د پچير اګام ولسوالۍ د امنيت ټينګښت په موخه د پنځه سوه ولسي پاڅون کوونکو لپاره لس امنيتي پوستې جوړې او په شرايطو برابر ځوانان پکې ځای پر ځای شول.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ له لوري د پچيراګام ولسوالۍ کوز او بر پچير ساحو کې د سيمې د امنيت ټينګښت او داعش وسله والو ځپلو په موخه د ولسي پاڅون کوونکو لپاره لس امنيتي پوستې په اساسي ډول جوړې شوې.

جوړې شوې امنيتي پوستې په سيمه کې د ګډو امنيتي ځواکونو مسوولينو ، د پچير اګام ولسوال او نورو مسوولينو له لوري د ملي امنيت ادارې موظفينو ته وسپارل شوې.

سرچينه وايي: په يادو پوستو کې په وسلو سمبال ولسي پاڅون کوونکي ځای پر ځای شول.

د پچير اګام ولسوال حاجي ميرباز ممتاز له امنيتي ځواکونو مننه وکړه ،چې د يادې ولسوالۍ د ولسونو د سر او مال ساتنې په موخه يې ګڼې قربانۍ ورکړې.

ولسوال په ولسونو غږ وکړ ،چې له امنيتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي

د شينوارو زون يوولس ولسواليو د ملکي او نظامي ادارو مسوولينو تر منځ د هماهنګۍ غونډه ترسره شوه.

ياده غونډه ،چې د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب مومند په مشرۍ د څلورمې پلې لوا په دويم کنډک کې جوړه شوې وه موخه يې د امنيت ټينګښت او نشه يي توکو کښت او قاچاق مخنيوی و.

په جوړه شوې غونډه کې د ملي اردو د دويم کنډک قوماندان ډګرمن قنداغا ساپي وويل: په روان کال کې امنيتي برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لري .

نوموړي وويل: ځواکونو يې په ياده موده کې پنځوس لوی او واړه عمليات ترسره کړي ،چې پر مهال يې دوه ميله دهشکې ، شپاړلس ميله راکټ انداز ، درويشت ميله کلاشينکوف ، څلور ميله پيکا ، اته ميله تفنګچې او نورې بېلا بېلې سپکې او درنې وسلې ترلاسه کړي دي.

ساپی وايي: په يادو ترسره شويو عملياتو کې ګڼ شمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب مومند وويل: له جوړې شوې غونډې يې موخه د امنيت ټينګښت او د نشه يي توکو کښت او قاچاق مخنيوی دی ، چې په وينا يې مياشت کې يو ځل جوړيږي.

نوموړي وويل: د شينوارو زون ولسواليو مسوولين په خپل منځ کې ښه همغږي لري ،چې له مخې يې په يادو ولسواليو کې وسله وال مخالفين ځپل شوي دي.

د دوربابا ولسوال هميشه ګل ، دغني خېلو ولسوال حضرت خان خاکسار او يو شمېر نورو ولسوالانو د خبرو پر مهال د امنيتي ځواکونو قرباني او همغږي وستايله ، چې په خبره يې دغه سيمې يې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې کړي دي.

د يادو ولسواليو امنيې قوماندانانو وويل: وسله وال مخالفين د مخامخ جګړې توان نه لري او يواځې د هېواد والو د ذهنونو خرابولو لپاره تبليغات ترسره کوي.

د بټي کوټ ولسوال ولايت مقام څخه وغوښتل ،چې کانال رياست دې د فارمونو ځمکه هغه چاته په اجاره ورکړي ،چې د دولت پلويان وي ، چې په خبره يې په دې کار سره به په ياده سيمه کې امنيتي وضعيت کې ښه والی راشي.

د ولايت مقام کار پوه حاجي سبحان الله د غونډې د ارزونې پر مهال د يادو ولسواليو د ملکي او نظامي برخې مسوولينو او منسوبینو قربانۍ د قدر وړ يادې کړې.

نوموړي د امنيت په ارزښت خبرې وکړې او هم يې له مسوولينو غوښتنه وکړه ،چې امنيت ټينګښت ته پاملرنه لا زياته کړي.

په ختيځ کې د لومړي نمبر سرحدي لوا قوماندان وايي: ديادې لوا اړوند سيمو کې به د دښمن هر راز فعاليتونه شنډ کړي.

ديادې لوا قوماندان سمنوال محمد ايوب حسين خېل دغه څرګندونې په هغه امنيتي غونډه کې وکړې ، چې د ننګرهار سربېره ، د کنړ او نورستان ولايتونو اړوند د شعباتو مديرانو او جزتامونو قوماندانانو پکې ګډون کړی و.

حسين خېل يادو مسولينو ته سپارښتنه وکړه ،چې دکنډکونو سربېره دټوليو او پوستو پرسونل معيشتي ژوند څخه د ليدنې ترڅنګ دهغوئ ستونزو او اړتياو ته رسيديږي وکړي.

دغه راز دکونړ ولايت امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت دسرحدي لوا قوماندان سمنوال محمد ايوب حسين خېل ته دنوې دندې دمبارکۍ ويلو ترڅنګ دهغه کړنې وستايلې .

دسرحدي لوا قوماندان له روغلو د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه ، چې دنورو امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ به دهېواد او خلکو ساتنه کوي .

دغه راز د ننګرهار ، کونړ او نورستان ولايتونو قومي مشرانو ځوانانو ، ديني علماو او مدني فعالانو د سرحدي لوا قوماندان محمد ايوب حسين خېل ته دنوې دندې مبارکۍ ويلو ترڅنګ يو شمېر ستونزې شريکې کړې .

دسرحدي لوا قوماندان له ورغلو مننه وکړه او ژمنه يې ورسره وکړه ، چې ستونزو حل ته به يې رسيدګي وکړي.

همدارنګه دسرحدي لوا په وړانديز او کورنيو چارو وزارت په منظورۍ سمونمل سيد اسدالله نقشبندي داداري او سمونوال سميع الرحمن مومند داستخباراتو دمدير په توګه اړوند منسوبينو ته ورپژندل شول.

د جدې ( مرغومې ) شپږمې په اړه د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پیغام

له نن څخه ۳۷ کلونه وړاندې په دیارلس سوه اته پنځوسم کال کې د شوروي اتحاد له لورې په افغانستان باندې پوځي تېری پیل شوو.

توره شپه وه،د کابل خلک د ژمې سړو لړزول،چې د شوروي اتحاد یرغلګرو،چې شمېر یې زرګونه تنه وو،د هوا او ځمکې له لارې په کابل حمله وکړه،د کابلیانو سترګې خوبونو پټې کړې وې،چې یرغلګرو د وخت واکمن حفیظ الله امین د خپلې کورنۍ له څو غړو سره ،یو ځای لمنځه یوړو .

په افغانستان د دغه تورې ورځې پیل شاوخوا لس کاله دوام درلود،دغه لس کلونه د زرګونه افغانانو وینو ته ویالې جوړې کړې،په سلګونو زره نورو افغانانو د بدن روغې برخې ورڅخه واخیستې او په میلیونونه نور یې د خپلو خړو جونګړو او کورونو څخه بې برخې او نورو هېوادونو ته یې کډوالۍ ته اړ کړل .

که څه هم د شورویانو نړیوال طاقت د افغانانو له لورې د لسو کلونو په موده کې مات او په شاه وتمبول شول،خو دغه جګړې افغانانو ته مادي او معنوي داسې زیانونه واړول،چې لا تراوسه هم ترې خلاص نه یوو.

زه د یوه افغان مجاهد په حیث د شوروي یرغلګرو له لورې د جدي د شپږمې برید د افغانستان لپاره د کلونو د پاتې شوې تورې ورځې په حیث یادوم،د دغه سترې لسیزې ټولو شهیدانو روح ته د عا لاسونه پورته کوم او نورو قربانیانو ته یې د ستر اجر غوښتونکی یم او هیله لرم،چې نور په افغانستان کې د رڼا ورځې ولرو او د تل لپاره افغانستان نور دا ډول بدو ورځو او خاطرو څخه لري پاتي شي

په اخر کې ټولو شتمنو کورنیو او چارواکو څخه هیله لرم،چې د یادې لسیزې پرمهال د هغه کورنیو سره خپلې مرستې وکړي،کوم ،چې د جهاد پرمهال یې پلار،ورور،د کورنۍ غړې،د بدن غړې او نور له لاسه ورکړي او اوس مهال یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران دي.

د روښانه،سوکاله او ودان افغانستان په هیله

په ننګرهار کې ۹ وسله وال مخالفین ووژل شول او ۷ تورن کسان ژوندي نیول شوي.

ننګرهار ولایت په بټې کوټ او هسکه مینه ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې اوه داعش او دوه وسله وال طالبان وژل شوي،اوه تنه تورن کسان ژوندي نیول شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

د هسکې مینې ولسوالۍ د نرۍ اوبو په سیمه کې د توپچي او نورو بریدونو په ترڅ کې ۷ داعش وسله وال چې ټول بهرنیان دي، وژل شوي،همدا راز د بټې کوټ ولسوالۍ په ۲۳ ویالې سیمه کې د ځآنګړو کورنیو ځواکونو له لورې عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې ۲وسله وال طالبان وژل شوي دي .

په بټې کوټ ولسوالۍ کې د ترسره شوو عملیاتو پر مهال اوه تنه تورن کسان له دوه میله کلاشینکوف، یو میل تفنګچې، پنځه پرتلې، دوه قابه دوربین ، نهه عدده د کلاشینکوف شاژرونه، پنځه جوړې نظامي درشۍ ، یو فیر د راکټ مرمۍ او یوې قبضې پرچې سره یو ځای نیول شوي دی .

په همدې حال کې پولیسو د مهمندرې ولسوالۍ په دامان سیمه کې د مخالفینو څخه د نښتې په ترڅ کې یو میل کلاشینکوف او یو عراده موټر سایکل تر لاسه کړي دي .

یاد عملیات او لاسته راوړنې چې د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې ترسره شوې له امله یې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی .

ناڅرګندو کسانو په بهسودو ولسوالۍ کې یو ډاکټر شهید کړی .

ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په جمالو سیمه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې نا څرګندو کسانو د یادې ولسوالۍ د دامان سیمې روغتون یو ډاکټر چې ایمل نومیږي،په شهادت رسولی دی .

د معلوماتو له مخې یاد ډاکټر ایمل په کور کې و،چې د نا څرګندو کسانو له لورې ورته د ناروغ د درملنې په موخه ټلیفون شوی او په همدې بهانه یې له کوره تر ویستلو وروسته په شهادت رسولی دی .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پر یادې پېښې خواشیني څرګنده کړې او امنیتي منسوبینو ته یې جدي سپارښتنه کړې،چې قضیه په جدي ډول تعقیب او د پېښې عاملین تر پیدا کولو وروسته له سخت قانوني چلند سره مخ کړي.

د روان کال په ترڅ کې ۱۵۱ تنه د نشه یې توکو کاروباریان تر نیولو وروسته څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي .

د ننګرهار ولایت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې رئيس محمد ادریس ساپی وایي د روان کال په ترڅ کې د امنیتي مؤظفینو له لورې ۱۷۱ تنه تر نیول کېدو وروسته څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي .

نوموړي چې د مرغومې په ۶مه یې د خپلې ادارې اړوند د لاسته راوړنو،ستونزو او وړاندیزونو په اړه سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ته پریزنټیشن ورکولو،وویل،د روان کال په ترڅ کې ۲۱ ټنه بېلابېل نشه یې توکې سوزولي دي .

هغه زیاته کړه،په یاده موده کې ۶ ټنه هیروین،تریاک،چرس،تیزاب،الکولي مشروبات او ګڼ شمېر نور نشه یې توکې نیول شوي دي .

د ساپي په وینا د تېرو دوو کلونو په موده کې یې د لس میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت بېلابېلې پروژې چې په کې د روږدو کمپلکس،ننګرهار پوهنتون لیلیې ودانۍ جوړول، بېلابېلو ولسوالیو کې اته کانالونه،د نعنا او ګلابو د پروسس فابریکه،په خوږیاڼو او شیرزادو ولسوالیو کې د چرګانو دویش چارې شاملي دي .

د ننګرهار د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس وایي د روان کال په ترڅ کې یې د ۱۴ سوه روږدو کسانو درملنه کړې.

هغه د نشه یې توکو د کر د مخنیوی پر وړاندې یو شمېر ستونزې او ننګونې هم ننګرهار والي سره د حل په موخه شریکې کړې .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ډاډ ورکړ،چې د عامې روغتیا ادارې په هلو ځلو به راتلوونکې اونۍ د روږدو کسانو د درملنې کمپلکس په خدمتونو پیل وکړي،چې له مخې به د روږدو کسانو په درملنه کې د پام وړ زیاتوالی راشي .

هغه د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس ته د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ترڅنګ لارښوونه وکړه،چې په ولسوالیو کې بزګرانو ته د مرستو په رسولو کې ګړندۍ هڅې وکړي .

ننګرهار والي د دغه ولایت د نظارتي کمیټې په غونډه کې په علني او مستقیم ډول د ولسونو ستونزې د حل په موخه واوریدې .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مرغومې په ۶مه په ولایت مقام کې د نظارتي کمیټې په غونډه کې چې د ولایت مرستیال،بېلابېلو ادارو مسؤلینو او مراجعینو په کې ګډون کړی و، په علني او مستیقم ډول د ولسونو ستونزې د حل په موخه وارویدې .

په دغه غونډه کې لسګونو مراجعینو خپلې عارض پاڼې او شکایتونه په مستقیم ډول ننګرهار والي او د نظارتي کمیټې نورو غړو سره شریک کړل .

په دغه مراجعینو کې د ځمکو،کورونو او ځینې نورو د لسګونو کلونو قضیې هم وړاندې شوې،چې د کمیټې غړو له لورې د بحثونه وروسته ورته لازمې او قانوني د حل لارې چارې په نښه شوې .

بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د عبدالشکور په نوم د یو تن پر ځمکه د کار درولو، کډوالو چارو اداره کې د یو سپین ږیرې عرض پاڼې اړوند قانوني چلند ترسره کول،په لومړۍ ناحیه کې د حاجي نواب او ډاکټر نوید ترمنځ د کور پر سر شخړې ته دکمیسون له لورې د حل لارې موندل او یو شمېر نورې هغې قضیې وې،چې ننګرهار والي له لورې مسؤلینو ته یې په جدي ډول سپارښتنه وشوه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي همدا راز د اچین ولسوال ته لارښوونه وکړه،چې د محمد عالم په نوم د یو تن د ځمکې قضیې اړوند د سترې محکمې حکم عملي کړي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ولسونو ته ډاډ ورکړ،چې د هرې دوشنبې په ورځ به د سکتوري،امنیتي،عدلیي او قضایي ارګانونو مسؤلینو سره یو ځای د ولسونو ستونزې د حل په موخه په مستقیم ډول واوري .

هغه همدا راز د یادو ادارو مسؤلینو ته هم سپارښتني کړي،چې په علني ډول پخپلو ادارو کې د ټولو کارکوونکو سره یو ځای د ولسونو ستونزې واوري او په اړه یې ولایت مقام د اجرائتو راپور ورکړي .

ننګرهار والي د هرې دوشنبې په ورځ په مستقیم ډول د ولسونو ستونزې د حل په موخه اوري .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مرغومې په ۶مه د دغه ولایت د قومونو د یو والې شورا غړو سره د لیدنې پر مهال وویل، هره دوشنبه په ولایت مقام کې په علني او مستقیم ډول د ولسونو ستونزې د حل په موخه اوري .

دغه ناسته چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه، په ترڅ کې د قومونو يووالي شورا رئیس لعل اغا کاکړ او د ۴۴ قومي شوراګانو غړو ننګرهار والي سره د ولسونو ستونزو شريکولو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې دوی به د ولايتي ادارې د ټولو قانوني کړنو ملاتړ کوي.

دوی د ننګرهار والي د کړنو څخه ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ،چې خپلو فعالیتونو ته په همدې ډول دوام ورکړي،چې له مخې به د ولسونو او حکومت ترمنځ فاصلې لمنځه ولاړې شي .

یادو مشرانو د خپلو خبرو پر مهال د جلال اباد اباد – کابل دويم لین سړک د ځمکې استملاک ، د درونټې د نظر اباد پل،جلال اباد ښار کې د یوې نوې هدیرې لپاره د ځمکې د ورکړې او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .

دوی همدا راز د امنیه قوماندانۍ په پاسپورټ،پاکستان قونسلګرۍ ویزې، په کوټ ولسوالۍ کې د ګمارل شوو سیمه ییزو پولیسو د تشکیل په برخه کې د فساد له شتون څخه یادونه وکړه .

یادو مشرانو همدا راز په بېلابېلو ولسوالیو کې د پوهنې،روغتیا،لوړو زده کړو،سړکونو او ګڼ شمېر نورو برخو کې هم د مرستې او همکارۍ یادونه وکړه.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل یادو مشرانو ته ډاډ ورکړ،چې د مسؤلینو سره د سهارنیو ناستو په ترڅ کې به یې ستونزو ته د حل لازمې او قانوني لارې چارې ومومي .

هغه زیاته کړه، د ستونزو د حل په موخه یې هرې دوشنبې په ورځ په مستقیم او علني ډول د ولسونو ستونزو اوریدو او هغې ته د حل لارې چارې د موندلو لړۍ پیل کړې ده .

ننګرهار والي ډاډ ورکړ،چې د کلک هوډ له مخې به د دغه ولایت ولسونو ته د امنیت تامین، عدالت رامنځته کولو او د فساد د لمنځه وړلو په موخه کار وکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *