په ننګرهار کې د صنایعو او کانونو ځآنګړې خونه پرانیستل کیږي .د ننګرهار سوداګرۍ او صنایعو ادارې چارواکې وایي،ډیر ژر به په ننګرهار کې د صنایعو او کانونو ځآنګړې خونه پرانیستل شي،چې د ټاکنو له لارې به ورته رهبري هم وټاکل شي.د دې ولایت د سوداګرۍ او صنایعو ادارې د رئیس شیرعالم امله وال په مشرۍ د صنعتکارانو اتحادیې رئیس او غړو د کب په ۱۴مه د ولایت په مقام کې سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د یادې خونې د پرانیستلو په موخه تدابیري ناسته وکړه.د صنعتکارانو اتحاديې مشر حاجي تورملنګ شګیوال د یو لړ نورو ستونزو د شریکولو ترڅنګ وویل په نږدې راتلونکي کې پدې ولایت کې د صنایعو او کانونو ځانګړې خونه پرانستل کیږي،چې ورته به د ټاکنو له لارې رهبري هم وټاکل شي .دوی د یاد پروګرام لپاره د تدابیرو د نیولو او یو شمیر نورو ستونزو په حل کې ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پدې ولایت کې د صنایعو او کانونو د نوي خوني په پرانستل کیدو خوښي وښوده او زیاته يې کړه د یادې خونې په پرانستې سره به په دې ولایت کې د صنعت او معدن په برخه کې ډیر پرمختګ رامنځته شي.نوموړي مسولینو ته په صنعتي پارک کې د غصب مخنیوي او د صنعتکارانو د یو لړ نورو ستونزو په حل کې جدي سپارښتنه وکړه او هم يې صنعتکارانو سره په هره برخه کې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه .ننګرهار والي وايي د قانون د پلي کېدو په موخه د ټولنې ټول وګړي باید د عدلي او قضایي ارګانونو سره همکاري وکړي .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د سره رود ولسوالۍ قومي مخورو سره د ناستې پرمهال وویل په ټولنه کې د قانون پلي کیدل د ولسونو د خیر ښیګڼې، امنیت ټینګښت او د هر اړخیز پرمختګ سبب ګرځي.د کب په ۱۴ مه ولایت مقام کې د یادې ناستې پرمهال د ننګرهار والي سربیره ، د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت، د شورا غړی عبدالقهارقدیر، د استناف څارنوالۍ رئیس احمد خالد اوریا او د سره رود ولسوالۍ ګڼ شمیر قومي مخورو ګډون کړی و.د سره رود ولسوالۍ قومي مخورو وویل دوی تل د قانون په پلي کیدو، امنیت ټینګښت، جرمونو په مخنیوي او یو شمیر نورو برخو کې دولت سره همکاري کړې او زیاته یې کړه،چې تردې وروسته به خپله همکاري لازیاته کړي .دوی د امنیتي منسوبینو له لورې د نیول شوو دوو تنو د خوشي کېدو په برخه کې د ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د سره رود ولسوالۍ د ولسونو مننه وکړه، چې تل يې دولت سره د امنیت په تامین، منازعاتوپه حل او هم په قانوني چارو کې له خپل دولت څخه ملاتړ او همکاري کړې.نوموړي زیاته کړه قانون به په ټولو یو شان پلی کیږي او هغه څوک، چې په قانوني جرم مرتکب شي د عدلیې او قضايي څیړنو وروسته به قانوني سزا ورکول کیږي، چې په خبره يې هیڅوک يې د قانوني مجازاتو څخه شي ژغورلی.ننګرهار والي یادو قومي مخورو ته د قانون په چوکاټ کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.د ولایتي شورا ریس احمد علي حضرت او د شورا غړي عبدالقهار قدیر وویل دولت له ولسونو جوړ دی او دوی ته پکار دي، چې پخپلو سیمو کې دولت سره د امنیت په ټینګښت، مجرمینو په نیولو او عدلیې او قضايي ارګانونو سره د جرمنو په ثابتولو کې خپله همکاري لا زیاته کړي.دوی زیاته کړه که په یادو برخو کې ولسونه د دولت سره په رښتینې توګه همکاري وکړي د جرمنو کچه به تر ډیره بریده راکمه شي.ننګرهار والي د ځوانانو څخه د بهسودو ولسوالۍ اړوند ستونزې د حل په موخه واوریدې .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د بهسودو ولسوالۍ د ځوانانو سره د ناستې پرمهال د یادې ولسوالۍ اړوند د بريښنا، پوهنې، امنیتي او ځیني نورې ستونزې د حل په موخه واوریدې.د کب په ۱۴ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د یادې ناستې پرمهال د بهسود ولسوالۍ ځوانانو وویل د درې کالو راهیسې یو شمیر کلیو ته د بریښنا پايي نصب شوي خو بریښنا نده ورکړل شوې.دوی همدا راز په ښوونځیو کې د ښوونکو کمبود، سرپنا ، د پولیسو حوزې او ناحیې د انتقال او ځینو نورو ستونزو په حل کی ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د بهسودو ولسوالۍ د ځوانانو د نوښت ستاینه وکړه ، چې د ولس او نظام په ګټه يې د همغږۍ حرکتونه پیل کړي او د دې لارې خپلو ولسونو ته خدمت کوي.نوموړي زیاته کړه د ګڼو ستونزو سره، سره يې په دې ولایت کې د پوهنې دروازې پرانیستې ساتلي او هم په بېلا بېلو برخو کې ګڼ شمیر نورې پروژې بشپړې او تر کار لاندې دي .ننګرهار والي همداراز وویل د ولسي تړون پروګرام په چوکاټ کې به د ولسونو په خوښه ګڼ شمیر پروژې پلي شي، چې دې چارې سره به شته ستونزې تر ډیره بریده حل شي.نوموړي د بریښنا، پوهنې او نوروستونزو په حل کې د بهسودو ولسوالۍ ځوانانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.د ننګرهار بريښنا ریس امید صبا د بریښنا په تړاو خپل پلان تشریح کړاو هم يې بهسودو ولسوالۍ ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې په نږدې راتلونکي کې به د یادې ولسوالۍ ګڼ شمیر کلي د بریښنا د پوښښ لاندې راولي.د ننګرهار ولایت بشري سرچینو ریاست په نوښت د رهبرۍ او مدیریت یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.ننګرهار ولایت مقام د بشري سرچینو ریاست په نوښت د ولایت سرپرست مرستیال او مستوفي عبدالله رقیبي له لورې د دې ولایت د بېلابېلو ادارو مسؤلینو ته د رهبرۍ او مدیریت په اړه یو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.یاد ورکشاپ چې د جلال اباد ښاروالۍ په میملستون کې د کب په ۱۴مه ترسره شو،په ترڅ کې د ولایت سرپرست مرستیال او مستوفي عبدالله رقیبي له لورې د رهبرۍ او مدیریت د بېلابېلو برخو په اړه د ادارو رئیسانو ته لا زیات معلومات ورکړل شول .نوموړي زیاته کړه،له دې کار څخه یې موخه د ادارو له لورې د ننګرهار ولسونو ته په ښه او منظم ډول خدمتونه وړاندې کول،په ادارو کې د ښه مدیریت په ترڅ کې د کارونو ګړندیتوب او نورې چارې وې،چې د نن ورځې ورکشاپ په ترڅ کې پرې ازاد،ګروپي او نظریاتي بحثونه وشول .ټاکل شوې ډیر ژر د ننګرهار ولایت بشري سرچینو ریاست له لورې په یو شمیر نورو برخو کې هم ورته د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه او نور پروګرامونه هم ترسره شي .

په مومندره کې نا معلومو وسله والو د ايمل خان لېسې کتابتون او درسي خونې سوځولي.ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ کې تېره شپه شاوخوا نهه بجې نا معلومه وسله وال ايمل خان لېسې ته ننوتلي او په ډېرې بې رحمۍ سره يې يادې لېسې ته اور ورته کړی دی.د معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې د يادې لېسې کتابتون او دوه خونې سوځيدلي دي.سيمې ته له تورخم ښارګوټي څخه پر وخت د اور وژنې ډلګۍ رسيدلې، چې په کم وخت کې يې اور وژلی او د نورو زيانونو مخه يې نيولې ده.په دغه ښوونځي کې په دوو جلال وختونو کې سلګونه هلکان او انجونې په زده کړو بوخت دي.د علم او پوهې دښمنان، چې تل هڅه کوي افغانان په تيارو کې ډوب وساتي دا ډول پېښې رامنځته کوي.په ښوونځيو کې د عصري زده کړو سربيره ديني زده کړې هم ورکول کيږي، چې په هر ښونځي کې لسګونه جلده قرانکريم او نور بېلابېل ديني کتابونه شتون لري.ننګرهار ولايت مقام رهبري دغه ډول کړنې د اسلام مبارک دين او ټولو اصولو خلاف بولي او پر ټولو مخالفو ډلو غږ کوي، چې د دا ډول کړنو څخه لاس واخلي.په بټي کوټ کې يو وسله وال طالب ووژل شو، دوه سرګروپان او يو شمېر وسلې ونيول شوېننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ نواقلو سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې عملیات تر سره کړي، چې مخالفينو مقاومت ښودلی او له امله يې يو وسله وال طالب وژل شوی او د دوو سرګروپانو په ګډون د دوی يو شمېر وسلې نيول شوي دي.د معلوماتو له مخې د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو دوه سرګروپان عبدالصمد او سيد ګلاب ترڅنګ پنځه تنه تر شک لاندې نيول شوي، چې ځانګړو ځواکونو له ځآن سره بيولي دي.په دغه عملياتو کې شپږ ميله کلاشنکوفونه، يوه مخابره او يو شمېر مهمات هم د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي.د ګوشتې مخورو د ولسوالۍ مقام سره په ټولو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه .ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ قومي مشرانو،مخورو،ځوانانو،علما کرامو او یو شمیر نورو د یوې غونډې په ترڅ کې د ګوشتې ولسوالۍ مقام سره په ټولو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه .د ګوشتې ولسوالۍ د مخورو په استازیتوب حاجي عبدالکریم خان، حاجي رحمت ربي، ملک ګل ماجان او یو شمیر نورو د خپلو خبرو پر مهال د حکومتدارۍ د پیاوړتیا،امنیت د تامین او په یاده ولسوالۍ کې د ملي وسله والو ځواکونو څخه د ملاتړ ژمنې وکړې .ﺩ ګﻮﺷﺘې ﻭﻟﺴﻮﺍﻝ شیرﺷﺎﻩ “حسیني” ﻭﻟﺴﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﺩ امنیت د تامین په برخه کې د د ډاډ ترڅنګ په ټولو حالاتو کې د ګوشتې ولسوالۍ د خلکو له همکارۍ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ،چې په دې ولسوالۍ کې به ټول حکومتي منسوبین د خلکو لپاره د ښه خدمت ترسره کولو او سرومال د ساتنې په موخه په کلکې ارادې سره کار وکړي.

دوربابا ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو ملي ورخ ونمانځل شوه .د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ مقام کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو ملي ورځ ونمانځل شوه،چې په کې د مسؤلینو سربېره قومي مشرانو،دیني عالمان،مخورو، ځوانانو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.مسؤلینو او مخورو د خبرو پر مهال د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ترسره شوو دندو څخه قدرداني او ستاینه وکړه او همدا راز یې په ټولو برخو کې د خپلو ځواکونو سره د همکارۍ او ملاتړ ژمنې وکړې .دوی همدا راز د امنیت په ټینګښت او حکومتدارۍ په پیاوړتیا کې هم د ولسوالۍ مقام سره د همکارۍ ډاډ وښود .د دوربابا ولسونو د غونډې په وروستۍ برخه کې پریکړه لیک هم ولوست،چې مخې د امنیت، پوهنې،روغتیا او پرمختیا په برخه کې د ګډ کار کولو ژمنه کړې وه،خو د خپلسرو ملیشو جوړولو په وړاندې د جدي غبرګون پریکړې کړې .د دې پرېکړه لیک له مخې هغه کسان چې د قومۍ پرېکړې څخه سرغړونه وکړي،۵ سوه زره افغانۍ به نغدي جریمه او کور ورته سوزول کیږي .ننګرهار کې د سبزیجاتو د کیفیت او کمیت د لوړوالي په موخه په یو شمیر سبزیجاتو کرنیزې څیړنې اوتجربې پیل شوېد یوې لسیزې ځنډ وروسته، د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو څیړنو مدیریت له لورې د شیشم باغ په څیړنیز مرکز کې یو شمیر مهم سبزیجات لکه رومیان، بادرنګ، پیاز، مرچ او بانجان ترڅیړنې لاندې و نیول شوې.دشیشم باغ په څیړنیز مرکز کې په سبزیجاتو باندې یوشمیر څیړنې او تجربې د لاندې موخو له پاره نیول شوې دي:لومړی: پر یو شمیر سبزیجاتو لکه رومیان، بادرنګ، پیاز، مرچ او بانجان باندې د(Corp Max) په نوم عضوی سره چې په خپل ترکیب کې څوارلس زیات لګښته او کم لګښته عناصر لري اغیزې يي د تجربې او څیړنې لاندې نیول شوې دي، ترڅو پرحاصلاتو دنوموړې سرې اغیزې روښانه شي. باید وویل شی چې د کراپ ماکس سره دهالنډ هیواد څخه وارد شوې چې لوړکیفیت لري.دویم: په لس نوعو رومیانو او اوه نوعو پیازو باندې مختلفې تجربې ترڅیړنې لاندې نیول شوې تر څو دلوړ حاصل لرونکې او مقاومې ورایټې معلومې کړي.دیادونې وړه ده چې دکرنیزو څیړنو دبشپړیدو وروسته ترلاسه شوي پایلې او تخمونه دترویج او پراختیا په موخه بزګرانو سره شریک کیږي، ترڅو دحاصلاتو دکمیت اوکیفیت په لوړوالې کې مرسته وکړي.ننګرهار یو له هغو مهمو ولایاتو له جملې څخه ده چې هرکال په کې په ټنونو مختلف سبزیجات تولیدیږي چې نه یواځي دهیواد نورو ولایاتو بلکې ګاونډیو هیوادونو ته يي هم صادروي.دکرنې ریاست په پلان کې لري چې دسبزیجاتو دساتنې، پروسس، بسته بندې، سورت بندې، درجه بندې او بازارموندنې له پاره په یو شمیر بسټیزو برنامو او پروژو کارپیل کړي ترڅو په دې برخه کې دبزګرانو ستونزې حل شي.

د ننګرهار ولايت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ملي امنيتي ځواکونو په ملاتړ غونډه ترسره شوه.په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ملي امنيتي ځواکونو په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې د ولسوالۍ پر مسوولينو سربيره ، د ولايتي شورا غړي عبدالله خان ملکزي ، د سيمې ګڼ شمېر قومي مشرانو ، ديني عالمانو او ځوانانو ګډون کړی و.د کوز کونړ ولسوال عاشق الله سادات د وينا پر مهال د امنيتي ځواکونو لاسته راوړنې او قربانۍ د قدر وړ يادې کړې.ولسوال وويل: امنيتي ځواکونه مو اوس د دې توان لري ،چې له خپلې خاورې په ميړان دفاع او ساتنه وکړي.قومي مشر نوراغا ملکزي ، د يادې ولسوالۍ د انکشافي شورا مشر معلم اکبر او يو شمېر نورو د خبرو پر مهال د امنيتي ځواکونو فعاليتونه او لاسته راوړنې له وياړه ډکې يادې کړې .وينا والو وويل: امنيتي ځواکونه مو پياوړي شوي ، چې په وينا يې د ولسونو بشپړ ملاتړ له ځان سره لري.د غونډې په پای کې د ولسوالۍ د مسوولينو او قومي مشرانو له لوري امنيتي مسوولينو او سرتيري په ډاليو

په ننګرهار ولايت کې د ترافيکي ستونزو حل او ښاري نظم په موخه غونډ‌ه وشوه.د ترافيکي ستونزو حل او ښاري نظم په موخه ياده غونډ‌ه د جلا ل اباد ښار والۍ ميلمستون کې جوړه شوې وه ، چې پکې د ترافيکو ، ترانسپورت رياست ، جلا ل اباد ښار والۍ او نوروبېلا بېلو ادارو مسوولينو ګډون کړی و.د ننګرهار ولايت مستوفي عبدالله رقيبي د ټولو ادارو په مسوولينو غږ وکړ ،چې د ترافيکي ستونزو په حل او ښاري نظم په راوستو کې خپله فعاله ونډه ترسره کړي.مستوفي وويل: په جلا ل اباد ښار کې ورځ تر بلې ترافيکي ستونزې مخ په زياتيدو دي.هغه وويل: د نرانسپورت رياست ، ترافيکو مديريت او ښار والۍ ترڅنګ ځينې نورې ادارې هم دا مسووليت لري ،چې د ترافيکي ستونزو د حل په موخه لازمې لارې چارې ولټوي.په جوړه شوې غونډه کې دغه راز د يو شمېر ادارو مسوولينو ژمنه وکړه ،چې د ترافيکي ستونزو او ښاري نظم په راوستو کې به خپله دنده ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *