عامې روغتيا مسولين وايي : دا هغه ولسوالۍ دي ، چې د  تيرو کمپاينونو پرمهال پکې د پوليو واکسين کم رنګه تطبيق شوی و  .

پوليو يا ګوزڼ  هغه خطرناکه ناروغي ده ، چې د ماشوم د دايمي معيوبيت سبب ګرځي او ددې ناروغۍ د مخنيوي يواځنۍ لار د پنځه کالو څخه  کم عمره ماشومانو ته  په مياشت کې يوځل د پوليو يا ګوزڼ واکسين دوه څاڅکي ورکول دي .

د دوشنبې په ورځ د ننګرهار په يوولسو ولسواليو کې د پوليو ياګوزڼ ضد واکسين څو ماشومانو ته د څاڅکو په ورکړه  رسماَ پيل شو.

د ننګرهار عامې روغتيا رياست مرستيالې ډکترې مقدسې  معراج وويل: پوليو يا ګوزڼ يوه وژونکي ناروغي ده ، چې د مخنيوي لپاره يې غوره  لار له  پنځه کالوڅخه کم عمره ماشومانو ته پخپل وخت د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين دوه څاڅکي ورکول دي.

دې دا هم وويل : د ياد پنځه ورځني کمپاين په  ترڅ کې به څلور لکه لس زره د پنځو  کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پوليو يا ګوزڼ  ضد واکسين څاڅکي ورکول شي .

د عامې روغتيا رياست مرستيالې له والدينو غوښتنه وکړه ، چې د واکسينو کمپاين پرمهال خپل ماشومان  واکسين کړي ، څو په راتلونکې کې د خطرناکې ناروغۍ له ګواښ څخه وژغورل شي .

په ورته مهال د دې ولايت د حج او اوقافو رياست مرستيال مولوي لعل تان همت وويل : ماشومانو ته د پوليو يا ګوزڼ ضد  واکسين څاڅکي ورکول شرعي جواز لري او له ديني عالمانو يې غوښتنه وکړه ، چې د ممبرونو له لارې د شريعت په رڼاکې د ياد واکسين پر ګټو خبرې وکړي .

د حزب اسلامي لوړو پوړي قوماندان فضل الرحمن کشمیرخان جنازه ادا شوه.

د دوشنبې په ورځ سهار پنځه بجې د حزب اسلامي ګوند د لوړ پوړي قوماندان ارواښاد فضل الرحمن ، چې مشهور په کشميرخان و، د جنازې مراسم یې د جلال اباد ښار شيرزي لوبغالي کې ادا او د کورنۍ او ګوند غړو له لوري کونړ ولايت ته ولیږدول شو.

د جنازې په مراسمو کې د دغه ګوند سلګونو مهمو غړو او نورو جهادي مشرانو ګډون کړی وو.

د دغه جنازې پر مهال د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام هم شریک شو،چې په کې مرحوم فضل الرحمن کشمیرخان د دې خاورې یو زړور اولاد ښودل شوی و او مړینه یې د هېواد لپاره لویه ضایعه بلل شوې وه.

ننګرهار والي په دغه پیغام کې ارواښاد ته د جنت الفردوس،کورنۍ،ګوندي او جهادي ملګرو ته یې د جمیل صبر هیله کړې وه.

مرحوم کشميرخان يو همسنګري او ده ته نږدې کس حاجي ګل فقیر د جنازې له ادا کولو وروسته وويل ، ارواښاد سترجنرال کشمير خان د کونړ ولايت شيګل ولسوالۍ د ډېري په کلي کې زيږدلی و ، چې په ديارلس سوه دري پنځوس هجري شمسي کال کې د ابن سينا لېسې څخه د فراغت سند ترلاسه کړ.  د نوموړي په وینا ارواښاد کشميرخان له ديارلس اوه پنځوس کال څخه را پدې خوا دجهاد

لاره غوره او دژوند ترپايه يې د اسلامي حزب په چوکاټ کې خپله جهادي لاره تعقيب کړه. د حزب اسلامي ګوند دغه لوړ پوړی قومندان د يکشنبې په ورځ د پښتونخوا په يوه روغتون کې د شکرې ناروغۍ له امله د ۶۲ کلونو په عمر وفات شو.

يادو مشرانو د ولسمشر او ننګرهار ولایت مقام څخه مننه وکړه،چې د ارواښاد کشمیرخان د جنازې مراسمو په تنظیم او امنیت کې یې بشپړه همکارې وکړه .

د داعش ډلې تبلیغاتي غړی ونیول شو.

ننګرهار ملي امنیت مؤظفینو د مهران په نوم یو شپاړس کلن ځوان چې غوښتل یې اچین ولسوالۍ ته د داعش ډلې سره د یو ځای کیدو په موخه ولاړ شي، له تګ وړاندې په تورخم ښارګوټې کې ونیو.

نوموړي اعتراف کړی،چې له تېر یو کال راهیسې د داعش وسله والې ډلې د جلب او جذب په موخه په ټولنیزو رسنیو کې تبلیغاتي دنده ترسره کوله او په وروستیو کې یې غوښتل چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش په لیکو کې نور فعالیتونه هم زیات کړي .

د داعش ډلې تبلیغاتي دغه شپاړس کلن تېره ورځ د ملي امنیت مؤظفینو له لورې د تورخم په ښارګوټې کې ونیول شو.

ننګرهار امنیه قوماندانۍ کې د نشه یې توکو پر وړاندې مبارزې مدیریت ترڅنګ ګڼ شمېر نوي مسؤلین وټاکل شول.

ننګرهار امنیه قوماندانۍ کې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ترڅنګ بېلابېلو برخو ته نوي مسؤلین وګمارل شول.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په وړاندیز او د کورنیو چارو وزارت په منظورۍ سمونیار فدامحمد د دغه قوماندانۍ د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته منسوبینو ته ور وپېژندل شو.

په همدې موخه د زمري په ۴مه جوړ شوو مراسمو کې ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد وویل، په دولتی ادارو کې تغیر او تبدیل یواساسي اصل دی،چې د چارو د ښه والې په موخه د مسؤلینو له لورې ترسره کیږي .

نوموړي د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزی نوي مدیر ته د دندې د مبارکۍ ترڅنګ لارښوونه وکړه،چې په مرکز او ولسوالیو کې دهر ډول نشه یی توکو د کښت ، قاچاق او استعمال په مخنیوي کې ګړندې هڅې وکړي .

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې نوي مدیر سمونیار فدا محمد امنیه قوماندان او ټولو منسوبینو ته ډاډ ورکړ،چې د قانون د حکمونو مطابق به خپله مقدسه دنده په پوره میړانه او صداقت سره ترسره کړي .

دا په داسې حال کې ده،چې په پولیسو کې د سمون په موخه د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په هلو خلو په وروستیو کې سمونوال دارا شاه دپیژند مدیر ،سمونیار هدایت الله د اولې امنیتی حوزې امر، سمونوال صاحب خان د روداتو امنیه قوماندان ، سمونوال عبدالمتین د مهمندرۍ قوماندان ،څارمن عبیدالله د ریزف قطعې قوماندان او لمړی څارن توریالی د قرارګاه د ټولي قوماندان په توګه په دندو ګمارل شوي دي.

 جلال اباد کې د عدالت په نوم د سوک وهنې نوی کلب پرانستل شو.

د ننګرهار ولایت فوټبال فدراسیون سپورټي سټډیوم کې د عدالت په نوم د سوک وهنې نوی کلب د زمري په ۴مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو.

د دغه کلب چارې به د استاد پسرلي خاکسار او د خیبر پښتونخوا د پروفیشنل سیالیو لومړي مقام ګټوونکي افتخار ساپي لخوا ترسره کیږي.

ننګرهار بدني روزنې آمر شاهدالله صافي خوښي څرګنده کړه،چې د عدالت په نوم د سوک وهنې کلپ په عصري او معیاري بڼه په فعالیت پیل وکړ.

نوموړي زیاته کړه، یاد کلب د سياليو د ترسره کولو په موخه د رينګ درلودونکی دی چې د ولايت او په ملي کچه به د سياليو د ترسره کولو په موخه ورڅخه ګټه واخیستل شي .

د کابل د وړمې ورځې پېښې شهیدانو روح ته د دعا په موخه د قران عظیم الشان ختم ترسره شو .

د کابل د وړمې ورځې پېښې شهیدانو روح ته د دعا په موخه د قران عظیم الشان ختم ترسره شو.

د ننګرهار ګمرک ریاست کې د دغه ادارې د مشر او ټولو کارکوونکو له لورې په کابل ولایت کې د وړمې ورځې پېښې شهیدانو روح ته د دعا په موخه د قران عظیم الشان ختم ترسره شو.

د ګمرک رئیس د نورو په استازۍ په کابل کې د وړمې ورځې پېښه په کلکو ټکو سره وغندله او د پېښې شهیدانو ته یې د فردوس جنت او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه.

د چپرهار مسؤلینو او مخورو د وضعیت د لا ښه والې په موخه ګډه غونډه وکړه .

د چپرهار مسؤلینو او مخورو د وضعیت د ښه والې په موخه ګډه غونډه وکړه .

ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ مسؤلینو،قومي مشرانو،دیني عالمانو ، پرمختیایي شوراګانو غړو، ځوانانو او یو شمېر نورو سره د دغه ولسوالۍ د اوسني وضعیت د ښه والې په موخه ګډه د همغږۍ غونډه وکړه .

د ولسونو په استازۍ محکم خان، مولوی قیوم ، ملک یار محمد ، ملک عین الله او یو شمېر نورو د خپلو خبرو پر مهال په ټولو چارو کې د ولسوالۍ منسوبینو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

د چپرهار ولسوال نعمت الله نورزي د قومونو څخه مننه وکړه،چې له دوی سره یې د همکارۍ ژمنه وکړه .

نوموړي زیاته کړه،په دغه ولسوالۍ کې د ملکي او نظامي ادارو ترمنځ پوره همغږي شتون لري او د دوی په هلو ځلو به هڅه وکړو،ترڅو امنیت تامین او حکومتدارۍ،پرمختیایي او نورو چارو ته زمینه برابره کړي .

په دغه غونډه کې د چپرهار امنیه قوماندان احسان الله ، ملي اردو قوماندان ذبیح الله ، عامه نظم قوماندان نثاراحمد،ملي امنیت مدیر پاچا او ګډون شمېر نورو ګډون کړی و.

له یاد مرکز څخه تر دا مهاله نږدې اویا زره ملي، سیمه ییز او نور پولیس تر روزنې وروسته ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي .

په تورخم ښارګوټې کې د غېرې ثبت شوو راستنیدونکو کډوالو سره مرستې په چټکۍ رواني دي .

د کډوالو چارو رئیس غلام حیدرفقیرزی وایي ټولې هغه کورنۍ چې د پاکستاني منسوبینو له لورې په جبري ډول را لیږدول کیږي او اړمنې دي، د دوی ادارې په هلو ځلو ورسره د خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرستې ترسره کیږي .

نوموړی زیاتوي په دغه توکو کې د اشپز خانې وسایل،کمپلې،بېلابېل کیټونه،غوړي، وړه،کلچې او نور شامل دي او هغه مهال تازه غېرې ثبت شوو کډوالو ته تورخم ته د را ستنیدو پر مهال ورکول کیږي .

د یادونې وړده په دې وروستیو کې د پاکستان څخه د تورخم ښارګوټې له لورې هره ورځ لسګونه کورنۍ هېواد ته را ستنیږي،چې ور سره د نغدو ترڅنګ د بېلابېلو توکو مرسته کیږي .

پولیسو ۴۴ کیلو ګرامه چرس نیولي .

ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخیلو سیمه کې پولیسو د پلټنو پر مهال پر یو عراده هینو ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي ۴۴ کیلو ګرامه چرس نیولي.

دوه ورځې وړاندې پولیسو په یاده سیمه کې ۵۵ کیلو ګرامه تریاک هم نیولي و.

چپرهار کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول .

ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په ګلدرې سیمه کې تېره ورځ د امنیتي منسوبینو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې پر مهال څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي .

د معلوماتو له مخې په دغه نښته کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبنیو ته کوم زیان نه دی اوښتی .

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې له شاقه کارونو څخه د ماشومانو مخنيوي په موخه يو ورځني ورکشاپ ترسره شو.

د کار او ټولنيزو چارو رئيس عبدالحکيم شېرزاد وايي: د دوي د ادارې په ګډون د پوهنې ،عامې روغتيا رياستونو،کارګرو اتحاديې او د سره رود ولسوالۍ دخښتو بټيو د خاوندانو سره يې دماشومانو دساتنې په موخه يو پروتوکول کړي ،چې له مخې به يې ماشومان په بټيو کې نه کارول کېږي .

شېرزاد دورکشاپ ګډونوالو ته دوينا پرمهال وويل :دمعاش بديل ترنامه لاندې يې يو پلان تر لاس لاندې نېولي چې مرستندويه ادارو پرمټ هغه کورنۍ په مالي برخه کې ملاتړ کړي، چې په بټيو کې کار کوي ، خو خپل ماشومان په بهټيو کې نه کاروي.

ده همداراز د ماشومانو دحقوقو په اړه دعامه پوهاوي دبرنامې دپلي کېدو ترڅنګ دخښتو په بټيو کې ماشومانو ته دکليوالي ښوونځيو او ګرځنده روغتيايي مراکزو د جوړولو وړانديز وکړ.

دولايتي شورا غړې نېلوفر عزيز او دسره رود ولسوال د ماشوم ساتنې دپروګرام ملاتړ وکړ او له اړونده دولتي ادارې سربېره يې دماشوم ژغورنې مرستندويه ادارو څخه په ياده ولسوالۍ کې دخښتو په بټيو کې پر درنو کارونو اخته ماشومانوته دلا پاملرنې غوښتنه وکړه .

په درنو کارونو اخته ماشوم په ډېره معصومه لهجه وويل:دوي له نورو ماشومانو په جسمي او ذهني لحاظ ورورسته پاتې دي بايد ماشومتوب يې وژغورل شي .

دا په داسې حال ده چې دکار دقانون له مخې له څوارلس کالو کم عمره ماشومانو باندې هيڅوک د درانو کارونو دترسره کولو حق نلري .

د خپلواکۍ ورځې د نمانځلو به موخه د ازادۍ اتل شاه غازي امان الله مقبرې د ترمیم او پاکۍ له چارو څخه لیدنه وشوه.

په هېواد کې د خپلواکۍ د اوه نوي يمې کليزې په رانږدې کېدو سره د ننګرهار ولايت چارواکي په دې ولايت کې دښې نمانځنې په موخه په تابياوو بوخت دي .

د ولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال ، چې د جلال اباد ښاروال هم ورسره و ، دازادۍ اتل شاه غازي امان الله خان مقبرې او د امير شهيد باغ څخه د ترميم او پاکۍ په موخه ليدنه وکړه .

ګرديوال د جلال اباد ښاروال ته د مقبرې د ترميم او د باغ د پاکوالي سپارښتنې وکړې .

ولايت مرستيال په ټينګار سره وويل: د شاه غازي امان الله خان مقبره او ياد باغ بايد نمونه يي جوړ شي او په باغ کې د خپل سرو خلکو دکړنو مخه ونيول شي .

د جلال اباد ښاروال حميد الله افغان دمقبرې او باغ په رغاونه کې ډاډ څرګند کړ او ويې ويل: په نږدې وخت کې به په باغ کې دبيارغاونې چارې پيل شي او په اساسي ډول به ورغول شي.

ښاروال په يادو برخو کې دخلکو رول هم مهم وباله او په دې برخه کې يې ترې دهمکارۍ غوښتنه وړکړه .

په دوه سوه ېو سېلاب قول اردو کې د ۶۷ تنو منسوبينو د ظرفيت لوړونې په موخه پيل شوی دوه مياشتنی سيمنار د فراعت پاڼو په ورکړې سره پای ته ورسېد.

د دوه سوه ېو سېلاب قول اردو د تعليم او تربيې مدير ډګرمن رحمت الله وويل: ياد سيمنار ته اوه شپېته تنه منسوبين له بېلابېلو جزتامونو څخه پيژندل شوي و.

نوموړی وايي: دوی د دوو مياشتو په موده کې د استادۍ او توپچي مسلک په برخو کې د داخلي او بهرنيو همکارانو په همکارۍ زده کړې ترلاسه کړې.

د يادې قول اردو مرستيال بريدجنرال محمد علي شجاعي منسوبينو ته دا ډول سيمنارونو پيلول ګټور ياد کړل او دغه راز يې د ايتلافي قواوو له همکارۍ مننه وکړه او د ورته سيمنارونو په تکرار ډول د جوړيدو غوښتوونکی شو.

دوه ویشت داعش وسله وال ووژل شول .

ننګرهار ولایت په اچین او نازیانو ولسوالیو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې د بېلابېلو بریدونو پر مهال ۲۲ داعش وسله وال ووژل شول او ۲۱ نور ټپيان شول،همدا راز د دوی ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه تللي .

د اچین ولسوالۍ په باندرخوله سیمه کې د ځانګړو کورنیو ځواکونو د ځمکني بریدونو په ترڅ کې ۱۷ داعش وسله وال وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان شوي دي .

همدا راز د نازیانو ولسوالۍ په ژۍ سر سیمه کې د هوایي برید له امله پنځه داعش وژل شوي او همدا راز د دوی یو میل دهشکه هم لمنځه تللې .

په وژل شوو داعشیانو کې بهرنیان هم شامل دي،چې ورسره یې ګڼ شمېر وسلې هم تخریب شوي دي .

One thought on “د ننګرهار د دوشنبې خبرونه”
  1. دا خبرونه ډېر خو ډېر اوږده دي خو زما یې په دا عنوانونو سترګې ولګېدلې؛ په عنوانونو کې د نسبتي (د) غورځول د ژبې جوړښت سخت بدرنګوي. په پورتني متن کې څو مثالونه:
    ۱. عامې روغتيا مسولين
    ۲. ننګرهار امنیه قوماندانۍ کې
    ۳. ننګرهار ملي امنیت مؤظفینو
    د دغو او دې ته ورته نورو ټولو په سر کې دال راځي او داسې لیکل کیږي؛
    د عامې روغتیا مسؤلین، د ننګرهار امنیه قوماندانۍ کې، د ننګرهار د ملي امنیت مؤظفینو….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *