ننګرهار کې نږدې ۸ سوه زره د پنخو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد درې ورځني واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو .
د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د عامې روغتیا ادارې له لورې ۷۶۶ زره د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق په موخه درې ورځنی کمپاین پیل شو .
د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین د لړم په ۱۵ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي،عامې روغتیا،حج او اوقافو،اطلاعاتو او فرهنګ او ښځو چارو رئیسانو او یو شمیر نورو مسؤلینو له لورې کوچنیانو ته د څآڅکو په اچولو سره پیل شو.
د کمپاین د پیل پر مهال د عامې روغتیا ریئس ډاکتر نجیب الله کاموال وویل، د پولیو يا ګوزڼ ضد واکسین درې ورځنی کمپاین د څلور نیم زره روغتیايي کار کوونکو له لورې ترسره کیږي،چې په ترڅ کې به ۷۶۶ زرو د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته تطبیق شي.
ده زیاته کړه، د پچیراګام په پنګزيو، د هسکې مېنې په پاپین او د نازیانو په دوه خولو سيمو کې د تیر کمپاین څخه د ځینو ستونزو له امله ۱۳زره ماشومان د پولیو له واکسین پاتي شوي او هڅه به وکړي ، چې په دې کمپاین کې ياده شمیره راکمه کړي.
نوموړي د دې ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د دوو مثبتو پېښو له ثبت کېدو څخه هم خبر ورکړ،چې لامل یې له کډوالۍ څخه هېواد ته د را ستنوو شوو کورنیو له لورې د ناروغۍ را انتقال وباله
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په ديني عالمانو ، والدينو، ښوونکو او قومي مخورو غږ وکړ، چې د دغې خطرناکې ناروغۍ د لمنځه وړلو په موخه د ګوزڼ ضد واکسین په تطبیق کې د روغتيايي کار کوونکو سره همکاري وکړي.
ده زیاته کړه، د ګوزڼ ضد واکسین يوه ملي پروسه ده او د ټولنې هرفرد د اسلامي او انساني مسئولیت له مخې مسئول دی ، چې د ګوزڼ ضد واکسین درې ورځني کمپاين په ښه تطبیق کې همکاري وکړي او د هيواد راتلونکي سرمايه له دې خطرناکې ناروغۍ څخه وژغوري.
په ورته مهال د حج او اوقافو، اطلاعاتو کلتور او ښځو چارو ریئسانو د رسنیو ، میرمنو، ديني عالمانو، ښوونکو او قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړه ، چې د پولیو يا ګوزڼ ضد واکسین په ګټو ولسونه وپوهاوي او هم د دې انسان ژغورونکي ملي پروسې په پلي کيدو کې همکاري وکړي.
د پولیو ضد واکسین چې نن پیل شو،د چهارشنبې په ورځ ناوخته به پای ته ورسیږي.
ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون سره په بېلابېلو برخو کې د مرستې غوښتنه وشوه.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لړم په ۱۵مه د ولایت په مقام کې په روغتیایي برخه کې د مرستندویه ادارو مسؤلینو سره د غونډې پر مهال غوښتنه وکړه،ترڅو د دې ولایت د پوهنتون تدریسي روغتون سره د درملو،تجهیزاتو او نورو برخو کې مرسته ترسره کړي.
د دې ناستې پر مهال د ننګرهار والي سربیر، د اقصاد ریئس ، د تدریسي او حوزي روغتونونو مشرانو او په روغتيايي برخو کې د مرستندويه ادارو استازو ګډون کړی و.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د پوهنتون تدریسي روغتون په ولايتي کچه ګڼ شمیر ناروغان لري او د ځينو روغتیايي ستونزو له امله لازم خدمتونه نشي وړاندې کولای.
نوموړي زیاته کړه، د ولسونو ستونزو ته په کتو لازمه ده ، چې د پوهنتون تدریسي روغتون ټولو برخو ته پاملرنه وشي،څو په ياد روغتون کې ناورغانو ته مناسب روغتیایي خدمونه وړاندې شي.
هغه په روغتیايي برخو کې د مرستندويه ادارو له استازو غوښتنه وکړه ، چې يادې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د پوهنتون تدریسي روغتون اړوند پرتې ستونزې د حل په موخه له خپلو لوړپوړو مسئولینو سره شریکې کړي.
د پوهنتون تدریسي روغتون مشر ډاکترجمال ناصرغازي او د حوزوي روغتون مشر ډاکتراحسان الله شینواري وویل، روغتون یې په ۱۳۴۸ لمریزکال د طب پوهنځي د زده کړیالانو د څیړنې په موخه تاسیس شوی ، چې په لومړيو کې یې داخلې او جراحۍ څانګې درلودې ، خو اوسمهال په کې ۱۲ بیلابیلې روغتیايي څانګې فعالیت کوي .
دوی زیاته کړه د پوهنتون تدریسي روغتون د ورځې په هره څانګه کې لسګونه ناروغان لري ، چې د روغتیايي امکاناتو د نه شتون له امله د ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
په روغتیايي برخو کې د مرستندویه ادارو استازو ژمنې وکړې ، چې د پوهنتون تدریسي روغتون اړوند پرتې روغتیايي ستونزې به د خپلو مشرانو سره د حل په موخه شریکې کړي.
ننګرهار والي وایي،په دې ولایت کې د ولسي پاڅونونو له امله په قومونو کې یوالی رامنځته شوی دی .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لړم په ۱۴مه د دې ولایت د کوټ ولسوالۍ مخورو سره د ناستې پر مهال وویل، د ولسي پاڅونونو څخه یوه موخه په قومونو کې یوالی رامنځته کول دي،چې دا چاره په ننګرهار کې په بریالۍ ډول ترسره شوې ده.
یاده ناسته چې د لړم په ۱۴ مه په ولايت مقام کې ترسره شوه ،په کې د ننګرهار والي سربیره د ملي امنيت ریئس،قومي مشر حاجي حیات خان او د کوټ ولسوالۍ مخورو ګډون کړی وو.
د کوټ ولسوالۍ د قومي مخورو په استازۍ قومي مشر حیات خان او یو شمیر نورو وویل، په یاده ولسوالۍ کې د ولسونو په یوالي او قربانیو دښمن ځپل شوی ، چې اوسمهال په ټولو سیمو کې بشپړامنيت دی.
دوی په یاده ولسوالۍ کې د ولسونو د يوالي ډاډ ورکړ او له مسئولینو يې غوښتنه يې وکړه ، چې د وچ کوټ په سیمه کې د ولسي پاڅوون کوونکو په ګمارنه کې د دوی وړاندیزونو په منلو سره له دوی سره همکاري وکړي.
د ننګرهار ملي امنيت ریئس تورنجنرال صبورخان ثابت وویل،په هره سيمه کې د ولسي پاڅون کوونکو د منظم کیدو موخه ، په سیمه کې د دښمن مخنیوی ، د سيمي د خلکو د سراو مال خونديتوب او د ولسونو ترمنځ د يوالي ټينګښت دی.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، نظام او ولسونه د ګډو موخو لپاره کار کوي او لازمه ده،چې د ملي ګټو او خاورې ساتنې په برخه کې یو بل سره همکاري وکړي.
هغه د ولسونو په يوالي ټينګار وکړ او ورته سپارښتنه يې وکړه ، چې خپله سیمه کې د لا ډاډمن امنيت د ټينګښت لپاره هڅې وکړي.
ننګرهار والي خوښي وښوده،چې په دې ولایت کې د پاڅون کوونکو د ګمارنې له امله په قومي جوړښتونو کې یوالی رامنځته شوی او پخپلو سیمو کې د دښمن د ځپلو لامل شوي .
هغه د یادې چارې له امله د دې ولایت دوربابا او کوټ ولسوالۍ د مثال په ډول یادې کړې .
ننګرهار والي وایي،په چارو کې ورته هغه قومي مشران لومړتیوب لري،چې د ولسونو په منځ کې اوسیږي .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وایي،هغه قومي مشران ورته په ټولو چارو کې لومړیتوب لري،چې د ولسونو په منځ کې اوسیږي او په ښه توګه د خلکو رښتینې ستونزې له نوموړي سره شریکي کړي.
نوموړي،چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر لویش ګومیز او د یاد دفتر د سیاسي چارو افسر پوهاند ډاکتر رضوان الله نادري سره ناسته درلوده،په ګڼ شمیر موضوعاتو یې خبرې اترې ترسره کړې .
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،په وروستیو کې د قانون په چوکاټ کې د فعالو مدني ټولنو، د هغه قومي مشرانو،چې د ولسونو په منځ کې دي او ګڼ شمیر نورو برخو باندې یې کار پیل کړی.
هغه زیاته کړه، له یادې چارې څخه یې موخه د ولسونو رښتینې ستونزې اوریدل او د هغوی ستونزو ته د یو چوکاټ له مخې رسیدګي کول دي.
ښاغلي منګل همدا راز د خوږیاڼو ولسوالۍ د وروستي وضعیت له امله د بې ځایه شوو کورنیو سره د بېړنیو مرستو له امله د ملګرو ملتونو اړوند د ټولو ادارو څخه مننه او ستاینه وکړه .
په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر لویش ګومیز ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې د قومي جوړښتونو په پیاوړتیا،مدني ټولنو په تنظیم او نورو چارو کې به ولایت مقام سره همکاري وکړي .
دواړو مشرانو د دې ناستې پر مهال پر یو شمیر سیاسي،امنیتي او نورو موضوعاتو هم خبرې اترې وکړې.
هيواد او خلکو ته په ريښتيني توګه خدمت کول مو د دندې په لومړيتوبونوکې ځای لري .
دغه څرګندونې ننګرهار امنيې قوماندان د قوماندانۍ په قرارګاه کي د پاسپورت مديريت مراجعينو او دياد مديريت منسوبينو څخه دليدنې پر مهال وکړې.
ننګرهار امنيې قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي وويل پوليس دټولني اوخلکو په منځ کی قرارلري چي تل يې انساني مقام ته درناوی کړی او پرته له کوم توپيره يي د خپلې مقدسې دندې داجرا پر مهال هيواد اوخلکو ته په هر برخه کي په پوره ريښتينولۍ او زړورتوب خدمت کړی.
نوموړي همدا راز وويل پوليسو تل په ټولنه کې دټولو غيري قانوني اعمالو پروړاندې د قانون له حکمونو سره سم د فساد پر وړاندې مبارزه کړې.
رحيمي وويل د پوليسو په هلو ځلو او دخلکو په همکارۍ دپاسپورت اسنادو په ترتيبولو او توزيع کولوکې مثبت بدلون رامنځه ته شوی ې ددې ولايت ټولو وګړو ته پدغه برخه کي يو شان خدمت ترسره کيږي.
نوموړي ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د فساد مخنيوي په موخه يې کشفي ادارو منسوبين په دنده ګمارلي که د پوليسواړوند ادارو کې له ولسونوڅخه غيري قانوني غوښتنه وشي. ، هغه به نيول کيږي او دقانون منګلو ته به سپارل کيږي.
امنيه قوماندان دپاسپورت مديرڅارمن عبيدالله ته لارښوونه وکړه چې ددندې داجرا پر مهال له مراجعينو سره نيک او سالم چال چلند وکړي او ورځنۍ چاري ورته بې له خڼد او څنډ څخه خلاصي کړي؟
يو شمير مراجيعنو له پوليسو څخه مننه وکړه چې په هره برخه کې يې ولسونو سره مرسته او همکاري کړې.
دوی ديو شمير ستونزو يادونه هم وکړه چي دحل په موخه ورته د امنيې قوماندان له لوري ډاډ ورکړل شو .
دپاسپورت مدير ډاډ څرګند کړ ، چې ورسپارل شوې دنده به د قانون له حکمونو سره سم په ايماندارۍ او صداقت پر مخ يوسي.
د کډوالو چارو رياست په هلو ځلو د يو شمېر مرستندويه ادارو له لوري يوولس سوه نهه نوي راستنيدونکو او بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته ترسره شوه.
ننګرهار ولایت د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي وويل: ددوی په هلو ځلو يو شمېر مرسته کوونکو ادارو يوولس سوه نهه نوي راستنيدونکو او بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وکړه.
دی وايي: په ياد شمېر کې اووه سوه شل کورنۍ له ګاونډي پاکستانه خپل هېواد ته راستنې شوي او پاتې څلور سوه نهه اويا کورنۍ په دې وروستيو کې له خوږياڼو ولسوالۍ څخه را بې ځايه شوي دي.
فقيرزی وايي: د ډبليو –ايف – پي ، يونيسيار ، ای –ار –سي او يونيسيف ادارې له لوري هرې کورنۍ ته شپږ زره افغانۍ ، خوراکي توکي او يوه خيمه ورکړل شوه.
د کډوالوچارو رئيس وويل: د ګډ ټيم له لوري سروې جريان لري ،چې په خبره يې ټولو مستحقو کورنيو سره به ورته مرستې ترسره شي.
بل لور ته په ننګرهار کې د ويښ ځوانانو ټولنې د کډوالو چارورئيس غلام حيدر فقيرزي ، د ياد رياست د اضطرار کميټې امر محمد جاويد ستانکزي او يو شمېر مرسته کوونکو ادارو مسوولينو فعاليتونه د ستاينليکونو په ورکړې سره وستايل.
د ننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتيار عبدالولي قاضي زاده په مشرۍ د بې سرپرسته ، بې وسه ، يتيمو او اړمنو ماشومانو د کاري خونديتوب په اړه استيناف محکمې په انګړ کې د اړونده ادارو ترمنځ ګډه غونډه ترسره شوه.
د غونډې پر مهال د ننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتيار عبدالولي قاضي زاده وويل دغه غونډه يې د هغه ماشومانو دخونديتوب په موخه جوړه کړې ، چې له ستونزو سره لاس او ګريوان دي او په وينا يې څنګه کولای شو ، چې دژوند ښه والي په موخه يې ګډ کار وکړو.
دننګرهار استيناف محکمې رئيس په ټولنه کې دماشومانو په ارزښت خبرې وکړې او هم يې په دې ولايت کې دماشومانو د اوسني وضعيت په اړه داړوند ارګانونو مسولينو او استازو څخه معلومات وغوښتل .
نوموړي دماشومانو په اوسني وضعيت اندېښنه وښوده او د دوی په خونديتوب يې ټېنګار وکړ.
په دغه ناسته کې دننګرهار استيناف څارنوالۍ رئيس احمد خالد اوريا هم دماشومانو په اوسني وضعيت خبرې وکړې او په دې برخه کې يې دهرډول همکارۍ ژمنه وکړه.
د کاراوټولنيزو چارو رئيس استاد عبدالحکيم شېرزاد دماشومانو په اوسني وضعيت هر اړخيزې خبرې وکړې .
شېرزاد د غونډې ګډون والو ته دکار او ټولنيزو چارو رياست له لوري دبې سرپرسته ، بې وسه ، يتيمو او نورو اړمنو ماشومانو ته دبېلابېلو اسانيتاوو برابر ولو په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي وويل دنورو مرستندويه ادارو ترڅنګ د دولس دولتي ادارو په ګډون دماشومانو دمحافظت شبکه جوړه شوې ، چې پرمټ يې په تېر کال کې ۱۱۸۴ تنه ماشومانو ته بېلابېلې اسانتياوې برابرې کړي او لا هم هڅه کوي ، چې يادو ماشومانو ته دبېلابېلو حرفو ، تعليم او کاري فرصتونو اسانتياوې برابرې کړي .
دماشومانو داصلاح او ساتنې مرکز مشر وويل اوس مهال په ياد مرکز کې ۴۸ تنه ماشومان ژوند کوي ، چې دبېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي.
د ناستې ټولو ګډون والو ژمنه وکړه ، چې د ماشومانو خونديتوب ته به پاملرنه زياته کړي.
پوليسو د چپرهار او غني خيلو ولسواليو او جلال اباد ښار په بيلابيلو سيمو کې (۱۱) تنه دبيلابيلو جرمونو په تور نيولي.
د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي: دچپر هارولسوالي پوليسو د حافظانوپه ساحه کي څلور تنه دماين خښولو په تور او دګلدې په سيمه کې يو شکمن کس نيولی دی.
دسره رود ولسوالۍ پوليسو دبختان په ساحه کې دوه تنه د بي مورده هوايي ډزو په تور له يو ميل تفنګچې سره يو ځای نيولي.
په ورته وخت کې د جلا ل اباد ښار د څلورم سمت ماموريت پوليسو يو تن د قتل ، يو تن د غلا په تور او يو تن د نشه يي توکو پرچون پلورونکی نيولی .
دغني خيلو ولسوالۍ پوليسو دنشه يي توکو يو تن پرچون پلورنکی له يو اندازه هيروينو سره يو ځای نيولی .
بل لورته پوليسو ګډو امنيتي ځواکونو سره يو ځای دبهسودو ولسوالۍ بيلې سيمه کې چاڼيزعمليات ترسره کړي چې په تر څ کې يې دوه ميله تفنګچې او يو اندازه نظامي تجهيزات کشف او ترلاسه کړي .
د یو بل خبر له مخې پوليسو په چپرهار او غني خيلو ولسواليو سر بيره د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې پنځه کړۍ بيلابيل ډول ماينونه مخکې له چاودنې کشف ، له وړي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ پولیسو دوه کړۍ ماينونو د چپرهارولسوالۍ ماڼو او حافظانو په ساحه کې يو عدد دغني خيلو ولسوالۍ په مربوطاتو او دوه کړۍ دجلال اباد ښار دريمې او شپږمې ناحيو مربوطاتو کې د هېواد د دښمنانو له لوري ځای پرځای شوي و ،چې مخکې له چاودنې کشف او له منځه يوړل شول.
د يادو ماينونو په خنثی کيدو سره د ګڼ شمېر هېواد والو د مرګ ژوبلې مخه ونيول شوه.
د زیتونو په فابریکه کې د تیلو د بوتل ډکولو پروسه پیل شوه.
ننګرهار ولایت د کانال ریاست اړوند د زیتونو په فابریکه کې د زیتونو د پروسس تر څنګ د تازه تولید شوو تیلو د بوتل ډکولو پروسه پیل شوه.
د دې ولایت د کانال رئیس انجینر غلام حضرت عبدالرحیمزی چې نن یې عملآ د پروسس او بوتل ډکولو له پروسې څخه لیدنه کوله، د کانال ریاست د زیارکښو کارکوونکو او د زیتونو فابریکې له کاریګرو او مامورینو مننه وکړه او د دوی کړي هڅې او هلې ځلې یې وستایلې .
نوموړي وویل، سږ کال مو زیتونو باغونه پریمانې میوې نیولي چې هره ورځ له څلورګونو فارمونو څخه شاوخوا لس ټنه زیتون فابریکې ته انتقال او د تیلو لاس ته راوړلو په موخه پروسس کیږي.
د کانال ریس زیاته کړه چې سږنی تولید د تیرو کلونو سره د پرتلې وړ نه دي،ډیر ژر به تازه پروسس شوي تیل او آچار د کانال پلورنځي ته انتقال شي،چې هیوادوال کولای شي په آسانۍ سره د کانال له رسمي پلورنځي څخه دغه تازه تولیدات ترلاسه کړي.
په پچیر اګام، سره رود او بټي کوټ ولسواليو کې د پولیو ضد واکسين پرانيسته وشوه.
ننګرهار ولايت کې د نورو ولسواليو سربيره په پچير اګام، سره رود او بټي کوټ ولسواليو کې د پوليو ضد واکسين پرانيسته وشوه.
د پچير اګام ولسوال قاري هجرت الله رحماني د پوليو ضد واکسين د کمپاين پرانيستې پر مهال وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې به د پنځو ورځو په ترڅ کې ۱۶۹۶۳ په شرايطو برابر ماشومان واکسين شي.
نوموړي د واکسين تطبيقونکي ډلې، د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو، قومي مشرانو او د سيمې خلکو ته لارښوونه وکړه، چې د پوليو ضد واکسين په تطبیق کې پوره هلې ځلې وکړي.
په ورته وخت کې سره رود ولسوالۍ مقام کې هم د پوليو ضد واکسين پرانیسته وشوه، چې د ولسوال سيد علي اکبر سادات له لوري د دې ولسوالۍ ټولو مسئولينو ته د واکسين په تطبیق کې د همکارۍ لارښوونه وشوه.
دغه راز بټي کوټ ولسوالۍ مقام کې هم د ولسوال نعمت الله نورزي له لوري ماشومانو ته د واکسين د دوو څاڅکو په اچولو سره د پوليو واکسين پرانيسته وشوه، چې نوموړي د واکسين په ښه تطبيق کې پر ولسونو د همکارۍ غږ وکړ.
په خوږیاڼو او کوټ ولسوالۍ کې د شل میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې د ۷ شبکو د جوړولو چارې پیل کیږي .
ننګرهار ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د اوبو رسولو د ملي پروګرام له لورې د نږدې شل میلیونه افغانیو په لګښت په کوټ او خوږیاڼو ولسوالیو کې د پاکو اوبو رسولو د ۷ شبکو چارې پیل کیږي .
د دې ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس انجینر مجیب الرحمن ضیاء وایي، د دې پروژو څخه یې ۶ شبکې په کوټ ولسوالۍ او یوه شبکه په خوږیاڼو ولسوالۍ کې پلي کیږي چې ۱۹۹۵۶۳۷۸ افغانۍ لګښت پرې راځی.
نوموړی زیاته کړه،دا پروژې د کوټ ولسوالۍ د انارخیل ، متراني ، جبې غونډۍ ، وچې غاړې، شیخانو او د خوږیاڼیو ولسوالۍ د حاجیانو د کلی شورا سره لاسلیک شوي چې نږدې ۲ زره کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي .
د کلیو پراختیا رئیس له اړونده شوراګانو څخه وغوښتل،چې د نقشې او ډیزاین مطابق چارې ترسره کړی او په تخنیکي برخه کې د ستونزو پر مهال د کلیو پراختیا ریاست له انجنیرانو څخه مرسته وغواړي .
ده وویل،که د شوراګانو له لورې د یادو شبکو د جوړولو چارې د نقشې او ډیزاین خلاف وې نو د اړونده شورا سره به قانونی چلند ترسره شي.
د ښه رهبر دندې تر نامه لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
ننګرهار ولایت مستوفیت کې د دې ادارې د بېلابېلو څآنګو مسؤلینو او کار کوونکو ته د ښه رهبر او د ښه رهبر د دندې تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
د یاد ورکشاپ پر مهال ننګرهار ولایت مستوفي عبدالله رقیبي لخوا د ښه رهبر، د ښه رهبر دنې او د هغه مسؤلیتونه د تیورئ ترڅنګ په عملي بڼه هم وښودل شول .
د ننګرهار مستوفیت کارمندانو د ورکشاپ په پای کی خپل رضایت څرګند کړ او د مستوفي څخه یی مننه وکړه چې د ورکشاپ لپاره یی زیار ویستي او د کارمندانو د استعداد د لوړتیا په موخه یې د لا نورو ورکشاپونو غوښتنه یی وکړه.
د مجبور اباد اړوند سیمو د برېښنا ستونزې حل کیږي .
ننګرهار ولایت د برېښنا شرکت له لورې د جلال اباد ښار اړوند د څلورمې ناحیې اړوند مجبور اباد سیمو کې د برېښنا ستونزې د اساسي حل په موخه چارې ګړندۍ شوي دي .
د دې ولایت د برېښنا شرکت رئیس امید صباح وایي،د مجبور اباد اړوند سیمو د برېښنا ستونزو د حل او برېښنا د تقویې په موخه یې یو بل فیډر هم په یاده سیمه کې نصب کړی دی او د مګړۍ پرې په ګړندیتوب سره کار روان دی .
د برېښنا رئیس،چې د کار له جریان څخه یې لیدنه کوله،کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه،چې ژر تر ژره یې چارې پای ته ورسوي،ترڅو د مجبور اباد د خلکو د برېښنا ستونزه په اساسي ډول حل شي .
د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې يوه اندازه تاريخ تيري او بې کيفيته درمل او خوراکي توکي وسوزول شول.
د ښېوې ولسوالۍ د ښاروالۍ او روغتون کار کوونکو له لوري د شاوخوا شل زره افغانيو په اندازه رټول شوي تاريخ تيري او بې کيفيته درمل او خوراکي توکي نن د يکشنبې په ورځ وسوزول شول.
د ښېوې ښاروال سمسور ملکزي وويل: ياده اندازه تاريخ تيري او بې کيفيته درمل او خوراکي توکي د يوې مياشتې په موده کې راټول شوي و .
ملکزي د يادې ولسوالۍ له ټولو هټۍ لرونکو اودرمل پلورنکو غوښتنه وکړه ،چې د بې کيفيته اوتاريخ تيرو درملو او توکو له پلور څخه ډډه وکړي.
د دوشنبې په ورځ د لړم په ۱۵مه ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین پیل کیږي .
د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي،په ننګرهار ولایت کې د دوشنبې په ورځ د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کیږي،چې په ترڅ کې به شاوخوا ۷ سوه زره د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان واکسین شي .
د دې ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وایي،د درې ورځني کمپاین د ښه ترسره کولو په موخه یې بشپړ چمتوالی نیولی،چې په ترڅ کې به شاوخوا ۷ سوه د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان واکسین شي .
هغه زیاته کړه، که څه هم د دې درې ورځني کمپاین لپاره یې مجهزې ډلګۍ ګمارلي،خو د خلکو څخه یې غوښتنه وکړه،چې د کمپاین پر مهال د پولیو ضد واکسین تطبیق کوونکو رضاکارانو سره مرسته وکړي .
یاد کمپاین چې سبا دوشنبه به پیل شي،د چهارشنبې په ورځ به بشپړ شي.
د اچين ولسوال د امنيتي وضعيت لا ښه کېدو په موخه يو شمېر پوستې له نږدې وکتلې.
ننګرهار ولايت اچين ولسوال د يو شمېر ملکي او نظامي ادارو مسئولينو په ملتيا د امنيت لا ښه والي په موخه د يادې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د ملي، سيمه ييزو او سرحدي پولیسو پوستې له نږدې وکتلې او سرتيرو ته يې د کلکو امنيتي تدابيرو نيولو لارښوونه وکړه.
د اچين ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري د دغه ليدنې پر مهال د امنيتي مسئولينو او سرتيرو د قربانيو او سرښندونو ستاينه وکړه.
نوموړي د امنيتي ادارو مسئولينو او سرتيرو ته لارښوونه وکړه، چې د خپلو سيمو د امنيت په لا ټینګښت کې جدي هلې ځلې وکړي.
ده مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې خلکو سره ښه چلند وکړي او د ولسونو د سرو مال ساتنې په موخه هر مهال چمتو و اوسي.
ولسوال دغه راز پر ولسونو غږ وکړ، چې د امنيت ټینګښت په موخه له امنيتي مسئولينو سره همکاري وکړي او په خپلو سيمو کې ورانکارو ډلو ته ځای ور نه کړي.
امنيتي مسئولينو او سرتيرو ولسوال ته د امنيت ساتلو او او قانوني اجراتو په برخه کې ډاډ ورکړ او زياته یې کړه، چې شپه او ورځ د هېواد او خلکو خدمت لپاره چمتو دي.
د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې شخړه پای ته ورسیده .
ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د میدانک سیمې اړوند د انور او کفتر خان په نومو د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر را ولاړه شوې شخړه د قومي مشرانو او ولایتي شورا غړي په منځګړیتوب پای ته ورسیده .
په همدې موخه د قومي مشر ملک عثمان شینواري په مشرۍ جرګه جوړه شوې وه،چې په کې د ولایتي شورا غړي عبیدالله شینواري،غني خیل، سهراني،عین الله خان،وارث خان،کفتر،فتح محمد او یو شمیر نورو مخورو ګډون کړی وو.
قومي مشر ملک عثمان شینواري وویل: (( دواړو کورنیو ترمنځ د یو نیم کال راهیسې د ځمکې پر سر شخړه وه او یو بل ته ګوته په ماشه ناست وو،خو اوس زموږ په منځګړیتوب شخړه پای ته ورسیده او له دې وروسته به پخپل منځې کې دوستي کوي ))
د ولایتي شورا غړي عبیدالله شینواري وویل،تر دې وروسته دواړې کورنۍ یو بل ته ګواښ نشي کولای او ډیر ژر به یې د ځمکې موضوع د تل لپاره حل کړي .
د جرګې پر مهال انور خان او کفتر خان دواړو د مشرانو پرېکړې ومنلې او ژمنه یې وکړه،چې له دې وروسته به له یو بل سره د دښمنۍ پر ځای دوستي وکړي.
بټي کوټ کې د ۲۰۱۷ کال را ستنو شويو کورنيو سره مرسته کيږي
ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ کې په ۲۰۱۷ کال کې له پاکستان هېواد څخه را ستنو شويو کډوالو کورنيو سره مرسته کيږي.
د بټي کوټ ولسوال نعمت الله نورزي وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د ۲۰۱۷ کال را ستنو شويو کډوالو سره د مرستې په موخه نومليکنه پيل شوه.
نوموړي وويل، چې دغه نومليکنه د AIESO اداري له لوري پیل شوې، چې وروسته به ور سره مرستې تر سره شي.
نوموړي په ياده ولسوالۍ کې پر را ستنو شويو کډوالو غږ وکړ، چې نومليکنه وکړي او له مرستو برخمن شي.
د خوږياڼو ولسوالۍ ۱۲۷ بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه
ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ کې د خوږياڼو ولسوالۍ پر بې ځایه شويو ۱۲۷ کورنيو د خوراکي توکو مرسته وويشل شوه.
د خوږياڼو ولسوال سيد علي اکبر سادات وويل، چې دغه مرسته د کډوالو چارو ریاست په هڅو د WFP او APA ادارو په مالي مرسته تر سره شوه.
نوموړي زياته کړه، چې هرې کورنۍ ته سل کيلو اوړه، اووه کيلو ګرامه غوړي، اووه کيلو ګرامه دال او پنځوس ګرامه مالګه ورکړل شوه.
ده وويل، چې هڅه کوي، څو په دې ولسوالۍ کې را کډه شويو داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره نورې مرستې هم تر سره کړي.
ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر
د اچین بزګرانو سره دیرش ټنه د غنمو د اصلاح شوي تخم مرسته وشوه .
ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ بزګرانو سره د کرنې او مالدارۍ ریاست له لورې د ورکړل شوي دیرش ټنه د غنمو اصلاح شوو تخمونو مرسته وشوه.
د دې مرستې د ورکړې پر مهال د اچین ولسوال اسمعیل شینواري له کروندګرو څخه وغوښتل،چې پخپلو کر ځمکو کې حلاله کرکیله ترسره کړي،ترڅو یې اسلامي او قانوني ارزښتونه پر ځای کړي وي.
د مرستې د ورکړې پر مهال بزګرو د ولایت مقام او کرنې او مالدارۍ ادارې څخه مننه وکړه،چې له دوی سره یې د غنمو د اصلاح شوو تخمونو مرسته وکړه او همدا راز په بېلابېلو برخو کې د لا زیاتو مرستو د ورکړې غوښتنه وکړه .
NMIC8#
ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر