د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قوماندان په ننګرهار کې د افغان وسله والو طالبانو سره د سولې پروسې څخه د ملاتړ ترڅنګ د نورو تروریستي ډلو د ځپلو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکولسن، چې یو شمیر نورو لوړ رتبه نظامي مسؤلینو یې ملتیا کوله، د چنګاښ په ۳مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا غړو سره د ناستې پر مهال په دې ولایت کې د افغان وسله والو طالبانو سره د سولې پروسې د وروستیو هلو ځلو څخه د ملاتړ ترڅنګ د نورو تروریستي ډلو د ځپلو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه .
ننګرهار والي حیات الله حیات د دې ناستې پر مهال په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو قوماندان سره په دې ولایت کې د ټولټاکنو، روغتیا، پوهنې، لوړو زده کړو، د افغان وسله والو طالبانو سره د اوربند، سولې پروسې، ولسي ځواک د ګمارنې، داعش ځپلو او یو شمیر نورو برخو کې مالومات شریک او د همکارۍ په برخه کې وړاندیزونه وکړل.
نوموړي ډاډ وښود، چې یو شمیر افغان وسله وال طالبان به په دې ولایت کې له جګړې لاس واخلي او ګڼ نور به یې د سولې بهیر سره یو ځای شي، همدا راز یې په دې ولایت کې د داعش ځپلو په برخه کې د لا ګړندیو عملیاتو د ترسره کېدو او د هېواد په کچه یې د ولسي ځواک ګمارنه له ننګرهار څخه د پیل کېدو غوښتنې وکړې .
د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت د ننګرهار والي په راتګ سره د فساد د لمنځه وړلو څخه خبر ورکړ؛ خو د لویو لارو او یو شمیر ولسوالیو امنیتي، د ملکي هوایي میدان، ښوونځیو د سرپناه، د امنیتي ځواکونو د تشکیل د کموالې، کډوالو ته د سهولتونو برابرولو، پاکستان څخه د توغندیو د را توغولو او یو شمیر نورو ستونزو په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .
د دې لیدنې پر مهال ننګرهار ملي امنیت رئیس تورنجنرال نظرعلي واحدي او یو شمیر نورو مسؤلینو د دې ولایت بشپړ امنیتي وضعیت په اړه د غوڅ ملاتړ ځواکونو قوماندان سره مالومات شریک کړل .
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو قوماندان جنرال نیکولسن د حکومت او افغان وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو څخه بشپړ ملاتړ وکړ او زیاته يې کړه د دې پروسې د بریالیتوب په موخه د خپلو ځواکونو په اړه هم خبرې اترو ته چمتو دي او همدا راز یې پر پاکستان فشارونه زیات کړي، ترڅو په افغانستان کې د سولې پروسې د بریالیتوب په برخه کې همکاري وکړي .
نوموړي د ننګرهار والي له لورې د اوربند په موده کې په شاهي ماڼۍ کې سلګونو افغان وسله والو طالبانو ته د میلمستیاوو څخه ستاینه او ملاتړ وکړ؛ خو ډاډ یې ورکړ، چې د داعش او نورو ترهګرو ترڅنګ به د هغه اورپکو پر ضد په سختو عملیاتو کې همکاري وکړي، چې د سولې پروسې خلاف او جګړې ته دوام ورکوي .
د دې لیدنې پر مهال د داعش څخه پاکو شوو سیمو د ساتنې،د سیمه ییزې اردو د استخدام او ګڼ شمیر نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې اترې،وړاندیزونه او پرېکړې وشوې .
ننګرهار والي د يو شمېر مسئولينو په ملتيا د کرکټ لوبغالي لپاره په نښه شوې سيمې څخه ليدنه وکړه.
ننګرهار والي حيات الله حيات د چنګاښ په ۴مه په داسې حال کې، چې جلال اباد ښاروال رياض الله درمل او د ښار جوړونې رئیس عبدالقهار حيدري او د کرکټ بورډ ادارو استازو يې ملتيا کوله بهسودو پل ته څېرمه کرکټ لوبغالي لپاره يې په نښته شوې سيمې څخه ليدنه وکړه.
نوموړي په يآده سيمه کې د کارونو د ځنډ له امله د کرکټ بورډ ادارې د استازو ستونزې واوريدې او د حل په برخه کې يې جلال اباد ښاروال او مسئولينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
هغه همدا راز د کرکټ بورډ ادارې مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د لوبغالي چارو پيل کېدو وړاندې په مرکز کې د ځمکې د انتقال پروسه بشپړه او له هغې وروسته د ولايت مقام په همکارۍ رسمي او ګړندۍ چارې پيل کړي.
جنرال نيکولسن: پاکستان دې طالبانو ته له افغان حکومت سره د سولې قناعت ورکړي
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت عمومي قوماندان وايي، هيله مند دی، چې پاکستان د افغان سولې د راتګ لپاره خپلې ټولې هلې ځلې ترسره کړي.
جنرال جان نيکولسن دا څرګندونې د چنګاښ په ۳مه په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي سره تر لېدنې وروسته د يو رسنيز کنفرانس پرمهال وکړې.
په دغه کنفرانس کې چې د ننګرهار والي او د ولايتي شورا رئيس هم موجود و، د افغان سولې، له طالبانو سره د افغان حکومت د اوربند، داعش وسله والو ځپلو او راتلونکو ټاکنو په تړاو هم خبرې وشوې.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن وويل، چې له طالبانو سره يې مخامخ د سولې په تړاو خبرې نه دي شوي؛ خو د خپلو ديپلوماتانو له لارې يې بېلابېل هيوادونه دې ته هڅولي، چې طالبان افغان حکومت سره سولې ته چمتو کړي.
هغه په دغه برخه کې د سعودي عربستان د وروستي دريځ ستاينه وکړه او هيله مندي يې وښوده، چې پاکستان هم خپلې ټولې هلې ځلې د افغان سولې لپاره ترسره کړي.
هغه زياته کړه: ((موږ امېدوار يو چې پاکستان خپلې ټولې همکاريانې چې لازمې وي، د افغان سولې لپاره ترسره کړي او طالبانو ته په دې قناعت ورکړي، چې مذاکراتو او سولې ته غاړه کېږدي …))
ده له پاکستانيو چارواکو سره د افغان چارواکو د ورستيو تماسونو او اړيکو ستاينه هم وکړه او دا يې افغان سولې لپاره يوه ستره هڅه وبلله.
جنرال نيکولسن دغه راز په افغانستان کې د داعش ځپلو په تړاو هم څرګندونې وکړې او ټينګار يې وکړ، چې تر وروستي داعش وسله واله به د افغان حکومت ملاتړی وي.
نوموړي وړاندې وويل: ((د داعش د ځپلو لپاره همدومره بس دی، چې هغوی غوښتل، جلال اباد د خراسان مرکز کړي؛ خو نن موږ دلته ناست يو او تاسو سره د هغوی د ځپلو په تړاو خبرې کوو.))
هغه زياته کړه، د ناټو د غړو هيوادونو ترڅنګ په افغانستان کې تر پنځوسو زيات نور هېوادونه هم پانګه اچونه او مالي ملاتړ کوي، چې دلته سوله راشي او هم په راتلونکي کې يو شمېر نړيوال کنفرانسونه د افغان سولې لپاره جوړېږي.
په ورته وخت کې د ننګرهار والي حيات الله حيات وويل، چې تر کنفرانس وړاندې يې د دغه ولايت د نظامي مسولينو په موجوديت کې د ټاکنو، امنيتي ستونزو، له طالبانو سره د اوربند او داعش ځپلو په تړاو له جنرال نيکولسن سره خبرې کړي او هغه هم د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
هغه وويل: ((موږ د ننګرهار په عمومي امنيتي وضعيت، راتلونکو پلانونو، همدارنګه اوربند، سولې، ټاکنو او ځينو نورو موضوعاتو په تړاو مو له جنرال نيکولسن سره په تفصيل سره خبرې وکړې.))
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د افغان سولې په تړاو خبرې ډيرې توندې شوې دي.
روداتو کې د اوربند غځيد په موخه غونډه وشوه
ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ کې د يادې سيمې خلکو د اوربند غځيدو په موخه غونډه وکړه او له وسله والو طالبانو يې وغوښتل، چې ورور وژنه پای ته ورسوي.
دغه غونډه چې د روداتو ولسوالۍ په مقام کې جوړه شوې وه په کې د روداتو ولسوال محمد نسیم شینواري ،امنیه قومندان ، امنیت ملي مدیر، د ولسوالۍ اداري پرسونل ، د څارنوالۍ او محکمې مسولینو سربیره پکې د یادې ولسوالۍ د بېلابېلو قریو څخه قومي مشرانو ځوانانو او علماء کرامو ګډون کړې و .
د روداتو خلکو له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د اوربند موده وغځوي او حکومت سره مذاکرات او سوله وکړي.
دوی وويل، چې روانه جګړه يواځې ورور وژنه ده او له ښکېلو دواړو غاړو څخه يې وغوښتل، چې ورور وژنه پای ته ورسوي، سولې او ثبات لپاره کار وکړي.
د روداتو ولسوال نسيم شينواري هم په ښکیلو خواو غږ وکړ، چې د یاد اوربند ملاتړ وکړي او د سولې ته غاړه کیږدي.
ورپسي د علماو د شورا رئیس مولوي فضل الله د اسلام له نظره د سولې په ارزښت او د جنګ په زيانونو خبرې وکړې او ډاډ يې څرګند کړ، چې د ګڼو علماو کرامو او قومي مخورو په منځګړيتوب به د افغان طالبانو سره د سولې راوستو په موخه خبرې وکړي.
د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان سمونمل نواب خان ، د ملي امنيت مدیر عزیر الرحمن ،د محکمې پخوانې رئیس انعام الله خبرې وکړې او پر علماء کرامو يې غږ وکړ چې د سولې رامنځته کېدو په موخه د جوماتونو له لارې عامه پوهاوی وکړي.
په کوز کونړ کې د دوه ميليونه افغانيو په مالي لګښت د دوو استنادي ديوالونو د جوړولو چارې پيل شوې.
۴/۴/۱۳۹۷
ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ بډيالۍ سيمه کې د دوه ميليونه افغانيو په مالي لګښت د دوو استنادي ديوالونو د جوړولو چارې پيل شوې، چې په نږدې راتلونکې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د کوز کونړ ولسوال عاشق الله سادات وويل، چې دغه استنادي ديوالونه شاوخوا ۲۵۰متره اوږدوالی لري، چې د سويډن موسسې د دوه ميليونه افغانيو په مالي لګښت د ولس په لس سلنه مالي برخه اخيستنې د شپږو مياشتو په موده کې جوړيږي.
نوموړي وويل، چې د دې استنادي ديوالونو په جوړېدو سره به په ياده سيمه کې زرګونه زراعتي ځمکه د سيلابونو له زيانونو وژغورل شي.
په ننګـرهار کې دهندواڼو حاصلات لس سلنه زیات شوي .
په ننګرهار کې په شاوخوا ۱۵۰۰۰ جریبه ځمکه باندې هندواڼې کرل شوي، لومړنۍ ارزونې ښایي چې د هر جریب ځمکې څخه په منځنۍ توګه ٧ ټنه د هندواڼې حاصلات په لاس راځي، چې سږکال به څه باندې ۱۰۰ زره ټنه هندواڼه تولید شي، پداسې حال کې چې تیرکال په دې ولایت کې د ۹۰ زره ټنو په شاوخوا حاصلات اخیستل شوي وو.
سږکال د تیر کال په پرتله د هندواڼو په تولید کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی .
بټي کوټ، ګوشته، کامه، مومندره او لعلپوره په ننګرهار کې د هغه ولسوالیو له جملې څخه دي، چې په کې په لوړه پیمانه سره د هندواڼو پالیزونه شتون لري.
د یادونې وړ ده، چې دننګــــــــرهار د هندواڼو حاصلات د جلال آباد بازار سربیره د هیواد په نورو بازارونو کې په ښه نرخ سره پلورل کيږي.
ننګرهار سيمه يیز روغتون کې د يو بل عاجل ټپي د کوپړۍ کامياب عمليات تر سره شول
د ننګرهار سيمه ييز روغتون د روغتيا پالو په وينا د تير کوچني اختر په لومړۍ ورځ ورته د يوې ترافيکې پېښې څخه د زهير په نوم يو ټپي ماشوم راوړل شوی ، چې د سر په برخه کې ژور ټپي شوی و او د وينې غوټه کېدو سربيره يې د سر مهمې برخې زيانمنې شوې وې.
دوی زياته کړه، چې د خپلمنځي مشورې وروسته يې د ياد ماشوم کوپړۍ وڅپړله، چې عمليات يې په برياليتوب سره تر سره شول.
دوی وايي، چې ياد ټپي په وښيم حالت کې راوړل شوی و، چې تر عمليات او درملنې وروسته يې اوس روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
د کیوکیشن کراتې ملي لوبغاړي مقبول شاه د ۱۴ هیوادونو ترمنځ سیالیو کې له لومړي مقام ترلاسه کړ
د افغانستان د کیوکیشن کان کراتې د ملي لوبډلې لوبغاړي مقبول شاه ګردیوال د ۱۴ اسیایي هیوادونو ترمنځ سیالیو کې له لومړي مقام ګټلو وروسته هیواد ته راستون شو.
دغه سيالۍ، چې د څوارلس اسيايي هېوادونو ترمنځ په قزاقستان هېواد کې روانه مياشت تر سره شوې په کې له افغانستان څخه مقبول شاه ګردیوال په ګډون نهو نورو ورزش کارانو ، چې يوه يې ښځينه وه ګډون کړی و .
د دې سيالۍ په اويا کيلو وزن کې د افغانستان د کيوکيشن ملي لوبډلې لوبغاړي مقبول شاه ګرديوال لومړی مقام خپل او د سرو زرو مډال وګټه.
نوموړی ننګرهار ته په بريالي راتګ سره د دې ولايت د ګڼ شمېر ورزش کارانو له تود هرکلي سره مخ شو.
مقبول شاه وايي، چې په دې سياليو کې يې روسي، قرغزستاني او قزاقستاني سيالانو ته په ماتې ورکولو سره افغاناستان ته وياړ ور په برخه کړ.
د ننګرهار د ورزش کارانو اتحادې مشر زمری عربزاده وايي دوی تل هڅه کوي، چې ورزش کاران تشويق کړي، څو هېواد ته وياړونه وګټي.
نوموړي پر حکومت غږ وکړو چې ورزش کارانو ته د لازمو سهولتونو برابر کړي.
هسکه مینه ولسوالۍ کې شپږ داعش وسله وال ووژل شول .
ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په ګورګورۍ او چونګي سیمو کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په هوایي بریدونو کې،چې د داعشیانو پر مهمو پټنځایونو ترسره شول،شپږ داعش وسله وال ووژل شول .
په همدې حال کې د ملي اردو څلورمې لوا مؤظفینو د خوږیاڼو ولسوالۍ په پیره خیلو سیمه کې چاڼیز عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې څلور د راکټ او یوه د داهشکې میرمنۍ، یوه پایه مخابره،یو حلقه چسپکي ماین او یوه اندازه چاودیدونکې توکې یې تر لاسه کړي دي .
په ورته وخت کې د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دښمن له لورې ځای پر ځای شوی ماین د ملي اردو ځواکونو له لورې کشف او خنثی کړای شو.
نازيانو کې اته داعش وسله وال ووژل شول او درې ژوندي ونيول شول
ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ مورچل سيمه کې تېره شپه شاوخوا درې بجې پاڅوون کوونکو پر داعش وسله والو بريد کړی، چې جګړه رامنځته شوې او له امله يې اته داعش وسله وال وژل شوي او درې ژوندي نيول شوي.
په دغه جګړه کې دوه پاڅوون کوونکي شهيدان شوي او دوه ټپیان شوي، چې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
چپرهار کې يو ۱۳ کلن ماشوم د انسان تښوونکو له منګولو ازاد کړای شو
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ څپري سيمه کې پولیسو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې يو ۱۳ کلن ماشوم، چې د انسان تښوونکو له لوري يادې سيمې ته وړل شوی و ازاد شو.
د معلوماتو له مخې انسان تښتونکو د ياد ماشوم له کورنۍ د نغدو پیسو غوښتنه کوله، چې پولیسو تر خبريدو وروسته ځانګړي عمليات تر سره او ماشوم يې د هغوی له منګول ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپاره.
د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت مربوطاتو کې شپږ تنه د غلا، خپلمنځي شخړې او وسلې ګرځولو په تور نيول شوي، چې تر پوښتنو لاندې دي.
د جلال اباد ښار د وروستيو پېښو طراح او رهبري کوونکی ووژل شو
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ سفري سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې علمیات کړي، چې په ترڅ کې يې د داعش وسله والو مهم قومندان ادم خان، چې د جلال اباد ښار وروستيو پېښو طراح او رهبري کوونکی و ووژل شو.
د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخې نوموړي د جلال اباد ښار کرکټ لوبغالي، مستوفيت، طب پوهنځي او پوهنې رياست او پښتونستان څلور لارې بريدونه، چې په کې زمونږ يو شمېر هېوادوال شهيدان او ټپيان شول طرحه او رهبري کړي و.
د سرچينې په وينا ياد قومندان په جلال اباد ښار کې یو شمېر نور بريدونه هم طرحه کړي و، چې له تطبيق وړاندې شنډ شول.
دغه راز د عملياتو پر مهال د داعش وسله والو يو شمېر موټر سايکلونه، وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي.