ننګرهار والي مسؤلینو ته جدي سپارښتنه وکړه،ترڅو بهسودو پل ته څېرمه د لوبغالي جوړیدو چارې ژر تر ژره پیل کړي.
ننګرهار والي مسؤلینو ته جدي سپارښتنه وکړه،ترڅو بهسودو پل ته څېرمه د لوبغالي جوړیدو چارې ژر تر ژره پیل کړي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یوې ناستې په ترڅ کې په ختيځ کې د کرکټ بورډ ادارې مشر او جلال اباد سرپرست ښاروال ته جدي سپارښتنه وکړه،ترڅو بهسودو پل ته څېرمه د کرکټ نړیوال لوبغالي د جوړیدو پر وړاندې هر ډول ستونزې حل کړی او ژر تر ژره یې عملي چارې پيل کړي .
یاده ناسته چې د لیندۍ په ۵مه د ولایت په مقام کې ترسره شوه،د کرکټ بورډ د ختیځ زون مشر بختیار ساحل وویل،کرکټ بورډ د لوبغالي جوړیدو په موخه ټولې لومړنۍ چارې بشپړي کړي او په ځمکه کې د تخنیکي ستونزې په حل کېدو سره به د لوبغالي د جوړولو چارې پیل کړي .
په همدې حال کې د جلال اباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخېل د ننګرهار والي تر سپارښتنې وروسته ډاډ ورکړ،چې د ځمکې تخنیکي ستونزه به حل کړي او کرکټ بورډ ته به د لوبغالي د جوړیدو په موخه ۲۵ جریبه ځمکه وسپاري .
د یادونې وړده،شاوخوا اووه میاشتې وړاندې بهسودو پل ته څېرمه د درې نیم میلیونه امریکایي ډالرو په مالي لګښت د ملي اکاډمۍ او کرکټ نړیوال لوبغالي د جوړیدو د بنسټ ډبره کېښودل شوې وه .
ننګرهار والي وايي، د کوکنارو د کښت يوازې درې سلنه ګټه کروندګرو ته ځي او پاتې نورې يې د نشه يي توکو کاروباريانو او مافيايي کړيو لاسته ورځي.
محمد ګلاب منګل دا څرګندونې په جلال اباد ښار کې د امريکا غږ راډيو تلويزيون له لورې د نشه يي توکو په مخنيوي کې د رسنيو د ونډې تر عنوان لاندې جوړه شوې غونډه کې د وينا پرمهال وکړې.
د امریکا غږ خبریال رحیم ګل څاروان وویل، یولس ورځې وړاندې د يوې ګډې سروې له مخې په هیوا د کې د تیرکال په پرتله د کوکنارو په کښت کې ۶۳ سلنه زیاتوالی راغلی.
ده زیاته کړه، په ننګرهار کې هم د تیرکال په پرتله د کوکنارو په کښت کې ۴۶ سلنه زیاتوالی راغلی ، چې تیر کال په لس زره هیکتاره ځمکه او په ۹۶ کال کې په ۱۴ زره هیکتاره ځمکه کې د کوکنارو کښت شوی دی.
نوموړی وايي، پدې ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو شمیر یوسل شل زرو ته لوړ شوی ، چې د درملنې په موخه يې درې روغتیايي مراکز فعال دي او په یو وخت ۲۲۵ روږدې تر درملنې لاندې نیول کیږي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د نشه يي توکو د کښت او کارونې لاملونه ناپوهي ، غربت او بیکاري په ګوته کړه او زیاته يې کړه وسله وال مخالفین د بزګرانو د غربت څخه ناوړه ګټه پورته کوي او بزګران د نشه يي توکو کښت ته هڅوي.
ده همدا راز وویل، بزګرو ته د نشه يي توکو له کښت څخه یواځې درې سلنه ګټه ورځې او پاتې ۹۷ سلنه ګټه د کورنيو او بهرنیو قاچاقبرو او مافايي کړیو جیبونو ته ځي.
والي ډاډ ورکړ، نړیوالو ورسره د کوکنارو د کښت مخنیوي په بدیل کې د لسګونه ميلونه امریکايي ډالرو د مرستې ژمنې کړي ، چې په نوي مالي کال کې به د کرنې په برخه کې ۲۸ میلونه امریکايي ډالر د شنو خونو، بڼونو او نورو اړینو برخو کې ولګول شي.
نوموړي د رسنیو له استازو ، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ديني عالمانو غوښتنه وکړه ، چې پدغه ملي مبارزه کې په ګډه د خپلو مسولیتونو له مخې له دولت سره همکاري وکړي څو د دغې بدنامې پدیدې مخه ونیول شي.
خو د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري وويل، تر هغه وخته چې د کوکنارو د کښت او قاچاق مخنيوی نه شي کیدای، څو چې په دغه برخه کې د حکومت جديت رامنځته نه شي.
نوموړي نيوکه وکړه، چې د نشه يي توکو په قاچاق کې تر ډېره دولتي چارواکي لاس لري؛ نو ځکه يې پر وړاندې پنځلس کلنې مبارزې ګټه نه ده ورکړې.
د ننګرهار د کرنې رييس رفيع الله رحيمزي وويل، چې د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره يو شمېر ولسواليو کې د بديل معشيت پروګرام پيل شوی او تر ډېره يې ښه ګټه ورکړې ده.
نوموړي زياته کړه، د ياد پروګرام د پراختيا هڅې پيل شوي او روان کال به دغه پروسه نورو ولسواليو ته هم وغځول شي.
د غونډې يو ګډونوال او د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي ملک حکيم بيا د بديل معيشت پر پروګرام نيوکه وکړه، چې ياد پروګرام هلته پلی کېږي، چېرته چې کوکنار نه کرل کېږي.
هغه زياته کړه: (بهسودو ولسوالۍ چې امن ده، کوکنار نه کرل کېږي، دوی ته بديل معيشت ورکوي؛ خو د اچين ولسوالۍ چې نا امنه ده او کوکنار په کې کرل کېږي، هلته د بدیل معيشيت پروګرام نشته.)
د بهسودو ولسوالۍ د کوپراتيفونو د اتحاديې مشر زمري احمدزي هم پر بديل معشيت پروګرام نيوکه وکړه، چې تر پلي کېدو وروسته يې هېڅ څارنه نه کيږي.
هغه وويل، په بهسودو کې د ماهيانو او چرګانو د روزنې او دغه راز د يو شمېر ميوه دارو ونو پروژې پلې شوي؛ خو د مسولو ادارو د نه څار له امله بېرته له منځه تللې دي.
د ننګرهار مسولين او قومي خلک په داسې حال کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي په نن په دغه غونډه کې راټول شوي وو، چې اوس اوس د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د کوکنارو کرکيله پيل شوې ده.
د ننګرهار والي وایي، وسله والو مخالفینو په ليرې پرتو سیمو کې له نشه يي توکو خپلې مالي سرچینې تمویلوي او بیا پرې د ولسونو ژوند اخلي.
نوموړي دغه څرګندونې نشه يي توکو د کښت، قاچاق او استعمال د مخنیوي په موخه د علماو په جوړ شوي کنفرانس کې وکړې.
دغه کنفرانس د جلال اباد ښاروالۍ میلمستون کې جوړ شوی وو، چې پکې د حج او قافو ، د نشه يي توکو سره د مبارزې، اطلاعاتو او کلتور رئيسانو او ګڼ شمېر دیني عالمانو برخه لرله.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل زیاته کړه، وسله وال مخالفین تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې نشه يي توکو کښت او قاچاقو ته د دې لپاره اجازه ورکوي، چې په خبره يې له همدې لارې خپل مالي سرچینې تمویلوي او بیا پرې د بې ګناه هېوادوالو ژوند اخلي.
نوموړی له دیني عالمانو غوښتنه وکړه، چې د ممبر له لارې دې ولسونه د نشه يي توکو پر اضرارو پوه کړي. هغه ټينګار وګړ، چې د تاریاکو له کښت څخه بزګر ته یواځې درې سلنه ګټه په لاس ورځي، په داسې حال کې چې پاتې ۹۷ سلنه ګټه د نړیوالې مافیا جیبون ته ځي.
ننګرهار والي هيله وښوده،چې د همدې علماو په مرسته به سږ کال په دې ولايت کې د نورو نشه يي توکو د مخنيوي ترڅنګ د کوکنارو د کښت کچه ټيټه او په بدل کې يې ولسونو ته د پام وړ پروژې جلب کړي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،هغه څه چې انسانیت او بشریت زیانمنوي د هغې د مخنیوي لپاره باید د ټولنې ټول اقشار په ګډه مبارزه وکړي.
ده زیاته کړه نشه يي توکو یو ستر بشري ناورین رامنځته کړی او ددې مخنیوي په برخه ديني عالمان د اسلامي مسولیت له مخې په ټولنه کې تر هرچا ډیر مسولیت لري ، چې د دغې ناوړه پدیدې د منځه وړلو په برخه کې د اسلام د مقدس دین له نظره خلکو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړي.د ننګرها رحج او اوقافو ریس مولوي عبدالظاهر حقاني وویل د اسلام مبارک دین له نظره د هر نشه یي توکي کښت ، کارونه او کارو بار حرام دی او هرمسلمان باید ورڅخه ډډه وکړي.
دوی زیاته کړه د اسلامي مسولیت له مخې د ټولنې هر فرد مکلف دی ، چې د نورو مسلمانانو د ژوند ژغورنې په موخه د نشه يي توکو پرضد مبارزه وکړي او ځوانانو د دې بدې پدیدې له ګواښ څخه وژغوري.د اطلاعاتو او کلتور رئيس اورنګ صميم او څو تنو ديني عالمانو هم دنشه يي توکو دمخنيوي پرلارو چارو خبرې وکړې؛ويې ويل :که بزګرانو ته دکوکنارو دکښت بديل او ځوانانو ته دکار زمينه برابره شي نو هيڅ روږدی به ونه موندل شي.
د نشه يي توکو رئيس ادريس ساپي دوينا له مخې تېر کال په دې ولايت کې څه باندې څوارلس زره هکتاره ځمکه په کوکنارو کرل شوې وه ،چې سږبه يې کچه د پام وړ راټيټه کړي.د ده په وينا اوس شاوخوا سل زره کسان په دې ولايت کې په بېلابېلو نشه يي توکو روږدي دي دي،چې درملنې ته يې دپام کار نه دی شوی
د ترافیکي پېښو له امله د میرمنو په ګډون ۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
ننګرهار ولایت د بهسودو او خوږیاڼو ولسوالیو په مربوطاتو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د دوو بېلابېلو ترافیکي پېښو له امله ۲ تنه شهیدان او د درې میرمنو په ګډون ۷ تنه ټپيان شوي دي.
د بهسودو ولسوالۍ په نوي ګمرک سیمه کې تېره ورځ شاوخوا شپږ بجې د کرولا او ټیلر موټرو د ټکر له امله یو تن شهید او دوه نور ټپيان شوي دي .
د معلوماتو له مخې پېښه د کرولا موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې او د دواړو موټرو چلوونکي نیول شوي دی .
همدا راز د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند په حلقوي سړک هم د کرولا او رینجر ډوله ډاډسن موټرو د جنګیدو له امله یو تن شهید شوی او د درې میرمنو په ګډون دوه نور ټپيان شوي دي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په رامنځته شوو پېښو خواشیني ښودلې،شهیدانو ته یې د فردوس جنت او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې .
هغه همدا راز پر ټولو موټر چلوونکو غږ وکړ،ترڅو د موټر چلوونې پر مهال له پوره احتیاط او دقت څخه کار واخلي .
ننګرهار والي د حصارک مخورو څخه وغوښتل،چې په یووالې سره په یاده ولسوالۍ کې پرتې ستونزې حل کړي .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د حصارک ولسوالۍ د مخورو سره د لیدنې پر مهال له دوی وغوښتل،ترڅو خپل منځي اتحاد رامنځته کړي او په یووالې سره په یاده ولسوالۍ کې د پرتو ستونزو په حل کې همکاري وکړي .
یاده ناسته چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، په ترڅ کې د حصارک ولسوالۍ قومي مخورو یادې ولسوالۍ ته د غځیدلي سړک په جوړیدو او یو لړ نورو ستونزو په حل کې له ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په حصارک ولسوالۍ کې د میشتو قومونو د ميړانې ستاینه وکړه ، چې د جهاد پرمهال يې خپله سیمه د پردویو له تیري وژغورله.نوموړي په ځینو سیمو کې د ستونزو د پیدا کیدو لامل د قومونو ترمنځ بې اتفاقي په ګوته کړه او زیاته کړه که په هره سیمه کې ولسونه په اتفاق شي نو د هر ډول ستونزو څخه به ژغورل شوي وي .
هغه وویل، ولسونه دنده لري،چې د خپلو سیمو په ساتنه کې د حکومت سره همکاري وکړي.
ننګرهار والي د حصارک ولسوالۍ قومي مخورو څخه غوښتنه وکړه ، چې خپلو کې متحد شي او د خپلې سیمې د بهبود لپاره ژور فکر وکړي څو په یاده ولسوالۍ کې میشت ولسونو له شته بدمرغیو وژغورل شي.
سلاکاروزیر او د ننګرها روالي محمد ګلاب منګل د حصارک ولسوالۍ قومي مخورو ته د شته ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ننګرهار والي په لارښوونه د ولایتي ادارې له امکاناتو څخه د بهسودو دویم پل د دواړه لورې د سړک نښلولو چارې پیل شوې .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه نن د بهسودو دویم پل دواړه لورې د ۴ سوه متره سړک د نښلولو چارې د ولایتي ادارې له شته امکاناتو څخه پیل شوې .
د ولایت مقام کارپوه صمیم کریمزي وویل، د ولایت مقام د پرلپسې هلو ځلو په ترڅ کې لا هم د یاد پل دواړو لورو ته د سړک نښلولو قرارداد د ټولګټو چارو وزارت له لورې ندی شوی .
هغه زیاته کړه، په دې موخه چې ولسونه ته سهولتونه برابر شي، د ننګرهار والي په لارښوونه یې د ولایت په کچه د خپلو شته امکاناتو څخه ګټه واخیسته او د سړک دواړو لورو د نښلولو چارې یې پیل کړې.
د کریمزي په وینا دوی د مرکز سره د سړک جوړونې قرارداد تعقیبوي او هیله یې وښوده،چې د ټولګټو چارو وزارت له لورې به یاد سړکونه په اساسي ډول جوړ شي.

په ننګرهار امنيې قوماندانۍ کې د انفلونزا مخنيوي په موخه د واکسينو تطبيق پيل شو.
د ننګرهار امنيې قوماندان په لارښونه د پوليسو منسوبينو ته د بېلابېلو ناروغيو په ځانګړي ډول د انفلونزا مخنيوي په موخه د واکسينو تطبيق پيل شو .
د امنيې قوماندانۍ د پوليسو کلينيک سرطبيب او د ياد کلينک ډاکترانو له لوري د پوليسو منسوبينو ته په داسې حال کې واکسين پيل شو ، چې د دې قوماندانۍ ملکي مرستيال نجيد احمد رحميزي سربېره يو شمېر منسوبينو هم شتون درلود .
د قوماندانۍ ملکي مرستيال نجيد احمد رحميزي وويل: د واکسينو تطبيق پروګرام يې د ځانګړي پلان له مخې پيل کړی ، چې د دې قوماندانۍ د افسرانو، ساتنمنانو ، ساتونکو او ملکي مامورينو سربيره د(۲۲) ولسواليو امنيه قوماندانيو ، امنيتي حوزو او د پوليسو اړوند قطعاتو او جزوتامونو ټولومنسوبينو ته به تطبيق شي .
نوموړي د پوليسو دروغتيايي مرکز له ډاکترانو مننه وکړه ، چې تل يې دپوليسو په درملنه کې نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کړي.
دغه راز دپوليسو دروغتيايي مرکز سرطبيب سمونمل طاهرخان دامنيه قوماندانۍ مشرتابه ته ډاډ ورکړ ، چې دپوليسو په درملنه او دهغوئ دروغتيا په برخه کې به دوامداره هڅې وکړي.

د دوه ډلمشرانو په ګډون ۱۴ داعش وسله وال ووژل شول
ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ د مامندرې مارغه سيمه کې د هوايي بريد په ترڅ کې د دوو ډلمشرانو په ګډون د داعش ۱۴ غړي ووژل شول.
د معلوماتو له مخې دغه بريد تېره شپه تر سره شوی، چې په ترڅ کې يې د داعش ډلې د دوو ډلمشرانو اسدالله اورکزي او شاکرالله کونړي په ګډون ۱۴ داعشيان وژل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ ګنداب سيمه کې تېره ورځ ګډو ځواکونو چاڼيز عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې تر شک لاندې اته تنه نيولي او څلور عرادې موټر سايکلونه، څلور ريموت کنټرول ماينونه، دوه لاسي بمونه او يو اندازه نور مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
د نومبر پنځه ويشتمه ، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي نړیوالې ورځې سره برابره ده په ننګرهار کې د ښځو چارو رياست له لوري ونمانځل شوه.
د نومبر پنځه ويشتمه ، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي نړیوالې ورځې سره برابره ده په ننګرهار کې د ښځو چارو رياست له لوري ونمانځل شوه.
د نومبر پنځه ويشتمه ، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي نړیوالې ورځې سره برابره ده نن د شنبې په ورځ د ننګرهار ولايت د ښځو چارو رياست له لوري د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه ، چې يو شمېر ميرمنو پکې ګډون کړی و.
د ښځو چارو رئيسې انيسې عمراني وويل ښځې د ټولنې نيمه برخه جوړوي بايد په ټولو برخو کې فعاله ونډه ورکړل شي.
عمراني وويل: ټول هغه ناروا عملونه چې د ښځو ذهنيتونه خرابوي تاوتريخوالی بلل کېږي بايد ، مخنيوی يې وشي.
نوموړې زياته کړه اوس مهال په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه تر پخوا زياته شوې ، چې پر وينا يې په دې برخه کې شاوخوا سل قضيو ته رسيدګي شوې.
عمراني وايي: دغه کمپاين به شپاړلس ورځې دوام وکړي او هڅه به وکړي ، چې د دې ولايت لرو پرتو سيمو ته يې هم وغځوي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي شپاړس ورځنی کمپاين پيل شو.
ننګرهار ولایت کې د افغان ښځو شبکې له لورې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د مخنیوی شپاړس ورځنی کمپاین پیل کړ.
د دې شبکې مشر خان اقا غرمل د همدې کمپاين په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې وويل :موخه يې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچې کمول دي.
په همدې کنفرانس کې د ښځو چارو رئيسې انيسې عمراني وويل: د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه د پخوا په پرتله کمه او په ادارو کې د ښځو ونډه په ډېرېدو ده .
د ولايتي شورا غړې حبيبه کاکړ بيا د افغان ښځو شبکې له ولايتي مسؤلينو وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي کمپاين له مرکز سربېره لرې پرتو سيمو ته وغځوي .
په جلال اباد ښار کې د ښځو لپاره د فاتحې خونې جوړېدل،په استناف محکمه کې د تاوتريخوالي د قضيو د مخ وړلو په اړه د عامه پوهاوي دفتر پرانستل او د شپېتو مېرمنو سره د شپېتو محرمو ته د حج فريضې اداکولو په موخه زمينې برابرول د افغان ښځو شبکې د ولايتي دفتر له لويو لاسته راوړنو بلل کېږي .
يو تن څه دپاڅه يو نيم ميليون پیسو سره د غلا په تور ونيول شو
ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ سبز اباد سيمه کې د حشمت الله په نوم يو تن د يو عراده کرولا موټر، ۱۵۸۱۵۰۰ پاکستانۍ کلدارو او ۲۳۰۰۰ نغدو افغانيو سره يو ځای د غلا په تور ونيول شو.
د معلوماتو له مخې ياد تن په سره رود ولسوالۍ کې د خيال محمد په نوم يو تن له کور څخه يادې پیسې او سره زره غلا کړي و، چې د پولیسو له پلټنو وروسته ونيول شو.
غلا شوې پیسې او نور توکي د کور خاوند خيال محمد ته سپارل شوي او نيول شوی تن تر پوښتنو لاندې دی.

په دوو موټرونو کې اتلس کيلو ګرامه هيروين کشف او ترلاسه شول
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ سباوون فاميليو سيمه کې تېره ورځ پولیسو په دوو موټرونو کې ۱۸ کيلو ګرامه هيروين کشف او تر لاسه کړل.
د معلوماتو له مخې ياد نشه يي توکي په ډېر مهارت سره په موټرونو کې ځای پر ځای شوي و او خوږياڼو ولسوالۍ ته ليږدول کېدل.
دغه نشه يي توکو سره څوک نه دي نيول شوي؛ خو پولیسو يې د نيولو هڅې پيل کړي دي.

د ننګرهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو په ریاست کې د چاپېریال ساتنې ریاست
د ننګرهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو په ریاست کې د چاپېریال ساتنې ریاست د کارمندانو له لورې له علماء کرامو سره د چاپېریال ساتنې او ککړتیا د مخنیوي په برخه کې د عامه پوهاوي غونډه جوړه شوه.
په یاده غونډه کې چې د جلال آباد ښار د اړونده ناحیو د مساجدو لسګونه ملا امامانو برخه درلوده (د چاپېریال ککړتیا او په ساتنه کې یې د علماء کرامو مسؤلیتونه) تر عنوان لاندې د عامه پوهاوي غونډه وشوه او د چاپیریال پاک ساتلو په اړه دیني عالمان خپلو مسئوليتونو ته ځیر کړی شول، تر څو د جوماتونو له لارې د چاپیریال ساتنې په برخه خلکو ته عامه پوهای ورکړي او خپل دیني رسالت په ښه شکل سره اداء کړي.
د غونډې په پای کې ټولو ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د خلکو د ذهنیتونو د روښانه کولو په خاطر به د جوماتونو د ممبرونو له لارې د چاپېریال په خوندي ساتلو کې د اسلام د مبارک دین ارشادات عامو خلکو ته بیان کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *