د ننګرهار ولایت بېلابېلې ستونزې د یوې ناستې په ترڅ کې د ګڼ شمېر وزیرانو او اړونده مسؤلینو سره د حل په موخه شریکې شوې .

د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په نوښت او د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځآنګړي استازي احمدضیا مسعود په هلو ځلو د دې ولایت بېلابېلې ستونزې د اړونده وزارتونو وزیرانو او نورو مسؤلینو سره د یوې ناستې په ترڅ کې د حل په موخه شریکې شوې .

دغه ناسته چې د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضیا مسعود په دفتر کې جوړه شوې وه،په کې ننګرهار والي،د ولایتي شورا مرستیال،د دې ولایت یو شمیرمخورو،د سکتوري ادارو رئیسانو او یو شمیر نورو ګډون کړی و.

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځآنګړي استازي احمدضیا مسعود په مشرۍ په جوړه شوې ناسته کې د ټولګټو چارو،کلیو پراختیا،کډوالو چارو او ترانسپورټ وزیرانو،د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارۍ سرپرست،د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست،د اوبو اوبرېښنا،برېښناشرکت،کورنیو چارو وزارت،مالیې وزارت،عامې روغتیا وزارت،پوهنې وزارت،کرنې او مالدارۍ وزارت،د هوایي چلند ادارې،د ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې، د حج او اوقافو وزارت،د سوداګرۍ وزارت او ځمکو خپلواکې ادارې مرستیال وزیرانو او استازو ګډون کړی وو.

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځآنګړي استازي احمدضیا مسعود وویل، ننګرهار ولایت ته یې د سفر پر مهال د مسؤلینو او مخورو سره ژمنه کړې وه،چې د اړونده وزیرانو سره به یې ستونزې د حل په موخه شریکي کړي او په همدې موخه یې یاده ځآنګړې ناسته جوړه کړې ده .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،د ولایتي شورا مرستیال ډاکټرلعل محمد دراني،د عامې روغتیا،کرنې او مالدارۍ،کلیو پراختیا،ټولګټو چارو او قومي مشرانو د خپلو خبرو پر مهال د وزارتونو او خپلواکو ادارو د مسؤلینو څخه په ننګرهار کې د صنعتي پارکونو د پیاوړتیا،برېښنا ستونزې د حل،د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک چارو د ګړندیتوب،د کابل ـ جلال اباد سړک د ترمیم،د ملکي میدان د جوړولو او د غصب او فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د همکارۍ غوښتنې وکړې.

دوی همدا راز په جلال اباد ښار کې د پنځه حوزو د فعالیدو،د کانال د فارمونو د ساتنې قطعې د جوړیدو،د CBR پروسې پر شفافیت او ګړندیتوب،د بهسودو پل دواړو خواو ته د سړکونو جوړونې،د عامې روغتیا د تشکیل د زیاتوالې،د کډوالو لپاره د خانکي ښارګوټې د ځمکې د انتقال،د ښوونکو د تشکیل د زیاتوالې،د ښځینه ښوونکو جذبولو،د ۵ زره ټنه سړې خونې د جوړیدو،د شاهي ماڼۍ،سراج العمارت بڼ او یو شمیر نورو تاریخي تاسیساتو بیا ترمیم،د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې په چوکاټ کې د ځآنګړو پروژو د ورکړې او یو شمیر نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .

ننګرهار والي همدا راز د کاشکوټ،بړو،بحراباد او کامې او ثمرخیلو ترمنځ د غځیدلو پلونو د جوړولو ترڅنګ په ننګرهار کې د بورې فابریکې د بیارغونې،د ولسوالیو اته زونونو کې د عامه کتابتونونو د جوړولو او امیرغازي امان الله خان د مقبرې جوړېدو غوښتنې وکړې.

ښاغلي منګل همدا راز په ننګرهار کې د یو مرکزي دارالعلوم او د مرکزي دارالحفاظ لپاره د ځانګړې لیلیې د جوړیدو غوښتنه هم وکړه .

یادو مسؤلینو په ګڼ شمیر نورو برخو کې هم د وزیرانو او د وزارتونو د بېلابېلو معینانو او خپلواکو ادارو مسؤلینو څخه غوښتنې وکړې .

د دې ناستې په ترڅ کې د ټولګټو چارو وزیر د جلال اباد ـ کابل دویم لین سړک د چارو د ګړندیتوب،کابل ـ جلال اباد سړک د بیا ترمیم، بهسودو پل دواړو خواو د سړکونو جوړولو او یو شمیر نورو برخو کې د جدي اقداماتو ژمنه وکړه.

د ترانسپورټ وزیر محمد الله بتاش او د هوایي چلند معین ژمنه وکړه،چې په ټول توان سره به هڅه وکړي،ترڅو په ننګرهار ولایت کې د هوایي میدان د جوړولو په موخه د ټآکل شوي سیمې د احاطې او ځمکې د انتقال چارې بشپړې کړي .

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر انجینر نصیراحمد دراني وویل،هڅه به وکړي،چې د ولسي تړون پروګرام د دې ولایت ټولو ولسوالیو ته وغځوي او ژمنه یې وکړه،چې د دې ولایت هغه ولسوالیو کې به ځآنګړي پروژې پیل کړي،چې ولسونه یې بې ځایه او زیانمن شوي دي.

د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزیر عالمي بلخي وویل،د خانکي ښارګوټې د انتقال پروسې چارې یې ګړندۍ کړي،د یاد ولایت بې ځایه شوو کورنیو لپاره یې ۳۵۰ زره امریکایي ډالر منظور کړي او ژمنه یې وکړه،چې په ننګرهار کې به له کډوالۍ راستنو شوو او بې ځایه شوو کورنیو لپاره ځآنګړې مرستې برابري کړي .

د دې ناستې په ترڅ کې د عامې روغتیا،کرنې او مالدارۍ،سوداګرۍ او صنایعو،اطلاعاتو او کلتور،مالیې،کورنیو چارو،برېښنا عمومي شرکت،ځمکو خپلواکې ادارې او یو شمیر نورو وزارتونو او ادارو مسؤلینو پخپلو برخو کې د مرستې او همکارۍ ژمنې وکړې.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یادو ټولو مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې د ننګرهار ولایت سره یې په بېلابېلو برخو کې د مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.

هغه همدا راز د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر د ځآنګړي استازي احمدضیا مسعود څخه هم مننه وکړه،چې د ننګرهار ولایت د ستونزو د شریکولو په موخه یې د اړونده وزارتونو مسؤلینو سره ورته د ناستې زمینه برابره کړه .

ننګرهار والي د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د سرپرست عبدالمالک صدیقي له هڅو هم مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه،چې د وزارتونو او نورو مسؤلینو لورې ننګرهار سره د شوو مرستو د ژمنو برخه کې له ولایت مقام سره همکاري وکړي.

د ختيځو ولايتونو د کليدي ملکي مامورينو د کاري تجربو د شريکولو په موخه دوه ورځنی ورکشاپ پيل شو.

ياد ورکشاپ د ننګرهار ولايت مقام په نوښت او د امريکا متحده ايالاتو نړيوالې پراختيايي ادارې (اسلا) په تخنيکي مرسته برابرشوی دی .

د غه دوه ورځنی ورکشاپ د وري په ۲۷مه د ننګرهار په قبايلو چارو رياست کې پيل شو، چې پکې د ختيځو ولايتونو مرستيال واليانو سربيره د بېلابېلو سکتوري ادارو مسئولينو ګډون کړی و.

د اسلا ادارې مسئولينو په وينا ياد ورکشاپ پدې موخه جوړ شوی ، څو د ننګرها ر، کونړ ، لغمان او نورستان ولايتونو کليدي ملکي مامورين خپلې لاسته راوړنې او کاري تجربې سره شريکې کړي او په عمل کې ور څخه ګټه واخلي.

د ننګرهار ولايت سرپرست مرستيال سرڅيړونکي ډاکتر محمدعلم اسحاقزي د ياد ورکشاپ د پرانيستې پرمهال وويل، چې د سکتوري ادارو مسئولينو ته پکارده ، چې د سالم رقابت له مخې خپل خدمات ولسونو ته وړاندې کړي او يو د بل کاري تجربو او نظرياتو څخه په کاري ساحه کې مثبته ګټه واخلي .

داسحاق زي په خبره د دغه ډول ورکشاپونو پرمټ د سکتوري ادارو ترمنځ همغږي رامنځته کيږي او د اداري فساد او نورو ناقانونه کړنو مخه نيول کيدای شي .

د ولايت سرپرست مرستيال د ټولو سکتوري ادارو له مسولينو غوښتنه وکړه ، چې په ادارو کې کيفيت ته لومړيتوب ورکړي او د اداري فساد مخنيوي ، قانون حاکيميت او په اداري پرمختګ کې د يوبل له تجربو څخه ګټه پورته کړي .

دغه راز د ورکشاپ په جريان کې د ختيځو ولايتونو مرستيال واليانو د تير ۹۵ کال د لاسته راوړنو ، ستونزو او وړانديزونو په تړاو د خپلو ولايتونو بشپړ معلومات د ورکشاپ ګډونوالو ته وړاندې کړل .

په ننګرهار کې د پوليو يا ګوزڼ ضد د واکسين درې ورځنی کمپاين پيل شول

د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې د ياد کمپاين پر مهال به په ختيځ زون کې يو ميليون او دوه ويشت زره له پنځو کالونو کم عمره ماشومان واکسين شي..

د پوليو يا ګوزڼ ضد درې ورځنی کمپاين د يکشنبې په ورځ د ننګرهار ولايت د ښځو چارو رياست کې څو ماشومانو ته په خوله کې د واکسين دوو څاڅکو په اچولو سره پيل شو..

د عامې روغتيا رياست مرستيالې ډاکټرې مقدسې معراج وويل، چې د ياد کمپاين په ترڅ کې به په ختيځ زون کې يو ميليون او دوه ويشت زره له پنځو کالونو کم عمره ماشومان واکسين شي.

د معراج په وينا يواځې په ننګرهار کې به شپږ لکه څلور زره ماشومانو ته د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين تطبيق شي.

د عامې روغتيا رياست مرستيالې وويل، چې د دې ولايت په کوټ، اچين ، هسکې مېنې او پچير اګام ولسواليو کې د امنيتي ستونزو له امله شاوخوا پنځلس زره ماشومان د واکسين له تطبيق څخه پاتې کيږي.

د ننګرهار ولايت د ښځو چارو رئيسې انيسې عمراني او د حج او اوقافو رياست استازي له قومخورو او ديني عالمانو غوښتنه وکړه ،چې د پوليو واکسين په تطبيق کې روغتيايي کار کوونکو سره همکاري وکړي.

دوی د ټولو کورنيو په مشرانو غږ وکړ ، چې واکسين کوونکو ټيمونو ته خپل ماشومان د واکسين د تطبيق په موخه ور وړي.

د ننګرهار استيناف څارنوالۍ رئيس په مشرۍ يو شمېر څارنوالانو د دې ولايت عمومي محبس له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه او د بنديانو ستونزې واوريدې .

دغه ليدنه ، چې د وري په ۲۷ مه د ننګرهار استيناف څارنوالۍ رئيس خالد اوريا په مشرۍ او ديو شمېر څارنوالانو او ننګرهار محبس عمومي مدير په ملتيا د ياد محبس د بېلابېلو برخو څخه ترسره شوه پرمهال يې دښځينه او نارينه بنديانو ستونزې واوريدې.

د ننګرهاراستيناف څارنوالۍ رئيس خالد اوريا او ورسره پلاوي د دې ولايت عمومي محبس دروغتيا يي مرکز، بند خونو ، توقيف ځای او پخلنځي څخه په داسې حال کې ليدنه وکړه او ستونزې يې واوريدې ، چې د ننګرهار محبس عمومي مدير سمونوال ميرحضرت ستانکزي له لوري معلومات ورکول کيدل.

ياد پلاوي د محبس دروغتيايي مرکز څخه دليدنې پرمهال د ناروغانو ستونزې واوريدې او هغوئ ته يې د بېړنۍ روغتيا هيله وکړه.

د ننګرهار استيناف څارنوالۍ رئيس او ورسره پلاوي دمحبس د يو شمېر برخو څخه له ليدنې وروسته په بند خونو کې د شته بنديانو په استازولۍ څو تنو سره ناسته ترسره کړه ، چې پرمهال يې بنديانو ورته ستونزې بيان کړې.

بنديانو د ناستې پرمهال دبند د مودې له پوره کيدو وروسته په بند خونو کې د پاتي کېدو ، د تخفيف فرمانونو ځنډېدو، د دوسيو په خپل وخت د نه څېړلو او يو شمېر نورو ستونزو يادونه وکړه ، چې د مسئولينو له لوري دحل ډاډ ورکړل شو.

دننګرهار استيناف څارنوالۍ رئيس وويل، چې په اړونده ادارو کې يو شمېر ستونزې شته خو ډاډ يې ورکړ ، چې دخپل صلاحيت په چوکاټ کې داړونده ارګانونو سره په ګډه دقانون سره سم به ورته مناسبې دحل لارې ولټوي .

نوموړي په ناسته کې دتخفيف په فرمانونو خبرې وکړې ويې ويل د تخفيف فرمانونه دمرکزي ادارې کار دی او ټېنګار يې وکړ ، چې محبس داصلاح ځای دی او پکې دمېشتو بنديانو انساني حقوقو ته بايد لا ډېر درناوی وشي.

دغه راز د ننګرهار محبس عمومي مدير سمونوال ميرحضرت ستانکزي په دغه ليدنه کې پلاوي ته د يو شمېر دوسيو په اړه معلومات ورکړل او له بنديانو يې غوښتنه وکړه ، چې خپلې ستونزې ورسره نېغ په نېغه شريکي کړي او د محبس د ننه په چارو کې د لاسمون په موخه ورسره مرسته وکړي.

يو شمېر بنديانو په بندخونو کې پاکوالي ته د کمې پاملرنې ، د وکالت په بدل کې ورڅخه دډېرو پيسو غوښتلو او يو شمېر نورو دې ته ورته ستونزو يادونه وکړه .

سمونوال ميرحضرت ستانکزي وويل، چې اوس مهال د دېرش تنه مېرمنو په ګډون په ننګرهار محبس کې شپاړلس سوه دوه نوي تنه د بېلابېلو جرمنو په تور بنديان دي ، چې د محبس دظرفيت په پرتله يې شمېره لوړه ده.

بنديانو په دې خوښي وښوده ، چې په ننګرهار محبس کې ورته داسلامي زده کړو ترڅنګ داجتماعي علومو او حرفوي زده کړو زمينه برابره ده .

د جلال اباد ښاروالۍ د څار او ارزونې امريت مسولين وايي: د ښاري نظم کميسون د ګډ کمپاين پر مهال يو شمېر هوټلونه د مهرلاک ترڅنګ ، بې ځايه هډې ، پلو لارو خلاصون او د سړک غاړې نه د موانعو لرې کولو په موخه پراخ کمپاين ترسره کړ.

د جلال اباد ښاروالۍ د څار او ارزونې امريت سرپرست امر عبيد لله آغا وايي ياد کمپاين يې د ننګرهار والي په امر او جلال آباد ښاروال په لارښوونه پيل کړی دی.

عبيداغا وايي: هېڅوک حق نه لري ،چې په عمومي سړکونو ، واټونو او څلورلارو کې پېر او پلور وکړي.

نوموړی زياتوي کسبګرو او اصنافو اتحاديې او هټيوالو ورسره منلې ، چې د ښاري نظم او پلو لارو خلاصېدو په موخه به ياد کميسون سره همکاري کوي .

دی وايي: ښاروالۍ د ښار په بېلا بېلو ساحو کې د لاسي پلورونکو لپاره ځايونه په ګوته کړي بايد لاسي پلورونکي خپلو ټاکل شويو ځايونو ته لاړ شي .

د جلا ل اباد ښار يو تن اوسېدونکي حفيظ الله له ننګرهاروالي او جلال آباد ښاروال څخه مننه وکړه ،چې د ښاري نظم په موخه يې ياد کميسون ټاکلی دی.

د ښاري نظم په جوړ شوي کمېسون کې په ښاروالۍ ادارې سربېره ، ترافيک ، ترانسپورت او نورې ادارې شاملې دي د ياد کميسون په ټکو په ښار کې دګڼې ګوڼې يو لامل له نورو ولايتونو څخه دې ښار ته دخلکو راکډه کيدل او ښاري نظم ته دښاريانو نه پاملرنه ده .

د عامه نظم اومې لوا په وړانديز او کورنيو چارو وزارت په منظورۍ د دغې لوا دويم کنډک قوماندان او درستيزوال وټاکل شول.

په همدې موخه د عامه نظم اومې لوا دويم کنډک کې په جوړو شويو مراسمو کې د عامه نظم اومې لوا قوماندان مل پاسوال نصير احمد ساپي ته لومړی په دغه کنډک کې عسکري نظام تقديم شو.

د مراسمو پرمهال د عامه نظم اومې لوا قوماندان د ياد کنډک منسوبينو هڅې وستايلې، چې څه موده وړاندې يې مخالفينو ته په لغمان ولايت کې نورور ځواکونو سره په ګډه درنه مرګ ژوبله واړوله.

ساپي ، د کنډک د پخواني قوماندان کارونه مثبت وارزول او نوی قوماندان يې منسوبينو ته ورپيژانده.

دغه راز د لوا قوماندان له لوري د دغه کنډک لپاره نوی درستيزوال سمونيار غلام مصطفی حيران هم پرسونل ته ور وپيژندل شو او په خپله دنده يې پيل وکړ.

ساپي دغه راز دواړو نويو ټاکل شويو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې خپله دنده په صداقت پر مخ يوسي او د ولسونو امنيت خونديتوب لپاره شپه او ورځ هلې ځلې وکړي.

د دويم کنډک قوماندان سمونمل عبدالولي او درستيزوال سمونيار غلام مصطفی د لوا قوماندان ته ډاډ ورکړ، چې په خپل ټول توان به د لغمان ولايت ولسونو سره په همغږۍ دغې ولايت کې د مخالفينو د ځپلو او دغه سيمه کې د امنيت خونديتوب لپاره کار وکړي.

نهه تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونيول شول

د ننګرهار ولايت جنايي جرمونو پر وړاندې مبارزې مديريت پولیسو د جلال اباد ښار، مومندرې او هسکې مېنې ولسواليو کې نهه تنه د قتل، غلا، تخريبي کړنو، او الکولي مشروباتو سره نيولي دي.

د جنايي جرمونو پر وړاندې مبارزې مديريت مسئولين وايي، چې پولیسو د جلال اباد ښار دويمې ناحيې کې دوه تنه د قتل او يو تن د درې زره امريکايي ډالرو او سل زره افغانيو د غلا په تور نيولي دي.

د معلوماتو له مخې په درېيمه ناحيه کې د پلټنو پر مهال دوه تنه د نشې په حال کې د درې بوتله الکولي مشروباتو سره يو ځای نيول شوي دي.

دغه راز په ورته وخته کې د موندرې ولسوالۍ ۲۸ مې ويالې سيمه کې يو تن د يو ريموټ کنټرول سره يو ځای نيول شوی او تر پوښتنو لاندې دی.

بل لور ته د هسکې مېنې ولسوالۍ ياغي بند سيمه کې د وسله والو مخالفينو له لوري ځای پر ځای شوی ماين تر چاودنې وړاندې پوليسو کشف او لمنځه وړی.

په ۲۲۵ جريبه ځمکه کې د کوکنارو کښت لمنځه يوړل شو

د ننګرهار ولايت په چپرهار او خوږياڼو ولسوالۍ کې د کوکنارو لمنځه وړلو کمپاين دوام لري او دا ځل ۲۲۵ جريبه ځمکه کې د کوکنارو کښت لمنځه يوړل شو.

د معلوماتو له مخې د دغه کمپاين په ترڅ کې په چپرهار کې ۱۴۰ جريبه او په خوږياڼو ولسوالۍ کې ۸۵ جريبه ځمکه کې کوکنارو لمنځه یوړل شو.

په ننګرهار کې د کوکنارو لمنځه وړلو کمپاين په ترڅ کې تر دې مهال سلګونه جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوېده او کمپاين لا هم دوام لري.

د کلاشنکوف څلور زره فيره مرمۍ او بېلابېلې پرزې ترلاسه شوې

د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ ثمر خېلو سيمه کې پوليسو په يوې کرولا ډوله موټر کې له دوو تنو سره ۴ زره فيره د کلاشنکوف مرمۍ، د کلاشنکوف ۱۴ قفاقونه، ۴ کيټونه او يو سوزنک ترلاسه کړل.

تر دې وړاندې هم پوليسو د پلټنې پر مهال يولس زره شپږ سوه فيره د کلاشنکوف مرمۍ، چاودونکي توکي او نظامي تجهيزات ترلاسه کړي و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *