د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا غونډه وشوه .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د دې ولایت د نظامي شورا غونډه وشوه،چې په کې د دې ولایت اړوند بېلابېلو مهمو امنیتي موضوعاتو خبرې اترې،پرېکړې او مالومات شریک شول .
یاده غونډه چې ولایت مقام کې د غويي په ۱۷مه جوړه شوې وه،په کې د ننګرهار والي سربېره،امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي،ملي امنیت رئیس تورنجنرال محمد طاهر مومند،د همغږۍ مرکز قوماندان،د څلورمې پلې لوا درستیزوال،د عامه نظم او یو شمیر نورو ارګانونو استازو ګډون کړی وو.
په غونډه کې د تېرو پريکړو تعقیب،د امنیتي ځواکونو وروستي فعالیتونه،ستونزې او وړاندیزونه واوریدل شول او همدا راز په ګڼ شمیر نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې او پرېکړې وشوې.
په ننګرهار کې نږدې یو میلیون د ۵ کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو.
د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۸ سوه زره تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د د ګوزڼ ضد واکسین او له دوه کلنۍ تر پنځه کلنۍ ماشومانو ته د چينجو ګولیو د ورکړې درې ورځنی کمپاین پیل شو.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجیب الله کاموال په دغه ولايت کې د پوليو کمپاين د پيل پرمهال وويل، چې امنيتي خنډونه، د کډوالو راتګ او پاکستان سره د پراخې پولې موجوديت په ختيځ کې د پوليو کمپاين پر وړاندې لوی خنډونه دي.
هغه زياته کړه، د ننګرهار شپږو ولسواليو کې لا هم ۲۳ زره کوچنيان د پوليو له کمپاين څخه پاتې کېږي، چې تېره دوره کې هم ياد ماشومان پاتې شوي دي.
دی وړاندې وايي: ((د خوږياڼو ولسوالۍ په وزيرو تنګي، د پچيراګام په پنکزيو، د هسکې مېنې ولسوالۍ په اوغز او پاپين، د کوټ په وچ کوټ او لاغرجو، د اچين په مامند درې او د نازيانو ولسوالۍ په دوه خولې نازيان ساحه کې زرګونه ماشومان زموږ له کمپاين بې برخې دي.))
نوموړی په يادو سيمو کې د وسله والو موجوديت هغه څه ګڼي، چې له امله يې کمپاين کوونکي دغو سيمو ته نه شي ورتللی او کوچنيان د پوليو له واکسين څخه بې برخې وي.
نجيب الله کاموال وايي، د ختيځ په کچه روان ميلادي کال درې مثبتې پېښې د پوليو ثبت شوي، چې يوه يې ننګرهار او دوه نورې په کونړ ولايت کې دي؛ خو وايي، د ټولو وايروس له پاکستان څخه را انتقال شوی دی.
کاموال وايي، د ټول ولايت په کچه شاوخوا اته لکه تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د پوليو واکسين کيږي او له دوه کلنۍ تر پنځه کلنۍ ماشومانو ته به د چينجو ګولۍ م ورکړل شي.
ديني عالم او د ننګرهار د حج او اوقافو رياست استازي مولوي ګل نبي د ياد کمپاين په پرانسته کې وويل، چې د پوليو واکسين د اسلام له نظره رواه او حلال دي او ټولو کورنيو ته يې سپارښتنه وکړه، چې خپل کوچنيان دې واکسين کړي.
هغه وويل، د ټولو ولسواليو ملا امامانو ته يې د يو ځانګړي مکتوب له لارې سپارښتنه کړی، چې د کمپاين پر مهال له واکسيناتورانو سره مرسته وکړي او خلک وهڅوي، چې خپل اولادونه واکسين کړي.
د ټاکنو د نوم لیکنې پروسې کې د ګډون په موخه عامه پوهاوی ترسره شو.
ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې په بېلابېلو ګرځنده وسایطو او وسایلو او نورو عامه ځایونو کې لیکل شوي پاڼې د ټاکنو د نوم لیکنې پروسې د ګډون په موخه ولګول شوې .
په دې پاڼو کې لیکل شوي ((درنو هېوادوالو !
ثبت نام وکړئ او په راتلوونکې ټولټاکنو کې ګډون وکړئ،ترڅو د خپلې خوښې نوماند ته د غوره راتلوونکې د ټاکنو په موخه رایه ورکړئ، ستاسې رایه ستاسې را تلوونکی ))
ټاکل شوې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه ډیر ژر په نورو وسایطو او عامه ځآیونو کې په بېلابېلو برخو کې د عامه ذهنونو جوړولو په موخه پیغامونه ولیکل شي .
نهه تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونيول شول
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې څلور تنه د غلا او په خوږياڼو ولسوالۍ کې تر شک لاندې پنځه تنه د چره ايزو ټوپکونو سره يو ځای ونيول شول.
د معلوماتو له مخې پولیسو د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې مربوطاتو کې څلور تنه ديوې ريکشا سره د سيمنټو غلا په تور نيولي دي.
په ورته وخت کې خوږياڼو ولسوالۍ کې تر شک لاندې پنځه تنه چوکيداران د پنځو چره ايزو ټوپکونو سره يو ځای نيول شوي، چې تر پوښتنو لاندې دي.
مومندره کې د امنيت ټينګښت او راتلونکو ټانکونو کې د ګډون په موخه غونډه وشوه
ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ کې د امنيت ټينګښت او راتلونکو ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون په موخه غونډه ترسره شوه.
د مومندرې ولسوال حضرت خان خاکسار له ولسونو غوښتنه وکړه ،چې په راتلونکو ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي او د امنيت په ټينګښت کې خپله همکاري لا پراخه کړي.
قومي مشرانو حاجي اولداد، محصل خان، عنايت خان او يو شمېر نورو د ولسوالۍ مسئولينو ته ډاډ ورکړ، چې دتير په څير به د امنيت په ټينګښت کې همکاري کوي او د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې به ولسونه ګډون ته وهڅوي.
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د ځوانانو چارو امريت په تخنيکي مرسته د ملي سوداګر حاجي محمد داود له لوري د سل بې وزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
د دغې مرستې د وېش پرمهال د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي وويل، نننۍ مرسته د ځوانانو چارو امريت په تخنيکي مرسته د هېواد يو تن سوداګر محمد دواد له لوري د پنځه لکه پنځه شپيته زره افغانيو په ارزښت له سلو بې وزله کورنيو سره ترسره شوه.
هغه وايي: په مرسته کې اوړه ، وريجې ، لوبيا ، بوره او غوړي شامل دي.
احمدزي له ياد سوداګر څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې هڅه کوو تر څو د هېواد نور شتمن هم له بې وزلو او اړمنو هيوادوالو سره لاسنيوي او مرستې ته وهڅوو .
مرسته اخيستونکي که څه هم د يادې مرستې په اخيستو خوښ دي؛ خو وايي ، دا مرستې يي اړتيا نشي پوره کولی اود لا نورو مرستو غوښتنه يې وکړه.
دوی د ځوانانو چارو امريت او له مرسته کوونکي ملي سوداګر څخه د مننې ترڅنګ له نورو شتمنو هېواد والو هم غوښتنه وکړه ،چې له بې وزلو سره ورته مرستې ترسره او لاسنيوی يې وکړي.