د ننګرهار پر یو شمیر نورو ولسوالیو کې هم ولسي ځواک د خپلو سیمو د ساتنې په موخه ځآی پر ځای کیږي .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وايي، د دې ولایت په پچیراګام او یو شمیر ولسوالیو کې د ولسي ځواک د ګمارنې له امله په سیمه کې د پخوا هر وخت په پرتله امنیت ښه شوی دی .نوموړی زیاتوي،چې د مرکزي ادارې په همکارۍ به په ګڼ شمیر نورو ولسوالیو کې هم د خپلو سیمو د ساتنې په موخه د اړونده ولسوالیو خلک د ولسي ځواک په توګه وګماري، ترڅو د خلکو په همکارۍ د دوی په سیمه کې امنیت تامین او د حکومتدارۍ په موخه زمینه برابره شي .ننګرهار والي، چې د مرغومې په ۱۱مه یې د ولایت په مقام کې د کورنیو چارو وزارت د سیمه ییزو پولیسو عمومي قومندان مل پاسوال غلام عزیز غرني په مشرۍ راغلي ګډ پلاوي سره لیدنه کوله،په دې برخه کې مرکزي ادارې ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د نورو ولسوالیو په څېر د لعلپورې ، ګوشتې او خوږياڼو ولسوالیو خلکو هم ورسره ژمنتیا ښودلې،چې د ولسي ځواک په توګه به د خپلو سیمو ساتنه کوي .د دې لیدنې پر مهال له مرکز څخه راغلي ګډ پلاوي سربیره امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي، د سرحدي لوا قومندان جنرال محمد ایوب حسین خیل، د ولايتي شورا مرستیال ډاکتر لعل محمد دراني، څلورمې پلې لوا درستیزوال، د همغږۍ مرکز قوماندان فقیرمحمد غونډي وال او یو شمیر نورو شتون درلود.د کورنیو چارو وزارت د سیمه ییزو پولیسو عمومي قوماندان مل پاسوال غلام عزیز غرني د مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه،چې په دې ولایت کې د ولسي ځواک د ګمارنې په موخه هر ډول ستونزې په لیکلي بڼه له دوی سره د حل په موخه شریکي کړي .د دې ناستې پر مهال پر یو شمیر نورو مهمو امنیتي موضوعاتو هم خبرې اترې او جدي پرېکړې وشوې .
دوه تنه چې رينجر موټر پورې يې ماينونه نښلول ونيول شولننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې دوه تنه، چې رينجر موټر پورې يې ماينونه نښلول پولیسو له لوري ونيول شول.د معلوماتو له مخې دغه کسان رحيم الله او عباد الله نوميږي او د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ اوسيدونکي دي.ياد کسان هغه مهال بالفعل ونيول شول، چې د جلال اباد ښار تالاشۍ چوک کې يې د موټرونو ګڼې ګوڼې څخه په استفادې د پولیسو رينجر موټر پورې ماينونه نښلول.نيول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په امنې قومندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.
پنځه وسله وال طالبان ووژل شولننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ د امبار خانې اخندزاده ګانو کلي کې نن سهار يوولس بجې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول.د معلوماتو له مخې په دغه بريد کې د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې هم لمنځه وړل شوي.
دوه داعش وسله وال ووژل شولننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ مربوطاتو کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې دوه داعش وسله وال ووژل شول.د معلوماتو له مخې په دغه بريد کې د داعش وسله يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم لمنځه وړل شوي.دوه تنه، چې محبس ته يې نشه يي توکي ننویستل ونيول شولننګرهار محبس کې دوه تنه، چې غوښتل يې له خپلو بنديانو سره وګوري نشه يي توکو سره يو ځای ونيول شول.د معلوماتو له مخې يادو کسانو په خپلو بوټانو کې ۵۷ ګرامه هيروين او چرس ځای پر ځای کړي و او غوښتل، چې محبس ته يې دننه کړي.نيول شوي کسان د نشه يي توکو پر ضد مبارزې مديرت کې تر پوښتنو لاندې دي.بل لور ته د بهسودو ولسوالۍ کڅ سيمه کې په يوې کرولا ډوله موټر کې ۲۰۴ کيلو ګرامه چرس ونيول شول.د سيمه ييزو پوليسو مسئولينو ته د ملکي تلفاتو، شکنجې او هر ډول ناوړه چلند د مخنيوي په موخه يو ورځنی ورکشاپ تر سره شو.دغه ورکشاپ د يونما دفتر د بشرحقوقو څانګې په مالي مرسته په امنيې قوماندانۍ کې جوړ شوی و، چې د اړوندو بېلا بېلو برخو مسئولينو پکې ګډون کړی و.د ننګرهار امنيې قوماندانۍ ملکي مرستيال نجيد احمد رحيمزي دملي اوسيمه ييزو پوليسو د ميړانې اوزړورتوب ستاينه وکړه چې په وينا يې ددې ولايت په لرې پرتو سيمو کې يې د پام وړ فعاليتونه ترسره کړي دي.نوموړي وويل، چې پوليس په ټولنه کې دقانون پلي کولو او جرمونومخنيوي مسئوليت لري؛ نو لازمه ده، چې د دندې اجراء پرمهال دملکي وګړو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي.نوموړي مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې په جګړه کې د نيول شويو اسيرانو او په نورو جرمونو کې نيول شوو کسانو سره د قانون له مخې چلند وکړي، د هغوی د شکنجه کولو، زورونې او نورو ناوړه کړنو څخه ډډه او مخنیوی وکړي.په ختيځ کې د يونما دفتر بشر حقوقو ادارې سرپرستې وويل، چې د تورنو کسانو د نيولو پرمهال او په نظارت خونو کې له هغوی سره د انساني او قانوني چلند ترسره کول ، د شکنجې ، ناوړه چلند ، د ښځو پروړاندې تاوتريخوالی اونورو غيرې انساني کړنو مخنيوي په موخه د ختيځ زون په کچه فعاليتونه ترسره کوي.دوی وويل، چې له دغه ورکشاپ څخه يې موخه دا ده، چې پولیس له مجرمينو سره د قانون په رڼا کې چلند وکړي او د هغوی له زورولو او وهلو ډډه وکړي.په خوږياڼو کې د موټر بم چاودنې مخنیوی وشوننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کې يو موټر بم مخکې له چاودنې کشف او لمنځه يوړل شو.د معلوماتو له مخې وسله والو مخالفينو يو کرولا ډول موټر کې چاودونکي توکي ځای پر ځای کړي و او غوښتل، چې پر عمليات کوونکو ځواکونو بريد وکړي، چې موخې ته له رسيدو وړاندې د پوليسو له لوري ياد موټر کشف او د ملي اردو انجينرۍ ټیم له لوري لمنځه يوړل شو.بله لور ته پوليسو د خوږياڼو ولسوالۍ سرې کلا سيمه کې اته فيره د هاوان مرمۍ او يو د وسايطو ضد ماين مخکې له چاودنې کشف او لمنځه وړي دي.دغه راز په ورته وخت کې امنيتي ځواکونو په ياده ولسوالۍ کې د چاڼيزو علمياتو پر مهال يو ميل کلاشنکوف او مرمۍ کشف او ترلاسه کړي دي.د ننګرهار ملي تلويزيون شهيدو شويو کار کوونکو کورنيو سره نغدي مرسته وشوهپر ننګرهار ملي راډيو ټلويزيون د شوي بريد شپږو شهيدانو ورثو او يوه ټپي سره د اجرائيه رياست له لوري نغدي مرسته ترسره شوه.مرسته د قربانيانو له کورنيو سره د اجرايه رياست د سلاکارانو ډاکټرمحمداصف قاضي زاده، څارنوال عبدالقيوم، عبدالرشيد مخلص ، شېراحمد شينواري او د ولايت مقام د استازي محمدصميم کريمزي له لوري ورکړل شوه.ډاکټر محمداصف قاضي زاده او شېراحمد شينواري وويل، چې پر ننګرهار ملي راډيو ټلويزيون د شوي بريد له امله شپږ تنه شهيدان شوي او اته نور ټپيان شوي و، چې د يادې پېښې د شهيدانو له کورنيو او يوه ټپي سره يې نغدې مرسته ترسره کړه.نوموړو وويل، چې دهر شهيد له کورنۍ سره يې سل – سل زره او له معلول سره يې دپنځوس زره افغانيو نغدي مرسته ترسره کړه ،چې دهمدې پېښې اووه ټپيانو په موندلو بريالي نه شول .دوی وويل، چې له مرستې پاتې ټپيان کولی شي، چې د قانوني مراحلو له طی کولو وروسته دوی ته ځانګړې شوې مرسته له مستوفيت ادارې ترلاسه کړي.په همدې حال کې مرسته اخيستونکو له اجرائيه رياست څخه مننه وکړه،چې دوی ته ځانګړې شوې اکراميه يې له زحمت پرته ورته وسپارله .دوی همداراز د شهيدانو اولادونو او معلول سره د ځانګړې مرستې د ترسره کېدو غوښتنه وکړه او د لاس نيوي وړ يې وبلل.