تاند- د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ په جامع جومات کې د چاودنې له کبله لږترلږه ۲۴ تنه ټپیان شوي دي.
د دې چاودنې، چې د خوګیاڼیو د کږې بازار د جامع جومات په محراب کې شوې، د ملا امام په شمول ۲۴ ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.
ویل کېږي چې د چاودنې په مهال ګڼ خلک د جمعې د لمانځه لپاره په جومات کې راټول شوي ول.
د سیمې د روغتون مسوولان وايي، ممکن د ټپیانو شمېر تر دې زیات وي او دا احتمال هم شته چې په چاودنه کې تلفات اوښتي وي خو روغتون ته یوازې ټپیان وروړل شوي دي.
تراوسه پوري چا د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو په وروستیو ورځو کې وسله والو طالبانو بمي بریدونو ته زور ورکړی دی. پرون یې په کابل کې دوې حملې وکړې او تر دې مخکې یې د پکتیکا په یحیاخېلو کې خونړۍ چاودنه کړې وه چې په ترڅ کې یې ۵۷ تنه ووژل شول او ۸۵ نور ژوبل شول.
د کابل په پرونۍ ځانمرګې حمله کې د ۱ بریتانیايي په ګډون ۵ تنه ووژل شول او ۳۳ نور افغانان ژوبل شول.
د خوګیاڼیو د نننۍ چاودنې د څرنګوالي په اړه لا کره معلومات نشته، څرګنده نه ده چې د ځای پر ځای شوي بم په نتیجه کې وه او که ځانمرګی برید و.
وروستی خبر:
طالبان وايي چې د ننګرهار د خوګیاڼیو په نننۍ چاودنه کې ۲۸ تنه ټپیان شوي دي. طالبان وايي چې دا برید دوی نه دی کړی بلکې حکومت کړی دی. دا لومړی ځل دی چې د وروستیو څو ورځو له پر له پسې بمي بریدونو وروسته طالبان د یوې حملې مسوولیت په زغرده ردوي او حکومت په هغې کې په لاس لرلو تورنوي.