د پاکستان سفیر ننګرهار والي سره د لیدنې پر مهال پر اقتصادي، علمي او نورو برخو کې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لړم په ۲۹مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې په هېواد کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله سره لیدنه ترسره کړه، چې په بېلابېلو مهمو موضوعاتو یې خبري اترې ترسره کړې .د دې ناستې پر مهال ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي، د بهرنیو چارو رئیس حفيظ، په دې ولایت کې د پاکستان قونسل او یو شمېر نورو مسؤلینو هم شتون درلود.سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، د پاکستان سفیر سره په خبرو کې په وروستیو کې د رامنځته شوې پېښې له امله خواشيني وښوده او په راتلوونکې کې د قونسلګرۍ او د قونسلګرۍ د کارکوونکو د استوګنې ځای لپاره د لا زیاتو امنیتي تدابیرو د نیولو ډاډ ورکړ .نوموړي په ویزو کې د سهولتونو د رامنځته کولو، پښتورګو روغتون سره د وسایلو مرستې او طبي کارکوونکو د روزنې په برخه کې د همکارۍ څخه مننه وکړه او همدا راز یې د یاد روغتون لپاره د نورو سایلو په را لیږد او روغتیا پالو په روزنه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه .په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله د خبرو پر مهال د قونسلګرۍ او د قونسلګرۍ د کارکوونکو لپاره د لا زیاتو امنیتي تدابیرو د نیولو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه،چې د ویزو به برخه کې به لا زیات سهولتونه برابر کړي.هغه همدا راز ژمنه وکړه،چې د پښتورګو روغتون لپاره به د روغتیا پالو د روزنې او پاتي تجهیزاتو د را لیږد په برخه کې هم بېړني اقدامات واخلي .نوموړي د دواړو لورو ترمنځ په اقتصادي،علمي او ګڼ شمیر نورو برخو کې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې د همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه .دواړو مشرانو پر یو شمېر نورو مهمو امنیتي او سیاسي موضوعاتو هم خبرې اترې وکړې.
د څلورو ولایتونو د ښځو پروړاندې د تاو تریخوالي د مخنیوي کمیسون غړو ګډې علمي ناستې پیل کړ
ښځو چارو وزارت په نوښت په ننګرهار، لغمان، کنړاو بامیانو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه جوړو شوو کمیسونونو غړو ګډې علمې ناستې او سفرونه د یوې غونډې په ترڅ کې پیل کړل.
د ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه دغه غونډه د لړم په ۲۹ مه د جلال اباد ښاروالۍ په میلمستون کې جوړه شوې وه، چې پکې د ښځو چارو وزارت معینې، دولایت مستوفي د څلورو ولایتونود پوهنتونونو، عدلې، کاراوټولنیزوچارو، د ښځوچارو رئيسانو، د جندر مسئولينو او يو شمېر نورو ګډون کړی و.
د ولایت مستوفي عبدالله رقیبي د یوې پرمختللې ټولنې په جوړیدو کې د ښځې رول خورا اغیزمن یاد کړاوهم يې د ښځو پروړاندې د تاو تریخوالي د مخنیوي په برخه کې د بېلابېلو ولایتونو د علمي کدرونو سره غونډې او ناستې ګټورې وبللې.
نوموړي زیاته کړه ولایتي اداره هوډ لري، چې د ښځوپروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ترڅنګ دوی ته په دولتي ادارو کې لا زیات کاري فرصتونه برابرکړي.
د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ معینې سپوږمۍ وردګ وویل، چې د ننګرهار، کونړ، لغمان او بامیانو ولایتونو کې د ښځو
دتاوتریخوالي د مخنیوي په موخه کميسونونه جوړ شوي، چې دوی به د درې ورځو په ترڅ کې ګډې علمي ناستې ولري او یادې ستونزې ته به د تجربو او نظریاتو په شریکولو سره د حل بېلابېلې لارې چارې ولټوي.
نوموړې زیاته کړه سر له نن څخه د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځنی کمپاین هم پیل شو، چې په ترڅ کې به يې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي په موخه خلکوته عامه پوهاوې ورکړل شي.
دې همدا رازوویل د ښځو چارو وزارت هوډ لري، چې په ټولو ولایتونو کې د ملتونو ترمنځ اړیکې ټینګې کړي او د ښځوپروړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي په برخه کې ګډې هڅې وکړي.
د ننګرهار ښځوچارو رئيسې انیسې عمراني وویل، چې پدې ولایت کې د څوکالو راهیسې د ښځو په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې د پام وړ ښه والی راغلی.
دې زیاته کړه د دې ولایت ۵ زره میرمنې په دولتي اوخصوصي ادارو کې دندې لري اوګڼ شمېر يې په لاسي صنایعو، سوداګرۍ ، زراعت او نورو برخو کې په چارو بوختې دي.
دې همدا رازوویل پدې ولایت کې د زون په کچه د ښځو لپاره د امن کور شتون لري ، چې پکې میرمنو ته د حرفوي، سواد او دیني برخه کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده .
د ښځوپروړاندې د تاو تریخوالي مخنیوي په غونډه کې د بامیانو، لغمان او کنړ ولایتونو کمیسون مشرانو په یادو ولایتونو کې د ښځوپروړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي په اړه بېلابېل نظرونه او وړاندیزونه د غونډې ګډونوالوته وړاندې کړل.
ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ کې د کوکنارو مخنيوي په موخه د کښتونو څارنه پيل شوه.
د اچين ولسوال نسيم شينواري، چې د نشه يي توکو مديريت او امنيتي ادارو مسئولينو يې ملتيا کوله د هزارناو او غزګي سيمو ته ولاړ او هلته يې د کوکنارو مخنيوي په موخه د نويو کښتونو څارنه وکړه.
نوموړي خوښي وښوده، چې بزګرانو د ژمنې سره سم په خپلو ځمکو کې د کوکنارو پر ځای حلال فصلونه کرلي دي.
ده په سيمه کې له بزګرانو مننه وکړه، چې قانون يې پر ځان پلی کړی او ور سره يې ژمنه وکړه، چې د کرنې په برخه کې به ورته لازم سهولتونه برابر کړي.
هغه زياته کړه، چې هره ورځ به د بېلابېلو سيمو څخه د کوکنارو مخنيوي په موخه کښتونه وڅاري که چا کوکنار کرلي و؛ نو ور سره به قانوني چلند تر سره شي.
د یو قوماندان په ګډون ۲۲ داعشیانو ته مرګ ژوبله واوښته
ننګرهار ولایت اچین او چپرهار ولسوالیو په مربوطاتو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د هوایي بریدونو او نښتې په ترڅ کې د یو قوماندان په ګډون شل داعش وسله وال ووژل شول او دوه نور ټپيان شول .
د اچین ولسوالۍ د عبدالخیلو او نرګوسۍ په سیمو کې تېره شپه د کورنیو ځواکونو له لورې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د ثاقب په نوم د یو قوماندان په ګډون ۱۴ داعشیان وژل شول او د دوی ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم تخریب شوي دي.
په همدې حال کې د چپرهار ولسوالۍ په کاریزو سیمه کې د امنیتي ځواکونو او داعش ترمنځ د نښتې په ترڅ کې ۴ داعش وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوی هم دي.
په رامنځته شوو پېښو کې امنیتي ځواکونو او ملکیانو ته کوم زیان ندی اوښتی .
ننګرهار کې د هېواد په کچه د نابینایانو د کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې.
د ننګرهار ولایت کار او ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو ریاست په هلو خلو او د سویډن کمیټې په مالي لګښت د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ننګرهار،کونړ او بلخ ولایتونو د نابینایانو کرکټ لوبډلو ترمنځ پیل شوې لس اوریزې لوبې د کونړ په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې .
د دې سیالیو په پای لوبه کې کونړ لوبډلې وکولای شول،چې ننګرهار ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي خپله کړي .
نابینایانو د کرکټ لوبغالی تر نورو وړوکی وي او په توپ کې د شړنګانکې له مخې ورته بال معلومیږي .
د هېواد په کچه د نابینایانو یادې لس اوریزې لوبې د څلورو ورځو په موده کې پای ته ورسیدې .
د دوه سوه يو سيلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري
د دوه سوه يو سيلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري له څلورمې پلې لوا څخه د کتنې پر مهال ديادې لوا د منسوبينو او سرتيرو لاسته راوړنې د قد وړ يادې کړې .
د دوه سوه يو سيلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري ، نن يکشنبه په ننګرهار ولایت کې د څلورمې پلې لوا مسوولينو سره د ناستې پر مهال د يادې لوا د منسوبينو او سرتيرو لاسته راوړنې او فعاليتونه وستايل.
وزيري وويل: د څلورمې پلې لوا زړورو منسوبينو او سرتيرو هر وخت او په هره سيمه کې د هېواد دښمنانو ته غاښ ماتونکي ګذازونه ورکړي ، چې په وينا يې لاسته راوړنې او فعاليتونه يې د قدر وړ دي.
نوموړي دغه راز وويل: د هېواد دښمنانو مرال له لاسه ورکړی ، چې په خبره يې نشي کولای ،چې امنيتي ځواکونو سره مقابله وکړي.
د دوه سوه يو سيلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري منسوبينو ته سپارښتنه وکړه ،چې دامنيت ټينګښت او وسله والو مخالفينو په ځپلو کې خپلې هڅې لا چټکې کړي.
د غونډې په پای کې د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين د مسلح قواو د علی سر قوماندانۍ له لوري په راليږل شوي مډال او د سرحدي پوليسو د عمومي قوماندانۍ له لوري په تقدير نامه ووياړل شو.
د ځوانانو پارلمان په نوښت په ننګرهار
د ځوانانو پارلمان په نوښت په ننګرهار کې د يو شمېر ولسواليو ځوانانو او ولسوالانو ترمنځ د همغږۍ ګډ ورکشاپ ترسره شو.
مسوولين وايي: په دغه ورکشاپ کې د سره رود ، خوږياڼو او شيرزادو ولسوالۍ پنځه ويشت تنه ځوانانو او د يادو ولسواليو ولسوالانو ګډون کړی .
د ځوانانو پارلمان کې د ننګرهار ولايت استازي شفيق الله شګيوال وويل: له جوړ شوي ورکشاپ څخه يې موخه د ځوانانو او ولسوالانو ترمنځ د همغږۍ زياتوالی دی .
نوموړي وويل: د دا ډول ورکشاپونو په جوړيدو سره ځوانان کولای شي ،چې خپلې ستونزې او غوښتنې ولسوالانو سره په ښه توګه شريکې او له هغوی سره په بېلا بېلو برخو کې همکاري زياته کړي.
شګيوال وايي: دوی هڅه کوي ،چې ورته ورکشاپونه ددې ولايت د نورو ولسواليو ځوانانو ته هم جوړ کړي.
د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ قومي مشران له دولت څخه غواړي
د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ قومي مشران له دولت څخه غواړي ،چې په ياده ولسوالۍ کې په خپلسري ډول د ځنګلونو د قطع کېدو مخه ونيسي.
دوی دغه راز د يادې ولسوالۍ بې ځايه شويو کورنيو سره د مرستو غوښتنه هم وکړه.
د هسکې مېنې ولسوالۍ يو شمېر قومي مشران ، چې د يکشنبې په ورځ د قومونو او قبايلو چارو رياست کې د قومي مخور خليل الرحمن شينواري په مشرۍ راټول شوي و ، د خبرو پر مهال يې وويل: ځينې کسان په خپلسري ډول په ډيرې بې رحمۍ سره د يادې ولسوالۍ ځنګلونه قطعه کوي.
دوی له دولت څخه غوښتنه وکړه ،چې په ياده ولسوالۍ کې د ځنګلونو د قطع کېدو مخه ونيسي.
قومي مشر خليل الرحمن شينواري له دولت څخه غوښتنه وکړه ،چې د هسکې مېنې ولسوالۍ بې ځايه شويو کورنيو سره دې د مرستې ترڅنګ په سيمه کې د امنيت ټينګښت په موخه عمليات ترسره کړي ، څو سيمه د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه او بې ځايه شوې کورنۍ بيرته خپلو مېنو ته ستنې شي.
قومي مشر غلام فاروق همت بيا د يادې غونډې اته ماده ييز پرېکړه ليک ولوست ،چې پکې له دولت څخه په ټينګار سره په ياده ولسوالۍکې د ځنګلونو د قطعه کېدو د مخنيوي غوښتنه شوې وه.
په پريکړه ليک کې دغه راز په ياده ولسوالۍ کې د ښوونځيو لپاره د ودانيو ، سړکونو او پلونو جوړيدو ترڅنګ په نورو بېلا بېلو برخو کې د بيار غونې د چارو د ترسره کيدو غوښتنه شوې وه.
په همدې حال کې د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي،ولایتي ادارې د قومي مشرانو پر یو شمیر غوښتنو عملي اقدامات کړي،خو د ځینو نورو غوښتنو د حل په موخه یې ګړندۍ هڅې پیل کړي .
په پچیر اګام کې د پاڅون کوونکو پياوړتيا په موخه غونډه وشوه
ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ مقام کې د پاس پچير او لاندې پچير پاڅون کوونکو ترمنځ د پياوړتيا په موخه غونډه وشوه.
د پچير اګام ولسوال قاري هجرت الله رحماني له پاڅون کوونکو وغوښتل، چې په خپل منځ کې سره يو او پياوړي شي، څو وکولای شو دښمن په بشپړ ډول لمنځه يوسو.نوموړي د پاڅون کوونکو ستونزې او غوښتنې واوريدې او په حل کې يې ورته ډاډ ورکړ.پاڅون کوونکو ژمنه وکړه،چې د خپلې سيمې څخه به په کلکه ساتنه کوي او د امنيت په تامين کې به له حکومت سره بشپړه همکاري تر سره کړي.د دغه ناستې پر مهال د سیمې د دوو تنو اوسیدونکو ترمنځ حقوقي شخړه هم حل شوه او ژمنه يې وکړه، چې په ټول توان سره به د خپلو خلکو او سيمې ساتنه کوي.دغه راز د دغه ناستې پر مهال په دې ولسوالۍ کې د کوکناورو مخنيوي، فساد، زور زياتي او هر ډول ناوړه کړنو مخنيوي په موخه خبرې اترې او پرېکړې وشوې.
د درې قوماندانانو په ګډون ۷ داعش وسله وال ووژل شول
ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ په وچ ګلدره سیمه کې تېره ورځ د ګډو کورنیو ځواکونو د ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې د درې قوماندانانو او درې بهرنیانو په ګډون ۷ داعش وسله وال ووژل شول .
وژل شوي داعش قوماندانان قاري شیرمحمد، مولوي عبدالولي او قاري حیدر نومیده،د یو بل خبر له مخې د نازیانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې پولیسو د لعل جان په نوم یو کس د انسان تښتوونې په تور نیولی،چې دا مهال ترې پوښتنې جریان لري.
په ورته وخت کې پولیسو د روداتو ولسوالس په کوچیانو قلعه سیمه کې په یو عراده کولا موټر کې په مهارت اېښودل شوي یوسلو څلور ګرامه چرس کشف او تر لاسه کړي دي،یاد چرس چې غوښتل کېدل،د غني خیلو ولسوالۍ مارکو بازار ته ولیږدل شي،په جرم یې څوک ندی نیول شوی .
ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې د کوکنارو مخنيوي په موخه د کښتونو څارنه پيل شوه.
د اچين ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري، چې د نشه يي توکو مديريت او امنيتي ادارو مسئولينو يې ملتيا کوله د اسد خېلو سيمې ته ولاړ او هلته يې د کوکنارو مخنيوي په موخه د نويو کښتونو څارنه وکړه.
نوموړي وويل: (( بزګرانو را سره ژمنه کړې وه، چې په خپلو ځمکو کې به د کوکنارو پر ځای حلال فصلونه وکري؛ خو نن ثابته شوه، چې د سيمې خلکو په خپلو ژمنه وفا کړې او د کوکنارو پر ځای يې حلال فصل کرلی.))
ده په سيمه کې له بزګرانو مننه وکړه، چې قانون يې پر ځان پلی کړی او ور سره يې ژمنه وکړه، چې د کرنې په برخه کې به ورته لازم سهولتونه برابر کړي.
هغه زياته کړه، چې هره ورځ به د بېلابېلو سيمو څخه د کوکنارو مخنيوي په موخه کښتونه وڅاري که چا کوکنار کرلي و؛ نو ور سره به قانوني چلند تر سره کړي.