ننګرهار والي د داعش سره په جګړه کې د ټپي شوو ملکي وګړو د روغتیا پوښتنه وکړه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د غبرګولې په ۸ مه د دې ولایت په حوزوي روغتون کې د اچین ولسوالۍ په وچ کوټ سیمه کې د داعش وسله والو سره د جګړې پر مهال د ټپي شوو ملکي وګړو د روغتیا پوښتنه وکړه .
د ولایتي شورا غړي عبیدالله شینواري، عامې روغتیا رئيس ډاکټرنجیب الله کاموال، قومی مشر حاجي حیات خان، د حوزوي روغتون رئیس ډاکټر احسان الله شینواري او یو شمیر نورو هم د دې پوښتنې پر مهال د ننګرهار والي ملتیا کوله.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل لومړی د یادې سیمې مخورو ته د جګړې پر مهال د یوې مېرمنې په ګډون د شپږو شهیدو ملکي وګړو د فاتحې مراسم ترسره کړل .
هغه په پېښه کې شهیدو کسانو ته د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر هیله وکړه .
نوموړي زیاته کړه، د وچ کوټ ولسونو نه هیریدونکې مېړانه کړې او هیڅکله به یې هم ولایتي اداره یواځې پرينږدي او ژمنه یې وکړه،چې په ټولو برخو کې به ورسره لازمې مرستې ترسره کړي.
ښاغلي منګل،په یاده پېښه کې د یوې مېرمنې په ګډون د درې تنو ټپیانو د روغتیا پوښتنې پر مهال له دوی سره د نغدي مرستې ترڅنګ روغتیا پالو ته لارښوونه وکړه، چې د دوی درملنې ته ځآنګړې پاملرنه وکړي .
د جګړې پر مهال ټپي شوو ملکي وګړو او د شهیدانو د کورنۍ غړي د خپلو خبرو پر مهال د داعش په لمنځه وړلو ویاړ وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د خپلو سیمو د ساتنې په موخه به لا هم هر ډول قربانۍ ورکړي .
د یادونې وړده، چې څو ورځې وړاندې لسګونو داعشیانو د اچین ولسوالۍ په وچ کوټ سیمه کې د ملکي وګړو پر سیمه ډله ییز برید وکړ، چې د ولسونو له لورې له مقاومت سره مخ شول، چې له امله یې جګړه رامنځته شوه او د جګړې پر مهال پنځلس داعشیان ووژل شول او همدا راز د یوې میرمنې په ګډون ۶ ملکي وګړي شهیدان شول او د یوې میرمنې په ګډون درې نور ټپيان شول .
د برېښنا زیات لګښت له امله درې ساعته پرچاوي ترسره کیږي .
چارواکي وایي د ننګرهار ولایت کې مرکز جلال اباد ښار کې د برېښنا زیات لګښت له امله په منظم او مساوي ډول درې ساعته پرچاوي ترسره کوي،چې په ترڅ کې ټولو ښاریانو ته د ۲۴ ساعتونو په موده کې تر ۱۲ ساعتونو زیاته برېښنا ورکول کیږي .
د دې ولایت د برېښنا شرکت سرپرست انجینر محمد ناصر قریشي،چې د غبرګولې په اتمه یې د رسنیو په دفتر کې د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه مدني فعالانو او خبریالانو ته د برېښنا د اوسنۍ ستونزې په اړه معلومات ورکول،وویل، چې د برېښنا زیاتو لګښتونو له امله په منظم او مساوي ډول درې ساعته پرچاوي ترسره کوي.
د نوموړي په وینا په پخوانیو وختونو کې د ۷۲ میګاواټه په ظرفیت د برېښنا د ویش چارې ترسره شوي،خو دوی د دې ښار لپاره د مګړۍ ۲۶ میګاواټه برېښنا لري،چې د تېر کال په توپیر یې شاوخوا څلوېښت زره کورنیو ته ورکړې ده،چې له امله یې اړ شوي،ترڅو په څلرویشت ساعتونو کې دولس ساعته پرچاوي ترسره کړي.
د بريښنا شرکت سرپرست وایي، د بريښنا نوبتي پارچاوي په منظم او مساوي ډول ترسره کیږي او پر مهال یې کور،فابریکې،جوماتونو او ټولو هغه سیمو ته چې د برېښنا څخه ګټه اخلي،په مساوي ډول یې پرچاوي ترسره کیږي .
د ننګرهار ولایت برېښنا شرکت سرپرست وویل، د دې ولایت والي محمد ګلاب منګل په هلو ځلو یې د برېښنا شرکت ټولې ستونزې د حل په موخه ولسمشر ته رسولي او هیله یې وښوده،چې د اقداماتو په ترڅ کې به د جلال اباد ښار د برېښنا ستونزه په اساسي ډول حل شي .
هغه وایي اوس مهال یې په جلال اباد ښار کې د درېیم ترانسپرمر د فعالیدو چارې پیل کړي،چې د شاوخوا شل ورځو په موده کې به فعاله او په ترڅ کې به د پرچاوۍ ستونزه اویا سلنه حل شي .
د برېښنا شرکت د سرپرست په وینا په جلال اباد ښار کې په غېرې قانوني ډول د برېښنا د ویش مخنیوی کړی،چې له امله یې پنځوس سلنه د ضایعاتو مخنیوی هم شوی دی .
نوموړي د ټولو ښاریانو څخه وغوښتل چې د روژې په مبارکه میاشت کې د برېښنا زیات لګښت څخه ډډه وکړي،ترڅو د پرچاوۍ ستونزه هم تر ډیره کچه حل شي .
ننګرهار پوهنتون کې د نهايي سمستر ازموينې پيل شوې
د ننګرهار پوهنتون د مسئولينو پر وينا په ياده ازموينه کې چې درې اوونۍ به دوام وکړي، ددې پوهنتون شاوخوا پنځلس زره تنه محصلان ګډون لري.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوى ببرک مياخېل په داسې حال کې چې د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل نعيم جان سروري يې ملتيا کوله د ازموينې بهير څخه د ليدنې پر مهال رسنيو ته وويل، چې په دې ازموينه کې د دوکتورا، ماسترۍ او شپې پوهنځيو په ګډون د ننګرهار پوهنتون د ١٣ پوهنځيو شاوخوا پنځلس زره تنه محصلان برخه لري، چې له دې ډلې څه دپاسه زر تنه يې نجونې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ازموينې د ښې او رڼې اخيستنې په موخه يې د پوهنتون په کچه يوه ١٣ کسيزه کمېټه ټاکلې، چې د ازموينې پورې اړوندې چارې تنظيموي او ستونزو ته رسيده ګي کوي.
د مياخېل په وينا، د محصلانو په منځ کې نږدې پنځه سوه تنه محروم دي، چې حاضري يې نده پوره کړې او په ازموينه کې برخه نشي اخيستلى .
د پوهنتون رئيس د صحنې څخه د ليدنې پر مهال د ازموينې د رڼې او شفافې اخيستنې په موخه استادانو او مسوولينو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې.
د کانال اړوند مالدارۍ کې د شيدو توليد زيات شوی .
د ننګرهار کانال رياست مالدارۍ امريت مسئولين وايي، چې د شيدو توليد يې له ۲۰ کيلو ګرامه څخه ۳۰۰ کيلو ګرامه ته زيات شوی دی.
د کانال رياست مالدارۍ امر شکر الله وايي، چې په دې وروستیو کې د کانال رياست د ښې پاملرنې له امله د شيدو په توليدو کې ۲۸۰ کيلو ګرامه زياتوالی راغلی او هڅه کوي، چې په دغه برخه کې نور هم پرمختګ وکړي.
نوموړي وويل، چې اوسمهال په مالدارۍ کې شاوخوا ۱۲۰ سره غواګانې او خوسکي شتون لري، چې د اوسيدو او ناروغيو مخنيوي په موخه ورته مجهز خونې جوړې شوي دي.
ده زیاته کړه، چې کرنې وزارت له لوري د مالدارۍ حيواناتو د ښې تغذيې په موخه ۳۳ ټنه خورما او ۱۲۰ ټنه بوس ورکړل شوي، چې هره ورځ د هيئت پر وړاندې ټاکلې اندازه يې حيواناتو ته ورکول کيږي.
هغه زياته کړه که د کانال رياست مالدارۍ ته د پخوانيو حکومتونو په څېر پاملرنه وشي؛ نو دوی به وکولای شي، چې د ننګرهار او کابل سربیره نورو ولايتونو ته هم شيدې وليږدوي.
د يادونې وړ ده، چې درې لسيزې مخکې د کانال رياست په هر فارم کې مالدارۍ شتون درلود؛ خو د جګړو او نا امنيو له امله اوسمهال يواځې د فارم هډې مالداري شتون لري او د شيدو توليدات يې د سيمې پر خلکو پلورل کيږي.
“د ننګرهار شفتالو به د پاکستاني شفتالو ښه بديل وګرځي”
د ننګرهار د کرنې رياست مسوولين وايي، هڅې يې پيل کړې دي چې په دغه ولايت کې د شفتالو باغونو ته وده ورکړي او پر مټ يې د پاکستاني شفتالو ښه بديل رامنځته کړي.
د دغه رياست مسوولين دا هيله مندي هم څرګندوي چې که د ننګرهار د شفتالو باغونو جوړولو دا پروسه بريالۍ شي؛ نو په ننګرها رکې به د کوکنارو ښه بديل هم وګرځي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير رفيع الله رحيمزي پژواک خبري اژانس ته وويل، د کرنې وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام له لارې يې په ننګرهار کې د شفتالو د باغونو د ترويج لړۍ پيل کړې ده.
هغه زياته کړه، له تېرو دوو کلونو راهيسې د دغه ولايت په کامې، بهسودو، ګوشتې او ښېوې ولسواليو کې د شفتالو شاوخوا ۳۰۰ جريبه باغونه جوړ شوي، چې ګڼ شمېر باغونه يې حاصل ته هم رسېدلي دي.
د ده په وينا، د پاکستاني شفتالو د بازار ماتولو په خاطر يې د کرنې رياست په تحقيقاتي فارم کې د شفتالو درې ډولونه روزلي چې يو يې ژر پخېدونکي، دويم يې متوسط پخېدونکي او درېيم ډول يې وروسته پخېدونکي شفتالو دي.
رحيمزي وايي: ((کله چې د پاکستان لومړني شفتالو راځي؛ نو دلته به ورته ژر پخېدونکي شفتالو رارسېدلي وي، همداسې په ترتيب د متوسط په مقابل کې متوسط او د وروسته پخېدونکو په مقابل کې وروسته پخېدونکي.))
د کرنې رييس دا هم وويل، د ټول ختيځ لپاره يې هم پلان جوړ کړی او په روان کال کې ټاکل شوې چې په ننګرهار سربېره کونړ او لغمان ولايتونو کې هم له دوو سوو نيولې تر پنځوسو جريبو نور باغونه جوړ کړي.
د رحيمزي د معلوماتو له مخې، د حاصل تر ورکړې پورې د يادو باغونو ټول لګښت د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او باغدارۍ د ملي پروګرام له لارې ورکول کېږي چې کروندګرو ته يې هېڅ زيان نه رسيږي.
د هغه په خبره، همدا اوس هم د يادو باغونو ډېر حاصلات بازار ته وړاندې شوي او پېرودونکي يې ځکه ډېر دي، چې خوند يې د پاکستانيو شفتالو په پرتله خوږ دی.
دی وايي، د دغې ملي پروسې د برياليتوب، د خلکو هڅونې او د شفتالو د باغونو د بازار موندنې په خاطر يې ډېر پروګرامونه پلان کړي دي.
رحيمزي زياته کړه: ((د کامې ولسوالۍ لپاره چې هلته تر ټولو ډېر باغونه دي، پلان لرو چې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له لارې د شفتالو توليدوونکو يوه اتحاديه رامنځته کړو چې دوی به يې د بسته بندۍ، خرڅلاو او بازاريابۍ په برخو کې کار کوي.))
نوموړي دغه راز وويل، د دغو شفتالو د بازار موندنې په خاطر يې پلان جوړ کړی چې په نږدې راتلونکي کې د وطني مېوه جاتو نندارتون جوړ کړي او په کې د شفتالو بېلابېل ډولونه خلکو ته ور وپېژني.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس هيله مند دی، که دغه ملي پروسه بريالۍ شي؛ نو په بازار کې د پاکستانيو شفتالو ښه بديل کېدای شي او هم به کروندګر وهڅېږي چې د کوکنارو پرځای د شفتالو باغونه جوړ کړي .
د خپل منځي شخړې له امله د یوې میرمنې په ګډون ۴ تنه وژل شوي .
ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په للمې سیمه کې تېره ورځ د دوو کورنیو ملا رقیب او سید ملاجان ترمنځ د یخ پر سر شخړه رامنځته شوې،چې له امله د دواړو لورو ترمنځ ډزې شوي او په ډزو کې د دواړو لورو څخه د یوې میرمنې په ګډون څلور تنه وژل شوي .
په وژل شوو کې درې تنه یې د ملا رقیب کورنۍ اړوند دي او همدا راز د سید ملاجان کورنۍ اړوند یوه میرمنه وژل شوې ده .
که څه هم د سیمې څخه د پېښې عاملینو تېښته کړې،خو د پولیسو له لورې د نیولو هڅې رواني دي .
په ننګرهار کې ۲۷۵ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ننګرهار ولايت مربوطاتو کې په تيرو دريو اوونيو کې ۲۱۴ وسله والو مخالفين وژل شوي، ۶۱ ټپيان شوي، او د ۱۱ داعشيانو په ګډون وسله والو مخالفينو سره د اړيکو په تور ۸۱ تنه ژوندي نيول شوي دي.
دغه څرګندونې ننګرهار امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د غبرګولي په اتمه د يو خبري کنفرانس پر مهال وکړې.
نوموړي وويل، چې په تيرو دريو اوونيو کې د ګډو او ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۲۱۴ وسله وژل شوي، ۶۱ ټپیان شوي او د يو ايراني، ۳ پاکستانيانو په ګډون يولس داعش وسله وال ژوندي نيول شوي.
ده وويل، چې د يو ځانمرګي په ګډون يې ۴۴ تنه انسان تښتونکي، لاره وهونکي او غله نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.
ننګرهار امنيه قومندان زياته کړه، چې د عملياتو پر مهال يې يو شمېر وسلې، مهمات، موټرونه او نشه يي توکي هم د وسله والو مخالفينو څخه ترلاسه کړي دي.
د یو سیمه ییز قوماندان په ګډون ۴ داعش ووژل شول .
ننګرهار ولایت په اچین او نازیانو ولسوالیو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د هوایي بریدونو او عملیاتو په ترڅ کې د یو سیمه ییز قوماندان په ګډون څلور داعش وسله وال ووژل شول او همدا راز درې شکمن کسان ژوندي نیول شوي .
د نازیانو ولسوالۍ په سپین ژۍ سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې د یو سیمه ییز قوماندان اسدالله په ګډون څلور داعش وسله وال ووژل شول .
همدا راز د اچین ولسوالۍ په بټن سیمه کې د عملیاتو پر مهال د ثواب،سمندر او ګیس په نومونو درې تنه شکمن کسان نیول شوي دي .