ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، جمهور رئیس سره د لیدنې پر مهال بېلابېل موضوعات شریک کړل .
ولسمشر محمد اشرف غني چې د زمري په ۲۳مه یې په ارګ کې د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل څخه د دې ولایت د عمومي امنیتي وضعیت، کړنو او د راتلونکو پلانونو په اړه راپور اورېدو، ژمنه وکړه،چې ډیر ژر به ننګرهار ته د بېلابېلو مهمو پروژو د پیل کېدو په موخه سفر وکړي .
د دې ناستې پر مهال سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په دې ولایت کې د عمومي امنیتي وضعیت،فعالیتونو او پلانونو په اړه د معلوماتو د شریکولو سربېره په بېلابېلو په ځانګړي ډول امنیتي او پرمختیایي برخو کې ځانګړې وړاندیزونه وکړل .
ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو خبرو پر مهال وویل،ډیر ژر به د یو مهم لوړ رتبه پلاوي په ملتیا ننګرهار ولایت ته د خانګړو مهمو پروګرامونو په موخه سفر وکړي.
هغه زیاته کړه، د دې سفر پر مهال به په دې ولایت کې د سیندونو د مهارولو،برېښنا په ځآنګړي ډول د لمریزې برېښنا سهولتونو برابرولو، حلقوي او ګڼ شمیر نورو سړکونو د پیل کېدو،صنعتکارانو ته په پارکونو او نورو برخو کې سهولتونو برابرولو او له کډوالۍ را ستنو شوو او بې ځایه شوو کورنیو لپاره د ژوند د هر اړخیز،په ځآنګړي ډول د کورونو جوړولو سهولتونو د برابرولو په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړي .
د دې لیدنې پر مهال ولسمشر محمد اشرف غني ویلي،ننګرهار ولایت مقام ته به ځآنګړي واکونه ورکړي،ترڅو له مخې په اداره کې چارې ګړندۍ او په دې ولایت کې یو لړ زیاتې ستونزې په همدې ولایت کې حل شي.
ننګرهار کې د ۵ کلونو څخه کم عمره ۷ سوه زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو.
د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د زمري په ۲۳مه د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شوو،چې د ۴۵۰۰ طبي کارکوونکو او رضاکارانو له لورې به ۷ سوه زرو د ۵ کلونو څخه کم عمر لرونکو ماشومانو ته تطبیق شي.
د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د کمپاین د پیل په مراسمو کې د ولایت مرستیال سرڅېړونکي ډاکټر محمد عالم اسحاق زي وویل، د سکتوري ادارو او ولسوالیو مسؤلینو ته یې جدي سپارښتنه کړې، ترڅو د پولیو ضد درې ورځني واکسین کې له رضاکارانو سره مرسته وکړي.
نوموړي په مرکز او ولسوالیو کې د دیني عالمانو، قومی مشرانو او د کورنیو له غړو څخه غوښتنه وکړه، څو د پولیو ضد واکسین د تطبیق په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي .
د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل، چې د پولیو ضد واکسین کمپاین به درې ورځو په موده کې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ترسره شي، چې په ترڅ کې به د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته دوه څاڅکې واکسین او د شپږو میاشتو څخه تر پنځو کلونو پورې ماشومانو ته د ویټامین ای څاڅکې ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړه،یاد کمپاین به د ۴۵۰۰ طبي کارکوونکو او رضاکارانو له لورې ترسره شي، چې په ترڅ کې به يې د ۷ سوه زرو په شاوخوا کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبییق شي .
هغه وایي،په ختيځو ولایتونو کې د پولیو مثبته پېښه نده لیدل شوې؛ خو په وروستیو کې له کډوالۍ د را ستنیدونکو کورنیو د راستنیدو له امله یې په دغه برخه کې اندېښنه څرګنده کړه .
د عامې روغتیا رئيس خوښي وښوده، چې په ننګرهار ولایت کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د تطبیق ساحه پراخه شوې؛ خو د پچیراګام په پنکزیو،هسکې مینې په لوی پاپین، اوغز او نازینو ولسوالۍ دوه خولې سیمو کې د پولیو ضد واکسین به د روان کمپاین په ترڅ کې تطبیق نشي، چې په يادو سيمو کې به نږدې لس زره ماشومان له واکسين څخه پاتې شي.
د خپلواکۍ بيرته ګټلو ۹۸ يمې کليزې په مناسبت د نږدې یو نیم میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د پاک او زرغون ښار اړوند د ۴ پروژو چارې پیل شوې .
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د خپلواکۍ بيرته ګټلو ۹۸ کليزې د ښې نمانځلو په موخه د نږدې يو ميليون او درې سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت د پاک او زرغون ښار اړوند څلورو پروژو چارې پیل شوې،چې د میرمنو په ګډون په کې زر تنو ته د کار کولو زمینه برابره شوه .
په همدې موخه په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د زمري په ۲۳مه غونډه جوړه شوې وه،چې په کې د ولايت مرستيال ډاکتر محمد عالم اسحاقزي، د جلال اباد سرپرست ښاروال، د ښار جوړونې او چاپريال ساتنې رئيسانو، ګذر وکيلانو، د پاک او زرغون ښار پروژو کار کوونکو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی و.
د جلال اباد سرپرست ښاروال انجينر حکيم الدين عمر خيل وويل، چې د خپلواکۍ ۹۸ يمې کاليز په مناسبت یې د پاکۍ کمپاين او د پاک او زرغون ښار څلور پروژ پرانسته د ولسمشر د حکم پر اساس وکړه،چې شپږ میاشتې به دوام وکړي .
عمر خيل زياته کړه،په دې څلورو پروژو کې په څلورمه ناحيه کې د زابر پاکول، دويمې او څلورمې ناحيو کې د کانال پاکول ، کانال رغونه او د جلال اباد ښار په دويمې او درېيمې ناحيو کې د پاکوالي او شينوالي کمپاين تر سره کول شامل دي.
نوموړي وويل، یادې پروژې د نږدې يو ميليون او درې سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت تطبيق کيږي، چې د سل میرمنو په ګډون به په کې زر تنو ته د کار کولو زمینه برابره شي،چې یواځې به یې د پیل شوي اشر په پروګرام کې تر دوه سوه پنځوس تنو کارګر کار وکړي.
د سرپرست ښاروال په وینا د پیل شوي اشر په ترڅ کې به نارينه کارګر په ښار او ناحیو کې د پاکوالي او ميرمنې او نجونې به په کورونو کې پاکوالۍ په موخه عامه پوهاوی او عملي پاکي ترسره کړي.
د ننګرهار ولایت سرپرست مرستيال ډاکتر محمد عالم اسحاقزي وویل، د پیل شوو پروګرامونو له مخې د ښار د پاکۍ ترڅنګ سلګونه بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده او همدا راز یې د ادارو مسئولينو ته لارښوونه وکړه،ترڅو د پاکۍ په برخه کې جلال اباد ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
نوموړي همدا راز پر ښاريانو غږ وکړ، چې د ښار او چاپريال په پاک ساتلو کې هڅې وکړي او خپل ښار او سيمې پاکې وساتي.
د ښار جوړونې او چاپريال ساتنې رئيسانو د پاک او زرغون چاپريال پر ګټو خبرې وکړې او له ښاريانو يې غوښتنه وکړه، چې د چاپريال په پاک ساتلو کې ور سره همکاري وکړي.
د ښځو په استازولۍ مقدسې احمدزۍ په پاکوالي او چاپريال ساتلو کې د ښځو پر رول خبرې وکړې او ښځې يې مسئولې وګڼلې، څو پاکي له خپله کوره پيل کړي او د کور نورو غړو ته د پاکۍ لارښوونه وکړي.
د ناحيو امرينو او ګذر وکيلانو د پاک او زرغون ښار برنامو د ښه تطبيق ژمنه وکړه او زياته يې کړه، چې د ښار په پاکۍ کې به تر ټولو ډير کار کوي.
د دغه غونډې پر مهال د جلال اباد سرپرست ښاروال او يو شمېر نورو مسئولينو ته د ښو کړنو له امله د ولايت مقام له لوري چمتو شوي ستاينليکونه هم ورکړل شول.
په پای کې د جلال اباد ښار زرغون ساتلو او پاکۍ د څلورو پروژو د تطبيق پرانیسته وشوه،چې په ترڅ کې د پاکۍ کمپاين د سلګونو کارګرو پر مټ له جلال اباد شاهي ماڼۍ څخه پيل شو او د ښار بېلابېلو سیمو ته به وغځول شي .
په ننګرهار کې د خپلواکۍ د اته نوي يمې کليزې د نمانځلو په موخه د نورو تدابير تر څنګ د ښار واټونه د هېواد په ملي بيرغ او د خپلواکۍ ګټونکي شاه غازي امان الله خان په انځورونو ښکلي شوي دي.
دغه چاره د ادارو پر مسئولينو سربيره مدني فعالان او ځوانان په ډيرې ليوالتيا سره ترسره کوي.
په ننګرهار کې څه دپاسه يوه مياشت کېږي، چې دولتي چارواکي، مدني فعالان او ګڼ شمېر ځوانان هره شپه د جلا ل اباد ښار واټونو ته راوځي او د خپلواکۍ د ۹۸ يمې کليزې د نمانځلو په موخه تدابيري پروګرامونو کې په خورا مېنې سره ونډه اخلي .
تېره شپه هم د اطلا عات او فرهنګ رئيس اورنګ صميم په مشرۍ لسګونه مدني فعالانو او ځوانانو د يوه پراخه کمپاين په ترڅ کې د ښار ډيری واټونه د هېواد په ملي بيرغ او د خپلواکۍ ګټونکي شاه غازي امان الله خان په انځورونو ښکلي کړل.
اورنګ صميم په دې خوښي ښکاره کړه، چې د ښار ميشتو ځوانانو سربيره د دې ولايت د ډيری ولسواليو ځوانانو په پوره ليوالتيا سره د خپلواکۍ د اته نوي يمې کليزې د نمانځلو په موخه روانو تدابيري پروګرامونو کې ګډون کوي.
مدني فعالانو وويل، چې د خپلواکۍ د اته نوي يمې کليزې د نمانځلو په موخه يې د ښار او نږدې ولسواليو ډيری برخې د هېواد په ملي بيرغ او د شاه غازي امان الله خان په انځورونو ښکلې کړي او هڅه به وکړي ،چې پيل شوی کمپاين لا چټک او پراخه کړي.
د يادونې ده، چې ولايت مقام د خپلواکۍ د اته نوي يمې کليزې د ښه نمانځلو په موخه بېلا بېلې کمېټې ټاکلي، چې نږدې اتيا سلنه تدابيري چارې يې بشپړې کړې دي.
په دور بابا ولسوالۍ کې د يو ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ننګرهار ولايت دوربابا ولسوالۍ کې په دوه جريبه ځمکه کې د ۱۳ ميليونه او ۲ سوه زره افغانيو په مالي لګښت د يوه ښوونځي د بنسټ ډبره کيښودل شوه.
د دوربابا ولسوالۍ پوهنې امر عبدالقاهر منظور وايي، چې دا ودانۍ د خلکو له لوري په ورکړل شوې دوه جريبه ځمکه کې د ديارلس ميليونه او دوه سوه زره افغانيو په لګښت په يوه پوړ کې په پاښه او اساسي ډول جوړيږي.
د معلوماتو د ياد ښوونځي ودانۍ د پوهنې وزارت د پرمختيايي بوديجې له مخې جوړيږي، چې په اتو مياشتو کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او د ۸۵۰ زده کوونکو د سرپناه ستونزه به هواره شي.
د ښوونځي دغه ودانۍ اته درسي او څلور اداري خونې، د پاکو اوبو څاه، ۲۵۶ متره د احاطې ديوال لري.
دغه راز دغه ښوونځي ته ۱۶۰ سيټه درې کسيزه ميز لرونکې چوکۍ او نور وسايل هم منظور شوي دي.
د قومي مشرانو سره د ستونزو د حل په موخه ناسته وشوه .
ننګرهار ولایت د اچین ولسوال اسمعیل شینواري د یوې ځانګړې ناستې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ د مخورو ستونزې د حل په موخه واوریدې .
د دې ناستې پر مهال مسؤلینو او مخورو د امنیت په تامین ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه،چې د داعش وسله والو څخه پاکوو شوو سیمو په ساتنه کې به د ولسوالۍ مقام سره هر ډول همکاري ترسره کړي.
همدا راز د اچین ولسوالۍ مخورو ته د دوی د ستونزو په حل کې هم د مرستې ډاډ ورکړ.
تورخم ښارګوټې کې د خپلواکۍ د ۹۸یمې کلیزې د نمانځلو په موخه چمتوالی جریان لري.
ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټې کې د تورخم ښاروالۍ او یو شمیر نورو له لورې د خپلواکۍ اته نویمې کلیزې د ښې نمانځنې په موخه په ګړندي ډول چمتوالی جریان لري او ډیر ژر به یاد ښارګوټی د غازي امان الله او ولسمشر په انځورونو او ملي بېراغ سره وپوښل شي
.
ټاکل شوې سږ کال د خپلواکۍ اته نویمه کلیزه د علمي سمینار،تفریحي او لویې غونډې په جوړیدو سره په ننګرهار ولایت کې ونمانځل شي .
شاوخوا شل ورځې وړاندې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د وطنپاله ځوانانو په همکارۍ د خپلواکۍ اته نویمې کلیزې د نمانځنې په موخه چمتوالی جریان لري .
د نفوسو د احوال ثبت امر په سره رود ولسوالۍ کې د تذکرو د وېش بهير څخه څارنه وکړه
د ننګرهار ولايت د نفوسو د احوال ثبت امر حفيظ الله پهلوان په سره رودو ولسوالۍ کې د پيژندپاڼو (تذکرې) د وېش او د نفوسو د احوال ثبت مديريت د کارونو څارنه او ليدنه وکړه.
د نفوسو د احوال ثبت امر د سره رود له ولسوال سيد علي اکبر څخه مننه وکړه، چې په دې ولسوالۍ کې يې د تذکرو منظم وېش په برخه کې دوی سره همکاري کوي.
نوموړي له مراجعينو څخه د مامورينو د چلند او کارونو پر وخت تر سره کيدو پوښتنه وکړه، چې مراجعينو د کارونو پر وخت تر سره کيدو او د مامورينو پر چلند خوښي او رضايت وښوده.
ده دغه راز د مامورينو د تر سره کړيو اجراتو او فعاليتونو څارنه وکړه او ډاډ يې څرګند کړ، چې د ياد مديريت شته ستونزې به ډېر ژر حل کړي.
د سره رود ولسوال سيد علي اکبر د نفوسو د احوال ثبت امر ته ډاډ ورکړ، چې پيژند پاڼې د وېش په برخه کې لازم سهولتونه برابر کړي او د قانوني مراحولو وروسته ويشل کيږي.
دوه ویشت جګړه ځپلو کورنیو سره د ۵ نیم زره امریکایي ډالرو په لګښت د خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته وشوه .
ننګرهار ولایت کار او ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو ریاست له لورې د دې ولایت ۲۲ جګړه ځپلو کورنیو سره د ۵۲۸۰ امریکایي ډالرو په لګښت د ۱۷ قلمه خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته وشوه .
یاده مرسته د اچین،چپرهار،هسکه مینه،خوږیاڼو،سره رود،غني خیلو، بټي کوټ،پچیراګام ولسوالیو او مرکز جلال اباد ښار اړوند ۲۲ داخلي جګړه ځپلو کورنیو ته ورکړل شوه،چې هرې کورنۍ ته د ۲۴۰ امریکایي ډالرو په لګښت توکې ورکړل شول .
همدا راز د کاروبار او اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د درې بې وزله کورنیو سره د دوی په خوښه د درې غواګانو او اړونده توکو مرسته هم ترسره شوه .
د نږدې ۴ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د یو سربند د جوړولو چارې پیل شوې .
ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ سراچې سیمه کې د څلور میلیونه دوه سوه شپاړس زره افغانیو په لګښت د ۱۳۷ متره په اوږد والې د یو سربند د جوړولو چارې پیل شوې،چې دواړو لورو ته به د اوبو د لا ښه مقاومت په موخه د یو سلو پنځوس متره په اوږد والې دیوالونه هم ولري .
یاد سربند د افغان ایډ مرستندویه ادارې په مالي مرسته د ۴۵ ورځو په موده کې جوړیږي،چې له امله به یې دوه زره کورنیو ته د ځمکو د خړوبولو سهولتونه برابر شي .
د دې پروژې د چارو د پیل پر مهال د بهسودو ولسوال محمد صدییق دولت زي،د افغان ایډ مؤسسې مسؤل اسماعیل دانش،د پرمختیایي شورا رئیس ملک نعمت الله او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.
د یو قوماندان په ګډون ۵ وسله وال طالبان د خپلو ملګرو له لورې ووژل شول .
ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په پیره خیلو سیمه کې تېره شپه د فضل سبحان په نوم د یو قوماندان په ګډون پنځه وسله وال طالبان د خپلو ملګرو له لورې په ډزو سره وژل شوي دي .
فضل سبحان،چې مشهور په کاکا وو، د وسله والو طالبانو د یو مهم مشر مولوي نیک محمد ورور وو.
د یو بل خبر له مخې پولیسو د جلال اباد ښار په لومړۍ او ۵ ناحیې مربوطاتو کې ۷ تنه د غلا او یو شمیر نورو جرمونو په تور نیولي،چې د مګړۍ تر پوښتنو لاندې دي.
په نازیانو ولسوالۍ کې د ټاکنیزو مرکزونو د ارزونې لړۍ پیل شوه .
ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د ټولټاکنو خپلواک کمیسون له لورې د ټاکنیزو مرکزونو د ارزونې لړۍ پیل شوه .
د یاد کمیسون د ارزونې ډلګۍ یادې ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د نازیانو ولسوال قاضي طارق سره د ولسوالۍ په مقام کې لیدنه ترسره کړه،چې د مسؤلینو له لورې په یاده ولسوالۍ کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د یو بل خبر له مخې د نازیانو ولسوال د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې ساحوي انجینرانو په ملتیا د یادې ولسوالۍ په ملاخیلو سیمه کې د لمریزو اوبو رسونې شبکې څخه چې ۳ سوه کورنیو ته پاکې اوبه ورکوي،لیدنه ترسره کړه.