د ننګرهار ولسونو د غیرې قانوني وسلو او نظامي تجهیزاتو ټولولو په برخه کې د ولسمشر د حکم څخه ملاتړاو ستاینه وکړه. د ننګرهار ولسونو د غیرې قانوني وسلو او نظامي تجهیزاتو ټولولو په برخه کې د ولسمشر د حکم څخه ملاتړاو ستاینه وکړه.
د ننګرهار ولسونو د غیري قانوني وسلو او نظامي تجهیزاتو ټولولو په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي حکم څخه د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې ستاینه او ملاتړ وکړ.یاده پراخه غونډه د مرغومي په ۲۵ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، چې پرمهال يې سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ، د ولسمشرسلاکار قمرالدین شینواري، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري، ننګرهار امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي، ملي امنیت رئیس تورنجنرال محمد طاهر مومند، د سرحدي لوا قومندان جنرال محمد ايوب حسين خېل، د عامه نظم اوومې لواء قومندان جنرال نصير احمد ساپي، د ولسي جرګې غړي فريدون خان مومند، ولايتي شورا مرستيال ډاکتر لعل محمد دراني او غړو يې، قومي مشرانو، ديني عالمانو، سوداګرو، ځوانانو، مدني فعالانو، اهل هنودو، مېرمنو، ښوونکو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.
سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې د دې سترې غونډې څخه معلومه شوه، چې د ننګرهار ولسونه د غير مسئولو وسله والو څخه تنګ شوي او نور نه غواړي، چې غېر مسئول وسله وال په دوی ظلم وکړي.نوموړي زياته کړه، چې غير مسئول وسله وال په ټولنه کې پانګوالو، سوداګرو او هټيوالو څخه د وسلې په زور باج اخلي او ولسونه د دې ناوړې چارې څخه په تنګ شوي دي.دی زیاتوي، چې نظام د ولس په رايه جوړ شوی دی او پرته له امنيتي ځواکونو څخه هیڅوک د وسلې ګرځولو حق نلري، نوموړي په ټولنه کې د زياتو نا امنيو لامل د غير مسئول وسله والو شتون په ګوته کړ.ننګرهار والي وايي، چې ولسونه په يو غږ د زورواکو، سړي تښتونکو او مافيايي کړيو پر وړاندې د دولت ملاتړي دي او غير قانوني وسله والې ډلې نورې نه غواړي.نوموړي ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د ولسمشر د حکم له مخې د موټرونو تورو ښېښو سپينولو، د ناقانونه وسلو ګرځولو مخنيوي پیل شوی کمپاين به دوامداره وساتي، چې په نږدې راتلونکې کې به ولسواليو ته هم وغځول شي.دی وايي، چې د ۱۳۹۶ کال تر پايه به غير مسئوله وسله والې ډلې خپلې وسلې وسپاري او د نه سپارلو په صورت کې به په ۱۳۹۷ کال کې نا مسوله وسله وال عدلي او قضايي ارګانونو ته د يو مجرم په توګه ور وپيژني.د ولايتي شورا مرستیال ډاکتر لعل محمد دراني وويل، چې شپاړلس کاله وروسته حکومت په يو مهم کار لاس پورې کړ چې هغه د غېر قانوني وسلو او نظامي تجهيزاتو د ټولولو د پروګرام پيل دی.نوموړي زياته کړه، چې ولسونه د زور واکانو، غاصبينو او سړي تښتونکو پر وړاندې د خپل دولت ملاتړ کوي.دی زياتوي، چې په دې ولايت کې د تېر کال په پرتله په يو شمېر ولسواليو کې امنيتي ساحه پراخه شوې او غوښتنه يې وکړه، چې په ياده برخه کې بايد نور اقدامات هم تر سره شي.په دغه غونډه کې په ختیځ کې د بشر حقونو رئيسې صبرينا حميدي، د حج اوقافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني، مدني فعال نجيب الله صاحبزاده، د ولسونو د يووالي او همغږۍ مشر لعل اغا کاکړ، مدني فعال قرار عزيزي، نور افضل مصلح او يو شمېر نورو خبرې وکړې او د ولسمشر د وروستي حکم څخه يې ستاينه او ملاتړ تر څنګ زياته کړه چې په ټولنه کې ډيری جرمونه د ناقانونه وسله والو له امله رامنځته کيږي، چې قرباني يې عام وګړي دي.د ولسمشر سلاکار قمرالدين شينواري وويل، له کلنو راهيسې ولسونو د دې شېبې انتظار کولو، چې کله به د نا قانونه وسله والو له زور زياتي څخه وژغورل شي.نوموړي زياته کړه، چې د شته نظام سياست جګړه نه؛ بلکې د سولې سياست دی او هڅه کوي، چې لومړی ستونزه د سولې له لارې حل کړي.ده د ننګرهار والي او نظامي شورا له غړو څخه مننه وکړه، چې د غیر قانوني وسلو او نظامي تجهيزاتو ټولولو په برخه کې د ولسمشر د حکم په پلې کېدو کې يې ټینګه اراده وښوده.دی وايي، چې د نوي طرزالعمل له مخې د وسلې د جواز ورکولو په برخه کې اړتیاوې او محدودويتونه وضع شوي او له هغې پرته به هيچاته د وسلو ګرځولو جواز ور نه کړل شي.ننګرهار امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي وويل، چې د ولسونو پراخه مينه ورته د لا زياتو اجراتو ځواک ورکوي، چې په خبره يې وسله وال ځواکونه په خپلو کې پوره همغږي لري، چې پرمټ يې تل دښمن ته ماتې ورکړې.ده وويل، چې امنيتي ځواکونه د ولسونو مرستې او همکارۍ ته اړتيا لري بايد ولسونه په پوره لېوالتيا سره د امنيت په ټينګښت، مخالفينو په ځپلو او د جرمونو په مخنيوي کې خپلو امنيتي ځواکونو څخه خپله همکاري ونه سپموي.ننګرهار والي او امنيتي مسئولين د ښو کړنو له امله د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې وستايل شول.د ننګرهار سوداګرو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې ننګرهار والي ته د ښو کړنو له امله د سرو زرو ميډال ورکړ او هم ننګرهار والي له لوري نظامي مسئولين په ستاينليکونو او ډاليو و ستايل شول.د غير قانوني وسلو او نظامي تجهيزاتو ټولولو په برخه کې د ولسشمر محمد اشرف غني د حکم څخه د ولسونو ملاتړ غونډه کې د دې ولايت ملي سوداګرو ننګرهار والي ته د ښو کړنو له امله د سرو زرو ميډال ورکړ او همدا راز ننګرهار والي نظامي مسئولين د ښو کړنو له امله په ستاينليکونو او ډاليو ونازول.دغه غونډه، چې د مرغومي په ۲۵مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه په کې د سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سربيره د ولسمشرسلاکار قمرالدین شینواري، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري ، ننګرهار امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي، ملي امنیت رئیس تورنجنرال محمد طاهر مومند، د سرحدي لوا قومندان جنرال محمد ايوب حسين خېل، د عامه نظم اوومې لواء قومندان جنرال نصير احمد ساپي ، د ولسي جرګې غړي فريدون خان مومند، ولايتي شورا مرستيال ډاکتر لعل محمد دراني او غړو يې، قومي مشرانو، ديني عالمانو، سوداګرو، ځوانانو، مدني فعالانو، اهل هنودو، مېرمنو، ښوونکو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.په دغه غونډه کې د سوداګرو په استازۍ ډاکتر مخلص د ننګرهار والي د ښې رهبرۍ او د امنيتي ځواکونو د مېړانې ستاينه وکړه، چې په خبره يې د صرافۍ مارکيټ په موضوع کې يې د پېښې اصلي عاملين ونيول او د قانون منګولو ته يې وسپارل.دوی ننګرهار والي ته د ښو کړنو له امله برابر شوی د سرو زرو ميډال ډالۍ کړ او هم يې نوموړي ته د اعزاز لونګۍ ور په سر کړه.ننګرهار والي له ولسونو، سوداګرو او صرافانو مننه وکړه، چې د ده د هڅو قدردانی يې وکړ.نوموړي د امنيتي مسئولينو هڅې وستايلې او د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قومندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري، ملي امنيت رئیس تورنجنرال طاهر مومند، ننګرهار امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي، د لومړۍ سرحدي لواء قومندان جنرال محمد ايوب حسين خېل، د عامه نظم اوومې لواء قومندان جنرال نصير احمد ساپی، د څلورمې پلې لواء قومندان جنرال محمد نسيم سنګين ته برابرې شوې ډالۍ او ستاينليکونه ورکړل.په دغه غونډه کې ولسونو د امنيتي ادارو مسئولينو او سرتيرو غاړو کې ګلونه واچول او د دوی د قربانيو او هڅو ستاينه يې وکړه.د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قومندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري له ولسونو مننه وکړه، چې امنيتي ځواکونه يې وستايل.نوموړي وويل، چې د ولسونو همکاري او ستاينه امنيتي ځواکونو ته لوړ مرال ورکوي او لا به دښمنان وځپي.د ننګرهار محبس څخه ۷۴ تنه بندیان ازاد او د دیرش نورو د بند په موده کې کموالی راغی.
د حضرت محمد ص د نيکمرغه زوکړې په مناسبت د ولسمشر محمد اشرف غني د ځآنګړې فرمان په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د محبس څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ۷۴ تنه بندیان ازاد او د دیرش تنو نورو بندیانو د بند په موده کې کموالی راغی.د ننګرهار استیناف څارنوالۍ رئیس خالد احمد اوریا وویل، د میلادالنبي ص په مناسبت د ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۶۸ ګڼه فرمان له مخې د دې ولایت د بند خونې څخه د دوو میرمنو په ګډون ۷۴ تنه بندیان ازاد او د دیرش تنو نورو د بند په موده کې کموالی راغی، نوموړي زیاته کړه،د یادو بندیانو د بند مودې د یو کال څخه تر پنځو کلونو پورې وې،چې د جنایي جرمونو له امله ورته د بند سزا ورکړل شوې وه .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د بند څخه ازاد شوو کسانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ له دوی څخه وغوښتل،چې په بند خونه کې د عصري،دیني او حرفوي زده کړو څخه په ټولنه کې د کورنۍ او هېواد د خیر لپاره ګټه واخلي، ترڅو په راتلوونکې کې د هر ډول جرمونو څخه د تجربه شوو انسانو په ډول وژغورل شي.د ننګرهار استیناف محکمې رئیس قضاوتمند عبدالولي قاضي زاده، د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني،امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي او د بشر حقونو رئیسې صبرینا حمیدي د خبرو پر مهال له بندیانو څخه وغوښتل،چې پخوانۍ تربګنۍ او هر ډول غېرې قانوني حرکتونه د بیا ځل لپاره تکرار نکړي او همدا راز په ټولنه کې د روزل شوو کسانو په څېر چلند غوره کړي.دوی همدا راز یادو کسانو ته سپارښتنه وکړه، چې پخپله هم له جرمونو څخه ځآنونه وژغوري او هم د ټولنې نورو خلکو ته د جرمونو د رامنځته کېدو وروسته د قانون د پلي کېدو پر مهال د عبرت په موخه خاطرې شریکي کړي.د بند خونې څخه ازاد شوو کسانو په استازۍ یو تن د ولسمشر د فرمان څخه مننه وکړه،چې دوی یې له بند څخه ازاد کړل او همدا راز یې په بند خونه کې د ترسره شوې مودې په اړه د محبس مدیریت له کړنو او برابرو شوو سهولتونو څخه ستاینه او مننه وکړه .په جوړو شوو مراسمو کې د ولایتي شورا غړي محمد اجمل عمر،استاد اسرارالله مراد، اصحاب ولي مسلم، د کامې ولسوال عطاالرحمن هډه وال او یو شمیر نورو هم شتون درلود.د ننګرهار په محبس کې د یوې بلې ناستې په ترڅ کې د دې ولایت د بندخونې مدیر سمنوال عبدالولي حصارک ننګرهار والي څخه غوښتنه وکړه،ترڅو په نوي کال کې ورته د محبس د جوړیدو په موخه په دې ولایت کې سل جریبه ځمکه په واک کې ورکړي .هغه زیاته کړه، ننګرهار محبس ۷۵ کاله وړاندې جوړ شوی او مرستندویه ادارو ورسره ژمنه کړې، چې د ځمکې په شتون سره به ورته ژر د نوي محبس د جوړیدو چارې پیل کړي .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل خوښي وښوده،چې ننګرهار محبس د هېواد په کچه د مرکزي ادارې له لورې د نظم او نورو برخو له امله لومړی مقام خپل کړی او د بند خونې مدیر ته یې سپارښتنه وکړه،چې د نوي محبس د جوړیدو په موخه رسمي چارې پیل کړي او هر ډول همکاري به ورسره ترسره کړي .
د یادونې وړده،د ننګرهار په بند خونه کې د ۴۲ میرمنو په ګډون ۱۸۰۴ تنه بندیان د بېلابېلو جرمونو له امله د بند شپې ورځې تېروي .لس وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښتهننګرهار ولايت غني خېلو او خوږياڼو ولسواليو کې د عملياتو او هوايي بريد په ترڅ کې ۷ وسله وال طالبان ووژل شول او ۳ ټپيان شول. د معلوماتو له مخې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې د غني خېلو ولسوالۍ مربوطاتو کې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه وسله وال طالبان، چې درې يې مهم قومندانان دي او د خېبر پښتونخوا اوسيدونکي دي وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.په دغه عملياتو کې د وسله والو طالبانو يو سراچه ډوله موټر لمنځه وړل شوی او د دوی يو ميل پيکا، يو ميل راکټ، درې ميله کلاشينکوفونه ترلاسه شوي دي.د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کې نن ماسپښين بې پيلوټه الوتکې په يوې الټو موټر بريد کړی، چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او د دوي يو شمېر وسلې لمنځه وړل شوي دي.په بهسودو کې د دوو کورنيو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوهننګرهار ولايت بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي په هڅو د يوې جرګې په ترڅ کې د دوو کورنيو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه.دغه جرګه کې، چې د مرغومي په ۲۴مه د بهسودو ولسوالۍ مقام کې جوړه شوې وه په کې د حصارک ولسوال، قومي مشرانو او د يادو کورنيو غړو ګډون کړی و.د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي وويل، چې په سوله کې خير دی او الله پاک مسلمانانو ته د يووالي امر کړی دی.نوموړي وويل، چې که دوه کورنۍ هر څومره شخړې وکړي بیا به يې هم موضوع حکومت ته ځي او يا به له قومي جرګې له لارې حل کيږي.ده له يادو کورنيو وغوښتل، چې له دې وروسته يو پر بل تیری ونه کړي او د ورورلۍ ژوند وکړي.حاجي ګل ميران، چې د محمد مير د کورنۍ دوه غړي ټپیان کړي و او له مودو راهيسې يې یو بل ته په کمين کې و د دغه جرګې په ترڅ کې يې يو بل ته د ورولۍ لاسونه ورکړل او دښمني يې په دوستۍ بدله شوه.دواړو لورو ژمنه وکړه، چې له دې وروستۍ به په خوښۍ او د دوستۍ په فضاء کې ژوند کوي.دوی له ولسوال او قومي مشرانو مننه وکړه، چې د دوی ترمنځ يې روغه وکړه او د نورو شخړو مخه يې ونيوله.په نازيانو کې د امنيت لا ټينګښت او ولسونو يووالي په موخه ناسته وشوهننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ مقام کې د مرغومي په ۲۵مه د ولسونو يووالي او امنيت لا ټينګښت په موخه قومي مشرانو سره ناسته وشوه.د نازیانو ولسوال قاضي صاحبزاده ګل طارق له قومي مشرانو مننه وکړه، چې په دې ولسوالۍ کې يې د خپلمنځي يووالي په ساتلو سره امنيت راوستی.نوموړي له قومي مشرانو وغوښتل، چې د لا ډاډمن امنيت رامنځته کېدو په موخه په خپلو کې لا ښه همغږي رامنځته او حکومت سره همکاري وکړي.ده دغه راز قومي مشرانو ته د ولسونو د سرومال ساتنې او په دې ولسوالۍ کې د رغنيزو چارو سرته رسولو ډاډ ورکړ.قومي مشرانو له ولسوال مننه وکړه، چې د ولسونو يووالي په موخه کار کوي.نوموړو وويل، چې د نازيانو ولسونه په خپلمنځ کې يووالی لري او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی په سيمه کې تخريبي کړنې تر سره کړي.دوی ژمنه وکړه، چې په خپلو کې به همغږي لا پياوړې او حکومت سره به د امنيت په ټينګښت کې لا ښه همکاري وکړي.قومي مشرانو دغه راز په يو شمېر برخو کې د ولسونو ستونزې هم شریکې کړې چې د ولسوال له لوري ورته د ستونزو حل ډاډ ورکړل شو.د کډوالو دايمي ستونزو حل په موخه ناسته وشوهننګرهار ولايت کډوالو چارو رياست مسئولينو د کډوالو دايمي ستونزو حل په موخه د مرستندويه ادارو مسئولينو سره ناسته وکړه.د کډوالو چارو رئیس غلام حيدر فقيرزي په دې ولايت کې د راستنو شوو او داخلي بې ځايه شوو کورنيو د سرپناه او يو شمېر نورو برخو کې شته ستونزې د مرستندويه ادارو مسئولينو سره شريکې کړې.نوموړي وويل، چې د کډوالو دايمي ستونزې بايد حل شي، څو له يوې خوا سرپناه لپاره ځای پيدا کړي او له بله پلوه په کاروبار کې مصروف شي.د IOM او يونسيار ادارې مسئولينو ډاډ څرګند کړ، چې د کډوالو د دايمي ستونزو په حل کې به له مسئولينو سره خبرې وکړي.دوی وويل، چې چمتو دي څو د کډوالو د پاتې ستونزو په حل کې همکاري وکړي.
د توحيد ټولنيزو او پرمختيايي چارو موسسې له لوري په سره رود ولسوالۍ کې په سيمه ييزه حکومتوالۍ کې د خلکو د ګډون پياوړتيا تر سرليک لاندې غونډه ترسره شوه.ياده غونډه ، چې د مرغومي په ۲۴مه د سره رود ولسوالۍ په تالار کې جوړه شوې وه د ولسوالۍ پر مسئولينو سربيره يو شمېر قومي مشرانو او ديني عالمانو ګډون پکې کړی و.په ننګرهار کې د توحيد ټولنيزو او پرمختيايي چارو موسسې مسوولين وايي: دغه برنامه ، چې د سلا کار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له لوري پيل شوې موخه يې په سيمه ييزه حکومتوالۍ کې د خلکو د ګډون پياوړتيا، د ځايي اوسيدونکو ستونزو حل ته په وخت رسيدنه، د دولت او خلکو ترمنځ د واټن کمول او د ولسونو ستونزې حل کول دي.د جوړې شوې غونډې پر مهال د سره رود ولسوال سيد علي اکبر سادات او ديادې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال رحمن خليلزي د وينا پر مهال سلاکار وزير او ننګرهار والي څخه مننه وکړه ،چې په دې ولسوالۍ کې يې د ښې حکومتوالۍ په موخه دغه ګټوره برنامه پيل کړې ده.دوی ولايت مقام ته ډاډ ورکړ، چې په ياده ولسوالۍ کې به د ښې حکومتوالۍ په موخه د هلوځلو ترڅنګ د فساد پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.د سره رود ولسوال وايي، چې اړونده ادارو ته يې سپارښتنه کړې ، چې د خلکو ستونزو حل ته په وخت رسيدګي وکړي.د يادې ولسوالۍ د قومي شورا په استازيتوب معلم معشوق د ولسوالۍ له مسئولينو غوښتنه وکړه، چې د خلکو د ستونزو په حل کې هلې ځلې وکړي او د ادارو هغه کار کوونکي ، چې د ورسپارل شويو چارو په ترسراوي کې غفلت کوي قانوني کړنه ورسره ترسره کړي.يو تن اهل هنود ، چې د سره رود ولسوالۍ اوسيدونکی دی او په دې غونډه کې يې ګډون کړی و ، د ولسوالۍ له مسئولينو يې مننه وکړه ،چې د ځمکې پر سر د راولاړې شوې ستونزې په حل کې يې ورسره همکاري کړې ، چې په خبره يې ډير ژر به ورته خپله ځمکه وسپارل شي.د غونډې په وروستۍ برخه کې د مراجعينو يو شمېر دوسيې تر څيړلو وروسته اړونده ادارو ته د حل په موخه واستول شوې .په چپرهار کې د حکومت په ملاتړ غونډه وشوهننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ کې ولسونوحکومت څخه په ملاتړ او د هغو اشخاصو غندنې په موخه غونډه وکړه، چې دقانون تطبيق پر وړاندې يې ستونزې پيدا کړي.په ننګرهار کې د دولت په ملاتړ غونډې پيل شوي ، چې ګډون کوونکي يې خپل هغه هوډ چې د ټاکنو پروخت يې د يوه خپلواک دولت درامنځته کېدو په موخه کړی و، د ملاتړ په اعلانولو يو ځل بيا څرګند کړ.له اچين ، بټي کوټ او بهسودو ولسواليو وروسته په چپرهار ولسوالۍ کې د ولسونو له لوري د دولت په ملاتړ غونډه جوړه شوې وه ،چې دځايي مسؤلينو سربېره د ولايت کارپوه سبحان الله خطاب او د بهسودو ولسوال محمدصديق دولت زي هم پکې ګډون کړی و.د چپرهار ولسوالۍ قومي مشرانو او ديني عالمانو د دولت پر پلوۍ ديادې ولسوالۍ د ولسونو په استازولۍ ملاتړ څرګند کړ او ويې ويل: چې موجوده نظام د افغانانو په رايو جوړ شوی او ولس يې بشپړ ملاتړ کوي.دوی وويل، چې افغانان د خپلو پولو او خاورې ساتلو مسؤليت لري او هرهغه څوک چې پر افغان خاوره او ياهم پر افغانانو تيری کوي، پر وړاندې يې جهاد روا دی.قومي مشرانو او ديني عالمانو په ټينګار سره له ولسمشره ملاتړ وښود او د ولسمشر د حکمونو د تطبيق غوښتنه يې وکړه.د چپرهار ولسونو په تذکرو کې دافغان او اسلام کلمو دځای پر ځای کېدو په شرط د برېښنايي تذکرو د وېش غوښتنه وکړه.د چپرهار ولسوال معلم معشوق د يادې ولسوالۍ اوسنی امنيتي وضعيت د ډاډ وړ وښود او لامل يې دولس او حکومت ترمنځ د فاصلو کمول په ګوته کړل.نوموړي له ولسونو مننه وکړه، چې د حکومت څخه يې د ملاتړ په موخه غونډه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې حکومت به هم د ولسونو ټولو ستونزو حل کې لازم اجرات تر سره کړي.د ولسواليو په چارو کې د ولايت کار پوه سبحان الله خطاب ديادې ولسوالۍ له ولسونو مننه وکړه، چې د حکومت د حکمونو د تطبيق پلوي کوي.خطاب وويل: په چپرهار ولسوالۍ کې اتيا بابه ښوونځي ، اووه مدرسې او پنځه روغتونه فعال دي، چې ديادې ولسوالۍ د وګړو روغتيايي او پوهنيزې ستونزې يې حل کړي دي.نوموړي د چپرهار ولسوالۍ ولسونو ته وسله وال پوځ ليکو ته د ځوانانو او ښوونځيو ته د کوچنيانو لېږلو ټينګار وکړ.د بهسودو ولسوال محمدصديق دولت زی چې په ولايتي پلاوی کې يادې ولسوالۍ ته تللی و د ولسونو پر يووالي يې ټينګار وکړ.دولت زي د چپرهار ولسونه دامنيت په ټينګښت اود ترسره شويو پروژو په ساتلوکې همکارۍ ته وهڅول.نوموړي د چپرهار ولسوالۍ ته د سيمه ييزو پوليسو د تشکيل د پراخېدو خبره وکړه او په جذب کې د يادې ولسوالۍ له ولسونو دهمکارۍ غوښتنه وکړه.په دغه ناسته کې د چپرهار ولسوالۍ ولسونو مدرسو ته د ښوونځيو په څېر د پاملرنې او د نويو پروژو دمنظورۍ غوښتنه وکړه څو دولسونو شته ستونزو کې کموالی راشي.