تاند- د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې جګړه د شپېتو وسله والو کورنیو او بهرنیو طالبانو په وژلو پای ته ورسېده.
د ننګرهار د والي ویندوی احمد ضیا عبدالزي رسنیو ته وویل، جګړه، چې سهار وختي وسله والو طالبانو پر امنیتي پوستو په بریدونو سره پیل کړې وه، تر نن ماسپښینه پوري روانه وه.
عبدالزي وویل چې په دې جګړه کې شپږ افغان پولیس وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.
د حصارک ولسوال عبدالخالق وویل، شاوخوا زر تنو وسله والو پنجابیانو او افغان طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو په بریدونو کې برخه لرله.
مخکې د ننګرهار نورو چارواکو ویلي و چې حمله کوونکي له پاکستانه راغلي دي.
د حصارک ولسوال او د ننګرهار نورو چارواکو وویل چې ټول ترهګر وروسته له دې وتښتېدل چې سیمې ته نور امنیتي ځواکونه ورسېدل.
د حصارک ولسوال وايي چې په جګړه کې د ۷۰ او ۱۰۰ ترمنځ ترهګر وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
طالبانو تراوسه پوري د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
د جګړې تر ختمېدو مخکې د ننګرهار ولایتي چارواکو ویلي و چې افغان امنیتي ځواکونو له وسله والو مخالفانو، چې اکثره یې پاکستاني ترهګر دي، په سخته نښته کې لږترلږه ۴۰ تروریستان وژلي دي.