتوب د بشپړیدو سره به د جلال اباد ښار او ګڼ شمیر نورو سیمو په امنیت مثبت تاثیر وکړي .
په همدې حال کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترین وویل، د نظامي شورا د پرېکړې او پلان له مخې په ننګرهار کې عملیات پیل کړي چې د امنیتي ساحې د پراخوالې لپاره به ګڼ نور ترتیب شوي پلانونه عملي کړي .
هغه زیاته کړه، د مرکز او ولسوالیو په کچه یې همغږي پیاوړې کړې چې له امله یې ګڼ شمیر لاسته راوړنې لري، چې په ترڅ کې پراخه ولسي ملاتړ هم تر لاسه کړی دی.
ټاکل شوې ډیر ژر په یو شمیر نورو سیمو کې د داعش او وسله والو طالبانو پر ضد پراخه عملیات نور هم پیل شي .

۱۳۹۸/۶/۱۹
ننګرهار والي د ارواښاد عبدالرحمن پژواک مقبرې ته په ورتګ سره د هغه روح ته دعا وکړه .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د وږې په ۱۹ د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترین، څلورمې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي، امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز،سره رود ولسوال هجرت الله رحماني او یو شمیر نورو په ملتیا د سره رود ولسوالۍ په باغبانیو سیمه کې د هېواد د وتلي سیاستپوه،عالم او شاعر ارواښاد عبدالرحمن پژواک مزار ته په ورتګ سره د هغه روح د دعا لاسونه لپه کړل.
ښاغلي میاخیل وویل، مرحوم استاد عبدالرحمن پژواک په ملي کچه د بېلابېلو مهمو دندو ترسره کولو ترڅنګ کالونه په ملگرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازي او لوى سفير په توګه په نیویارک کې دنده ترسره کړې وه .
هغه خوښي وښوده چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې له کالونو ځنډ وروسته هغه سیمې ته سفر کوي چې په کې ارواښاد استاد پژواک زیږیدلی او په همدې سیمه کې لومړني زده کړې ترسره کړي .
ننګرهار والي د مسؤلینو په ملتیا د استاد پژواک روح ته د معفرت دعاوې وکړې او ترسره شوي کړنې د افغانستان په تاریخ کې بې سارې وبللې .
۱۳۹۸/۶/۱۹
ننګرهار والي د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک له چارو څخه لیدنه وکړه .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د وږې په ۱۹مه سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک د جوړولو له چارو څخه څآرنه وکړه .
نوموړي سره چې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترین، امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز او څلورمې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي یې ملتیا کوله، د سره رود ولسوال هجرت الله رحماني له لورې د سړک د چارو په اړه مالومات ورکړل شوه .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل لارښوونه وکړه چې د سړک له چارو څخه دې په جدي ډول څآرنه وشي، ترڅو د بیا ځل لپاره نیمګړتیا ونلري او په ټاکلې موده کې یې کارونه بشپړ شي .

۱۸/۶/۱۳۹۸
ننګرهار والي وايي د هېواد، خاورې او ناموس په دفاع کې وژل شوي افغانان حقيقي شهيدان دي او بايد حقونو ته يې پاملرنه وشي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د وږي په ۱۸مه د جلال اباد شاهي ماڼۍ په جومات کې د شهيد اوونۍ په مناسبت د قران عظميم الشان ختم پر مهال د هېواد، خاورې او ناموس په دفاع کې وژل شوي افغانان رښتيني شهيدان ياد کړل او د دوی حقونو ته يې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د شهيد اوونۍ په مناسبت د قران عظيم الشان ختم پر مهال ننګرهار والي شاه محمود مياخيل، د حج اوقافو رئيس مولوي محمد داود مجاهد، ديني عالمانو، مسئولينو، مخورو، ځوانانو او نورو ګډون کړی و.
د قران عظمي الشان له ختم وروسته په هېواد کې د پخوانيو او وروستيو پېښو شهيدانو روح ته د دعا په موخه لاسونه لپه شول، چې شهيدانو ته د مغفرت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله وشوه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وویل، هغه څوک، چې د هېواد، خاورې او ناموس په دفاع کې د جګړو پر مهال وژل شوي حقيقي شهيدان دي، چې خپلو خلکو ته يې د هوسا او پتمن ژوند تېرولو په موخه ځانونه قربان کړل.
نوموړي وویل، چې د يادو شهيدانو ياد بايد تل وساتل شي او د دوی د کورنۍ غړو حقونو ته لازمه پاملرنه وشي.
هغه د افغان ملي امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه، چې شپه او ورځ د ولسونو د سرومال ساتنې په موخه قربانۍ ورکوي او د دښمن پر وړاندې يې قوي سنګرونه نيولي دي.
ده د افغانانو په خپلمنځي روغې ټينګار وکړ او زياته يې کړه هغه پیسې، چې په جګړې په لګښت رسيږي؛ که جګړه نه وي؛ نو په پرمختيايي چارو به ولګول شي او ټول افغانان به د هوسا او ارام ژوند خاوندان شي.
نګرهار والي د غونډې له ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې حکومت سره په ټولو قانوني چارو کې همکاري وکړي، خپله کورنۍ، ګاونډ او سيمه کې ځوانان او نور د خير او ابادۍ لور ته وهڅوي ترڅو په راتلونکې کې پرمختللی افغانستان ولرو.
د مراسمو په پای کې يو ځل بيا د شهيدانو روح ته د دعا او په هېواد کې د دايمي سولې او ثبات په موخه د دعا لاسونه لپه شول.

۱۸/۶/۱۳۹۸
د ننګرهار والي مبارکۍ پيغام
خوښ شوم، چې د هېواد کرکټ ملي لوبډلې له بنګلديش څخه لومړنۍ ټيسټ لوبه وګټله.
دا بريا دې ټولو افغانانو ته مبارک وي او هيله من يم، چې زمونږ قهرمان لوبغاړي به پرلپسې برياوې ولري.
له هېوادوالو مو هيله ده، چې خپل اتلان سپورټ او وستايي؛ ځکه لوبه ګټل او بايلل لري او بايد په هر حالت کې د خپلو لوبغاړو مرال لوړولو کې هڅه وکړو.
يوځل بيا ټولو افغانانو ته د نننۍ بريا مبارکي وايم، رب دې د خوښۍ برياوې ډيرې کړي.
په درنښت
شاه محمود مياخيل
ننګرهار والي
۱۳۹۸/۶/۱۹
د هېواد په کچه په ننګرهار کې د غازي امان الله خان جام یو ورځنیو سیالیو د دریم پړاو پرانېسته وشوه
د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان لوبغالي کې نن د غازي امان الله خان جام د یو ورځنیو سیالیو پرانېسته وشوه چې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي په ګډون پکې د دغې ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود.
ښاغلي ستانکزي وویل، دغه بڼه سیالۍ ډېرې مهمې دي چې په ډېره ښه توګه د زونونو ترمنځ ترسره کېږي او اداره ورته ډېره پاملرنه کوي چې دغه سیالۍ به له تخنیکي پلوه او د لوبغاړو د استعداد لوړلو په برخه کې ډېرې غوره تمامې شي.
د هغه په وینا: ((لکه څرنګه چې په دغو سیالیو کې ملي لوبغاړي هم ګډون لري، نو نوي استعدادونه او ځوانان دې هم د هغوی له تجربو ګټه واخلي او ځانونه دې وځلوي، ټول لوبغاړي ازموینې او غوره کړنو څرګندولو وروسته دغه پړاو ته لاره موندلې، زه باوري یم چې ځوان لوبغاړي به هم په یادو سیالیو کې ځانونه ډېر ښه ثابت کړي.))
نوموړي دغه راز زیاته کړه، د کورني کرکټ پیاوړتیا د ادارې په لومړیتوبونو کې ده چې دغې برخې ته به ډېره پاملرنه کېږي.
باید وویل شي چې دا د غازي امان الله خان جام یو ورځنیو سیالیو دريم پړاو دی چې د هېواد د پنځو زونونو ترمنځ په ډېر لوړ کیفیت سره ترسره کېږي.
د یادولو ده چې دغه سیالۍ نن د (سپټمبر ۱۰مه) د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې پیل او د همدې میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام ومومي چې له پایلوبې پرته به ټولې لوبې په یاد لوبغالي کې ترسره شي او پایلوبه به د کابل په کرکت لوبغالي کې ترسره شي.

۱۳۹۸/۶/۱۹
ننګرهار کې د ميوو فابريکې د ورځې پنځه سوه بورۍ د چايو ميوه يا شېريني توليدوي.
ننګرهار کې د چای لپاره د میوو فعالو شلو فابریکو په شتون سره د ورځې ۵۰۰ بورې میوه یا د چای شریني د دې ولایت ترڅنګ د هیواد ګڼ شمیر نورو ولایتونو ته د خرڅلاو په توګه وړاندې کیږي .
د دې فاریکو مشر غلام قریشي وایې، د تیرو شاوخوا څلور کالونو راهسیې د جلال اباد ښار په بیلابیلو ځایونو کې د چایو شل فابریکې فعالیت کوي او د تیر په پرتله یې کاروبار کې هم پراخوالی راغلی دی .
نوموړی زیاتوي، د دې فابریکو په فعالیدو یو لورله ګاونډیو هېوادونو د راوړونکو چایو میوو مخه ترډیره نیول شوې او بل لور هغه ځوانان چې بې کاره وه له بې روزګارۍ ژعورل شوي دي .
ننګرهار کې د چایو لپاره د میوو دې فابریکو کې له ۲۰۰ څخه زیاتو ځوانانو ته په بیلابیلو برخو کې د کار کولو زمینه برابره شوي ده
ننګرهار کې د چایو لپاره د میوو فابریکې مسولین وایې، د میوو جوړولو لپاره خام مواد د ګاونډې هیواد پاکستان څخه راوریده وي او زیاتوی که حکومت یې د ځاې نه شتون او بریښنا ستونزه حل کړي نو لري نه ده چې په دې برخه کې به د هیواد ټولو ولایتونو ته د خپلو تولیداتو لمن وغځوي
۱۳۹۸/۶/۱۹
ننګرهار کې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .
د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په برکاکوخېل او بلوچ سیمو کې د بهرنیو ځواکونو څو پرلپسې هوایي بریدونو کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي .
یاد برید چې نن له غرمې مخکې ترسره شو،په ترڅ کې یوه عراده کرولا، درې عرادې موټرې سایکلې، یوه دهشکه، یو هاوان او یو شمیر نور مهمات یې هم لمنځه تللي .
په ترسره شوي برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *