ننګرهار والي شاه محمود مياخيل تېره شپه ناوخته د مسؤلينو سره يو ځای لومړی سيلاب ځپلې او له ګواښ سره مخ سيمو څخه ليدنه وکړه او وروسته يې زيانمنو کورنيو سره د بېړنيو مرستو ترسره کولو په موخه د پېښو پر وړاندې د بېړنيو چمتوالي غونډه ترسره کړ،چې په کې مسؤلينو ته د بېړنيو مرستو رسولو لارښوونه وشوه .
د ننګرهار والي په لارښوونه د ولایت مرستیالې په مشرۍ د پېښو پر وړاندې د چمتوالي کمیټې د غونډې پر ځآی د سیلابونو له امله د زیانمنو او تر ګواښ لاندې سیمو څخه لیدنه وکړه.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په لارښوونه د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ په مشرۍ د پېښو پر وړاندې د چمتوالي کمیټې غړو په دفتر کې د غونډې کولو پر خای په جلال اباد ښار او یو شمیر نورو سیمو کې د سیلابونو له امله زیانمنو او تر ګواښ لاندې سیمو څخه لیدنه وکړه .
په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې حبیبه کاکړ وایي،د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په لارښوونه یې د جلال اباد ښار اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د افغان مینې،چکنورۍ،الفت مینې،زنګویي او یو شمیر نورو سیمو کې چې سیلابونه راوتلي او له امله یې خلک زیانمن شوي،له نږدې ولیدل،چې ژر به ورته مرستې ورسوي .
هغې زیاته کړه،همدا راز یې په یادو سیمو کې هغه کورنۍ چې تر ګواښ لاندې دي،نورو سیمو ته د لیږدولو په موخه د مرستې ډاډ او دوی ته د چمتوالي خبر ورکړ،همدا راز د کامې په زاخیلو سیمه کې هم سلګونه کورنۍ چې د سیلابونو له ګواښ سره مخ وې،د ولسوال په مرسته نورو سیمو ته لیږدولي دي .
په همدې حال کې ننګرهار والي شاه محمود میاخیل ټولو ملکي،نظامي او مرستندویه ادارو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې په مرکز او ولسوالیو کې د سیلابونو راوتلو وړاندې چمتوالی ولري،خلکو ته په بېړنۍ لومړنۍ مرستي ورسوي .
دا لومړی ځل دی،چې د دې ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتوالي کمیټه د غونډې پر خای د زیانونو په ساحه کې عملي اقدامات ترسره کوي .
د یادونې وړده،چې تر دا مهاله د جلال اباد ښار اومې ناحیې د سرخاب پله سره یو کس سېلاب وړی او درې کورونه سیلابونو لمنځه وړي دي او سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.
د جلال اباد ښاروالۍ ټوله تنظيفي عمله نن شپه د ورښتونو له کبله نوکري ده او ستاسې په چوپړ کې ده، همدا اوس د اولې ناحيې په مربوطاتو کې د اوبو په مهارولو بوخت یو.
د ننګرهار روداتو ولسوالۍ په منګل کلي کې د زياتو اورښتونو له امله د يو کور دیوال او چت پریوتی،چې له امله يې د يوې کورنۍ دوه ميرمنې او دوه ماشومان شهيدان شوي او دوه ټپیان دي.
تېره ورځ هم جلال آباد ښار اوومې ناحیې سيمه کې يو تن سيلاب وړی دی
د ننګرهار والي په لارښوونه همدا لحظه د لعلپورې ولسوال،امنيه قوماندان،امنيت مدير له نورو مسؤلينو سره يو ځای د لعلپورې په مارسنګۍ سيمه کې د راوتلو سيلابونو له ګواښ څخه خلک خوندي سيمې ته ليږدوي .
په جلال اباد ښار کې له یو ډاکټر څخه د یو میلیون پاکستانۍ کلدارو باج اخیستوونکی وسله وال طالب ونیول شو.
په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت منسوبنیو له لورې د وسله والو طالبانو غړی نقیب الله چې د چپرهار ولسوالۍ د ماڼوګۍ سیمې اصلي اوسیدونکی دی،نن له غرمې وروسته هغه مهال لاس په لاس ونیول شو،چې غوښتل یې د باج په ډول له یو روغتیا پال څخه یو میلیون پاکستانۍ کلداري واخلي.
نوموړی هغه مهال ونیول شو،کله یې چې د باج په ډول د ډاکټر څخه د جلال اباد ښار اتمه ناحیې په مربوطاتو کې یو میلیون پاکستانۍ کلدارې تر لاسه کولې،چې د وړاندې اطلاع له مخې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې لاس په لاس ونیول شو.
نیول شوي کس پخپلو جرمونو اعتراف کړی او زیاتوي،چې په چپرهار ولسوالۍ کې د یو شمیر نورو طالبانو له لورې د یادو پیسو تر لاسه کولو په موخه ګمارل شوی وو .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د ملي امنیت منسوبینو د یادې لاسته راوړنې څخه ستاینه کوي او له ټولو خلکو هیله لري،چې د ورته پېښو د رامنځته کېدو وړاندې ملي امنیت ځواکونو ته د مرستې په موخه مالومات ورکړئ.
د یادونې وړده،چې وسله وال طالبان او نور تروریستان د سیمې د استخباراتو د ملاتړ سربېره همېشه د قاچاق،انسان تښتوونې او انسان زورونې په ترڅ کې مالي امکانات تر لاسه کوي او بیا یې د افغان وژنې لپاره کاروي .
د اته کلن ځنډ وروسته جلال اباد ښار کې د چنندین په نوم د یوه جومات ځمکه له غصب څخه خلاصه او ژر به یې د جوړیدو چارې پیل شي
د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې په سیمه کې د چنندین په نوم جومات په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د بیا رغولو په موخه شهید شوی وو؛ خو غاصبینو د دې جومات د بیا رغولو مخه نیولې وه،چې نن د غاصبینو څخه خلاص او ډیر ژر به یې د جوړولو چارې پیل شي.
د ننګرهار د حج اواوقافو رئیس مولوي محمد دواد مجاهد وایي،نږدې شپیته کاله وړاندې د جلال اباد ښاروالۍ له لورې شاوخوا شپاړس نیمې بسوې ځمکه د چنندین جومات لپاره ورکړل شوې وه،چې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په لارښوونه د امنیتي ځواکونو او نورو مسؤلینو په همکارۍ یې د غاصبینو له منګولو وژغورله او ډیر ژر به پرې په درې پوړونو کې د یو لوی جومات د جوړولو چارې پیل کړي .
نوموړی وایي،یاد جومات به تر جوړیدو وروسته په یو وخت کې د ۱۲۰۰ تنو لمونځ کوونکو د ځآی پر ځای کېدو ظرفیت ولري
ځانمرګي بریدګر لپاره له چاودیدونکو توکو ډک واسکټ ونیول شو.
ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنیت ځواکونو له لورې د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو له پټنځای څخه د ځآنمرګي بریدګر لپاره له چاودیدونکو توکو ډک واسکټ کشف او تر لاسه کولو وروسته لمنځه یوړ.
د ملي امنیت بیدارو ځواکونو په یادې چارې سره د خونړۍ ترورستي پېښې مخنیوی وکړ.
لعلپورې کې د ولسي پاڅوون کوونکو پر پوستو برید کوونکي درې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .
ننګرهار ولایت لعلپورې ولسوالۍ اړوند میا خوړ سیمه کې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې وسله والو طالبانو د ولسي پاڅوون کوونکو پر پوستې برید وکړ،چې د ځوابیه برید په ترڅ کې د اصف او امین په نومونو دوه وسله وال طالبان ووژل شول او د نورعالم په نوم یو بل سخت ټپي شو.
وژل شوي او ټپي شوي وسله وال طالبان د لعلپورې ولسوالۍ اصلي اوسیدونکي دي،چې د وژل شوو جسدونه یې هم په سیمه کې پاتي وو.
ننګرهار والي وایي،د جلال اباد ښار په ۶مه ناحیه کې د ۳ نیم میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې پیل کیږي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د وري په ۲۷مه د شپږمې ناحیې د خالص بابا د فامیلیو شورا غړو سره د لیدنې پر مهال وویل،چې ډیر ژر به په یاده ناحیه کې د ښاروالۍ په چوکاټ کې د درې نیم میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د سړکونو،ویالو،پلچکونو او یو شمیر نورو پروژو چارې پیل شي .
یاده لیدنه چې ولایت مقام کې ترسره شوه،پر مهال یې د شپږمې ناحیې او حوزې امرینو، د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي کریم خان صادق،د خالص بابا فامیلیو د شورا مشر مسعود نیکبخت او غړو او یو شمیر نورو هم شتون درلود.
دوی د خبرو پر مهال په یاده سیمه کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو،سړکونو او روغتیا اړوند ساحې څخه د څلور دیوالۍ او حوزې ودانۍ د جوړولو،کلینک د فعال ساتلو په موخه د درملو ورکړې،برېښنا ستونزې اساسي حل او یو شمیر نورې غوښتنې وکړې .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د رئیسانو سره د ټلیفون له لارې د یادو ستونزو د شریکولو وروسته وویل،په یاده ناحیه کې به د ښاروالۍ په چوکاټ کې د درې نیم میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت یو پارک،نږدې څلور کیلو متره سړک،۱۵ پلچکونه او یو شمیر نورې چارې ترسره شي.
هغه همدا راز زیاته کړه،چې د پوهنې ادارې له لورې به د ناحیې په کچه درې ښوونځیو ته او د خالص بابا فامیلیو په سیمه کې دووه ښوونځیو ته ودانۍ جوړي شي،همدا راز د برېښنا ستونزې د لا زیاتې اساسي حل په موخه چارې جریان لري .
هغه د ۶ مې ناحیې د حوزې او ناحیې امرینو ته لارښوونه وکړه،چې د خلکو سره د ښې چلند او ښې حکومتدارۍ د ترسره کولو په موخه رښتیني مالومات شریک کړي .
ویډیو لینک : https://www.youtube.com/watch?v=yn3iVmM03Js
د ننګرهار والي په مشرۍ د شکایتونو اوریدو او غصب مخنیوي کمیسون له لورې د مشتریانو په نوم د ځآنګړې ورځې په ترڅ کې د ولس ستونزې واوریدل شوې.
د ننګرهار والی شاه محمود میاخیل په مشرۍ د شکایتونو اوریدو او غصب د مخنیوي کمیسون له غرو،چې په کې د دې ولایت بېلابېلو مسؤلینو شتون درلود،د مشتریانو په نوم د ځآنګړې ورځې په ترڅ کې د خلکو ستونزې واوریدې .
یادې ستونزې چې د وري په ۲۷مه ولایت مقام کې له سهار اته بجو څخه د ماسپښین تر دوو بجو واوریدل شوې،پر مهال یې د خلکو بېلابېلې ستونزې د اړونده مسؤلینو سره حل او یو شمیر نورو د تعقیب په موخه یې مسؤلینو ته سپارښتنې وشوې.
د دې ولایت والي شاه محمود میاخیل وویل،د غصب د مخنیوي او شکایتونو اوریدو کمیسون کې د ټولو ریاستونو مسؤلینو او استازو شتون درلود،چې د خلکو ستونزې یې ځینې حل کړې،ځینې یې د حل په موخه تر تعقیب لاندې ونیولې او یو شمیر نورو حل په موخه یې مسؤلینو ته په شفاهي ډول لارښوونې وکړې .
نوموړي د شکایتونو اوریدو په ترڅ کې د ځمکو ادارې ته لارښوونه وکړه،چې د ولسمشر د حکم له مخې د کامې ولسوالۍ د طاهر قریې په سیمه کې د زراعت مسلکي لیسې د ځمکې د انتقال چارې ژر تر ژره ترسره کړي .
همدا راز یې د شهیدانو او معلولینو ادارې ته لارښوونه وکړه،چې د شهیدانو کورنیو او متقاعدینو د کتابچو ستونزه په اساسي ډول حل کړي او په دې برخه کې د خلکو شکایتونو ته د پای ټکی کیږدي .
ښاغلي میاخیل همدا راز مسؤلینو ته د بهسودو ولسوالۍ په توغچي سیمه کې د دولتي ځمکې د غصب څخه د ژغورلو او د هغه کسانو سره د قانوني چلند ترسره کولو لارښوونه وکړه،چې په خپلسرې ډول یې په خلکو پلوري .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل سره همدا راز د روداتو ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو په غازي امان الله خان ښارګوټې کې دوی ته د دوه زره نمرو د ورکړې د ژمنې عملي کېدو کې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وشوه.
دوی زیاته کړه،د یاد ښارګوټې مسؤلینو له لورې دوی ته څلور زره نمرې ځآنګړې شوې وې،چې دوه زره یې ورکړل شوي او دوه زره نور یې لا هم پاتي دي،چې د ننګرهار والي له لورې د قضیې د څېړنې ډاډ ورکړل شو.
د شکایتونو اوریدو په لړۍ کې د یو شمیر خصوصي پوهنتونو زده کړیالانو د لوړ فیس له امله شکایت وکړ،چې د کمیسون له لورې اړونده پوهنتونونو ته په دې برخه کې د اصولي اجراتو ترسره کولو لارښوونه وشوه .
د مشتریانو په دې ځانګړې ورځ د شکایتونو اوریدو او غصب د مخنیوي کمیسون په فعالیدو ګڼ شمیر مشتریانو خوښي وښوده او خپلې ستونزو د شریکولو ترڅنګ یې د تعقیب په برخه کې د همکارۍ غوښتنې وکړې .
د یادونې وړده،چې د مشتریانو په نوم د هرې سې شنبې په ورځ د خلکو شکایتونه،ستونزې او د غصب مخنیوي په موخه اقدامات د ننګرهار والي په مشرۍ د شکایتونو اوریدو او غصب د مخنیوي کمیسون له لورې ترسره کیږي .
ویډیو لینک : https://www.youtube.com/watch?v=QAXHbXYvxrQ&t=53s
ننګرهار والي وایي،خلک دې د پخوا په څېر د قومي تړو له مخې د خپلو سیمو په امنیت ساتلو کې مرسته وکړي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د سمون او پراختیا ټولنې غړو سره د لیدنې پر مهال په ټولو برخو کې د خلکو ونډه مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ،چې د قومي تړو له مخې دې ولس د خپلو سیمو په امنیت ساتنه کې مرسته وکړي .
یاده لیدنه چې د وري په ۲۷مه ولایت مقام کې ترسره شوه،پر مهال یې د سمومن او پراختیا ټولنې مشر سید اغا حلیمزي د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د امنیتي پوستو،دویم ښوونخي او روغتون فعالیدو،برېښنا ستونزې د حل او یو شمیر نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنې وکړې .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل،د ولس له همکارۍ پرته بشپړ امنیت تامین ناممکن دی او د فکري تغیر په رامنځته کېدو یې ټینګار وکړ،چې خلک دې د پخوا په څېر د قومي تړو له مخې د خپلو سیمو په امنیت کې مرسته وکړي .
نوموړي زیاته کړه، د قومي تړو له مخې د پخوانیو دښمنیو ستونزې حل کیږي، ورور وژنې ته د پای ټکی کېښودل کیږي،د امنیت ساحه پراخوالی مومي او له امله خلکو ته د سوکاله ژوند زمینه برابریږي .
ویډیو لینک : https://www.youtube.com/watch?v=-QMUIMxlV_c
ننګرهار والي د پشه یې ژبې او قوم د تاریخي او کلتوري رواجونو د ساتلو په موخه د علمي سمینارونو جوړولو او پاملرنې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په افغانستان کې د پشه یې ځوانانو د رهبرۍ شورا غړو سره د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړ،چې د اطلاعاتو او فرهنګ او اړونده ادارو ته به لارښوونه وکړي،ترڅو د پشه یې ژبې او قوم د تاریخي او کلتوري رواجونو د ساتلو او بیا را ژوندي کولو په موخه علمي سمینارونه جوړ او ځآنګړې پاملرنه وکړي.
یاده لیدنه چې د وري په ۲۷مه ولایت مقام کې ترسره شوه،پر مهال یې د پشه یې ځوانانو د رهبرۍ شورا مشر حنیف الله پشه یي د ولایتي ادارې او نظام د ټولو قانوني کړنو څخه د ملاتړ ترڅنګ د پشه یې ځوانانو د ظرفیت لوړونې،ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابریدو،پشه یې ځوانانو ته د تصمیم نیولو په برخه کې ونډه ورکولو،اطلاعاتو او فرهنګ څخه د دوی د تاریخي او کلتوري رواجونو په ساتلو او یو شمیر نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنې وکړې.په جلال اباد ښار کې د پشه یې ځوانانو ټولنې منشی جاوید کریمي په ملي راډیو تلویزیون کې د پشه یې خپرونو د پیل کېدو،د پشه یې ژبې اړوند علمي سمینارونو د جوړیدو،دره نور او کوز کونړ ولسوالۍ کې د خلکو سره د مالدارۍ،باغدارۍ او کروندې په برخه کې د بېلابېلو مرستو ترسره کولو،دره نور کې د روغتیایي مرکز جوړیدو،ښوونځیو ته د لیسانس استادانو د ګمارنې،دره نور ته د غځیدلي سړک د پخیدو او یو شمیر نورې غوښتنې وکړې.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د پشه یې ځوانانو په یوالي خوښي وښوده او له دوی یې مننه وکړه،چې په اتحاد سره د نظام ملاتړ کوي،همدا راز یې ډاډ ورکړ،چې اطلاعاتو او فرهنګ او سکتوري خدمتونو رئیسانو ته به دنده ورکړي،ترڅو د پشه یې ژبې او قوم اړوند د تاریخي او کلتوري رواجونو د ساتلو په موخه علمي سمینارونه او نورې چارې ترسره کړي .
هغه زیاته کړه، د ښوونکو د ګمارنې په برخه کې ۱۱ سوه بستونه منظور کړي او له دوی وغوښتل،چې په کې د ګمارنې په موخه د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي .ښاغلي میاخیل ځوانانو ته د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو د امنیتي،ټولنیز،پرمختیایي او نورو برخو په اړه هم مالومات ورکړل . ویډیو لینک : https://www.youtube.com/watch?v=Dj1C18cMsi4&t=30s