د کوزې پښتونخوا نامتو او منلی شاعر درویش دروانی وایی،په ننګرهار کې د ښې میلمه پالنې له امله به خپلو سیمو ته له نوي فکر او جذبو سره ستانه شي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په هلو ځلو او د ننګرهار پوهنتون په نوښت په دې ولایت کې د خان عبدالغفار خان د دیرشم تلین په یاد بېلابېلې غونډې او نورو مراسمو ته د کوزې پښتونخوا څخه د پوهنتونونو او بېلابېلو اکاډمیکو ادارو استادانو،لیکوالانو ،شاعرانو، زده کړیالانو او یو شمیر نورو په استازۍ د نامتو او منلي شاعر درویش درانی وویل،په ننګرهار کې د ښې میلمه پالنې له امله خپلو سیمو ته له نوي فکر او جذبو سره ستنیږي .نوموړې یادې څرګندونې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له لورې برابرې شوې میلمستیا پر مهال وکړې،چې په کې د ولسمشر سلاکار لعل پاچا ازمون، د لغمان والي عبدالجبار نعیمي،ولایتي شورا غړو، قومي مشر حاجي حیات خان او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،دې ولایت ته د کوزې پښتونخوا څخه د پښتنو راتګ د باچا خان فکر او ارمانونه په ټول کې را ژوندي کوي او ټینګار یې وکړ،چې دواړه لورې خپل منځي تګ راتګ لا هم زیات کړي .
هغه د خان عبدالغفار خان د دیرشم تلین په مناسبت په دې ولایت کې جوړ شوي علمي سمینار او غونډو کې لوستلې مقالې او ویناوې د عدم تشدد د فلسفې سر لارې پاچا خان پر تګ لاره د پل کېښودو لپاره مهم ګام وباله.
په علمي او ټولنیزو چارو کې د جمهور رئیس سلاکار دوکتور لعل پاچا ازمون وویل، ولسمشر محمد اشرف غني په پلان کې درلوده،چې د کوزې پښتونخوا څخه راغلیو پښتنو وروڼو سره له نږدې لیدل وکړي،خو وورستیو پېښو له امله یاده چاره ترسره نشوه.هغه وویل : (( تاریخ ثابته کړې،چې پښتون قوم څومره ځپل شوی،هومره پوخ شوی دی ))
د کوزې پښتونخوا څخه را غلیو پښتنو په استازۍ درویش دراني وویل،د ډیورنډ په کرغیړنې کرښه د پښتنو په سینه اغزن غځیدلی تار به د باچا خان د فکر او تګلارې له امله پښتانه سره جلا نکړي او د تل پاتې یو قوم په څېر به تګ راتګ وکړي.
نوموړي د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د ټولو مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې په دې ولایت کې یې د څو ورځو ًپه ترڅ کې ځآنګړې میلمنه پالنه وکړه او زیاته یې کړه،چې خپلو سیمو ته به له دې ځآیه د نوي فکر او ځآنګړو جذبو سره ستانه شي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له لورې د برابرې شوې ځآنګړې میملستیا په څنډه کې د کوزې پښتونخوا څخه راغلیو پښتنو ته د دې ولایت د زیتونونو فابریکې تولیدات د ډالۍ په توګه ورکړل شول.
په ننګرهار کې د پوليو ضد درې ورځني واکسين کمپاين پيل شو؛ خو لا هم اته زره ماشومان د پوليو له واکسين پاتې کېږي.

د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا چارواکی وايي چې لا هم د دغه ولايت پنځو ولسواليو کې اته زره کوچنيان د پوليو له واکسينه بې برخې پاتې کيږي.روغتيايي چارواکو په دې اړه معلومات د سلواغې په ۹مه په ختيځ زون کې د پوليو واکسين درې ورځني کمپاين د پيل په مراسمو کې رسنيو سره شريک کړل.د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال وويل، چې د روان کمپاين پرمهال به په ټول زون کې يوولس لکه او په ننګرهار کې اته لکه تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان د پوليو پر وړاندې واکسين شي.هغه وايي، دا کمپاين د روان ميلادي کال لومړی کمپاين دی، چې له پيله په دغه ولايت کې يوه مثبته پېښه ثبت شوې او اندېښنه يې وښوده، که د کمپاين پر وړاندې خطرات همداسې موجود وي، نو د پوليو د خپريدو ويره به زياته شي.د عامې روغتيا رييس وايي، لا هم د ننګرهار د پنځو ولسواليو په ځينو سيمو کې د پوليو واکسين پر وړاندې خنډونه موجود دي، چې له امله يې اته زره کوچنيان د پوليو له واکسين بې برخې پاتې کېږي.

هغه زياته کړه، د پچيراګام ولسوالۍ پنکزو، د هسکې مېنې ولسوالۍ اوغز او پاپين، د اچين ولسوالۍ د مامند درې اخري سر، د خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو تنګی او د نازيانو ولسوالۍ دوه خولې نازيان هغه سيمې دي، چې د وسله والو د موجوديت له امله ورته د پوليو واکسيناتوران نه شي ورتللی.ديني عالم او د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني د ياد کمپاين په پرانسته کې وويل، چې د پوليو واکسين د اسلام له نظره رواه او حلال دی او ټولو کورنيو ته يې سپارښتنه وکړه، چې خپل کوچنيان دې واکسين کړي.هغه وويل، د ټولو ولسواليو ملا امامانو ته يې د يو ځانګړي مکتوب له لارې سپارښتنه کړی، چې د کمپاين پر مهال له واکسيناتورانو سره مرسته وکړي او خلک وهڅوي، چې خپل اولادونه واکسين کړي.
د يادولو وړ ده، چې د پوليو کمپاين په تېرو دورو کې په دې ولايت کې تر يوولس زره زيات ماشومان د پوليو له واکسين څخه بې برخې پاتې کيدل، چې د مسولينو په وينا ياده شمېره د قومي مشرانو، رسنيو او ديني عالمانو په ګډو هلو ځلو اوس اتو زره کوچنيانو ته راکمه شوې ده.
دوه وسله وال مخالفين، چې د ماين په چاودنه کې يې د خوږياڼو د سيمه ييزو پولیسو قومندان شهيد کړی و ونيول شول.
ننګرهار ولايت خوږیاڼو ولسوالۍ چمتلې سيمه کې هغه دوه وسله وال مخالفين ونيول شول، چې څو ورځې وړاندې يې د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پولیسو قومندان څارمن حبيب الله رينجر موټر پورې چسپکې ماين نښلولی و او د چاودنې له امله نوموړی شهيد او ساتونکی یې ټپي شو.
نيول شوي وسله وال مخالفين فضل خالق او سيد حليم نوميږي او په ياده ولسوالۍ کې د ماينونو ځای پر ځای کولو او نورو تخريبي کړنو کې لاس لري.
دوی په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په امنې قومندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دی.

يو وسله وال طالب سولې بهير سره يو ځای شو
ننګرهار ملي امنيت رياست په هڅو د حميد الله په نوم يو وسله وال طالب، چې په خوږياڼو ولسوالۍ کې يې فعاليت کولو له مخالفته لاس په سر او د خپل يو ميل کلاشنکوف سره سولې بهير سره يو ځای شو.
د معلوماتو له مخې یاد وسله وال طالب پخوا د فضل سبحان مشهور په کاکا تر مشرۍ لاندې خوږياڼو ولسوالۍ کې فعاليت کولو او اوس يې د يو بل قومندان په مشرۍ تخريبي کړنې تر سره کولې، چې په ګڼو جرمونو کې لاس لري.
سولې بهير سره يو ځای شوي وسله وال طالب په خپلو جرمونو د اعتراف تر څنګ په خپلو تېرو ناوړو کړنو پښيماني وښوده او ژمنه يې وکړه، چې له دې وروسته به د هېواد په ابادۍ کې برخه اخلي.
درې تنه د وسلو او نشه یې توکو سره نیول شوي .
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار او خوږیاڼو ولسوالۍ کې د پلټنو او عملیاتو پر مهال درې تنه د ۷ میله بېلابېلو وسلو،مهماتو او یوه اندازه نشه یې توکو سره یو ځای نیول شوي دی .
د خوږیاڼو ولسوالۍ په خانخیلو سیمه کې ګډو کورنیو ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې یو تن شکمن کس نیولی او یو میل کلاشینکوف،درې میله بېلابېل ډوله تفنګچې،یوه اندازه مهمات او یو عدد مقناطیسي ماین کشف او په لاس ورغلي دي.
همدا راز ګډو کورنیو ځواکونو د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال په مرکز جلال اباد ښار کې د ګډ کمپاین او پلټنو په ترڅ کې یو میل کلاشینکوف ، دوه میله تفنګچې ، یو اندازه مرمۍ او شاژورونه چې د ګرځیدو قانوني اسناد یې نه درلودل نیولي دي .په همدې حال کې پولیسو د نشه یي توکو دوه تنه پرچون پلورونکي د ۸ سوه ګرامه چرسو او شپږ ګرامه هیروینو سره یو ځای نیولی،د ۲۱ موټرو تورې ښیښې یې سپینې کړي او د قانون څخه سرغړونکي موټر چلوونکې یې ۳۷ زره افغانۍ نغدي جریمه کړي دي .
د ګوشتې ولسوالۍ قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني ټولنو او ځوانانو له شته نظام او ملي امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه غونډه ترسره کړه.
ياده غونډه چې دګوشتې ولسوالۍ په انګړ کې جوړه شوې وه پر مهال يې د ګوشتې ولسوال شيرشاه حسيني له ولسونو مننه وکړه چې له خپل نظام او زړورو امينتي ځواکونو څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ .
نوموړي وويل ، شته نظام د ولسونو په رايو جوړ شوی، چې په خبره يې د دې ولسوالۍ ولسونه يې کلک ملاتړي دي.
حسيني همدا راز د ګوشتې ولسوالۍ په امنيت ټينګښت کې د ولسونو رول او همکاري وستايله.
نوموړي وويل، چې په ګوشتې ولسوالۍ کې تير کال د اتيا ميليونه افغانيو په ارزښت بيلابيلې پروژې تطبيق شوي دي.
د ګوشتې ولسوال شيرشاه حسيني وايي: په دې ولسوالۍ کې ښوونځي او روغتيايي کلينکونه فعال دي، خو د ښوونځيو لپاره يې د ودانيو او کلينکونو لپاره د وسايلو او پرسونل زياتوالي غوښتنه يې وکړه.
د يادې ولسوالۍ قومۍ مخورو ملک محمد انور او عبدالکريم خان وويل ، د ګوشتې ولسونو تل له خپل نظام څخه ملاتړ کړی او د هر ډول قربانۍ په ورکولو سره د نظام او خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ او قدردانۍ ته چمتو دي.
دوی همدا راز له جمهور رئيس محمد اشرف غني څخه غوښتنه وکړه چې قانون د هېواد په ټولو وګړو يو ډول تطبيق او په هيواد کې د قدرت جزيرې ختمې کړي.
دوی وويل: هغه اشخاص ،چې نظام ننګوي دولسونو کلک غبرګون سره به مخ شي.
ديني عالم غلام نبي او د ځوانانو شورا مشر مستمير خان هم ګډنوالو ته په وينا کې له شته نظام او ملي امنيتي ځواکونو څخه د بشپړ ملاتړ ترڅنګ وويل، سرتيري مو د خپل وطن او ناموس دفاع کوي مونږ ته يې سوکاله ژوند برابرکړی موږ پرې وياړو اوتل يې تر شاه ولاړ يو.
د ځوانانو شورا مشر مستمير خان بيا امنيتي سرتيري اتلان ياد کړل او په وينا يې دګوشتې ځوانان له خپلو امينتي سرتيرو سره ولاړ او د اړتيا پر مهال هرې قرباني ته چمتو دي.
نوموړي وويل، چې اوس مو ځوانان او مشران پوه دي او هيڅوک نشي کولی د ولسونو او نظام ترمنځ فاصله پيدا او ولسونه پرخپل نظام بې باوره کړي.
د ولسواليو په چارو کې د ولايت مقام کارپوه سبحان الله خطاب د يادې ولسوالۍ له ولسونو مننه وکړه، چې د دوی په رايو د رامنځته شوي قانوني نظام او خپلو ملي امنيتي ځواکونو ملاتړ په موخه يې غونډه جوړه کړې ده.
نوموړي وويل، ګوشته يوه سرحدي ولسوالي ده چې ولسونو يې تل سرښندنې او قربانۍ ورکړي چې ولايتي اداره ورڅخه منندويه ده.
خطاب همدا راز له ټولو ولسونو وغوښتل چې د ولايتي اداري د ننګونې پرځای د ولايتي ادراي تر شاه ودريږې.
نوموړي همدار راز په روداتو ولسوالۍ کې د څلويښت ميګا واټه لمريزې بريښنا د پروژې يادونه وکړه ،چې په وينا يې په جوړيدو سره به يې د ګوشتې ولسوالۍ هم له برېښنا څخه برخمنه شي.

په دنده کې پاتې واکسیناتوران او د غلطو معلوماتو ورکوونکي له دندو ګوښه او څارنوالیو ته ور پېژندل کیږي .
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئيس ډاکټر نجیب الله کاموال،چې BPHS تطبیق کوونکې موسسې عمومي ریس ډاکټر سید اشرف الدین (عیني ) او یادې موسسې د ننګرهار ساحوي دفتر مشر ډاکټر شفیق الله شفق په ملتیا د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت د بیلابیلو برخو مسؤلینو سره د چارو د بهبود او ستونزو د حل په موخه ناسته درلوده،وویل،هغه واکسیناتوران چې د مسؤلیت په سیمه کې په بشپړ ډول ماشومان واکسین نکړي او یا هم غلط معلومات شریک کړي،له دندو به ګوښه او څارنوالیو ته به ور وپېژندل شي.نوموړي وویل، د دې ولایت ټولو روغتیایي مرکزونو څخه یې څارنه پیل کړې او هغه کسان به ګوښه کړي،چې په دندو کې ناغیړې کوي، د هغه په وینا هر واکسیناتور چې د خپل مسولیت په ساحه کې په مکمل ‌‌‌‌‌‌ډول ټول ماشومان واکسین نکړي او یا غلط معلومات شریک کړي له دندې به ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شي.د BPHS تطبیق کوونکې موسسې عمومي ریس ډاکټر سید اشرف الدین (عیني ) وایې صحي مراکزو او د جلال اباد ساحوي دفتر ته به هر ډول اسانتیاوې په واک کې ورکړي ترڅو د یادې ناروغۍ د مخینوي په برخه کې جدي اقدامات وکړي .
د دې ناستې په څنډه کې د کتلوي معافیت د بیلابیلو برخو مسؤلینوهم خپل ستونزې، د هغې حل لارې او لاسته راوړنې له مسؤلینو سره شریکې او د ستونزو په حل کې یې د جدي اقدام غوښتنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب دپښتنو د ستر مشر خان عبدالغفارخان د دېرشم تلين په وياړ غونډه وشوه
د يکشنبې په ورځ په ننګرهار پوهنتون کې د پښتنو د ستر مشر خان عبدالغفارخان د ديرشم تلين په ياد غونډه جوړه شوې وه ، چې پکې په علمي او ټولنيزو چارو کې د ولسمشر سلا کار دکتور استاد لعل پاچا ازمون، له کوزې پښتونخوا څخه راغلي پلاوي ، ننګرهار پوهنتون استادانو ، محصلينو او د بېلابېلو ادارو استازو ګډون کړی و.
دجوړې شوې غونډې پرمهال دننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل، دکوزې پښتونخوا راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ له هغوی مننه وکړه، چې دپښتنو د ستر مشرخان عبدالغفار خان په ياد جوړه شوې غونډه کې يې ګډون وکړ.مياخېل زياته کړه خان عبدالغفارخان دعدم تشدد يا د نه تاوتريخوالي د لارې سترمبارز و او د هغه کارنامې دهېرولو نه دي.په غونډه کې دکوزې پښتونخوا د عبدالولي خان پوهنتون دپښتو څانګې مشر ډاکټر سهيل خان ، شيرين اغاجهانګير، حافظ نعمت الله اميرزاده او سردار يو سفزي د خان عبدالغفارخان په کارنامو خبرې وکړې او هغه يې دعدم تشدد دلارې مبارز ياد کړ، چې پر وينايې تل يې دبرتانوي ښکېلاک پر وړاندې مبارزې کړي .
وينا والو وويل خان عبدالغفار خان په ۱۸۹۰ کال کې د پېښور داشنغر په سيمه کې زيږدلی، چې لومړی سفر يې په کال ۱۹۲۰ کې افغانستان ته ترسره کړ او دلته يې دبېلابېلو خلکو سره ليدنې کتنې ترسره کړې .
د ننګرهار پوهنتون استادانو او محصلينو پوهنوال جانس خان زړن، پوهنوال جان محمد ، پوهنوال فضل ولي ناګار ، سهيلا صادق ، خان ولي روښان ، استاد احمدالله ارچيوال او نورو په خپلو مقالو کې د خان عبدالغفارخان په مبارزه بېلابېل نظرونه وړاندې کړل.دجوړې شوې غونډې په وروستۍ برخه کې دکوزې پښتونخواراغلي پلاوي او ننګرهار پوهنتون استادانو او مسئولينو په اتو مادو کې يو پرېکړه ليک هم وړاندې کړ.په پرېکړه ليک کې راغلي و، چې د کوزې او برې پښتنو لپاره دې د تګ راتګ په موخه په يو ځانګړي ميکانيزم کار وشي .په پرېکړه ليک کې دا هم ذکر شوي و، چې په هېواد کې دننه دې د خان عبدالغفارخان په نوم يو څلورلاری و نومول شي.دغونډې په پای کې دخان عبدالغفارخان دمبارزو او جدوجهد په لسګونو عنوانونو ليکل شوي کتابونه او انځورونه نندارې ته وړاندې شول .د همدې غونډې ګډونوالو له غونډې وروسته په بهسودوولسوالۍ کې د ملنګ جان مزار څخه د کتنې پر مهال د ارواښاد روح ته د بخښنې په موخه د دعا لاسونه لپه شول.
له کوزې پښتونخوا څخه د راغلي پلاوي غړو په خپلو خبرو کې ارواښاد ملنګ جان د پښتو ژبې ستر شاعر ياد کړ، چې په وينا يې تل يې د پښتنو د ازادۍ لپاره شعرونه ويلي.
دوی له اړونده ادارو څخه غوښتنه وکړه، چې د مرحوم ملنګ جان مزار په اساسي ډول ورغوي.
ننګرهار امنیه قوماندانۍ کې د وروستیو پېښو شهیدانو روح ته د دعا په موخه د قران عظیم الشان ختم ادا شو.
د جمهور رئیس د حکم او ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي په لارښوونه په هېواد کې د وروستیو پېښو شهیدانو روح ته د دعا په موخه امنیه قوماندانۍ په جومات کې د قران عظیم الشان ختم ادا شو،چې په کې د امنیه قوماندان سربېره د بېلابېلو څانګو مدیرانو،د قطعاتو او جزتامونو یو شمیر مسؤلینو، منسوبینو او ساتوونکو برخه اخیستې وه .
د امنیه قوماندانۍ اداري مرستیال قاري امیرخان لیوال په هېواد کې وروستۍ پېښې په کلکو ټکو وغندلې او ترسره شوې بریدونه یې د پردیو د غلامانو له لورې وبلل .
د قران عظیم د ختم د ادا کولو وروسته ټولو ګډونوالو د شهیدانو روح ته دعاوې وکړې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *