ننګرهار والي د املاکي کمیسون غړوته خپلو کې د همغږۍ او د قوانینو په رڼا کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي سپارښتنې وکړې.
ننګرهار والي حیات الله حیات د املاکي کمیسون غړو سره د لومړنۍ ناستې پرمهال وویل که هره دولتي اداره په خپله برخه کې قانوني اجرات ترسره کړي دولتي املاک به د غصب له ګواښ څخه وژغورل شي او هم يې هغوی ته خپلو کې د همغږۍ او د قوانینو په رڼا کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي سپارښتنې وکړې.
نوموړي زیاته کړه هره دولتي اداره د خپلو ځمکو د ساتلو مسئولیت لري او د غصب رامنځته کیدو په صورت کې باید اړونده ادارې ته په رسمي ډول خبر ورکړي څو په ټاکلي وخت قانوني اجرات ترسره او د غصب مخه ونیول شي.
ننګرهار والي امنې قومندان ته سپارښتنه وکړه، چې امنیتي حوزو او د ولسوالیو امنیه قومندانانو ته د دولتي ځمکې د ساتنې امر وکړي.
د املاکي کمیسون د پریکړې له مخې د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند د کوټي تاران په سیمه کې د غصب شوې ځمکې موضوع يې د یادې ولسوالۍ ولسوال او اراضۍ ادارې ته د قانوني اجراتو په موخه وسپارل شوه.
دغه راز په کامې ولسوالۍ کې ۶ سوه جریبه دولتي ځمکې د غصب موضوع په تړاو پریکړه وشوه، چې یاده موضوع به د حقوقي پلان له مخې وڅیړل شي.
د املاکي کمیسون په ناسته کې د استناف محکمې رئیس عبدالولي قاضي زاده، ننګرهار امنیه قومندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزي، په مالي او اداري برخه کې د ولایت مرستیال تمیم عارف مومند، د استناف څارنوالۍ رئیس احمد خالد وریا، د عدلیې رئیس مستوخان هلال او د یو شمېر نورو اړونده ادارو استازو ګډون کړی و.
یادو مسئولینو د دولتي املاکو د غصب مخنیوي په تړاو د قانوني اجراتو په ترسره کیدو ټینګار وکړ او هم يې په یاده برخه کې قانوني لارې چارې او مشورې وړاندې کړې.
په جلال اباد ښار کې ۲ سوه بې وزله کورنیو سره د نږدې ۵ سوه زره افغانیو په ارزښت د۱۲ قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه .
ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د الخیر خیریه بنسټ له لوري د اسلامي او انساني همدردۍ له مخې د شاوخوا ۵ سوه زره افغانیو په ارزښت ۲ سوه بې وزله کورنیو سره د ۱۲ قلمه بېلا بېلو خوراکي توکو مرسته وشوه.
ننګرهار والي حیات الله حیات د یادې مرستې د ویش پرمهال د یاد خیریه بنسټ له مسئولینو مننه وکړه، چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت يې د بې وزله کورنیو لاسنیوی وکړ.
نوموړي زیاته کړه د ټولنې هر شتمن اسلامي مسئولیت لري، چې د خپلو غریبو کورنیو او یتیمانو سره د وس مطابق بېلا بېلې مرستې ترسره کړي.
حیات په ټولو ملي سوداګرو او بډایه خلکو غږ وکړ، چې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر د بې وزله کورنیو سره مرسته وکړي څو د الله پاک له اجرونو څخه برخمن شي.
په ورته مهال د ولایتي شورا غړي ډاکترناصرکاموال هم د الخیر خیریه بنسټ له مشرتابه مننه وکړه، چې د نورو ولایتونو په څیر یې پدې ولایت کې هم غریبو کورنیو، معلولینو او نورو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
هغه زیاته کړه په ټولنه د غریبو او بې وزله کورنیو ترڅنګ شتمن خلک هم شته نو هغوی ته پکارده ، چې خپلې مرستې د یتیمانو او بې وزله کورنیو څخه ونه سپموي.
ننګرهار والي په ختیځ کې د بشر حقونو ادارې مسؤلینو ته په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ننګرهار والي حیات الله حیات په ختیځ کې د بشرحقونو د دفتر مسؤلینو سره د ناستې پر مهال ډاډ ورکړ،چې په دې ولایت کې به د ملکي وګړو ژوند خوندیتوب،ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې قضیو د لمنځه وړلو او بشر حقونو په اړه د عامه پوهاوي د ترسره کېدو په برخه کې به همکاري وکړي .
نوموړي همدا راز ډاډ ورکړ،چې د بشر حقونو ادارې سره به د یو ښه همکار په توګه ټولې چارې د خلکو د خوندیتوب او د خلکو د حقونو د ورکړې او تر لاسه کولو په موخه ترسره کړي .
په ختیځ کې د بشر حقونو رئیسې صبرینا حمیدي ننګرهار والي حیات الله حیات څخه مننه وکړه،چې په ټولو برخو کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړې همدا راز په وروستیو کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې، د تذکرو د ورکړې پر مهال ځینې ستونزې او یو شمیر نور موضوعات هم ننګرهار والي سره د حل په موخه شریک کړل .
ننګرهار والي له سوداګرو څخه وغوښتل،چې د فساد د مخنیوي په برخه کې له ولایتي ادارې سره مرسته وکړي .
ننګرهار والي حیات الله حیات الله د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي په مشرۍ د یو شمیر ملي سوداګرو،پانګوالو او صنعتکارانو سره د لیدنې پر مهال له دوی وغوښتل،چې پخپل ځآن د قانون د پلې کولو په ترڅ کې د فساد په مخنیوي کې له و لایتي ادارې سره مرسته وکړي.
یاده ناسته،چې د ولایت په مقام کې ترسره شوه،پر مهال یې د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي او یو شمیر نورو ملي سوداګرو د خبرو پر مهال صنعتي پارکونو ته د برېښنا د ورکړې، کابل ـ جلال اباد او جلال اباد کابل دویم لین سړکونو د جوړولو،د دوی امنیت خوندیتوب په موخه د مصؤنیت کمیټې رامنځته کولو، له ښار څخه بهر د مالونو لپاره د ګودامونو د ځمکې د ورکړې او د اصنافو او کسبګرو اتحادیې د نوې رهبرۍ د ټاکلو په برخه کې ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنې وکړې.
دوی همدا راز په جلال اباد ښار کې د خپلسرو هډو،د هټیو مخې ته لاسي پلورونکو،د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د روږدو کسانو او یو شمیر نورو عمومي ستونزو په حل کې هم د اقداماتو وړاندیز وکړ.
ننګرهار والي حیات الله حیات وویل،په دې ولایت کې به د سوداګرو ستونزو د حل په موخه میاشتنۍ او د ضرورت پر وخت بېړنۍ غونډې وکړي او د دوی د امنیت خوندیتوب په موخه به ژر تر ژره د مصؤنیت کمیټه رامنځته کړي .
هغه د یادو ستونزو او وړاندیزونو د حل او اقداماتو په برخه کې سوداګرو،پانګوالو او صنعتکارانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ،خو زیاته یې کړه،چې په یاده برخه کې کړنې وخت ته اړتیا لري .
نوموړي په دې ولایت کې له ټولو سوداګرو څخه وغوښتل،چې د قانون او اصولو له مخې د خپل کاروبار پر مهال د حکومت عوایدو په زیاتوالي کې همکاري وکړي او له دوی جدې غوښتنه وکړه،چې د فساد د لمنځه وړلو په برخه کې له ولایتي ادارې سره همکار پاتي شي .
د مبارکۍ پیغام
د دوست هېواد هندوستان په خاوره زما د وطن په کوربتوب بنګلدیش کرکټ ملي لوبډلې ته د ملت د ملي او اتلو بچیانو له لورې د کرکټ په لومړۍ شل اوریزه سیالۍ کې د بریا د سر لوړۍ زیرې له امله تاسې ټولو وطندارانو او د کرکټ مینوالو ته مبارکي وایم .
د روژې د دې مبارکې میاشتې په مناسبت خپل ټول واک څښتن ته لاسونه لپه کوم،چې د کرکټ د بریا خوښۍ په څېر مو په وطن کې په نورو برخو کې هم د خوښیو پيغامونه خپاره کړې .
د کرکټ د ملي لوبډلې خپلو اتلو لوبغاړو څخه د زړه له کومې مننه کوم،چې د هېواد د سرلوړې په نوم د لوبې ښکته شوې میدان ته یو ځل بیا له بریا سره را پورته او د خپلو وطندارانو په پاړ نیولو شونډو یې د موسکا او خوښۍ پيغامونه را څرګند کړل .
تل د بریاوو زیرې ولرئ
د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا په غونډه کې د امنیتي ارګانونو له لورې په بېلابېلو سیمو کې پر لا زیاتو تحرکاتو ترسره کېدو ټینګار وشو.
ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د نظامي شورا په اوونیزه غونډه کې چې د سرحدي ځواکونو په لومړۍ لوا قوماندانۍ کې جوړه شوې وه،په مرکز او ولسوالیو کې د امنیتي ارګانونو پر لا زیاتو تحرکاتو ترسره کېدو ټینګار وشو.
په یاده غونډه کې ننګرهار والي،امنیه قوماندان،ملي امنیت رئیس،سرحدي ځواکونو،عامه نظم او د ملي اردو ځواکونو قوماندانانو سربېره په ۲۰۱ سیلاب قول اردو کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو له لورې ګمارل شویو سلاکارانو هم ګډون کړی وو.
د غونډې پر مهال ننګرهار والي حیات الله حیات امنیتي ځواکونو ته یو ځل بیا سپارښتنه وکړه،چې د تېرې ورځې بېړنۍ امنیتي ناستې پرېکړو په عملی کولو کې په ښه توګه مسؤلیت ترسره کړي .
نوموړي همدا راز د امنیتي ارګانونو له لورې د ځینو مهمو لاسته راوړونو له امله ستاینه هم وکړه .
د دې غونډې پر مهال د مسؤلینو له لورې د ګارنيزون قطعې او د جلال اباد ښار څلورو دروازو کې د ګمارل شوو منسوبینو ترڅنګ ستاینه وشوه،چې په دې ولایت کې د رایې ورکونې لپاره د نوم ثبتونې د ټولو مرکزونو امنیت په خوندي ډول نیول شوی دی .
همدا راز په چپرهار،بټي کوټ،هسکه مینه او پچیراګام ولسوالیو کې د وروستیو عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته پر اوښتې مرګ ژوبله خواشیني څرګنده شوه او ټینګار وشو،چې د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته ځآنګړې پاملرنه وشي.
د ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ نظامي مسؤلینو پر ولسونو هم غږ وکړ،چې پخپلو سیمو کې مخالفینو ته له ځای ورکولو ډډه وکړي او د دوی په سیمو کې د تروریستي ډلو د شتون په اړه خپلو امنیتي ارګانونو ته مالومات ورکړي .
په نظامي غونډه کې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو په ځآنګړي ډول د حصارک، چپرهار، خوږياڼو او بټي کوټ ولسواليو امنيت ټينګښت په موخه يو لړ امنيتي تدابير هم ونيول شول.
د ولايت مرستيالې سره د پښتورګو ملي روغتون يو شمېر ډاکترانو خپلې ستونزې د حل په موخه شريکې کړې.
يادو ډاکترانو ولايتي مرستيالې حبيبې کاکړ سره د ناستې پر مهال وويل، چې له شپږو مياشتو راهيسې يې معاشونه نه دي اخيستي، چې دا او دې ورته يو شمېر نورې ستونزې يې شریکې کړې.
د ولايت مستوفي عبدالله رقيبي د معاشونو په تړاو او د عامې روغتيا رئیس ډاکتر نجيب الله کاموال د ډاکترانو د حقوقو او امتيازاتو په برخه کې د ولايت مرستيالې ته د اجراتو او ستونزو حل ډاډ ورکړ.
د يوې بلې ناستې په ترڅ کې يو شمېر ګونګيانو د دوی ښونځي ته دودانۍ د نه شتون او د غير مسلکي استادانو ګمارنې ستونزې يې د ولايت مرستيالې سره د حل په موخه شريکې کړې.
د ولايت مرستيالې د پوهنې او اداري اصلاحاتو رئيسانو ته د ګونګيانو د ستونزو حل سپارښتنه وکړه، چې هغوی په يادو برخو کې د جدي اجراتو ډاډ څرګند کړ.
د يو بل خبر له مخې د استيناف محکمې رئیس عبدالولي قاضي زاده د ولايت مرستيالې سره پر يو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې او په ټولو قانوني چارو کې يې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د څلورو ماينونو په لمنځه وړلو سره د خونړيو پېښو مخه ونيول شوه
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار او اچين ولسواليو کې پوليسو څلور کړۍ خود سازه عيار شوي ماينونه او يو فير د هاوان مرمۍ مخکې له چاودنې کشف او لمنځه یوړل.
دغه ماينونه په عامه لارو کې مبايل سره عيار شوي و، چې په لمنځه وړلو سره يې د خونړيو پېښو مخه ونيول شوه.
په ورته وخت کې د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې تر شک لاندې يو تن يو ميل تومانچې سره نيول شوی، چې تر پوښتنو لاندې دی.
د يو بل خبر له مخې د بټي کوټ ولسوالۍ باريکاب سيمه کې شاه خالد په نوم تن سره په کرولا ډوله موټر کې ۵۳ کیلو ګرامه چرس نيول شوي دي.
هسکه مېنې او حصارک کې ۲۳ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته
ننګرهار ولایت حصارک او هسکې مېنې ولسواليو کې د تيرو څلرويشتو ساعتونو په ترڅ کې د ګډو ځواکونو عملياتو او پولیسو سره په مخامخ جګړه کې د يو ډلمشر په ګډون ۲۳ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
د معلوماتو له مخې د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ او پاپين سيمه کې ګډو ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۹ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت حصارک ولسوالۍ کې تېره شپه پولیسو او وسله والو طالبانو مخامخ جګړه کړې، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو ډلمشر ښايسته رحمن مشهور په بلال وژل شوی او درې غړي یې ټپيان شوي دي.
په هسکه مینه کې ۱۹ داعش وسله وال ووژل شول .
ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په پاپین او ګورګورۍ سیمو کې د ملي اردو د کمانډو ځواکونو له لورې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د ترسره شوو عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ داعش وسله ووژل شول .
په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .