د لومړي ځل لپاره د اسهال ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسین پرانیسته د یوې لویې غونډې په ترڅ کې وشوه .
په ننګرهار کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت له لورې د هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره د اسهال ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسین د تطبیق پرانیسته وشوه .
په همدې موخه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د سلواغې په ۲۲مه جوړې شوې غونډې ته د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل،د نري رنځ،زکام،تور زیړی، ګوزڼ ، سینه بغل، ستونې درد، توره ټوخلې،تیتانوس او شرې ناروغیو د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت له لورې تر دې وړاندې واکسین ترسره کیدل،چې له دې وروسته به د اسهال ناروغۍ د مخنیوي په موخه د ټولو لسو واکسینونو تطبیق په وړیا ډول تطبیق شي .
نوموړي زیاته کړه، د اسهال ناروغۍ په ګډون لس ډوله واکسینونه د دې ولایت په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د ورکړل شوي کارتونو له مخې د پېداېښت څخه تر یو کلنې پورې ورکول کیږي،چې په دې برخه کې د میرمنو،مخورو،علماؤ کرامو،ښوونکو او نورو ولسونو همکاري اړینه وبلله .
په سرحدونو او قبایلو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،حکومت په وړیا ډول د ګوزڼ،اسهال او ګڼ شمیر نورو ناروغیو د مخنیوي په موخه واکسینونه ورکوي،چې د تطبیق په برخه کې د نورو ترڅنګ د والدینو،میرمنو،ښوونکو،پرمختیایي شوراګانو غړو،دیني عالمانو او د ټولنې په ټولو وګړو د همکارۍ ټینګار وکړ.
هغه خواشیني ښکاره کړه،چې په دې ولایت کې د ګوزڼ درې مثبتې پېښې ثبت شوي او سپارښتنه یې وکړه،چې د دې ناروغۍ د لمنځه وړلو لپاره د اسلامي،انساني او ملي مسؤلیت له مخې د واکسین د تطبیق کوونکو سره همکاري وکړئ .
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې سایمې خوږیاڼۍ،د پوهنتون رئیس پوهندوی ببرک میاخیل،د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري او په ختیځ کې د علماؤ شورا رئیس مولوي حمیدالله هم د خبرو پر مهال ټولو میندو،ښوونکو،علماؤ کرامو، د پوهنتون استادانو او زده کړیالانو،د پرمختیایي شوراګانو غړو او نورو ته سپارښتنه وکړه،چې د ټولو واکسینونو په ځآنګړي ډول د ګوزڼ او اسهال ناروغیو د واکسین په تطبیق کې په پوره مسؤلیت سره همکاري وکړي .
په ختیځ کې د علماؤ شورا رئیس وویل،په مکه مکرمه کې د دیني عالمانو په کنفرانس کې د ګوزڼ ضد واکسین د رواه والې په موخه فتوا ورکړل شوې او خلکو څخه یې وغوښتل،چې د اسلام له نظره له دې رواه پروسې سره همکاري وکړي .
د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ د لمنځه وړلو د برخې مشر ډاکټر هدایت الله ستانکزي وویل،د ګڼو هڅو سره،سره بیا هم د ګوزڼ ناروغۍ مثبتې پېښې په کندهار او ننګرهار کې لیدل کیږي،چې لامل یې د ګاونډي هېواد سره تګ راتګ او په لریو پرتو سیمو کې د امنیتي ستونزو له امله د ګوزڼ ضد واکسین نه تطبیق په ګوته کړ .
هغه زیاته کړه، د بېلابېلو په ځآنګړي ډول د ګوزڼ او اسهال ناروغیو واکسین تطبیق یوه ملي پروسه ده او ټول هېوادوال باید د یوې پاکې ارادې له مخې په تطبیق کې همکاري وکړي.
د یادې غونډې په پای کې په رسمي ډول د مسؤلینو له لورې د یو کال څخه کم عمره ماشومانو ته د اسهال ناروغۍ د مخنیوي واکسین د څو څاڅکو په اچولو سره پرانیستل شو.

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دولتي املاکو د غصب مخنیوي کمیسون په نوبتي غونډه کې د بېلا بېلو موضوعات ترڅنګ وویل تر دې وروسته د دولتي املاکو د غصب قضې د نوې ځانګړې شوې محکمې له لوري څیړي .
د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمیسون غونډه د ننګرهار والي په مشرۍ د سلواغې په ۲۲ مه ولایت مقام کې جوړه شوې وه، چې پرمهال يې د استیناف محکمې ، استیناف څارنوالۍ، ملي امنیت، عدلیې ، ، کانال، فساد سره د مبارزې او ځمکو خپلواکې ادارې رئیسانو، جلال اباد سرپرست ښاروال او د امنیه قوماندانۍ استازې ګډون درلود.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل د دې ولايت په ګډون د هیواد په کچه په پنځه زونونو کې د دولتي املاکو د غصب قضیو د څیړلو په موخه ځانګړې محکمې جوړې شوي او ډیر ژر به په فعالیت پیل وکړي.
نوموړي زیاته کړه، ننګرهار یو د هغو ولایتونو څخه دی، چې په راتلوونکي کې به د یو شمیر لویو پروژو د پلي کیدو کوربه وي او په همدې موخه د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او بېرته را ګرځیدو په موخه اقدامات ترسره کوي .
ننګرهار والي د ملکیت لرونکو ادارو مسولینو ته سپارښتنه وکړه ، چې د خپلو ملکیتونو په اړه قضایي ادارې ته د قانوني اجراتو په موخه بشپړ معلومات ورکړي.
د ننګرهار استیناف محکمې رئیس عبدالولي قاضي زاده وویل، د دولتي ځمکو د غصب موضوع په یو ځانګړي فصل کې ځای شوی او ستره محکمه په یاده برخه کې جدي ده.
نوموړي زیاته کړه د هیواد په کچه په پنځه زونونو کې د دولتي ځمکو د غصب څیړلو په موخه ځانګړې شوې محکمې به د لسو جریبو پورته قضیو څیړلو ته لاس رسی ولري.
ده همدا راز وویل د جزا نوی کوډ تیر په پرتله ډیر غني دی او ټولو موضوعاتو ته پکې ځای ورکړل شوی ،چې په راتلوونکو څلورو ورځو کې به نافذ شي.
د دولتی املاکو د غصب مخنیوي کمیسون په غونډه کې د یوشمیر موضوعاتو د تصویب سربیره امنیه قومنداني او ملي امنیت ریاست ته سپارښتنه وشوه ، چې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي ترڅنګ په غصب شوې ځمکه کې د کار کولو مخه ونیسي او هم د عدلي او قضايي ارګانونو جلبونو په اړه جدي اجرات وکړي.
اوولس عرادې موټر سايکل او دوه تنه د يو اندازه هيروينو سره ونيول شول
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د امنيت لا ټینګښت په موخه د پیل شوي کمپاين په ترڅ کې ۱۷ عرادې اسناد نلرونکي موټر سايکلونه او دوه تنه د ۵۱ ګرامه هيروينو سره ونيول شول.
د معلوماتو له مخې تېره ورځ جلال اباد ښار کې د امنيتي ادارو ګډ کمیسون ۱۷ عرادې هغه موټر سايکلونه نيولي، چې قانوني اسناد يې نه درلودل.
دغه راز ياد کميسون د ۱۴ عرادو موټرونو تورې ښېښې سپينې کړي او يو شمېر موټر چلوونکي يې د ترافيکي سرغړونو له امله نغدي جريمه کړي دي.
دغه راز په ورته وخت کې پولیسو دويمې او څلورمې ناحيو کې دوه تنه د هيروينو پرچون پلورونکي د ۵۱ ګرامه هيروينو سره نيولي او تر پوښتنو لاندې دي.

د ننګرهار ولسونو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې د محکوم افغانستان له ولسونو سره د ننګرهار د ولسونو پيوستون تر سرليک لاندې د کوزې پښتونخوا پښتنو څخه خپل بشپړ ملاتړ او پيوستون اعلان کړ.
د سلواغې په ۲۲مه د ننګرهار له بيلابيلو ولسواليو څخه ګڼ شمېر قومي مخور، ديني علماء، ځوانان او مدني ټولنو استازي په دې موخه راټول شوي و ، څو د محکوم افغانستان له ولسونو سره خپل پيوستون او د ملاتړ په موخه جوړه شوې غونډه کې برخه واخلي.
د غونډې ګډنوالو غونډه په تودو شعارونو او دهېواد ملي بيرغ په لېږدولو سره بدرګه کوله او په غبرګو اوازنو سره يې تور کرښه نه منو، لر او بر يو افغان، نه وحشت نه دهشت انسانيت – انسانيت، او لوی افغانستان غواړو لوی افغانستان غواړو شعارونه ورکول .غونډه د ننګرهار ولايتي شورا مرستيال ډاګټر لعل محمد دراني په وينا سره پيل شوه.نوموړي پخپلو خبرو کې د ننګرهار له ټولو ولسونو څخه مننه وکړه ، چې په پاکې جزبې او احساس سره يې د خپلو ورورنو په پلوۍ غونډه کې ګډون وکړ.
دراني وويل ، د ډيورنډ فرضي او کرغيړنه کرښه د لر او بر پښتنو د بېلوالي لپاره يو شومه هڅه او کړنه وه ، چې په وينا يې هيڅوک د يادې تورې کرښې په رسمي ډول لاسليک نه شي ثابتولی .نوموړي همدا راز وويل، د کوزې پښتونخوا ولسونو له موږ سره تل همدردي کړې او موږ يې خپل تن او وجود ګڼلي يو او موږ ته هم پکار ده ، چې خپل يادو پښتنو ورورونو ته د تن او وجود په نظر و ګورو ، چې د نننۍ غونډې په ترسره کولو مو داڅرګنده کړه ، چې لر او بر پښتانه سره يو دي .
د افغانستان ملي تحريک مشر او د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد اسماعيل يون دغونډې له سمبالوونکو، چې په لنډ او تنګ وخت کې غونډه سمبال او مديريت کړه د مننې ترڅنګ د ننګرهار له ټولو ولسونو مننه وکړه چې په سپيڅلو جزبو او احساساتو سره يې غونډه بدرګه او له خپلو ورورنو څخه يې ملاتړ اعلان کړ.
استاد يون زياته کړه ، ځېنو کړيو تل پښتانه تورنول ، چې ښځې يې تر کوره محدو دې کړي او په سياسي برخه کې ځای نه ورکوي؛ خو په خبره يې په روانو لاريونونو کې زموږ با عزته پښتنو خويندو ټولو ته روښانه کړه ، چې دوی په هره برخه کې سپيڅلې او غښتلي دي.نوموړي له هغه خويندو مننه وکړه، چې د پښتنو په ملاتړ روانو لاريونونو کې يې فعاله ونډه درلوده.
ديون په وينا له دې غونډې يې موخه د کوزې پښتونخوا پښتنو دحقوقو ملاتړ دی.
استاد يون زياته کړه، چې د روانو لاريونونو يو ګټه دا ده هغه کسان چي د لوي افغانستان داعيې سره خلاف وو اوس هغوی هم له موږ سره همفکره شوي او د لوي افغانستان غوښتونکي دي.قومي مخورو ملک نوراغا ، استاد محمد انور سلطاني ، ملک نعمت الله حليمي ، ملک زمري احمدزي او يو شمير نورو ويناوالو پخپلو خبرو کې د کوزې پښتونخوا له ولسونو د خپل بشپړ ملاتړ اعلان ترڅنګ دوی خپل ورورنه ياد کړل ، چې په وينا يې د ډيورنډ فرضي او تورکرښه نه شي کولای لر او بر پښتانه سره جلا کړي .
ياد قومي مخور د کوزې پښتونخوا ورونو سره په غم او ښادۍ کې ځان شريک او د هغوی درد يې خپل درد ياد کړ.
دغونډې په پای کې ګډنوالو يو چمتو شوی پرېکړه ليک ، چې د ولايتي شورا غړي ډاګټر محمد ناصر کاموال له لوري ولوستل شو خپور کړ .په ياد پر ېکړه ليک کې راغلي وو د ختيځ ولسونه او په ټوله کې ټول افغان ولس د پاکستان حکومت له لوري په کوزه پښتونخوا کې پر پښتنو روان ظلم په کلکو ټکو غندي اوله پښتنو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلانوي.
په دغه پريکړه ليک کې دغه راز راغلي و د ډيورنډ فرضي توره کرښه په جبر رامنځته شوې لراو بر ولسونو ته هيڅکله د منلو وړ نده.پرېکړه ليک کې له حکومت څخه غوښتل شوي و، چې د خبر پاڼو پرځای د کوزې پښتونخوا د خپلواکۍ لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.په پرېکړ ليک کې د نورو غوښتنو ترڅنګ لراو بر يو واحد ملت او يو وجود ښودل شوی و، چې له مخې يې هيڅوک سره نه شي جلا کولای .د يادولو وړ ده ياد لاريونونه په داسې حال کې له پاکستان څخه تر ننګرهاره راورسيدل ، چې تيره مياشت د پاکستان پوځ يو وزيرستانی پښتون نقيب الله مسيد له کور وويست او بيا يې شهيد کړ.
په کامه کې ۹ سوه ښوونکو لپاره د ښارګوټي پرانیسته وشوه
ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ کې ۹ سوه ښوونکو ته د کور جوړولو په موخه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نوی ښارګوټی پرانیستل شو.د ښارګوټي پرانیستې په مراسمو کې د ولايت مستوفي عبدالله رقيبي، پوهنې رئیس حسيب الله شينواري، ولايتي شورا مرستيال ډاکتر لعل محمد دراني او غړي ډاکتر ناصر کاموال، د ښار جوړونې رئيس عبدالقهار حيدري، د کامې ولسوالۍ ښوونکو او نورو مسئولينو ګډون کړی و.
د ولايت مستوفي عبدالله رقيبي دخبرو پرمهال ښوونکو ته مبارکي ورکړه، چې د ولسمشر د حکم پراساس يې په کامې ولسوالۍ کې دښوونکو لومړنی ښارګوټی پرانيست .
رقيبي له ښوونکو غوښتنه وکړه ، چې دياد ښارګوټي چارې په منظم ډول پرمخ يوسي .
نوموړي د کامې ولسوالۍ له مسئولينو او ولسونو هم غوښتنه وکړه، چې په ښارګوټي کې د نمرو په وېش کې د پوره شفافيت څخه کار واخلي .
دننګرهار ولايت د ښارجوړونې رئيس عبدالقهار حيدري وويل، چې د دغه ښارګوټي چارې يې دسلاکار وزير او ننګرهار والي محمدګلاب منګل په لارښونه د يوې منظمې نقشې له مخې ترسره کړي .
نوموړي زياته کړه ، په دغه ښارګوټي کې به په ۳۰۰ جريبه ځمکه کې ۹۰۰ تنه ښوونکو ته نمرې ورکړل شي.
حيدري زياته کړه، په يآد ښارګوټي کې به دوه بابه ښوونځي ۱۶ بابه مارکېټونه، شنې سيمې او نورې اسانتياوې برابرې کړي .
دجوړې شوې غونډې پرمهال دکامې ولسوال عطاءالرحمن هډوال ژمنه وکړه، چې د ښارګوټي څخه به ساتنه وکړي او چاته به د دې اجازه ورنکړي، چې لاسوهنه پکې وکړي .
دولايتي شورا مرستيال ډاکټر لعل محمد دراني او غړي ډاکټر محمد ناصرکاموال او څو تنو نورو قومي مشرانو د سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل څخه مننه وکړه ، چې د ښوونکو د ښارګوټو په تطبيق کې يې هلې ځلې وکړې .
دننګرهار پوهنې رئيس حسيب الله شينواري په خپلو خبرو کې ښوونکو ته ډاډ ورکړ ، چې په ياد ښارګوټي کې به ورته هرډول سهولتونه برابر کړي .

ننګرهار والي د حصارک ولسوالۍ قومي مشرانو يو شمېر ستونزې د حل په موخه واوريدې
سلاکار وزیر د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د حصارک ولسوالۍ مشرانو سره د ناستې پر مهال د دې ولسوالۍ د سړکونو، ښوونځیو، د ولسوالۍ په کچه د حکومتولۍ او ګڼې نورې ستونزې د حل په موخه واوريدې.
د محمد صادق جبارخیل په مشرۍ د حصارک ولسوالۍ قومي مشرانو د سلواغې په ۲۱ مه ولایت مقام کې د جوړې شوې ناستې پرمهال وویل، چې حصارک د جلال اباد ښار ۷۵ کیلو متره فاصله کې پرته ولسوالۍ ده، چې د نورو ولسواليو په پرتله پکې د بیا رغونې او انکشافي پروژې ندي پلي شوي.
دوی زیاته کړه د حصارک ولسوالۍ ولسونو ګڼې قربانۍ ورکړي او هم يې تل د نظام څخه ننګه او ملاتړ کړی؛ نو په همدې اساس یې له ننګرهار والي څخه د سړکونواو ښوونځیو په جوړیدو، نویو پروژو په پلي کیدو او نورو ستونزو په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په حصارک ولسوالۍ کې د پرتو ستونزو لامل د ولسونو ترمنځ د يووالي نه شتون په ګوته کړ.
نوموړي زیاته کړه که ولسونه خپلو کې متحد شي د دې ولایت د اچین ، پچیراګام ، کوټ او نورو ولسوالیو په څیر به پکې بشپړ امنیت تامین وي او ولسونه به يې په ډاډمنه امنیتي فضا کې خپلې چارې مخې ته وړي.
ننګرهار والي همدا راز وویل په راتلونکي کې د سړک او بریښنا لويې پروژې د حصارک غلجي ولسوالۍ له لارې تیریږي، چې د نورو سهولتونو ترڅنګ به يې ولسونو ته کاري فرصتونه هم برابرشي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د حصارک ولسوالۍ له قومي مخورو څخه د یوالي غوښتنه وکړه او هم يې د پرتو ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

One thought on “د ننګرهار د دوشنبې خبرونه”
  1. ګرانو ورونو زه د ننګرهار والی ته ډیر احترام لرم، خو پدی خاطر چه دغه لیکنه ډیره اوږده نشی، نو دلمړی ځل ( په سرحدونو او قبایلو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل) څخه وروسته باید نورداسی ولیکل شی چه دننګرهار والی داسی وویل…… ځکه په دغه لیکنه کی ۸ ځله یا کرته ۸۰ اتیا کلیمی فقط د ښاغلی والی صاحب په القابو کی زیاتوالی ښایی، شاید والی صاحب هم په دغه ۸ کرته القابو خوښ نه وی.

    1- په سرحدونو او قبایلو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل
    2- سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل
    3- سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل
    4- دسلاکار وزير او ننګرهار والي محمدګلاب منګل
    5- د سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل
    6- سلاکار وزیر د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل
    7- سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل
    8- سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل

    په اخر کی په ډیر درناوی هیله لرم چه ځما په دغه تبصره خوابدی نشي

    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *